برهان الدین رباني دسولې شورا درېېس په توګه وټاکل شو

نن دارګ په ماڼۍ کې دولسمشر کرزي په ګډون دسولې دعالي شورا دوهمه غونډه رابلل شوې وه له ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه کاږي ،چې برهان الدین رباني درایو په اکثریت دعالي شورا دمشر په توګه وټاکل شو . برهان الدین رباني دسولې دعالي شورا له غړو څخه مننه وکړه چې په ده باندې یې باور وکړ او ددغې شورا درئیس په توګه یې وټاکه. ده دسولې دعالي شورا ریاست یو مسوولیت باله،ټینګار یې وکړ چې په هېوادکې دسولې ټینګښت دسولې دعالي شورا په ټولو غړو، افغان ملت، دافغانستان پر دولت او پر ټولو هغو زړه سواندو او مخلصو کسانو پورې اړوندیږي چې غواړي هېواد یې له اوسني حالت څخه خلاصون ومومي. دسولې دعالي شورا درییس په توګه درباني ټاکنه داسې مهال ترسره کیږي ،چې صبغت الله مجددي ټینګار کاوه چې زه د رباني له ټاکنې سره موافق نه یم ځکه رباني دطالبانو پر ضد جنګیدلې دی . دشنونکو له انده ولسمشر کرزي درباني له ټاکنې دا یوه ګټه وکړه چې رباني دشمال ټلوالې له نورو غړو څخه لیرې کړ او دا درز ،چې ولسمشر کرزی رامنځته کړې و نور هم زیات کړ نغده ګټه کرزي وکړه دا چې طالبان به پر رباني څومره باور وکړي وخت ته اړتیا ده .

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: