کندهار ښاروال : د مېوې دپاره به نوى مارکېټ جوړ سي

کندهار ښاروال غلام حيدر حميدي نن ماپښين د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتو په دفتر کي يوې خبري ناستي ته وويل چي د کندهار ښار لوېديز لورته د ميرويس ميني په سيمه کي يې سل جريبه مځکه د استوګني له کورونو پاکه کړې او په نژدې راتلونکي کي به د کندهار د مېوې مارکېټ د ښار له منځ څخه هلته ولېږدوي.
هغه ديادي غونډي پر مهال کندهار ښاريانو ته زېرى ورکړ چي ښاروالي په پام کي لري څو د ښاريانو د لا اسانۍ په خاطر د ښار د هري ناحيې لپاره په هماغه ناحيه کي د ښاروالۍ رياست ماموريتونه جوړ کړي څو ښاريان د اړوند کار لپاره د ښاروالۍ رياست ته د راتګ پر ځاى هلته ولاړسي او خپل کارونه سرته ورسوي
کندهار ښاروال غلام حيدر حميدي په ښار کي د ټولو مارکېټونو او تجارتي مرکزونو له مالکينو څخه په کلکه غوښتنه وکړه څو ژر تر ژره د موټرونو د تم ځايونو لپاره سيمي ځانګړي او د هغو مارکېټو مسؤلين چي د تمځايونو لپاره له ځانګړو سوو ځايونو څخه د ګودامونو گټه پورته کوي بايد يادي سيمي د تمځايونو لپاره چمتو کړي څو په دې سره دمارکيټ ښکلا زياته او په ښار کي ګڼه ګوڼه کمه سي.
ښاروال پر پياده روونو باندي د توکو له پلورونکو څخه غوښتنه وکړه څو له دې سيمو څخه پلورن ځايونه دوکانونو او يا نورو ځانګړو سوو سيمو ته وليږدوي ځکه دده په وينا چي دا کار هم له ښاري قانون او هم د اسلام له مقدس دين سره په ټکر کي دئ.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: