د هډوکو ناروغان ولې شکسته بند ته ور ځي؟

يو شمېر خلک نه يوازې دا چې د شکسته بند درمنله له ډاکټرانو غوره ګڼي، بلکې د شکسته بند درملنه ورته ارزانه هم تمامېږي.

که څه هم طب د آرتوپيديک په برخه کې د انسانانو د هډوکو د درملنې دپاره مسلکي ډاکټران لري او د طب د نورو څانګو په څېر يې پرمختګ کړى چې د هډوکو د هر راز مشکل او مرض د تداوی په برخه کې ځانګړي وسايل او آسانتياوې برابروي؛ خو بياهم ډېر وګړي شکسته بند ته ورځي.

د ننګرهار ولايت د جلال آباد په ښار کې مير شکور هغه شکسته بند دى چې دا پیشه ورته له پلاره په ميراث پاتې ده وايي: هره ورځ لسګونه ناروغان ورځي او هر څوک ورته د خپلې وسې سره سم روپۍ ورکوي.

ميرشکور وايې: ډېر د ملا، پښو، لاسونو، ورمېږ او زنګنونو په درد اخته ناروغان د درمنلې د پاره راځي چې د هګۍ په پټۍ او تېلو سره د خپلو ناروغانو درملنه کوم ځکه چې دا کار د ستونزمن ځاى پړسوب لرې کوي.

د طب له دومره پرمخ تللو وسایلو سره، سره بیا هم شکسته بند له ډیرو ساده او عنعنوي وسایلو او درملو کار اخلي.

شکور وايي: “که د کوم کس لاس يا پښه ماته شوې وي نو د پرځاى کولو لپاره يې د لرګيو له مخصوصو ټوټو څخه کار اخلي او بې ځايه شوى هډوکی بیرته خپل ځاى ته ور ولي او تړي یې، ترڅو جوش واخلي.”

هغه له خپل کسبه خوشاله دى وايي: يوه مړۍ حلاله روزي ښه په کراره را رسېږي.

هغه کسان چې د طبي ډاکټرانو له درملنې د شکسته بند په درملنه ډیر باور لري وایي: شکسته بند د هډوکو پرځاى کولو کې ښه تجربه او مهارت لري.  

د پکتيا ولايت څخه 25کلن شېر ګل چې اوس مهال د ننګرهار په دارلمعلمين کې زده کړې کوي، له خپل مشر ورور سره د مير شکور شکسته بند دوکان ته راغلى وايي: ملا مې درد کوي ډیرو ډاکټرانو ته ورغلى یم هغوی يوازې په پيچکاريو درد کرار کړى خو کومه ګټه يې نه ده کړې.

نوموړى وايي: څو نورو کسانو چې ما ته ورته تکليف درلوده له ډاکټرانو وروسته همدې شکسته بند ته په ورتلو ښه شوي دي.

يو شمېر خلک نه يوازې دا چې د شکسته بند درمنله له ډاکټرانو غوره ګڼي، بلکې د شکسته بند درملنه ورته ارزانه هم تمامېږي.

د بهسودو له ولسوالۍ نه راغلى عاشق الله وايي: په ډیرو کورنیو کې له ډېر پخوانه دا دود دى چې د لاس، پښې او بل کوم مات ځاي ناروغ له شکسته بند پرته بل چاته نه ور ولي. هغه وايي چې د شکسته بند تداوي تر ډاکټرانو اقتصادي تمامېږي.

خو يو شمېر خلک بيا نه يوازې دا چې خپل ناروغان شکسته بند ته نه ور ولي؛ بلکې نور خلک هم ترې منع کوي او لار شوونه ور ته کوي چې خپل ناروغان دې نږدې کلينيکونو او يا روغتونو ته ورسوي.

د جلال آباد ښار يوه اوسېدونکې فرشته وايې: پخوا خلک شکسته بند ته له اړې ورځې ورتلل؛ ځکه چې هغه مهال د ډاکټرانو کمى وه. اوس چې دغه ستونزه تر ډېره حل ده، خلکو ته روغتيايي آسانتياوې برابرې دي او ددې ډول ناروغانو ورتګ ډاکټرانو ته غوره دی.

هغه وایي: نيا مو شکسته بند ته بيولې وه يوه مياشت وروسته يې پښې بېرته درد پيل کړ او له بده بدتره شوه. ډاکټرانو ته تر ورتګ وروسته پوه شولو چې درمنله يې سمه نه ده شوې.

ډاکټران هم په دې اړه انديښمن دي او د شکسته بندانو درملنه د نورو ناروغيو د پيدا کيدو لامل ګڼي.

د ننګرهار د عامي روغتيا د روغتون د آرتوپيديک د څانګې ډاکټر لايق الله عبيدي شکسته بند ته ورتګ د ناروغانو په زيان ګڼي وايي: دا ډول خلک غیر فني درملنه کوي چې ډېر ځله ناروغان د شکسته بند تر درملنې وروسته تر پخوا هم په ډېر بدحالت کې روغتون ته ورغلي.

هغه زياتوي: د طبابت له نظره ډېرې ستونزې د شکسته بندانو د درملنې څخه ناروغانو ته پېښېږي، هره اونۍ د ننګرهار د عامي روغتيا روغتون ته دوه، درې داسې ناروغان ورځي چې د شکسته بندانو د درملني له امله يې لاس يا پښه پرې کېږي.

دې چارې نه يوازې يو شمېر ولسي وګړي اندېښمن کړي، بلکې ډاکټران هم ترې سرټکوي او د روغتيايي قانون خلاف يې ګڼي.

که څه هم د پلازمېنې په ګډون د هيواد په ډېرو ولايتونو کې د آرتو پيديک يا هډوکو بېلا بېل روغتيايې مرکزونه شته چې د ناروغانو درملنه په آسانه او ښه توګه کوي او په دې برخه کې د لازمو روغتيايې آسانتياو سره- سره بيا هم ځينې خلک د شکسته بندانو تجروبو ته په کتو سره د هغوى کار د ډاکټرانو تر درملنې ښه ګڼي او لاهم ډېرې کورنۍ د خپلو تجربو او دود له مخې خپل واړه او زاړه شکسته بندانو ته ورولي.

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: