افغانستان د کینیا پر وړاندي لوبه وبایلله

د افغانستان او کینیا تر منځ په وروستۍ پنځوس اوریزه لوبه کې نن بری د کینیا په نصیب شو.

نننۍ لوبه د افغانستان او کینیا تر منځ د پنځوس اوریزه سیالیو په لړ کې وروستۍ هغه وه او تر دې وړاندي یوه لوبه افغانستان او یوه هم کینیا ګټلې وه.

نن پچه افغانستان وګټله او پخپله یې بیټینګ ته ملا وتړله چې په لمړي سر کې جاوید احمدي ښه لوبه وکړه خو وروسته لوبغاړي ژر ژر وسوځیدل.

په اخر کي د په ۴۷ اورونو کي د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو سره افغان لوبډله وتوانیده چې یواځي ۱۸۸ منډی جوړی کړي او د کینیا لپاره یې ۱۸۹ منډي هدف وټاکه.

کله چې کینیایی لوبغاړو منډو ته ملا وتړله نو په ۴۲م اور کې یواځي د دوو لوبغاړي په سوځیدلو سره وتوانیدل چې دغه هدف ته ځان ورسوي او دغه لوبه يې په اتو ویکټو وګټله.

د یادولو وړ ده چې تر یو ورځنیو لوبو وړاندي افغانستان او کینیا یوه څلور ورځنۍ سیالي هم درلوده چې پکي افغانستان کوربه هیواد کینیا ته سخته ماته ورکړې وه.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: