اجمل خان خټک

موږ يو ملت يو، افغان ملت يو، ټول افغانان يو، يو مو كور دى، يوه مو خاوره ده، يو مو وطن دى، يوه مو وينه ده، يوه مو مينه ده او يوه مو ورورولي ده. د دې دواړو تر منځ به فرق راولو. يانې د پارټۍ (ګوند- حزب) او ملت، كور، خاورې، وطن تر منځ. فرض كړه كه افغانستان باندې پېرنګى راغلى نو په ټولو راغلى و. كه امريكا موږ وهي نو موږ ټول وهي، نو زه وايم چې موږ د كور او ورور غم وكړو او په كور او ورور كې دې ته نه ګورو چې دا تور دى كه سپين. ګوته چا ته نه نيسو، تر دې پورې چې د ده ژبه كومه ده. اوس موږ په افغانستان كې د زرګونو كالونو راهيسي په يوه كور كې اوسېدلي يوو، دا خلكو خو په يوه پښتون كې فلانى او فلانى يادوي، چې دا د كندهار دى، دا د ننګرهار دى او دا وردګ دى، دا ملا دى دا طالب دى او دا عالم دى. زه وايم چې دا هزاره شول، دا اوزبك شول، تاجك شول، بدخشي شول دا ټول زموږ په دې وطن كې د زرګونو كلونو راهيسي د وروڼو غوندې اوسېدلي دي، برخورداره چې زه به په دوره لاړم نو په سكول او مكتب كې به هلكانو په پښتو كې ترانه راته ويله، په پښتو كې به يې ستړي مشي كولې. ما به كوشش كولو چې د هغوى په خپله ژبه كې خبرې وكړم. خو ما پاړسي خبرې نه شوې كولى اوما به چې چا سره خبرې كولې، هغوى به پښتو راسره ويله. ځكه دا د ورورولۍ خبره ده. نو موږ افغانان خپلې ستونزې او مشكلات په ورورولۍ اوارولى شو. كه دا ورورولي او دا افغان ملت جوړ نه شي هېڅ يو قوم او قبيله د وهلو څخه بچ كېدلى نه شي. بيا هر يو وهل كېږي. ځكه، هغه پاړسي كې وايي: قطره درياست اگر با درياست.

نو كه موږ افغانان سره يو نه شو، تباه كېږو، ورك كېږو. جنګ جګړو باندې څه نه كېږي، ځكه موږ وازمايل، څه مو وكړل؟ افغانستان مو وران كړ نور مو هېڅ و نه كړل.

كه لږ مخكې لاړ شو، او وپوښتم چې افغانستان ته د روسانو راتلل تاسې څنګه ګڼئ؟

هغه د روسانو راتلل نه وو، هغه د روسانو يرغل و. هغه يرغل چې د افغانستان د بدبختيو كلي او كونجي وه يانې دا يرغل د افغانستان د بدبختيو اغاز و. او هغه د افغانستان دننه د هغوى ملګري چې وو د هغوى همخيالي وه او د شوروي اتحاد د مشرانو عجلت او تيزي او ناپوهي وه. سازش يې وكړ او افغانستان يې راته تباه كړ. خداى يې دې تباه كړي.

نو تاسې بيا د دغه يرغل پر وخت په كابل كې وئ، نو چې ورسره مخالف وئ بيا ولې هلته ورسره پاتې شوئ؟

موږ څه كړي واى؟ موږ خو لاړو د دې ځاى غمونه مو هلته وړي وو. چې هلته به د افغانستان د ورور سره او د هغه ورور په وجه به له نورې دنيا سره رابطې پيدا كړو او له دې غمونو څخه به خلاص شو. نو هلته په دې بلا واوړېدو، د روسانو او انقلاب بلا يادوم. نو څه مو كړى واى؟ دلته مو دښمني وه، نو چې راتلى نو افغانستان ته مو هم خير نه جوړېدو، بيا به د پاكستان واكمنو ويل چې دا افغانستان موږ ته راولېږل. نو يوه لويه لانجه يې جوړوله. هلته كه پاتې كېدى او د هغوى مخالفت مو كولى، څرګند ودرېدى او ورته ويلي مو وى چې دا ته غلطه كوې، په دې باندې بيا كور ورانېدو، چې هسې وران دى. موږ به نه يو پوه، زموږ په اوږه به بل چا ټوپك ايښي وي زما په ورور او په ما به يې ډز كړى. نو هلته موږ خاموشي اختيار كړه، البته دا خاموشي د خلكو مخكې وه. هسې خو موږ ډېر كوششونه وكړل چې هغوى په دې خبره پوى كړو. له تره كي صيب نه واخلي تر ډاكټر نجيب الله پورې ټولو ما ته د مشر په حيثيت كتل. ما ټولو ته سپينې خبرې كړي، واضحه خبرې مې كړي دي، تر دې چې مخالفت مې كړى دى او د هغه مخالفت په وجه هغوى زه ښه نه ګڼلم. خو موږ هلته د يو چا د نماينده په حيثيت، د يوه قوت په حيثيت نه وو ناست. موږ په خپله طريقه ورته خبره كوله چې په خپلو كې جنګ ښه نه دى. خو هغه دومره لويه بلا راغلي وه چې زموږ خبرو ته چا نه كتل، نه يې د باچا خان خبرو ته كتل او نه يې زما خبرو ته. هغوى خو ويل چې بس اوس موږ راغلو، افغانستان مو ونيولو، قبايل به خپل كړو او هندوستان پورې به ورسېږو. داسې نشه يې په مغزو كې خلكو ته اچولې وه. هغوى د چا خبره چېرته اورېدله! د باچا خان غوندې بابا يې نه اورېدو نه نور به يې چېرته اورېدلى واى. ټولو به ما ته په خپل ژوند چې دا ټول وو، ما ته يې استاد ويلى دى، پلار يې راته ويلى دى تره يې راته ويلى دى خو له دې ټولو سره بيا زه د هغوى په سترګو بد لګېدم.

نو ستاسې داسې يوه خبره ياد ده چې هغه مو تره كي، امين او نورو ته كړي وي؟

هغه خو د باچا خان هغه خبره وه چې هغه تره كي صيب ته وويل، او دا ټول خلك يې راجمع كړل، هغه وخت كې دوى ټول يو وو، نو باچا خان ورته وويل: ګورئ هر څه مو چې وكړل- هغه مو وكړل، اوس دې خلكو ته لاړ شئ، له خلكو سره ظلم مه كوئ، چې خلك درسره نه وي، او د خلكو ملاتړ نه وي، نو هېڅكله به كامياب نه شئ. خو هغوى په خپل خره سپارو وو، چېرته يې زموږ خبره اورېده. موږ ډېرې خبرې كړي خو يوه يې هم نه ده منلې. پاچا خان

Advertisements

سوله

ولې یوشمېرخلک له سولې وېرېږي؟

 په دې ورستيوكې په ملي اونړيوالوخبري رسنيوكې په افغانستان كې دسولې په هكله ګڼې ليكنې خپريږي اوپه ډيرى هغوكې خوداسې هم ليدل كيږي چې په هيوادكې دسولې په هكله پلوى ډيرشويدى ، خوپه ځينونوروكې داسې ليكنې ترسترګوكيږي چې ليكوالان يې په افغانستان كې ددولت اودهغه دوسله وال اپوزيسون ترمنځ دراتلونكې احتمالي سولې څخه سخته ويره لري اوتل داسې څه خپروي چې له آره له سولې سره په ټكركې وي ، ډيرى خويې لادغې سولې ته قومي رنګ هم وركوي چې زماپه آنددايې ترټولوبده چاره ده زماپه آندتراوسه خولاپه جګړه كې ښكيلې خواوې دهغې په اړه پخپلوشرطونوولاړې دي اوكه ورڅخه تيرهم شي نوداخولاسمه نده معلومه چې دهغې پايلې به په افغان جګړه كې دښكيلولوريوڅخه دكوم يوه په ګټه وي …….. ؟

 

خويوشى چې ټولوته معلومه ده اوپدې هكله ټول يوشان نظرلري ، هغه داده چې سوله په يوه هيوادكې دجنګ جګړودپايته رسيدولپاره يوه معقوله اوسمه لاره ده چې زماپه آند دافورمول په افغانستان كې دټولوافغانانواوپه ځانګړې توګه دهيواددهغوسيموداستوګنولپاره دمنلووړدى كوم چې همدااوس دجګړې له مستقيم ګواښ سره مخامخ دي ، ځكه په هغوسيموكې نږدې هره ورځ ګڼې ميندې اوپلرونه خپل اولادونه له لاسه وركوي ، زيات شميرښځې دخپلوميړونوپه ويراوښكې تويوي اوترټولوبده خويې لاداچې هلته ددغې كورورانې لعنتي جګړې داغيزوله كبله آن دناوي اوزوم ژوندهم خوندي ندى ، هلته هره ورځ انسانان په وينوكې لمبيږي اوپدې هم نه پوهيږي چې ددوى دغه ناورين به تركومه دوام كوي . په هرصورت ددې لپاره چې خبره راڅخه اوږده نشي ، راځم خپل اصل مطلب ته اوهغه داچې : زه چې كله سهاروختي دكارځاى ته ځم نودخپل ورځني عادت له مخې په كابل ښاركې چاپيدونكې ځينې ورځپاڼې رانيسم ترڅوپه هغوكې دهيواددجاري حالاتوپه اړه خپاره شوي معلومات ترلاسه كړم خوله بده مرغه داڅوورځې كيږي چې له هغوڅخه دملي آرمان په نوم په يوې كې يې پرته لدې چې دهيواددجګړه ځپلوسيموداستوګنوورځني مجبوريتونه ، هلته دجګړې له دوام څخه هغوى ته ورپيښې ستونزې په پام كې ونيول شي ، په پرله پسې توګه په هيوادكې دسولې پرضدليكنې خپريږي ، زه نه پوهيږم چې په هغې كې ولې داسې ليكنې خپريږي ………. ؟

 

خويوڅه چې ماته جوت دي هغه داچې شته داسې خلك چې اوس هم له خپلوڅخه پرديوته لومړيتوب وركوي اونه غواړي چې له هيواده دجنګ ، جګړې ټغرټول شي ځكه كه داسې وشي ښايي هغوى خپلې هغه ګټې چې دجګړې په پايله كې يې لاسته راوړي ، له لاسه وركړي اوكه داسې نه وي نوزماپه آندسوله خودټولوانسانانوپه ګټه ده نولدې امله ټول انسانان اوپه ځانګړې توګه مسلمانان دلوى څښتن ددغه امرله مخې چې (( انماالمومنون اخوة فاصلحوابين اخويكم )) دمسلمانانوترمنځ خيروغواړي اودهغوترمنځ سوله وكړي . اوس پوښتنه داده چې دغه ښاغلي ولې په هيوادكې سوله نه غواړي …….. ؟ اوكه يې غواړي نوڅه ډول سوله ………. ؟ چې زه غواړم دغوپوښتنوته په لاندې ډول په لنډه توګه ځواب ووايم : زماپه آند اوس مهال په افغانستان كې درې ډلې خلك شتون لري يويې عام اولس ، بل يې دولت اودهغوى وسله وال مخالفين اوبله ډله يې هغه كسان چې هم ددولت مخالفين دي اوهم يې موافقين . زه فكركوم عام افغانان چې دجګړې اصلي متضررين دي هيڅكله هم نه غواړي چې په افغانستان كې دې جګړه لدې زياته اوږده شي دوى تل دسولې پلوي دي اوسوله پخپله ګټه بولي خوهغه كسان چې هم يې دولت وخوړاوهم يې رعيت ، هغه هيڅكله هم نه غواړي په هيوادكې ددوى له خوښې پرته سوله رامنځته شي ځكه هغوى دجګړې له بركته دبې شميره شتمنيوخاوندان شوي ، دخلكودوينوپه بيه يې په لس ګونوماڼۍ جوړې كړي نوهغوى هيڅكله هم په هيوادكې سوله نه غواړي اوكه يې غواړي هم نوداسې سوله چې دعام اولس پرځاى ددوى ذاتي غوښتنې پكې منل شوې وي اوكه داسې نه وي نوسوله بياددوى لپاره دوه توته ارزښت هم نلري .

 

 زه خووايم چې سوله اوامنيت په يوه هيوادكې دټولوټولنيزوفعاليتونوموربلل كيږي نوزماپه آندكه چيرې خداى مكړه زمونږ په هيوادكې دغه جګړه نوره هم اوږده شي زه فكرنه كوم چې دغه ښاغلي چې اوس په بيلابيلوپلمودسولې په وړاندې خنډونه راټوكوي اوياهم دخپلوشرايطوسره سمه سوله غواړي ، دجګړې له زيانونوڅخه په امن كې پاتې شي ځكه په يوه هيوادكې چې جګړه په هره بڼه اوهرنوم دوام ولري هغه له ځانه سره ګڼ مالي اوځاني زيانونه لرلاى شي نوښه به داوي چې له سولې سره ددښمنۍ پرځاى دهغې ددوستۍ په فكركې شي اوخپله انرژي پداسې ليكنوولګوي چې په هغې كې خلك سولې ته راوبلل شي نه داچې په هيوادكې ددولت اومخالفينوترمنځ احتمالي كيدونكې سولې ته په بدپال وګوري .

 

 په پاى كې بايد ووايم چې سوله په هره ټولنه كې دهغې ټولنې دوګړودملي اومذهبي ارزښتونوپه پام كې نيولوسره يوه جدي ټولنيزه اړتياده ، هيڅوك بايد دخپلوسياسي اهدافودترلاسه كولوپه قيمت هغه له لاسه ورنكړي ځكه په سوله كې هرڅه شونې دي ، سوله ده چې يوه انسان ته په يوه انساني ټولنه كې دټولو ټولنيزوفعاليتونولپاره لاره هواروي ، دسولې په موجوديت كې هرڅوك كولاى شي خپلې موخې ته چې هغې ته درسيدوپه هيله يې دځان لپاره ټاكلې ، ورسيږي اوكه خداى مكړه سوله نه وي نوهيڅوك نشي كولاى يوډيركوچنى انساني فعاليت كه هغه سياسي وي اوياهم اقتصادي ، كه هغه ټولنيزوي اوياهم كلتوري ، ترسره كړي .

 

نوددې لپاره چې مونږ په هيوادكې سوله ولرو اودسولې په فضاكې له يوبل سره ديوه كوردغړوپه توګه زوندوكړو نوخبري رسنۍ بايد دبيان دآزادۍ ترشعارلاندې دداسې خلكوليكنې خپرې نكړي چې هغوى له سولې سره جوړنه وي اوياهم په هيوادكې سولې ته قومي رنګ وركوي ځكه دغه ډول ليكنې په هيوادكې دورونوقومونوترمنځ دبې باورۍ فضارامنځته كوي

 

 

دالله په خاطر [نور د انسانانو وژنه بس کړئ!]

اسلام،عیسویت اویهودیت آسماني دینونه  دي چې  دالله  جل جلاله له لوري دانسانانوته دښه ژوندکولو لارښوونې کوي. الله  پاک هیڅ وخت ندی غوښتي اونه غواړي  چې دده دغه اشرف المخلوق دې یو اوبل سره ووژني، بلکه  دهردین درااستولو نه یې لومړي هدف دادی  چې انسانان یوله بل سره دښه ژوند کولو لارې چارې زده اوعملي کړي. نو زه  دنړی دټولو ادیانو پیروانو ته  دلوی خدای  روی شفیع کوم  ، ای  مسلمانانو،عیسویانو،یهودیانو اونورو انسانانو:  دهغه خدای په روی باندې  دانسانانو له وژلو  لاس واخلۍ  چې  تاسو ټول پرې عقیده لرﺉ. دخداي  په خاطر په افغانستان،اونوره نړۍ کې  انسانان اوپه ځانګړي ډول  ځوانان مه وژنۍ.  دخدای په خاطر ، دخدای  خلیفه  له منځه مه وړﺉ، دخدای له لوري راغلي ټول دینونه  تاسو نیکو کارونو، اویو له بل سره ښه ژوند کولو ته رابولي. دخدای په هیڅ دین کې  ترسولې  اوانسانانو ته ترخیر اوښیګڼې رسولو غوره کار ندی په  ګوتو شوي، زه دافغانستان دولس اوپه تیره دهغوافغان میندو اوپلرونو غږ ستاسو ترغوږونو دررسوم چې هره ورځ خپلې دزړه ټوټې (زامن) په دغه ناروا جګړه کې له لاسه ورکوي. مونږ  دتروریزم ترنامه لاندې دجنګ  نه کرکه لرو، مونږ دایو ناروا جنګ بولو، اوپه هیڅ صورت د اجنګ  دانساني هدفونو لپاره نه بولو. دخداي په خاطر داجنګ نورپای ته ورسوﺉ اودانسانانو په څیر له انسانانو سره دسولې لاره ونیسۍ. 

 

 

 

 

 

%d bloggers like this: