کابل : بار وړونکي الوتکه د غره سره وجنګيدله

کابل ښار ختيځ لور ته د تنګي غارو په سېمه کې يوه باروړنکې کارګو الوتکه د غره سره د ټګر له امله وغورځيده. دکابل د نړيوال هوايي ډګر مشر محمد يعقوب رسولي پژواک خبري اژانس ته ويلي ، چې نن ماخوستن شاوخوا ٧ نيمې بجې يوه بار وړونکې الوتکه د کابل ښار د تنګي غارو په سېمه کې وغورځيدله او ټوله ٩ تنه عمله يې له منځه تللې ده. د نوموړي په وينا، دغې باروړنکې الوتکې د پاکستان هېواد څخه بګرام هوايي ډګر ته مواد انتقال کړي وو او له هغه ځايه يې غوښتل چې د کابل نړيوال هوايي ډګر ته راشي،خو په لاره کې د رادار له ليکو څخه ورکه شوه. هغه وايي، چې ياده بار وړونکې کارګو الوتکه د يوې بهرني شرکت ده،خو د يو افغان له خوا چارتر شوې وه.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: