ملالۍ جويا د پژواک آژانس خبر رد کړ

په ولسي جرګه کي د فراه ولايت معطله غړې ملالۍ جويا وايي دا کاناډا ته پناه اخيستلو دپاره نه، بلکي د يوه لس ورځني سفر دپاره تللې ده. د آغلي جويا له ويبپاڼي څخه لراوبر ته رسېدلې خبر پاڼه وايي چي ملالۍ جويا کاناډا ته د مک ګيل پوهنتون په بلنه هلته تللې ده. خبر پاڼه وايي دوى د پژواک آژانس هغه خبر ردوي، چي د ولسي جرګې د دوهم مرستيال امان الله پيمان له خولې په کاناډا کي د ملالۍ جويا په ګډون د ولسي جرګې د پنځو ښځينه غړيو د پناه اخيستو په باب ورکړى وو. آغلي جويا ويلي چي هيڅ وخت يې له کوم بهرني هيواد څخه د پناه غوښتنه نه ده کړې او ژمنه يې کړې چي د جنګسالارانو پر ضد به له خپل ولس سره تل تر تله ولاړه وي. بايد وويل سي چي په ولسي جرګه کي د ملالۍ جويا ګډون ځکه معطل سوئ، چي هغې په يوه مرکه کي جرګې ته د غوجلي خطاب وکړ او د جرګې غړيو دا لقب خپلو ځانونو ته سپکاوى وباله.

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: