امنيت شورا د افغان حکومت د سولې د هڅو ملاتړ وکړ

 

د ملګروملتو امنیت شورا پرون په افغانستان کې د ناټو ترمشرۍ لاندې ځواکونو ماموریت تصویب کړ او د افغانستان د حکومت له لوري یې له خپلو وسله والو مخالفانو سره د سوله ییزو سیاسي خبرو اترو لپاره د هلو ځلو ملاتړ وکړ.

د ملګروملتو د امنیت شورا پنځلس دایمي او غیر دایمي غړیوهغه پرېکړه لیک په یوه خوله تصویب کړ چې په افغانستان کې د ناټو ترمشرۍ لاندې (ایساف) ځواکونو ماموریت د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر تر دیارلسمې پوري اوږدوي.

پرېکړه لیک دا هم وايي چې د امنیت شورا ټول غړي هیوادونه د افغانستان د حکومت له لوري د سولې هغه پروسه تشویقوي چې له مخې یې له مخالفو وسله والو څخه غوښتل کېږي چې وسله پر مځکه کښېږدي او د کابل حکومت ومني.

امنیت شورا په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلو پر زیاتېدا هم ژوره اندېښنه ښودلې ده.

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: