٣٠ وسلوال طالبان له حکومت سره يوځاى شول

قلعه نو (پژواک د لړم ٥مه ٨٩): په بادغيس کې ٣٠ وسلوال طالبان د سولې له پروسې سره ملګري شول او خپلې وسلې يې حکومتي ځواکونو ته وسپارلې.

دغو کسانو، چې د دې ولايت د مقر ولسوالۍ اوسېدونکي دي، د لړم په ٥مه، د بادغيس په مرکز قلعه نو کې له ولايتي چارواکيو او يو شمېر قومي مشرانو سره په ګډه ناسته کې برخه واخيسته.

ددې ولايت د ملي امنيت رياست يوه چارواکي چې د نوم له اخيستو يې ډده کوله، په دې ناسته کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يادو طالبانو د ملا حبيب الله تر مشرۍ لاندې د مقر په دوشوري، قيراقشوري، سيدعظيم او تره کي په کليو کې فعاليت درلود.

دى وايي، چې دغه کسان د ملي امنيت رياست او د سيمې د قومي مشرانو د هڅو له امله دې ته حاضر شول، چې د سولې له پروسې سره ملګري شي.

هغه وويل، چې دغې دېرش کسيزې ډلې يو ماشيندار او ٢٩ ميله کلاشينکوف له ځان سره راوړي او حکومت ته يې سپارلي دي.

ددې ډلې مشر ملا حبيب الله په دې ناسته کې ژمنه وکړه، چې نور به دى او ملګري يې  له حکومت سره ملګري او د خپلې سيمې د امنيت د ټينګښت لپاره به کار کوي.

هغه وايي، چې په سيمه کې د طالبانو د نفوذ له امله دوى اړ وو، چې له هغوى سره په ليکو کې ځانونه تنظيم کړي.

خو دده په وينا، وروسته له هغه چې په دې وروستيو کې په يادو سيمو کې حکومتي او ايتلافي ځواکونو پوځي عمليات وکړل او طالبان يې له سيمې ووېستل، دوى هم هوډ وکړ چې له حکومت سره ملګري شي.

د مقر د بوغک د کلي اوسېدونکي او قومي مشر ملا نورالدين په دې ناسته کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد شوي کسان د بوبک او لاغري د کليو اوسېدونکي دي؛ خو د دوشوري، قيراقشوري، سيدعظيم او تره کي په کليو کې يې فعاليت کاوه، ځکه چې په بوبک او لاغري کې طالبانو فعاليت نه شو کولاى.

 هغه وويل، چې يادو کسانو له تېرو دريېو کلونو راهيسې د وسلوالو طالبانو په ليکو کې فعاليت درلود.

دى وايي، چې دده په ګډون د سيمې قومي مشرانو له دې کسانو وغوښتل، چې له حکومت سره يو ځاى شي.

هغه له حکومت څخه وغوښتل، چې په يادو سيمو کې د بيارغونې پروژې پلې کړي.

شاوخوا يوه مياشت مخکې ددې ولايت د جوند په ولسوالۍ کې هم، ١١ وسلوال طالبان له حکومت سره ملګري شوي وو.

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: