وحید عمر د نیوکو په ځواب کې وویل چې رباني د سولې عالي شورا ټاکلی

تاند(چهارشنبه/اکتوبر١٣) د سولې د عالي شورا د مشرپه حیث د برهان الدین رباني پر ټاکنې د یوشمېر کارپوهانو او عامو خلکو له انتقادونو وروسته د ولسمشرکرزي ویاند وحید عمر د ښاغلي رباني ټاکنه د دې شورا د غړیو کار وباله .

د ولسمشرۍ له دفتر څخه په یوې خپرې شوې خبرپاڼې کې ویل شوي چې ښاغلي عمر پرون د خپلې اوونیزې خبري ناستې په ترڅ کې د سولې د عالي شورا د مشرتابه د ټاکل کېدو په اړه وویل: د نوموړې شورا د ریاست لپاره د استاد برهان الدین رباني ټاکنه د دغې شورا د غړیو له خوا تر سره شوې ده او د هېواد ولسمشر د دوی د دغې پرېکړې ملاتړ کوي.

ده دا هم وویل چې دا شورا د دولت له پوره ملاتړه برخمنه ده.

ولسمشرکرزي هم د سولې د عالي شورا د مشر د معرفۍ په غونډه کې ویلي وو چې ده دې شورا ته بشپړ اختیارات ورکړي دي.

په همدې حال کې د سولې د عالي شورا غړیو له تور لیست څخه د طالبانو د یوشمېر غړیو د نومونو د ایستلو غوښتنه کړې ده.دوی هیله لري چې په دې توګه به له طالبانو سره د خبرو لار پرانستل شي.

وحید عمر زیاته کړه چې نړیواله ټولنه د افغانستان د سولې او ملي روغې جوړې له پروګرام څخه ملاتړ کوي او خپل دغه ملاتړ یې رسما اعلان کړی دی.

د ولسمشرکرزي ویاند وحیدعمر وویل چې حکومت به د هغو ارزښتونو پوره ساتنه وکړي چې په تېرو نهو کلونو کې د دغه هېواد خلکو لاسته راوړي دي او هیله من یو چې د سولې د بهیر نوموړی پروګرام به د دغه ارزښتونو په ساتنه کې د پام وړ ونډه واخلي.

د افغانستان حکومت د بیان ازادي او ښځو ته په ټولنه کې د ونډې ورکول خپلې بریاوې بولي خو داسي ښکاري چې له دې دواړو برخو سره د دولت وسله وال مخالفان په تېره بیا طالبان مشکل ولري.

طالبانو د خپلې واکمنۍ په موده کې نجونې حتي ښوونځي ته نه پرېښودلې .که څه هم په وروستیو کې یې په دې برخه کې یو څه انعطاف ښودلی خو ګومان نه کېږي چې د هغوی نرمښت دې په هغه پیمانه وي چې د افغانستان حکومت یې خپله بریا بولي.

د ولسمشرویاند د افغانستان د شمالي ولایتونو د امنیتي وضعیت یادونه هم وکړه او ویې ویل چې په شمالي ولایتونو کې به د امنیتي حالت د ښه والي لپاره لازم اقدامات ترسره شي څو په هغو ولایتونو کې چې له هغو څخه د ناامنۍ خبرونه ورکول کیږي په بشپړ ډول امنیتي حالت ښه شي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: