د افغاني حاجيانو وروستۍ ډله پرون سعودي عربستان ته ورسېده

کابل (خبري رسنۍ) سعودي عربستان ته د افغان زايرينو وروستۍ ډله پرون روانه شوه. د مهال ويش له مخه سږ کال افغانستان ته په دغو سپيڅلو مراسمو کي د ۳۶ زره کسانو د ګډون برخه ورکړل شوې وه. کريم خليلي پرون وويل چي حج ته تلونکي افغان زايرين به نن په بشپړه توګه له ملک څخه سعودي عربستان ته وليږدول شي. د خليلي په وينا دى به د افغانستان د حج او اوقافو وزير له يوې ډلي نورو لوړ پوړو افغان چارواکو سره په مکه معضمه کي د افغاني حاجيانو وروستۍ ډلي ته ښه راغلاست ووايي. په دې موخه وزير او ورسره پلاوي تېره ورځ سعودي عربستان ته رسيدلي دي. دغه پلاوی دنده لري چي د وزيرانو شورا ته په سعودي عربستان کي د افغان حاجيانو د استوګن ځايونو او نورو لازمو اسانتياوو په اړه راپور ورکړی. ويل کيږي چې سږ کال د افغان ډاکټرانو يوه پنځوس کسيزه ډله هم د حج په مراسمو کي د افغان زايرينو د روغتيايي ستونزو د ليري کولو لپاره استول شوې ده. خليلي وويل چي دغه ډلي د سعودي عربستان له يو شمير روغتونونو سره هم تړونونه کړي چي که چيري کوم افغان زاير له جدي روغتيايي ستونزي سره مخ کيږي نو د هغه هيواد روغتونونو ته به د درملني لپاره وليږدول شي. د افغانستان د حج او اوقافو وزارت رسمي شمېرې ښيي چي تر اوسه پوري ۱۲ تنه د حج د مراسمو ګډون وال د بيلا بيلو ناروغيو له امله په مکه معضمه کي له دغي نړۍ کوچيدلي دي.

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: