دامریکایې ګانګریس دغړو په نامه داسلامي امارت دوياند قاري محمد یوسف احمدي سرخلاصی لیک !

دامریکایي اولس منتخبو استازو !

خوښ یم چي له فرصت نه په استفادې سره په یولړ داسې مسائلودرسره  خپل نظریات شریک کړم چې همدا اوس  یې نه یوازې دامریکا او افغانستان بلکې دسیمې اونړۍ په کچه ګڼ سوله غوښتونکي اولسونه  داندیښنوسره مخا مخ کړي دي.  او هرڅوک په وازکومي وایې چې داحالت نور په هیڅ وجه  دتوجیه او زغم وړنه دى او باید دتغیراوبدلولو لپاره یې اساسي ګامونه واخیستل شي.

امریکایې ګانګرس والو !

تاسوپوهیږئ چې دروان میلادي کال  د جون میاشتې په اوومه دافغانستان جګړه  دويتنام ترجګړې مشره شوه اوپه دې توګه دامریکاپه تاریخ کې ترټولو اوږده جګړه ثبت شوه ، داسې جګړه چې ستاسو حکومت یې دلااوږدولو هوډ لري .

  • ولی، تاسی خبر نه یاست چی د القاعدی ډلی مشر د سپټمبر ۱۱می ترهګری بریدنو مسعولیت په غاړه په ۲۰۰۸ نال کی واخست؟

 دامریکایانولپاره دغه ترټولو ستړي کوونکې جګړه  له یوې داسې پیښې څخه راپیل شوه چې په هغې کې افغانان هیڅ دخل نه لري ، په هرحال … دغه جګړه  ستاسې په وسلتونونو کې په موجودو ترټولودرنو او وژونکو وسلو او بمونو پیل شوه چې په مقابل کې یې زمونږ اولس په تش لاس ددیني او وطني دفاع له مقدس احساس سره دمبارزې میدان ته راوړاندې شو, دجګړې له پیل سره ستاسو پوځ , نړیوالو مؤتلفینواوسیمه ایزو غوړمالانو اوفرصت طلبانو دافغانانو له بې بي وسه  ورځې په استفادې  دجګړې ټول نړیوال قوانین شاته وغورځول,  په افغانستان او نړۍ کې دافغان وژل ، نیول ، ځورول ، اوتحقیرول  جایز نه بلکې دتحسین او جایزې وړعمل وپیژندل شو, دپه اصطلاح ترهګرو دپټنځایونو دله منځه وړلو په نامه ستاسو په درنو بمباریو کې دافغانانو سلامت کلي ترخاورو لاندې شول ،شنه باغونه داورلمبه شول دافغانستان په مختلفو برخوکې په بیابیا ښکاره او پټ ډله يیز قتلونه وشول ، له په اصطلاح ترهګرو سره دمبارزې  په پلمه  دبې ګناه وګړو کورونه چور شول ، ناموسونه  او عفتونه یې ولوټل شول ،دبیالوژیکي ممنوعه بمونو په ورولو کې یې کروندې داور خوراک شوې ، خلک بې پوښتنې په کلونو کلونو دجوزجان ، ګوانټانامو ، بګرام او قندهار په بدمرغو زندانونو کې واچول شول ،دغه  رازدجګړې دنه کلنې  مودې په بهیرکې اولس دیوې تحميلي جګړې بټۍ ته وغورځول شوچې په نتیجه کې یې دتکراري ټولوژنو ، حبسونو ، چاپو ، اومنظم چوراو تالان په شتون کې بیاهیڅ یوافغان دژوند په خوندنه ده پوهیدلی   هرافغان ، نر،ښځه ، ماشوم او سپین ږیری چې سهار له خوبه راویښيږي دا وړاندوئنه  نه شي کولای چې ترماښامه به ژوندی پاته کیږي ځکه دوئ پوهیږي چې کیدلای شي ستاسو دهوایې ځواک بمبار، یا دلارې دسرفیرونه یې ژوندواخیستلای شي   دداډول پیښو ځیني نمونې مطبوعاتو هم راخیستي خو رښتینی کیسې یې زمونږ داولس په سینو کې خوندي دي  .

ګرانه وروره، احمدی صاحب، که تاسی په پو هیږی نو دومره به هم پوهیږی چی هرافغان ، نر،ښځه ، ماشوم او سپین ږیری چې سهار له خوبه راویښيږي دا وړاندوئنه  نه شي کولای چې ترماښامه به ژوندی پاته کیږي ځکه دوئ په هم ځانمرګی بریدونه په ښارو کی، هم په ښونځیو کی او هم  په جوماتو او ډیر نورو نورو ځایونو کی لیدلی. 

داچې ستاسو دیرغلګرپوځ په مقابل کې  زمونږ دولس  دفاعي پاڅون اوجهاد برحق  وو نو له دې ټولو ناخوالو سره سره  هغوئ وکولای شول چې ستاسو اوستاسو دایتلافیانو دپرمختللي پوځ  او ماډرنې ټیکنالوجي په مقابل كې په خالي لاس مقاومت وكړي چې په دې سره  په تدریجي شکل ستاسو دپوځیانو تلفات اومصارف  هم زیات شول او په پای کې داسې حد ته ورسیدل چې په عاموامریکایانو کې يې  ددې ناروا جګړې په اړه بحثونه راوپارول اوهمدغه بحثونه  اونګیرنې له اولس نه اولسي استازو ته نقل شوې  چې بالاخره یې دادی ستاسو په وړاندې  د يوې ډيري مهمې او دبحث وړ مسئلې شکل غوره کړي دی .

همدااوس چې د افغانستان په پوځي اوسیاسي ډګرکې کوم واقعیتونه ترسترګوکیږي  دهغه په اړه ستاسوپوځي چارواکي تاسو ته غلط معلومات درکوي او هڅه کوي چې  تاسو په هماغه ګمرا ه کوونکي خوشبینۍ کې پاته  شئ ، دوئ یواز ې  په شخصي لحاظ دمالي امتیازاتو دترلاسه کولو لپاره ،خپل ځانونه بریالی ښه یې ،او دجنګ په اور دتیلو پاشلو هڅه کوي  .

ستاسو ددفاع وزیر رابرټ ګیټس چې کله دوئنا میزته ودریږي نو په بیا بیا داخبره کوي چې مونږپه افغانستان کې دپرمختګ په حال کې یو، جنرال پیټرییس  بیا  وايې چې دافغانستان دوضعیت ابتکار زمونږ په لاس کې دی.

که ریښتیاهم خبره دومره اسانه وي  نوبیاولي  ستاسوټولې خبري رسنۍ سږنی کال ستاسودپوځیانو لپاره ترټولوخونړی کال بولي!

ولي هره ورځ ستاسو په هوايي ډګرونوکې  په افغانستان کې ستاسو دوژل شویوپوځیانو خپلوان  دهغوئ دبي روحه تابوتونو په سر  دوئر اوغم ژړا ګانې کوي ؟

په تیرو دووکلونو کې ستاسوپوځي مشرانو دعسکر و دډیرښت ،دنویو پوځي اډو او هوایې ډګرونو دجوړولو ، دملیشو داستخدام ، دکابل داجیرې اردو دپراختیا اودغه راز دبیلابیلو عملیاتو په ګډون مختلفې ستراتیژۍ په کار اچولي دي مګر څنګه چې داهراقدام دواقعیتونو له مطالعې پرته ترسره شوی نوځکه یې نتیجه هم سرچپه راوتلې ،  دجګړې په ډګركې  ستاسو دپوځي مشرانو ټولې هڅې  زمونږ دولسي مقاومت له خوا په ډیره اسانۍ شنډې شوې دي .

تیرکال داوباما دنوې ستراتیژۍ له مخې دهیواد په جنوب کې ستاسې پوځیان زیات شول مونږ په ختیځ او شمال کې هم درته محاذونه  او عملیات تقویه کړل , تاسو داطرافي سیمو داشغال په نیت عملیات پیل کړل مونږ دکابل او کندهار په ګډون په مختلفو ښارونو کې دننه خپل عملیات او نفوذ پراخ کړ ، تاسو دمقاومت دکمیدو هوډ درلود , موږ جهاد سرتاسري او افغانستان شموله کړ چې اوس په هیڅ سیمه کې هم ستاسو ځواکونه  دارام ساه نه شي اخیستی .

ګرانه وروره، احمدی صاحب، په دی هم پوی شی چی که د امریکی او د ناټو پوځیانو ته مو لاری بندی کړی وی او ضرر مو ورته رسولی وی نو په دغو سیمو کی مو هرافغان ، نر،ښځه ، ماشوم، سپین ږیری، او سپین سری ته ضرر رسولای.  څنګه؟  ځکه چی تاسو بی جنګو سیمو ته چنګونه راوړی،د دوی په سیمو کی مو ماینونه خښ کړی. 

په تیرکال کې دخنجرپه نامه دهلمند  عملیات چې تاسو دخپل بخت ازموینه بلله ستاسو دسرتیرولپاره له درنو تلفاتو اومطلقې ناکامي پرته بله هیڅ نتیجه یې نه لرله,  په کوموسیموکې چې تاسوعملیات ترسره کړي اوس په هغوسیموکې  دپخوا په پرتله مقاومت زورور دی او ستاسو پوځیان په کې ډیرتلفات ګالي ، دهیواد په ختیځ کې دمجاهدینو دبریالیو عملیاتو په پایله کې ستاسو عزل كړل شوی جنرال مکرسټل اړشو چې داطرافي سیمو دساتلو ستراتیژې فسخ کړي او مرکزي سیمو ته  دځواکونو دراټولولو نوي ستراتیژي اعلان کړي ، ستاسوپه اصطلاح دمارجې  برخلیك ټاکونکي عملیات چې په ډیره دبدبه پيل شول ستاسو زرګونه سرتیري یې په یوه مرګوني  او سرساموونکي  جګړه کې ښکیل کړ ل چې هره ورځ په کې درانه تلفات ګالي دغه راز سږ کال ستاسو جنرال پټرایوس دکندهار دعملیاتو نیت درلود مګر مجاهدینو دتل په شان بیاهم دحالاتو ابتکار په واک  کې وساته او له دوئ   وړاندې یې په کندهار کې خپل چریکي تكتيكي  عملیات پیل کړل چې تردې مهاله په پوره بریالیتوب روان دي ، ستاسو دملکي استازو ترټولو مهم پلان دملیشو جوړول دکابل حکومتي اردو پراخول وو مګر په دې پلان کې هغه وخت دوه زړي شول چې کله مجاهدینو په دغو پوځي لیکو کې خپل کسان ننو یستل اوپه ډیرو سیمو کې  یې همدا ملیشي اودهغوی وسلې ستاسو په وړاندې استعمال  کړې  ، خو له دې ټولو ښکاره ناکامیو سره سره ستاسو پوځي استازي  بیاهم په جګړه ټینګار کوي اوپه پوره بي تفاوتۍ  دبایلونکي جګړې په اړه تاسو ته ناسم معلومات درکوی .

ستاسوپوځی مسؤلین اواسخباراتي اداري ددي په خاطر چې خپله ناکامي پټه کړی اویا هم په افغانستان کې دجګړي ددوام دپاره تیرایستونکې دلایل درته وړاندي کړي کله په افغانستان کې روان مقاومت دافغانستان دګاونډیانو مداخله بولي او کله یې هم نوروته منسوبوي اوکله هم کوښښ کوي چې دغه وسلوال جهاددافغانانو له مینځه یوازي دطالبانو (چې په افغانستان کې دا اصطلاح یوازي متعلیمینو ته استعما لیږي )مخالفت معرفي کړی او یا يې هم دیوه خاص قوم بغاوت بولی حال دا چې په افغانستان کې ستاسو پر ضد یو سر تاسری ملي قیام  شوي دهر قوم ،هري طبقي او هری سیمي زوړ او ځوان ،نر او ښځه حتي ماشومان مو هم مقا بلی ته را وتلی، تاسو اوس عملادیوه هیواد مکملي نسل وژنې ته مټې را بډ وهلې ،تاسوفکر وکړئ چې ددنیادغټوقوتونو په شمول  داته څلويښتوهیوادو په پر مخ تللیو وسلو سمبال پوځ سره داسې مقابله چې دجنګ ابتکار اوپر مختګ هم ددوئ په بر خه وي دڅوتنو وسلوالو په وس پوره ده ؟

ایا دا کار په یوه پټه او ضعیفه خارجي مدا خله امکان لری ؟

ایا یوازی دیوه هیواد طالبان (متعلمین )دا کار کولای شی؟

ایا له ګنو قومونونه جوړ یوه هیواد کې یوازي یو قوم دنړئ له دومره ستر او مجهز ائتلاف سره ډغره وهلی شي ؟

که په بهرني مداخله پر مختګ ممکن وای نو دکر زی حکو مت به کړی وا ی که دا مقاوت غیر افغا ني مجا هدین کوی نو ستاسو حکومت او ورسره ټول ائتلاف دي ثبوت وړا ندې کړي ستاسو له لوري چې افغانستان اشغال سوی او تر اشغال وروسته بیا په دوئم ځل ستاسوپه مقابل کې وسلوال جهاد شروع سوی ستاسو له لوری دمخالیفینو په نامه په لسګونو نه په سلګو نو نه ،په زرګونونه بلکي  په لسګونوزره  انسانان بند یان سوی ستاسو نظامي چارواکې دي مهر باني وکړي ددغو  بندیانو له جملي څخه دي یوازي سل تنه وښيې چې بهر نیان دي بیا به موږ ومنو چې په افغا نستان کې لتاسو سره رښتیا هم غیر افغانان جنګیږي .

تاسو که په دي حقایقو باور نشئ کولای نو یوه وړوکې تجربه وکړئ او هغه په دې ډول چې ددې حقایقو دلیدلو او سپړلړ دپاره خپل یوداسې پلاوي افغانستان ته را واستوئ چې ستاسو داستخباراتو تر کنترول لاندې نه وي بیا دلته په افغا نستان کې وګو رئ چې ستاسو دغه پلا وي ته ستاسو نظا میان له نظا مي بار کونو او هو ټلونو څخه د باندې دوتلو اجازه ور کوي او که يې دمعززوبندیانو !!! غوندې ساتي .

اوکه فرضا دګر ځیدو او حقایقو دلیدواجازه ورهم کړي  ایاهغوئ دکابل له څو محدو دو کو څو دباند ې وتلای شي، او که ووزي دبیر ته  ژوندي را ګر ځیدو  چانس لري؟

ولی د حقایقو د لیدلو او سپړلړ دپاره یو پلاوی غواړي که تاسی پوهیږی چی دوی د کابل نه برون ته نشی وتلی او که ووځی نو د دوی د ژوندی راګرځیدو چانس نلری؟؟؟

تاسو باور وکړئ چې  په ټول افغانستان کې به دپوځي قرار ګاوو دباندې دوه کیلومتره ساحه هم پیدانکړئ چې ازاد په کې وګر ځۍ ،خو بر عکس مجاهدینو چې کله ستاسو داردو وسلوال پوځي  بوبرګډال اسیر کړ نوپه همدې افغانستان کې يې پنځه سوه کیلومټره مزل ور باندې وکړ خو دده په قول چې په ټوله لار کې چا دریش (توقف )هم ورنه کړ.

او که دا وړوکې غوندې تجربه هم نشئ کولای نو بیا اخلاقا زما خبری دیوه رښتني خو تریخ حقیقت په ډول ومنئ اونوردخپل مسؤلیت له مخې خپل ملت مه تبا کوئ ،خپل نازولي بچیان په یوه بي پا یانه او بي ګټې  جګړه کې داور بټۍ ته مه ور ټیل وهئ اوهم زموږ بیچاره، مظلوم اوڅه باندې دیرشوکلو جګړه ځپلی او هغه محسن اولس چې تاسو او ټوله نړئ یې دکمو نیزم له شره خلا صه کړي نور دخپلو پرمختللووسلو هدف مه ګر ځوئ اوپریږدئ چې دوئ هم دنور بشر په څیر په خپل ټاټوبي کې دازاد ژوند له نعمته بر خمن  شی .

امریکايي کانګریس والو!  تاسو دخپل حکومت له لوری په دروغودجوړ سوی هغه نا معلوم او خیالي خطر تشویشونه له ذهنونو وباسئ چې ګو یا افغانستان به تر ازادۍ وروسته ستاسو او نورې نړۍ لپاره ضرر وي ځکه چې دا ستاسو دچارواکو یو غولونکې پرو پاګنډه ده اوهیڅ حقیقت نه لري،که داخبره خوږه وي که ترخه خوتاسو به يې اخیر منلو ته اړکیږي چې دافغانستان جګړه تاسو نشئ ګټلای اوداځکه چې په افغانستان کې ستاسو په مقابل کې کومه مشخصه ډله نه جنګیږي چې تاسو یې په له مینځه وړلو سره دجګړی ګټونکي شئ .

تاسو له یوه داسي ولس سره جنګیږئ چې داشغالګروپه مقابل کې دمقاومت اوبریالتوب څوزره کلن تاریخ لري، له اشغالګروسره مقابله ددنیا او اخرت ګټه بولي، په دې لار کې مرګ او ژونددواړه خپله کا میابي بولي ،ستاسو دملیاردونو ډالروقیمتي وسایط او په کلونوکلونوتربیه شوي عسکر دلته په ډیر کم مصرف ،ساده اسبابو اوډیروالږومصارفوله مینځه ځي.

دمثال په ډول دهلمند په ولایت کې زموږیومجاهد۶۹کلن سپین ږیری صالح جان اکااودده ۱۸کلن زوي عطاجان په تیرو۲۱ میاشتوکې دوه په دوه  دناټو۳۲ عرادي ټانګونه او۶عرادي رنجر موټر دماینونو په وسیله  له مینځه وړي .

داپه داسي اسبابوچې ټول مصرف یې یوازي ۲۵۰۰ډالره شوی  اومونږ ده ته یوازي همدا د۲۵۰۰ ډالرو اسباب ورکړي، هغه هم داسې اسباب چې خریداري یې دلښکر ګاه په بازار کې شوې اوخرڅونکی دوکاندار یې تر ننه پوري هم په دې  خبره ندی پوه چې داڅیزونه دي دماین جوړولو لپاره کاریږي ، داپه داسې حال کې چې صالح جان اکا اوزوي  یې نه خو خپله بزګري ورته پري ایښې ،نه له خپله کوره او کلي مسافرشوي، نه يې ددې کار لپاره کومه پوځي اکاډمي ویلې ،اونه یې هم ددي کار په عوض کې معاوضه غوښتې.

اوپه دي موده کې څلورځله دنوموړي کور دائتلاف دقواوو له لوري تلاشي شوی خو داسې څه یې ندي پکې پیداکړي چې هغه دي ستاسو روزل شویو پوځیانو پیژندلي وي چې دا مواد دماین په جوړولو کې استعمالیږي. دصالح جان اکاله قوله چې وايي:  یوځل مي په هغوخارجي ځواکونودریموټ کنټرول بم چاودنه وکړه چې زما دکور له تلاشي کولو ورسته له کلي نه دوتو په حال کې ووچې یوکس پکې مړشو اوڅلورنور زخمیان شول، ماهمدې زخمیانو ته یخې اوبه وروړې  ترڅو له یوې خوا دوئ را پوه نشي چې داکارما کړی، او له بلې خواکه چیري دازخمیان په نا پوهي کې یخې او به وڅښي نوزخمونوته به يې تاوان وکړي.

اوس تاسو پریکړه وکړئ چې د صالح جان اکا مقاومت به تاسودخنجر،دغره ښاماراوامیدپه نومونوپه لویولویوعملیاتوله منځه یوسئ، اوکه به یې دمالي سرچینو په وچولو،پوځي ستراتیژیو په جوړولواودپوځونوپه را ډیرولوختم کړئ ؟

اوکه به دجنرالانوادلون بدلون دصالح جان اوعطاجان په مورال کوم منفي اثروکړی ؟اوکه به يې په هغوتبلیغاتوله جګړې راوګرځوئ چې ده ستاسوټانګ په مین پورته کړي وي او په خپلوسترګو يې لیدلی وي ،خو په باګرام کې ستاسو دپوځ ویاندپه راډیو ګانو کې وایې چې هیڅ تاوان هم ندی رسیدلی خیرخیرت دئ .

تاسو په  دې هم غور وکړئ چې  په داسې ډول د جګړې اوږدیدل به تاسوته  ډیر تکلیف وي اوکه موږ ته ؟

اودا چې دجګړي ابتکار اوس ستاسو په لاس کې دئ که زموږ؟

کانګریس والو! یوې بلې نقطې ته مو هم پام را اړوم هغه داچې تاسو له زرګونو کلیومټره لیري نه را غلي یاستئ او غواړئ چې دلته په دې سیمه کې نظامي اډې او ستراتژیک مراکز ولرئ، نوڅه فکرکوئ چې دسیمې هیوادونه او اولسونه به لاس تر زنې درته ناست ، او یوازی به مو ننداره کوي اوپه سیمه کې به ستاسو موجودیت اومدا خله زغمي اوپه عمل کې به هم هغه څه کوي کوم چې له تاسوسره دمیز پر سر وایې ؟

دي سوال ته تاسو هغه وخت ښه جواب پیداکولای شئ چې فرض کړئ که ددې سیمې دهیوادونو پوځونه ستاسو ګاونډ ته په زور درشي او هلته داډول  اډې درته جوړې کړي تاسو به یې وزغمئ ،اودهغوئ په دي خبروبه ځان ته قناعت ورکړئ چې دوئ درته ووایې چې موږدلته ستاسودامنیت دخوندي کولولپاره راغلی یو ؟

په هرحال داچې ستاسو دنړیوال شعار ( دیموکراسۍ ) داصولو له مخې  پارلمان دپریکړو وروستۍ مرجع بلل کیږي او دهرلوي او کوچني ماموریت لپاره مالي بودیجې له همدې لوري تصویبیږي  نوځکه د پيښو اوقضایاوو دپایلو مسئولیت هم ترډیر ه تاسو ته راجع کیږي نوماهم وغوښتل چې دافغانستان دځینو واقعیتونوپه اړه څه توضیحات درته ولیکم .

په تلوتلوکې مویوې خبرې ته توجه راګرځوم هغه داچې تاسو باید په دې خبره ډیر فکروکړئ چې تاسوافغانستان ته دڅه دپاره را غلي یاست ؟ تراوسه مو څه تر لاسه کړي او له دې وروسته به څه تر لاسه کړئ ؟

اوکوم اوږدمهاله اهداف چې په سیمه کې لرئ ایاهغه به په افغانستان کې دجګړی دلاري تر لاسه کړای شئ؟

ددې لپاره چې خپل ولس مودباور رایه  درکړې  اوتاسو دهغوئ استازي ياست.  نوموږدافغانستان د قضيې د اصلي خاوندانو په توګه  په دغه لیک کې دهغې یو ژوندی تصوير درته وړاندې کړ چې البته ستاسو د پوځي جنرالانو د پوځي لاسته راوړنو په هکله د خودساخته رپوټونوسره  ډير فرق لري .

ګرانه وروره، احمدی صاحب، زه هیڅ پوه نشوم چی تاسی د امریکی کانګرس سره ولی تماس واخست په داسی وخت کی چی تاسو ویلی دی امریکی سره به هیڅ خبری ونکړی تر څو چی هر بهرنی جنګیالی زمونږ سپیڅلی خاورو نه ونوځی…..ا؟     

Advertisements

طالبان خپلو پښنتو ته مرګ غواړی? !

د پښتنو په سیمه او شاوخوا کې ډېر قومونه پراته دي او دا قومونه هم طالبان لري ، خو یوازې د پښتانه طالبان دي چې د خپل د قوم په ضد جنګیږي .

که د افغانستان په دننه نظر واچوو ، د هېواد په شمال کې چې هلته د ازبکو او تاجکو قومونو ډېرکي اوسیږي ، په نسبي ډول ارامي ده . دلته نجونی او هلکان ښوونځیو ته ځي . پوهنتونونه او د لوړو زده کړو ښوونځي فعال دي . ښځې او نارینه په ګډه دولتي چارې مخې ته بیايي . سرکونه ، پلونه او د ولسي ښېګڼو نور بنسټونه جوړیږي . ورځپاڼې او مجلې خپریږي . د سپورټ لوبې اومیلې کیږي. خلک سوداګري اوراکړه ورکړه کوي . لنډه داچې د ژوند او پرمختګ ټولې نښې نښانې لېدل کیږي .دوی پر خپله سیمه کې جګړه نه کوي . دوی خپل پوهنتون او ښوونځي نه ورانوي . خپلې نجونې او هلکان نه وژني . د خپلو نجونو پر مخ تیزاب نه اچوی . همدارنګه دوی د دولت چارواکي ، پولیس او د اردو کارکوونکي هم نه تښتوي او نه يي وژني.

زموږ طالبان پښتنو ته نه ښوونځی پریږدي او نه پوهنتون ! نه سرک پریږدي ، نه پلونه او نه بندونه ! نه ښوونکي پریږدي ، نه انجینراو ډاکټر ! د قوم مشران ، سپينږیري او پوهان له یومخې وژني . هنرمند او سندرغاړي خو يي تاریخي دوښمنان دي. د پښتنو د ټولوژنې او د دوی د هېواد د ورانولو لپاره يي ښې کلکې مټې رابډوهلي دي .

په کوزه پښتونخوا کې هم ورته لوبه روانه ده . هلته هم دغو طالبانو یوازې پښتون قوم په نښه کړې دئ . پنجابیان ، سندیان ، بلوڅان او نور خپل ارام ژوند مخې ته وړی . اور ټول د پښتنوپه سیمه لګېدلئ دئ !

ایا کوز په پنجابیانو ، سندیانو ، بلوڅانو او نورو قومونو کې ؛ همدارنګه په بره پښتونخوا کې په ازبکو ، تاجکو ، نورستانیانو ، پشه یانو او نورو وروڼو قومونو کې طالبان نشته ؟ دوی ولې خپلې سیمې نه ورانوي او د خپلو سیمو خلک نه وژني ؟

د پښتنو او د غیر پښتنو طالبانو تر منځ په جهاد کی ولی توپیر شته؟  ولی پښتانه  طالبان د دوی په شان د خپلو سیمی او خپلو خلک ساتنه نکړی؟  ده نور طالبان په خپلو سیمو کی نه دی پټ شوی.  دوی خپل خلکو ته د ضرر دعوت نکړی؟ نو ولی پښتانه طالبان د جنګ دعوت کړی؟  که وایی چی جنګ د دوی سیمو ته راغلی نو بیا خو دا دروغ شوه.  ملا محمد عمر ټولو طالبانو ته ویلی چی جهاد په پاکستان کی نه کیږی.  او د پاکستان پښتنی سیمی څومره ډیری دی؟  او په افغانستان کی ولی په غرو کی او داسی ځایو کی نه جنګیږی چی ملکی خلک په کی کم وی.  موږ هره ورځ اورو چی د طالبانو د لاسه پښتانه بیا بیا وژل شوی.

ولی زموږ سپینږیری بابا ګان ، پینسری انا ګانی، ماشومان، ، او نارینه وژل کیږی – او دا هم چی په داسی وختو کی وژل کیږی چی دوی پر خپلو کورونو  او جوماتو کی وی؟  طالبانو، تاسو خو په دغه  سیمو کی یوازې پښتانه تبا کړل!

 تاسو باید په بره پښتوخوا کې د پښتنو په ننګه ولاړ یاست او کوز هم د پښتنو د ګټو لپاره ولاړ وی. موږد روښانه راتلونکي د جوړولو لپاره لاس په کار دی.

 

له طالبانو څخه یوه جدی هیله

 

 

ګرانو وروڼو لکه څنګه چي تاسی پرون شاهدان وی، پرون د کابل هوایی ډګر ته په ورغلی سړک ځان مرګئ برید، وشو، او د یو څو تنو بحرنیو تر څنګ زمونږ ګڼ شمیر هیوادوال شهیدان شول، که چیری ددوی شمیر لس کسان ومنو، نو لس کورنئ د ویر او غم په ټغر کیناستی، راتلونکی اختر ته بیا د هفو یتیمانو شمیر زیات شو، چي خپل پلارونه غواړی، هفه زنانه چي د کور بل کفالت کونکئ نه لری او میړونه یی په دغه پیښه کی شهیدان شول، هفه به وروسته له دی هر چا ته محتاجی وی، په دغه سړک دومره زیات بیروبار وی، چي ډیره مشکله ده چي له بحرنیو موټرو سره سړئ فاصله ونیسی، نو کله چي حمله کونکئ حمله کوی، هغه په دی ښه پوهیږی، چي لس پنځلس کسه هیوادوال به شهیدان کیږی، آیا د یوه مسلمان وینه هم زیات اهمیت نه لری؟؟؟  

کوم بم چي د انتخاباتو څخه وړاندی، د ای،اس،اف د قوماندانئ مخکی وشو، هم ټول غریبان پکی شهیدان شول، 

لکه چي وینو کفار هر ځل په لس هاوو، هیواد وال شهیدان کوی، آیا وروسته له هغه چي طالبانو ته د هغوی مشر امیر، هم د ملکی تلفاتو، د مخنیوئ سپارښتنه کړی باید دوی احتیاط ونه کړی؟ 

کوم خلک چي په کندز کی شهیدان شول، او یا پرون کابل کی، څه توپیر سره لری، هلته د کفارو بمباری ددوی د شهادت سبب شوه، دلته د طالبانو ځان مرګئ برید.

د کابل له ښار څخه وتلی ډیر داسی ځایونه دی چي طالبان هلته هم خپل عملیات کولائ شی، هم عام اولس ته خطر نه وی متوجه.

د یادولو وړ ده چي په وردګو ولایت کی هم ډیری داسی پيښی کیږی، چي طالبان اولسی کورو ته نیږی، عملیات کوی، او هیڅ د خلکو فریاد ته غوږ نه ‌‌‌‌نیسی، په ځواب کی ورته وای، چی زمونږ سرونه ځی، ستاسی خو د هسی لاړ شی.

هیله ده چي بحرنیانو او طالبانو ته د افغانانو وینه یوه بیه و نه لری.

  

دافغانستان اسلامي امارت دسياسي کمیسون له مسؤل محترم ملا اغا جان معتصم سره د هیواد د روانو حالاتو په اړوند هر اړخیزه مرکه

1 – سوال : دافغانستان اسلامي امارت په تشکېل کې سياسي کمیسون کله تاسیس شو، دتاسیس انګیزه یې څه وه او فعلا دخپل کاري مکلفیت له مخې کوم وجايب پر مخ بیایي؟

ځواب : بسم الله الرحمن الرحیم، الحمد لله والصلاة والسلام علی رسول الله وعلی اله واصحابه ومن والاه وبعد:

سياسي کمیسون له نن څخه پنځه کاله مخکې هغه وخت تاسیس شو کله چې داسلامي امارت دمشر تابه لخوا دامریکایانو اونورو یرغلګرو په مقابل کې دپوځي  امورو دلا ښه انسجام او پرمختګ په غرض یوه سلسله تشكيلاتي اواداري اقدامات تر سره شول چې دهغوي په ترڅ کې یو هم داسلامي امارت په تشکېل کې دسياسي کمیسیون ایجادوه؛ دسياسي کمیسون دایجاد ضرورت دا وه چې کله  داسلامي امارت مجاهدینو دیرغلګرو امريكايانو په وړاندې ښه بریالیتوبونه تر لاسه کړل او دهغه په اساس یو شمیر جهتونه دې ته حاضر شول چې له اسلامي امارت سره روابط ولري دهمدغه روابطو د ترسره کولو په غرض امیر المؤمنین حفظه الله دسياسي کمیسون ایجادول منظور کړل.

دا چې سياسي کمیسون تر اوسه پوري دخپل کاري مسؤلیت له وجې کومې لاسته راوړنې درلودلې  په دې اړه باید ووایم چې  په دې هکله مو ډیرې  ښې مثبتې لاسته راوړنې درلودلې چې دهغوي له جملې نه دنړۍ له یوشمیر هیوادونو سره روابط ایجادول اودهغه په ترڅ کې  دجانبینو لخوا  په مشترکه پلانونو کې په افغانستان او سیمه کې دامریکایي توسعه غوښتنې دمخنیوي په غرض لازم اقدامات ترسره شوي جي ډيري ښي پايلي يي لرلي.

اسلامي امارت  دسیاسي کمیسیون په وسیله له سیمه ایزو او ګاونډیو هیوادونو سره دروابطو  په ایجادولو کې ښه موفقیت تر لاسه کړی خو مونږ دهمدغه موفقیت څرنګوالی او همدا راز دهغو هیوادونو دنومونو څرګندول ديو لړ مصالحو او ځینو امنیتی ملحوظاتو له وجې تریو  وخت پورې مختفي اومحفوظ پاتې کیدل غوره بولو.

همداشانې سیاسي کمیسیون په هیواد کې دننه  دموثرو مخالف لوریو سره دافغاني قضیې دحل په اړه خپل روابط جاري ساتلي اوپه دې مورد کې هم دپام وړ پرمختګ شویدی.

2 – سوال : له امریکایانو سره د اوه کلن جهادی مقاومت په صحنه کې داسلامي امارت پوځي بریاوې په سیاسي بریاوو ډیرې مخته دی په راتلونکی کښی ستاسي له نظره په سیاسي صحنه کې داسلامي امارت دپرمختګ لامل څه کېدای شي؟

ځواب : په معاصرو شرایطو کې په نړیواله کچه سياسي بریالیتوبونه دپوځي بریالیتوبونو محصول وی، هر څوک چې په پوځي  صحنه کې مخکې وي هغه به په حتمي توګه په سياسي صحنه کې هم مقدم وي  داچې په افغانستان باندې د دښمنانو اقدام پوځي اقدام وه اسلامي امارت هم دهغوي په مقابل کې په ورته عکس العمل لاس پوری کړ چې لله الحمد په هغه کې یې ښه بریالیتوب تر لاسه کړ،  داسې بریالیتوب چې خپله دښمن هم ورباندې اعتراف کوي، چې  په اوسنيو شرایطو کې دغه پوځي  موفقیت په حقیقت  کې داسلامي امارت دسياسي موفقیت په نتیجه کې راغلی.

دا یو منلی واقعیت دی چې ستونزې او لانجې یواځې په جګړو نه حل کیږي او نه هم یواځې په سياسي مفاهماتو سره، نوباید دستونزو دحل لپاره له دواړو پوځي  او سياسي لارو څخه همزمان کار واخیستل شي.

3 – سوال :    دامريكايي یرغل  په مقابل  کې له ۷ کلن بریالي مقاومت  وروسته  اسلامي امارت  دسیمې  او نړۍ په کچه  دیوه مطرح قوت په حیث ځان ثابت کړی له امریکایانو سیوا نور نړیوال له اسلامي امارت سره دیوه متقابل تجاوب په ضمنی حالت کې دی،  داسلامي امارت په  سیاسي تګلارې کې تر کومه حده له هغوي  سره  دیو مثبت تجاوب امکانات موجود دي ؟

ځواب : دا چې یرغلګرو امريكايانو او دهغوي متحدينو دټولو منل شویو انساني او اخلاقي معیارونو خلاف په افغانستان یرغل وکړ او دهغه په نتیجه  کې ددې هیواد دمسلمان ملت  دارمانونو یواځېنی ممثل نظام  اسلامي امارت له منځه یو وړ، په زرګونو بیګناه ماشومان،  ښځې او بیوزله  خلګ یې په شهادت ورسول، دغه جګړه ځپلي هیواد ته یې په تیرو خرابیو برسیره نورې هم ډیرې خرابۍ اوتاوانونه ورسول، مونږ دا مسؤلیت بولو چې دخپل مظلومیت او دامریکایانو ظلم  اوبربریت نړیوالو ته دبرملا کولو لپاره له هر چا سره خبره وکړو، هغوي ته خپل مظلومیت وروښیو اوهمدا رازهغوي ته خپل اهداف توضیح کړو، او له هغوي څخه دخپل مظلوم مسلمان ولس دنجات او ژغورنې په هکله دمرستی غوښتنی وکړو.

مونږه غواړو چې دټولو اسلامي هیوادونو او همدا راز دنړۍ دازادو اوخپلواکو هیوادونو پام دې  ټکي ته راوګرځوو چې امریکایانو پر مونږ ډیر ظلم کړی مونږ دخپل ملت دژغورنې او دهغوي داسلامي مصالحو دتحفظ په صورت کې له هر چا سره خبرو او تعامل ته حاضر یو.

4 – سوال : ایا اسلامي امارت اوس هم د افغانستان او دهغه د ذیربطه قضایاو په هکله هماغه پخوانۍ  تګلاره پرمخ بیایي؟

ځواب: اسلامي امارت لکه چې له نوم څخه یې څرګندیږی ټول اساس او تګلاره یې  دوخت دشرایطو اوحالاتو سره سم داسلامي اساساتو په بنا ایجاد شوې وو، اسلامي امارت دخپل حاکمیت په مهال له اړونده قضایاو سره دتعامل لپاره داسې پالیسې غوره کړې وه چې په هغې کې دافغانستان ټول اسلامي، ملی او سياسي مصالح خوندې وه، البته دهغه وخت داضطراری حالاتو له وجې په ځینو مواردو کې یو لړ نیمګړتیاوې موجودې وې چې په راتلونکي کې به دهغوي د مخنیوي لپاره اقدام کیږي اومونږیې داصلاح لپاره  هرراز تفاهم ته حاضر یو .

همدا راز مونږغواړو چې راتلونکې تګلاره دیوه بین الافغاني مشورتي تفاهم په بنا په ډیره وسیعه توګه ترتیب اودوخت دایجاباتو سره سم  پکې مثبت تغیرات راوړل شي داسې تغیرات چې داسلامي امارت له جهادي پالیسې سره تعارض ونه لري او نور هم دافغانستان دمسلمان ولس هر اړخیز مصالح پکې نغښتي وي.

5 – سوال  :  دروسی  یرغل په مهال افغاني  مقاومت  په نړیواله  کچه  له ځانه سره سیاسي  ملاتړ او تایید درلود اوسني  مقاومت ولي دځان دتایید  په هکله له دغې ځانګړتیا څخه بي برخې دی؟

ځواب : دروسي یرغل په مهال هم له افغاني مقاومت سره نړیوال تایید تدریجي حالت درلود؛ تقریبا اوس هم له اوسني مقاومت سره جهاني حمایت هماغه تدریجي حالت خپل کړی.

په هغه مهال کې هم چې کله دروسانو په وړاندې دمجاهدینو مقاومت زور پیداکړ، او دنړیوالو دا خبره زړه ته ولویده چې مجاهدین دروسانو په مقابل کې دمقاومت وړتیا لري بیا یې هغوي ته لاس ورکړ دهغوي سياسي او پوځي  حمایت او تايید یې وکړ.

په افغانستان باندې  د امریکایانو د یرغل  په اوائیلو کې هم د هیڅ چا دا خبره زړه ته نه لویده چې خالي لاس جګړه ځپلي افغانان دې دپرمختللیو امریکایانو په مقابل کې مقاومت وکړي، خو دتیرو اوو کلونو جهاد او بریالي مقاومت داخبره هم امريکايانو اوهم نورو نړيوالو ته څرګنده کړه چې افغانان کولاى شي دامريکايي يرغل مخه ونسي، نه داچې یواځې په افغانستان کې دهغوي مقابله وکړي بلکه  دخپل هیواد داستراتیژیک حیثیت له مخې ددې توانايي هم لري چې په ټوله سيمه کې دامريکايي توسعه غوښتنې سیاست مخه ونيسي ځکه په افغانستان کښی دامریکایانو ناکامی په ټوله سیمه کی د دوی ناکامی ده اولکه پرون چې يي ټوله نړۍ دکمونيزم له شرڅخه وژغورله نن هم کولاى شي چی په الهى نصرت سره هم افغانستان اوهم دسيمې هيوادونو ته دامريکايي زبرځواکي له شرڅخه نجات ورکړي ، چې دافغانانو دمقاومت دغه وړتيا نړيوالو هم درک کړې او اوس هريود دې  په لټه کې دى چې څرنګه وکولاى شي دخپل سياسي اوپوځي حمايت اوتائيد په اړه له اسلامي امارت سره روابط قائم کړي.

په لنډه توګه له اوسني اسلامي مقاومت سره دحمايت اوتائيد په هکله نړيوال په درو کټه ګوریو ويشل شوي:

په لومړۍ کټه ګوري کې ټول اسلامي امت دى، چې دخپلې اسلامي عقيدې په بنا له همدې اسلامي مقاومت څخه تایيد اوحمايت کوي اودهغه مادي اومعنوي مرسته کوي.

دوهمه کټه ګوري هغه هيوادونه دي چې له امريکايانو سره په سيمه کې سياسي، پوځي اواقتصادي رقابتونه لري، هغوي په همدغه رقابت کې دوړاندیتوب  له وجې دموجوده افغاني مقاومت ملاتړکوي-

اودريمه کټه ګوري دنړۍ خپلواک هيوادونه دي کوم چې نه غواړې ددوي په څنګ کې امريکايي استکبار وده وکړي، هغوي هم دخپلو مصالحو په بنا داوسني پوځي مقاومت حمايت کوي-

خو البته دا باید واضح کړو چې دغه حمايت په اوسنيو شرایطو کې په سري ډول موجود دى مګردوخت په تيريدو او دشرایطو په مساعدتوب سره به  هغه پخپله به تدريجي توګه سره ان شاء الله حتما ښکاره سي-

6 – سوال:  له نړیوال عدم  تایید او یا په بله معنی له نړیوال مخالفت سره سره اسلامي  امارت تر کومه حده په افغانستان  کې دخپل پوځي او سیاسي وجود په خوندې ساتلو قادردی؟

ځواب : تيرو تاريخي وقایعوته په کتلوسره داخبره ښه راڅرګنديږي چې افغانان که په عادي حالاتو کې يوله بل سره هرڅومره مخالفت لري خو د اجنبي يرغل په مهال بيا ټول هماغه ذات  البيني مخالفت پريږدي اوټول په يوه غږ د دښمن په مقابل کې په يوه صف کې دريږي، په همدې اساس که زه داخبره وکړم چې اسلامي امارت دخپل حاکميت ترمهال اوس دافغانانو په زړونو کې ډيرمحبوبيت موندلى هيڅ مبالغه به نه وي، ځکه هغه مهال داسلامي امارت مواجهه له داسې چا سره وه چې هغوي هم زمونز افغانان وو ځکه چی په هیواد کی بی شمیره متضادی ډلی ټپلی موجودی وی، چه هری یوی یی مشروع او نامشروع اعمال ترسره کول؛ او دهیواد حکومتی نظام یی بیخی له مینځه وړی وو ددی اعمالو د اصلاح لپاره او هم ددی لپاره چی هیواد د تجزیی څخه و ژغورل شی او په افغانستان کی یو واحد اسلامی نظام رامینځته شی دهمدی بنیاد پر خاطر مونږ دخپل ملت او په خاصه توګه د دینی علماو په بیا بیا غوښتنه دی کار ته اړ کړل شوولو چی په نتیجه کښی تر ډیره حده اهداف هم حاصل کړه شوه، اواوس بيا دهغه برعکس داسلامي امارت دمقابلې سنګر ديرغلګرو امريكايانو په وړاندي پرانستې ، هغه امريكايان چې په عقيدوي اوتاريخي لحاظ د مسلمانانو سخت ترین دښمنان دي، له همدې وجې نن هرافغان دغه سنګر له عقيدې اودين څخه ددفاع يواځنى مستحکم  سنګر بولي اودهغه حمايت اوټينګوالى دځان شرعي مکلفيت ګڼي، چې په دې سره اسلامي امارت په مجموع کې دټولو افغانانو اوهيواد والو له ملاتړ څخه برخمن  اوقوي کيږي-

تاسي چې له اسلامي امارت سره دنړيوال مخالفت خبره وکړه زه ستاسو له دې ټکي سره موافق نه یم  اوپه دې هکله وايم چې له اسلامي امارت سره مخالفت په هیڅ صورت نړيوال حيثيت نه لري بلکې هغه یواځې په امريکا اوڅو هغو هيوادو پوري محدود دى چې د امريکا په پله باندې روان دي- له امريکا اودهغه له یو شمیرانډيوالانو پرته نور ډير جهتونه  لکه مخکې چې مو وویل همدا اوس له اسلامي امارت سره دمختفی حمايت اوملاتړ په درشل کې قرارلري  چې په نیژدې راتلونکي کې به دغه سلسله نوره  هم  پراخه او کاميابه شي-

7 – سوال:   دافغاني لانجې  دحل په  اړه  اسلامي امارت  له هیواد څخه دبهرنیو ځواکونو دبي قید او شرط وتلو خبره  کوي، بهرني ځواکونه  بیا دسولې  په پروسې کې داسلامي امارت  دګډون  او وسلو په ځمکه ایښودلو خبره کوي د دغو دواړو متضادو مواقفو  په موجودیت کې دیوه معقول حل امکانات  څومره  شوني  بلل کېدای شي . ؟

څواب : امريکايان اودهغوي ایتلافي ملګري دافغاني قضیې دحل په اړه ډیرې داسې خبرې کوي چې په واقعيت کې هغه کار ترسره کول له بشري عقل څخه ډيرليري وي-

هغوي اصلا نه غواړي چې افغاني لانجه پاى ته ورسيږي، هغوي نه غواړي چی افغانان خپلواک اسلامي نظام ولري، هغوي اصلا نه غواړي مسلمان افغانان دیو اسلامي سپیڅلي نظام ترسوري لاندې دترقي اونیکمرغې ژوند ولري .

که هغوي په واقعي توګه ددې لانجې دحل غوښتونکي وي، دوی بايد په لومړي قدم کې بې قيد اوشرطه له افغانستان څخه خپلې قواوې وباسي-

په دوهم قدم کې هغوي بايد ټول هغه زندانونه  چې دمجاهدينو داسارت اوتعذيب ولو لپاره يي جوړکړي هغه که په داخل دافغانستان کې وي که په خارج کې په عاجله توګه وتړي اوپه دريمه مرحله کې هغوي بايد د مجاهدينو دنامه درناوى وکړي اوهغوي بايد په استهزاء آميزه الفاظو ونه نوموي، کوم لیسټونه چې دوی د مجاهدينو داستهزایي نومونو اودهغوي  دمجازاتو لپاره ترتيب کړي هغه په مکمله توګه له مينځه يوسي-

داهغه شرایط دي چې اسلامي امارت دافغاني لانجې دواقعي حل لپاره وړاندي کړي-

داچې امريکايان اويا دهغوي په لاس مينځته راغلې مزدوره اداره داسلامي امارت دمجاهدينو دوسلو په ځمکه ايښودلو خبره کوي  دا بلکل له امکانه ليري خبره ده ځکه هیڅ سالم عقل دانه ایجابوي چې څوک دې خپله اسلحه دجنګ په میدان کې دښمن ته په خپله حواله کړي ځكه دا كار هلاكت دى او الله تعالى مسلمانان له هلاكت څخه منع كړي، الله تعالى فرمايي : (وَأَنفِقُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلَا تُلْقُوا بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ وَأَحْسِنُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ) ، اوبله خبره داده  چې اسلامي امارت هغه مهال چې دامريکايانو او دهغوي دایتلافيانو ترزيات پوځي  فشار لاندې وه، هم دغه خبره ونه منله اوس مهال چې الحمد لله مجاهدين دلوى خداى جل جلاله په نصرت په ډيرښه پوځي اوسياسي موقف کې قرار لري، څرنګه به دغه تنازل ومني چې خپلي وسلې یواځې پدې خاطرتسليم کړي چې دوی ته په مزدوره  اداره  کې مشارکت ورکړل شي-

اسلامي امارت په افغانستان باندي حاکميت ددي لپاره غواړي چې هالته يو اسلامي نظام عملي کړیى شي، نه دا چې فقط هغوي تش په نوم  داشغال شويو اداراتو په سرکي راشي.

8 – سوال: دافغاني  لانجې دهواري په غرض د اسلامي کانفرانس  او یا دځینو نورو اسلامي  هیوادونو رول  څرنګه ارزيابي كوي ؟

ځواب: مونږ دافغاني قضیې دهواري په غرض دهرچا له لوري دسوله ايزو هڅو استقبال کوو، خو دافغانستان  په داخلي چاروکې دلاسوهنو اجازه اوحق هيچ چاته نه ورکوو.

مونږ مخکي هم ویلي اوس هم وایو چې په افغانستان کې اوسنۍ اصلي لانجه دبهرنيو قواوو يرغل دى، هرڅوک که غواړي چې په واقعي توګه  په افغانستان کې سوله رامنځته شي هغه دي خپلې هلې ځلې له افغانستان  څخه  دبهرنیو یرغلګرو دبیرته وتلوپه لاره کې  په کار  واچوي .

په افغانستان کې دبهرنیو یرغلګرو ځواکونو دنه موجودیت په صورت کې  په  دې هیواد کې دامن راوستل  دافغانانو حق اودهغوي مسؤلیت دی .

افغانان په ډيره ښه توګه سره داتوانا يي لري، چې دبهرنيانو له عقب نشيني وروسته دخپل هيواد امنيت اودهغه داخلي چارې سنبال کړي.

دهيواد له امنيت، دهغه له حريم اومعتقداتو څخه دفاع دا خپله دافغانانو وظيفه ده- هغوي دغه وظيفه هم د انګليسي يرغل په مهال، هم دروسي يرغل په دور اوهم اوس دامريکايي يرغل په مهال په ډیره ښه توګه سرته رسولې.

افغانان افغانستان خپل کوربولي؛ دخپل کورامنيت ساتل  دوی خپل حق بولي  اوتربل هرچا دوی  هغه په ښه  صورت ترسره کولاى شي.

هو!  هغه څه چې افغانان ورته ضرورت لري هغه دادي چې نړيوال دي ددوی مظلوميت واوري، اسلامي کانفرانس،اسلامي هيوادونه اوملګري ملتونه بايد دهغو مظالمو په وړاندې کوم چې دامريکايانو لخوا په ډيره بې رحمي سره په افغانانو ترسره کيږي، بې تفاوته پاتې نشي، امريکايانو چې نن په دغه  پرمختللي عصر کې په مظلومو افغانانو کوم  وحشت اوبربريت ترسره کړى هيڅ انساني ضمير دهغه منلوته آماده ندي، لهذا اسلامي کانفرانس ملګري ملتونه اوټول اسلامي اودنړۍ نورخپلواک هيوادونه بايد له خپل مکلفيت اواخلاقي مسؤليت څخه کار واخلي اوپه افغانانو باندي دي دوحشي امريکايانو ددغو مظالمو مخنيوى وکړي.

نن په نړیواله کچه دانساني ژوندون اوسالم معاشرت لپاره بین المللي  لوایح اومقررات  وجود لري چې دهمدغو مقرراتو په عملي کولو باندې  د امريکايانو په شمول  ټول ولسونه یو ډول مکلفیت لري .

دملګرو ملتونو اداره، اسلامي کانفرانس اونور بشري سازمانونه  دامسؤلیت لري  چې  د دغو لوایحو اومقرراتو منل اوپلي کول  دنړۍ په ټولو هیوادونو باندې  علی السویه عملي کړي، نه دا چې دهغوي تنفیذ یواځې په مستضعفو هیوادونو او ولسونو پوری محدود وبولي او دامریکا په څیر مستبد قوتونه پریږدي  چې هر څه یې زړه وغواړي هغه په بیوزله ولسونو باندې ترسره کړي.

اسلامي امارت  دخپل مسلمان ملت به ملاتړ په افغانستان کې دامن  په راوستلو  ښه قادر دی؛  داسې امن چی بیلګه یی دخپلی واکمنې پر مهال نړیوالو ته ښکاره کړیده چې خپله امریکایانو هم په هغه اعتراف کړی، هغه  په افغانستان کې نه داسلامي کانفرانس  نه دملګرو ملتونو اونه د ناټو ځواکونوته دامنیت دراوستلو لپاره ضرورت لري، بلکې اسلامي امارت له اسلامي کانفرانس او ملګرو ملتونو نه دا غوښتنه لري چې دخپل نفوذ په استعمال سره باید امریکایان دیته اړباسي چې له افغانستان څخه خپل عسکر  وباسي، اسلامي امارت  داسلامي او بیا افغاني مصالحو دتحفظ په صورت کې له هر چا سره که هغه ملګري ملتونه دي، که اسلامي کانفرانس دی که ګاونډی هیوادونه او که دنړۍ نور خپلواک هیوادونه او ارګانونو دي په دې باره کې تعامل او مفاهمی ته حاضر دی.

همدا راز اسلامي امارت دملګرو ملتونو ادارې ته دا ورپه زړه کوي  چې هغوي دې دخپل  نړیوال صلاحیت له مخې  دغه وحشي او لیونی مجرمین هم دخپلو قوانینو په رڼا کې مجازات کړی .

مونږ وینو چې نن دنړۍ ټول ازاد ولسونه حتی خپله امریکایان هم دبوش په جنګی مجرمتوب باندې اعتراف کوي او د دغې ادعا لپاره  په نړیواله کچه کافی شواهد اواسناد هم موجود دي؛ نو دملګرو ملتونو سازمان باید دغه جنګي مجرم جورج ډبلیو بوش دجنګی جرمونو نړیوالې محاکمې ته  دمواخذې  لپاره  راکش کړي.

9 – سوال : په دې وروستیوکې دخبري رسنیو لخوا دافغاني لانجې دحل په اړه دسعودي عربستان  دمینځګړیتوب  خبرونه خپاره شول  تاسوپه دې مورد کې دسعودي عربستان رول ته په کومه سترګوګوري ؟

جواب: سعودي عربستان د اسلامي هیوادو په منځ کې د یوه ځانګري مقام او حیثیت درلودونکی دی، دمسلمانانو دسترپیغمبرحضرت محمد صلی الله علیه وسلم له لوري داسلام  دمقدس دین بنسټ همالته ایښودل شوی،  د مسلمانانو قبله  هالته  وجود لري او همدا شان د د مسلمانانو د پیغمبر مبارک مسجد همالته ده.

د سعودي عربستان  چارواکو او ملت له افغانانو سره د روسی یرغل په مهال، خپل اسلامي او انساني حمایت او کومک کړی؛ مونږ اوس هم د امريكايي یرغل په مهال د هغوي د اسلامي او اخلاقي مرستو هیله لرو، مونږدسعودي عربستان له پاچا ملک عبدالله خادم الحرمین الشرفین حفظه الله څخه  داغوښتنه لرو چې هغوي  او ولس یې د افغانستان او ټولو اسلامي اشغال شویو هیوادونو د مظلومو مسلمانانو د برحقه قضایاو په اړه خپل مسؤلیت سرته ورسوی، هغوي باید د افغانستان، عراق، فلسطین او نورو اسلامي هیوادونو له قضایاوو څخه دفاع وکړي، د هغوي حمایت وکړي او په مالی توګه ددغو مسلمانو اشغال شویو هیوادونو مساعدت وکړي، دا چې الله تعالی په دوی باندې د خپل رحمت له مخې د رزق د پراخي تر څنګ د سوچه  عقیدې او ښو افکارو لورونه هم کړی هغوي باید د هغې په شکرانه کې د نړۍ د مظلومو مسلمانانو حمایت وکړي.

10- سوال  :  داوباما په راتګ  سره دامریکا لخوا د نړیوالو قضایاو  په تیره دافغانستان په اړه نوې صفحه دخلاصیدو  په حال کې ده او باما  اسلامي امارت  ته دیوه شنه څراغ  دورکولو په توګه دګوانتنامو زندان تړلو حکم ورکړ، د هغه د دغه  اقدام  په مقابل  کې له اسلامي امارت  څخه  دکوم  متقابل غبرګون هیله کېدای شي ؟

جواب: د اوباما دغه اقدام هیڅ  مثبت اقدام نشي بلل کېدای، ځکه مونږ وینو چې نن  د بګرام په هوایې ډګر، د پل چرخي او قندهار په زندانونو کې په زرګونو بیګناه افغانان بندیان دي، دګونتنامو زندان تړل به هغه وخت  دیوه مثبت اقدام  په توګه بلل کیدای شوای چې دهغه زندانیان ازاد کړیی شوي اوخپلو کورونو اوخپلوانو ته راغلي وای، خو اوس خبره داسې نده ځکه دګونتنامو زندان بیګنا زندانیان له ګونتنامو نه نورو زندانونو ته وړل کیږي چې داکار دبندي لپاره هیڅ ارزښت نه لري، ځکه بندي چې له خپل کور اوخپلوانو لري وي هغه ته بیا ګونتنامو اوغیرګونتنامو برابر دي  اوباما که له یوی خوا په شکلي توګه دګونتنامو زندان دتړلو خبرې کوي خو له بلې خوا بیا  ددی پر ځای چې له افغانستان څخه  موجود ځواکونه وباسی د لا زیاتو قوتونو د رالیږلو خبری کوي، چې د ا ټول بی سنجشه او بی ګټی اقدامات  د افغانستان په هکله داوباما د یوې خونړۍ جنګي استراتیژۍ معنا ورکوي داسې  استراتیژې چې له امله  به یې زیات امریکایي عسکر دافغانانو د جهاد په نتیجه کې له مینځه یو وړل شي  ان شاء الله.

11- سوال  : دناټو تړون  غړیو هیوادونو ځینو چارواکو په مکرر ډول  دسولې په پروسې کې  دطالبانو په  مشارکت  ټینګار کړی له دغه چانس نه په استفادې سره اسلامي امارت  تر کومه  حده دځان په ګټه  نفع پورته کولای شي ؟

ځواب: که د ناټو تړون غړي هیوادونه په واقعي توګه اسلامي امارت ته د یوه مطرح سياسي او پوځي  قوت په حیث قایل وی نو هغه دی لطفا د اسلامي امارت  غوښتنو ته هم په احترام قایل شي، د اسلامي امارت غوښتنه دا ده چې امریکایان او د ناټو تړون قواوی چې په نامشروع توګه افغانستان ته راغلی او هره ورځ په دی هیواد کی زمونږ پر مظلوم ولس باندی وحشیانه اعمال ترسره کوی چه زمونږ سپین ږیری؛ ښځی او ماشومان په ډیره بی رحمانه توګه دخپلو پر مختللو الوتکو ټانګونو او توپونو په ذریعه په شهادت رسوی چی ددوی د راتګ له پیل څخه تر اوسه زمونږ دګران هیواد ولس یو لک دپاسه بی ګناه مسلمانان شهیدان کړیدی پدی بنیاد دغو ناروا کړنو ته په کتلو سره پکار ده چی دوی فوځی قواوی ژر تر ژره له افغانستان څخه وباسی؛ ځکه دلته اصلا  ټوله ستونزه بهرنی یرغل جوړه کړې که هغه ختم شي نوره ټوله لانجه خپله حل کیږي.

مونږ امريكايانو اودناټو تړون غړيوهيوادونو ته دا وايو چې تاسو دافغاني قضیی په اصلي حل فكر وكوي دافغاني لانجې  حل يواځي په قدرت كي دطالبانو په اشتراك سره نشي راتلاى ترڅو چي ټولي بهرني قواوي له افغانستان څخه نه  وي وتلي، ځكه افغانان دخپل افغاني غيرت له مخي هيڅكله هم په خپل هيواد كي اجنبي حاكميت ندى منلى.

12 – سوال  : دافغاني  لانجې داخلي  او بهرني  لوري ټول پدې خبره اصرار کوي  چې یواځې پوځي   حل لاره دغې لانجې ته دپای ټکې  نشي ایښودلای  باید دتفاهم له لارې هغه هواره کړیی شي تاسو پدی هکله دیوې ممکنه  معقولې حل لارې څه تجویز کوي ؟

ځواب : هو! بلې مونږ  هم  ډیر له مخه  دا خبره امریکایانو ته کړې وه خو  امریکایان په هغه  وخت کې خپل امريكايي غرور داسې په سر اخیستي وه چې دهیڅ سوله ایز معقول حل قبلولو ته اماده نه وو  اوپه ډیرغرور اوبی فکره سره یې   دټولو ملي اوبین المللي قوانینو خلاف په افغانستان یرغل وکړ؛ دا چې هغوي افغانستان  د یوه پوځي  اشغال له لارې لاندی کړی نو اسلامي امارت  هم د هغوي  په مقابل کې دفاعی اقدام په توګه پوځي  مقابله غوره بللې او ترڅو چې په  افغانستان کې دغه یرغلګری قواوې موجودې وې اسلامي امارت به   هم د مسپلې د حل یواځېنې لاره مسلح جهاد او د هغوي په مقابل کې مقاومت بولي.

کله چې دمجاهدینو دبرحق جهاد او مقابلې په نتیجه کې امریکایان عقب نشيني ته اړایستل شي په هغه صورت کې بیا اسلامي امارت د ټول هیواد په کچه د قضیې د موثرو لوریو له تشکل څخه درا یو ځای کېدا یوه طرحه په نظر کې لري چې د هماغې په ترڅ کې به د افغانستان د راتلونکې سياسي نظام په اړه خبره کیږي.

خو اوس مهال اسلامي امارت د امریکایانو او ناټو د شړلو تر ټولو غوره لاره  د جهاد او پوځي  مقابلی تداوم بولي، او د هغې تر څنګ یې بیا د سياسي کمیسون لخوا د افغاني قضیې د ذی دخلو لوریو د مفاهمې، د هغوي د دعوت او همدا راز د هغو افرادو چې د امریکایانو په تبلغیاتو خطا شوي او نن  دهغوي تر څنګ ولاړ دي د جلب او دعوت سلسله پیل کړې چې لله الحمد ښې مثبتې پایلې یې لرلې.

13 – سوال :  دمتنازع  فیها قضایاو تاریخ ته  که وکتل شی   دهغوي هیڅ  یوه هم دسیاسي  حل لارې په وسیله نتیجې ته نده رسیدلې مثلا دفلسطین  لانجه  دکشمیر لانجه  او داسې نورې   ستاسوله نظره دداشانې لانجو دحل لپاره   دسیاسي اوپوځي  حل لارو ترمنځ کومې یوې ته ترجیح ورکول په کاردي  ؟

ځواب: داچې د ښمن د یوچا په کور باندې د یرغل قصد کړی وي او غواړې هغه له مینځه یو سي نو طبیعي خبره ده چې د هغه د دفع کولو لپاره بالمثل  پوځي   اوهجومي اقدام ته  ضرورت  دی  او تر بل هر اقدام یواځې همدغه پوځي  عمل موثر واقع کېدای شي، الله تعالی هم مسلمانانو ته په دې هکله داسې ارشادکوي:

فَمَنْ اعْتَدَى عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُوا عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدَى عَلَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ) سورة البقرة الآية 194

اسلامي امارت هم په داسې حال کې چې په افغانستان کې د یرغلګرو په مقابل کې د مقاومت  په جبهه کې قرار لري، ددښمن دیرغل ددفع کولولپاره یواځې پوځي  لارې ته ترجیح ورکوي  البته د پوځي  غبرګون تر څنګ غواړې  چې دلانجې د هواري  په غرض له اسلامي کانفرانس، ملګرو ملتونو، او نورو مؤثرو جهتونو سره هم خبره وکړي او غواړې هغوي پدې پوه کړي، چې افغانان هیڅ کله هم د جنګ لپاره د چا کورته ندې ورغلی، بلکې دا امریکایان دي چې ددوپ هیواد یې اشغال کړی او هغوي یې د خپل هیواد د ازادۍ په خاطر مقاومت ته مجبور کړي.

14 – سوال  : اسلامي تاریخ ته  په کتلو سره  مسلمانانو ټول میدانونه  له پوځي  لارې فتح کړي  داسلام مرکز  مکه مکرمه  په  پوځي   اقدام فتح  شوې دنړۍ په نورو هیوادنو کې  اسلامي حاکمیت  تر ډیره بریده له پوځي   لارې راغلی  ایا اوس هم دمسلمانانو لپاره له  خپلو مقدساتو، نو امیسو او غصب  شویوا سلامي هیوادونو څخه   د دفاع  پخاطر  پوځي  حل لاره   په سیاسي حل لارې باندې ګټوره نده ؟

جواب: هو دا خو مسلم حقیقت دی چې اسلامي حاکمیت په نړۍ کې د ډیرو قربانیو سرښندنو او د فداکاریو په نتیجه کې راغلی، همدا راز د اسلامي مقدساتو او نوامیسو څخه د دفاع لپاره نورو  ډیرو قربانیو او فدا کاریو ته ضرورت لري، ټول مسلمانان باید دخپلو غصب شویو ځمکو دبیرته ترلاسه کولولپاره تربل هرڅه پوځي  حل لارې ته ترجیح ورکړي  اوپه همدې لاره کې هر راز قربانۍ ترسره کړي.

اسلامي امارت هم دا دخپل ځان مکلفیت ګڼی چې له خپل هیواد څخه د دفاع  او په هغه کې د اسلامي حاکمیت د راتلو په غرض دامريكايي متجاوز دښمن په مقابل کې پوځي  سنګر  پیاوړي وساتې، البته د دغو پوځي  هلو ځلو تر څنګ د مفاهمې او دعوت لاره هم باید له پامه ونه غورځول شي، تر څو خلګ دا فکر ونکړی چې اسلامي امارت یواځې د جګړې په سیاست باور لري، مونږ د پوځي  هلو ځلو تر څنګ خلګو ته د مفاهمې میز ته د خبرو دعوت هم ورکوو چې هغه په خپل ځای کې د مثبتو پایلو رول لوبولای شي.

15 – سوال  :  په پخوا کی دافغانستان  په شمول  په نړۍ کې ډیر ځایونه  مسلمانانو د دښمن په خلاف پوځي  سنګر ګټلی دی

خو د واک لاسته کولو او سیاسي  تعاملاتو  په سنګر کې بیا تل پاتې راغلي وي ستاسي له نظره  د دې پاتې راتلو علت  څه دی ؟

جواب دا چې مسلمانان د الهی ارشاداتو مطابق د کفارو په مقابل کې په جهاد او مبارزې لاس پورې کوی او د خپلو معتقداتو د دفاع په لاره کې قربانی ورکوی په نتیجه کې  الله تعالی د هغو په برکت دوپ ته په دښمن غلبه ور نصیب کوی او دوی  په دښمن باندې غالبه  کوي .

خو الله تعالی لکه چې مسلمانانو ته په جهاد امر کړی همدا راز پې په ذات البینی اتحاد او اتفاق باندې هم امر ورته کړی- الله تعالی  فرمایې: (وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا…) سورة آل عمران الآية 103

نو مسلمانان باید له کفارو سره د مقابلی په مهال او هر وخت د نورو اوامرو تر څنګ دغه حکیمانه امر هم عملي کړي، رښتیا هم مسلمانانو د خپلو سرښندنو په نتیجه کې هر ځای عسکري میدان ګټلی دی،

خو سياسي میدان یې بیا فقط د خپل منځی اختلافاتو او نزاعاتو له وجې بایللی وی او دښمن هم ډیر دی خبری ته متوجه وی چې د مسلمانانو په مینځ کې سیاسی، لسانی، منطقوی او قومی اختلافات را پیدا کړی او دهغوي په وسیله د مسلمانانو په مینځ کې خپلو دسیسو ته لاره هواره کړی، مسلمانان که غواړې چې په ټولو میدانو کې کامیاب شي باید په خپل مینځ کې اتحاد او اتفاق خپل کړی ځکه دمسلمانانو اتحاد اویوالی دهغوي دهراړخیز داپمي موفقیت ضامن دی؛ الله تعالی دمسلمانانو دصف  دیو والې په هکله فرمایې: ( إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِهِ صَفًّا كَأَنَّهُمْ بُنيَانٌ مَرْصُوصٌ) سورة الصف الآية 4

همداشان مسلمانان  له ذات البیني اختلافاتوڅخه منع کوي او ورته  فرمایې : 😦 وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ وَاصْبِرُوا إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ) سورة الأنفال الآية 46

نن چې اسلامي امت  په کوموستونزواومصیبتونو مبتلادی دهغه یواځینی لامل دمسلمانانو ذات البیني اختلافات اوبي اتفاقې ده، باید مسلمانان  دخپل تیر مجد دلاسته  راوړلو لپاره اسلامي وحدت په خپلو منځونوکې  قائم کړي، الله تعالی دې دټولې نړۍ مسلمانانو ته دغه  وحدت ورپه  برخه کړي .آمین.

16 – سوال : په هیواد کې د امریکایی اتحاد په مقابل کې اوسنی جهادي مقاومت یوازی د طالبانو لخوا پر مخ بیول کیږی؟ او که د هغوی تر څنګ د افغان ولس نور لوری هم شتون لری؟

جواب: دا چې امریکایانو په مجموع کې په افغانستان یرغل کړی او افغانستان د ټولو افغانانو مشترک کور دی لهذا هغوی ټول دا خپل اسلامي او افغاني مسؤلیت بولی چې په مشترکه توګه له خپله کوره دفاع وکړی.

اوس چې د لوی خدای په نصرت د یرغلګرو امریکایانو په مقابل کې په ټول هیواد کې جهادي مقاومت ښه وسیع او پراخ شوی، ددی مقاومت او جهاد په مورچلونو کې د طالبانو تر څنګ د هیواد ټول هغه باغیرته اتل افغانان چې په هیڅ صورت په خپل هیواد باندی د اجنبی حاکمیت منلو ته تیار نه دی  وجود لری، چې د بیلګی په توګه د افغانستان د مشهور جهادي شخصیت د اسلامي حزب مشر مولوی محمد یونس خالص رحمه الله زوی او قائم مقام مولوی انوار الحق مجاهد د خپلو پیاوړو مجاهدینو سره یو ځای د اسلامي امارت تر قیادت لاندی په ډیره میړانه او غیرت سره جهاد کوی، او همدا راز د مجاهد کبیر محترم انجنیر ګلبدین حکمتیار صاحب جهادي موقف د ډیری ستاینی وړ دی، همدا شان د پخوانی ټولو جهادي تنظیمونو هغه مخلص مجاهدین چې پرون یی د روسی یرغل په مهال له خپل هیواد او عقیدی څخه د دفاع په سنګرونو کې جهاد کړی وو، نن د اسلامي امارت تر بیرغ لاندی د امریکایی یرغل په خلاف په جهاد لګیا دی.

سر پر دی باید ووایم دغه کوم اسلامی او سپیڅلی جهاد چی په افغانستان کی د امریکایی اتحاد پر ضد روان دی دا یوازی د افغانانو مسؤولیت نه دی، بلکی د ټولو مسلمانانو دینی او ایمانی وجیبه ده، او د دوی مسؤولیت دی چی د خپلو وړونو -افغانی مجاهدینو- تر څنګ ودریږی، او په بیلا بیلو ډګرونو کی د هغوی مرسته او ملاتړ وکړی، برابره خبره ده که دغه ملاتړ په مال سره وی، په نفس سره وی، په دعا سره وی او که په نورو ډګرونو کی وی.

او نور هغه یو شمیر جهتونه او اشخاص چې د امریکایي اتحاد دتوطیو او شعارونو له وجی د دښمن د دسایسو تر اثر لاندی راغلی د هغوی په اړوند هم اسلامي امارت خپلی ټولی هلی ځلی په کار اچولی تر څو له هغوی سره  مشترک او مثبت تفاهم ته ورسیږی او هیله لرو چی هغوی دخپلو وروڼو مجاهدینو په صف کی ودریږی.

17- سوال : ستاسی د اداری پر مهال ستاسو نظام ته په کتلو سره نړیوال او ډیر خلک داسی انګیری چی اسلامی امارت دعصری تعلیم او په تیره بیا دښځینه تعلیم سره مخالفت لری؛ ستاسو له انده دا خبره درسته ده که نه؟

جواب: زه ددی خبری سره موافقت نلرم چی اسلامی امارت دعصری تعلیم سره مخالفت لری بلکه د اسلامی امارت د اداری پر مهال عصری تعلیم ته دستونزو سره سره تر ډیره بریده پاملرنه شوی وه اسلامی امارت هغه مهال دهیواد ټول پوهنتونونه او ښوونځی پرانستل او هغوی لپاره یی په کافی اندازه وسایل اودرسي مواد برابر کړه دا پداسی حال کی چی د اسلامی امارت دحاکمیت څخه وړاندی دهیواد ګڼ شمیر پوهنتونونه او ښوونځی تړل شوی وه ان چی زیاتره یی دخپل مینځی شخړو له کبله وران او ویجاړ شوی وو؛ او دهیواد بی شمیره بچی د هر راز زده کړو څخه محروم پاتی شوی وو؛ دښځو د زده کړی یا تعلیم په هکله باید ووایم چی اسلامی امارت دخپل حاکمیت پر مهال دوخت او حالاتو سره سم دغه تعلیم ته  هم توجه کړی وه او د هیواد په غټو ښارونو لکه کابل؛ قندهار؛ مزار؛ هرات؛ جلال اباد او داسی نورو ښارونو کی دښځینه تعلیم لپاره نیمایی او بشپړ عالی تعلیمات تر سره کیدل په تیره بیا د طب په برخه کې ددی سربیره د لومړنیو او منځنیو ښوونځیو زده کړی د یو لړ سختو اقتصادي ستونزو له کبله که څه هم په منظمه کچه نه وو موجود خو په محلی او کورنی مدارسو کی ترسره کیدل.

دښځینه تعلیم په هکله باید ووایم لکه څرنګه چی د نارینه و لپاره تعلیم ضرور دی دغه ډول دښځینه و لپاره هم ضرور دی پدی بنسټ اسلامی امارت پدی اند دی چی تعلیم د نارینه او ښځی دواړو لپاره ضروری او لازمی دی؛ پدی شرط چی په اسلامی اصولو بناء وی؛ تا چی دنړیرالو خبره وکړه مونږ ددی په ځواب کې داسي وایو: که دوي زمونږ سره د اوسنیو مرستو چی د ګوډاګي اداری سره یی کوی لس فیصده یی زمونږ سره کړی وای نو مونږ به د هیواد په کچه ټولې تعلیمي اداری د نارینه او ښځینه و لپاره پرانستلی وای او په نړیوالو تعلیمي معیارونو به مو هم عیاري کړی وای خو دحیرانتیا خبره دا ده چی نړیوال خپل کومکونه د فاسدی اداري سره کوي چی هغه ټول دفساد او اختلاس ښکار کیږي.

18- سوال : ستاسو دنظر څخه داسی فهمول کیږي چی د نارینه واو ښځینه و لپاره تعلیم لازمی بولئ او هغه دخپلی پالیسی یو بنسټ ګڼئ خو مونږ د یو شمیر مطبوعاتو له لاری اورو چی داسلامی امارت مجاهدین د ښوونی او روزنی مراکز تړی او تردی چی په ځینو حالاتو کی سوځوی؛ تاسو پدی اړوند څه وایاست؟

ځواب: دا خبره له واقعیت څخه لری او دا ټول د دښمن د ناوړه تبلیغاتو یوه برخه ده ځکه د اسلامی امارت مجاهدین زیاتره ځوان زده کوونکی دي او هغوي د زده کړې قدر او اهمیت ښه پیژني؛ بل داچې اسلامی امارت دخپلی اداری پر مهال هر کال زیاته برخه پانګه دتعلیم او تربیی دمراکزو د ودانولو لپاره ټاکله؛ نو اوس به څرنګه هغوئ خپل جوړ کړی شوی علمی مراکز او یا د نورو ازادو ارګانونو لخوا څخه ودان کړی شوی علمی مراکز په خپلو لاسونو ورانوی؟ پدی هکله باید ووایم چی مونږ خپلو مجاهدینو ته ویلی او امر مو ورته کړی چی د مکاتبو د سوځولو عاملین معلوم او مجازات کړی؛ هغوئ په دی مورد کې یو لړ اقدامات هم ترسره کړیدی چی په ترځ کې یي یو شمیر وران کار اشخاص دمجاهدينو دکرښو څخه دباندی ونیول شول چی دغه تخریبي کړني تر سره کولی؛ دوی  پخپلو تحقیقاتو کې وویل چی د امریکایانو د ځینو شبکو لخوا ددغسی او دیته ورته نورو تخریبي اعمالو په ترسره کولو سره  پیسی ورکول کیدلی.

پدی اساس مونږ وایو چې زمونږ په هیواد کې د ټولو ورانیو او بدختیو عاملین امریکايیان دي؛ دوی نه یوازی داچې زمونږ مکتبونه را ورانوي بلکې هره ورځ زمونږ دبیګناه وروڼو وینی په ظالمانه او وحشیانه توګه تویوی؛ ټاټوبي کورونه او کلي په ډیره بی رحمانه  توګه بمبار وی چی له خاورو سره یي خاوری کوي.

19- سوال  : لکه څرنګه چې تاسو ته معلومه ده چې په افغانستان کې بیلابیل نظریات او افکار موجود دي دبیلګی په توګه حنفیت؛ سلفیت؛ اهل تشیع اخوانیت او داسي نور؛ دافغانستان اسلامی امارت پدي اړوند څه راز پالیسي لري؟

ځواب: افغانستان دټولو افغانانو شریک کور دی او ټول به په ګډه په ښه فضا کې دلته ژوند تر سره کوي؛ همدا ډول د افغانستان اسلامی امارت پخپل هیواد کې دټولو حقه افکارو او نظریاتو احترام او درناوی لري؛ او ټولو ته پخپلو حقوقو باندي په مساویانه توګه پدي هیواد کې قایل دي؛ او د افغانستان اسلامی امارت پخپل هیواد کې د یو واحد اسلامي نظام تر سیوری لاندي ټولو هیوادوالو ته دیو سوکاله؛ ارام؛ او ښه ژوند غوښتونکی دی.

20- سوال  : یو شمیر نړیوال او دکرزی اداره دا ادعاء کوی چې داسلامی امارت مجاهدین د مخدره توکو د عاید څخه ګټه اخلی او ددی توکو کرهنې او قاچاق ته وده ورکوي؛ ایا رښتیا هم د اسلامی امارت مجاهدین دغه رنګی کارونه ترسره کوي؟

ځواب: دغه ډول تبلیغات بیخی د حقیقت او واقعیت څخه لري دي؛ ځکه چې اسلامي امارت پالیسي د هیچا څخه پټه نده؛ هغه دخپلې اداري پر مهال د ټول هیواد په کچه د مخدره توکو کښت؛ قاچاق او تجارت په بشپړه توګه بند کړی وو؛  خو په خواشینة سره باید ووایو چی  د اسلامی امارت دومره غټ مثبت اقدام ته نړیوالی اداری دپام وړ  او کامیاب غبرګون ونه ښود؛  بل داچې داسلامی امارت پالیسي د اسلام پر اصولو ولاړه ده او اسلام ددغو توکو استعمال ته اجازه نه ورکوي؛ نو څه راز به داسلامی امارت مجاهدین دارنګی اعمال ترسره کړی؟ که اصلي واقعیت ته وګورو نو پدغه کار کې خپله امریکايیان او ددوی مزدوره اداره ککړه ده؛ ځکه چی پر افغانستان د امریکا یرغل سره جوخت دغه کښت دوباره شروع او په پریمانه کچه وده ورکړی شوه چی پدی خپله غربیانو هم اعتراف کړی او څرګنده کړیده چې ددوی (مزدوره) اداره پدغه کار کې په کامله توګه ککړه ده.

خو په تاسف سره باید ووایو چی ملګري ملتونه او ځیني نړیوال ددغي فاسدي اداري سره خپل تعلقات او کومکونه جاري ساتي؛ پداسی حال کې چې دغه اداره نه یوازي داچی په مخدره توکو کې ککړه ده بلکې هر ډول فساد پکښي موجود دی برابره خبره ده که هغه اقتصادی فساد وي که اجتماعي فساد وي او که اداري فساد وي خو ددې ټولو فساداتو سره سره بیا هم د نوموړی اداری ملاتړ کوي؛ نو ددې څخه داسي څرګندیإي چې ددوی دغه حمایت د نوموړی اداري فساداتو ته وده ورکول دي؛ پدي بنیاد د افغانستان اسلامی امارت دملګرو ملتونو او نړیوالو څخه غوښتنه لري چې خپلې ټولې مرستي او حمایت دی د دغي نا مشروع اداري سره په بشپړه توګه بند کړی؛ او هم خپلې ټولې اړیکی ورسره قطع کړي؛ او ددې پر  ځاي دی دوی خپلې مرستې او اړیکې دملت له حقیقي نمایندګانو سره وساتی.

21- سوال :  په وروستۍ پوښتنه کې مودنړۍ مسلمانوته څه پیغام لرئ؟

خپلو هیوادوالو او د نړۍ مسلمانانو ته مو دا پیغام دی چې هغوي دې دالهي ارشاداتو اونبوي سپیڅلیو لارښو ونو په رڼا کې دطاغوتي دسایسوله  اضرارو څخه ځان محفوظ کړي .

نړیوال استکبار غواړي  دخپلو شیطاني توطیو يه لوموکې مسلمانان راګیرکړي ، هغوي یودبل په خلاف  استعمال او د هغوي  ترمنځ  دبي اعتمادي فضا را منځته  کړي.

خومسلمانان باید ددښمنانو دغومهلکو دسیسو ته متوجه وي  داسلامی هیوادونو چارواکي باید په خپلو مسلمانوولسونوباندې اعتماد وکړي دخپلوهیوادونو په دفاع اوساتنه کې یواځې له هغوي نه کار واخلې او د دښمنانو په  دسیسو هغه له ځانه لیري نه کړي  .اوهمداراز  زمونز مسلمان  ولسونه هم بايد دخپلو اسلامي هيوادونو ددفاع اوپه هغو كي دثبات دتحقق په خاطر دخپلومسلمانو مسؤلينو حمايت وكړي  اوهغوي ديته مجبور نه كړي چي د خپلي كمزوري له وجي  دكفارو په دسيسو كې راګير شي

په اسلامي هیوادونوکې  دچارواکو اودهغوي دولسونوترمنځ  کشمکشونه  په همدوغو هیوادونوکې داجنبي دښمن  دسلطې لپاره زمینه مساعدوي  اود اسلامی امت لپاره  دګډوډۍ او ناکامی سبب ګرځی.

امریکایې اسلام دښمنه پالیسې د دیموکراسې اوترقې ترعنوان لاندې دټول اسلامي امت  اوپه مجموع کې دټولې نړۍ لپاره دتباهۍ،بربادۍ  اوګډوډې تریخ پیغام له ځانه سره لري ، که دنړۍ اسلامي هیوادونه غواړي چې په خپلو هیوادونو اومنطقه کې  یې سوله،ترقي او امنیت تأمین  شي هغوي  ته په کاردی  چې په خپلوهیوادونو کې  دګدوډۍ اوبي نظمۍ دمخنیوي په غرض  تربل هرڅه له مخې  خپلې ټولې هلې ځلې داسلام  دښمنه امریکایې  تحرکاتو اودهغوي شیطاني دسائسومخنیوي ته متوجه کړي  .

هغوي باید په افغانستان  اوعراق کې  دامریکایانو خلاف جنګیدونکو مجاهدینو تاپید، حمایت  اوملاتړ وکړي، ځکه  په افغانستان اوعراق کې  دامریکایانو خلاف  پرانستل شوی پوځي  سنګر په مجموع کې دټول اسلامي امت او په خاصه توګه دمظلومو هيوادونو څخه  ددفاع  دسنګر حیثیت  لري، په دغه پوځي سنګر کې دمجاهدینو بریالیتوب  په ټولیزه توګه  دوحشي امريكا په مقابل کې داسلامي امت دبریالیتوب په معنی دی، اوخدای ناخواسته  په دغه مورچل کې دمسلمانانو ناکامې  دامريکا په مقابل کې دټول اسلامي امت  د ماتې اوناکامې په معنی دی.

په افغانستان اوعراق کې  دامريكايي یرغلګروپه مقابل کې دمجاهدینوبرحق جهاد او مقاومت نن د یرغلګرې امریکا طاغوتي وقار اوهیبت  ترپښو لاندی کړی، هغوي ته یې دخپلو سرښندنو اوفداکاریو په نتیجه کې ملاماتوونکي ګوزارونه ورکړي، دایمان اوعقیدې په زوریې دهغوي پرمختللې تکنالوژۍ  اوپرمختللې وسلې ناکاره کړې  اوپه مجموع کې دمستکبرې مستبدې اوجابرې امریکا امريكايي استکبار اواستبداد یې دنړۍ دبی وزلومسخره ګرځولی، لهذا دنړۍ داسلامي اونورو خپلواکو هیوادو  چارواکو ته داپه کارده  چې له دې طلایې فرصت نه په استفادې سره په کلي توګه  دامریکا  له شر څخه دټولې نړۍ دنجات اوژغورنې په خاطر دمجاهدینو ملاتړ وکړي.

افغاني مجاهدین نن دلوی خدای جل جلاله په نصرت  دنړۍ له مخې دیوې بلې مغرورې  امريكايي امپراطورې  دورکیدو اوختمیدو په حال کې دي،  هغوي په  ټولونړیوالو اوپه تیره  اسلامي هیوادونو باندی اخلاقا داحق لري  چې په دغه عظیمې شاهکاري کې دسرښندونکو افغانانو حوصله افزایې اوتقدیروکړي  .

په اخیر کې په ټول هیواد کې د اسلامي حاکمیت په هیله

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.

————————————

پیژندنه:

محترم ملا اغا جان معتصم د سید عبد الستار اغا زوی په کال ۱۳۵۰ هجري شمسي چی د 1971 میلادی سره سمون خوری  د کندهار ولایت د پنجوایي ولسوالۍ د نلغام په کلي کې زیږیدلی.

لومړنۍ او متوسطه زده کړې یې د خپلې سیمې په مدارسو کې پای ته رسولې.

او هم یی ددی تر څنګ دقندهار او سيمی له معتبرو علماو او استاذانو څخه زده کړی کړی خو لوړی او عالی  زده کړی یی دهجرت په ټاټوبی کی دسیمی د دود مطابق سرته رسولی.

جهاد:   دروسی یرغل په مهال یې د کندهار ولایت په مختلفو جهادی جبهاتو کې د پام وړسهم اخیستی.

له تحریک سره پیوستون یې:

په افغانستان کې د طالبانو له خوا د اسلامي تحریک د تأسیس له پیل نه  د تحریک د مشر ملا محمد عمر مجاهد حفظه الله له نیژدی او با اعتماده ملګری په حیث د تحریک  په لیکو کې د یو فعال غړی په توګه پیژندل شوی، نوموړی د خپلی جهادی مبارزی په مهال د مقاومت په ډیرو میدانونو کې شرکت کړی، او دری ځلی شدیدا زخمی شوی چې الله تعالی شفا ور بخښلی، او د اسلامي امارت د حاکمیت پر مهال یې لاندې مهم مسؤلیتونه تر سره کړی:

د افغانستان د اسلامي امارت د مشر تابه په دفتر کې د خاص هیأت ریاست.

د افغانستان د اسلامي امارت د مالیې وزارت.

د افغانستان د اسلامي امارت د هیواد په کچه د اداری تشکېلاتو د کمیسیون ریاست.

په افغانستان باندې د امریکایي یرغل ورسته  ارام نه کښیناست اود هغوی په خلاف یې جهادی هر راز فعالیتونه تر سره کړل، چی په مالي، پوځي، فرهنګي او دعوتي برخي کې د پام وړ نتائج درلودلی دی.

او اوس مهال د اسلامي امارت  د سیاسي کمیسیون د مسؤل په توګه دنده تر سره کوی، د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي کمیسیون ویب پاڼي د خپلو درنو لوستونکو خاصتا خپلو هیواد والو ته د اسلامي امارت د موقف واضح کولو لپاره له نومړی سره یوه هر اړخیزه او جامعه مرکه ترتیب کړی.

——————————————————–

مركه كوونكي: احمد مختار

د مرکې ځای: د اروزګان ولایت د ګیزاب ولسوالۍ کومه چی له تیرو څلورو کلونو راهیسی د اسلامي امارت  دمجاهدینو  له لوري اداره کېږي.

د طالبانو څخه مجاهدینو لپاره لایحه

 

د افـغـانستــان اسـلامــي امــارت

 

دارالانشاء

 

د مجاهدینو لپاره لایحه

 

بسم الله الرحمن الرحيم

 

نحمده ونصلې على رسوله الكريم.

امابعد: فقد قال الله تبارك و تعالى:  {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلاً }سورة النساء آية۵۹

دالله تعالى په لاره کې جهادكول هغه عظیم الشان  عبادت اوستره فريضه ده چې په كولوسره يې داسلامي امت عزت اودالله تعالى دكلمې لوړوالى راځي، جهاد دمسلمانانود کامیابۍ او عظمت  هغه لوړ عزم دى چې له بركته يې د اسلامي امت دسيادت او سعادت شمله رپيدلى شي، كومو ولسونو چې  جهاد كړى هغوئ دخپلواكۍ او آزاد ژوند  له الهې نعمته برخمن شوي خو برعكس دامو هم له تاريخي پيښو زده كړي، چې كوم ولس توره په تيكي كې ننه ايستې  دجهاد او شهادت لاره يې پریښې، پرته له دې چې  د غلا مۍ او اسارت  توهين آميز ځنځیر یې غاړې ته لویدلی  وي بله ګټه يې نده ترلاسه كړې .

اوس چې مجاهدين دكلمة الله داعلاء، دخپل مسلمان  ولس او اسلامي امت دسرلوړي په تكل دمقدسو وينو نذرانې وركوې ددې اړتيا تر هروخت ډيره محسوسيده چې دروښانه  جهادي تګلاري دلاښه ځليدا  لپاره يوه داسې جامع او هر اړخيزه  لایحه يا اصولنامه دهر مجاهداو مسلمان په لاس كې وي چې له كبله  يې هغه وكړاى شي چې خپل هدف لاښه مشخص او دشريعت دقوانينو په رڼا كې داسلام ددښمنانو اوددوئ دمرستندويانو كوايف  په ګوته اوپه اړه  يې د تصميم نيوني  اود وروستۍ پرېکړې په لاركې ټول شته ابهامات  او شبهات  قلع او قمع كړي .

 چې  دا دى ددې ضروري اړتیا له مخې داسلامي امارت مشرتابه دهيواد له جيدو او  نوماندو علماؤ، مفتيانو پوهانو او اهل خبره  اشخاصو سره له مشورو وروسته دمحمدي (ص)غراء شريعت په رڼا كې دا لایحه او اصولنامه  په ( ۱۳) برخو او(۶۷) مادوكې تصويب كړه چې مراعاتول او په عمل كې پلې كول يې د اسلامي امارت د هر مسؤل او مجاهد مكلفيت او وجيبه ده  چې  په جهادي چارو كې به ددې لایحې دمقرراتو او موادو په رڼا کې  خپلې چارې سنبالوي  او په تمامه معنى  به ټول مسؤلين او مجاهدين  ددې اصولو  او  لوایحو بشپړ پابندوي.

لـــومـــړۍ بـــرخه

دامــن ورکـولـو  مســائــل

 

1 – هرمسلمان کولاى شې چې دكابل د مزدورې ادارې كاركوونكواو واكمنو ته  دعوت ورکړي ترڅو هغوئ په دې  فاسدې ادارې كې دندې  او وظائف پريږدي او ورسره مقاطعه   وكړي،که چادا ډول  دعوت قبول کړبیابه دولايتي مسؤل یاولسوال په  اجازه دامنيت   ضمانت ورکول كيداى شي، البته هغه كسا ن چې په اوسنۍ  مزدوره ا داره كې يې  مسؤلیت ترسره کړی وي اویایې په انفرادي توګه  مسلمانانوته ډیرضرر رسولى وي یوازې د  ولایت دمسؤل په اجازه امن وركول كيداى شي.

 

۲کومو کسانوته چې امن ورکړل شي  که دغو کسانو دخپل اقتدارپه وخت کې ( چی له کفارو یا د هغوئ له غلامې ادارې سره یې کار کاوه) دچا مال یا نفس ته تاوان رسولی وي اوس  دى دالله تعالی له جانبه مکلف دی چې حقدار ته خپل حق ورکړي اوکه یې ورنه کړي نو ګنا ه ګار دی، البته  محکمه اویا بل څوک  د هغه جرم تاوان په زور نشي ورڅخه اخستلای اونه هم سزا ورکولای شي، خو که  داقتدار په وخت کې يې  دچامال وړی وي اواوس عین هغه مال ورسره موجود وي  نودمال اصلي مالکان خپل مال  ورڅخه اخستلای  شي او که عین هغه مال  ورسره موجودنه وي بیاتري په زوره تاوان نشي  اخستلای، البته که یې  داقتدار په وخت کې یاله هغه مخکې له چا څخه قرض  یا نور پلورل اوپيرودل په رضا کړي وي اوحق یې ورباندې پا تې وي دهغه طلب ترې کیدای شي اوكه يې محکمه په دا ډول شخصي موضوعاتو کې طلب کړي نو دا شخص به  ورته حاضریږي .

۳هغه څوك چې ددعوت  يا بلنې دمنلو څخه وروسته پر خپلو ژمنو وفا ونکړي او ښکاره غدر وکړي له نوموړي سره شوې وعده لغوه  او د دوهم ځل امن  وركولو په صورت کې  دولایت له مقام څخه اجازه اخستل ضروري ده .

۴کوم شخص چې د يرغلګرو او د هغوئ د ګوډاګۍ ادارې سره همكاري پريږدي او مجاهدين يي تضمين وکړي بيا که کوم مجاهد دغه شخص ووژني  او یا کوم نقصان ورته ورسوي، د داسې عمل کوونکي سره به د اسلامي اصولو په رڼا كې چلند کیږي .

۵داوسنۍ فاسدې ادارې كوم مربوط شخص که دمسلمانانو په قتل تورن وي، مسلمانان هم ورڅخه كركه او نفرت لري او د مقابل لوري له ليكو څخه راووځي، مجاهدين دې له داسې کس څخه  دبیرته نه اوښتلو او چاته دضرر نه رسولو ضمانت واخلي او په خپل صف کې دې دیوه مصلحت له مخې ځای نه ورکوي، نوموړی دي خپل عادي ژوندکوي، خوبیا هم دولسوالۍ مسؤل په دې مکلف دی چې  په نوموړي باندې تر پوره  باور او اطمينان پورې څارنه او تعقيب وكړي، البته ديوه لوى كار په تر سره كولو لكه  خارجي اشغالګر یا لوړ پوړي چارواکې ووژني، یایې مجاهدینو ته ژوندي په لاس ورکړي، یا هم په زیاته  اندازه وسله اومهمات مجاهدینو ته راوړي بیادې د زيات  امتیاز د وركولو لپاره مشرتابه ته معرفي كړاى شي .

۶كه دمخالف لوري  څخه څوك  له کوم مجاهد نه وغواړي چې زه به مجاهدینو ته په مخالف صف كې خدمت کوم خوته اوستا دخپل  دلګي يا ګروپ  مجاهدين دې ماته تكليف  نه رسوي مجاهدينو ته  دارتباط په صورت کې یوازې د دا ډول خاص امن  ورکولواجازه شته، عمومي امن نشي ورکولای، اوهم به  دداسې ارتباط په صورت کې مجاهد دخپلې ولسوالۍ دمسؤل څخه اجازه اخلي او ولسوال بيا د والي څخه  په اجازه اخستلو مکلف دى، له دغه امن  وركونكې شخص اودلګي څخه پرته نور مجاهدین دنوموړي شخص دمرګ یا تکلیف ور رسولو په صورت کې هيڅ مسؤلیت نه لري ځګه چی نوموړې ته خصوصي امن  ورکړل شوی  وو.

 (دوهمه برخه شهامت وب پاڼی نده چاپ کړی) 

دريــــمـــه بــــرخـــه

دجـاســوسـانــوپــه هـکـلــه

 

13-که چېري پریوه شخص باندې دجاسوسۍ ثبوت پيدا شي  هغه په اوسني وخت کې ساعي بالفساد بلل کیږي، دولایت مسؤل دتعزیر ورکولو اوله وطن څخه دشړلو اويا په کومه مناسبه طریقه سره دنوموړي شخص له جاسوسۍ څخه دبندولو صلاحیت لري،  دنیول شوي جاسوس وژل  دامام يانائب امام صلاحيت دى بل څوک يې  دوژلو حکم نشي کولای .

 

۱۴هركله چې  جاسوس دساعي بالفساد په بڼه يا مفهوم وپيژندل شو نو  په لاندې څلور ګونو طريقو يې ثابتول حتمي دي.

 

لــومـړى :            چې  دوه كسه شاهدان  پري  د جاسوسۍ  شهادت وركړي  .

دوهـــم :              نوموړى په خپله خوښه  له اكراه او زور پرته پر خپل ځان دجاسوسۍ اعتراف  او اقرار وكړي .

دريــم :                                          هغه قرائن  (اسناد) چې د  غالب ګمان دپيدا كيدو سرچېنه بلل كيږي    لکه د جاسوسۍ ځانګړي آلات (سامانونه) چې  د جاسوسۍ لپاره په خاصه  توګه  استعمالیږي  او جاسوسان  تري  دجاسوسۍ لپاره  استفاده كوي اوداسې نور ې علامې .

 البته دقرینې حالت هرڅوک نشي معلومولای ، نو دمحکمي دوجود په صورت کې به قاضي او د نه موجوديت  په صورت کې به دنظر خاوند، مدبر اومتدین مسؤل دقرینې  قوت اوضعف ته وګوري، که قرینه ضعیفه وه په تعزیر کې دې  تخفیف (سپكوالی) راولي اوکه قرینه قوي وه نو  دقرينې دقوت په اندازه   دي  تعزیر سخت كړي،  تردې که قرینه دومره قوي وه چې پوخ یقېن يې افاده كاوه بیا که یې امام یا نائب امام په وژلوکې مصلحت وليدنو  وژلای یې هم شي.

څــلـورم :              خبر عدل، عدل هغه کس ته ویل کیږي چې  ډیر انصاف دار ه وي، تعصب لرونکی نه وي    له کبائرو (لویوګناهونو) څخه ځان ساتي او په صغائرو (کوچنیو ګناهونو) استمرار (دوام)   نه کوي ..

 

۱۵په زور یعني وهلو، ویرولواونورو تکالیفو ورکولو اقرار اخستل اعتبار نه لري او نه  هم جرم پرې ثابيتېداى شي، كه مجاهدین له نوموړي شخص سره  داسې وعده وكړې چې که اقرار  دي وکړ بیا به  امتياز درکړو دا ډول وعدې دوه قسمه دي یو یې هغه دي چې اکراه اوزور تري  معلومیږي  لكه اقرار اخستونکی ورته ووایې چې که تا  اقرار وکړ بیا دې نه وژنو، یادي نه وهو، یادي پریږدو اونه دې بندي کوو.

نوموړي متهم  ته  دا ډول ژمنې وركول   له ده  څخه پر اقرار اخستلو باندې یو قسم  اکراه (زور) دی ځکه چې متهم فکر کوی چې که اقرار ونه کړي نو بیا وژل کیږي، یا وهل کیږي او  یا هم بندي کیږي په دغه صورت کې  يې که  اقرار وکړ نو اقرار یې اعتبارنه لري، خوپه وعده باندې وفاورسره لازمي ده.

دوهم قسم هغه وعده ده چې اکراه (زور) تري نه  معلومیږي لكه  ورته ووایې چې که دې اقرار وکړ پیسې به درکړو اویابه کوم منصب اومرتبه در کړوپه دغه صورت کې که اقرار وکړې اقرار یې اعتبار لري  او وعده ورسره پوره کول لازمي ده، البته اقرار اخستونکي باید دینداره او باتدبیره اشخاص وي چې په اکراه (زور)سره داقرار مخه ونیول شي ځکه چې د اجبار او زور اقرار په شريعت کې اعتماد او اعتبار نه لري  .  مجاهدین باید داسې وعدي له چاسره  ونه کړي چې دپوره کولو اراده  یې نه لري.

همدا رنګه  په نورو خلکو باندې یوازې دجاسوس اقرار یا شاهدي بسنه (کفایت)  نه كوي  پدې صورت  كې  هم په  (۱۴) ماده کې یادې شوي څلور طریقي  دتعميل وړ دي  او بايد دهغو په رڼا كې اجرآت تر سره شي .

 

۱۶كه د مجاهدینو په چا باندې دجاسوسۍ شک پیداشي اوهغه سړى په غلامه اداره كې ښکاره وظیفه ونه لرې اومجاهدین یې پرضداقدام کول ضروري وبولي نو د ولایت له مسؤل څخه به اجازه اخلي.

 

۱۷که کوم کس په جاسوسۍ باندې متهم وي اوجرم یې دشرعې اصولو په رڼا كې  پوره نشي ثابتیدلای خو مجاهدین ترې اندیښمن وي او په اړه یې شکوک لري د ولایت مسؤل کولای شي چې له دغه شخص څخه پوخ تضمېن واخلي، پوخ تضمین دا معنی چې د اړوندې سيمې اعتمادي خلك  او د نوموړي کس خوا خوږي  کسان یې ضمانت  وکړي او یایې له وطن څخه وشړي .

 

۱۸كله كه كوم مجرم  په قتل محکوم او دوژلو حكم يې شوى وي هغه كه جاسوس وي، که بل اسير وي اويا  هم مجرم وي  دټوپک په وسېله دې ووژل شي او عکاسي  کول يې ممنوع  دي .

 

څـلـــورمــه بـــرخــه

دښمن ته دلوجيستيکي اوساختماني فعاليتونو دتر سره کوونکوپه هکله

۱۹هغه شخصي موټر چې دکفارو مالونه انتقالوي او یا يې نور خدمت کوي د هغوئ سوزول، اومصلحتا يې پريښودل   هم جائز دي خو د پیسو په مقابل کې يې  پریښودل او استفاده ورڅخه كول ممنوع دي .

۲۰هغه موټروانان (ډرايوران) چې دکفارو مالونه  انتقالوي، د مالونو د انتقال په حال کې که  ونیول شي بیا يې تعزیر يا په اسیر تبادله کول، مصلحتا او يا په پاخه  تضمین  پريښودل د ولایت دمسؤل صلاحیت دی که نوموړي اشخاص نه نیول کیدل بیا يې مجاهدین موټر ویشتلای شي .

۲۱هغه ټیکه داران (اجاره داران) چې کفارو او دهغوئ غلامې ادارې ته  نظامي مرکزونه جوړوي او يا تيل او نور مواد ورته انتقالوي او دمجاهدینو له خبرداري سره سره بیا هم دا کار نه پریږدي  نوکه دا اجاره دار ونيول شي يوازې دولایت  مسؤل حبس اونور تعزیر ورکولای شي، په اسیر یې تبادله کولای شي اوهم یې د اړوندې سيمې د اعتمادي خلکو يا د نوموړې  کس دخوا خوږيو کسانو له لوري په قوی ضمانت پریښود لای شي، او که یې دوژلو وړ وبولي نو دمرګ  په هکله به یې له امام يانائب امام څخه هدایت غواړي البته دپیسو په بدل کې یې پریِِښودل منع دي،  او که دا ډول عناصر له خپلو نامشروعوكارونو څخه  نه  بندیږي او نه هم نیول کیږي  بیا چې دهر مجاهد لاس پرې برشې ويشتلاى اووژلای یې شي.   

پــنــځــمــه بــرخـــه

 د غنيــمت پــه اړه

 

۲۲–  غنیمت دمحاربوکفارو هغه مال ته ويل كيږي  چې  په جنګ  كې ونیول شي، په افغانستان کې دغنیمت حکم دادی چې پنځمه برخه به  د ولایت مسؤل ته سپارل کیږي، د ولایت مسؤل به یې دمشرتابه په هدایت دخمس په مصارفو کې لګوي او څلور برخي دهغو مجاهدینو دي چې دجنګ په صحنه  کې حاضر وي او یا د هغو کسانو دي چې لاندې دوه شرطونه پکې موجودوي.

لومړى: همدغه جنګ ته به دومره نیږدې وي چې كه کومک ورڅه وغوښتل شي  نو ور رسیدای شي اوکومک ورکولای شي .

دوهم: همدغه جنګ ته به اراده لري او ورته آماده به وي، دمثال په ډول قومندان دجنګ په نیږدی ساحه کې اماده کړي وي چی که ضرورت شو همدغه جنګ ته مو را غواړم  که دغه دواړه یا یو شرط  موجود نه وي بیا په غنیمت کې ورسره شريك نه بلل کیږي  . 

 ۲۳که له خارجي یرغلګرو څخه د جنګ  په پايله كې  پیسي یااجناس  ونیول شي نوداغنیمت دی او که جنګ ورسره ونشي اومجاهدین پري  غالب اومسلط شي بیا” فئ ” ګڼل  کیږي اوبیت المال ګرځي.

۲۴دغلامي ادارې مالونه که بهرنیانو  ورکړي وي او مجاهدینو ته په لاس ورشي حکم یې داسې دی لکه له خارجیانو څخه چې ونیول شي، اوکه دامالونه دافغانستان له پخوانیو حکومتونو څخه پاتې وي او یایې له داخلي  عوائدو څخه تر لاسه کړي وي بیت المال  بلل کیږي،البته دشک په صورت کې چې مجاهدین یې  تفكيك (بيلوالی) نشي كولاى بیا دې ددغو مالونو په هکله دولایت له مسؤل څخه هدایت وغوښتل شي، كه مجاهدینو په جنګ كې نیولی وه، والي به یې دامام یا نائب امام په امر دغنیمت په شکل تقسیم کړي ترڅوپه دغه شکمن حالت کې ديوې خوادامام یانائب امام په شرعي صلاحیت سره د جواز په لاره عمل شوی وي اوله بل اړخه به مجا هدين  احتياطاله خیانت څخه ساتل شوي وي.

اوکه یې له جنګه پرته  نیولي وه بیا خو په هر صورت کې بیت المال بلل کیږ ي د امام یا نائب امام په امر دجهادي ضروریاتو په پوره کولو کې مصرفيږ ي .

۲۵هغه پیسي چې له عمومي خزانې ((بانك)) څخه راایستل شویې وې او دمعتمد په لاس کې وې  او تر دې  وخت پوري یې مزدورانو او مامورینو ته نه وې تقسیم کړې که دخارجیانو پیسې وې حکم یې داسې دی لکه مستقیما چې له خارجیانو څخه ونیول شي او که د غلامې ادارې څخه یې را ایستلې وي حکم یې داسې دی لکه دادارې څخه چې یې ونیسي، البته که دا پیسې مامورینو او مزدورانو ته ورکړل شویې وې بیا یې دغه مامورین اومزدوران  مالکان ګرځي امام او د ولایت مسؤل کولای شي چې دغه کسانو ته تعزیر ورکړي خودغه پیسې ورڅخه اخيستل کیدای نشي، دمؤسسودمزدورانو اجرت (مزدوری ) هم دا حکم لري.

  26– ددښمن هغه مالونه چې په ځینو صورتونو کې غنیمت ګرځي که یې مجاهدین کاروانونه له لارو څخه په جنګ راوګرځوي او ویې نیسې خوغنیمت دي اوکه یې بي جنګه ونیسي نوبیا یې دوه صورتونه دي: یو دا چې  د امنيتي عسكرو پرته  مالونه انتقالوي:   په دې صورت کې نیول شوي مالونه فئ دي بیت المال ګرځي, بل دا صورت دی چې  د انتقال پر وخت  کې امنیتي عسکر ورسره وي لکن مجاهدین  بي جنګه پرغالب شي په دې صورت کې دې بیا دولایتي مسؤل له لورې احتیاطا دامام یانائب امام په اجازه دغنیمت په شکل تقسیم شي .

 شپـــږمــه بــرخــــه

د تشـكيــلاتــو پـه هــکلــه :

 

27-  ولایتي مسؤلېن مكلف دي چې په ولایتي سطحه  داسې کمیسیون جوړکړي چې غړي يې دكار اهل او تعداد یې له پنځو تنو څخه کم نه وي،  ولایتي کمېسون دې د ولسوال په څنګ کې هم دولايتي مسؤل په موافقه د ولسوالۍ په سطحه دا ډول کمیسونونه جوړکړي، چې د دواړو کمیسیونونو ځینې غړې به دهغوئ د کار په ساحه کې حاضروي.

۲۸ – د ولا یتونو او ولسوالیوکمیسیونونه به د خپلو نورو کارونو ترڅنګ دمجاهدینوپه ليكو كې دبدو خلکو څارنه کوي او والي ته به یې معرفي کوي، د مجاهدینو د خپل مینځي اختلافاتو او دولس او مجاهدینو تر مینځ د اختلافاتو د حل کولو کوښښ به کوي او د اسلامي امارت د ټولو فرامینو او لوايحو د تطبیق څارنه به کوي، دتخلف کونکو د متوجه کولو او اصلاح کوښښ به کوي او دنه اصلاح کیدو په صورت کې به یې والي ته معرفې کوي.

 29- په کومو ولسوالیو کې چې د اسلامي امارت د مجاهدینو فعالیتونه بارز او څرګند دي دولسوال په حیث دې مسؤل ورته تعین كړاى شي، ولسوال دې بیا د مافوقو ((لوړ رتبه)) مسؤلینوپه موافقه یو داسې کس د ولسي چارود ترسره کولو دپاره دمعاون يا مرستيال  په حیث تعین کړي چې  په نظامي چارو کې يې مصروفيت ډيرنوي،تریوه حده په ولسي چاروبلداوتجربه کار وې اوهم یې خلک په اسانۍ سره پیداکولای شي .

۳۰د نویوګروپونو او دلګیو جوړول بنددي، البته د اشد ضرورت په وخت کې دولایت د مسؤل په غوښتنه او د تنظيمه رئیس په موافقه یې له مشرتابه څخه منظوري اخستل کیدای شي، غیر رسمي او خپلسره دلګي (ګروپونه) دې  په رسمي  دلګیو پوري  مربوط شي اوکه له دي ارتباطه يې  انكاراوسرغړونه کوله بیادې بې وسلي كړاى  شي

 ۳۱د اسلامي امارت ویندویان د اړونده ادارې په وړاندیز د مشرتابه له لورې ټاکل کیږي او هغه به دټول  اسلامي امارت نمایندګي کوي، دولایتونو،دلګیواواشخاصوپه استازيتوب  هیڅوک حق نه لري چې له رسنیو سره خبري وکړي،  ددې اصل  مراعات كول به دبې نظمۍ، ګډوډۍ اوبی اتفاقۍ مخنيوى وكړي .

 ۳۲د هر ولایت مسؤل  دي دولایت په سطحه داسې شرعي محکمه جوړه کړي چې یوتن قاضي او دوه تنه جید علماء اعضاء ولري ترڅو دولایت په سطحه هغه درانه موضوعات حل کړي چې دولسوالیواوکلیوعلماءکرامو او مسؤلینو ته یې حل کول مشکل وي .

۳۳دولایت په تشکیل کې تنظيمه رئیس د والي  په مشوره تغیرات را وستلاى شي  او والي دولسوالیو په تشکیلاتوکې دولسوال په مشوره تغیرات راوستلاى شي اوهم به په نورو اړونده چارو کې دغه اصل په نظرکې نیول کیږي، البته  كه په دغه اړه تر مشورې وروسته دوالي او ولسوال نظرونه موافق نشي والي به موضوع تنظيمه رئيس ته وړاندې کوي، که تنظيمه رئيس او والي سره موافق نه شول تنظيمه رئیس به موضوع مشرتابه  ته وړاندي کوي.

اوومــــه بـــرخــه

 دمجاهدينوخپل منځي موضوعات :

 

۳۴پر مجاهدینو دخپل دلګي (ګروپ) مشر او پر دلګي مشر د ولسوالۍ دمشر او د ولسوالۍ پر مشر د خپل ولایت دمشر او دولایت پر مشر د تنظيمه رئيس او پر تنظيمه رئیس د امام او نائب امام اطاعت واجب دی  په دي شرط چې شرعا جائز وي .

 ۳۵کوم چا  ته چې  مسؤلیت وركول كيږي  نو بايد دا لانديني اوصاف و لري:

تدبیر، تقوی، شجاعت،شفقت  اوسخاوت، د ټولو اوصافو دخاوند د نه پیدا کیدو په صورت کې  دتدبیراوتقوى مراعات لازمي دی.

۳۶که د مجاهدینو په ليكوكې څوك دکوم جرم مرتکب شي، اوخپل دلګى مشر یا ولسوال یې وغواړي چې دجرم له امله یې له صف څخه  وباسې دغه مشران به د نوموړې مجرم موضوع ولایتي کمیسون ته وړاندي کوي، ولایتي کمیسون به یې موضوع په دقیق ډول څیړي که یې جرم رښتيا هم د اخراج وړوه نو ولایتي کمیسون به د والي په موافقه پریکړه کوي، چې تردې  وروسته  به بیا بل څوک حق نه لرې چې دغه ايستل شوی فرد یا دلګى مشر اکمال کړي، البته که توبه يې وايستله  بیابه د ولایتي کمیسون او والي په موافقه په دنده ګمارل كيږي

۳۷دیوې ولسوالۍ یا ولایت کوم دلګى مشر که په بل ولايت او ولسوالۍ کې جهاد کوي کولای يې شي، خو د اړونده ولايتونو او ولسواليو له مسؤلینو څخه به اجازه اخلي او دخوښ كړاى شوي ولایت  او ولسوالۍ مسؤل یې مشر بلل کیږي مکمل اطاعت به یې کوي .

۳۸که کوم والي یا بل مشر له پخوا څخه په بل ولایت کې فعال ګروپ يا دلګى لري  دهغه ولایت مسؤل ته دې خپل دلګى  او مربوطه مجاهدين معرفي کړي چې لدې وروسته به دهغه والي اطاعت  کوي، په اجرآتو کې به له هغه څخه هدایت اخلي، او اکمال به  یې هم دولایت دنورو مجاهدینو په څیر دهغه ولایت مسؤلین کوي، د اسلامي امارت په تشکیلاتو کې عمومي محاذونه بنددي او داسې محاذونه د امارت دتشكيلاتو برخه نه ګرځې .

۳۹که دیوه ولایت کوم دلګی مشر په بل ولایت کې د هغه ځای له مسؤلینو سره دجهاد په چارو كې ملګرتوب كوي اوجهاد کول غواړي نو دنوي ولایت مسؤلین به تر هغه وخته پوري ځاي نه ورکوي او له ځان سره به یې نه ملګری کوي چې ترڅو یې دلومړني ولایت له ولایتي  مسؤل څخه د نوموړي شخص په هکله کره معلومات، اطمینان او موافقه نه وي تر لاسه کړي.

۴۰دلګى مشر(سر ګروپ) داحق نه لري چې دخپل ګروپ يا دلګي د ډیریدو په خاطر د بل دلګي مجاهدین ځان ته دعوت کړي، البته که کوم مجاهد دبل مسؤل سره یوځاى کیدل غواړي کولای شي، خو هغه جهادي اجناس چې پخواني دلګي مشر دجهاد دخدمت لپاره دغه ليوال شخص ته ورکړي وي او یا هم ددوئ په ګډه ملګرتیا کې نیول شوي وي او د دلګي حق پري ثابت شوى وي هغه اجناس به مخکېني دلګى مشر ته خامخا ور پر يږ دي .

۴۱داستشهادي بریدونو په هکله باید لاندينۍ څلور خبرې په نظر کې ونیول شي.

لـومـړى:                          استشهادي مجاهد باید تر برید مخکې  په ښه ډول تربیه شي.

دوهــم:               استشهادي حمله دې په لوړو او اهمو اهدافوترسره شي او د اسلامي امت دغه اتل بچى بايد په ټیټو او بي ارزښته اهدافو کې ونه کارول شي.

دريـــم:                              په استشهادي بریدونوکې  بايد دعامو خلکو د وژل کیدو او تلفاتو دمخنیوي زيات کوښښ  و كړاى شي.

څـلــورم:                                ماسیوا له هغو مجاهدینو چی د مشرتابه له لوري خصوصي پروګرام او اجازه ورکړل شوې وي نور ټول مجاهدین  مکلف دي چی په استشهادي بریدونو کې به دولایت له مسؤل څخه اجازه اوهدایت اخلی.

 اتـــمــه بــرخــه

 دتـعـليــم اوتـربيـې موضــوع

۴۲دتعلیم اوتربیې په اړوند به د اسلامي امارت په تشکیلاتو کې دتعلیمي کمیسیون له پروګرام او اصولو سره سم چلندکیږي، د ولایاتو او ولسوالیو مسؤلین به دتعلیمي چارو د پر مخ بیولو په لړ کې د نوموړې کمیسیون له تګلارې سره سم عمل کوي .

 

نــهــمــه بــرخــه

د مــؤسـسواوشــرکتـونـوپــه اړه

 

۴۳ولایتي مسؤلین به دمؤسساتو او شرکتونو په اجرآتو کې دمؤسساتود اړوندکمیسون په هدایت اجرآت کوي، البته کمیسون دمربوطه ولایت دمسؤل په مشوره مکلف دی، دنظر دنه توافق په صورت کې به له مشرتابه څخه هدایت غوښتل کیږي، دولایت، ولسوالۍاودلګۍ مسؤلین په خپل سر دپرېکړې  حق نه لري .

لـســمـــه بـــرخــه

ولــسي مــوضــوعــات

 

۴۴دسيمو اوسيدونكيو كه چېرته دحقوقي او په نورو خصوماتو كې دقضيې دحل په موخه مجاهدينو ته عريضه وكړه نو هر دلګی مشر دا حق نه لري  چې دعامو خلكو په موضوعاتو کې مداخله وکړي، البته یوازې د ولایت مسؤل، د ولسوالۍ مشریا دهغه مرستيال  کولاى شي چې دعارض په  عرض پاڼه غور وكړي او د اړونده مراجعو دلارې دي لومړى د منځګړو په توسط  په سولې او مشروع جرګه موضوع حل  اوفصل کړي،اوکه صلح يا د مصلحينو جرګه  ممکنه نه وه  بيا دي  دمحکمې دشتون په صورت کې  محکمې  ته راجع کړي، او كه  محکمې شتون نه درلود نو پدې صورت كې دې   دجیدو علماء کرامو دنظر موافق اجرأت وکړي.

۴۵داسلامي امارت په واکمنۍ کې چې کوم موضوعات اودعوي فیصله شوي دي په اوس وخت کې دهغو موضوعاتو بیا را ژوندي کول او څېړل بنددي، که څه هم یو طرف پري قناعت ونه لري، ځکه چې داوسنیو شرایطو په تناسب په  هغه وخت کې دزیات عدل امکانات برابر وو.

۴۶د ولایتونو،ولسوالیو، دلګیو مسؤلین او نور ټول مجاهدېن دې په خپل ټول توان سره دعامو خلکو دمرګ، ژوبلي او دهغوئ دموټرو او نورومالونو دضایع کېدو سره احتیاط کوي، دبې احتیاطۍ دکولو په صورت کې هر يو په خپل نوبت اوحیثیت سره ذمه وار بلل کیږي او دکړي جرم په اندازه به سزا ورکول کیږي.

۴۷که کوم مسؤل یاشخص د مجاهد له نوم څخه په استفادي عامو خلكو ته ضرر رسوي نو مافوق مسؤل يې په دې مکلف دى چې همدا فرد یا مسؤل اصلاح کړي، دنه اصلاح کیدلوپه صورت کې دې د ولایتي مسؤل له لوري د مشرتابه مقام ته معرفي کړي، مشرتابه به دخپل لزوم دیدسره سم سزاورکړي اویا که لازم وبولي دمجاهدینو له صف څخه  به یې خارج كړي . يــوولـسمـــه بــرخـه

د مـمنــوعـاتــوپــه هـکلــه

 

۴۸څرنګه چې دوسلو دټولولو بهیر دتحریک له پیل څخه بیا تر اوسه پوري په شدت سره روان وه، همدا تصفیه  کافي او بسنه كوي، تردې  وروسته بايد  له چا څخه دبیت المال په نامه دتصفیې په عنوان په زور وسلې  وانه خستل شي .

۴۹مجاهدین بايد  له پخواني حکم سره سم دسګريټ له څکولوڅخه په کلکه ډډه وکړي .

۵۰لغړزني (هغه  څوك چی دكم عمرۍ له وجې يې ږیرې  نه وي راغلې) له ځان سره په هستوګن ځايونو او نظامي مراكزو کې اوسول بنددي .

۵۱دمقدس شریعت په رڼا کې دانسان مثله ((غوږونه، پوزه، شونډي))  پري کول سخت منع دي، مجاهدین دي د دا ډول اعمالو څخه په کلکه  جلوګيري  وکړي.

۵۲داسلامي امارت مجاهدین دي له چا څخه په زور عشر، زکات اوچنده نه ټولوي اوخلک دې آزاد پريښودل شي  چې څوک یې خوښ وي هماغه ته دي  ورکړي.

 ۵۳مجاهدین دي دخلکو په کورونو کې تلاشي نکوي او که د تلاشۍ کولو سخته اړتيا وي بیا دي دولسوالۍ دمسؤل په اجازه د تلاشۍ لپاره  دکلي د مسجد امام او دوه تنه سپین ږېري دځان سره ملګري کړي.

۵۴د پیسو دپاره دخلکو تښتول که په هر نامه وي ممنوع دي او  دمربوطه سيمې  مسؤلین دي  په کلکه مخنیوی وکړي، که داسلامي امارت له نامه څخه  په استفادې څوک دا ډول عمل کوي دولایت مسؤل  به دغه جنایت کاران  د مشرتابه په هدایت بې وسلې کوي .

دوولــسمــه بــرخــه

تـــوصيــــې

 

۵۵هردلګي مشر ته په کار دی چې دخپلو ملګرو دجهادي تربیې اودیني، اخلاقي تعلیم لپاره بيلا بيل  وختونه تعېن کړي، دجنګ د حالت  څخه په غیر دي  تربیه اودیني او اخلاقي تعلیم نه پریږدي.

۵۶که خطرنه وي مجاهدین دې په مسجدکې په جماعت سره لمونځ ادا کوي، او که مسجد ته تلل مشکل وي په خپلوهستوګن ځایونو کې دې په جماعت سره لمونځ  کوی. تلاوت اوذکر ته دې خاصه توجه کوي  ځكه په تلاوت او ذکر سره په زړونو  کې اطمينان او قوت پیدا کیږي .۵۷مجاهدین دې خپل فکري قوت نظامي اړخ ته متوجه کړي، دسيمه ايزو شخړو او د ولسي مسائلو څخه دي ځانونه وساتي، ځکه  له یوې خوا دا كار مصروفیت راولي او دبلې خوا په خپل منځ  اوهم له ولس سره دبدنیتۍ سبب ګرځي،البته که ډیره ضروري موضوع وه په (۴۴) ماده دې عمل وكړي .

۵۸داسلامي امارت ټول کارکونکي دي کوښښ وكړي چې دمخالف لوري غوليدلي  کسان تسلیمیدو اووسلې ایښودلو ته تشویق کړي اوبیا دي ورسره په شویو وعدو وفا وکړي، په دې سره به له یوې خوا ددښمن صف کمزوری شي او  له بلې خوا به د داخلي کسانو له لوري پراته خنډونه کم شي او هم به په ځینو مواردو کې مجاهدینو ته وسلې اومهمات په لاس ورشي .

 ۵۹مجاهدین مکلف دي چې دولسي وګړو سره ښه اخلاق اوښه چلند وکړي او د عامو مسلمانانو زړونه دې ځانونو ته رانیږدې کړي، او د يوه مجاهدپه صفت دي داسلامي امارت دا سې استازيتوب  وکړي چې ټول هیوادوال ورته هر كلى ووايې  اودهمکارۍ  او مرستي لاس  ورکړي.

۶۰مجاهدین دې ځانونه دقومي، ژبني، او وطني تعصب څخه وساتي،  له حضرت ابو هريره رضى الله عنه څخه روایت دى چې وايې  ماله رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واوریدل چې فرمایل یې: (ومن قاتل تحت رایة عمية يغضب لعصبية او يدعو لعصبية او ينصر عصبية فقتل قتلة جاهلية) [جز‌‌ء من الحدیث] مشكوة 319 .

ژباړه: څوک چې تر نامعلوم بیرغ لاندې جنګیږي (یعني چې ښه اوبد یې  معلوم نه وي اوبي بصیرته پکې روان وي) او څوک چې دقومي تعصب له وجهي غوصه (قهر) کوي (نه دکلمی دلوړ والي دپاره) او یا قوم پالني  ته خلک دعوتوي  (نه د الله تعالی دپاره) او یا د قومیت دپاره چاته کومک ورکوي (نه دالله تعالی دپاره)بیا ووژل شو نو وژل یې یوه نوع دجاهلیت ده (یعني لکه تراسلام مخکې چې مړه شوي دي).

۶۱ما فوق مسؤل کولای شي چې له خپل ما تحت مسؤل سره وخت په وخت دجهادي اجناسو اومالي مصارفو په هکله محاسبه وکړي

۶۲دولایت مسؤل دې دولایت په سطحه، او د ولسوالۍ مسؤل  دې د منطقې له شرائطوسره سم په مناسب وخت کې له اړونده مسؤلینو سره دشویو عملیاتو او نورو کړنو دلاسته راوړنو او نواقصوپه هکله مشوره کوي تر څوپه راتلونکې کې دلاښوکامیابیوپه هکله په زړه پوري پروګرامونه  جوړکړي اوله تاوان څخه مجاهدين وژغوري .

۶۳–  مجاهدین دې دشریعت په چوکاټ کې خپله ظاهري بڼه لکه دسر ویښته، جامې، بوټونه اونور  دسیمې دعامو خلکوپه شکل جوړ كړي، چې له یوې خوا مجاهدینو اومحلي خلکو ته له امنیتي اړخه  ګټه ورسوي  اوله بلې خوا به مجاهدین په اسانۍ سره وكړاى  شي چی هرې خواته ولاړشي

ديـــارلـسمـــه بـــرخــه

دلايحې په هکله سپارښت

 ۶۴ددې لايحې په  يادو شويومادوکې دتغیر او تبدیل صلاحیت یوازې داسلامي امارت له مقام اود اسلامي امارت له رهبرۍ شوری سره دی،بل څوک که دکومې مادې دبدلولواویادهغې په خلاف دعمل کولواجرأت وکړي عذریې دمنلو وړ نه دی.

۶۵مرکزي نظامي کمیســونو نه ،دولایاتو او ولسوالیوکمیسیـونونه  مجاهدینو ته ددغــې لايحې  درسولو اوتطبیقولو دنده لري .

۶۶که چیري داسې یوکار دمجاهدینو مخې ته راشي چې  لايحه کې پري  بحث نه وي شوی، دولسوالۍ دموجوده مسؤلینو په مشوره دې حل کړاى شي، البته که بیاهم موضوع حل نشوه دولایت مسؤل ته دي  مراجعه وکړي، او که  له هغه سره هم دحل لاره نه وه له تنظيمه رئيس څخه دې هدایت وغواړي، اوکه بیا هم حل نشوه تنظيمه رئيس دي له مشرتابه څخه  هدایت وغواړي.

۶۷په پورتنیو مادو عمل کول لازم اوضروري دی، که څوک تري  سرغړونه  يا  تخلف وکړي له هغه سره به داسلامي اصولوسره سم چلند کیږي

   ومن الله التوفیق 

له طالبانو څخه یوه جدی هیله

 

له طالبانو څخه یوه جدی هیله

ګرانو وروڼو لکه څنګه چي تاسی پرون شاهدان وی، پرون د کابل هوایی ډګر ته په ورغلی سړک ځان مرګئ برید، وشو، او د یو څو تنو بحرنیو تر څنګ زمونږ ګڼ شمیر هیوادوال شهیدان شول، که چیری ددوی شمیر لس کسان ومنو، نو لس کورنئ د ویر او غم په ټغر کیناستی، راتلونکی اختر ته بیا د هفو یتیمانو شمیر زیات شو، چي خپل پلارونه غواړی، هفه زنانه چي د کور بل کفالت کونکئ نه لری او میړونه یی په دغه پیښه کی شهیدان شول، هفه به وروسته له دی هر چا ته محتاجی وی، په دغه سړک دومره زیات بیروبار وی، چي ډیره مشکله ده چي له بحرنیو موټرو سره سړئ فاصله ونیسی، نو کله چي حمله کونکئ حمله کوی، هغه په دی ښه پوهیږی، چي لس پنځلس کسه هیوادوال به شهیدان کیږی، آیا د یوه مسلمان وینه هم زیات اهمیت نه لری؟؟؟

کوم بم چي د انتخاباتو څخه وړاندی، د ای،اس،اف د قوماندانئ مخکی وشو، هم ټول غریبان پکی شهیدان شول،

لکه چي وینو کفار هر ځل په لس هاوو، هیواد وال شهیدان کوی، آیا وروسته له هغه چي طالبانو ته د هغوی مشر امیر، هم د ملکی تلفاتو، د مخنیوئ سپارښتنه کړی باید دوی احتیاط ونه کړی؟

کوم خلک چي په کندز کی شهیدان شول، او یا پرون کابل کی، څه توپیر سره لری، هلته د کفارو بمباری ددوی د شهادت سبب شوه، دلته د طالبانو ځان مرګئ برید.

د کابل له ښار څخه وتلی ډیر داسی ځایونه دی چي طالبان هلته هم خپل عملیات کولائ شی، هم عام اولس ته خطر نه وی متوجه.

د یادولو وړ ده چي په وردګو ولایت کی هم ډیری داسی پيښی کیږی، چي طالبان اولسی کورو ته نیږی، عملیات کوی، او هیڅ د خلکو فریاد ته غوږ نه ‌‌‌‌نیسی، په ځواب کی ورته وای، چی زمونږ سرونه ځی، ستاسی خو د هسی لاړ شی.

هیله ده چي بحرنیانو او طالبانو ته د افغانانو وینه یوه بیه و نه لری

دنیکمرغه کوچني اخترددرارسیدوپه مناسبت

 دنیکمرغه  کوچني اخترددرارسیدوپه مناسبت

دعاليقدرامیرالمؤمنین دمبارکۍ پیغام  

بسم الله الرحمن الرحیم

الحمدلله الذي أعز الاسلام والمسلمین واذل الشرك والمشرکین   والصلوة علی قائدالمجاهدین  اشرف الانبیاء    والمرسلین    وعلی اله واصحابه و من اهتدى بهديه اجمعین  . امابعد!

يقول الله عزوجل :{ قُلْ إِنَّ صَلاَتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي للَّهِ رَبِّ ٱلْعَالَمِينَ }الأنعام 162  

په غږ کي

دنيکمرغه كوچني اختر د رارسيدو اودروژې دمقدسې فريضې داداکولو په مناسبت اتلومجاهدينو،متدين ولس اوداسلامي سنګر دمبارکو شهيدانوکورنيواوټول مسلمان    امت ته دزړه له کومې مبارکي وايم؛ الله جل جلاله مو ټول عبادتونه اوقربانۍ قبولې اودامت مسلمه دغه دمينې،اخوت اوخوښي نیکمرغه ورځې دي پرمونږ اوتاسوټولو په خوشحالي،سوکالي اود اشغالګر دښمن په وړاندې په بر لاسي تيرې کړي (امين)

دجهاد په وياړلومرچلونوکې مو دسږني کال تاریخي فتوحات اوسوبې هم مبارک شه!

متعال خدای جل جلاله دي په دې مقدسه لاره کې دټولوشهيدانوشهادتونه اودمجاهدينوتکليفونه قبول کړي  ؛  له فرصت نه په استفادې سره لاندې څوخبرې د وخت داړتياپربنسټ ديادونې وړ ګڼم  . 

الف : ميړني ولس او قهرمانو مجاهدينوته ډاډ ورکوم چې ستاسې د بي دريغه قربانيو په برکت نن د افغانستان د اشغال په اړه  د نړيوال استعمار پلانونه ناکام شوي دي، په تيرواتوکلونوکې د پينتاګون د نظاميانو تر مشري لاندې “ناټو” په افغانستان کې هغه ظالمانه،اوله وحشت نه ډکه پاليسي  پلې کړه، چې د هغې له مخې دوئ باوردرلود چې په پوځي زور او قوت سره به د افغانستان غيورولس ايل کړاى شي ,هغوئ په دې لاره کې ترکيمياوي وسلو پوري  خپله ټوله پرمخ تللې ټيکنالوژي وكاروله،په سلګونوتبلیغاتی مرکزونه یې همدې جګړې ته استخدام ,اوپه  میډیایې په ملیاردونوډالرمصرف کړل ترڅوخپل نظامي قوت وپړسوي اومقابل لوری تر رعب او وارخطایې لاندې راولي، خو دغو ټولو د بشر ضد  کړنو  ونشواى کړاى،چې دوئ ته کاميابي ورپه برخه کړي، بلکې د وخت په تيريدو سره  د يرغلګرو په وړاندې  مقاومت او جهادي يون د يوه قوي اسلامي، ملي حرکت په توګه  ولسي شکل غوره کړ او لا دبري په در شل کې دى.

 اشغالګروته ښايي چې له سکندری یرغله او چنګیزي چپاو نه بيا تر نن پوري د افغانستان تاريخ مطالعه کړي او سبق ورڅخه واخلي ،که تاريخ ته پام نه اړوي نودافغانستان داشغال تيرشوي اته کلونه خويې  په خپلوسترګو وليدل،اياپه دې اتو کلونوکې دوئ کومه ګټه  ترلاسه کړه؟

اوکه ددې ګټې اوتاوان اټکل هم نشي کولای،نو دانيږدې دری مياشتې مخکې چې دوئ په هلمند کې د”خنجراود”پړانګ دپنجې، په نامه خپل ترټولوقوي عمليات پيل کړل دهغونتيجه ګيری خودي وکړي، چې څه يې تر لاسه کړل!؟ اياد دوئ لپاره همدا رسوايي اوهمداتاريخي ماتې  بس نه ده؟

ولسونه که يې په خپله دوه مخې ميډياسره ناخبره ساتلي دي، حکومتونه خويې په حقيقت ښه خبر دي چې ددوئ تلفات كومې کچې ته رسیدلي , اودعسکروپوځي مورال یې په کوم حالت کې دی؟ دښمن که هرڅومره نور پوځونه رازيات کړي نتیجه یې بيا هم په افغانستان کې ددوئ مطلق شکست دی.

پخپله دامريکا اوناټودپوځي سرچېنو اوپه خاصه توګه دنيول شويو پوځيانو له اعتراف نه داڅرګنده شوې،چې ديرغلګروځاني اومالي تلفات له هغه نه څو چنده زيات دي، چې دوئ يې مني    .

په هرحال کومې تګلارې چې دوئ غوره کړې، هغه دغه اوسنی  بحران اوږدولاى شي، خو حل کولاي يي نشي، داځکه چې  په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو يرغل او موجوديت د ستونځو حل نه، بلکې پخپله لويه ستونځه ده.

د کابل په لاس پوڅې اداره کې اداري فساد،اختلاس، دمخدراتودقاچاقبرو،اونورومافيايي شبکو شتون، د جنګ سالارانو زورواکي اودترحه شوي پلان له مخي دفحاشۍمرکزونه تقویه کول د همدغو سازشي او جاه طلبو  استعماري معاهدو(تړونونو) يوه برخه ده چې ولس يې له داسي فقر، لوږې او بيکاري سره مخامخ کړى چې آن د خپلو اولادونو خرڅولوته هم اړشوى دى.

دیرغلګروپه دغوټولوفجائعو سربیره  بله ستره سپين سترګي لاداده چې همدافاسده اوغلامه اداره يې يو وار بياد دروغجنواوله فريب نه ډکوتش په نامه انتخاباتو په وسيله کوم چې دولس دقاطع اکثريت له لوري ردشول؛په دغه  بیوزله اومظلوم ولس باندې يوځل بيا وتپله.

طبیعي خبره ده  چې داقهرمان اوفطرتًاخپلواک ولس ددغوتش په نامه  ټولټاکنو دنامشروعو پایلومنلوته  تیارنه دئ، اومشکلات به نور هم ورسره زیات شي

  له همدې امله تربل هرڅه مخکې بايدپه ګران هيواد کې ديرغلګرو ځواکونو د شتون مسئله حل شي او افغانستان ديوه خپلواک هيواد په توګه  د نړۍ په نقشه وځليږي ؛ځکه د افغانانو خپل منځي  مسائل حل کيداى شي، خو د اشغال په صورت کې ملي او اسلامي منافع د پرديو د ګټو ترسيوري لاندې راځي,اوزمونږ ملي اواسلامي ګټي د نړيوالو استعمار ي دسیسو قرباني کيږي.

 زمونږ هدف د هيواد بيا خپلواکي او هلته دمسلمان ملت دخوښې سره سم د يوه اسلامي عادلانه نظام پلي کول  دى؛ د غه هدف ته د رسيدو لپاره  په هره لاره غوراوتامل کيداي شي او مونږددغه هدف لپاره ټولې لارې پرانستې پرايښې دي، خودابه هغه وخت نتیجه  ورکوي چې هیوادمو داشغالګروځواکونو له  غوبل نه ازاد اوخپلواک وي.

ب : د افغانستان اسلامی امارت  غواړي چې دخارجي قواوو له وتلو ورسته دهيواد ټول اصيل بچيان په حکومت او حکومت جوړونه کې مشاركت ولري ،ځکه د هيواد عمراني ،اقتصادي،سياسي، تعليمي ,فرهنګي او . . .چارې د پوه , مسلکي اوتجربه لرونكو مخلصو افغانانو له ګډون څخه پرته پر مخ نشي تلای.

له نيکه مرغه چې زمونږ ډيرشميرخپلواک ,مسلکي اوباتجربه مسلمان كدرونه  هغه كه دهیواد په داخل کې دي اوکه له هیواده بهر ؛ دیرغلګروله خوا اوسنى اشغال اودهغه په نتيجه كې منځته راغلې اداره نه مني او په خپل هیوادکې ديوه مستقل ،خپلواک اواسلامي حکومت پلويان دي.

اسلامي امارت داسلام د عادلانه ټولنيز نظام تر سيوري لاندې دبهرنيو ځواکونو تروتلو وروسته د هيواددراتلونکي لپاره ګټوراو دقيق پلانونه په پام کې لري  چی په هغو کې دټولنيزې اقتصادي زیربنارغول ،د تعليم پرمختګ او پراختيا،د هيواد صنعتي کول اوزراعت ته وده ورکول شامل دي.

ج :  د افغانستان اسلامی امارت  په هغو کسانو چی د کابل  په  ګوډاګۍ اداره کې فعالیت کوي او  په خپل وجودسره د نړيوال استعمار مټي غښتلې کوي يوځل بیاغږ کوي چې نور د خپل دين، هيواد او اولس له مخالفت نه لاس واخلي، ځکه چي ستاسي په افغاني مټو  اجنبي استعمارګرو زور اخیستی او زمونږ دهيواد اشغال ته يې دوام ورکړي.دغو وحشي یرغلګرو زمونږ ټول اسلامي ارزښتونه ترپښولاندې کړی دعسویت تبلیغ اوترویج ته دمنظم پلان له مخي کارکوی، زمونږ طبعي منابع  په يوه او بل نامه لوټ كوي , او زمونږ هيواد  د ملا ماتوونکوپورونو تربار لاندې  راولی .اسلامی امارت  دهرهغه چا لپاره چې له  هيواد او ولس سره د غدر او خيانت لاره پريږدي د امن لاره پرانستې ساتلې.

دا خبره بايدهرڅوک  په ياد ولري چې دیرغلګروپه مقابل کې زمونږ  روان  ولسي اسلامي انقلاب ديوه ځواکمن سيلا ب په توګه په مخ روا ن دی ؛ هرڅوک چې ددي سيلاب مخې ته دريږي هغه به له مخې ليري کيږي.

ظلم، شکنجې، وحشت ، سازشونه،ائتلافونه،پردي اودکرایې پوځونه ددې خروښيدلي جهادي  يون مخه  نشي ډب کولای ؛ نوښه به داوي چې دخپل ايماني مسؤليت اوتاريخي وياړ دترلاسه  كولو په اساس د خپل ولس  په څنګ کی ودريږئ .

 په خاص ډول په غلامه اداره کې پخواني مجاهدین بایددخپل جهادي  حیثیت اعاده په روان جهادی صف کې  په دریدلوسره وکړي  اودکفاروله لیکوڅخه ځان بهر کړي.

د:  اسلامی امارت  په ټولنیزه اوخپل منځي اصلاح او داسلامي شريعت په چوکاټ کې په  سالمونوښتونو باور لري؛نيمګړتياوو ته متوجه  ، او له  همدې امله  یې خپل ټول مجاهدين دجهادي اصولواولوايحوپه کلک رعايت اوعملی کولومامور اومکلف کړي دي، تر څو ټول  مجاهدين ددې هيوا د دمخلصو بچیانو په توګه  د اسلامي شريعت په چوکاټ کې داسلام،هيواد او ولس ښیګڼوته په پام سره جهادي مبارزه پرمخ بوزي ؛ د دين او خپلواکي د سنګر مدافعين او د ولس داساسي  غوښتنو رښتيني استازي او ترجمانان شي،اسلامی امارت  د خپل صف تصفيه اومحاسبه يوه دائمی اوحتمي دنده بولي .

دا چې دښمن د جګړې په ډګر کې له ماتې سره مخامخ دی  او ليرې نده چې دکاملې ماتې دترخو زهرو جامونه به په سر واړوي، نوځکه خو ديوې وروستۍ هڅې په توګه کوښښ کوي چې په ملت کی دنفاق او اختلاف تخم وشيندي او په دې توګه خپله ماتې په بري بدله کړي، خو الحمد لله دښمن په دې منافقانه هڅه  کې هم له ماتې سره مخامخ دی، ځکه چې  داپه اسلام اووطن مين ولس خپل منځي اتحاداودمجاهدينومرسته خپله ديني فريضه بولي، دګران وطن ازادي خپل حق ګڼي او غربي ميډياته د پينتاګون دلوډسپيکرپه نظرګوري ؛ چې هيڅکله به يې هم په بې اساسه تبليغاتوونه غوليږي.

دمجاهدينوپه اوسنيوبې ساري پرمختګونوکې دولس دمينې،رغبت اوخواخوږۍ ډير ستر رول دى،چې لله الحمد دغه مينه اورغبت ورځ په ورځ زياتيدونکى دى،ځکه خو بايد مجاهدين  هم  هيڅکله ځان دولس نه جلا ونه بولي، دخلګودمال، سراوعزت ساتنه وکړي، هغه کسان چې دمجاهدپه نامه ددښمن په لمسون دولس په مال سراوعزت  تجاوز کوي، د هغوئ  مخه ونيسي.

 همداشان مجاهدينوته پکاردی چې د ولس اسلامی تربيې ته متوجه شي،تر څو هغوئ پخپله خوښه په روان جهاد کې لازياته  مالي او ځاني ونډه واخلی زموږغیرتی ولس دي د دښمن دځینو پوځی ویندویانو په  تشو لاپو  نه تیروځی لکه دبرتانوې پوځ دقومندان هغه وينا چې وايې:   

موږبه په افغانستان کې څلويښت کاله نور پاته شو” بايد يادونه وکړو،چې موږچې تيرځل له ۱۸۳۹ م کال نه تر۱۹۱۹م کال پوري پوره اتيا کاله له انګريزي اشغالګروسره وجنګيدو اوبلآخره موازادي ترلاسه اوانګريزمو مات کړ،نن تر هغه وخت زياته حوصله،نظامي تربیه اوِښه  وسله په لاس کې لرو اودخورا اوږده جنګ امادګي لرواودسيمي حالات هم زموږپه ګټه دي.

 لهذاترڅوچې مو ازادي نه وي تر لاسه کړې ترهغوپوري به  دټولویرغلګرو دشړلو لپاره خپل مقدس جهادته ادامه ورکوو.

 موږچې په مخکنيو ويناووکې دمقاومت دبې ساري چټکتيا اوپراختیاخبر ورکړى وه  هغه تشه تبليغاتي هڅه نه وه ،بلکې دغه چټکتيا هرچاپه عمل کې وليدله.

اوس يوځل بياخبرداري ورکوو چې زموږراتلونکي هجومي عمليات به دډيرو نويوتاکتيکونوسره يوه داسي پړاوته  ورداخل شي چې ددښمن بې ساري مرګ ژوبله اومسلسله ماتې به يې څرګنده پايله وي ان شاالله تعالی.

هـ : اسلامی امارت غواړي چی دمتقابل احترام په صورت کې  له ټولو ګاونډيانو سره ښې اومثبتې اړيکې ولري اوله ټولو هيوادونو سره   ددوه اړخيزي همکارۍ،اقتصادي پرمختګ او ښه ګاونډ يتوب نوی باب پرانيزي، مونږ د استعمار په مقابل کې ټولي سيمې ته د يوه کور په سترګه ګورو، او غواړو چې په راتلونکي کې د سېمي په سوله او ثبات کې خپل رول ادا کړو،ټولو هيوادونو ته اطمنان ورکوو،چې د افغانستان اسلامي امارت د يوه مسئول او ذمه وار ځواک په توګه لکه څرنګه چې نوروته داحق نه ورکوي، چې زموږ هیوادته د ضرر لاس را اوږدکړي، پخپله به هم چاته  دضرر لاس ور ونه غځوی .

بايد ووايو چې مونږ ددښمن د اطلاعاتي رسنيو د غلطو  تبليغاتو  قرباني يو، چې زمونږ او د نړۍ د يو شمير هيوادنو ترمينځ يي  شکونه راپيدا کړي دي؛ موږيې په وچو دروغودتعليم او دښځو دحقوقو مخالفين معرفي کړی يو؛پر موږيې داتور پوري کړی، چی ګوياموږ دنړۍ هيوادونوته ګواښ يو.

اسلامي امارت غواړي چې دمناسبوشرایطوپه اماده کولو سره  دغه ټول اشتباهات رفع اوهغوئ ته مثبت ځواب ووایې.

اسلامي امارت دغرب په اولسونوغږ کوي چی هيڅکله د”اوباما”په هغوخبروچې دافغانستان جګړه دمجبوريت جګړه بولي ونه غوليږي،  دې  جګړې ته غرب هيڅ مجبوريت نلري؛ داجګړه دمرموزو مقاصدولپاره پردروغجنو دلايلوپيل شوې، زيان يې ټول بشريت ته رسيږي چي په نړ يواله سطحه اقتصادی بحران ،بي ثباتي،عدم اعتماداودنړیوالومسلمواصولوترپښولاندې کیدل ټول دهمدې نامعقولوپالیسیونتیجه ده.

لويديځوال ولسونه بايد دناټو دعمومي منشي”راسموسن” اودبرطانيې دصدراعظم په هغو خبرو هم ونه غوليږي چې وايې: “دافغانستان جګړه دغرب ددفاع جګړه د ه

داډول بي اساسه اوتيرايستونکې خبرې بايدستاسي ذهنونه مشوش نکړي، داټولې ددغه ناروا اودټولوبين المللی اصولو خلاف دتپل شوې ناپايه جګړې دتوجيه کولو لپاره ستاسودواکمنانوتيرايستونکې هڅې دي .

دمعاصروبین الدولي  مقرراتو له مخې دنړۍ هیڅ  هیواد دا حق نه لري  چې دبل ګاونډي ملک په داخلي چاروکې   مداخله  وکړي ؛ دسپینې ماڼۍ مغرورچارواکي اودهغوئ انګلیسي ملګری  باید په دې خبره  ښه ځان پوه کړی چي له زرګونه کلومټره لیري  واټن څخه ددوئ مداخله دسیمي هیوادونو ته په هیڅ صورت دمنلو اوزغملووړنه ده. دتروريزم ضدجګړې تر ناروا شعار لاندې چې اوس د استعماري پراختيا غوښتني کرغيړن پلانونه په سيمه کي روان دي، هغه د ټولې نړۍ د بشري ارزښتونو، عدالت ، سولي، د وسايلو د برابر ويش اوخپلواکي په خلاف  عمل دى؛ داسې عمل چې دولس د ارمانونو اصيل نمايندګان په يوه او بل نوم بدناموي.

په دې اړه بايد ټو ل  په تيره بيا اسلامي هيوادونه، زمونږ ګاونډي ځواکمن هيوادونه اود ناپييلي هيوادونو غورځنګ خپل تاريخي رول احساس او ادا کړي.

 له ټول اسلامي امت اوپه خاص ډول دنړۍله ټولواسلامي اوجهادي تنظيمونو څخه مي هيله داده چې ددښمن دسيسوته ويښ واوسي، خپل منځي اختلافاتوته شاکړي اودخپل مظلوم اومحکوم امت د دفاع اوازادۍ دپاره دي ګډه اوهر اړخيزه مبارزه پيل کړي.

په اخيرکې پر ټولومتدينومسلمانانوغږ کوم چې د اختر په دې  خوښيو كې د خپلو كورنيو په څير د شهيدانو كونډې ، يتيمان او بورې  مورګانې هيرې نکړي ځكه  دهغوئ شهيدان هماغه څوك دي چې د اسلامي نظام دراتلو په لاره کې د كفري بلاك  په مقابل كې ځانونه نذرانه كړي دي او دهغوافغان قربانيانو،زړو،ځوانو،تورسرو اوماشونانوغمځپلې کورنۍ هم مه هيروئ چې ديرغلګروپه بريدونواوړندوبمباريوکې په شهادت رسيدلي او نن دا دى ستاسو  په منځ كې نه ليدل كيږي.

په اخیرکې مويوځل بيا اخترمبارک  اوخپلواکي مو په برخه شه

دهيواددخپلواکي اوبشپړاسلامي نظام  دواکمني په هيله اودعا.

والســـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــلام

داسلام خادم امیرالمؤمنین ملامحمدعمرمجاهد

 

%d bloggers like this: