خوست: ځانمرګي بريد يو پوليس مړ، بل ټپي کړ

د خوست چارواکي وايي نن د دوشنبې په ورځ په دې ولايت کي يوه ځانمرګي بريدکوونکي يو پوليس وژلى او بل ټپي کړى دئ. د پوليسو يوه چارواکي دولت خان قيومي ويلي چي دغه بريد نن غرمه پر ځايي وخت ١٢ بجې د خوست له ښاره دباندي د سيمګۍ سيمي د پوليسو له پوستې سره سوئ دئ. د نوموړي په وينا په بريد کي پر بريد کوونکي سربېره يو پوليس مړ او يو بل ټپي سوئ دئ.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا د پورتنيو پېښو په اړه لراوبر ته وويل چي نن دخوست ولايت دمرکزمربوط سيګۍ سيمه کې په يوه امنيتي پوسته چې په سيمه کې  ترټولو لويه اومضره پوسته بلل کيده  ديوتن مجاهداحسان الله چې دخوست دمرکز اوسيدونکی وه لخوا دمازداموټرپه واسطه چې ۲۵۰۰کيلوګرامه منفجره موادپکې ځای په ځای شوي وه بريدترسره شوچې له امله يې ۱۸هغه پوليس چې دډوډۍ خوړوته راټول شوي وه په قتل ورسيدل او۱۱تنه نور سخت ټپيان شوي ديادونې وړده چې په دې بريدکې ۴هغه رنجرموټرهم بشپړويجاړشوي  چې په دې پوسته کې ولاړوه .

دا په داسي حال کي ده چي نن سهار په شمالي ولايت بغلان کي هم د بهرنيو ځواکونو يو پر يوه موټر ځانمرګى بريد سوئ وو، چي د کورنيو چارو وزارت وايي يوازي بريدکوونکى پکښي وژل سوئ دئ.

http://larawbar.com/detail.php?id=22324&date=2010-10-25&author=سلېمان

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: