د فارياب د ځانمرګي بريد د قربانيانو شمېره ٤٢ ته لوړه شوه

مزارشريف (پژواک د لړم ١٤مه ٨٩): په يوه ځانمرګي بريد کې د فارياب د ولايتي شورا رييسله ٣٣ عامو وګړو سره ټپي او د دوو پوليسو په ګډون ٩ نور ووژل شول.

د فارياب د خواجه سبز پوش ولسوال عبدالله د لړم په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې بريد نن له غرمې وړاندې نږدې يوولس بجې د خواجه سبز پوش ولسوالۍ د بازار په مرکزي چوک کې وشو.

 د نوموړي په وينا، دغه بريد چې د يوه پلي ځانمرګي له خوا وشو، موخه يې د ولايتي شورا رييس رحمت الله خان و.

هغه وايي، چې رحمت الله خان د يادې ولسوالۍ جمعه بازار ته تللى و، ترڅو له خلکو سره د سولې عالي شورا د پروګرامونو مخ ته بېولو په هکله، له نږدې وګوري.

هغه زياتوي چې بريد هغه مهال وشو، چې د خلکو ګڼه ګوڼه وه او رحمت الله له خپله موټره د ښکته کېدو په حالت کې و.

د ده په وينا، په بريد کې د ولايتي شورا د رييس، څلورو ماشومانو او يوې ١٢ کلنې نجلۍ په ګډون ٣٣ عام وګړي ټپيان او د رييس د دوو ساتونکيو په ګډون ٩ عام وګړي وژل شوي دي.

د فارياب د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالعلي حليم وايي، چې په لومړي سر کې د پېښې له ځايه روغتون ته ٣٧ ټپيان راوړل شوي، چې د سختو ټپونو له امله يې څلورو ساه ورکړه.

هغه زياتوي، چې د ولايتي شورا د رييس رحمت الله خان په ګډون د ټولو ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.

 د فارياب امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالخليل اندرابي پژواک ته وويل، چې تراوسه د بريد کوونکي هويت نه دى په ډاګه شوي، خو په اړه يې پلټنې روانې دي.

هغه زياتوي، چې د ولايتي شورا رييس رحمت الله خان د دې ولسوالۍ اوسېدونکى دى، چې هر وخت د ولسوالۍ بازار ته له خلکو سره د ليدنې لپاره ورته، نو ځکه هم د ځانمرګي بريد موخه وګرځېد.

د دغه بريد مسووليت تر اوسه چا په غاړه نه دى اخيستى

http://www.pajhwok.com

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: