نيمروز: تر لاسه سوي چاوديدونکي توکي له ايرانه راوړل سوي دي

لودين

د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل، چې ايراني چارواکو ومنله، چې په نيمروز کې نيول شوي چاودېدونکي توکي د همدې هېواد دي.

دغه توکي چې اندازه يې ١٩ ټنو ته رسيږي، تېره ورځ د ياد ولايت د امنيتي منسوبينو له خوا ونيول شول.

 د بهرنيو چارو وزارت وياند احمد ظاهر فقيري نن وويل چې ايراني چارواکيو ويلي، چې دغه توکي په غلا له ايران څخه افغانستان ته راوړل شوي و.

خو نوموړي په دې اړه د لا ډېرو معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه.

د نيمروز د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر موسى رسولي، د اړوندې موضوع په اړه  پرون پژواک خبري اژانس ته ويلي و، چې دغه بېلابېل ډوله چاودېدونکي توکي تېره ورځ په داسې حال کې له زرنج ښار څخه کشف او ضبط شول، چې په يوه تجارتي کانټينر کې بار و.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د پېښې په تور د دې تجارتي کانټينر سوداګر نيول شوى او تحقيق ترى روان دى.

که څه هم تراوسه څو ځلي امنيتي مسوولينو او يو شمېر بهرنيو پوځي چارواکيو، ايران د افغانستان په ناامنيو کې په لاس لرلو تورن کړى او ويلي دي، چې د دغه هېواد د ناامنه کولو لپاره وسلې او مهمات رالېږي، خو ايران دغه شان دعوې تل رد کړې دي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: