د ژيړۍ ولسوالۍ بيا رغونې ته سترګې په لاره

“خلک دې ستونزې مونږ سره شريکې کړي چې د موسساتو او ولايت مقام ته یې ورسوو څو د دوې سره مرستي وشي او لنډ مهاله او اوږد مهاله پروژې ورته په کار واچول شي. چې د سيمې اوسيدونکي په کار بوخت شي”.

د کندهار د ژيړۍ ولسوالۍ اوسيدونکي د زياتو ستونزو څخه سرټکوي وايي: د ښوونځيو دپاره ودانۍ نه لري، د کرهڼيز پرمختګ دپاره ور سره مرستي نه کیږي او د چښلو د پاره اوبه نه لري.

د ژيړۍ ولسوالۍ چې د څو اونيو راهيسې په کښې د دولت د وسلوالو مخالف په وړاندې عمليات پيل شوي دي او تيره اونۍ په دې ولسوالۍ کۍ کندهار والي د طالبانو د ماتۍ خبر ورکړ او ويۍ ويل چې دا مهال سيمه تصفيه شوي ده خو اوس يې اوسيدونکي له زياتو ستونزو سره مخ دي او په دې ولسوالۍ کې د خلکو سره د هر اړخيزو مرستو غوښتنه کوي.

حاجي محمد چې د نوموړې ولسوالۍ د ماکووانو د سيمې اوسيدونکى دى وايي:”مونږ په ژيړي ولسوالۍ کې کلينيک نه لرو د څښلو د پاره پاکې اوبه نه لرو، د تعليم د پاره ښوونځۍ نه لرو مونږ دې هرڅه ته ضرورت لرو خو چا نه دي راکړي”.نورمحمد د ژيړۍ ولسوالۍ بل اوسيدوکي د ورته ستونزو څخه يادونه کوي: مونږ په دې دښتو کې اوسيږو هرڅه ته اړتیا لرو خو چا مو پوښتنه نه ده کړې، ځمکې مو ډیرې لږې اوبه لري، اصلاح شوي تخمونه نه لرو، هلکان او نجونې مو بې تعليمه ګرځي، ښوونځۍ نه لري په خيمو کې پر خاورو ناست دي.د ژيړي ولسوالۍ چارواکي هم د دې سيمې د اوسيدونکو ستونزې پر ځاى بولي.د ژیړۍ ولسوال عبدالکريم ولسمل: د سيمې اوسيدونکي دې خپل استازي معلوم اود ولسوالۍ ته دې را وليږي چې ستونزې یې معلومي او د مرستي کولو دپاره يې د موسسو او دولتي ادارو سره خبري وشي څو د دې سيمې د اوسيدونکو ستونزي حل شي.د ژيړي ولسوال وايي: “خلک دې ستونزې مونږ سره شريکې کړي چې د موسساتو او ولايت مقام ته یې ورسوو څو د دوې سره مرستي وشي او لنډ مهاله او اوږد مهاله پروژې ورته په کار واچول شي. چې د سيمې اوسيدونکي په کار بوخت شي”.د دې سيمې اوسيدونکي په خپله ولسوالۍ کې د د ښوونځيو د پاره د ودانيو د جوړيدو غوښتنه کوي.د کندهار د پوهنې سرپرست ریيس نجيب الله احمدي وايي:”د پوهني رياست د دوی د غوښتنو د پوره کولو د پاره امکانات په لاس کې لري. د سيمې اوسيدونکي دې ځايونه ور ته په نښنه کړي څو دوى پرې ښوونځى جوړ او د زده کوونکو د زده کړې خيمې په ټولګيو بدلې کړي”.ژيړۍ د کندهار – هرات پر لويه لاره پرته ولسوالۍ ده چې اوسيدونکي يې د ورځني ژوند ډيرې اړتيا وې د کرهڼې او مالداري له لارې پوره کوي چې دا مهال له ډیرو ستونزو مخ دي.

 

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: