کابل: د لوېدلې الوتکې د 5 سپرليو جسدونه موندل شوي

افغان چارواکي وايې د کابل ښار په څنډو کې د يوې نسکورې شوې الوتکې د پېنځو سپرليو مړي يې موندلي دي . د کابل د څلورم زون قومندان جنرال ځلمي اوريا خېل بي بي سي ته په مرکه کې وويل چې د الوتکې له لويدو سره سم افغان ملي اردو او پوليسو د ايساف ځواکونو په ملتيا د پلټني عمليات پيل کړي او په وينا يې سهار مهال پېنځه مړي وموندل شول او درې لا ورک دي. دغه د ايل سل ډوله باروړونکې الوتکه تېر ماښاما ناوخته د بګرام له هوايي ډګر څخه را الوتې وه او د څه باندې نيمې لارې له وهلو وروسته د کابل له نړيوال هوايي ډګر څخه نژدې شپاړس کيلومتره شمال ختيځ لوري ته لوېدلې ده . چارواکي وايي د الوتکې د لوېدلو پر مهال هوا ښه و خو الوتکې د مرغلرې له غونډۍ سره ټکر کړی چې تر دې مهاله يې لامل نه دی څرګند شوی. د چارواکو په وينا په الوتکه کې اته کسان سپاره ول چې يو کينايی ، يو هندی او نور نيپاليان بلل شوي دي . دا مهال د افغان او بهرنيو ځواکونو ژغورندويې ډلې د جسدنو پر موندلو او دپېښې په تړاو په نورو پلټنو بوخت دي. د بهرنيو ځواکونو يوه وياند ويلي لوېدلې الوتکه د ناټو نه بلکې د يوه شخصي امريکايي شرکت National Air Cargo وه چې د ناټو ځواکونو توکي يې لېږدول . خو پخپله دغه شرکت تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي . تېره ورځ په کونړ ولايت کې هم د ناټو يوه چورلکه د طالبانو له لوري په توغندي وويشتل شوه چې د ناټو په وينا دوه تنه پکې وژل شوي او شاوخوا لس نور پکې ژوبل شوی دي.

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: