د دښمن د لیکو شاته

راپورتر : جېمز فرګوسن
منبع : انډپنډنټ ورځپاڼه ( انګلستان )
نېټه : ۲۰۱۰/۱۱/۱۴
ژباړن : نثار احمد صمد

جېمز فرګوسن د کابل په ۴۰ میلۍ کی « چک » ته پسله درو کالو بیا ورغیً تر څو دا وګوري چی د طالبانو کنټرول څنګه تر هغه څه ډیر پیاوړی دی چی لویدیځ یې باید ومنی.

د طیارې د انجن ږغ می هله د هوا څخه تر غوږو کېدﺉ چی زه او راوړونکی ً می د کابل څخه تازه رارسېدلي او د موټر څخه کښته کېدو . ما پخوا کله هم بې پیلوټه طیاره په عملیاتو کی نه وه لیدلې او هغه د ساړه موسم په شپه کی په آسمان کی قطعأ نه معلومیږی ، خو بیا هم هغه بېله شکه همدا شی و .
د طالبانو سره زما اوله کتنه په ۲۰۰۷ کی پیل سوې وه او زه له سره په دې کار پښېمان یم . ځکه ، که دغه بې پیلوټه طیاره خپل« دوږخی راکټ » را خطا کړی نو څه به پیښه سی ؟

درې کاله مخکی د « چک » پر دغه ولسوالي ، چی یو لک او دوولس زره ( ۱۱۲۰۰۰ ) پښتانه کروندګر پکښی اوسیږی د طالبانو کنټرول صرف د شپې لخوا څو ساعته و ، خو سیمه ییز قوماندان عبدالله هوډ راسره کړی و چی د هغه بشپړ کنټرول به ډیر ژر تر لاسه کوی . نو لکه نن چی یې له نږدې ګورم ، هغه چټی باټی نه ویتشلې . په چک کی د کرزي حکوت لاس په سر سوﺉ او هغه یې طالبانو ته پرې یښې ده . عبدالله چی تر اوسه هم د دې ځای مسؤل دی ، حتی مالیې راټولوی . د ده خلک د حکومت هغه پاڼې د رسیدونو په توګه ورکوی چی د حکومت څخه یې وړی دي او داسی پر لیکلي دي : « د افغانستان اسلامی جمهوریت » ؛ خو دوی داسی لاس پکښی وهلی چی د « جمهوریت » کلمه یې په « امارت » سره اړولې ده چی د امیر څخه یې مطلب د طالبانو روحانی مشر ملا عمر دی .

د دې ښورښي ولسوالۍ په باب د ډیری حیرانۍ ځای دا دی چی د « چک » ولسوالي په جنګ ځپلی هلمند یا کندهار کی نه بلکی په وردک ولایت کی ده چی د کابل د جنوب لویدیځ په څلوېښت میلۍ کی واقع ده او دا کار په روانه اوونۍ کی په لزبن کی د ناټو د سرمشریزی غونډی لپاره هم یوه سخته ربړه ګڼل کیږی . د ناټو قوماندانانو مکررأ ادعا کړې چی طالبان په روان کال کی د امریکایی « پوځی توندې څپې » له امله پر شا ځغلي ، او وایی چی د طالبانو منځنۍ رتبه والا قوماندانان  په ۲۰۱۰ کی د پوځی عملیاتو تر پیلېدو وروسته په زیات شمیر د جنګ له محاذه ایستل سوي دي . خو د دې سره سره ، عبدالله ، چی پر سر یې پنځه لکه ( ۵۰۰۰۰۰ ) ډالره انعام ایښودل سوﺉ ، بیا هم په خپل « کتیوشا » راکټ سره چی پایتخت هم ویشتلی سی ، خپل عملیات کوی او په دې توانېدلی چی اییتلافی ځواکونه د څلورو کالو راهیسی په ځان پسی سرګردانه کړی . که چک د نورو اطرافی ولسوالیو له منځه دغسی ځانګړی انګشاف لری ـ حال دا چی افغانستان د چک غوندی په سلګونو نوری کلیوالي ټولنی هم لری ـ نو بیا داسی ښکاری چی د ناټو پوځی ستراتیژي به د جدی ستونزی سره مخامخ ده .

عبدالله پخپله د سړک پر غاړه د تیارې څخه ګټمن کیږی . هغه چی کله زه بیا ولیدم ، نو سخت حیران سو . بې پیلوټه طیارې خپلی « رنګې » بندی کړې چی په عامیانه اصطلاح د دغو طیارو کېمرو ته وایی . عبدالله راته وویل چی دا یې وسلوال تعبیر دی او دغه غټې انجن لرونکي بې پیلوټه طیارې موږ « بزبزک » بولو او باید چی څوک ترې وډاریږی خو دا قطعأ د هغې جملې څخه نه دي . په دې دره کی بېله طالبانو څخه نور هیڅوک هم په تیاره کی په موټر کی دوری هوری نه خوځیږی .

په دغه دره کی په یو کلیوالی کور کی پر مځکه باندی د ماښامنۍ تر خوړلو وروسته په نیمه شپه کی ، پنځو ـ شپږو طالبانو د ولسوالۍ مرکز ته بوتلم چی د خاورینو خښتو څخه جوړه سوې ودانۍ وه او د افغان ملی اردو ۸۰ پوځیانو ساتله . عبدالله راته ویل چی هغوی ډیر بیریږی او نسی راوتلای او زیاته یې کړه چی « هرکله مو زړه وی پر هغوی حمله کولای سو » . ده د شپې لخوا لیدونکی روسۍ عینکی استعمال کړې او د ملی پوځ سنګرونه یې له ورایه لیدل . ده زیاته کړه چی « که ته غواړې نو موږ همدا اوس حمله پر کولای سو . آیا غواړې یې ؟ » خو ما په مؤدبانه ډول منفی ځواب ورکړ .

عبدالله راته وویل چی کابل د دې ولسوالۍ صرف یو کیلو متر مربع سیمه کنټرولوی او متباقی ټول چک د طالبانو تر واک لاندی دی . ده وویل چی « تیر کال د ملی اردو دیرش پوځیان موږ ته را واوښتل چی دوه په وسلو بار ډک ټرکونه یې هم راوړل . . . هغوی لیدل چی موږ څومره پر  خلکو ګران یو ، او دوی پر غلطه روان دي . هغوی ټول د شمال اوسیدونکي وو . موږ هغوی خپلو کلیو ته ولېږل . » ده په جګه غاړه وویل چی د تیر سپټمبر د پارلمانی انتخاباتو پر مهال د دې ولایت د ۸۷ رایه ورکونکو مرکزونو څخه ۸۶ یې تړلي وو . یو محلی کاندید وحید الله کلیم زی په دې متهم سو چی انتخاباتی مامورینو ته یې رشوت ورکړی و تر څو په هغه یوازیني رایه اچونکې مرکز کی چی خلاص و ، صندقونه د رایو څخه ډک کړی او کابل هم په افتخار سره وایی چی دا انتخابات یو برﺉ و .

عبدالله یعنی د کابل پولیتخنیک دغه پخوانی محصل د ۲۰۰۷ راهیسی د پوځی ټرکونو د سوځولو په حصه کی هم یو قهرمان ګڼل سوی دی . د چک ختیځ اړخ د کابل ـ کندهار لویی لارې ته څرمه دی چی هغه په جنوب کی د ناټو د جنګی ماشین لپاره کلیدی اکمالاتی لورﺉ دی . دغه سړک چی اووه کاله مخکی د امریکایانو لخوا په ۱۹۰ ملیونو ډالرو بیا ډامبر سو ، نن د ځمکنیو ماینونو په واسطه ډب ډب او غار غار سوﺉ دی . ده وویل چی په تیرو څو کالو کی زما سړیو دلته د ایساف په سلګونو موټرونه او عراده جات تباه کړي دي . ده شخصأ په صرف یوه شپه کی ۸۱ ټانکرونه وسوځول چی دا یو ریکارډ دی .

د عبدالله مرستیال « ملا نعیم » راته وویل چی « لومړی موږ ځکه د امریکایانو څخه ډارېدو چی اورېدلي مو وو چی هغوی ګواکی دومره پیاوړې تکنالوجی لری چی حتی د آسمان څخه د موږک سترګک هم لیدلی سی . خو دا ټول هسی درواغ وختل . » هو ، د دې معنا دا نه ده چی طالبان نو باید احتیاط ونکړي . عبدالله دا منی چی امریکایان څو ځله زما نیولو یا وژلو ته رانږدې سوي چی شمیر یې ښه زیات دی . زه خپله قومانده د یوې ساحوی مخابرې او څو موبایل تلیفونونو په واسطه صادروم او په هغو ټولو کی تر یوې دقیقې هم زیات نه ږغېږم . زه او زما کسان هیڅکله هم پر یو ځای ډیره موده نه پاتیږو . زه او هغوی په ۲۴ ساعتونو کی حتی شپږ ځله خپل ځای بدلوو چی ځینی وخت پلی ځو ، کله هم په موټر کی سپریږو او کله هم پر چینایی موټر سایکلونو باندی سپریږو .
 
د هغوی د عکسونو اخیستل هیڅ امکان نه لری . د هغوی تر ټولو ستر خطر هماغه د « جاسوسانو » خیانت دی . په هماغه شپه په دغه دره کی هله درې نا آشنا کسان نیول سوی وو چی د خپلو موبایل تلیفونونو څخه یې عکاسۍ کولې . عبدالله هم د سهار پرشپږو بجو ، په پاکستان کی د طالبانو د قرارګاه سره تر مشورو وروسته ، اعلان وکړ چی هغوی به د ځایی شرعیه قاضیانو په واسطه محاکمه کیږی او که جرم پر ثابت سی نو اعدام به سی . ما ورڅخه وپوښتل چی آیا د « ویکی لیکس » ویب پاڼی د مسؤل ( جولیان اسنج ) لخوا مو په رسوا کړو اسنادو کی په چک ولسوالی کی خپل دښمنان نه دي معلوم کړي ؟ هغه په ځواب کی راته وویل چی « موږ ځکه تر اوسه دا کار نه دی کړی چی کمپیوټرونه نلرو ، خو قرارګاه مو دغه اسناد تر څیړنی لاندی نیولي دي . . . موږ په عمومی توګه د مخکی څخه لاپه ډیرو هغو کړنو خبر یو چی ایساف یې کوی . »

په چک کی ماحول بېله حیرانتیا څخه ځپونکی او لږ وسواسي معلومیږی . هیڅ کوم غربی خبریال زما د تیری لیدنی راهیسی د دغو طالبانو سره نه دي لیدلي ، او دوی دلته زما د فعلی شتون د خبرتیا په هکله ډیر محتاط وو او ټینګار یې راباندی کاوه چی کله دباندی وځو نو باید خپل مخ په وړین پټو کی پټ کړم .

د دې ځای ټولنه چی هسی هم ګوښه او بنده ده ، خو دتیرو درو کالو راهیسی د پاتې هېواد څخه بېله او بې ربطه ده . د دغی درې د ننوتوځې پېچومی او نرۍ لاری څو څو واره په ځمکنیو ماینونو فرش سوي چی تیرېدونکي یې په موبایل تلیفون کی د شِفر یا کوډ په وهلو سره غیر فعال او بیرته فعال کوی . نو ځکه یرغلګر باید صرف او صرف د هلیکوپتر په واسطه دلته راسي او همدا وجه ده چی امریکایی خاص ځواکونه په دغه ولسوالي کی د تیر دوبی راهیسی د نیونکو یا وژونکو حملو په نوم تقریبأ هره شپه د هوا څخه راکوزیږی او عملیات کوی . د غرونو پر لوړو برخو باندی ۲۴ ساعته پیره داران مؤظف دي تر څو د کوم غیر عادی هلیکوپتر فعالیت وڅاری چی دغسی کار به د راتلونکې شپې د حملې یوه نښه وی او طالبان به ورڅخه پوه سی باید غرونو ته وخیژی .

د شپې دغه حملې د عبدالله قوماندې ته چندانی اهمیت نه لری ، خو دا پر عامه نظر باندی اغېزه ښندی . ځکه په لس ګونو بېګناه سیمه ییز خلک د ادعاګانو له مخی د « امریکایانو » لخوا وژل سوي دي . عبدالله په صرف دوو میاشتو کی د دغسی قاتلانه پیښو یو لیست ورسره درلود یعنی : یو ټکسی چلونکی ، یو بزګر چی په خپل باغ کی بیده و ، درې زده کونکی چی خپلو کورونو ته روان وو . خو دغو حملو بېله دې چی د طالبانو ملاتړ نور هم ډیر کړي ، بل څه نه لرل . یو طالب راته وویل چی « زموږ د شهیدانو په جنازو کی په زرګونو خلک برخه اخلی او په لوړ ږغ نارې وهی چی : مرګ پر امریکا . » ښایی دا مبالغه وی ، خو په دې هکله څوک دلایل نه لری که داسی صحنه ووینی لکه هغوی چی زه د یو بزګر بم ځپلی کور ته بوتلم او هلته می د مڼو یوه ونه ولیده چی تازه په زرغونو ټوکرانو ښکلې سوې وه ، چی د یو محلی زیارت ښکارندویی یې کوله .

عبدالله او د هغه سړي تر یوې ناڅاپی مړینی لاندی شپې سبا کوی او دا خپل برﺉ بولی . دﺉ وایی چی دا زموږ ټولو یو آرمان دی چی د غازی په حیث مړه سو چی هماغه په جنګ کی د کافر پر ضد شهید کېدل دی . ده ماته داسی ویل : « دا زموږ دینی فریضه ده چی ستاسو بهرنیانو سره مقاومت وکړو . تاسی باید پوه سیً چی موږ به هیڅکله هم ستاسو پر ضد جنګ تم نه کړو . » کټ مټ خبره یې په ۲۰۰۷ کی هم راته کړې وه .

ده راته وویل چی د سولی اړونده خبری اتری یو مخ باطلی دی او د منلو وړ نه دي او زیاته یې کړه چی « د کرزي سره د سیاسی حل په هکله دا ټولی خبری اتری چل ول او پروپاګنډ دی . طالبان به د هیچا سره هم تر څو چی ټول بهرني پوځیان وتلي نه وی ، خبري اتري و نه کړي . » د ده کسان د جنرال پترس دغه ادعا په واقعیت سره ګیچ او سربداله کړي وو چی ویل یې په افغانستان کی د ناټو هدف د القاعده د بیا استقرار مخنیوﺉ دی . ملا نعیم وویل چی « تیر کال د لږ وخت لپاره په چک کی یو څو بهرني جنګیالي موجود وو چی هغوی عرب ، چیچن وال او پاکستانیان ول . خو هغوی د طالبانو تر هدایت لاندی جنګ کاوه او زموږ قومانده یې اطاعت کوله . هغوی هیڅ په القاعده پوری تړلي نه وو . په افغانستان کی نور هیڅ القاعده جنګیالي نسته او زه پخپله په جنوب او ختیځ کی او همدلته جنګېدلی یم . ما په خپل اووه کلن جنګ کی یو القاعده جنګیالیً هم نه دی لیدلی . حتی یو لاهم نه . » پای

http://larawbar.org/details.php?id=22827&date=2010-11-14

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: