کندهار ٣٠٠٠ کيلوګرامه امونيم نايريټ تر لاسه سوه

په کندهار کي د ولايت د مطبوعاتي دفتر څخه بينوا ته رارسيدلي خبرپاڼه وايي چي د کندهار د سپين بولدک په ولسوالۍ کي د پاکستاني پلېټ درلودونکي يوه مازدا موټر څخه په بمونو کي کارېدونکي مواد ٣٠٠٠ کيلو ګرامه امونيم نايټريټ، د ماينونو اووه سوه عدده پټاقۍ، ٦٠ کيلو ګرامه باروت او يوه بسته د بريښنا لاين د تلاشۍ پر مهال تر لاسه سوي چي موټر چلوونکى دا مهال تر پوښتنو ګروېږنو لاندي دى. خبرپاڼه د يو بل خبر له مخي ليکي چي تېره ورځ غرمه مهال د کندهار د څلورمي امنيتي حوزې په مربوطاتو کي د يادي حوزې پوليسو يو ماشوم په داسي حال کي ونيوى چي غوښتل يې يوه کړۍ مځکنى ماين د خاورو او خزلو په يوه کوچني ډيران کي ځاى پر ځاى کړي . خبرپاڼه وايي چي ياد ماشوم د پوليسو په لومړنيو پلټنو کي اقرار کړى چي پلار يې ورته ويلي وه څو په دې سيمه کي ياد يوه کړۍ ماين ځاى پر ځاى کړي چي پلار يې هم د پوليسو له خوا نيول سوى او تر پلټنو لاندي دى. سرچينه زياتوي چي په همدې ترتيب د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ په ماکوان او د ډنډ ولسوالۍ په بلندي کلو درې تنه دولت ضد وسوال مخالفين د خپلو ځاى پر ځاى سوو ماينونو ښکار سوې. امونيم نايټريټ يو ډول کيمياوي سره ده چي د دولت ضد وسلوال مخالفين يې د ماينونو په جوړلو کي کاروي چي له همدې امله پري څه موده وړاندي د افغان دولت له خوا بنديز ولګول سوو او واردوونکو ته يې د سختي قانوني سزا د ورکولو خبر ورکول سوو.

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: