زاپاتیرو: افغانستان کې به ډېر وخت پاتې نه شو

د هسپانیا لومړی وزیر “خوزه لویس رودریگس زاپاتیرو” افغانستان ته په یوه ناڅاپي سفر تللی دی.

له نوموړي سره په دې سفر کې د هسپانیا د دفاع وزیر کارمې چکون او د بهرنیو چارو وزیر تریناند جیمېنېز هم ملګري ول.

نوموړي په کابل او بادغیس کې له هسپانوي عسکرو سره د لیدو پرمهال ویلي هېواد یې نه غواړي چې په افغانستان کې د اوږدې مودې لپاره پاتې شي.

دا په تېرو پنځو کلونو کې افغانستان ته د هغه دویم سفر دی.

نوموړي خپلو سرتېرو ته د وینا پرمهال وویل: “دا چې د ناټو سرمشریزه به له افغانستانه د خپلو پوځيانو د وتلو لپاره مهال وېش وټاکي، موږ هم نه غواړو چې تر ډېره په دغه هېواد کې پاتې شوو. خو تر هغه به دلته یو چې افغان ځواکونه ښه وروزو او د امنیت چارې پخپله غاړه واخیستی شي.”

د هسپانیا لومړی وزیر داسې مهال افغانستان ته سفر کوي، چې ټاکل شوې ده چې د روانې میاشتې پر ۱۹ او ۲۰ نېټو په لیزبن کې د ناټو سرمشریزه جوړه شي.

د هسپانیا لومړي وزیر په کابل کې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره هم ولیدل.

د ولسمشرۍ له ماڼۍ ته خپره شوې ویناپاڼه کاږي، ولسمشر کرزي ښاغلي زاپاتیرو ته ډاډ ورکړ، چې د سولې د عالي شورا تر جوړېدا وروسته د دولت له مخالفانو سره د سولې په تړاو د خبرو هڅې زیاتې شوې دي.

ښاغلي کرزي د هسپانیا له لومړي وزیر سره په خبرو کې وویل چې له مخالفانو سره د سولې لپاره د ګاونډيو هېوادونو او نړیوالې ټولنې رول ډېر مهم دی.

په مقابل کې د هسپانیا لومړي وزیر وویل هېواد یې چمتو دی چې د لیزبن په کنفرانس کې ګډون وکړي.

“خوزه لویس رودریگس زاپاتیرو” ولسمشر کرزي ته ډاډ ورکړ چې هېواد یې د افغان پولیسو او ملي اردو روزلو ته ژمن دی.

نوموړي زیاته کړه چې پوځيان یې دا مهال د هرات ولایت د سټنډرډ هوايي ډګر د پراختیا پر چارو بوخت دي، او هوډ لري چې د قلعه نو ښار ته د برېښنا او اوبو رسولو لړۍ وغځوي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: