ځان وژنه

د بخښوونکي  او مهربان  څښتن په نامه

د ځان  وژنې سوکاله  تل مدام  د پام  وړ وه  خو دا چې په ګران هیواد افغانستان کې د ځانمرګي بریدونو لړۍ لا هم  روانه  ده، دا موضوع د هیواد د ننه او د باندې  د ورځینیو  تودو خبرو څخه شمېرل کیږي  او  اړینوالی او ارزښت  یې  لا ډېریږي  . په اروپایي هیوادونو او امریکا کې ځان  وژنه یوه پراخه ستونځه ګڼل کیږي خو  د را څرګندیدلو بڼه یې خپلې ځانګړتیاوې او  توپیرونه  لري  .  د ځان وژنې په  هکله   ډیری  پوښتنې لا هم   بې ځوابه  پاتي  دي،  دا یو   هر اړخیز  بحث دی  او نورو پراخو څیړنو ته اړتیا لري  چې  دا  په خپله  د مسلي   د پیچلتیا  او   د  وجود د مغلق سیستم  ښکارندوې  دی .  په دې لیکنه کې هڅه شوې  ده چې د ځان وژنې د هغې د لاملونو  د ارزوني په هکله  څه نا څه مالومات وړاندې شي .  

هغه کړنه  چې په پایله کې یې انسان په خپله خوښه  خپل ځان  وژني ځان وژنه ګڼل کیږي . دا یوه پراخه  ټولنیزه  ناروغتیا او ستونزه  ده .  په نړۍ کې هر کال تر پنځه لس میلیونو کسانو پورې  په ځان وژنه  لاس پورې کوي  چې د هغوي څخه یو میلیون  له  دې امله مري ، په انګلستان کې هر کال تر ۵۰۰۰  پورې کسان د ځان وژنې له امله خپل ځان د لاسه ورکوي  .  هره  ټولنه  دا  کړنه   د خپل دودیزو او مذهبي ځانګړتیاو  له کړکې ګوري  او په اړوند یې خپل نظر لري ،خو په ټوله  کې   یوه  منفي کړنه ګڼل کیږي  او ان  دا چې ځیني خلک یې  ګناه  ګڼي او ځان  وژونکي ګناکار او د قانون مجرم شمیري  . ځیني مهالونه  ځان وژنه  د حالاتو سره سمه  پر ځای کړنه  بریښي  چې  د ځان ، کورنۍ او یا د خپل هېواد  د عزت او ابرو  د خوندي کولو په موخه  تر سره کیږي .  د ځان  وژني کچه  د کلي نه نیولې تر ښارونو، هېوادونو، سیمو او ان  نړیواله  کچه  ډیر پراخ  توپیرونه  لري او لاملونه یی هم  ګڼ شمیر دي، چې په هغو  کې روحي او عقلي ناروغتیاګاني په لومړنیو لاملونو کې راځي ( د ځان وژنکو کچه  چې  په  رواني او عقلي ناروغتیاوو  اخته وه   تر ۹۰ ٪  اټکل کیږي )  . د ځان وژنې  اندازه  په  نارینوو کې د ښځو په پرتله ډیره  ده او په  انسان کې  د عمر په  زیاتیدو  د ځان  وژلو چانس هم  ډیریږي .

هغه لاملونه چې د ځان وژنې خطر ډیروي په څو ډلو ویشل کیږي :

پر ځای  ولاړ لاملونه ( دا تعین شوي او تاریخي لاملونه دي چې بدلون په کې نه راځي لکه جینیټیکي او ارثي تړاو، عمر، جنس او د کورنې احول او داسې نور).

 ثابت شوي یا ټینګ شوي لاملونه (دا لاملونه اوږد مهالي دي خو  ټاکونکي نه  دي لکه  رواني او عقلي ناروغتیاوې).

خوځند لاملونه ( دا لاملونه  د یو نامالومې مودې  پورې  غزیږي،  بدلون په کې راتلالی شي او د خپل ځواک او پیاوړتیا په لرلو کې ډیر توپیر لري  لکه د یوي دردونکې حادثې سره مخامخیدل ، ناهیلیتوب او د ځان وژنې فکر او خیال لرل، زړه نا زړه کیدل، ټولنیزې ستونځې لرل ، په مخدره توکو روږدیوالي او داسې نور ) . د یادولو وړ ده چې  د سایکولوژی  د وظیفوي  هایپوتیزیس پر اساس منفي فکرونه او خیالونه  ډیرې مهال  د ناهیلۍ سره مل وي ، په  ځان  کې  د نا سالم مقاومت  د جوړیدلو لامل ګرځي چې په خپل وار د  ځان وژنې چانس  لوړوي  .

راتلوونکي لاملونه ( دا اټکلي لاملونه دي  چې د مهال او حالاتو  بدلون څرګندوي   پر انسان       اغیزه  لري  او   د ځان  وژنې د خطر  د ډیر والي سبب ګرځي  لکه د ځان  وژنې د  اسا نتیاو  لرل ، درملنه  نه  منل یا خپلې ناروغتیا نه  منکریدل ،  ټولنیزو ستونزو  کې د کوم  مثبت  بدلون  نه راتلل چې ناروغ   ځان برلاسی  وګڼي او یا هیله مند شي او داسی نور).

  په  عامو خلکو کې   د ځان وژني چانس  د یو بل په پر تله  توپیر لري او په ځینو کې  ډیر وي چې په  لاندی ډول دي . 

– هغه څوک چې  په کورنۍ او  یا په  نږدې  خپلوانو کې یې  کوم  چا ځان وژلې وي .

– هغه خلک چې رواني ناروغتیاوې  لري لکه (ژور خپګان ، شیزوفرینیه، د شخصیت اخطلال، په مخدره توکو او  په شرابو  روږديوالې ،خرابه  حافظه لرل،   اندیښنه او په مزاج کې  چټک  بدلون  راتلل ، زر په غوصه کیدل او په احساساتو راتلل ،پرله پسې  بی خوبي او د نا هیلیتوب  احساس) .  هغه څوک چې ژور خپګان لري د ځان وژنې چانس د عام وګړي په پرتله     ۳۰ وارې ډیر دی .

– هغه څوک چې په کوچنیوالي کې یې  ډیر کړاوونه  ګاللي وي (ظلم ، فزیکي او یا جنسي تیری په شوې وي).

-هغه خلک  چې  د ټولنې په  ټیټه  پوړې  پوری  تړاو لري  ،په ښارونو کې میشت دي  ، یواځې اوسیږي، او یا  د  خلکو څخه ځان ګوښه کوي .

–   د کونډ  د ځان وژنې چانس د  طلاق شوي  او د دوی  دواړو   د جره ګانو   په پرتله  لوړ  دې .

–  هغه څوک چې وزګار یا  تقاوت وي ،کار او یا ټولنیز مقام  یې د لاسه ورکړې وي  .

–  هغه څوک چې د یو  دردونکي حادثې  سره مخامخ شوې وي  لکه  مرګ او ژوبله .

–  هغه خلک چې ناهیلي وي ،  د مرستې څوک نه لري او  ژوند ورته بي مانا بریښي .  ناهیلیتوب  هم په راتلوونکي کې د ځان وژنې د چانس  په   توګه  اټکل  کیدلی  شي .

  ټولنیز لاملونه  د ځان وژني په  بڼه او د اسبابو په  خوښولو چې د ځان وژني په مهال تري کار اخیستل کیږي  خپل  اثر لري . ډیرې  وختونه  ځان  وژنه  د ځان سوزولو ،  د زښتو درملو  د خوړلو او یا ځان ځوړندولو  له امله وي خو نورې کړنې   لکه ، ځان ویشتل ، د جګ ځایه ټوپ کول ، ځان په اوبو کي لاهو کول او یا ځان د موټر لاندي اچول  هم د عامو ځان وژنکو کړنو څخه شمیرل کیږي .  د یادولو وړ ده چې په ډاکترانو کې د ځان وژني کچه ډیره لوړه ده ، اصلي عوامل یې څرګند نه  دي  خو د درملو اسانه لاس ته راوړل او د کار فشارونه او دا چې ډاکتر کیدلاۍ شي د کوم چا نه د ځان په درملنه کې مرسته و نه غواړي په پیژندل شو لاملونو کې شمیرل کیږي. 

کله  ځان وژنه  د ستونزو څخه د تيښتې په موخه تر ټولو اسانه  لاره  بریښي او انسان  دې ته اړ شي چې د حالاتو سره سم  یو شان چټک غبرګون  وښایي . ډیر وختونه  انسان ځان وژنه د خپل ځان د سپیناوي او یا په نورو باندي  د خپل اند د منلو لپاره کوي . کله هم د ځان یا د ژوند نه  د کرکې له امله  د یو خاص اند یا عقیدې   له مخې  چې  په سر کې یې  لري،  دې کړنې  ته  په نیغه او یا هم غیر ارادي  ډول اړ ایستل  کیږي ( داسی کړني ته په سایکولوژی کې د تجزیوي هایپوتیزیس په سترګه ګوري  چې د ځان  نه د کرکې او یا هم د مړي خپلوان یا ملګري سره د یو ځای کیدو هیله  په کې د بیلګې  یوه  بڼه  ده) . کله  هم  کیدلاۍ شي چې انسان  د ټولو نورو اغیزو د باندې په منطقي بڼه په خپله خوښه او د ټولې پوهي او هنر سره چې یې لري ځان وژنه غوره وګڼي لکه په دویمه نړیواله جګړه  کې  چې پیلوټانو  د خپل هیواد د ساتلو د پاره سرښندونکي  حملې کولې او یا ځینو  به  په  ځانونو بمونه تړلي وه  تر څو د خپل هیواد د عزت او ابرو د خوندي کولو لپاره  هر څه  وکړي  .

داسې انګیرل کیږي چې ژوره  دیني  عقیده ،ټولنیزي ریښې او  اړیکې  او هغه جګړه چې په ترڅ کې  یې  ځمکنی بشپړتیا  تامین او   د  وګړو د  یووالي  او  د نږدي کیدلو لامل شي  هغه مثبت  ټکې دي  چې تر یو حده  د ځان وژنې   مخنیوی کولای  شي ، خو کله ټولنې د داسی یو مهال نه  په تیریدو وي چې ټولنیز احساس او سوکالي یې د لاسه ورکړي وي، لالهانده وي او  هغه  ټولنیز پیوستون  او روحیه  چې یوه سالمه  ټولنه یې باید ولري شلیدلي  وي ،  دا حالت  د ځان وژنې  د چانس د ډیریدو لامل کیدلای شي .

د ځان وژنې د خطر ارزونه او اټکل یو پیچلی او ستونزمن کار دی او د رواني او عقلي ډاکترانو یو د اړینو دندو څخه ګڼل کیږي . پخوا ډیر پام اټکل   یعنې هغه چانس چې انسان  به  په راتلوونکي خپل ځان ووژنې  اړول  کیدو ،  خو اوسنۍ څیړنې یوه پراخه ارزونه اړینه  بولي اوهم  ډیر ټینګار  د ځان وژنې څخه  د مخنیوي لپاره  کیږي . د ارزونو میتودونه په  کلینیکي ، ریښتینې او هر اړخیزه مسلکي قضاوت  باندي ویشل شوي  دي چې هر یو یې خپلې ځانګړتیاوي او نیمګړتیاوي لري . هر اړخیزه مسلکي قضاوت  تر ټولو غوره ارزونه ده چې پورتني دوه نور میتودونه  تر یو حده  هم په خپل ځان کې را نغاړي ( د رواني او عقلي ناروغتیاوو کار پوه  د خپلې علمي پوهې او تجربي سره سم د ناروغ ارزونه کوي او ټول لاملونه چې پورته یاد شوي په پام کې نیسې، د ناروغ د ستونځو د پیچلتیا اړوند سپړنې کوي ، د  ځان وژنې چانس يې  د عامو  وګړو په پرتله  ارزوي او ان کیدلای شي چې د منل شوو  او الګوریتمي فورمولونو څخه چې په عدلي طب کې کاریږي ګټه پورته کړي  چې اصلي موخه  یې یو په سلنه کې په نسبي  بڼه د ناروغ د ځان وژنې اټکل دی )  . دا میتود  د   ارزونې   د پایلې  روڼوالې په ګو ته کوي او هغې ته  د رسیدلو دلیل هم  وړاندي کوي او هم ورته   اړوند   تدبیرونه  نیسي  چې د  ځان وژنې د خطر مخنیوې  وشي .  داسی ارزونې د ناروغ  د خطر چانس د هغه  د  ځان او همدارنګه  د هغه  خطر او ګواښ  چې  د نورو خلکو په نسبت  شوني دې  هم  هر  اړخیز  په پام کې نیسي . په انګلستان  ډیر مهال د کلینیکي میتود څخه ګټه اخیستل کیږي چې په کې د رواني او عقلي ډاکتران  د خپل کلنیکي تجربې سره سم د ناروغ د کړنې ارزونه کوي او هڅه کوي چې د کړنې  تړاو د رواني او عقلي ناروغتیاو سره   وڅیړي . د دی لیکني په ترڅ کې د مارچ په ۱۶ مه  زما څخه  د نوکریوال  ډاکتر په  توګه  غوښتنه  وشوه چې د یو ناروغ  د ځان وژني د چانس ارزونه  وکړم  .  ناروغ  د هډوکو  په   وارډ کې بستر وو او د  هډوکو د ډاکترانو  یوه پوښتنه دا وه چې خدای مه کړه  دا ناروغ  په  روغتون  کې  هم  د ځان وژنې هڅه  وکړي او د خپلې  کوټې چې په  دویم  پوړ کې وه  ټوپ   ووهي    ( ناروغ یو ۷۵ کلن تقاوت شوی پولیس وو چې خپل ځان يې د مارچ په ۲ مه  د روان اورګاډي (ټرین) مخ ته  وردانګلي  وو او په ترڅ کې یې خپله کیڼه پښه  د لاسه  ورکړي  وه  او نور هم  ډیر  ژوبل  وو- زما د ارزونې پایله په لنډو کې دا وه چې ناروغ  په وروستنيو ۵و  اونیوو کې د خپګان په ناروغتیا اخته شوی  وو او د ځان  وژني  لامل  یې  همدا  و خو هغه  لاملونه چې بیا د خپګان سبب ګرځیدلي و ډیر  نه وه .  یو د هغو لاملونو څخه  د خپلې میرمنې  سره  د ناروغ   پرله پسی شخړی وې چې ناروغ یې ډیر په تنګ کړی وو. ما ناروغ  ته د خپګان  د ناروغتیا لپاره د درملو سپارښتنه وکړه او د زاړه  عمر د رواني او عقلي ډاکتران می وغوښتل تر څو ناروغ د خپلي  نږدې څارني لاندي ونیسي).  ښایې زموږ هېواد افغانستان کې  ورته پیښې تر سترګو شي چې  زه غواړم  په  یو لړ بیلګو لږه رڼا واچوم  . 

په افغانستان کې اوسني حالات  بې ساری کړکیچن دي ،د  ناټو  غړي هیوادونه  د امریکا په سر مشرې او د نړیوالي ټولنې په هوکړه  د هیواد د ننه  د طالبانو سره په جګړه بوخت دي چې په ترڅ کې یې  ډیر بي ګناه  افغانان خپل ژوند د لاسه ورکوي، ځیني یې  بې ابرو او بې عزته کیږي او  ډیرې  یې  د ناهیلیتوب په څپو کې ځان د ظلم ،جبر ، بلا او  د اپت په سمندر کې لاهو ویني  او د یو ډول  بې سده  پریکړو  سره مخاخ  دي ،یو خوا ته ډانګ دې او بل خوا ته پړانګ  دی  او ټولنه په ټوله کې  هم  د یوې سالمې ټولنې په شان  د خپلو وګړو تر منځ  پیوستون  نه لري او هیڅ  ډول د هیله مندې عنصر په کې نه لیدل کیږي . ډیری افغانان د جګړو په ترڅ کې را لوي  شوي  دي هر ډول ستونزي  یې ګاللي دی او د ژوندانه  ډیر مهال د غمونو سره لاس او ګریوان پاتي شوي دي .  په هیواد کې  ټول هغه لاملونه چې پورته یې یادونه شوي  ده  په خپل ټول ځواک او پیاوړتیا سره شتون لري  ډیری خلک په  ټیټه  ټولنیزه  پوړۍ   پوري اړه لري ، غریب  دي او د لوست  کچه  یې  په نیشت کې شمیرل کیږي  او  نورې ستونځې لکه  د خپل منځي دښمنۍ، سیالۍ او تربګنۍ ، د ګڼ شمیره کورنۍ لرل ، بې کاري او نور په  سلګونو لاملونه    ټول د ځان  وژنې د  چانس د لوړ والي سبب کیدلاې  شي  خو بیا هم زمونږ په هیواد کې د ځان وژني کچه ټیټه اټکل شوی ده  . د دی  یو لامل د  حادثو د ثبتولو  لپاره مرکزي  راجستر نلرل  دي . که  راجستر شتون  هم  ولري ، د کمپیوتري اسانتیاوو  نه  لرل  د هغه  سموالی او دقیق والی  تر پوښتنې  لاندې راولي  .  بل دا چې  د ستونځو سره د افغانانو د مقابلې مقاومت   ډیر  دی  چې په  نسبي ډول د ځان وژنې د  مخنیوي لامل کیدلای شي ، د هغې څو لاملونه دي  : ژوره  دیني عقیده ؛ افغانان ښه مسلمانان  او په  اسلام  مین   دي .  مونږ   د ژوند مانا په اسلام کې وینو او په هر حال کې د خدای (ج) شکر پر ځای کوو او وایو چې (انا لله و انا اله راجعون) او  د نیغې او سالمې لاري  د لارښووني غوښتنه کوو. لوی څښتن تعالی په قران شریف کې انسانان صبر په خدای (ج) اتکا  او ورور ولې  ته را بولي .  په اسلام کې ځان وژنه په سخته غندل شوې او ځان وژونکي ته د ابدي دوزخ  یادونه  شوې  ده او په همدا ډول په اسلام کې ظلم او ظالم غندل شوې او د بل انسان  وژنه د ټول عالم د وژنې سره پرتله شوي ده .- افغانان په ټوله کې ډیر نږدې او لرې خپلوان لري چې په  سختو  شیبو کې هر یو تر خپلي وسي پورې  چمتو وي چې غم شریک کړي  په همدا ډول افغانان ډیر ملګري لري چې په سخته کې د چوپړ لپاره چمتو وي . – افغانان  ډیرو جګړو ته اړ ایستل شوي دي او په ترڅ کې یې ډیره  مړینه او ژوبله لیدلې ده ، ستونزې یې  خورا  ډیری ګاللي دي  دومره روږدي شوي  چې هیڅ شی   سخت  او یا د خپګان  وړ  ورته  نه  بریښي او یا ژور اغیز  نه پری لري  ( که کور مې وسوځید نو خیر دیوالونه خو مې پاخه شول) .

په دی هکله  چې ولی  په افغانستان   کې په  دی ورستیو کلونو کې ځان وژونکي بریدونه کیږي    هر څوک په تیره بیا مونږ افغانان بیلا بیل اندونه  لرو او هر یو په خپل نظر  دومره ټینګار کوو چې بیا  یو د  بل خبرو  ته غوږ نه نیسو او هر څوک چې د منلو یا نه منلو خبره کوي  خامخا یوه ټاپه پر  لګوو . افغانان  کوم چې د هیواد د ننه  او یا په بهرنیو هیوادونو کې اوسیږي کیدلاۍ شي په دی هکله  دومره په ښکاره  د  زړه خبره  و  نه کړي او همداسې د ډیرو لاملونو  له امله خلک تر یو کچې پورې کوښښ کوي چې ځان وساتي نو ما هڅه وکړه چې په نسبي ډول  د هغو افغانانو فکرونه  چې په نیغه د هیڅ  ډلې سره خواښوږي نه  لري  په دوه ډلو  وویشم  او دلته یې  ولېکم .

– ځیني افغانان  د اوسني حالاتو  څخه  په ریښتیا ستړي دي او د ورځینیو ستونزو نه  تر پزې راغلي دي . د دی تر څنګ  داسی ورته ښکاري او  داسی نخښې نښانې  وړاندي کوي چې د دي ښکارندوی وي چې  هر ورځ په سلګونو افغانان په تیره بیا پښتانه وژل کیږي ، او دا اوسنې حالت ورته د پښتون  وژنې  او یا  د پښتنود  تصفیې  پروسه  ښکاري  . ځینې بیا په همدا ډول اسلام او مسلمانان په خطر کې ویني او د اسلام د ژغورلو لپاره د جهاد خبري کوي چې په کې  ځان الوزول د اوسني ظالم او ډیر قوي دښمن سره یوازینۍ  د امکان وړ او تر نورو ورته  غوره  لاره بریښي چې تر څنګ یې  د قوي اسلامي تبلیغاتو او مورال  ورکولو اړتیا ویني : د ځوانانو او تنکي ځوانانو څخه کار اخیستل او هغو ته د جنت کلی ګاني په غاړه اچول د داسی تبلیغاتو او د پوځي تاکتیکونو او چلولیو څخه شمیري .  د عامو وګڼو وژل کله د خواشینې  خبره ګڼي او کله  د هغو  وژل  روا بولي  (  ګواکې  د دښمن سره هم غاړي  دي ). دوی ځان وژنکی  په دی کې ملامت نه  ویني او داسی ویل کیږي  چې د ځان وژنکي  اراده سمه  وه خو خپل مراد ته  سم  و نه رسید .

 – بله ډله افغانان  چې ډیره کي دي  اوسني حالات کړکیچن بولي او  په  اسلام او د هیواد په عزت یې هم زړه سوزي  د بهرنیو په شتون او د هغوی  د پراخو  لاسوهنو نه د هیواد په چارو کې نا خوښي دي  خو بیا هم  اوسنی حالاتو ته هیله مند دي  چې روښانه راتلوونکي به  ولري  . دوی   د بل التیرناتیف  نشتوالې  د اوسنیو حالاتو اصلي زیږنده  بولي  . دوی په  اسلام کې ځان وژنه ګناه او منع  ګڼي او همداسی د نورو وژنه هم  سم کار نه ګڼي او شک کوي  چې څنګه  یو سړی چې بی ګناه خلک بیا په تیره ښځې او واړه وژني  به  وکولای شي  جنت ته لاړ شي . دوی په  دی ټولو پیښو کې ای ایس ای ملامتوي او ان په ځینو پیښو کې د امریکا او د بهرنيو هیوادونو لاس  وهنې   اړین  لامل  بولي او دا اوسنې پیښې  هم د همدې  هیوادونو د پټ ملاتړ  زیږنده  ګڼي . داسی شواهد وړاندی کوي  چې  ځان وژونکي  د افغانستان  نه بهر  روزل کیږي او  ډیر خلک د هغو د مغزو  د مینځلو  خبري کوي  چې مانا یې د ځان وژونکي  د شعور داسی بدلول دي چې بیا ورته ټوله  نړۍ  په  یوه بڼه  توره یا سپینه ښکاري  . دوی  افغانستان د نورو هیوادونو د ځغاستې او د زور ازمایلو ډګر بولي  او افغانان د اور لپاره  وچ  توکي او یا د سیاسي لوبو اله ګڼي .

د یادولو وړ ده چې دریمه ډله خلک هم شته کوم چې  په نامه سره  د خیر په غونډې ناست دي او د پښتنو په  بي اتفاقې او په  باربادې کې خپله  ښادې ویني او د داسو حالاتو د دوام لپاره دعاګاني کوي او کوښښ کوي چې اوبه خړې کړي او کبان  ونیسي .

دا ټوله لیکنه یو ځل بیا دا څرګندوي چې دا  سوکاله  ډیره پیچلې ده او په تیره بیا   په افغانستان کې  د ځانمرګو بریدونو  خبره لویو بحثونو او څیړنو ته اړتیا لري . په پایله کې د څو اړینو او د پام  وړ  ټکو بیرته  یادونه کوم  .

۱. په ځان وژنکو کې د رواني او عقلي ناروغتیاو کچه ډیره لوړه ده  ښه  به  دا وي چې هر هغه څوک چې د خپګان ، روحي  فشارونو او نورو داسو ناروغتیاو لرونکي وي او  یا د ځان وژلو خیال یې په سر کې ځي راځي  نو د  ډاکترانو څخه  دی د ځان په درملنه   کې مرسته  وغواړي او د کورنې غړي دې کوښښ وکړي چې ناروغ یواځې پرینږدي او ورته  دی د  صبر ،تسکین  او هیله مندې سپارښتنه  وکړي . هر انسان د غمونو د زغملو ، د ستونځو د ګاللو او د حالاتو سره د مخامخ کیدلو یوه کچه لري خو کله که دا  سطحه  لوړه  شي نو خامخا د ځینو  ستونځو  د رابرسیریدلو لامل کیدلای شي.  د  نورو سره خپلې ستونځې شریکول او د نورو مرسته غوښتل د تکړه توب نښه ده چې د سالم عقل څرګندول کوي (لویدل  او بیرته  را پورته کیدل  د ناکامې نښه نه ده  بلکه لویدل او  بیرته  د  را پورته کیدلو  هڅه  نه کول ناکامي ګڼل کیږي) . د رواني او عقلي ډاکترانو  د پوهي کچه باید ډیره لوړه وي او دوی باید ټول مهال بی له هیڅ  ډول غرض په درست ډول  او د خواخوږی سره سم  د ناروغ  سره مرکه  وکړي او په ماهرانه  ډول هغوی ته لازمې لارښونې او سپارښتنې  وکړي .

۲.  د بهرنیو پوځونو لخوا  په  کورونو او کلیو بمباري ، د افغانانو د کورونو پلټل ،د  هغوی په عزت او ابرو باندي یرغل کول،د هغوی کلتور او دودونو ته په سپکه کتل، په ټولنه کې د ظالمانو او قاتلانو بخښل  او هغو ته لا بربنډ   دولتي  لوړ مقام  ورکول، د مظلوم سره  په  هیڅ  بڼه همدردي نه کول  د ړانده  ټولنیز عدالت هغه څیزونه دي چې زمونږ ټولنې ته  د نا هیلۍ شګې په سترګو کې ورشیندي  چې دا   نه یواځي  د روان  بهیر سره مرسته نه شي کولای بلکه د افغانانو د  احساساتو د لا پاریدلو لامل ګرځي . هغه افغانان  چې ټوله کورنې یې تباه  شي  او ټولنه  هغه په غیږ کې  و نه نیولاۍ شي او ورته د هغه د اړتیاو سره سم مرسته ور نه کړي ، نو د داسی ژوند او  ماتم  نه  د وتلو یواځینې  لار  ورته   د غچ اخیستلو پاتي کیږي او کیدلای شي چې  د رواني فشارونو له امله  په دی لاره کې  ځان قربان کړي . ښه به دا وي چې د هغو کسانو لپاره چې د داسو  ناببرو ستونځو سره مخامخ  شوي  وي  یو  پراخ  مرکز جوړ شي چې  هلته یې څارنه  وشي  . د مرستو او همدردی تر څنګ هغوی ته د هیله مندی او صبر سپارښتنه وکړي  او کوښښ وشي چې  دوی ته د کورني چاپیریال په شان  مینه ورکړل شي .

۳.  ځان وژنې  او د نورو وژنه  په اسلام کې منع او ګناه ګڼل کیږي ، ښه به دا وي چې د اسلام د سپیڅلي دین په رڼا کې د ښوونځیو نه نیولي تر لوړو تحصیلاتو پوری او همداسی په میدیا کې  د دې  موضوع هر اړخیزه  شننه  وشي . په اسلام کې د بخښلو د ثواب ، په  څښتن تعالی د توکل او د صبر او هیله مندی او داسې  نورو اړینو لارښوونو باندي باید هر افغان اګاه او پوه شي، دا په خپله د انسان سایکولوژي د هر ډول ستونځو سره  د مقابلې  لپاره چمتو کوي . ځان وژونکې مخکې د دې نه چې خپل ځان ووژني نو حتماٌ د کوم چا سره ویني او خبري اتری ورسره کوي ان چې کیدلای شي چې د خدای پامانی او یا د بخښنې غوښتنه وکړي (نو که چیرته دا موضوع د هر چا غوږ ته ورسیږي نو هر څوک به په اسانې  د ځان وژونکي په خواصو پوه شي او کیدلای شي چې مخنیوی  یې وشي) .

۴.  دولت باید د روغتیا وزارت  نه غوښتنه وکړي  او یا په مستقل ډول   یوه پراخه څیړنه وکړي چې په ټولنه کې د ځان وژنې د لاملونو  د  رابرسیره کیدلو  د  نخښو نښانو او د   هغې د مخنیوي  د  تګلارو ارزونه  وکړي   او په اړوند یې  اړین  تدبیرونه  ونیسي .  مناسبې کړنلارې  جوړې کړي چې د ځان وژنې مخنیوی  وشي.

Advertisements

لوی اختر، داسلامی نړۍ د وحدت ورځ

لوي اختر د اسلامي وحدت او ورورولۍ ورځ ده , لوی اختر هغه اسلامي جشن دي چې ټوله اسلامي نړۍ پكې  د يوالي احساس كوي سره لدې چې په مختلفو ژبو خبري كوي او په بيلوبیلو هيوادونو كى اوسيږي , دا اختر هرهغه ځای ته د خوښۍ او سوكالۍ پيغام وړي  په كوم ځای كې چې د الله تعالى نوم ياديږي , هوكى دا د مغفرت او اطاعت لپاره ګډ فرصت دی ,  زيان او خساره ده هغه چا لره چې دا فرصت په ګناهونو فاسدوي , او صفا اوښكلا يې د الله تعالى څخه په سركشي باندې بدرنګه كوي , نو پدي عيد كې د حيواني اوشهواني غرايزو په اساس جشنونه مه جوړوي , او د هغو نيکيوساتنه وكړي چې له عيد څخه وړاندي مو په لاس راوړې دي , له حماقت څخه لرې نده چې څوك د خپل نفس د غوښتنو تر اثر لاندي شي او دا ګمان وكړي چې ګواكى عيد ده لره د فسق او ګڼاه  ډګر دی  .
د بشريت د تاريخ په اوږدو كې په نړۍ كې په هرمذهب اوهر دين كې په ځاڼګړى توګه اخترونه و, او شته دي  , خو په اسلام كې په دواړه موجود اخترونه كې د الله تعالى عبادت او اطاعت پرځای کیږي , داسلام یوه لویه ځانګړتیا همدا ده چې د انسان هرعمل پکې عبادت ګڼل کیږی , كه چیرې د اسلام په لارښونه او تګلاره پل کیږدي  .  كه كمکی اختر راواخلو چې د روژى د مباركې مياشتې له عبادت څخه وروسته چې د قدرمباركه شپه هم پكې شامله ده راځى , داسي ښكاري چى د يوى مياشتى له عبادت څخه وروسته د الله تعالى د اطاعت اوعبادت خوشحالي څرګندوو , هغه چا لره پكار هم ده چى د خوشحالۍ څرګندونه وكړي چى پوره يوه مياشت يى د ايمان او احتساب سره سره روژه نيولي وي , او د الله تعالى د رحمت او مغفرت غوښتنه ئې کړی وي  .
خولوي اختر وروسته له هغه راځي چى د الله تعالي بنده ګان د الله تعالي كورمكې مكرمې ته ولاړ شي , څرنګه چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه مكې مكرمې ته مسلمانان ځي , او د دوي هغه خوږه او ګرانه ترانه له هر ګوټ او لوري څخه آرويدل كيږي (لبيك اللهم لبيك، لبيك لا شريك لك لبيك، إن الحمد والنعمة لك والملك لا شريك لك،) په داسې حال کې چې سپين څادرونه ( احرام ) يى اغوستى وي چى ليدونكى په دوي كى شاهزاده او غريب نشي پيژندلي , او خپل ټاکلی مناسك په ځاي كوي , د عرفات په سپيڅلى غونډۍ باندي راټوليږي , پداسي حال كى چې ټول د الله تعالى څخه مغفرت او عفوه غواړي او الله تعالى دوي ته د مغفرت او بښني وعده وركوي او د ځمكې او آسمانونو خالق پدوي غږ كوي ( راشي زما بنده گانو مغفرت دي وي تاسو ته يقيناً ستاسو بدۍ په ښيګنو بدلې شوې ) . نو د دي زيرى او لوي كرم او بښني په پايله كى مسلمانانو ته د خوشحالۍ څرګندونه پكار نده ؟ ,  عيد الاضحى  (لوي اختر) د مسلمانانو تر منځ د ژورو روابطو د تړاو اساسي لامل دي , اولوي اختر په هغه بې نظیره انسانی غونده کې چې په یوه ربانی چاپیریال کې راټولیږي  شعوري ګډون او مشاركت دي چى د عرفات له ډګر څخه ټولى اسلامي نړۍ ته د لوديځ څخه تر ختيځ پوري غزيږي  .
لوي اختر همداراز د هغه موسم اوګولالى بازار څخه یادونه ده چى انسان پکې د الله تعالى سره دخپل آخرت لپاره ګټمن  تجارت کوي , دا عيد د ذالحجه له هغه لسو د بركته ډكو ورځو څخه وروسته راځي چى  پكى د اطاعت او عبادت اجراوثواب زياتیږي , او رسول الله صلى الله عليه وسلم داسي ستايلى دي (ما من أيام العمل الصالح فيها أحب الى الله تعالى من هذه الأيام..) د الله تعالى په نزد  پدي ورځو كى صالح عمل له نوروعادی ورځو څخه غوره دي  .
عيد په اسلام كې يوازي هغه خوشحالي نده چې ربانی اساس ونلري , بلكې دا هغه ژور ارزښت دي چې په الله تعالى پوري چى د انسان خالق دي تړلي دي , اودهغه دين په څيښتن پوري تړلي دي چى د بشريت لپاره يى سوكالي راوړي .
ورونو ! عيد يو دير ښه فرصت دي تر څو هغه ټولنيز اړيكې چې انسان په خپل چاپيريال كې له لاسه وركړي دي  بيرته جوړې كړي , په عيد كې زړونه پاكيږي , غوڅى شوي اړيكې بيرته ټينګيداي شي , دښمني او عداوت له منځه ځي , د دښمني او لريوالي ځاي مينه محبت اونيږدوالي نيسي ,
او عيد د صلة الرحم لپاره يو ښه فرصت دي چې الله تعالى يى د مكانت او منزلت په هكله داسي ويلي دي ( واتقوا الله الذي تساءلون به والأرحام إن الله كان عليكم رقيباً) وويريږئ له هغه الله څخه چې سوال كوي تاسې يو تر بله په نامه د ده ، او وویریږئ له پریکولو د خپلوۍ څخه ، يقيناً الله تعالى تاسو څاري .  او دا هغه مناسب فرصت دی تر څو د هغو يتيمانو سرونه ښكلې كړئ چې ميني او محبت ته تږي دي , پدې ورځ كې د هغه  پاك  زړونو خاوندانو انسانانو لاسونه د دوي سرونو ته د ښكل كول لپاره خامخا وږديږي .
په اختر كې مسلمانان خپل بيوزله ورونه په خپله خوشحالۍ كى ګډوي تر څو د لږ وخت لپاره دوي له غمجن حالت څخه لري وساتي او د ژوندانه كړاو ورڅخه هير كړي .
ورونو ! عيد د رحمت , خوشحالي ,  سوكالي او سرور موسم دي , او هغه خلكو ته د خوشحالۍ ورګرځول دي چى خوشحالي له دوي څخه ديوى اوږدى مودى څخه بيله شوي وي اوګواكى بيرته دوي ته دورګرځيدو اراده  ونلري , همدارنګه سرور هم دوي ته شا اړولي وي خو د عيد په راتلو دوي ته خوشحالي او سرور د عقيدى او ايمان د ورورولي په چاپيريال كى بيرته ورګرځي .
د عيد په راتګ سره انسان ته د ژوندانه له كړاو څخه چې د ژوند په اوږدو كې ورسره لاس اوګريوان وي او ورسره ستومانه وي د استراحت او دمه فرصت پيدا كيږي  , په عيد كې هغه كشمكش چې د دنيوي او مادي لاسته راوړنو لپاره روان وي په كرار شي  .
سره لدې چې اختر د خپلوانو او دوستانو تر منځ د راشه درشى فرصت وي خو په عين وخت كې د هغو خلكو سره د ناستي پاستي فرصت هم برابروي چې سړي ورسره كوم نسبي او د خپلوي تړاو نلري , دا دنفسونود پاكې ورځې دي او د خوښۍ او ميني او محبت او ورورولۍ ورځې دي .
اختر د اسلامي وحدت او يووالۍ ورځ ده , اختر هغه اسلامي جشن دي چې ټول اسلامي نړۍ پدي ورځ د يوالي احساس كوي سره لدې چې په مختلفو ژبو خبري كوي او په بيلو هيوادونو كى اوسيږي , دا اختر هرهغه ځای ته د خوښۍ او سوكالۍ پيغام وړي  په كوم ځای كې چې د الله تعالى نوم ياديږي , هوكى دا د مغفرت او اطاعت لپاره ګډ فرصت دی , نو زيان او خساره ده هغه چا لره چې دا فرصت په ګناهونو فاسدوي , او صفا اوښكلا يى د الله تعالى څخه په سركشي باندې بدرنګه كوي , نو پدي عيد كې د حيواني اوشهواني غرايزو په اساس جشنونه مه جوړوي , او د هغو نيكيوساتنه وكړي چې له عيد څخه وړاندي مو په لاس راوړي دي , له حماقت څخه لرې نده چې څوك د خپل نفس د غوښتنو تر اثر لاندي شي او دا ګمان وكړي چې ګواكى عيد ده لره د فسق او ګڼاه  ډګر دی  , الله تعالى مو دي شيطان له شر څخه وژغوري  او د ده تعالى په اطاعت او عبادت باندى دي صبر او استقامت  را په برخه كړي .

    د ټولواختر دې مبارك وي

اسلام، سوله او نړيواله ورورولي:

اسلام، سوله او نړيواله ورورولي:

اسلام د سولې او ورورولۍ دين دی، لکه څنګه چې یې له نومه ښکاري، اسلام له سلامتيا او امن څخه اخيستل شوی او هر مسلمان چې له بل مسلمان سره ويني، هغه باید د خبرو کولو دمخه پر خپل مسلمان ورور سلام واچوي او هغه ته ووايي زما له خوا په امن کې ياست او سلامتيا دې وي پر تا

سوله انسانانو ته ارامي وربښي او سوله ده، چې له زړونو وېره، ډار، کرکه، نهيلي او نور شيان لرې کوي. سوله جګړه ايز حالت ته د پای ټکی ږدي، د رخې ځای مينې ته پرېږدي او انسانانو ته د پرمختګ لاره اواروي

.اسلام تل مسلمانانو ته د سولې د خپرولو او پياده کولو لارښوونه کوي او دوی ته وايي، چې خپل بل مسلمان ورور سره تل نيکي کوﺉ او تل په خپلو کارونو کې حوصله کوﺉ، دروغ مه وايی، خيانت مه کوﺉ، داړه ماري مه کوﺉ، مخدره او نشه يي توکي مه کاروﺉ او …. ځکه چې دا ټول د سولې ټيکاو ته زيان رسوي

.براء بن عازب وايي: موږ ته نبي كريم (ص) د اوو څيزونو په كولو سره امرى كړى دى، هغه د ناروغ پوښتنه، د مسلمان په جنازه كې ګډون او د هغې بدرګه كول، د پرنجېدونكي لپاره (يرحمك الله) ويل، د كمزوري مرسته كول، دمظلوم مټ پياوړي كول، د سلام اچول او د وېشونكي بښل دي

.کله مې چې د سولې په اړه د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د انټرنټ پاڼې کتلې، نو په يوې ليکنې مخ شوم، چې په هغې ليکنې کې يې د سلام په اړه داسې ليکلي و

:

د السلام عليكم په هكله د سعودي عرب يو عالم (سلمان العوده) وايي، چې سلام څلور ماناګانې لري

:

۱چا چې سلام درکړ، نو پوهه شه، چې هغه د الله نوم تاسې ته ډالۍ كړ، ځكه سلام د الله نوم دى. مانا يي داده، چې ته د الله په ساتنه، رحمت او بركت كې نغښتل شوى يې

.

۲–  سلام د سلامتيا په مانا: يانې تاسې دې له آفتونو، نارغيو څخه سلامت وئ، ستاسې، دين، آبرو او عزت دې الله تل په امان كې لري

.

۳سلام يانې امن او امان: څوك چې سلام درته واچوي، د خپل ځان له لوري درته امن اعلانوي، يانې زما لخوا په امن او امان كې ياست، زما لخوا مه وېرېږه، مه په اندېښنه كې كېږه او ډاډه اوسه، چې په ځواب كې بل مسلمان هم دا ځواب وركوي

۴سلام د پاكوالي، سوچه والي او ستره والي په مانا دى: يانې چا چې سلام در کړ پوهه شه، چې پدې سلام سره د ورورۍ نوې ژمنه تازه شوه، د وفادارۍ، مينې او محبت دروازې پرانېستل شوې

.

تاسې ګورﺉ، چې د اسلام پيل او پای ټول په سوله کې نغښتی دی، هر وخت د يو انسان سلامتيا غواړي او په امن او مان کې یې غواړي له هرې بلا څخه يې خوندي غواړي، نو د دې په پار تر ټولو غوره دين او د سولې دين اسلام دی

.

 هر شی، چې د سولې پر ضد وي هغه اسلام منع کړي؛ لکه: دروغ ويل، ژمنه ماتول، فساد خپرول او داسې نورې ناوړې کړنې چې د سولې حالت ته زيان رسوي، هغه ټولې اسلام منعه کړي او د هغوی د ترسره کوونکو ته یې سزا ټاکلې، چې مخنيوی يې وشي

.

لکه څنګه، چې مخکې مو هم وويل، اسلام ټول د سولې پيغام لري او تل يې په سوله امر کړی دی، دلته به د حديبې د سولې نوم راواخلو، چې د هجرت په شپږم کال  حضرت محمد (ص) له ډېرو صحابه و کرامو سره مکې ته د حج په نيت روان شو، دوی لا په لاره ول، چې د مکې کفارو ته خبر ورسېد، چې حضرت محمد (ص) له ډېرو صحابه و سره د مکې په لوري را راون دی، دوی ډېر وارخطا شول او کله چې يې خبر ترلاسه کړل، چې له دوی سره وسله نشته، نو نور هم د وارخطايي لړزانده څپه ورباندې زوروره شوه، کله چې مسلمانان د حديبې په نامه سيمې ته راورسېدل، هلته تم شول، قريش يې مخې ته راغلل او ورنه یې وپوښتل، چې څه خبره ده، مسلمانانو په ډېره سړه سينه ورته وویل، موږ جګړې ته نه؛ بلکې حج ترسره کولو ته راغلي يو، خو قريشو په کې ډول – ډول خبرې راپيدا کړې، چې له ډېرو خبرو وروسته د قريشو او مسلمانانو ترمنځ د سولې يو تړون چې د حديبې تړون په نامه ياديږي لاسليک شو، که د دې تړون معاهدو ته وکتل شي، په ښکاره په کې د مسلمانانو زيان و، خو په آر کې دا د مسلمانانو لپاره ستری بری و، په دې پار ډېری صحابه کرام خپه غوندې شول، چې ورپسې د خدی (ج) له لوري دا آيت شريف نازل شو

:

ان فتحنا لك فتحا مبينا

 

(بيشكه موږ بريا در په برخه کړه تاسې ته او ښکاره بريا مو در په برخه کړه

)

تاسې ګورﺉ، اسلام موږ تل سولې ته هڅوي او موږ ته امر کوي، چې د سولې له لارې خپلې ټولې ستونزې حل کړو، د قران کريم د  يوه بل آيت شريف مفهوم داسې دی، چې تاسې د شخړه کوونکو ډلو ترمنځ سوله وکړﺉ

.

په قران کريم ډېر ځايه داسې آيتونه دي، چې د سولې په اړه يې موږ ته لارښوونه کړې، له هغو څخه يو دا آيت شريف هم دا دی: (والصلح خير) (سوله غوره ده

)

ګورﺉ، دلته يې داسې یو شی د سولې لپاره معيار نه دی ګرځولی، بلکې ويلې يې دي، چې سوله غوره ده، يانې تر بل هرڅه غوره ده، نو موږ بايد د اسلام د سپېڅلي دين په رڼا کې يون وکړو او خپلې ټولې کړنې د اسلامي لارښوونو سره سمې کړو، ترڅو په نړۍ او يا هم لږ تر لږه په اسلامي نړۍ کې سوله راشي او د نړيوالې ورورولۍ لپاره دريڅې پرانيستل شي

.

اسلام تل په ورورولۍ امر کړی دی او موږ يې هڅولي يو، چې له يو او بل سره د يوه ورور په څېر ژوند وکړو، اسلام يوازې زده کړه نه راکوي؛ بلکې په عمل کولو يې هم موږ ته امر کوي، ګورﺉ، چې اسلام د نړيوالې ورورولۍ لپاره موږ ته څومره بېلګې وړاندې کړي دي، د هغو له ډلې څخه يو هم حج کول دي، تاسې هر کال وينی، چې 2500000 (پنځه ويشت لکه ډېر او لږ) مسلمانان د حج کولو لپاره يوه ځای ته درومي او هلته ټول هغه که بډای، امير، واکمن، زورواک، مسکين، کمزوری، مشر، کشر، نارينه او يا ښځينه وي، يو رنګه سپينې جامې اغوندي او په يوه لوري حرکت کوي، دا موږ ته د نړيوالې ورورلۍ ستر درس راکوي، بايد موږ له دغو بېلګو څخه پند واخلو او د خپل سپېڅلي دين په رڼا کې د خپل ژوندانه ټولې چارې سمبالې کړو

.

اسلام ټول د سولې او ورورولۍ دين دی، بله ستره نښه يې داده، چې اسلام ټولو خلکو ته د عبادت کولو لپاره يو لوری ټاکلی دی، هغه کعبه شريفه ده، که تور وي، که سپين وي، يانې هر انسان ته يې د عبادت کولو لپاره يو لوری ټاکلی دی، چې له اوسني ساينس نه ډېر پخوا خدای (ج) د نړۍ منځی (مرکز) همدا ځای ښودلی و، چې بیا وروسته د نړۍ له پرمختګ سره ساينس پوهانو که هر څه وکړل د نړۍ منځی (مرکز) يې بدل نه شو کړای؛ بیا هم کعبه شريفه د نړۍ زړه وګرځېده او ټول مسلمانان بايد دغه لوري ته عبادت وکړي، چې پخپله يو لوری ټاکل د سولې او ورورولۍ له بنسټونو څخه شمېرل کيږي

.

په ټوله نړۍ کې، چې څومره انسانان ژوند کوي، هغه ټول د آدم (ع) اولاده ده، الله (ج) فرمايي: تاسې مې په خپلو منځونو کې د دې لپاره په قومونو او قبيلو وېشلي ياست، چې يو بل سره وپېژنی، دا وېش د پېژندنې په بنسټ شوی، نه د بېلوالي لپاره، دا تور، سپين، سور، غنمرنګ ټول د الله (ج) له لوري نښانې دي، نو د دې توپير پر بنسټ د کرکې هېڅ جواز نشته، یوازې او يوازې د پېژندنې لپاره دا ټولې نښې په انسانانو کې رامنځ ته شوي دي او لړاوی یې یوازې په تقوا او پرهېزګارۍ کې ده

.

په اسلام کې د ورورولۍ نه موخه يوازې دا نه ده، چې سړي په خپلو کې سره برابر دي، په دې ورورولۍ کې ښځې هم شاملې دي، له نړيوالۍ ورورولۍ نه موخه دا ده، چې د انسانانو ترمنځ د رنګ، نسل، ژبې او جنس په برخه کې توپير پيدا کول روا نه دي، ټول انسانان برابر دي، خو د ځينو جزيي توپيرونو سره، چې د نارينه او ښځينه و ترمنځ شته، لکه چې په يوه مبارک آيت کې راغلي دي

:

(الرجال قوامون علی النساء

)

ژباړه: نارينه وو ته مو پر ښځو د لوړوالي درجې ورکړي دي يا نارينه پر ښځو غښتلي دي

).

لکه څنګه چې نارينه ته جسماني ځواکمنتيا ډېره ورکړل شوې ده، نو له دې امله نارينه وو ته په ښځينه وو يو درجه غوره والی ورکړل شوی دی او په نر لازمه ده، چې د ښځې ساتنه وکړي، همدارنګه په بل ځای کې رسول (ص) فرمايي: په اولاد د مور حق د پلار په پرتله درې برابره ډېر دی، يانې که يې له 100 واخلو؛ نو 75 سلنه د مور او 25 سلنه د پلار شوې، په دې ځای کې بیا د ښځو درجه ډېره ده

.

څښتن تعالی (ج) د خپل رالېږل شوي کتاب په لومړي سورت (فاتحه) کې ټول شيان په ډاګه کړي دي، چې رب د عالميانو دی او داسې يې نه دي ويلي، چې رب د نارينه و دی، يا د ښځينه وو بلکې رب د عالميانو دی

.

حضرت محمد (ص) د ورورولۍ د ټينګښت لپاره فرمايي: ((کله، چې د لمانځه لپاره درېږو؛ نو اوږه له اوږې سره او پښه له پښې سره نږدې کړﺉ او سره ویې لګوﺉ

)).

بل ځای سنن ابو داود، کتاب الصلوآة کې د يو حديث مفهوم داسې دی، چې حضرت محمد (ص) وفرمايل: کله چې تاسې د لمانځه لپاره درېږﺉ؛ نو خپل صفونه سيده کړﺉ او اوږه له اوږې سره او پښه له پښې سره ولګوﺉ او د شيطان لپاره ځای مه پرېږدﺉ

)).

ستر لارښود محمد (ص) دلته د هغه شيطان يادونه کوي، چې د نسل پرستۍ شيطان دی، د رنګ، ذات، قوم او ژبې د تعصب شيطان دی، چې په خپلو صفونو کې یې له ځاېدو مخه ونيسی

.

اسلام په دې نړۍ کې د رښتينې نړېوالې ورورولۍ د ټينګېدو  لپاره يو بشپړ اخلاقي نظام دی، اسلام يو داسې اخلاقي قانون جوړ کړی او خپور کړی، چې د هغه په مرسته به په ټوله نړۍ کې د ورورولۍ ټينګېدا شونې وي

.

نو راځۍ، چې د سولې د ټينګښت لپاره د اسلام يانې قرآن په رسۍ خپلې منګولې خښې کړو؛ يانې د قرآن او د احاديثو په لارښوونه کې تګ وکړو او خپل ژوند ته د سولې ډيوه راولو

.

د تلپاتې سولې په هيله

 

 

هغه ٰمفتيانٰٰ چې سيده دوزخ ته ځي:

%d bloggers like this: