طالبان په یوه ولایت کې د ښوونځیو ملاتړ کوي

په داسي حال کې چې د افغانستان په مختلفو سیمو کې تل د طالبانو له لوري د ښوونځیو د سوځولو او بندولو راپورونه خپرېږي ،د لومړي ځل لپاره یوه افغان مقام په خپل ولایت کې له معارف سره د طالبانو ملاتړ تایید کړ. د کونړ د پوهنې رييس وايي چې په دې ولایت کې څلور سوه ښوونځي فعال دي او تراوسه پوري یو هم نه دی تړل شوی. ښاغلي حسني دا هم وویل چې تراوسه پوري په کونړ ولایت کې نه یوازې د کومې وسله والې مخالفې ډلې له لوري د کوم ښوونځي د بندولو ګواښ نه دی شوی بلکې طالبانو همکاري هم کړې ده. حسني وویل په کونړ کې داسي سیمې هم شته چې د پوهنې د ریاست مسوولان او دولتي مامورین هلته نه شي تللی خو طالبان دوی ته د ښوونځیو د ورځنیو چارو په باب مالومات ورکوي. دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان په نورو سیمو په تېره بیا جنوبي ولایتونو کې طالبانو په تېرو کلونو کې په سلګونو ښوونځي بند کړي یا سوځولي دي . د کونړ د پوهنې رييس وايي چې طالبان په دې ولایت کې دوی ته په منظم ډول خبر ورکوي چې په کوم ښوونځي کې ښوونکي نشته او دوی یې غیرحاضروي.دې ته ورته راپور د افغانستان په ځینو شمالي ولایتونو کې هم ورکړای شوي دی. په کندوز کې یوې سرچینې تاند ته وویل چې طالبان په چهاردره ولسوالۍ کې هغه ښوونکي چې تدریس ته نه حاضرېږي، غیرحاضروي او خبرداری ورکوي. ښاغلي حسني په دې مسله کې د کونړ د خلکو درک او درایت مهم وباله او ویې ویل چې عام ولس او قومي مشران د تعلیم او زده کړې ملاتړ کوي او له همدې کبله د کونړ په لېري پرتو سیمو کې هم د نجونو او هلکانو ښوونځي نه دي بند شوي. ده دا هم وویل چې په کونړ ولایت کې د ډېرو ښوونځیو ودانۍ جوړې شوي چې یونیم لک زده کوونکي او زده کوونکې(هلکان او نجونې) پکې په زده کړه بوخت دي.

 تاند

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: