په افغانستان کي د امريکا هيواد لوى سفير کندهار ته سفر وکړ

په افغانستان کي دامريکا هيواد لوى سفير کارل ايکن بيري، د افغانستان د لوړو زدکړو د وزارت د پرمختيايې چارو معين ، په افغانستان کي د امريکا د سفارت ډيپلوماټانو او د امريکا هيواد د نړيوالي پرمختيايې ادارې يا USAID استازو نن تر غرمې وروسته کندهار ته سفر وکړ او دلته يې د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا په ملتيا د کندهار پوهنتون له محصلينو او پوهنځيو څخه د نژدې ليدنه وکړه .
ياد پلاوي او کندهار والي له محصلينو سره تر ليدني وروسته په کندهار پوهنتون کي د IT دوه مرکزونه چي د امريکا هيواد په مالي مرسته د ١٤٢ زره امريکايې ډالرو په ارزښت جوړ سوي او تيز انټرنټ ته وصل ٥٦ کمپيوټرونه لري پرانستل چي ٤١ پايې کمپيوټرونو څخه به نارينه او له پاتي نورو ١٥ پايې کمپيوټرونو څخه به ددې پوهنتون ښځينه محصلين له نړيوالو پوهنتونو څخه د معلوماتو د راټولولو او پر ليکه کتابتونو څخه د مطالعې لپاره ګټه پورته کړي.
د کندهار پوهنتون رئېس ډاکټر حضرت مير توتاخيل دا ورځ د کندهار دپاره يوه تاريخي ورځ وبلله .
په ياده خبري غونډه کي هر برخوال د کندهار پوهنتون پر تير او اوس باندي هر اړخيزي خبري وکړې او ددې پوهنتون لپاره يې د يوې روښاني راتلونکي وړاندوينه وکړه.
کندهار والي د خپلو خبرو پر مهال د روژې په مبارکه مياشت کي ا مريکاد موشيګن پوهنتون له استازو سره دخپل ټيلي کمونيکېشن کنفرانس ته په اشارې سره وويل چي تر وسه وسه به هڅه کوي څو کندهار پوهنتون له نورو نړيوالو پوهنتونو سره وصل کړي او د هيواد د لوړو زدکړو پروزارت ږغ وکړ څو په هيواد کي د پوهنتونو له کميت څخه زيات د هغوى کيفيت ته پام واړوي او د پوهنتونو د کيفيت د لوړوني په برخه کي يې له امريکايې سفير څخه هم د مرستي غوښتنه وکړه.
د افغانستان دلوړو زدکړو د وزارت د پرمخيتايې چارو معين ډاکټر عبدالرحيم حسين يار وويل چي له کندها رپوهنتون څخه دا دده لومړى ليدنه ده او دلته يې د محصلينو سره د ليدني پر مهال د ياد پوهنتون او دمحصلينوټولي ستونزي د ځان سره يادداښت کړي او کله چي بيرته پلازميني کابل ته ستون سي نو د لوړو زدکړو د محترم وزير سره به يې شريکي کړي او هر څومره ژر چي شونې وي د حل لارو پر لټوولو به يې فکر وکړي.
کندهار پوهنتون په ١٣٦٩ لمريز کال کي د کندهار د اوسني والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا له خوا د يوولسو محصلينو او دوو پوهنځيو په لرلو سره تائسيس سوو چي دا مهال په کندهار کي د شپږو او په هلمند کي د دوو پوهنځيو په لرلو سره ١٦٢ تنه ښوونکي او ٣٠٠٠ محصلين لري چي ١٣٠ يې ښځنه محصليني جوړوي

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: