القاعده په نړۍ کې له نويو تاکتيکونو سره

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې د القاعده د فعاليتونو په اړه په يوه مطلب کې ليکي، چې دې شبکې خپل تاکېتيکونه بدل کړي .

القاعده نوې ستراتيژي غوره کړې، دا ستراتيژي د منظمو پلان شوو پراخو حملو پرځاى، په واټونو کې پرجګړو اتکا کوي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه په دې اړه د يکشنبې د ورځې په ګڼه کې ليکي، په اروپا کې د تيرې اونۍ صحنې په ۱۹۷۰ لسيزه کې د شمالي ايرلند د بيلتون غوښتونکې وسله والې ډلې اي. ار. اې د قوت او په ۱۹۹۰ لسيزه کې په الجزايرکې د ترهګرګرۍ د حالت يادونه وکړه.

بکېنګهام ماڼۍ او ترافلګر چوک له پوليسو ډک و، په پاريس کې د ايفل برج د موقت وخت لپاره څوځلې له خلکو تخليه شو او نورو سيمو کې هم د تروريستي بريدونو د مخنيوي لپاره ورته اقدامات وشول.

واشنګټن پوسټ ليکي، په هرصورت دغه ګواښ د تروريزم د يوې نوې بڼې ښکارندويي کوي، د امريکا د استخباراتو ادارې سي. اى. اې او اروپايي هېوادونو خبردارى ورکړ، چې القاعده په فرانسې، جرمني او بريتانيا کې د خلکو د وژولو لپاره د حملو طرح جوړه کړې او سيلانيانو په تيره بيا امريکايانو ته يې خبردارى ورکړ، چې اروپايي هېوادونو ته د سفرپه وخت کې ډير بيداره واوسي.

د دغو د بريدونو د پلان د عملي کولو په اړه زيات جزيات خپاره نه شول، خو د ډيرو په باور دا داسې پلان نه و لکه القاعده چې په ۲۰۰۶ کال د هيدرو په هوايي ډګر کې امريکا ته د تلونکو الوتکو په اړه جوړ کړى و.

القاعده غوښتل چې د يوه منظم پلان له مخې الوتکې يو په بل پسې والوزوي.

خود خبري رسنيو د رپوټونو له مخې په اروپا کې د القاعده د تروريستي حملو پلان هاغسې منظم او پراخ نه و، بلکې غوښتل يې چې د سپکو وسلو په ذريعه په کوچنيو حملو سره له عامه مهمو ځايونو څخه سيلانيان لرې کړي.

واشنګټن پوسټ وړاندې دا پوښتنه مطرح کوي، چې ايا القاعده تخريب شوې ده؟ پيوست يې ليکي نه او په دوام کې يې دلايلو ته په اشاره ليکي، په مومبيي کې د ۲۰۰۸ کال د حملو، د نيويارک په ټايمز چوک کې د روان کال د مې د مياشتې د ناکامې حملې او په اروپا کې د تيرې اوونۍ د تروريستي حملو د پلان افشا کېدو په شمول وروستيو حملو وښوده، چې القاعده نه يوازې تراوسه د عملياتو توان لري بلکې دا شبکه تراوسه فعاله ده.

د واشنګټن پوسټ په وينا القاعده له افغانستان نه د تکتيکي په شاه تګ وروسته اوس يوې نوې ستراتيژي ته شکل ورکړى دى.

د تيرې لسيزې په سر کې القاعده له دې پرته چې په عنعنوي ډول چاودنې ترسره کړي بله لار نه لرله، د ورځپاڼې په وينا په ۲۰۰۲ کال کې په بالي کې ترسره شوې حمله يې ښايي ترټولو ښه بيلګه وي.واشنګټن پوسټ ليکي، د القاعده مشرتابه چې په اوس وخت کې په پاکستان کې محاصره شوى، د منظمو او پرمختللو حملو د پلانولو او تطبيق توان نه لري.د ورځپاڼې په وينا د تروريزم ضد چارواکي او کارپوهان چې د القاعده شبکې دغه تاکتيکي بدلون له نژدې څاري په دې باور دي، چې القاعده په دې کار سره غواړي د ځان لپاره وخت وګټي او هڅه کوي، چې په اروپا او متحده ايالاتو کې د تيرو پرمختللو حملو په څير د نوو حملو لپاره خپل توان پورته يوسي.

د واشنګټن پوسټ له دې ليکنې سره سم داسې ښکاري، چې د القاعده نوي نسل خپل محدوديتونه درک کړي اوله حقيقي وسايلو او امکاناتو څخه په استفادې غواړي خپلو اهدافوته ځانونه ورسوي.

په دې کې شک نشته چې القاعده له نړيوال جهاد څخه لاس نه دى اخيستى او د لويو لمسونکو اقداماتو چې په نړۍ کې د پراخې غوسې سبب شوي، پرځاى اوس غواړي چې په ښارونو کې په عنعنوي شکل د جګړو د پرمخ بيولو لپاره نوې وسله وال ګوماري.

واشنګټن پوسټ ليکي، په عنعنوي شکل په ښارونو کې د جګړو پرمخ وړل نسبتاً اسانه کار دى، ډيرې لږې منابع ورته په کار دي، زيات پلان او هم اهنګۍ ته اړتيا نه لري او هم په سپکو وسلو او لږو فعالانو ترسره کېداى شي.

خو د ورځپاڼې په وينا د القاعده دغه نوې ستراتيژۍ به اوږد مهاله خطرناکه پايلې له ځان سره ولري، د القاعده مشرانو دا واقعيت درک کړى، چې کولاى شي د دوديزو تاکتيکونو له لارې په غربي ټولنو کې بيره خپره او ګډوډي رامنځته کړي البته هغه په نړيواله سطحه.

د ورځپاڼې په وينا که چېرې دوى په دې کار کې بريالي شي، نودغه نوې ستراتيژۍ به يې د سختو امنيتي او نورو اقدماماتو سبب وګرځي او په امريکا کې به د مسلمانانو او غيرمسلمانو ترمنځ رامنځته شوې فاصله لا پسې زياته کړي.

د واشنګټن پوسټ په وينا په داسې حال کې چې القاعده په نوې بڼه جګړې ته مخه کړې، د دې شبکې دښمنان بايد د هغې زړې جګړې ته د پاى ټکى کېږدي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: