ز و ر

دښار د مخكمې ودانۍ مخې ته كرولا موټر ولاړ و، نور څوك نه تر سترگو كيدل خو لوړ ځوان موټر ته نږدې ناست و، څو شيبې ووتلي يو نيم كس راپيدا شو چې د ودانۍ مخې ته به اخوا ديخوا كيدل ، لوړ ځوان سپينې نوي جامې او واسكټ پر تن وو، د څيرې نه ډير مغرور مالوميده ځوان څو شيبې همداسې ناست و او په سوچونو كې لاهو و، سگرټ يې بل كړ او په سوچ كې لاهو شو،
د لوړ ځوان پلار د خپلي سيمې د زور او زر خاوند و، د خپل كلي ملك هم و، چې څه به يې زړه وغوښتل كول يې پر چا يې زړه نه رحميده،خداي ورته د تيږې زړه وركړي و،
هغه بله ورځ يې د يوه غريب كليوال ادم خان پر ځمكه ناخقه دعوه كړي وه، چې دا ځمكه زما ده، ځمكه د ملك كور ته نږدي وه ، ملك صيب ته يې خوند وركړي و
تر څه خبرو او لانجو وروسته يې خبره مخكمي ته راغله قاضي څو ورځې وروسته ورته اخيرنۍ فيصله اوروله، مشر قاضي هم د ملك صيب د دوستانو څخه و، لوړ ځوان هم پلار راليږلاي و چې د قاضي سره خبره پخه كړي، د مخكمي دروازه خلاصه شوه موټر پر دروازه ننوت او ځوان هم ورپسې روان شو، د موټر څخه قاضي ښكته شو ، د قاضي سپينه لنډى ږيره او سپين ويښتان و ،
جامې يې سوتره و،تور رنگ كړي بوټان يې پښو و، ځوان قاضي ته ورمخته شو،تر جوړ تازه وروسته يې ورته په غوږ كي څه وويل ،
قاضي او لوړ ځوان يوه گوښه ځاي پر خوا روان شول،
لوړ ځوان وويل:
پلار مې وايي كه په هر قيمت كيږي دا فيصله بايد زما په گټه وكړي، كه داسې نه شې نو بيا مي خلكو ته سترگې هم ټيټيږي، چې يو غريب تري دعوه وگټله.
او ځمكه بايد ضرور زما شې_
قاضي وويل: بې غمه شه چې زه ژوندي يم هر څه به كيږي.
څو شيبي يې سره نورې خبري هم وكړي اخير تري ځوان راپاڅيد قاضي سره يې خبره نوره هم پخه كړه، ځوان د ودانۍ څخه راووت د خپل موټر څخه يې توره كڅوړه راواخيسته او ودانۍ ته بيرته ننوت،
قاضي ته يې كڅوړه ونيوله او ويې ويل:
پلار مې ويل كه دا پيسې كمې وې نو بيا نورې درليږم،پوره دوه لكه افغانۍ دې، قاضي هم كڅوړه ورواخيسته او د واسكټ پر جيب يې ننويسته،او ويي ويل:
خير دي همدا اوس بس دې ،كنه زه دومره لږې نه غواړم.
ځوان هم ورسره مخه ښه وكړه او ترې روان شو،،،،،،
ادم خان هم د كور مخې ته چورتې ناست و،په خپله كرونده كې يې سترگې گنډلې وې،د ادم خان د ځوانۍ دوران تير و ، ويښته يې سپين شوي و او بدن يې هم ضعيفه و، له پلار نيكه څخه ورته دا څو جريبه ځمكه پاتې وه،ټوله ورځ به يې په ځمكه كې كار كولو ، كور كې يې څه نه لرل غريب او بې وسه و، په كور كې پنځه كسان و چې دوه يې كوچنې زامن او يوه لور وه ميرمن يې د پاخه عمر
څښتنه وه خو له وجود نه قوي وه،
ادم خان د ملك خبرو ته زيات خفه و ،لار ترې وركه وه چې څه وكړي؟ نه يې زور درلود نه زر، يو څو ورځي تيري شوې سبا ته د مخكمي د فيصلې اخيره ورځ وه ، ادم خان سهار مهال د مخكمي په لور وخوزيد، سهار لا وختي و ، رسميات لا نه ؤ شروع شوي، ادم خان هم تر ډيره د مخكمي ديواله څنگ ته ناست و، تر اوږد انتظار وروسته قاضي او د ملك صيب زوي راغلل لږه شيبه پس ادم خان هم ودانۍ ته ورننوت ، د ملك زوي ناست و، لوړ ځوان څيره غوړيدلي ښكاريده او خوشاله و
قاضي هم پر څوكۍ ناست و ، تر څو خبرو وروسته يې د ميز څخه فيصله راواخيسته په لوستلو يې پيل وكړ، د قاضي په هرې خبري سره به په ادم خان خولې راماتې شوي په مخ كې به يې گونځې پيدا شوې
قاضي وروستۍ خبره وكړه:
دا ځمكه د ملك صيب خق دي مونږ ته هر اړخيزې څيړنې وروسته دا ځمكه د ملك صيب خق وگرځولو،،، ادم خان د فيصلي وروستيۍ خبري سره راوغورڅيد او بې هوشه پريوت٠

Advertisements

زموږ سره اړیکی

زموږ سره اړیکی

ژوند په افغانستان کی ویب پاڼه د دی اصل پر بڼسټ چی هر څوک خپلی ژبی او فرهنګ ته د خدمت حق لری، د انسان، ازاد فکر، قلم، کتاب او لیکوال ته د درنښت په نظر کی لرلو سره، تر خپلی وسی افغان فرهنګ او همدارنګه پښتو ژبی او ادب ته د چوپړ په موخه، جوړ شوی دی. پدی لار کی له تاسو ښاغلو فرهنګیانو اود فرهنګ مینوالوڅخه هیله کیږی چی خپلی لیکنی، شعرونه، لنډی کیسی، طنزونه او خبرتیاوی په د ویب بلاګ کی د خپړیدو او د نړی په ګوټ ګوټ کی د لیدو لپاره په لاندینیو پتو راولیږی.

په ټولی فرهنګی مینی او درنښت

د ویب سایټ مسُول چلونکی

malik.wardak@gmail.com

چارواکي : په نښتو او بمباريو کې په ورکزيواو خيبرسيمو کې له 60 تنو زيات وسله وال وژل شوي

د پاکستان د جيو خبري رسنۍ د پاکستاني چارواکو له قوله خبر ورکړی ، چې تيره ورځ د ورکزيو په قباييلي سيمه کې د پاکستان پوځ او سيمه ييزو طالبانو تر منځ نښته رامنځته شوه . د پاکستان پوځ ادعا کړې ، چې د نښتې او بمبارۍ په ترڅ کې يې له شلو زيات وسله وال وژلي خو د پوځ ته د رسيدلي زيانونه په هکله يې څه نه دي ويلي . د يوه بل خبر له مخې د پاکستان پوځ په خيبر کې د جټ الوتکو د بمبارۍ خبر ورکړی او د څلوېښت تنو د وژلو ادعا يې ورسره کړې . د يادولو وړ ده ، چې د پاکستان پوځ د ملکي خلکو د وژنې په هکله پټه خوله پاتې کيږي .

 

غــــــــــــــــــــــــــــــــــــــلا

 

دمني يخه شپه وه او سوړبادچلېده  ده په بيړه دمخامخ هديري په لوري ګامونه اخستل په ښى اوږه يې دکلنګ اوبېلچې وزن دروند ورته ښکاره شو،غوښتل يې بلې اوږې ته يې کړي خو په بله اوږه کې يې ټوپک اچولي وو ، مجبور وو خپل تګ ته همداسې ادامه ورکړي
باديې پټونه ورپرېښود يوه شېبه ودرېد اوپټويې له ځانه ټينګ راتاوکړ .هديرې ته په ورنژدي کېدوسره يې په زړه کې يوډول وېره راپيداکېده خوده هڅه کوله چې وېرې ته په زړه کې ځاي ورنه کړي  باد دقبرونو جنډي خوځولې اووېرونکي غږ ترې خوت  هدېري ته چې نژدي ورسېد پښه يې لږ ونيوه اوشاوخوا يې       په دقت تر نظر تېر کړل  دهديري په منځ کې يې دپه نښه کړي قبر دپيداکولوهڅه کوله خو په تياره کې يواځې څوګامه مخکې لاره ورته ښکارېده ورو ورو دهديري منځ ته ورروان شو څوګامه چې لاړ يو ډول غږ يې تر غوږ شو ودرېد او شاوخوايې وکتل   هېڅ يې هم ونه ليدل دده  په نښه کړي قبر بيا هم نه ترسترګو کېده څوګامه ښى اړخ ته لاړ شاوخوايې وکتل بيايې هم قبر ونه موندده دقبر سراوب پښولوري ته دوه زړې خمبې درولې وې ښه يې په ياد ووچې  قبر په همدې برخه کې دي يوبل زاړه قبر ته ورروان شو پښه يې له  څه سره ولګېده اوپړمخې وغورځېده اوکولنګ اوبېلچه ترې يوي خواته ولوېدل ژر راجګ شو شاوخواته يې په ورخطا نظر وکتل پام يې شو چې تر پښولاندې يې  دقبر خمبه پرته ده چې باد راغورځولې قبرته نورهم ځير شو تر څنګ يې دپلونو تازه خاپونه  وليدل خپلو بوټونوته يې وکتل دپلونو خاپونو دده دبوټونو له خاپونوسره توپيردرلو د  خاپونو اندېښمن کړ په زړه کې وروګرځېدل چې بل څوک هم شته چې قبر يې تر سترګو کړي
ټول بدن يې لړزي واخيست نه   پوهېده چې دوېري لړزه ده اوکه ديخنۍ ساه يې ونيوه غوږ شو هرڅه يې ترنظر تير کړل ځانته     يې ډاډ ورکړ اود قاچاقبر کليوال خبري  وريادي

((وېرېږې به نه په قبر کې خو څه مړي نه دي پروت يوازي دنيم  متر   په اندازه خاوره ده دادې  چې واړه ولي يواوږد تابوت به راووزي هغه به مات کړي بس هرڅه په همدي کې دي دومره پيسې کيږي چې ځاي به نه شي ……………خو ډير پام به کوي چې څوک دي ونه ويني ))
ژر ژر يې ټوپګ له اوږي لري کړ په ځان کې يې يو ډول نوي       ځواک احساس کړ بېلچه يې ورواخسته او له قبر څخه يې دخاورو په اړولو پيل وکړ
څوشېبې ورسته يې بېلچه يوې خواته کېښوده او په اوسېلويې دلاسونودګرمولو هڅه کوله ..ګامونو ته ورته ښکالو يې تر غوږ شوه چې کله   به غلي شوه اوکله به بيا تر غوږ شوه
ويره يې بيا وجودته ننوته شاوخوا يې بيا په ځير وکتل هېڅ يې هم ونه لېدل ځانته يې بيادډاډوکولو هڅه کوله ………..هېڅ هم نه شته باد به څه شي خوځوي يوځل بيايې دقبرپه پلټلو پيل وکړ
قبريې له نيم متر څخه لږ   ژور کړي وو چې بېلچه يې له څه سره ولګېده دزړه درزايې نوره هم زياته شوه بېلچه يې يوي خواته کېښوده او دتابوت څخه يې په لاسونو دخاورو په اړولو پيل وکړ
تابوت بشپړ لوڅ شو خوورسره يې پوزي ته يوډول بوي ورسېده تابوت ته يې سپږمي ورنژدې کړې بوي له تابوت څخه راوت په زړه کې شک ورته پيداشو نه چې قبر يې غلط کړي وي وېره نوره هم زياته شوه ورويې دتابوت تر درز لاندي لاس ورننوېست اوزوريې ورکړ

يوځل بيايې دګامونودښکالو غږ ترغوږ شو په قبر کې راجګ شو مخامخ په لس متري کې په تياره کې يو کس په بيړه دده په لوري رنژدي کېده
ټول بدن يې لړزې واخست وېښتان يې نيغ ودريدل سړي نور هم رانژدي شو ده ټوپګ ته سترګي ورواړولي خو وېري تري هرڅه اخستي وو
سړي دقبرغاړي ته راورسېد ټوپک يې مخامخ نيولي وواوګوته يې په ماشه نيولي وه
ورو يې وويل :حميده!
خو حميد دکالبوت په څېرولاړ وواوترخولي يې غږ نه راخوت

سړي وخندل اووه يې ويل حميده په داډول خزانو کې ښې پيسې موندل کېږي خوکله کله دژوند په بيه تماميږي ………….زړه مې درباندي سوزي چې دخزاني پرځاي دي مړي را اېستلي نښه دي بې ځايه تللې خو خير زما کاردي اسان کړ ………..هه هه ……..تيار قبر لدي سره يې په ماشه ګوته ټينګه ګړه

د يوه طالب کيسه

د هلمند يو اوسېدونکی په خپله کيسه کوي، چې څنګه هغه د سپتمبر له يوولسمې څخه دمخه د طالبانو له خوا جګړې ته راکښل شو او بيا څنګه وتښتېد.

په هلمند کې د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې د يو خبريال ليکن
زه له طالبانو سره ځکه يوځاۍ شوم، چې مين شوی وم. هغه مهال زه اتلس کلن وم. سره له دې چې په هلمند کې زيږېدلای وم، خو ټول عمر مې په پاکستان کې تير کړی و.هغه مهال افغانستان له خطر څخه خورا ډک و. دلته هرځای جګړې وې. لومړی له روسانو سره، بيا د جنګ سالارانو خپلمنځي جګړې. زما پلار زه پېښور ته واستولم. هلته په ښوونځي کې شامل شوم. هغه او د هغه ورور په لښکرګاه کې پاتې شول. هلته يي يوه هټۍ درلوده.

د 2001 کال په لومړيو کې چې لا طالبان په واک کې و، زه هېواد ته په ميلمستيا راغلم. دا افغانستان ته زما لومړۍ پلا راتګ و.

په لومړۍ ورځ مې د پلار په هټۍ کې ناست وم، چې يوه نجلۍ مې وليده.

زه يو ساده سړی يم. په دې شيانو څه پوهېدم. په پېښور کې شيان بل راز و. موږ له نجونو سره يوځای زده کړه کوله. هغوی څادرۍ نه پر سرولې.

دلته يوه داسې نجلۍ وه، چې مخ يي ما کتلای نه شو. هغې ماته يو ليک راکړ او ويي چې مينه راسره لري.

له څو اوونيو ليدو کتو وروسته ما له هغې څخه د څادرۍ د پورته کولو غوښتنه وکړه. له هغې وروسته زه هم مين شوم.

کله چې مې پلار خبر شو، نو زيات خپه شو. هغې راته وويل، چې ځه، بېرته پاکستان ته لاړ شه. خو زه د څادرۍ په نجلۍ مين شوی وم.

زه هملته په هلمند کې پاتې شوم او له دې ځايه ستونزې پيل شوې.

طالبانو د ځمکې له خاوندانو څخه يو، يو نفر د جګړې لپاره وړلو. زما کورنۍ بډايه وه او ډېره ځمکه يي درلوده. ددې تر څنګ موږ پيسې هم درلودې. يو بل نفر مو د 600000 افغانيو په بدل کې د ځان له خوا واستولو. هغه زما پر ځای ولاړ.

بله پلا چې طالبان بيا راغلل، هغوی د هرې هټۍ پر سر يو جنګيالی غوښتلو. موږ بل جنګيالي وموند او پيسې مو ورکړې. دا پلا مو 900000 افغانۍ ورکړې.

هغوې بېا راغلل. دا پلا هغوی د هرکور په سر يو نفر اخيسته، دا پلا يي زه له ځانه سره بوتلم.
هغوې زه په خپل محبس کې بندي کړم. دا ډېر ناولی ځای و او دلته يي د دوو ورځو لپاره له نورو ډېر خلکو سره وساتلم. له هغه وروسته يي موږ ټول شل نفره په يو موټر کې سپاره کړو او کندهار ته يي ولېږدولو. په بله ورځ يي کابل ته راوستلو.

په کابل کې يي زه د جمهوري رياست ماڼۍ ته راوستم. دا هغه ځای و، چې اوس په کې ولسمشر حامد کرزی کيني. دلته مو د افغانستان د شمال لپاره د طالبانو له قوماندان ملا قيوم سره وليدل.

هغوی موږ ته وويل، په کندوز کې جګړه روانه ده او موږ بايد جهاد ته ولاړ شو. موږ ته وسلې، راکټونه او کلاشينکوف راکړ شول. هغوی زموږ د روزنې خپال ونه ساته. ځکه په افغانستان کې آن ماشومان دا کارونه کولای شي.

له کابل څخه په الوتکه کې د ارچې په دښته کې راکښته شو. دلته د جګړې لومړۍ ليکه وه.

دشپې له خوا دلته راورسېدو. موږ ته هيڅ شی نه ښکارېده.

زه په خاورو دوړو پټ وم. ما د ځان د پرېمنځلو لپاره اوبه وغوښتې. يو جنګيالی يا طالب راته سيند په ګوته کړ. راته يي وويل، چې روښنايي له ځان سره يونسم، ځکه هغه بلې غاړې ته دښمن پروت دی. تکه توره تياره وه، هيڅ شی مې نه ليده او په اوبو کې ولوېدم. اوبه ډېرې يخې وې. زه لوند شوم. ما له خپل ټوپک او راکټونو څخه ځانته بستره جوړه کړه. له لمانځه وروسته خوب يوړم.

په سبا يي دښمن بريد پيل کړ. زما په فکر هغوی د احمدشاه مسعود د ډلې خلک و. زموږ سره پاکستانيان، عربان او افغانان و.

طالب قوماندان ملا قيوم په اردو سمې خبرې نه شوای کولای. پاکستانيانو سره په خبرو نه پوهيد. زه د هغه ژباړن شوم. له دې وروسته مې کارونه سم شول. زه هغه ته ډېر نژدې شوم. هغه ماته د خپل د زوی په سترګه ګتل.

ما له طالبانو سره دوې مياشتې او 17 ورځې تېرې کړې. وروسته کيسه ډېره خرابه شوه، موږ اورېدل چې دښمن طالبان نيسي، په کانتينرونو کې يي اچوي او په دښتو کې يا تر اوبو لاندې يي ښخوي.

يوه ورځ ملا قيوم ته د “امريکايانو د راتګ” خبر ورسيد.

هغه ماته وويل: “هوښيار اوسه. ځه کورته لاړ شه. ښايي دلته ستونزې پيداشي.”

هغه ماته 1600000افغانۍ او يو موټر راکړ. له نورو دوو طالبانو سره رارهي شوم. اووه بنديان يي هم راکړل، چې بايد تخار ته مو رارسولای وای.

خو کله چې هلته راورسيدو، يو طالب ودرولو او راته يي وويل، د امريکايانو بماري پيل شوې ده. په سړک باندې تګ له خطر څخه ډک و. موټر او بنديان مو په ځای پرېښودل او د غرونو له لارې راروان شو.

له ماسپښين څخه تر سبا سبايي پورې مو ډېر ساعتونه مو لاره ووهله. يو موټر مو مخې ته راغی، چې د باميان له هزاره ګانو څخه ډک و.

هغوی زما د ځای او ځايګي پوښتنه وکړه. ما ورته ځان پکتياوال وښود. په دې پوهېدم کې مه ورته د هلمند ويلای وای، نو وژلای به يي وای. د هزاره ګانو طالبان بد ايسېدل. ځکه هغوی په باميانو کې ډېر خلک وژلي و.

دې هزاره ګانو له ما سره ښه چلن وکړ. هغوی له ځان سره په موټر کې يوړم او پاکې جامې يي راکړې. هغوی ويل: “که ته سپينې جامې واغوندې او ووايي، چې سوداګر يي نو له ستونزو سره به مخامخ نه شي.”

ما کابل ته د رسېدو لپاره دوه ورځې او يوه شپه لاره ووهله. کله چې کابل ته ورسېدم، نو د طالبانو مرکز ته ولاړم. هغوی راباندی د تېښتې تور ولګولو. هغوی راڅخه ټولې پيسې واخيستې ويي لټولم او راته يي وويل، چې دلته اوسه.

ما نور پلانونه درلودل. زه د سرويسونو تمځای ته لاړم او د کندهار په موټر کې سپور شوم. کله چې دلته راورسېدم، د پيسې بدلوونکي مې وموندل، چې د پلار دوستان مې و. هغوی ماته پيسې راکړې او هلمند ته يي واستولم.

زما په لېدو ټول خوشحاله شول. مور مې راته ډېر وژل.

کور ته له ستنېدو يوه اوونۍ وروسته مې کوژده وکړه. خو له هغه نجلۍ سره نه، چې ورباندې مين شوی او په هلمند کې ورته پاتې شوی وم. زما کورنۍ غوښتل خپله د تره لور راته واده کړي. دا د هغوی پرېکړه وه. ما هم بايد منلی وای. ما هغوی ته وويل، چې له زه له بل چا سره واده کول غواړم. هغوی وويل: “اندېښنه مه کوه، هغه به درته هم وکړو.”

خو تر اوسه مې له هغې سره واده نه دی کړی. ځکه د هغې کورنۍ نه غواړي هغه په بن ورکړي.

زموږ له ليدنې څخه وروسته شپږ کلونه تېر شول. هغه زما انتظار باسي. هغه وايي که ماته يي رانه کړي، نو ځان به ووژني.

زه اوس د يو زوی خاوند يم. ما د خپلې د څادرۍ د نجلۍ نوم په خپل مټ انځور کړی دی. زما هيله داده، چې له هغې سره يوځای واوسم. که هغه ماته راکړي، نو د هېواد تر ټولو ستر سړی به يم. زه به له کرزي او نورو څخه ډېر ستريم.

ژوند اوس بل راز دی. نور نو طالب نه يم، بلکې اوس يو سوداګر يم. هټۍ لرم او پيسې ګټم.

له اوسني حکومت څخه هيله لرم، ترڅو مو امنيت ټينګ کړي. خو نه يي شي کولای.

طالبان هر ځای شته. هغوی په ټول هلمند کې شته. حکومت د هغوی په وړاندې هيڅ هم نه شي کولای.

ما وليدل چې طالبانو زما د کور ترمخه يو سړی وواژه. هغوی لس تنه په موټر سايکلونو سپاره و. پوليس هم هلته موجود و. خو د طالبانو تر تګ پورې په خپل موټر کې ناست و.

دا حکومت زما څه په درد وخوري. څه چې مې تر لاسه کړي دي، په خپلومټومې د شخصي اړيکو له لارې تر لاسه کړي دي.

زه له طالبانو سره دوستانه اړيکې لرم. هغوی ما پېژني او ورته ګران يم. هغوی زموږ کور ته راځي او له موږ څخه شيان غواړي.

په حقيقت کې هغوی زما نه خوښيږي. که هغوی د پخوانيو طالبانو په څېر وي، نو ښه به نه وي. زه نه غواړم بيا مې څوک جنګ ته يوسي. که هغوی امنيت راولي نو دا به ښه وي.

زه نه له طالبانو څخه ډاريږيم، نه له حکومت څخه. يوازې له دې ډاريږيم، چې که مينه مې، د څادرۍ نجلۍ، مې له لاسه ووځي

 

ستا د وړو وړو سلګو نه ځار سم

د هغه مي يوازي درې ورځي مخکي يوه صحنه په زړه سوه چي زه پر موټر سايکل بآزار ته تلم دى په لاره کي ولاړ وو ورته ودريدلم او عصمت الله ته مي وويل راځه تر يو ځايه پوري به دي ورسوم هغه راته په ډير خندرويه لهجه وويل تاته دي خداى خير درکړي زه پر  پښو ځم زه ورته ټينګ سوم تر بازاره مي راوړ  هلته يې ډيره بخښنه راڅخه وغوښتل او په ډير ادب سره يې رخصت کړم .خو اوس زه په يو غټ سالون کي ناست يم ټول سالون د خلکو ډک دى او لانور هم راروان دى ټول چپ ناست دي يوازي ملاصاحب په زوره زوره خبري کوي مخامخ دوه عکسونه چي په ښکلو ګلونو کي پوښل سوي دي پراته دي هغه د عصمت عکسونه دي هغه نن په دې نړى کي نسته مخامخ يې  پلار راته ناست دى په يو لوى  څادر کي يې ځان پيچلى دى او ورو ورو يې اوښکي له سترګ بهيږي نور ډيرى کسان هم  ژاړي .

عصمت زما د ډير وخت ملګرى وو د قران پاک حافظ وو  يوازي دوې مياشتي مخکي يې واده وکړ او ما ته به يې په خندا کي داسي ويل (( نور نو ماته د شپې ست مه کوه )) لوى څښتن د ښکلو  اخلاقو تر څنګ په يوه  ډيره زړه راکښونکې ځوانۍ هم پوښلى وو .

عصمت  په هغه ناځوانه ځآنمرګي بريد کي شهيد سو  چي يوازي لمونځ کونکي يې نښانه وګرځول .

هغه مهال زه په دفتر کي په کار بوخت وم چي يو داسي درب مي تر غوږ سو  چي عيني زړه يې راخبر کړ غالبه ګمان مي دا وو چي زموږ په دفتر کي چاودنه وسوه ټول دباندي راووتلو  ځيني ژورناليستان په منډه د خپلو سايلو سره ولاړل يو ګړى وروسته معلومه سوه چي بريد د لښکرګاه په مرکزي جامع جمات کي  د والي پر مرستيال حاجي پير محمد اخند زاده تر سره سو چي تر څنګ يې ګڼ شمير نور لمونځ کونکى شهيدان او مسجد يې ژوبل ژوبل کړ  د ماپښن د لمانځه لپاره ووتلم څه ګورم چي د عصمت خپلوان ډله ډله کيږي او بې تابه يوې او بلي خواته وارخطا منډي وهي ومي پوښتل څه پيښه ده ؟ څرګنده سوه چي عصمت نسته او ټليفون يې هم کار نه کوي .

مړي او زخميان ټوله د لښکرګاه بيړني (امرجنسي ) روغتون ته ليږدول سوي وه ټولي لاري او چوکونه پوليسو بند کړي وه هيڅوک يې نه پريښودل چي د روغتون لوري ته ولاړ سي هره لار چي به د روغتون لوري ته ګرځيدلې وه ډله خلک به يې په خوله کي ولاړ وه ټولو به ددې انتظار   ايستۍ چي کله به پوليس لاره خوشي کړي چي دوى روغتون ته ور سي . .

خدايه ! يو څه بد حالت دى د ټولو زړونه په کوګل کي نه وه هر يوه دا غوښتل چي په مړو او ژوبلو کي وګرځي او د خپل زړه تسلا وکړي خو پوليسو يې مخه نيولې وه .

په دې بله ورځ د څو نورو ملګرو سره د حاجي پير محمد اخندزاده فاتحې ته روان سوم فاتحه په هغه مسجد کي وه چي مرحوم جوړه کړيوه  او هم مرحوم ته پکښي د اجل پرښتې راغلې د مسجد دباندي ساتونکو  سخته تلاشي کوله دننه مسجد ته ولاړو دمسجد ټول ديوالونه ژوبل ژوبل په لوګو تک تور او د پخوا په لسمه ښکلا يې نه وه پاته د مسجد په منځ کي ودريدلم دهغه زخمو ته مي کتل او داسي مي ورته وويل (( اى مسجده ستا تر هسکو منارو وګرځم ،مسجده ستا د ازانونو هري کليمې ته لوګى لوګى سم ، اى د مسلمانانو ټاټوبې ، افسوس چي زموږ ددين دښمنانو ته هم و نه بخښلې ستا پر وجود يې هم زخمونه جوړ کړل ته څومره با همته يې څومره لوړ جرات لرې چي لا نړيدلى نه يې څرنګه پر دومره زخونو صبر کولاى سې تا په خپلو سترګو وليدل چي لمونځ کونکي پر څه حال وه هغه څوک چي ته يې جوړ کړې هغه هم تا په خپلو سترګو وليدل چي ټوک ټوک سو ، اى سپيڅلې مسجده تا هغه چغي هم واوريدلې (( وي بابا الله لالا وي کاکا الله زما خدايه دا څه وسول )) د هغو سپيڅلو مسلمانانو د وينو بوى اوس هم ستا په وجود کي احساسيږي .

نو اى زما د زړه ټوټې ستا هري بلا ته زه ودريږم اوس درڅه يوه هيله کوم د خداى لپاره اوس په دې زخمي زخمي بدن په دعا پيل وکړه ګوندي ستا دعا د لوى خداى په دربار کي قبوله سي ستا تر دې سپيڅلي نوم قربان سم ، زموږ ټول ولس په داسي حال کي راګير دى چي يوځاى هم ځان په امن کي نه احساسوي خدايه نن ټوله ښار  په غم کي راګير دى په ډيرو مسجدو کي د تلاوت او دعا وي اوريدل کيږي په ډلو ډلو خلک ورځي او راځي .

د خداى پار دى ټول خلک په ارامه ژوند کوي دا موږ خداى په کومه ګنا نيولي يو چي د اختر په ورځ هم د فاتحې کمبلي ژاړو .

 مسجد راته د راز په ژبه وژړل او ويه ويل ما چي څه ليدلي دي که ما ژبه د انسان غوندي ژبه درلوداى نو ما به دومره ژړلي وا دومره به مي ژړلي واي چي د نړۍ ټول مسجدونه به مي راسره په ژړا کړى واى رشتيا چي افغانان په ډير دردونکي حالت کي ژوند کوي .

%d bloggers like this: