د جلال اباد په چاودنه کې لس تنه ټپيان شوي

جلال اباد (پژواک، ١٩ لړم ٨٩): د جلال اباد ښار د سي ډي ګانو په يوه دوکان کې د چاودنې له امله لس تنه ټپيان شول.

په سيمه کې د پېښې يوه عيني شاهد حبيب الله د لړم په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې چاودنه د تالاشۍ په چوک کې نن له غرمې مخکې په شاوخوا يوولس نيمو بجو وشوه.

هغه زياته کړه، چې چاودنه د سړک پر غاړه د سي ډي ګانو په يوه دوکان کې وشوه، چې له امله يې يو شمېر کسان ټپيان شول.

حبيب الله وايي، چې ټپيان د پوليسو په رېنجر موټر کې روغتون ته يوړل شو، خو د هغوى د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد پژواک اژانس ته وويل، چې په چاودنه کې لس تنه ټپيان شوي، چې روغتون ته راوړل شوي دي.

هغه د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.

اوسمهال نوموړې سيمه، د امنيتي ځواکونو له خوا کلابنده شوې ده.

د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالغفور هم، ياده شوې چاودنه تاييد کړه.

د يادونې وړ ده، چې له دې مخکې هم د جلال اباد ښار د سي ډي ګانو په دوکانونو کې چاودنې شوې دي.

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: