په پاكستان كي په سيلاب ځپلو افغاني ګډوالو مرستي وويشلي:

د خادم الحرمين الشريفين مرستندويه كمپاين په پاكستان كي د زاخيلو كيمپ او يو لړ نورو سيلاب ځپلو افغانانو باندي خوراكي توكي چي د غنمو اوړه ، وريژي، دال ، خوراكي تيل( غوړي) ، بوره ، چاي او خرما څخه عبارت دي وويشلي . يادي شوي مرستي چي د تقسيم چاري يي د افغانانو لپاره د سعودي مرستندويه كميټي (SRCA ) په غاړه لرلي د افغان كمشنري سره په همغږي د افغاني ګډوالو په 460 سيلاب ځپلو كورنيو وويشلي شوي چي مجموعي قيمت يي څوارلس لكه روپي وي . د دغه مرستو د ويشلو په وخت كي د افغانانو لپاره د سعودي مرستندوي ټولني SRCA د پيښور ددفتر مدير ښاغلي استاذ اسلام الدين هم ګډون لرلو ، نوموړي د خپلي اداري په نمايندګي وويل چي دغه مرستي د هاغه مرستو يوه ګړي ده كومي چي د خادم الحرميين الشريفين په غوښتنه د سعودي مسلمان اولس د خپلو سيلاب ځپلو وروڼو دپاره راستولي دي او زياته يي كړه چي SRCA تر اوسه پوري خيبر پښتونخواه په ايالت كي په مجموعي شكل څه د پاسه ديرش زره سيلاب ځپلو كورنيو سره د خوراكي توكو مرسته كړي ده چه د پاكستاني ورونو ترڅنګ يي په پاكستان كي ميشت آفغاني ګډوالو ته هم پكي برخه وركړي او پدي لړ كي يي د مهاجرينو په زياتو پنډ غاړو مرستي وويشلي او دغه لړي لا دوام لري.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: