تازه خبر: د کندوز والي په چاودنه کي وژل سوى دئ

د کندوز چارواکي وايي والي انجينرمحمدعمر نن ماسپښين د غرمې د لمانځه پر مهال په ګاونډي ولايت کندوز کي د يوې چاودني له امله ژوند له لاسه ورکړئ دئ. د کندوز والي د تالقانو په ښار کي يوه جومات ته د جمعې د لمانځه دپاره تللى وو، چي په مسجد کي دننه د يوې چاودني له امله وژل سوئ دئ. راپورونه وايي چي په دې چاودنه کي د والي په ګډون ١٤ نور کسان هم وژل سوي او ګڼ شمېر نور لمونځ کوونکي ټپيان سوي دي. د دې حملې مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخيستئ، خو دا په تيرو څو کلونو کي دريم والي دئ چي په چاودنو کي له منځه ځي. تر انجينر عمر دمخه په ٢٠٠٦ کال د پکتيا والي پوهاند حکيم تڼيوال، په ٢٠٠٨ کال د لوګر والي قومندان عبدالله هم په ورته بريدونو کي وژل سوي وو.

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: