حکمتيار پاکستاني وسلوال وهڅول چې د پاکستان پر ځای افغانستان ازاد کړي

د افغان دولت د يوې مخالفې وسلوالې ډلې مشر ګلبدين حکمتيار د اختر په ورځ د جيو تلويزیون سليم صافي سره په مرکه کې وويل چې په پاکستان کې نه بلکه په افغانستان کې دی. نوموړي غوښتنه وکړه چې وسلوال دې په افغانستان کې د ده په وينا ((اصلي دښمن)) سره جهاد ته پام وکړي او له پاکستاني وسلوالو یې وغوښتل چې د افغانستان د ازادۍ لپاره جد و جهد وکړي.

نوموړي د سليم صافي د يوې پوښتنې په ځواب کې چې ((په پاکستان کې بعضې مجاهدين او طالبان د پاکستان د حکومت خلاف جنګېږي. او د دوی دليل هم دا دی چې که چېرته په افغانستان کې د امريکا د ملاتړي حامد کرزي خلاف جهاد فرض دی نو د امريکا د اتحادي اصف زرداري خلاف جهاد ولې فرض نه دی. په دې اړه ستاسو څه واياست دوی سم وايي که غلط؟)) وويل چې ((له ټولو مجاهدينو نه زما هيله دا ده چې خپله توجه اصلي دښمن باندې متمرکزه کړي. د مسلمان امت د برياليتوب او افغانستان د ازادۍ لپاره زموږ سره لاس یو کړي.))

حکمتيار لکه د طالبانو له پاکستاني وسلوالو غوښتنه وکړه چې د پاکستان پر ځای دې د افغانستان د ازادۍ لپاره هڅې وکړي. نوموړي وويل چې ((که موږ دلته کاميابي حاصله کړو نو د اسلامي امت نور مسايل او قضيې به يو په بلې پسې حل کېږي.)) خو ویې نه ويلې چې د نورې اسلامي نړۍ مسايل به څنګه د افغانستان په ((ازادۍ)) حل شي.

وخت ناوخته حکمتيار او طالبان دا ډول څرګندونې کوي چې په پاکستان کې وسلوال هڅوي چې په افغانستان کې بريدونه وکړي او پاکستان ارام پرېږدي. د ځينو په باور دوی دا کار د پاکستان د استخباراتو په غوښتنه کوي. د افغانستان د دولت يو چارواکي چې نه غواړي نوم یې ياد شي وايي چې د پاکستان استخبارات په دا ډول څرګندونو غواړي خلکو ته دا انګيرنه ورکړي چې جهاد يواځې په افغانستان کې دی او په پاکستان کې چې د امريکا ملاتړی او د افغانستان په نيولو کې یې ورسره حياتي رول لوبولی او اوس هم ورسره مرسته کوي، جهاد نشته.

حکمتيار د صافي سره په مرکه کې وويل چې (( پاکستاني مجاهدينو ته په کار دي هغه څه وکړي چې هغه د افغانستان د ازادۍ لپاره مهم وي. دا بايد په پام کې وساتو چې موږ د اشغالګرو ځواکونو خلاف جنګ کوو او د نيواکګرو خلاف جهاد فرض دی. که دې اشغالګرو د پاکستان او يا بل کوم اسلامي هېواد په خلاف حمله وکړه نو نه صرف پاکستاني ولس بلکه په نورو مسلمانانو هم د پاکستان مجاهدينو حمايت فرض وي.))

حکمتيار ونه ويل چې ايا پاکستان نيول شوی دی او که نه خو روښانه یې وويل چې افغانستان محکوم دی او ازادول یې په کار دي.

حکمتيار په مرکه کې پاکستان د اسلام فرعي دښمن وباله او زياته يې کړه چې (( اشغالګرو سره همکاري حرامه او د ايمان د تقاضا سره مخالف عمل دی. په دې کې شک نشته چې د اسلام خلاف د نورو سره لاس ورکونکي د دوی په صفونو کې شمارل کېږي خو اسلام موږ ته لارښونه کړې ده چې په اصلي او فرعي دښمن کې توپير وکړو، يو له بله یې بېل کړو. يو سره په يو ډول او بل سره په بل ډول مقابله وکړو.)) حکمتيار ونه ويل چې پاکستان سره دې څه ډول مقابله وشي خو زياته یې کړه چې (( اسلام موږ ته لارښونه کړې ده چې په دې مقابله کې هغو خلکو ته تاوان ونه رسوو چې په جګړه کې نېغ په نېغه برخه نه اخلي)).

داسې ښکاري چې د حکمتيار ټوله مرکه د دې لپاره شوې وه چې په پاکستان کې وسلوال وهڅوي چې په افغانستان کې ورانی وکړي او پاکستان په کراره پرېږدي. دا کار هغه وخت روښانه کېږي چې له دې پوښتنې وروسته سليم صافي له حکمتيار څخه پوښتنه کوي چې د پاکستان د حکومت خلاف د پاکستاني طالبانو جدوجهد ولې نه ملاتړ کوي، داسې ښکاري لکه سليم صافی چې د حکمتيار له ځوابه مخکې خبر وي، ځکه چې دا مرکه مخامخ نه بلکه د بل چا په واسطه د ويډيو له لارې شوې ده او هيڅ امکان نه لري چې سليم صافی دې د حکمتيار له مخکيني ځواب څخه خبر وي.

حکمتيار یې په ځواب کې تر ډېره بنګېدلی ځواب ورکړ او ويې ويل چې ((زه د امريکا اشغالګرو خلاف هر ډول ګام ملاتړ کوم. له تقرير، تحرير، او دعاګانو نيولې په کاروانونو د بريد پورې یې زه ملاتړ کوم)). دلته بيا حکمتيار د پاکستان خلاف د بريدونو ملاتړ ونه کړ بلکه دې ته یې اشاره وکړه چې له پاکستان څخه د بهرنيانو په تېرېدونکو کاروانونو دې بريدونه وکړي.

حکمتيار او طالبان هيڅکله هم د پاکستان او د دې هېواد د استخباراتو د اسلام خلاف د کړنو غندنه نه کوي بلکه تل یې کوښښ کړی دی چې پر ضد یې جګړه کونکي وسلوال وهڅوي چې په افغانستان کې د بهرنيانو او افغان دولت خلاف جګړه وکړي.

البته د سليم صافي سره مرکه یې ښکاره دليل دی چې په افغانستان کې جهاد غواړي خو د پاکستان په اړه تر ډېره بنګېدلی ځواب ورکوي او زړور پرې نه ورځي.

حکمتيار او ګوند یې (حزب اسلامي) د روسانو خلاف د جګړې په مهال د پاکستان د استخباراتو سره مهم همکاران او نږدې پاتې شوي و او مجاهدينو ته د مرستو ۶۰٪ به ورته ورکول کېدل. له دوی وروسته طالبان هم د پاکستان او استخباراتو له خوا یې په کلکه ملاتړ وشو او افغان دولت دعوه کوي چې پاکستان او استخبارات یې اوس هم په افغانستان کې طالبان او حکمتيار د خپلو ګټو لپاره کاروي.

جيو سره د ګلبدين حکمتيار مرکه:

Advertisements

له کابل میشت فرانسوي ژورنالیست «لوک» سره د حزب اسلامي افغانستان د امیر مرکه

 له کابل میشت فرانسوي ژورنالیست «لوک» سره د حزب اسلامي افغانستان د امیر مرکه

 Wednesday, 15.09.2010, 12:17pm (GMT

(یادوونه :  دغه مرکه چې د لیبراسیون د ورځپاڼې او د ار ایف اې د لمړې چینل سره شوې  په ۱۴ دسپتمبر د لیبراسیون  ورځپاڼې  خپره کړې ، چې یو شمیر افغانی  بریښناپاڼو په ناقصه توګه را خیستې  مونږ  خپل ولس  ته  ددې  مرکې  بشپړ متن     د همدې  درنو افغانی برییښنا پاڼو  په  واسطه  په ډیر درنښت سره وړاندې کوو : په مینه .)

۱-تاسو د تیر وري  په میاشت کې خپل یو پلاوی  له حامد کرزي سره د خبرو په موخه کابل ته واستوه، پر کوم بنسټ دا د مذاکراتو مناسب وخت بولئ؟

ځواب: موږ تل د بحران په سوله ييز حل ټينگار كړى، جگړي ته نورو اړ كړي يو، د روسانو د وتلو پر مهال هم موږ غوښتل چي قدرت يوه موقت حكومت ته ولېږدول شي، او بيا نوى حكومت د ملت رأيي ته د رجوع له لاري وټاكل شي، ملگرو ملتونو د نجيب په شمول زموږ له طرحي سره توافق وكړ، خو كي جي بي، سي آى اې او د دوى سيمه ايزو ملگرو دا پروسه تخريب كړه، ايران تر ټولو زيات مضر دريځ غوره كړ، شمالي ائتلاف د مسكو او واشنگټن په وينا او د ايران په وساطت جوړ شو، او د روسي فوځونو نيمگړي جنگي مأموريت دغي ډلي ته وسپارل شو، اوس مو د صلحي هڅي هغه مهال پيل كړې چي د اوباما په شمول ځينو غربي مشرانو په لومړي ځل له افغانستانه د خپلو فوځونو د ايستلو په اړه اظهارات پيل كړل، وئې ويل چي د افغانستان بحران نظامي حل نه لري او په جگړي سره د رژيم مخالفينو ته ماتې نشي وركولى. نو ځكه مو يوه جامع، عملي او معقوله طرحه وړاندي كړه، په دې موخه چي د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته هغه څه بيا تكرار نشي چي د روسي فوځونو له وتلو وروسته وشول، غوښتل مو ټول افغان لوري په دې توافق وكړي چي جگړه به د تل لپاره پاى ته رسوي، له دې وروسته به اقتدار ته د رسېدو لپاره نه وسله كاروي، نه به په بهرنيو ځواكونو تكيه كوي، نه به د بهرنيو  د وسلو او پيسو په زور قدرت ته د رسېدو هڅه كوي، نه به د خپل رقيب د ځپلو او حذفولو لپاره ناروا توطئو ته لاس كوي.

 

۲-څه فکر کوئ، موافقه به کله وشي؟ 

ځواب: د ټولو لوريو تر منځ يو عملي توافق هغه مهال ممكن دئ چي بهرني ځواكونو وتلو ته چمتو شي، معقول او د منلو وړ مهال ويش اعلان كړي، د كابل حكومت ته په دې اړه لازم او ضروري واك وركړي، اوس د كابل حكومت بې واكه دئ، نه ئې بهرني ځواكونه غوښتنو ته غوږ دي، نه افغان ولس پرې اعتماد لري او نه ئې مجاهدين د دې وړ گڼي چي د بحران د حل په اړه خبرو ته ورسره كښېني.

۳-آیا د بهرنیو ځواکونو شتون د جګړې د پای ته رسیدو په لار کې ستر خنډ دی؟                                                     

د بهرنيو ځواكونو شتون د جنگ د دوام اساسي عامل دئ، د دوى له وتلو پرته جگړه پاى ته نشي رسېدى، څوك چي په افغانستان او دې سيمي كي د جگړو پاى غواړي؛ بايد له څو خبرو سره توافق وكړي: بهرني ځواكونه دي له افغانستانه ووځي، د افغانستان په كورنيو چارو كي دي د بهرنيو؛ په ځانگړې توگه زموږ د گاونډيو او د روسيې، امريكا او هند په شمول د هغو ځواكونو لاسوهني متوقف شي چي دا بحران د دوى د رقابتونو له امله راولاړ شوى، افغانانو ته دي دا حق وركړى شي چي د خپلي خوښي نظام جوړ كړي او د خپلي خوښي مشران غوره كړي، موږ چي د ميثاق په نامه كومه طرحه وړاندي كړې دا په سوله ييزه توگه د بحران د حل او د جگړي د پاى ته رسولو تر ټولو آسانه او عملي لار ده.

۴-د موافقې په صورت کې د ځان لپاره څه رول وینئ؟

ځواب: زه اوس يوازي د يوې خبري په اړه فكر كوم چي هغه زما د هيواد آزادي او خپلواكي ده، د بل څه په اړه نه فكر نه اندېښنه لرم، د ځان لپاره هيڅ څه نه غواړم، څه غواړم د خپل مظلوم ولس لپاره ئې غواړم، موږ په خپلي طرحي كي هم نه څه د ځان لپاره غوښتي او نه د حزب اسلامي لپاره، غواړو د هر حزب او شخص موقعيت د افغان ولس له لوري وټاكل شي، ټول دې ته رابلو چي د خپلي ډلي د مقام او موقعيت په اړه نه په خپله پرېكړه وكړي او نه له بهرنيو وغواړي چي په زړه پوري موقعيت ورته بيمه كړي.

 

۵-د بهرینو ځواکونو په موجودیت کې به د کرزي په حکومت کې ګډون ته غاړه کیږدئ؟

ځواب: د بهرنيو ځواكونو د شتون په صورت كي نه د كرزي په حكومت كي برخه اخلو او نه په بل لاس پوڅي او د پرديو تر سلطې لاندي حكومت كي. د اشغالگران په شتون كي له مقاومت نه پرته بله لار نه غوره كوو، وسله پر زمكه نه ږدو او له سنگرونو نه راكوزېږو.

 

۶-د امر الله صالح په شان زیات شمیر تاجک مشران او د محمد محقق په څېر هزاره مشران او یو شمیر ازبک مشران د کرزي له خوا  له وسله والو سره د مذاکراتو هڅه یوه لویه تیروتنه بولي، آیا ستاسو په نظر له وسله والو سره  جوړ جاړی د کورنۍ جګړې لامل کیدی شي؟ که داسې وي، مخنیوی یې څنګه ممکن دی؟

ځواب: دا بې بنسټه او د حقايقو خلاف ادعاء او وينا ده، دا د هغه چا ادعاء او وينا ده چي غواړي د افغانانو ملي وحدت له منځه يوسي او غيرپښتانه د پښتنو په ضد وجنگوي، د كابل په اوسني حكومت كي د غيرپښتنو ونډه دومره زياته ده چي د پښتنو ونډه ورسره مقايسه كېدى نشي، د بريتانيا د مخكني خارجه وزير د وينا له مخي د كابل امريكايي حكومت په فوځ، پوليس او نورو امنيتي ځواكونو كي د پښتنو ونډه 5% كي ده، دا په داسي حال كي چي د ملگرو ملتونو د يوې مخكنۍ احصايې له مخي د پښتنو تناسب 65% دئ.

موږ نه مخكي كورنۍ جگړه درلوده، نه ئې نن لرو او نه سبا، جگړي له بهر نه پر افغانانو تپل شوې دي، بهرنيو ځواكونو وړې ډلي او اقليتونه هڅولي او د نورو په ضد ئې جنگولي.

۷-څه به پیښ شي که تاسو پداسې حال کې له حامد کرزي سره توافق ته ورسیږئ چې طالبان لا خبرو ته  تیار شوي نه وي؟

 

ځواب: كه حزب اسلامي د بحران د حل په اړه له كومي طرحي سره توافق وكړي نو د مقاومت د ليكو اكثر جنگيالي به له دې طرحي سره توافق كوي، د ملت اكثريت به ئې ملا تړ كوي، پاتي محدودو كسانو ته به دا گرانه شي چي له دې طرحي سره تر اوږدې مودې مخالفت ته دوام وركړي.

 

۸-آیا له کرزي سره د ګډو مذاکراتو په موخه مو له طالبانو سره د تړون هڅه کړې؟

ځواب: هو؛ موږ مخكي هم خپله هڅه كړې، بيا به ئې هم كوو، غواړو د ټولو مجاهدينو دريځ توحيد شي، هم د مقاومت د څرنگوالي په ارتباط گډه دريځ ولري او هم د افغانستان د راتلونكي نظام په اړه. د ژغورني ملي ميثاق هم په همدې هيله او موخه وړاندي شو.

۹-له حامد کرزي سره مو مخامخ اړیکې شته؟

ځواب: موږ له كرزي يا بل لوري سره د بهرنيو په وساطت مذاكرات نه لرو، نه په داسي بالواسطه مذاكراتو باور لرو او نه ئې مفيد گڼو. زموږ هيئت كابل ته تللى وو او له ټولو لوريو سره ئې مخامخ او مستقيمي خبري كړې دي.

 

۱۰- آیا تاسو د پارلماني ټاکنو لپاره نوماندان لرئ؟

ځواب: حزب په رسمي توگه د اشغالگرو ځواكونو تر سلطې لاندي انتخابات رد كړي او په هغه كي برخه نه اخلي.

 

۱۱-له ملا عمر، سراج الدین حقاني یا یې پلار او القاعده سره ستاسې اړیکې څه ډول دي؟

 

ځواب: له دوى سره نه خاصي اړيكي لرو او نه كومه معاهده.

 

۱۲-که بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي، آیا تاسو دا تضمینولی شئ چې افغانستان به د القاعده لپاره په  خوندي اډه نه بدلیږي؟

 

ځواب: څوك چي وايي د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته به افغانستان د القاعده لپاره په خوندي مرز بدل شي دروغ وايي او خپل خلك غولوي، دا هسي د ناروا تېري د توجيه لپاره يوه غولوونكې پلمه او د حقيقت خلاف ادعاء ده، اوس نه په افغانستان كي د القاعده مركزونه شته او نه ئې سنگرونه او جنگيالي، غربيان په خپله اعتراف كوي چي په دې سيمي كي اوس د القاعده  د جنگياليو شمېر تر سلو كم دئ. آيا دا د منلو وړ خبره ده چي د سلو جنگياليو د وژلو او ځپلو لپاره يو سل پنځوس زره فوځ په پرمخ تللو وژونكو وسلو سمبال، د نهو كلونو لپاره په جنگ بوخت وي، خو له نهو كلونو وروسته هم وايي چي خپلو موخو ته نه يو رسېدلي، دا په داسي حال كي چي تر ننه ئې تر يو سل لس زره زيات بې گناه افغانان ووژل، هره ورځ پر كليو، بانډو، جوماتونو، مدرسو، ودونو او د غم او ښادۍ پر غونډو راكټي او بمونه وروي او مظلوم افغانان په خپلو وينو كي رغړوي، كه خبره يوازي دا وى چي په افغانستان كي به نه بهرني ځواكونه وي او نه بهرني جنگيالي او د دوى مركزونه، او له افغانستانه دي د غرب امنيت ته گواښونه متوجه نشي نو يقيناً چي مجاهدين داسي يوه ضمانت وركولو ته چمتو دي.  

 

۱۳-له هغه حزب اسلامي سره  مو اړیکې څه ډول دي چې همدا اوس په کابل کې دی؟

ځواب: حزب اسلامي يو دئ، تر مخكي زيات پياوړى، مضبوط او متحد، څوك چي د كابل له امريكايي ادارې سره يو ځاى شوي د گوتو په شمېر دي، حزب نه تمثيلوي او موقف ئې د حزب اسلامي د مرام، تگلاري او اصولو خلاف دئ، د حزب اصول هيڅ حزبي ته دا اجازه نه وركوي چي له يرغلگرو سره ملگرتيا وكړي او د پرديو تر سلطې لاندي حكومت كي برخه واخلي.  هيڅ مخلص او د حزب اصولو ته وفادار حزبي به په يوه غيراسلامي او په پرديو پوري تړلي حكومت كي برخه وانه خلي.

 

۱۴-له پاکستاني حکومت او آی اس آی سره څه ډول اړیکې لرئ؟

ځواب: د پاكستان حكومت او اړوند ادارې ئې، د فوځ او آى اس آى په شمول، د افغانستان په اړه د امريكايانو ملگرتيا او مرسته كوي، د واشنگټن دوستان ئې دوستان دي او دښمنان ئې دښمنان، ونډه ئې په دې جگړي كي دومره ده چي كه د پاكستان مرسته نه وى نو امريكايانو او ملگرو ئې نه كابل په دومره آسانۍ نيولى شو او نه تر ننه دلته پاتي كېدى شول، د ناټو د روان جنگ او د هغه د اكمال لوى پېټى د پاكستان پر اوږو دئ، او تاوان ئې تر هر چا زيات پاكستان ته رسېدلى. د امريكايانو يو لك پنځوس زره فوځ، او په لكونو څارگرو او استخباراتي پرسونل، په تېرو نهو كلونو كي، دومره مخالفين نه نيولي او نه وژلي دي چي پاكستان ورته نيولي يا وژلي دي. موږ له هغي ورځي نه چي روسي فوځونه له افغانستان ووتل او د نجيب حكومت نسكور شو، او اسلام آباد د افغانستان په ارتباط خپل سياست بدل كړ او همغه تگلاره ئې غوره كړه چي سپيني ماڼۍ ترې غوښتله، تر نن پوري د پاكستان د حكومت له هيڅ اړخ او ادارې سره هيڅ ارتباط نه لرو. پاكستان د سي آى اې په وينا زما خپلوان د ورور او زوم په شمول او د حزب غړي نيولي او دوى ته ئې لاس تړلي سپارلي، په وار وار ئې هغه مهاجرين ځورولي، د دوى كورونه ئې لټولي، ډېر ئې ترې نيولي او د اوږدې مودې لپاره ئې زنداني كړي چي له حزب سره تعلق دئ.     

 

۱۵-د ویکي لیکس ویبپاڼې له خوا خپاره شوي پټ اسناد وایي چې آی اس آی له هغو طالبانو سره پټه ناسته پاسته لري چې په افغانستان کې  پر بهرنیواو افغاني ځواکونو بریدونه کوي، آیا تاسو له طالبانو نه د پاکستاني استخباراتي ادارو  د ملاتړ  په اړه خبر لرئ؟

ځواب: ځينو حقايقو ته په پام سره د دې امكان ډېر بعيد معلومېږي چي طالبان به بيا هم پر پاكستان اعتماد وكړي، تاسو ته معلومه ده چي پاكستان د طالبانو په ضد د امريكا كلكه او مخلصانه ملگرتيا وكړه، د دې ملگرتيا په ترڅ كي د طالبانو حكومت نسكور شو او تر اوه سوه زيات طالبان په پاكستان كي ونيول شول او لاس تړلي سي آى اې ته تسليم شول، آيا كېدى شي طالبان ټول هغه څه هېر كړي چي اسلام آباد ورسره كړي او بيا هم اعتماد پرې وكړي؟      

  ۱۶-په سروبي او کاپیسا ولایت کې د فرانسوي ځواکونو د شتون په اړه څه فکر کوئ؟

ځواب: تاسو ته معلومه ده چي د روسي فوځونو په ضد د جهاد پر مهال دا سيمي د حزب اسلامي مضبوط سنگرونه ول، اوس هم په دې سيمي كي فرانسوي ځواكونه ج حزب اسلامي په ضد جنگېږي.

د سركوزي حكومت د سپيني ماڼۍ په وينا او د امريكايي واكمنو د خوشحالولو لپاره خپل فوځونه افغانستان ته راولېږل، فرانسې د عراق په اړه بېل او د افغانستان په اړه بېل سياست غوره كړ، هيڅوك نشي كولى دا متضاد سياستونه توجيه كړي؟ هيڅوك دا نشي ثابتولى چي له دې جگړي نه فرانسې او ولس ته ئې كومه گټه رسي، آيا دا صحيح ده چي فرانسوي فوځيان په داسي جگړي كي ښكېل وي چي مهار ئې د نورو په لاس كي دئ او گټه ئې نورو ته رسي. امريكايانو افغانستان د ايران او روسيې لپاره فتحه كړى، همغه جگړه پرمخ بيايي چي گټه ئې مسكو او تهران ته رسي، امريكايانو د افغانستان فوځ، پوليس او امنيتي ځواكونه له هغو ډلو جوړ كړي چي په تهران پوري تړلې دي، د كابل امريكايي نظام په سياسي او نظامي برخو كي اقتدار د همدغو ډلو په واك كي دئ، ناټو د ايران او روسيې لپاره هغه څه كوي چي دوى په ډېرو مصارفو ونشو كړى. 

 

۱۷-آیا ستاسو په فکر فرانسوي پوځ د پرمختګ په حال کې دی؟

ځواب: فرانسوي ځواكونه په بد حال كي دي، هره ورځ تر بريدونو لاندي راځي، د پرمختگ تصور هم نشي كولى، فرانسوي سرتېري ستړي، ستومانه او بې روحيې دي، نه پوهېږي د څه لپاره او ولي جنگېږي او د چا په ضد جنگېږي؟ ولي پر كليو او بې گناه كليوالو يرغلونو ته لېږل كېږي. 

 

۱۸-د ۲۰۰۸ م کال د اګست په اتلسمه نیټه د اوزبین په دره کې د فرانسوي ځواکونو په خلاف جګړه کې د حزب اسلامي د مجاهدینو ټاکلی رول څه و؟

ځواب: هغه عمليات د فرانسوي ځواكونو له لوري د حزب اسلامي د يوه معروف قومندان په ضد پيل شوي وو، خو ناڅاپي د مجاهدينو له كلك او متقابل بريد سره مخامخ شول او درانه تلفات ورواوښتل، اوزبين د حزب اسلامي يو مضبوط سنگر دئ، روسانو ته هم په دې سيمي كي ډېر تلفات اوښتي وو.

 

۱۹-آیا تاسو تیار یئ تر خپل واک لاندې سیمو کې افغاني او بهرنیو غیر حکومتي مؤسساتو ته د فعالیت اجازه ورکړئ؟

ځواب: زه په افغانستان كي داسي NGO نه پېژنم چي هغه دي په واقعي معنى خپلواكه او آزاده مؤسسه وي او په استخباراتي كړيو پوري دي تړلې نه وي. كه داسي NGO وي نو يقيناً چي موږ د فعاليت اجازه وركړو.

۲۰-څو میاشتې وړاندې په بغلان او ورپسې دې نژدې موده کې په وردګو ولایت کې د طالبانو او حزب اسلامي تر مینځ جګړې وشوې، خبره څه وه؟

ځواب: د طالبانو ځيني مخلص مجاهدين دي چي موږ هيڅ ستونزه ورسره نه لرو، موږ هغوى ته د وروڼو په سترگه گورو او هغوى موږ ته، ځيني ئې هغه دي چي د امريكايانو په وينا له دوى سره يو ځاى شوي ول چي اوس بېرته ترې بېل شوي او د امريكايانو په څنگ كي ودرېدلي، دوى مخكي هم طالبان د حزب په ضد جنگ ته وهڅول او پاتي شوني ئې اوس هم دا هڅه كوي چي طالبان د حزب په ضد وجنگوي. ځيني ئې داسي دي چي د غلطو موخو لپاره د طالبانو په څنگ كي ودرېدلي او داسي كارونه كوي چي هم د اسلام نوم بدوي، هم د طالبانو او هم د مجاهدينو. په جوماتونو او د خلكو د گڼي گوڼي په ځايونو كي چاودني، د ملا، مكتبي، مامور، ډاكټر، معلم، او نورو غير محاربو وگړو وژل، يا د دښمن د استخباراتي كړيو كار دئ يا د دغو نفوذي عناصرو، متأسفانه نږدې يو كال كېږي چي د طالبانو دغو مشبوه كړيو، د هغو بهرنيو لوريو په وينا چي تر دې د مخه ئې طالبان له حزب سره جنگولي وو، د حزب په خلاف د جگړو پرېكړه كړې، خپله پرېكړه ئې د يوې اعلاميې په ترڅ كي اعلان كړه، په ځينو سيمو كي وړې وړې نښتي هم رامنځته شوې دي، چي د بغلان او نرخ پېښي ئې دوې بېلگي دي. خو موږ نه غواړو له كومي افغاني ډلي سره په نښتو كي ښكېل شو.

 

۲۱-دیرش کاله وشول چې تاسو دجګړې په ډګر کې یاست، آیا کله مو له جګړې نه د ستړیا احساس کړی؟

ځواب: تر څو چي زما هيواد او زما ولس جهاد ته ضرورت لري نو إن شاء الله ما به په سنگر كي مومي، اميد دئ چي نه د ستړيا احساس وكړم او نه د يأس. اوږده مبارزه او سخت حالات ځيني روزي او د ستونزو د تحمل او زغم استعداد ته ئې وده او مضبوطيا وركوي او ځيني له يأس سره مخامخ كوي او د هغوى تحمل او زغم ځپي، الحمد لله چي زه په لومړۍ ډلي كي يم، د خپلي مبارزې په تېرو دوه څلوېښت كلونو كي مي هيڅكله د ضعف او يأس احساس نه دئ كړى، پر هغه الله تعالى مي پوخ او بشپړ باور دئ چي دا خور او پراخ عالم ئې پيدا كړى او هر څه ئې د هغه په واك كي دي، شپه او ورځ د هغه په اراده ځي او راځي او د مرگ او ژوند پرېكړي د هغه له لوري كېږي. دغه ايمان او باور زه له يأس نه خوندي ساتلى يم.

د دې مركې په پاى كي د هغو هېوادو مشرانو ته څو پيغامونه لرم چي خپل فوځونه ئې افغانستان ته رالېږلي، د افغان ولس په استازيتوب ورته وايم:

  • ·            كه له افغانستان نه د باعزته وتلو لار لټوئ موږ مو مرسته كولى شو خو كه د جنگ په دوام ټينگار كوئ نو پوه شئ چي زموږ حوصلې اوچتي دي، په جنگونو او د مصيبتونو په گاللو كي پاخه شوي يو او اوږده جنگ ته چمتو يو، ښه پوه شئ چي له وتلو پرته بله د حل لار نشئ موندلى.

  • ·            كوم حكومت چي تاسو په كابل كي جوړ كړى د غلو، جنگي جنايتكارانو، مفسدينو، ملي خائنانو او وطن پلورونكو اډه ده، په فساد او اختلاس كي تر ستوني غرق دي، ملت ترې كركه لري، د هېواد له ادارې عاجز دئ، كه نن تاسو ووځئ سبا به دا حكومت نسكورېږي.

  • ·            له دې جگړي نه كه هر څومره اوږده شي، او حتى ستاسو په زعم بريا هم ترلاسه كړئ؛ چي محال ده، امريكا او امريكايانو ته به ئې هيڅ گټه ونه رسېږي. د دې جگړي گټه يا د وسلو جوړولو كمپنيو ته رسېږي، يا هغو جنرالانو ته چي د نظامي بودجې لويه برخه د دوى او د دوى د غلو افغاني ملگرو په جيبونو كي لوېږي، يا روسيې او ايران ته، د جگړي قربانيان يا مظلوم افغانان دي يا هغه امريكايان چي د مور او پلار له رضايت نه پرته په يوه نامقدس جنگ كي د مرگ كومي ته لېږل كېږي. تاسو افغانستان د مسكو او تهران لپاره فتحه كړى، نن د كابل حكومت د مسكو او ايران پلوه ډلو په لاس كي دئ.

  • ·            د كندز ، شينډنډ، كندهار، هيلمند، ننگرهار، پكتيا، پكتيكا، خوست، غزنى او د افغانستان د گوټ گوټ عام وژني او پر كورونو د ډرون جهازونو په راكټي بريدونو كي د ماشومانو، ښځو او بوډاگانو وژل به د تل لپاره ستاسو او ستاسو د ديموكراسۍ پر تندي تور داغ وي، ستاسو دا جنايت به د تل لپاره پټ نه پاته كېږي چي په دې بريدونو كي تاسو نيم غني شوي يورانيم كارولي، په دې خبري به ډېر ژر ستاسو جنرالان په خپله خوله اعتراف كوي او نړى وال به پرتاسو لعنت وايي.

  • ·            ووايئ: پر كليو، بانډو، جوماتونو او مدرسو خپل بريدونه څنگه او په كوم منطق سره توجيه كوئ؟ آيا تر دې د ستر، قبيح او وحشيانه جنايت تصور كېدى شي؟ ټول پوهېږي چي په جوماتونو، زيارتونو، ښارونو او د خلكو د گڼه گوڼي په ځايونو كي چاوندي، د راكټي حملو په څېر، ستاسو او ستاسو د جاسوسي كړيو كار دئ، تر څو له دې پېښو نه د مجاهدينو په ضد تبليغاتى استفاده وكړئ، هيڅ مؤمن مجاهد به په داسي جنايت لاس پوري نه كړي او مسئوليت به ئې ونه مني.

 

بريالي او سرلوړي دي وي مجاهدين

مړه دي وي جاني اشغالگران

والسلام على من اتبع الهدى

 

حكمتيار

افغانستان

اسد 1389

%d bloggers like this: