باچا خان له هیڅ دین او قوم سره شخړه نه لرله

رحمت اله روان

د افغانستان داطلاعاتو او فرهنګ وزارت په نوښت د فخر افغان خان عبدالغفار خان د ژوند او ازادي غوښتونکو مبارزو نړیوال سمینار نن په کابل کې پرانستل شو، دپاچا خان اوعدم تشدد په نوم دغه سیمنار چی دشنبی په ور ځ په کابل کی پرانیستل شو دری ورځی به دوام وکړی په عین حال کی  دسیمنار دپرانستلو وروسته دارواښاد پاچاخان دانځورونو یو نندارتون هم پرانیستل شوپه دی سمینار کی دافغانستان،باکستان اودهند په لسګونو څیړونکو پوهان برخه لری او دپاچاخان دعدم تشدد دمبارزی په بیلو بیلو اړخونو علمی بحثونه کوي.

خان عبدالغفارخان چي د فخر افغان، پاچاخان او د سرحدپه ګاندي هم مشهور دئ، په ١٨٩٠ په پښتونخوا کي زېږېدلى، په ١٩٨٨ کال وفات دخپل وصیت سره سم د جلال آباد په ښار کي دشهید داکتر نجیب اله تر مستقیمی رهنمایی لاندی  په ډیروخاصو مراسمو په قدر اواحترام خاوروته وسپارل شو

پاچاخان له انګرېزانو څخه د هند د لويي وچي په آزادۍ کي مهمه ونډه اخيستې، نوموړى د عدم تشدد د نظريې لاروى، د خدايي خدمتګارانو د سازمان مشر، د هندوستان د کانګرس ګوند غړى او د هند د ملي مشر مهاتماګاندي له ټينګو ملګرو څخه وو

خان عبدالفغارخان چې د پاچاخان او فخرافغان لقبونه یې هم ګټلي دي د ګاندي نژدې ملګری او د عدم تشدد په مبارزه کې دهغه په څنګ کې ولاړ و. پاچاخان د پښتنو مشر و او په بره او کوزه پښتونخوا کې یې د پښتنو په یووالي کې ډېر زیات نفوذ لاره. ده به په خپلو ویناوو کې پښتانه یووالي ته رابلل او تل یې سپارښتنه کوله چې په خپلو کې له جګړې او نفاق څخه لاس واخلي

د سمینار پرانستونکې غونډې ته افغان ولسمشر حامد کرزي هم وینا وکړه او د باچا خان د مبارزې په بیلابیلو اړخونو، چې د عدام تشدد له نظریې یی سرچینه اخستله رڼا واچوله

. حامدکرزي په دي علمي سیمنارکې چې نن د شنبې په ورځ دملي راډیو ټلویزیون په ستر تالارکې جوړ شو، باچا خان دعدم تشدد دلارې ستر مبارز او په پښتونخوا کې د پوهنې بنسټ ایښودنکی وباله، اووي ویل: باچا

خان ته دعلم او پوهې ترویج د لمانځه په شان ارزښت درلود چې له همدې امله یې دانګریزانو له مخالفت سره سره د ښوونځیو دجوړولو کارته دوام ورکړ او په دې لاره کې څو ځلي دانګریزانو له خوا زنداني شو. جمهوررئیس باچاخان د۲۱ پیړۍ له ډیرو نومیالیو شخصیتونو څخه وباله، وې ویل : دغه ستر انسان دعدم تشدد،انساني کرامت ته داحترام او دخپل ولس دحق د اعاده کولو لپاره ۲۷ کاله په جيل کې تیر کړي دي چې دا په بشریت کې ستر کار دی چې ساری نه لري. حامدکرزي وویل: باچاخان سل زره کسان دخدایي خدمتګارانو په غورځنګ کې شامل کړل او لویه هیله او موخه یې دا وه چې دخپلو خلکو په وینو رنګې شوې جامې پاکې او خپل ولس داسې وروزي چې دبشریت په خدمت کې واوسي. جمهوررئیس وویل: باچا خان له هیڅ دین او قوم سره شخړه نه لرله، بلکې دانسان او انساني کرامت په خدمت کې و. ده زیاته کړه : موږ په داسې حال کې د باچا خان عمملونه او افکار څېړو چې پرون دپیښور دآدم خیلو د درې په یو جومات او د فاریاب په ولایت کې دوه جلا جلا تروریستي بریدونو تر اویا زیات کسان شهیدان کړل. نن په هغه اورکې چې باچا خان یې پرخلاف ټول عمر مبارزه کړې او ۲۷ کاله یې په جيل کې تیر کړي دي، افغانستان او پاکستان سوزیږي خو که دده دعدم تشدد دفلسفې احترام شوی وای نو نن به دافغانستان او پاکستان ولسونه دتشدد، انسان وژنې اودانساني کرامت د تر پښو لاندې کولو په دې اورکې نه سوزیدلای. جمهوررئیس دسیمینار له برخه والو وغوښتل چې دپاچا خان په اړوند خپلې څیړنې پراخه کړي او نړیوالو ته دا وښیي چې دباچا خان دعدم تشدد فلسفه له انساني مصیبتونو څخه دبشریت خلاصون دی. په دغه سیمینارکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ډاکتر سید مخدوم رهین دباچا خان لمانځنه دانساني معنویت لمانځنه وبلله، وې ویل دپا چاخان نمانځنه د انسا نى معنو يت نمانځنه ده ، ځکه چې د هغه ژونداو جدو جهد د انسان د کرا مت اود قام دحقا نيت او خالصا نه خدمت په لاره کې وقف شوې وه . پا چاخان يو لوى آ زادي غو ښتونکى و چې د آ زادى ، دمو کراسي او عدالت د تا مينولو په خا طر کلو نه کلونه يې په جيلونو کې تير کړل او پرهغه باندې رنګارنګ بنديزونه ولګول شول. ارواښاد پا چاخان نه يوا.ځى دپښتونخوا له سترو مبارزينو څخه دى بلکي د نلسن مانديلا اوډاکترمارتين لوترکينګ په شان د سيمې او نړيوال د آزادى او عدالت غو ښتنې او په تيره بيا د عدم تشدد دمبارزو يوه لوى څيره بلل کيږي . دپښتو نخوا په سيمه کې دپير روښان ، خوشحال خان خټک او پا چاخان نهضتونه درې واړه د آزادې او عدالت د تحقق لپاره و او ددوې ترمنځ تفاوت او توپيردا و چې دپير روشان نهضت پر روحا نيت باندې ولاړ و، د خوشحال خان نهضت حماسي بنسټ درلود اود پاچاخان نهضت دعدم تشدد اود خداى لپاره خدمت د فلسفې پر بنسټ ولاړ و. په او سني حالت کې چې زموږ سيمې دتشدو اوخشو نت په اور کې سو ځى دسرحد دګاندي تعليم او فلسفه خلکو ته رسول ضروري دنده ده. راځى چې دپاچاخان د افکارو او فلسفې په مطابقت د نړۍ دغه سيمه دمينې اومحبت اوسولې او صفا باندې ښکلې کړو . د افغا نستان د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت لپاره د وياړ ځاى دى چې دعدم تشدد او خدا يي خدمت لوى اتل ارواښاد پاچاخان اود هغه اثار او شخصيت دنمانځنې لپاره دغه سيمينار جوړ کړى دى د عبد الغفار خان په اړوند په افغانستان او بهر کې ګڼې غونډې جوړې شوي، خو دا لومړی ځل دی چې په تیرو دېرشو کلونو کې دافغانستان داطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا په دې کچه دغه ډول علمي سيمينار جوړېږي او د باچاخان د ژوند پر بېلابېلو اړخونو په کې څېړنې کېږي. باچاخان دپښتنو هغه ملی مشر دی چې دخپل ولس د حقونو د لاس ته راوړلو اودعدم تشدد لپاره یې ویاړلې مبارزه کړې ده او په دې لاره کې یې شاوخوا دیرش کاله دانګریزانو او پاکستانیانو په جيلونو کې تېرکړي دي چې د نړۍ پرمخ به کوم بل مشر د خپل ولس لپاره دومره کړاوونه، نه وي ګاللی.فخر افغان د هغه له وصیت سره سم په ننګرهارکې خاوروته سپارل شوی دی . په دي نړیوال علمي سیمینارکې د ډېورنډ دکرښې د دواړو غاړو دڅېړونکو په ګډون سربېره د سيمې او نړۍ پوهانو هم برخه اخستي ده چې په دوو ورځو کې به د خان عبدالغفارخان د شخصيت او د هغه د فلسفې په اړوند خپلې ويناوې او څېړنې وړاندې کړي

پاچا خان او عدم تشدد سيمينار ته له پښتونخوا څخه راغلى د سیاسي چارو کارپوه او د نيشنل عوامي ګوند ايالتي مشر افراسیاب خټک وویل: نړۍ ته دا پيغام ورکول په کار دي چي زموږ سیمه د سولي خوښوونکو سیمه ده، د دې سیمینار اهمیت په دې کي دئ، چي نړۍ و پوهېږي چې زموږ سیمه د تروریزم سیمه نه ده، دا د باچاخان سیمه ده، دا د رحمان بابا سیمه ده، دا د مولانا بلخي سیمه ده، دا د سيدجمال الدین افغاني سیمه ده، دا د مصلحینو او سولي خوښوونکو سیمه ده .پای

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: