جلالکوټ ادبي خوځښت جوړشو

په ننګرهار کې لسګونه ځوانو فرهنګيالو او شاعرانو په يوه تازه راټوليدنه کې چې د تلې(مېزان)مياشتې پر شپاړسمه په ننګرهار کې د خاموشه شوې ادبي وضعې د بدلون په نيت جلالکوټ ادبي خوځښت رامنځته کړ.
دا راټوليدنه چې د جلالکوټ(جلال اباد)تالاشۍ څلورلاري ته څېرمه د ننګرهارلېسې مخې ته د شرق پلازې په دويم پوړ کې د نجات د خيرښېګڼې ساتندويې موسسې په دفتر کې وه، د قرآنکريم د څو سپېڅلو اياتونو تر تلاوت وروسته پکې دغو ځوانانو په ننګرهار کې د ادبي چوپتياپرماتونې د يوه بحث په پاى کې پريکړه وکړه چې د هرې جمعې ورځې د سهار پرنهو بجو همدغلته(د نجات موسسې دفتر کې) اونيزې ادبي غونډې او مشاعرې به کوي.
د جلالکوټ ادبي خوځښت غړو د رايوپه يووالي سره ارشادرغاند د دغه خوځښت د مشر او خالدسنګر او انورالحق يرغل يې د مرستيالانو په توګه وټاکل.
دوى دغه راز پريکړه وکړه چې د فعاليتونو په پراخيدو او لامنظميدو به يې خپل تشکيلاتي جوړښت هم پراخوي.
دې غونډه کې د ننګرهار له يو شمېر ولسواليو څخه هم راغليو ځوانو شاعرانو ګډون درلود چې له دغه ادبي خوځښته يې پکې ملاتړ او په ناستو کې يې د برخې اخېستو ژمنه وکړه.
د جلالکوټ ادبي خوځښت غړو دا پريکړه هم وکړه چې وخت،په وخت به خپلو اونيزو غونډو ته د ادب استادان ادبي درس او لارښوونو ته رابولي او د خپلو فعاليتونو په اړه به يې مشورې تر اخېستو وروسته عملي کوي.
د دې ادبي خوځښت غړو وويل چې په ننګرهار کې نورو کېدونکو ورته ادبي ناستو کې به هم له کوم توپېرپرته لکه د خپلو غونډو برخه اخلي.
د جلالکوټ ادبي خوځښت دې لومړنۍ غونډه کې د خالدسنګر پر يوه غزل کره کتنه هم وشوه چې ارشادرغاند،انورالحق يرغل،قاضي زاده شينواري،حامدسليم او يو شمېر نورو خبرې پرې وکړې.
د راتلونکې ناستې لپاره پريکړه وشوه چې د دې خوځښت پرفعاليتونو به د نظراخېستو ترڅنګ،مشاعره هم کېږي.
دا پريکړه هم وشوه چې د کره کتنې او ادبي درس برخې به وخت ته په پام سره پالل کېږي .
جلالکوټ ادبي خوځښت د خپل دې رپوټ له لارې هم پرهغو ځوانو فرهنګيالو چې د ننګرهار د خاموشه شوې ادبي وضعې د مثبت بدلون فکرلري،غواړي چې ورسره يوځاى د دې بهير د پرمخيون مرسته وکړي.
 

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: