په کندهار کې نورې چاودنې وشوې

دکندهار دپوليسو مقامات وايي چې په دغه ښارکې دتيرې شپې دچاودنو په باب څيړنې کوي چې له امله يې دوه ديرشو تنو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.

دکندهار دپوليسو مقامات وايي چې په دغه ښارکې دتيرې شپې دچاودنو په باب څيړنې کوي چې له امله يې دوه ديرشو تنو ته مرگ ژوبله اوښتې ده. دباختراژانس دخبرله مخې : تيره شپه دکندهار ښار دعامه نظم قطعي ته څيرمه چاودنې وشوې .. دکندهار ولايت امنيه قوماندان سردارمحمدځاځى وايي چې په يو موټرکې چاوديدونکي توکي ځاى پرځاى شوي و او کله چې پوليس دڅيړنې لپاره سيمې ته ورسيدل څلور نوري پرله پسې چاودنې وشوي دغه ټولې چاودنې دهغو ماينونو په واسطه چې له لرې واټن څخه کنټروليدل. په دغو چاودنو کي نهه تنه ووژل شول او دوه ويشت تنه نورټپي شول قربانيان ټول ملکي وګړي دي. له دغې پيښي څخه يوه شپه مخکې هم په کندهارښارکې درې چاودنې وشوي چې له امله يې څلور تنه پوليس وژل شوي اويوشمير نور ټپي شوي وو.

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: