کرزی:د سولې عالي شورا په خپلو کارونو او پریکړو کې خپلواکه ده

دا شورا د سولې د ملي مشورتي جرګې په سپارښتنه جوړه شوې او اساسي دنده یي د افغان دولت او وسله والو مخالفینو ترمنځ د سولې او پخلاینې د امکاناتو برابرول دي.

د افغانستان د سولې عالي شورا نن د لومړي ځل لپاره په رسمي ډول پرانیستل شوه او خپله لومړنۍ غونډه یي جوړه کړه،دې شورا خپله لومړنۍ غونډه د ارګ په ماڼۍ کې د ولسمشر کرزي په وینا سره پرانیستله. افغان ولسمشروویل، چې د سولې عالي شورا په خپلو کارونو او پریکړو کې خپلواکه ده، څو وکړای شي په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره لاره هواره کړي، خو د دې ترڅنګ زیات انتقادونه موجود دي، چې له بېلابېلو تنظیمونو سره د دې شورا د غړو د تړاو له کبله به ونه شي کړای.

د افغانستان د سولې عالي شورا د هغې د غړو په ترکیب باندې د شتو انتقادونو ترسیورې لاندې خپله لومړنۍ غونډه د ولسمشر کرزي په مشرۍ پرانیستله.

دا شورا د سولې د ملي مشورتي جرګې په سپارښتنه جوړه شوې او اساسي دنده یي د افغان دولت او وسله والو مخالفینو ترمنځ د سولې او پخلاینې د امکاناتو برابرول دي.

ښاغلي کرزي د دې شورا لومړنۍ غونډې ته په خپله وینا کې، چې د پنجشنبې په ورځ د ارګ په ماڼۍ کې جوړه شوې وه وویل، چې دا شورا په خپلو کارونو او پریکړو کې په بشپړه توګه خپلواکه ده، څو وکړای شي، چې په هېواد کې د سولې او امن د ټینګښت لپاره لاره هواره کړي.

ښاغلي کرزي د سولې د عالي شورا دا غونډه د افغانانو د هیلو غونډه وبلله او وي ویل، چې خلک یی هڅو ته په انتظار دي:

(افغانان په هر ولایت کې او په هر ولسوالۍ او په هر کلي کې د دی هېواد د سولې د عالي شورا د کوښښونو په انتظار دي.او زموږ له طالب ورونو نه هم دا هیله ده چې دې هېواد ته سوله راولي او د دې موقع نه ګټه پورته کړي.)

د سولې عالي شورا اوس مهال نهه شپیته غړي لري، چې زیاتره یي پخواني جهادي مشران دي، خو تر اوسه پورې ورته لا مشر نه دې ټاکل شوې.

ښاغلي کرزي وویل، چې د دې شورا د مشر د ټاکلو او د دارلانشاء د کار د څرنګوالي په اړه به په راتلونکې غونډه کې خبرې وشي.

کتونکي له ځینو جهادي ډلو سره، چې په کورنیو جګړو کې ښکیل وو د دې شورا د غړو تړاو ته په پام سره ویره څرګندوي، چې ممکن له وسله والو مخالفینو سره د سولې او پخلاینې د هڅو د پر مخ بیولو جوګه نه وي.

خو ښاغلې کرزې بیا د دې برخلاف د شورا هڅو ته هیله مند دې او په عینې حال کې وایي، چې د هغې لپاره غړي په زیات دقت سره انتخاب شوي دي.

(له ډیر غور او مشورو څخه وروسته موږ په دې وتوانیدو چې د عالي شورا محترم غړي تعین کړو.)

که څه هم له وسله والو مخالفینو سره د پخلاینې لپاره د افغان دولت د روانو هڅو نړېوال ملاتړ شوې، خو خپله طالبان، چې د روانې جګړې اساسي برخه ده، دا هڅې بیا غیر موثره بللې دي.

دا، چې د طالبانو د مخالفت په شتون کې به د سولې عالي شورا ترکومه بریالي ګامونه پورته کړای شي اوس یي په اړه اټکل له وخت نه مخکې بریښي.

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: