د ماين چاودنې د يوې کورنۍ پنځه غړي ووژل

ګردېز (پژواک د تلې ١٨مه ٨٩): د پکتيا د زرمت ولسوالۍ د ټانک په سيمه  کې د سړک غاړې ماين چاودنې د يوې کورنۍ پنځه غړي ووژل.

د پکتيا د والي وياند روح الله سمون د تلې په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن له غرمې وړاندې د ټانک په سيمه کې پر يوې سراچه موټر د سړک غاړې ماين چاودنې د يوې کورنۍ پنځه غړي ووژل.

د نوموړي په وينا، په وژل شويو کسانو کې ښځه، خاوند او د دوى درې ماشومان   شامل دي.

هغه وويل، چې د کورنۍ ټول غړي له ګردېز څخه  د کور پر لور روان وو، چې په لاره کې د افغان دولت د وسلوالو مخالفينو له خوا خښ شوى د سړک غاړې ماين پرې چاودلى دى.

د پېښې يوه عيني شاهد چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل، چې د سړک غاړې ماين د وسلوالو مخالفينو له خوا ځاى پر ځاى شوى و.

هغه وايي، چې وژل شوى کس له دولت سره هېڅ اړيکې نه درلودې او خپلې ورځنۍ چارې يې پرمخ بېولې.

د يادونې وړه ده، چې درې مياشتې وړاندې هم په ياده سيمه کې پر يوه فلاينکوچ موټر د سړک غاړې ماين چاودنه شوې وه، چې په ترڅ کې يې ٢٢ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د دغې پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى او نه هم د وسلوالو طالبانو ډلې او د دولت نورو مخالفو وسلوالو په دې اړه تر اوسه  څه نه دي ويلي.

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: