په کندوز کې د نجونو دیني مدرسه جوړه شوی

د کندوز ښار د اقراء په مدرسه کې نږدې درې سوه نجونې او هلکان زده کړه کوي.

ددغه ولایت د معارف ریاست له خوا پنځلس دیني مدرسې جوړې شوي چې په تعلیمي نصاب کې یې ریاضی او ساینسي مضامین هم شامل دي، خو اقراء یوه شخصي مدرسه ده په دغه مدرسه کې نجونو او هلکانو ته یوازې دیني زده کړې ورکول کیږي.

دغه مدرسې ته د تخارستان جومات په انګړ کې څو کوټې ځانګړي شوي ددغې مدرسې یو تن ښوونکی وایی چې اوس د دوی د شاګردانو شمیر دومره زیات شوی چې د هغوی لپاره ټولګي نه لري، هغه وایی: “د اقراء شخصي دیني مدرسه کې هره میاشت له یو تن زده کوونکي څخه دوه سوه افغانۍ فیس اخیستل کیږي، خو په شخصي ښوونځیو کې بیا له یو تن زده کوونکي څخه هره میاشت اوه سوه افغانۍ اخیستل کیږي”.

په کندوز کې د معارف د ریاست له خوا له جوړو شوو دیني مدرسو پرته یو زیات شمیر نورې مدرسې هم شته چې تر اوسه دغه مدرسې د معارف له ریاست سره راجستر شوي نه دي، د معارف ریاست مطبوعاتي مسول سالارزی وایی چې دوی پلان لري چې د مدرسو شمیر نور هم زیات کړي او هغه کسان چې ګاونډي هیواد پاکستان ته د دیني زده کړو لپاره ځي، په خپله سیمه کې دیني زده کړې وکړي:

په کندوز کې پخوا تر دې هم د هلکانو لپاره د دیني زده کړو مدرسې موجود وې خو د نجونو لپاره د لومړي ځل لپاره د یوشمیر دیني عالمانو له خوا دیني مدرسه جوړه شوی ده، چې یو زیات شمیرنجونې په کې په زده کړه بوختې دي.

څه موده وړاندې په کندوز کې د یو شمیر ښځو له خوا هم شکایت کیده چې په دغه ولایت کې د نجونو لپاره دیني مدرسې نه شته، هغوي ویل چې که نجونې د اسلامي شرعې مطابق له خپلو حقوقو خبر شي او په دې پوه شي یوې ښځې او یو سړي ته اسلامي شریعت او د افغانستان اساسي قانون د کورنۍ په چوکاټ کې څومره حق ورکړې هیڅکله به یې تر مینځ ستونزې راولاړې نه شي.

د کندوز د پوهنتون يوې محصلې چې د غږ له ثبتولو یې ډډه کوله ویې ویل چې دوی په دې خوشاله دي چې اوس ددوي په ولایت کې د نجونو لپاره د دیني او ساینسي زده کړو زمینه برابره ده، هغه وایی چې نجونې باید له دیني زده کړو سره ساینسی او عصري زده کړې هم وکړي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: