کابل:- دملي امنيت داداري خبرځايونه وايي هغه سړي يې نيولى دى چې په هلمند ولايت کې يې په زياتو تروريستي پيښو کې رول درلود .
دملي امنيت داداري په خبرپاڼه کې ويل شوي دي ملا صديق الله چې په ملاچټ مشهور دى دهلمند ولايت دګرمسير ولسوالۍ په نورخان کلي کې په چاوديدونکو توکو بار له يو موټر سايکل سره ونيول شو .
ملا صديق الله اعتراف کړي دى چې دپاکستان دکويټي په ښار کې ديوې ديني مدرسې له لاري دطالبانو ډلې ته جذب شو اووروسته دطالبانو ديوې مشهور قوماندان ببرک د ډلې په ترکيب کې په هلمند ولايت کې په ورانکارو فعاليتونو بوخت و او په ځينو چاودنو کې چې دهلمند ولايت د نهر سراج او چهار ګل په سيموکې شوي دي ، رول درلود او هغه وخت ونيول شو چې دقوماندان ببرک په لارښوونه يې په چاوديدونکو توکو بار موټر سايکل د لښکرګاه ښار ته ليږ داوه
Advertisements
Filed under: وروستي خبرونه |
ځواب دلته پرېږدئ