(افغان غږ آژانس (آوا – اوباما له طالبانو وغوښتل چې له القاعده لاس واخلي

د امریکا ولسمشربارک اوباما چې د اسیايي هیوادونو د لس ورځني سفرپه لومړي ټپال کې له هندي چارواکو سره خبرې کوي ، پرون یو واربیا له افغان طالبانو وغوښتل چې له القاعده شبکې سره اړیکې وشلوي.

اوباما او د امریکا نورو چارواکو څو ځلي ویلي چې له طالبانو سره د سولې او پخلاینې په هغه صورت کې ملاتړ کولی شي چې دوی ځان له القاعده بېل کړي .

ولسمشربارک اوباما پرون په هند کې د پوهنتون محصلانو ته په وینا کې وویل :

«که د طالبانو پخواني غړي یا اوسني غړي وايي چې دوی غواړي ځان له القاعده جلا کوي، سیاسي هدفونو ته د رسېدو د وسیلې په توګه له جګړې لاس اخلي، او د افغانستان اساسي قانون ته، لکه د ښځو حقونو ته، درناوی کوي موږ د سیاسي روغې جوړې ملاتړ کوو.»

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر بارک اوباما له هند څخه د خپلې لیدنې په دوهمه ورځ پر پاکستان انتقاد وکړ. ده وویل چې اسلام اباد د بنسټ پالنې پر وړاندې ورو پرمختګ کړی دی. د امریکا ولسمشر زیاته کړه چې اسلام اباد هغسې پرمختګ په دې برخه کې نه دی کړی چې موږ یې هیله کوو.


via (افغان غږ آژانس (آوا – اوباما له طالبانو وغوښتل چې له القاعده لاس واخلي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: