اجمل خان خټک

موږ يو ملت يو، افغان ملت يو، ټول افغانان يو، يو مو كور دى، يوه مو خاوره ده، يو مو وطن دى، يوه مو وينه ده، يوه مو مينه ده او يوه مو ورورولي ده. د دې دواړو تر منځ به فرق راولو. يانې د پارټۍ (ګوند- حزب) او ملت، كور، خاورې، وطن تر منځ. فرض كړه كه افغانستان باندې پېرنګى راغلى نو په ټولو راغلى و. كه امريكا موږ وهي نو موږ ټول وهي، نو زه وايم چې موږ د كور او ورور غم وكړو او په كور او ورور كې دې ته نه ګورو چې دا تور دى كه سپين. ګوته چا ته نه نيسو، تر دې پورې چې د ده ژبه كومه ده. اوس موږ په افغانستان كې د زرګونو كالونو راهيسي په يوه كور كې اوسېدلي يوو، دا خلكو خو په يوه پښتون كې فلانى او فلانى يادوي، چې دا د كندهار دى، دا د ننګرهار دى او دا وردګ دى، دا ملا دى دا طالب دى او دا عالم دى. زه وايم چې دا هزاره شول، دا اوزبك شول، تاجك شول، بدخشي شول دا ټول زموږ په دې وطن كې د زرګونو كلونو راهيسي د وروڼو غوندې اوسېدلي دي، برخورداره چې زه به په دوره لاړم نو په سكول او مكتب كې به هلكانو په پښتو كې ترانه راته ويله، په پښتو كې به يې ستړي مشي كولې. ما به كوشش كولو چې د هغوى په خپله ژبه كې خبرې وكړم. خو ما پاړسي خبرې نه شوې كولى اوما به چې چا سره خبرې كولې، هغوى به پښتو راسره ويله. ځكه دا د ورورولۍ خبره ده. نو موږ افغانان خپلې ستونزې او مشكلات په ورورولۍ اوارولى شو. كه دا ورورولي او دا افغان ملت جوړ نه شي هېڅ يو قوم او قبيله د وهلو څخه بچ كېدلى نه شي. بيا هر يو وهل كېږي. ځكه، هغه پاړسي كې وايي: قطره درياست اگر با درياست.

نو كه موږ افغانان سره يو نه شو، تباه كېږو، ورك كېږو. جنګ جګړو باندې څه نه كېږي، ځكه موږ وازمايل، څه مو وكړل؟ افغانستان مو وران كړ نور مو هېڅ و نه كړل.

كه لږ مخكې لاړ شو، او وپوښتم چې افغانستان ته د روسانو راتلل تاسې څنګه ګڼئ؟

هغه د روسانو راتلل نه وو، هغه د روسانو يرغل و. هغه يرغل چې د افغانستان د بدبختيو كلي او كونجي وه يانې دا يرغل د افغانستان د بدبختيو اغاز و. او هغه د افغانستان دننه د هغوى ملګري چې وو د هغوى همخيالي وه او د شوروي اتحاد د مشرانو عجلت او تيزي او ناپوهي وه. سازش يې وكړ او افغانستان يې راته تباه كړ. خداى يې دې تباه كړي.

نو تاسې بيا د دغه يرغل پر وخت په كابل كې وئ، نو چې ورسره مخالف وئ بيا ولې هلته ورسره پاتې شوئ؟

موږ څه كړي واى؟ موږ خو لاړو د دې ځاى غمونه مو هلته وړي وو. چې هلته به د افغانستان د ورور سره او د هغه ورور په وجه به له نورې دنيا سره رابطې پيدا كړو او له دې غمونو څخه به خلاص شو. نو هلته په دې بلا واوړېدو، د روسانو او انقلاب بلا يادوم. نو څه مو كړى واى؟ دلته مو دښمني وه، نو چې راتلى نو افغانستان ته مو هم خير نه جوړېدو، بيا به د پاكستان واكمنو ويل چې دا افغانستان موږ ته راولېږل. نو يوه لويه لانجه يې جوړوله. هلته كه پاتې كېدى او د هغوى مخالفت مو كولى، څرګند ودرېدى او ورته ويلي مو وى چې دا ته غلطه كوې، په دې باندې بيا كور ورانېدو، چې هسې وران دى. موږ به نه يو پوه، زموږ په اوږه به بل چا ټوپك ايښي وي زما په ورور او په ما به يې ډز كړى. نو هلته موږ خاموشي اختيار كړه، البته دا خاموشي د خلكو مخكې وه. هسې خو موږ ډېر كوششونه وكړل چې هغوى په دې خبره پوى كړو. له تره كي صيب نه واخلي تر ډاكټر نجيب الله پورې ټولو ما ته د مشر په حيثيت كتل. ما ټولو ته سپينې خبرې كړي، واضحه خبرې مې كړي دي، تر دې چې مخالفت مې كړى دى او د هغه مخالفت په وجه هغوى زه ښه نه ګڼلم. خو موږ هلته د يو چا د نماينده په حيثيت، د يوه قوت په حيثيت نه وو ناست. موږ په خپله طريقه ورته خبره كوله چې په خپلو كې جنګ ښه نه دى. خو هغه دومره لويه بلا راغلي وه چې زموږ خبرو ته چا نه كتل، نه يې د باچا خان خبرو ته كتل او نه يې زما خبرو ته. هغوى خو ويل چې بس اوس موږ راغلو، افغانستان مو ونيولو، قبايل به خپل كړو او هندوستان پورې به ورسېږو. داسې نشه يې په مغزو كې خلكو ته اچولې وه. هغوى د چا خبره چېرته اورېدله! د باچا خان غوندې بابا يې نه اورېدو نه نور به يې چېرته اورېدلى واى. ټولو به ما ته په خپل ژوند چې دا ټول وو، ما ته يې استاد ويلى دى، پلار يې راته ويلى دى تره يې راته ويلى دى خو له دې ټولو سره بيا زه د هغوى په سترګو بد لګېدم.

نو ستاسې داسې يوه خبره ياد ده چې هغه مو تره كي، امين او نورو ته كړي وي؟

هغه خو د باچا خان هغه خبره وه چې هغه تره كي صيب ته وويل، او دا ټول خلك يې راجمع كړل، هغه وخت كې دوى ټول يو وو، نو باچا خان ورته وويل: ګورئ هر څه مو چې وكړل- هغه مو وكړل، اوس دې خلكو ته لاړ شئ، له خلكو سره ظلم مه كوئ، چې خلك درسره نه وي، او د خلكو ملاتړ نه وي، نو هېڅكله به كامياب نه شئ. خو هغوى په خپل خره سپارو وو، چېرته يې زموږ خبره اورېده. موږ ډېرې خبرې كړي خو يوه يې هم نه ده منلې. پاچا خان

ولی زموږ یتیمان بی لاری کیږی؟؟

د لوی څښتن په پاک نامه

یتیم او د هغه د بی لاری کیدو لاملونه

د تیرو شاوخوا دیرشو کلنو کورنی جګړی او بیلابیلو نظامونو راتګ زموږ ټولنی ته په زرګونو څه بلکه په ملیونونو یتیمان په سوغات کی راوړی دی، او په لکونو کورنی یی د ویر په ټغر کینولی دی. ډیری میندی بوری شوی، ډیری خویندی وره ری شوی دی. او ډیری ناوی په سرو لاسونو کونډی شوی دی.

که پدی خبره وکړو چی، ولی؟، خو دا یی ځای ندی، هر چا چی هر څه کړی خدای ج د ورسره پوه شی. خو کومه خبره چی زه غواړم ستاسو سره یی شریکه کړم هغه دا ده چی څنګه هغه بی پلاره زامن یا یتیمان زموږ په پښتنی ټولنه کی بیلاری کیږی.  بیلابیل لاملونه شته چی زموږ د ټولنی زیاتره ماشومان د هغه له مخی په بی لاریو مخه کوی. غواړم دلته یی ستاسو سره په لاندی ترتیب شریک کړم:

۱- په ټوله کی د پښتنی ټولنی پلرونه د خپلو اولادونو د سالمی روزنی لپاره ښه او مشخص پلان نلری. (پیش امد خوش امد)

۲- زموږ په ټولنه کی میندی هم یا د بیسوادی له امله  یا خو هم د بی غوری له مخی خپل اولاد تربیی ته ښه پاملرنه نه کوی.

۳- د کورنی نظام د ساتلو لپاره یوه دیکتاتوری نظام چلول کیږی چی دا پخپل ذات کی د ماشومانو د ذهنی رشد د پرمختګ کلک مانع ګرځی. چی له مخی یی هلکان د ژونده زړه توری او خپل سریو ته په پټه مخه کوی

۴- د کورنی هر غړی د کورنی په ماشومانو لاس پورته کوی او تهدیوی یی، او یا خو هم د هر کار د کولو لپاره په ماشوماو باندی غږ کوی. ( ورشه دا کار وکړه، ورشه هغه کار وکړه….). چی بالاخره د هلک د خستګی او شدید عکس العمل ښودلو سبب کیږی

دا هغه لاملونه ؤ چی په یوه مکمله کورنی کی د هلکانو د بی لاریو سبب ګرځی، لدی نه علاوه کچیری په یوه کورنی کی یتیم ماشوم یا ماشومان وی د هغوی د بی لاریو لاملونه هم په لاندی ډول بیانیږی:

۵- په کورنی کی هر څوک د یتیم د بی لاریو مخه نه نیسی، ( د شفقت له مخی) چی پدی اساس یتیم ماشوم د هر ګناه د کولو لپاره جرأت کوی، پداسی حال کی چی د کورنی هیڅوک یی مخه هم نه نیسی.

۶- د یتیم ماشوم مور د کورنی د نورو غړو نصیحت و خپل زوی ته یی هم نه شی تحمل کولای، او د هغوی د نصیحت د عکس العمل پخاطر د خپل یتیم زوی/لور  تر غوږ داسی خبری رسوی چی ګواکی  نوموړی کس زما پر یتیم حکمرانی کوی. پدی اساس یتیم ماشوم هم له نوموړی کس سره عقده اخلی.

۷- دا چی پر یتیمانو باندی عاطفه بی حده زیاته شی، نو په کلی کور کی هم څوک د هغه د نصیحت یا لار ښونی جرأت نه کوی. چی پدی اساس د یتیم ماشوم جرأت په بیلاریو کی لا پسی زیاتیږی.

۸- او اخری ډیر مهمه خبره داده چی: په ځنو ظالمو کورنیو کی پر یتیمانو باندی بی حده ظلم او یا دکار زیاتی کیږی، چی ددی په اساس د یتیم احساسات خرابیږی. هغوی نا امیده کیږی، او هیڅکله هم د خپل ژوند لپاره فکر نشی کولای، چی په نتیجه کی یو بی ثمره انسان به تری جوړ شی. ( بی ثمره انسان پخپل ذات کی یو بی لاری انسان کیدای شی)

خدای ج د وکړی چر هره کورنی په خاصه توګه د کورنی مشر، پورته یادو شویو ټکو ته په کلکه پاملرنه وکړی.

ستاسو د سوکاله او آرمه پرمختللی کورنی په هیله!

د سیالو سیال او په همځولو کی سر لوړی اوسی!

 

لیمه وردګ

د دښمن د لیکو شاته

راپورتر : جېمز فرګوسن
منبع : انډپنډنټ ورځپاڼه ( انګلستان )
نېټه : ۲۰۱۰/۱۱/۱۴
ژباړن : نثار احمد صمد

جېمز فرګوسن د کابل په ۴۰ میلۍ کی « چک » ته پسله درو کالو بیا ورغیً تر څو دا وګوري چی د طالبانو کنټرول څنګه تر هغه څه ډیر پیاوړی دی چی لویدیځ یې باید ومنی.

د طیارې د انجن ږغ می هله د هوا څخه تر غوږو کېدﺉ چی زه او راوړونکی ً می د کابل څخه تازه رارسېدلي او د موټر څخه کښته کېدو . ما پخوا کله هم بې پیلوټه طیاره په عملیاتو کی نه وه لیدلې او هغه د ساړه موسم په شپه کی په آسمان کی قطعأ نه معلومیږی ، خو بیا هم هغه بېله شکه همدا شی و .
د طالبانو سره زما اوله کتنه په ۲۰۰۷ کی پیل سوې وه او زه له سره په دې کار پښېمان یم . ځکه ، که دغه بې پیلوټه طیاره خپل« دوږخی راکټ » را خطا کړی نو څه به پیښه سی ؟

درې کاله مخکی د « چک » پر دغه ولسوالي ، چی یو لک او دوولس زره ( ۱۱۲۰۰۰ ) پښتانه کروندګر پکښی اوسیږی د طالبانو کنټرول صرف د شپې لخوا څو ساعته و ، خو سیمه ییز قوماندان عبدالله هوډ راسره کړی و چی د هغه بشپړ کنټرول به ډیر ژر تر لاسه کوی . نو لکه نن چی یې له نږدې ګورم ، هغه چټی باټی نه ویتشلې . په چک کی د کرزي حکوت لاس په سر سوﺉ او هغه یې طالبانو ته پرې یښې ده . عبدالله چی تر اوسه هم د دې ځای مسؤل دی ، حتی مالیې راټولوی . د ده خلک د حکومت هغه پاڼې د رسیدونو په توګه ورکوی چی د حکومت څخه یې وړی دي او داسی پر لیکلي دي : « د افغانستان اسلامی جمهوریت » ؛ خو دوی داسی لاس پکښی وهلی چی د « جمهوریت » کلمه یې په « امارت » سره اړولې ده چی د امیر څخه یې مطلب د طالبانو روحانی مشر ملا عمر دی .

د دې ښورښي ولسوالۍ په باب د ډیری حیرانۍ ځای دا دی چی د « چک » ولسوالي په جنګ ځپلی هلمند یا کندهار کی نه بلکی په وردک ولایت کی ده چی د کابل د جنوب لویدیځ په څلوېښت میلۍ کی واقع ده او دا کار په روانه اوونۍ کی په لزبن کی د ناټو د سرمشریزی غونډی لپاره هم یوه سخته ربړه ګڼل کیږی . د ناټو قوماندانانو مکررأ ادعا کړې چی طالبان په روان کال کی د امریکایی « پوځی توندې څپې » له امله پر شا ځغلي ، او وایی چی د طالبانو منځنۍ رتبه والا قوماندانان  په ۲۰۱۰ کی د پوځی عملیاتو تر پیلېدو وروسته په زیات شمیر د جنګ له محاذه ایستل سوي دي . خو د دې سره سره ، عبدالله ، چی پر سر یې پنځه لکه ( ۵۰۰۰۰۰ ) ډالره انعام ایښودل سوﺉ ، بیا هم په خپل « کتیوشا » راکټ سره چی پایتخت هم ویشتلی سی ، خپل عملیات کوی او په دې توانېدلی چی اییتلافی ځواکونه د څلورو کالو راهیسی په ځان پسی سرګردانه کړی . که چک د نورو اطرافی ولسوالیو له منځه دغسی ځانګړی انګشاف لری ـ حال دا چی افغانستان د چک غوندی په سلګونو نوری کلیوالي ټولنی هم لری ـ نو بیا داسی ښکاری چی د ناټو پوځی ستراتیژي به د جدی ستونزی سره مخامخ ده .

عبدالله پخپله د سړک پر غاړه د تیارې څخه ګټمن کیږی . هغه چی کله زه بیا ولیدم ، نو سخت حیران سو . بې پیلوټه طیارې خپلی « رنګې » بندی کړې چی په عامیانه اصطلاح د دغو طیارو کېمرو ته وایی . عبدالله راته وویل چی دا یې وسلوال تعبیر دی او دغه غټې انجن لرونکي بې پیلوټه طیارې موږ « بزبزک » بولو او باید چی څوک ترې وډاریږی خو دا قطعأ د هغې جملې څخه نه دي . په دې دره کی بېله طالبانو څخه نور هیڅوک هم په تیاره کی په موټر کی دوری هوری نه خوځیږی .

په دغه دره کی په یو کلیوالی کور کی پر مځکه باندی د ماښامنۍ تر خوړلو وروسته په نیمه شپه کی ، پنځو ـ شپږو طالبانو د ولسوالۍ مرکز ته بوتلم چی د خاورینو خښتو څخه جوړه سوې ودانۍ وه او د افغان ملی اردو ۸۰ پوځیانو ساتله . عبدالله راته ویل چی هغوی ډیر بیریږی او نسی راوتلای او زیاته یې کړه چی « هرکله مو زړه وی پر هغوی حمله کولای سو » . ده د شپې لخوا لیدونکی روسۍ عینکی استعمال کړې او د ملی پوځ سنګرونه یې له ورایه لیدل . ده زیاته کړه چی « که ته غواړې نو موږ همدا اوس حمله پر کولای سو . آیا غواړې یې ؟ » خو ما په مؤدبانه ډول منفی ځواب ورکړ .

عبدالله راته وویل چی کابل د دې ولسوالۍ صرف یو کیلو متر مربع سیمه کنټرولوی او متباقی ټول چک د طالبانو تر واک لاندی دی . ده وویل چی « تیر کال د ملی اردو دیرش پوځیان موږ ته را واوښتل چی دوه په وسلو بار ډک ټرکونه یې هم راوړل . . . هغوی لیدل چی موږ څومره پر  خلکو ګران یو ، او دوی پر غلطه روان دي . هغوی ټول د شمال اوسیدونکي وو . موږ هغوی خپلو کلیو ته ولېږل . » ده په جګه غاړه وویل چی د تیر سپټمبر د پارلمانی انتخاباتو پر مهال د دې ولایت د ۸۷ رایه ورکونکو مرکزونو څخه ۸۶ یې تړلي وو . یو محلی کاندید وحید الله کلیم زی په دې متهم سو چی انتخاباتی مامورینو ته یې رشوت ورکړی و تر څو په هغه یوازیني رایه اچونکې مرکز کی چی خلاص و ، صندقونه د رایو څخه ډک کړی او کابل هم په افتخار سره وایی چی دا انتخابات یو برﺉ و .

عبدالله یعنی د کابل پولیتخنیک دغه پخوانی محصل د ۲۰۰۷ راهیسی د پوځی ټرکونو د سوځولو په حصه کی هم یو قهرمان ګڼل سوی دی . د چک ختیځ اړخ د کابل ـ کندهار لویی لارې ته څرمه دی چی هغه په جنوب کی د ناټو د جنګی ماشین لپاره کلیدی اکمالاتی لورﺉ دی . دغه سړک چی اووه کاله مخکی د امریکایانو لخوا په ۱۹۰ ملیونو ډالرو بیا ډامبر سو ، نن د ځمکنیو ماینونو په واسطه ډب ډب او غار غار سوﺉ دی . ده وویل چی په تیرو څو کالو کی زما سړیو دلته د ایساف په سلګونو موټرونه او عراده جات تباه کړي دي . ده شخصأ په صرف یوه شپه کی ۸۱ ټانکرونه وسوځول چی دا یو ریکارډ دی .

د عبدالله مرستیال « ملا نعیم » راته وویل چی « لومړی موږ ځکه د امریکایانو څخه ډارېدو چی اورېدلي مو وو چی هغوی ګواکی دومره پیاوړې تکنالوجی لری چی حتی د آسمان څخه د موږک سترګک هم لیدلی سی . خو دا ټول هسی درواغ وختل . » هو ، د دې معنا دا نه ده چی طالبان نو باید احتیاط ونکړي . عبدالله دا منی چی امریکایان څو ځله زما نیولو یا وژلو ته رانږدې سوي چی شمیر یې ښه زیات دی . زه خپله قومانده د یوې ساحوی مخابرې او څو موبایل تلیفونونو په واسطه صادروم او په هغو ټولو کی تر یوې دقیقې هم زیات نه ږغېږم . زه او زما کسان هیڅکله هم پر یو ځای ډیره موده نه پاتیږو . زه او هغوی په ۲۴ ساعتونو کی حتی شپږ ځله خپل ځای بدلوو چی ځینی وخت پلی ځو ، کله هم په موټر کی سپریږو او کله هم پر چینایی موټر سایکلونو باندی سپریږو .
 
د هغوی د عکسونو اخیستل هیڅ امکان نه لری . د هغوی تر ټولو ستر خطر هماغه د « جاسوسانو » خیانت دی . په هماغه شپه په دغه دره کی هله درې نا آشنا کسان نیول سوی وو چی د خپلو موبایل تلیفونونو څخه یې عکاسۍ کولې . عبدالله هم د سهار پرشپږو بجو ، په پاکستان کی د طالبانو د قرارګاه سره تر مشورو وروسته ، اعلان وکړ چی هغوی به د ځایی شرعیه قاضیانو په واسطه محاکمه کیږی او که جرم پر ثابت سی نو اعدام به سی . ما ورڅخه وپوښتل چی آیا د « ویکی لیکس » ویب پاڼی د مسؤل ( جولیان اسنج ) لخوا مو په رسوا کړو اسنادو کی په چک ولسوالی کی خپل دښمنان نه دي معلوم کړي ؟ هغه په ځواب کی راته وویل چی « موږ ځکه تر اوسه دا کار نه دی کړی چی کمپیوټرونه نلرو ، خو قرارګاه مو دغه اسناد تر څیړنی لاندی نیولي دي . . . موږ په عمومی توګه د مخکی څخه لاپه ډیرو هغو کړنو خبر یو چی ایساف یې کوی . »

په چک کی ماحول بېله حیرانتیا څخه ځپونکی او لږ وسواسي معلومیږی . هیڅ کوم غربی خبریال زما د تیری لیدنی راهیسی د دغو طالبانو سره نه دي لیدلي ، او دوی دلته زما د فعلی شتون د خبرتیا په هکله ډیر محتاط وو او ټینګار یې راباندی کاوه چی کله دباندی وځو نو باید خپل مخ په وړین پټو کی پټ کړم .

د دې ځای ټولنه چی هسی هم ګوښه او بنده ده ، خو دتیرو درو کالو راهیسی د پاتې هېواد څخه بېله او بې ربطه ده . د دغی درې د ننوتوځې پېچومی او نرۍ لاری څو څو واره په ځمکنیو ماینونو فرش سوي چی تیرېدونکي یې په موبایل تلیفون کی د شِفر یا کوډ په وهلو سره غیر فعال او بیرته فعال کوی . نو ځکه یرغلګر باید صرف او صرف د هلیکوپتر په واسطه دلته راسي او همدا وجه ده چی امریکایی خاص ځواکونه په دغه ولسوالي کی د تیر دوبی راهیسی د نیونکو یا وژونکو حملو په نوم تقریبأ هره شپه د هوا څخه راکوزیږی او عملیات کوی . د غرونو پر لوړو برخو باندی ۲۴ ساعته پیره داران مؤظف دي تر څو د کوم غیر عادی هلیکوپتر فعالیت وڅاری چی دغسی کار به د راتلونکې شپې د حملې یوه نښه وی او طالبان به ورڅخه پوه سی باید غرونو ته وخیژی .

د شپې دغه حملې د عبدالله قوماندې ته چندانی اهمیت نه لری ، خو دا پر عامه نظر باندی اغېزه ښندی . ځکه په لس ګونو بېګناه سیمه ییز خلک د ادعاګانو له مخی د « امریکایانو » لخوا وژل سوي دي . عبدالله په صرف دوو میاشتو کی د دغسی قاتلانه پیښو یو لیست ورسره درلود یعنی : یو ټکسی چلونکی ، یو بزګر چی په خپل باغ کی بیده و ، درې زده کونکی چی خپلو کورونو ته روان وو . خو دغو حملو بېله دې چی د طالبانو ملاتړ نور هم ډیر کړي ، بل څه نه لرل . یو طالب راته وویل چی « زموږ د شهیدانو په جنازو کی په زرګونو خلک برخه اخلی او په لوړ ږغ نارې وهی چی : مرګ پر امریکا . » ښایی دا مبالغه وی ، خو په دې هکله څوک دلایل نه لری که داسی صحنه ووینی لکه هغوی چی زه د یو بزګر بم ځپلی کور ته بوتلم او هلته می د مڼو یوه ونه ولیده چی تازه په زرغونو ټوکرانو ښکلې سوې وه ، چی د یو محلی زیارت ښکارندویی یې کوله .

عبدالله او د هغه سړي تر یوې ناڅاپی مړینی لاندی شپې سبا کوی او دا خپل برﺉ بولی . دﺉ وایی چی دا زموږ ټولو یو آرمان دی چی د غازی په حیث مړه سو چی هماغه په جنګ کی د کافر پر ضد شهید کېدل دی . ده ماته داسی ویل : « دا زموږ دینی فریضه ده چی ستاسو بهرنیانو سره مقاومت وکړو . تاسی باید پوه سیً چی موږ به هیڅکله هم ستاسو پر ضد جنګ تم نه کړو . » کټ مټ خبره یې په ۲۰۰۷ کی هم راته کړې وه .

ده راته وویل چی د سولی اړونده خبری اتری یو مخ باطلی دی او د منلو وړ نه دي او زیاته یې کړه چی « د کرزي سره د سیاسی حل په هکله دا ټولی خبری اتری چل ول او پروپاګنډ دی . طالبان به د هیچا سره هم تر څو چی ټول بهرني پوځیان وتلي نه وی ، خبري اتري و نه کړي . » د ده کسان د جنرال پترس دغه ادعا په واقعیت سره ګیچ او سربداله کړي وو چی ویل یې په افغانستان کی د ناټو هدف د القاعده د بیا استقرار مخنیوﺉ دی . ملا نعیم وویل چی « تیر کال د لږ وخت لپاره په چک کی یو څو بهرني جنګیالي موجود وو چی هغوی عرب ، چیچن وال او پاکستانیان ول . خو هغوی د طالبانو تر هدایت لاندی جنګ کاوه او زموږ قومانده یې اطاعت کوله . هغوی هیڅ په القاعده پوری تړلي نه وو . په افغانستان کی نور هیڅ القاعده جنګیالي نسته او زه پخپله په جنوب او ختیځ کی او همدلته جنګېدلی یم . ما په خپل اووه کلن جنګ کی یو القاعده جنګیالیً هم نه دی لیدلی . حتی یو لاهم نه . » پای

http://larawbar.org/details.php?id=22827&date=2010-11-14

له طالبانو څخه یوه جدی هیله

 

له طالبانو څخه یوه جدی هیله

ګرانو وروڼو لکه څنګه چي تاسی پرون شاهدان وی، پرون د کابل هوایی ډګر ته په ورغلی سړک ځان مرګئ برید، وشو، او د یو څو تنو بحرنیو تر څنګ زمونږ ګڼ شمیر هیوادوال شهیدان شول، که چیری ددوی شمیر لس کسان ومنو، نو لس کورنئ د ویر او غم په ټغر کیناستی، راتلونکی اختر ته بیا د هفو یتیمانو شمیر زیات شو، چي خپل پلارونه غواړی، هفه زنانه چي د کور بل کفالت کونکئ نه لری او میړونه یی په دغه پیښه کی شهیدان شول، هفه به وروسته له دی هر چا ته محتاجی وی، په دغه سړک دومره زیات بیروبار وی، چي ډیره مشکله ده چي له بحرنیو موټرو سره سړئ فاصله ونیسی، نو کله چي حمله کونکئ حمله کوی، هغه په دی ښه پوهیږی، چي لس پنځلس کسه هیوادوال به شهیدان کیږی، آیا د یوه مسلمان وینه هم زیات اهمیت نه لری؟؟؟

کوم بم چي د انتخاباتو څخه وړاندی، د ای،اس،اف د قوماندانئ مخکی وشو، هم ټول غریبان پکی شهیدان شول،

لکه چي وینو کفار هر ځل په لس هاوو، هیواد وال شهیدان کوی، آیا وروسته له هغه چي طالبانو ته د هغوی مشر امیر، هم د ملکی تلفاتو، د مخنیوئ سپارښتنه کړی باید دوی احتیاط ونه کړی؟

کوم خلک چي په کندز کی شهیدان شول، او یا پرون کابل کی، څه توپیر سره لری، هلته د کفارو بمباری ددوی د شهادت سبب شوه، دلته د طالبانو ځان مرګئ برید.

د کابل له ښار څخه وتلی ډیر داسی ځایونه دی چي طالبان هلته هم خپل عملیات کولائ شی، هم عام اولس ته خطر نه وی متوجه.

د یادولو وړ ده چي په وردګو ولایت کی هم ډیری داسی پيښی کیږی، چي طالبان اولسی کورو ته نیږی، عملیات کوی، او هیڅ د خلکو فریاد ته غوږ نه ‌‌‌‌نیسی، په ځواب کی ورته وای، چی زمونږ سرونه ځی، ستاسی خو د هسی لاړ شی.

هیله ده چي بحرنیانو او طالبانو ته د افغانانو وینه یوه بیه و نه لری

دنیکمرغه کوچني اخترددرارسیدوپه مناسبت

 دنیکمرغه  کوچني اخترددرارسیدوپه مناسبت

دعاليقدرامیرالمؤمنین دمبارکۍ پیغام  

بسم الله الرحمن الرحیم

الحمدلله الذي أعز الاسلام والمسلمین واذل الشرك والمشرکین   والصلوة علی قائدالمجاهدین  اشرف الانبیاء    والمرسلین    وعلی اله واصحابه و من اهتدى بهديه اجمعین  . امابعد!

يقول الله عزوجل :{ قُلْ إِنَّ صَلاَتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي للَّهِ رَبِّ ٱلْعَالَمِينَ }الأنعام 162  

په غږ کي

دنيکمرغه كوچني اختر د رارسيدو اودروژې دمقدسې فريضې داداکولو په مناسبت اتلومجاهدينو،متدين ولس اوداسلامي سنګر دمبارکو شهيدانوکورنيواوټول مسلمان    امت ته دزړه له کومې مبارکي وايم؛ الله جل جلاله مو ټول عبادتونه اوقربانۍ قبولې اودامت مسلمه دغه دمينې،اخوت اوخوښي نیکمرغه ورځې دي پرمونږ اوتاسوټولو په خوشحالي،سوکالي اود اشغالګر دښمن په وړاندې په بر لاسي تيرې کړي (امين)

دجهاد په وياړلومرچلونوکې مو دسږني کال تاریخي فتوحات اوسوبې هم مبارک شه!

متعال خدای جل جلاله دي په دې مقدسه لاره کې دټولوشهيدانوشهادتونه اودمجاهدينوتکليفونه قبول کړي  ؛  له فرصت نه په استفادې سره لاندې څوخبرې د وخت داړتياپربنسټ ديادونې وړ ګڼم  . 

الف : ميړني ولس او قهرمانو مجاهدينوته ډاډ ورکوم چې ستاسې د بي دريغه قربانيو په برکت نن د افغانستان د اشغال په اړه  د نړيوال استعمار پلانونه ناکام شوي دي، په تيرواتوکلونوکې د پينتاګون د نظاميانو تر مشري لاندې “ناټو” په افغانستان کې هغه ظالمانه،اوله وحشت نه ډکه پاليسي  پلې کړه، چې د هغې له مخې دوئ باوردرلود چې په پوځي زور او قوت سره به د افغانستان غيورولس ايل کړاى شي ,هغوئ په دې لاره کې ترکيمياوي وسلو پوري  خپله ټوله پرمخ تللې ټيکنالوژي وكاروله،په سلګونوتبلیغاتی مرکزونه یې همدې جګړې ته استخدام ,اوپه  میډیایې په ملیاردونوډالرمصرف کړل ترڅوخپل نظامي قوت وپړسوي اومقابل لوری تر رعب او وارخطایې لاندې راولي، خو دغو ټولو د بشر ضد  کړنو  ونشواى کړاى،چې دوئ ته کاميابي ورپه برخه کړي، بلکې د وخت په تيريدو سره  د يرغلګرو په وړاندې  مقاومت او جهادي يون د يوه قوي اسلامي، ملي حرکت په توګه  ولسي شکل غوره کړ او لا دبري په در شل کې دى.

 اشغالګروته ښايي چې له سکندری یرغله او چنګیزي چپاو نه بيا تر نن پوري د افغانستان تاريخ مطالعه کړي او سبق ورڅخه واخلي ،که تاريخ ته پام نه اړوي نودافغانستان داشغال تيرشوي اته کلونه خويې  په خپلوسترګو وليدل،اياپه دې اتو کلونوکې دوئ کومه ګټه  ترلاسه کړه؟

اوکه ددې ګټې اوتاوان اټکل هم نشي کولای،نو دانيږدې دری مياشتې مخکې چې دوئ په هلمند کې د”خنجراود”پړانګ دپنجې، په نامه خپل ترټولوقوي عمليات پيل کړل دهغونتيجه ګيری خودي وکړي، چې څه يې تر لاسه کړل!؟ اياد دوئ لپاره همدا رسوايي اوهمداتاريخي ماتې  بس نه ده؟

ولسونه که يې په خپله دوه مخې ميډياسره ناخبره ساتلي دي، حکومتونه خويې په حقيقت ښه خبر دي چې ددوئ تلفات كومې کچې ته رسیدلي , اودعسکروپوځي مورال یې په کوم حالت کې دی؟ دښمن که هرڅومره نور پوځونه رازيات کړي نتیجه یې بيا هم په افغانستان کې ددوئ مطلق شکست دی.

پخپله دامريکا اوناټودپوځي سرچېنو اوپه خاصه توګه دنيول شويو پوځيانو له اعتراف نه داڅرګنده شوې،چې ديرغلګروځاني اومالي تلفات له هغه نه څو چنده زيات دي، چې دوئ يې مني    .

په هرحال کومې تګلارې چې دوئ غوره کړې، هغه دغه اوسنی  بحران اوږدولاى شي، خو حل کولاي يي نشي، داځکه چې  په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو يرغل او موجوديت د ستونځو حل نه، بلکې پخپله لويه ستونځه ده.

د کابل په لاس پوڅې اداره کې اداري فساد،اختلاس، دمخدراتودقاچاقبرو،اونورومافيايي شبکو شتون، د جنګ سالارانو زورواکي اودترحه شوي پلان له مخي دفحاشۍمرکزونه تقویه کول د همدغو سازشي او جاه طلبو  استعماري معاهدو(تړونونو) يوه برخه ده چې ولس يې له داسي فقر، لوږې او بيکاري سره مخامخ کړى چې آن د خپلو اولادونو خرڅولوته هم اړشوى دى.

دیرغلګروپه دغوټولوفجائعو سربیره  بله ستره سپين سترګي لاداده چې همدافاسده اوغلامه اداره يې يو وار بياد دروغجنواوله فريب نه ډکوتش په نامه انتخاباتو په وسيله کوم چې دولس دقاطع اکثريت له لوري ردشول؛په دغه  بیوزله اومظلوم ولس باندې يوځل بيا وتپله.

طبیعي خبره ده  چې داقهرمان اوفطرتًاخپلواک ولس ددغوتش په نامه  ټولټاکنو دنامشروعو پایلومنلوته  تیارنه دئ، اومشکلات به نور هم ورسره زیات شي

  له همدې امله تربل هرڅه مخکې بايدپه ګران هيواد کې ديرغلګرو ځواکونو د شتون مسئله حل شي او افغانستان ديوه خپلواک هيواد په توګه  د نړۍ په نقشه وځليږي ؛ځکه د افغانانو خپل منځي  مسائل حل کيداى شي، خو د اشغال په صورت کې ملي او اسلامي منافع د پرديو د ګټو ترسيوري لاندې راځي,اوزمونږ ملي اواسلامي ګټي د نړيوالو استعمار ي دسیسو قرباني کيږي.

 زمونږ هدف د هيواد بيا خپلواکي او هلته دمسلمان ملت دخوښې سره سم د يوه اسلامي عادلانه نظام پلي کول  دى؛ د غه هدف ته د رسيدو لپاره  په هره لاره غوراوتامل کيداي شي او مونږددغه هدف لپاره ټولې لارې پرانستې پرايښې دي، خودابه هغه وخت نتیجه  ورکوي چې هیوادمو داشغالګروځواکونو له  غوبل نه ازاد اوخپلواک وي.

ب : د افغانستان اسلامی امارت  غواړي چې دخارجي قواوو له وتلو ورسته دهيواد ټول اصيل بچيان په حکومت او حکومت جوړونه کې مشاركت ولري ،ځکه د هيواد عمراني ،اقتصادي،سياسي، تعليمي ,فرهنګي او . . .چارې د پوه , مسلکي اوتجربه لرونكو مخلصو افغانانو له ګډون څخه پرته پر مخ نشي تلای.

له نيکه مرغه چې زمونږ ډيرشميرخپلواک ,مسلکي اوباتجربه مسلمان كدرونه  هغه كه دهیواد په داخل کې دي اوکه له هیواده بهر ؛ دیرغلګروله خوا اوسنى اشغال اودهغه په نتيجه كې منځته راغلې اداره نه مني او په خپل هیوادکې ديوه مستقل ،خپلواک اواسلامي حکومت پلويان دي.

اسلامي امارت داسلام د عادلانه ټولنيز نظام تر سيوري لاندې دبهرنيو ځواکونو تروتلو وروسته د هيواددراتلونکي لپاره ګټوراو دقيق پلانونه په پام کې لري  چی په هغو کې دټولنيزې اقتصادي زیربنارغول ،د تعليم پرمختګ او پراختيا،د هيواد صنعتي کول اوزراعت ته وده ورکول شامل دي.

ج :  د افغانستان اسلامی امارت  په هغو کسانو چی د کابل  په  ګوډاګۍ اداره کې فعالیت کوي او  په خپل وجودسره د نړيوال استعمار مټي غښتلې کوي يوځل بیاغږ کوي چې نور د خپل دين، هيواد او اولس له مخالفت نه لاس واخلي، ځکه چي ستاسي په افغاني مټو  اجنبي استعمارګرو زور اخیستی او زمونږ دهيواد اشغال ته يې دوام ورکړي.دغو وحشي یرغلګرو زمونږ ټول اسلامي ارزښتونه ترپښولاندې کړی دعسویت تبلیغ اوترویج ته دمنظم پلان له مخي کارکوی، زمونږ طبعي منابع  په يوه او بل نامه لوټ كوي , او زمونږ هيواد  د ملا ماتوونکوپورونو تربار لاندې  راولی .اسلامی امارت  دهرهغه چا لپاره چې له  هيواد او ولس سره د غدر او خيانت لاره پريږدي د امن لاره پرانستې ساتلې.

دا خبره بايدهرڅوک  په ياد ولري چې دیرغلګروپه مقابل کې زمونږ  روان  ولسي اسلامي انقلاب ديوه ځواکمن سيلا ب په توګه په مخ روا ن دی ؛ هرڅوک چې ددي سيلاب مخې ته دريږي هغه به له مخې ليري کيږي.

ظلم، شکنجې، وحشت ، سازشونه،ائتلافونه،پردي اودکرایې پوځونه ددې خروښيدلي جهادي  يون مخه  نشي ډب کولای ؛ نوښه به داوي چې دخپل ايماني مسؤليت اوتاريخي وياړ دترلاسه  كولو په اساس د خپل ولس  په څنګ کی ودريږئ .

 په خاص ډول په غلامه اداره کې پخواني مجاهدین بایددخپل جهادي  حیثیت اعاده په روان جهادی صف کې  په دریدلوسره وکړي  اودکفاروله لیکوڅخه ځان بهر کړي.

د:  اسلامی امارت  په ټولنیزه اوخپل منځي اصلاح او داسلامي شريعت په چوکاټ کې په  سالمونوښتونو باور لري؛نيمګړتياوو ته متوجه  ، او له  همدې امله  یې خپل ټول مجاهدين دجهادي اصولواولوايحوپه کلک رعايت اوعملی کولومامور اومکلف کړي دي، تر څو ټول  مجاهدين ددې هيوا د دمخلصو بچیانو په توګه  د اسلامي شريعت په چوکاټ کې داسلام،هيواد او ولس ښیګڼوته په پام سره جهادي مبارزه پرمخ بوزي ؛ د دين او خپلواکي د سنګر مدافعين او د ولس داساسي  غوښتنو رښتيني استازي او ترجمانان شي،اسلامی امارت  د خپل صف تصفيه اومحاسبه يوه دائمی اوحتمي دنده بولي .

دا چې دښمن د جګړې په ډګر کې له ماتې سره مخامخ دی  او ليرې نده چې دکاملې ماتې دترخو زهرو جامونه به په سر واړوي، نوځکه خو ديوې وروستۍ هڅې په توګه کوښښ کوي چې په ملت کی دنفاق او اختلاف تخم وشيندي او په دې توګه خپله ماتې په بري بدله کړي، خو الحمد لله دښمن په دې منافقانه هڅه  کې هم له ماتې سره مخامخ دی، ځکه چې  داپه اسلام اووطن مين ولس خپل منځي اتحاداودمجاهدينومرسته خپله ديني فريضه بولي، دګران وطن ازادي خپل حق ګڼي او غربي ميډياته د پينتاګون دلوډسپيکرپه نظرګوري ؛ چې هيڅکله به يې هم په بې اساسه تبليغاتوونه غوليږي.

دمجاهدينوپه اوسنيوبې ساري پرمختګونوکې دولس دمينې،رغبت اوخواخوږۍ ډير ستر رول دى،چې لله الحمد دغه مينه اورغبت ورځ په ورځ زياتيدونکى دى،ځکه خو بايد مجاهدين  هم  هيڅکله ځان دولس نه جلا ونه بولي، دخلګودمال، سراوعزت ساتنه وکړي، هغه کسان چې دمجاهدپه نامه ددښمن په لمسون دولس په مال سراوعزت  تجاوز کوي، د هغوئ  مخه ونيسي.

 همداشان مجاهدينوته پکاردی چې د ولس اسلامی تربيې ته متوجه شي،تر څو هغوئ پخپله خوښه په روان جهاد کې لازياته  مالي او ځاني ونډه واخلی زموږغیرتی ولس دي د دښمن دځینو پوځی ویندویانو په  تشو لاپو  نه تیروځی لکه دبرتانوې پوځ دقومندان هغه وينا چې وايې:   

موږبه په افغانستان کې څلويښت کاله نور پاته شو” بايد يادونه وکړو،چې موږچې تيرځل له ۱۸۳۹ م کال نه تر۱۹۱۹م کال پوري پوره اتيا کاله له انګريزي اشغالګروسره وجنګيدو اوبلآخره موازادي ترلاسه اوانګريزمو مات کړ،نن تر هغه وخت زياته حوصله،نظامي تربیه اوِښه  وسله په لاس کې لرو اودخورا اوږده جنګ امادګي لرواودسيمي حالات هم زموږپه ګټه دي.

 لهذاترڅوچې مو ازادي نه وي تر لاسه کړې ترهغوپوري به  دټولویرغلګرو دشړلو لپاره خپل مقدس جهادته ادامه ورکوو.

 موږچې په مخکنيو ويناووکې دمقاومت دبې ساري چټکتيا اوپراختیاخبر ورکړى وه  هغه تشه تبليغاتي هڅه نه وه ،بلکې دغه چټکتيا هرچاپه عمل کې وليدله.

اوس يوځل بياخبرداري ورکوو چې زموږراتلونکي هجومي عمليات به دډيرو نويوتاکتيکونوسره يوه داسي پړاوته  ورداخل شي چې ددښمن بې ساري مرګ ژوبله اومسلسله ماتې به يې څرګنده پايله وي ان شاالله تعالی.

هـ : اسلامی امارت غواړي چی دمتقابل احترام په صورت کې  له ټولو ګاونډيانو سره ښې اومثبتې اړيکې ولري اوله ټولو هيوادونو سره   ددوه اړخيزي همکارۍ،اقتصادي پرمختګ او ښه ګاونډ يتوب نوی باب پرانيزي، مونږ د استعمار په مقابل کې ټولي سيمې ته د يوه کور په سترګه ګورو، او غواړو چې په راتلونکي کې د سېمي په سوله او ثبات کې خپل رول ادا کړو،ټولو هيوادونو ته اطمنان ورکوو،چې د افغانستان اسلامي امارت د يوه مسئول او ذمه وار ځواک په توګه لکه څرنګه چې نوروته داحق نه ورکوي، چې زموږ هیوادته د ضرر لاس را اوږدکړي، پخپله به هم چاته  دضرر لاس ور ونه غځوی .

بايد ووايو چې مونږ ددښمن د اطلاعاتي رسنيو د غلطو  تبليغاتو  قرباني يو، چې زمونږ او د نړۍ د يو شمير هيوادنو ترمينځ يي  شکونه راپيدا کړي دي؛ موږيې په وچو دروغودتعليم او دښځو دحقوقو مخالفين معرفي کړی يو؛پر موږيې داتور پوري کړی، چی ګوياموږ دنړۍ هيوادونوته ګواښ يو.

اسلامي امارت غواړي چې دمناسبوشرایطوپه اماده کولو سره  دغه ټول اشتباهات رفع اوهغوئ ته مثبت ځواب ووایې.

اسلامي امارت دغرب په اولسونوغږ کوي چی هيڅکله د”اوباما”په هغوخبروچې دافغانستان جګړه دمجبوريت جګړه بولي ونه غوليږي،  دې  جګړې ته غرب هيڅ مجبوريت نلري؛ داجګړه دمرموزو مقاصدولپاره پردروغجنو دلايلوپيل شوې، زيان يې ټول بشريت ته رسيږي چي په نړ يواله سطحه اقتصادی بحران ،بي ثباتي،عدم اعتماداودنړیوالومسلمواصولوترپښولاندې کیدل ټول دهمدې نامعقولوپالیسیونتیجه ده.

لويديځوال ولسونه بايد دناټو دعمومي منشي”راسموسن” اودبرطانيې دصدراعظم په هغو خبرو هم ونه غوليږي چې وايې: “دافغانستان جګړه دغرب ددفاع جګړه د ه

داډول بي اساسه اوتيرايستونکې خبرې بايدستاسي ذهنونه مشوش نکړي، داټولې ددغه ناروا اودټولوبين المللی اصولو خلاف دتپل شوې ناپايه جګړې دتوجيه کولو لپاره ستاسودواکمنانوتيرايستونکې هڅې دي .

دمعاصروبین الدولي  مقرراتو له مخې دنړۍ هیڅ  هیواد دا حق نه لري  چې دبل ګاونډي ملک په داخلي چاروکې   مداخله  وکړي ؛ دسپینې ماڼۍ مغرورچارواکي اودهغوئ انګلیسي ملګری  باید په دې خبره  ښه ځان پوه کړی چي له زرګونه کلومټره لیري  واټن څخه ددوئ مداخله دسیمي هیوادونو ته په هیڅ صورت دمنلو اوزغملووړنه ده. دتروريزم ضدجګړې تر ناروا شعار لاندې چې اوس د استعماري پراختيا غوښتني کرغيړن پلانونه په سيمه کي روان دي، هغه د ټولې نړۍ د بشري ارزښتونو، عدالت ، سولي، د وسايلو د برابر ويش اوخپلواکي په خلاف  عمل دى؛ داسې عمل چې دولس د ارمانونو اصيل نمايندګان په يوه او بل نوم بدناموي.

په دې اړه بايد ټو ل  په تيره بيا اسلامي هيوادونه، زمونږ ګاونډي ځواکمن هيوادونه اود ناپييلي هيوادونو غورځنګ خپل تاريخي رول احساس او ادا کړي.

 له ټول اسلامي امت اوپه خاص ډول دنړۍله ټولواسلامي اوجهادي تنظيمونو څخه مي هيله داده چې ددښمن دسيسوته ويښ واوسي، خپل منځي اختلافاتوته شاکړي اودخپل مظلوم اومحکوم امت د دفاع اوازادۍ دپاره دي ګډه اوهر اړخيزه مبارزه پيل کړي.

په اخيرکې پر ټولومتدينومسلمانانوغږ کوم چې د اختر په دې  خوښيو كې د خپلو كورنيو په څير د شهيدانو كونډې ، يتيمان او بورې  مورګانې هيرې نکړي ځكه  دهغوئ شهيدان هماغه څوك دي چې د اسلامي نظام دراتلو په لاره کې د كفري بلاك  په مقابل كې ځانونه نذرانه كړي دي او دهغوافغان قربانيانو،زړو،ځوانو،تورسرو اوماشونانوغمځپلې کورنۍ هم مه هيروئ چې ديرغلګروپه بريدونواوړندوبمباريوکې په شهادت رسيدلي او نن دا دى ستاسو  په منځ كې نه ليدل كيږي.

په اخیرکې مويوځل بيا اخترمبارک  اوخپلواکي مو په برخه شه

دهيواددخپلواکي اوبشپړاسلامي نظام  دواکمني په هيله اودعا.

والســـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــلام

داسلام خادم امیرالمؤمنین ملامحمدعمرمجاهد

 

ګرانو لوستونکو پښتنو نيکي هيلي او سلامونه

 

ګرانو لوستونکو پښتنو نيکي هيلي او سلامونه

  تاسي خبر ياست چه نن په لره پښتونخواه کي امنيتي حالات جنګيالي طالبانو له وجي خراب دي او پښتانه په سوات او قبائيلو کي خاورې په سر بچو له د سر امان غوښتلو له در په در دي !!! د دوې غټ ګناه دا دې چه دوي د طالبانو په شريعت کي کافران دي . راځئ چه د تکفير دغي سوچ پلټنه وکو چه دا کوم ګناه دې‌ چه بيوسه پښتانه ئي ناکرده منيد تکفیر مسئله ډیره ضررناکه او لرغونی فتنه ده کومه چې د امیر المؤمنین حضرت علی بن ابی طالب په دور خلافت کی د مسلمانانو یوې ګمراه ډلې (الخوارج) د مسلمانانو پر ضد اوچته کړی وا او په عام ولس (مسلمانانو) او حاکمانو (حضرت علی او امیر معاویه) باندی د کفر فتوې صادر کړې او واجب القتل ئې فیصله کړل ۔ هم دغه رنګه اوسمهال په لره پښتونخواه کی تحریک ظالمان پاکستان او بیا په بیلګۍ سره د سوات فضل الله ملا د قرآنی آیاتو غلط تآویلات او سنت نبوی او صحابؤ عمل نه په واضحه انحراف کړې او عام مسلمانانو (حاکم او محکومو) پښتنو باندی د کفر تور پوری کړی او واجب القتل ئی فیصله کړی ۔ هم د دې ګمراه ډلې (الخوارج) پهکله علامه الشیخ محمد ناصرالدین الألبانی په خپل کتاب (فتنة التكفير) کی د دغی منحرفی ډلې د قرآن او سنت نه خارج کیدلو دوه وجې بیان کړی :  .!!

هي فتنة عظيمة قديمة تبنتها فرقة من الفرق الإسلامية القديمة وهي المعروفة بـ الخوارج ومع الأسف الشديد فإن البعض من الدعاة أو المتحمسين قد يقع في الخروج عن الكتاب والسنة ولكن باسم الكتاب والسنة والسبب في هذا يعود إلى أمرين اثنين

 أحدهما هو : ضحالة العلم

 والأمر الآخر – وهو مهم جدا – : أنهم لم يتفقهوا بالقواعد الشرعية والتي هي أساس الدعوة الإسلامية الصحيحة التي يعد كل من خرج عنها من تلك الفرق المنحرفة عن الجماعة التي أثنى عليها رسول الله صلى الله عليه و سلم في غير ما حديث بل والتي ذكرها ربنا عز وجل وبين أن من خرج عنها يكون قد شاق الله ورسوله وذلك في قوله عز وجل : } ومن يشاقق الرسول من بعد ما تبين له الهدى ويتبع غير سبيل المؤمنين نوله ما تولى ونصله جهنم وساءت مصيرا } ( 115 – النساء ) . فإن الله – لأمر واضح عند أهل العلم – لم يقتصر على قوله } ومن يشاقق الرسول من بعد ما تبين له الهدى . . . نوله ما تولى . . . { وإنما أضاف إلى مشاقة الرسول اتباع غير سبيل المؤمنين فقال : { ومن يشاقق الرسول من بعد ما تبين له الهدى ويتبع غير سبيل المؤمنين نوله ما تولى ونصله جهنم وساءت مصيرا } ( 115 – النساء(

  

وړمبې : د علم کمې

 دویم ـ ترټولو مهم ـ : چه دوی په شرعی قواعدو پوهه نه لری کوم چې صحیح اسلامی دعوت له اساسی ارزښت وی او تیرؤتونکی ترینه منحرفه ډله شی له اسلامی ډلی (الجماعت) نه کومه چه رسول کریم صلی الله علیه وسلم په یو شمیر احادیثو کی ستایلې ده او الله پاک په قرآن کی دغه بله منحرفه ډله په هغی ډلی یاده کړی ( چا چې د رسول (ص) مخالفت ته ملا تړلی او د مؤمنانو د لارې نه بغیر په بله لار روان شی ، او حال دا وی چې نیغه لار ورته ښکاره شوی وی ، نو هغه به موږ هم هغې طرفته پوځو کوم طرفته چې هغه په خپله وګرزیدو او هغه به جهنم ته غورزؤو چه بدترین ځائې د قرار دې)-  سورة النساء ۱۱۵

دې آیت کی د اهل علم په نیز واضح امر دې چه الله پاک نه یوازی د رسول د مخالفت ذکر کړی مګر د مخالفت سره سره د مؤمنانو د لارې نه بغیر بله لار نیول ئی د دغې ډلې خاص نښې ښودلې

 الشیخ الألباني نوره زیاتوی :

 من هنا ضلت طوائف كثيرة جدا – قديما وحديثا – لأنهم لم يكتفوا بعدم التزام سبيل المؤمنين فحسب ولكن ركبوا عقولهم واتبعوا أهواءهم في تفسير الكتاب والسنة ثم بنوا على ذلك نتائج خطيرة جدا خرجوا بها عما كان عليه سلفنا الصالح رضوان الله تعالى عليهم جميعا

 له دې وجې ډیرې لرغونی او اوسنۍ ډلې ګمراه شوی ځکه چه دوی نه دا چه یوازی د مؤمنانو د لاری تیرؤتو بلکی د خپل عقل او هوی النفس مشروټۍ له لکبله د کتاب الله او سنت رسول غلط تفسیر او تأویلاتو په بنسټ ډیر خطرناک نتائج ئی پائی ته ورسؤل او د السلف الصالح (صحابۀ) له منهجه تیروتو ۔

 وهذه النقطة يسهو عنها – ويغفل عن ضرورتها ولزومها – كثير من الخاصة فضلا عن هؤلاء الذين عرفوا ب ( جماعة التكفير ) أو بعض أنواع الجماعات التي تنسب نفسها للجهاد وهي في حقيقتها من فلول التكفير

 او دا هغه بنیادی نقطه ده ترکومی چه ډیر مخصوص خلک تیروتی او اهمیت نه ئی غافله شوی ورسره دغه خلک کوم چه په ( جماعة التكفير ) تکفیری ډلې پیژندل شوی او یا هغه ډلې چه ځان ته جهادیان وائی خو حقیقت کی هغی د تکفیریانو لښکرو نه وی ۔

شيخ الألباني نوره زیاتوی چه په عام توګه مسلمانانو او خاص توګه ملانو له دا جائز نه دی چه د کتاب الله او سنت نبوی تشریح له په ظاهری وسائلو لکه په عربی ژبی عبور او الناسخ والمنسوخ زدکړې پاندی اکتفا وکړی مګر لازمه ده چه تر ټولو اګاهو سیرت النبی او صحابؤ آثار له رجوع وکی ځکه چه هغی زموږ نه عبادت که ډیر لوړ او علم که ډیر فقیه ول ۔

پاتی شوه د پښتنو خبره کوم چه په هرحال اصحاب اللغة نه دی خو ځینی مشروټه ملان لکه د سوات فضل الله نائب (مولانا دوران) چه د قرآنی آیاتو ترجمه په مسخرو او کنځلو کی په FM کوی نو دا اوریدونکی ساده او ناپوهه پښتانه وته ګوته په خوله وی !! چه وا خدایا دا خو موږ ټول پښتانه کافران یو خو د ځانه خبر نه وؤ

 !!!!!!

په سنن که د خلفاؤ راشدینو حدیث د العرباض بن ساریه رضی الله عنه نه مروی دې چې وائی :
 

وعظنا رسول الله صلى الله عليه و سلم موعظة وجلت منها القلوب وذرفت منها العيون فقلنا : كأنها موعظة مودع فأوصنا يا رسول الله قال : ] أوصيكم بالسمع والطاعة وإن ولي عليكم عبد حبشي وإنه من يعش منكم فسيرى اختلافا كثيرا فعليكم بسنتي وسنة الخلفاء الراشدين من بعدي عضوا عليها بالنواجذ

موږ ته رسول صلی الله علیه وسلم وعظ (نصیحت) وکړو داسی چه زړونو مو وژړل او سترګو مو اوښکې توی کړی ۔۔ موږ وئیل چه یا رسول الله دا خو لکه الوداعی نصیحت وی نو موږ ته وصیت (حکم) وکه ۔۔ وئیل : د اطاعت وصیت درته کؤم حتا که په تاسی تور حبشی حاکم متولی وی ، او تاسی که چا ژوند ولرو نو ستر اختلاف (ګمراهی) به وګورئ ، نو تاسی په کلکه زما او وروسته زما د خلفاؤ راشدینو سنت (طریقې) راټنګ کړئ داسی لکه د غاښونو ترمنځ ۔

 تردې ثابتېږی چه خپل عقیدې عبادات اخلاق او سلوک پیژندلو له موږ اصل له راوګرځو ۔۔ او وګورو چه رسول کریم او دهغه صحابؤ د مسلمانانو خلاف ځانمرګی بریدونه په علم پابندی او خلاف رای اظهار کولو په ګناه انسانان ذبح کول او کورونه ورانولو غوندی سخت ظلمونه کړی ول ؟؟

شیخ الألباني بیا د دغی ډلې پهکله وائی :
ومن هؤلاء المنحرفين : الخوارج قدماء ومحدثين

 فأن أصل فتنة التكفير في هذا الزمان – بل منذ أزمان – هو آية يدندنون دائما حولها ألا وهي قوله تعالى : } ومن لم يحكم بما أنزل الله فأولئك هم الكافرون { ( 44 – المائدة ) فيأخذونها من غير فهوم عميقة ويوردونها بلا معرفة دقيقة ونحن نعلم أن هذه الآية الكريمة قد تكررت وجاءت خاتمتها بألفاظ ثلاثة وهي : } فأولئك هم الكافرون { } فأولئك هم الظالمون { [ 45 – المائدة ] } فأولئك هم الفاسقون {[ 47 – المائدة{[
او د دغی منحرفېن خلکو نه یوه لرغونی ډله الخوارج او په تړاو ئی بله اوسنی خوارج (سختګیره اسلامی ) ډله ده چه اصل که دواړو ترمنځ مشترکه دلیل (قرآنی آیت) یو دې او خپل تکفیری فکر قائمؤلو له تری دوی وړومبی درې ټکی راټینګ کړی او هغه دې : { ومن لم يحكم بما أنزل الله فأولئك هم الكافرون } ( 44 – المائدة ) او څوک چه د الله د نازل کړې شوی قانون مطابق فیصله ونۀ کړی هغوئ کافران دی ۔

نو دوی د دې آیت پهکله ژور فهم نه لری او نه ئې په دقیق معرفت څرګندوی ۔!!! او موږ علم لرو چه دا مبارک آیت په تکرار سره راغلې او خاتمه ئی په دریو ټکو داسی شوی : { فأولئك هم الكافرون} { فأولئك هم الظالمون } [ 45 – المائدة ] { فأولئك هم الفاسقون } [ 47 – المائدة ۔۔ (هغوئ کافران دی) ۔۔ (هغوئ ظالمان دی) ۔۔ (هغوئ فاسقان دی) ۔المائده ۴۴-۴۵-۴۷ – !!!!

   فمن تمام جهل الذين يحتجون بهذه الآية باللفظ الأول منها فقط : } فأولئك هم الكافرون { : أنهم لم يلموا على الأقل ببعض النصوص الشرعية – قرآنا أم سنة – التي جاء فيها ذكر لفظة ( الكفر ) فأخذوها – بغير نظر – على أنها تعني الخروج من الدين وأنه لا فرق بين هذا الذي وقع في الكفر وبين أولئك المشركين من اليهود والنصارى وأصحاب الملل الأخرى الخارجة عن ملة الإسلام

 په دوی جهالت داسی تمام شوی چه د کوم آیت په یو ټکی دوی دلیل وړاندی کوی نو ثابته ده چه دوی لږ ترلږه هم د شرعی نصوصو ـ قرآن او سنت – پوهه نه لری په کوم کی دغه د (کفر) لفظ بیان شوې ۔۔ او دوی بې له نظره او تدبّره په دې مانا تسلیم کړو ګوندی دا له دین نه خارج کیدل وی او له دې رنګی کفر او نورو ملتونو کفر لکه مشرکین (یهود او نصاری) ترمنځ هیڅ توپیر نه وینی !!!!!!!

  بينما لفظة الكفر في لغة الكتاب والسنة لا تعني – دائما – هذا الذي يدندنون حوله ويسلطون هذا الفهم الخاطئ المغلوط عليه

او حال دا چه د کتاب الله او سنت په لغت کی د کفر ټکې په دوام دا مانا نه لری کوم له چه دوی لکه د ساز غږیږی او غلط فهم مسلط کوی ۔

فشأن لفظة { الكافرون } – من حيث إنها لا تدل على معنى واحد – هو ذاته شأن اللفظين الآخرين : { الظالمون } و { الفاسقون } فكما أن من وصف أنه ظالم أو فاسق لا يلزم بالضرورة ارتداده عن دينه فكذلك من وصف بأنه كافر سواء بسواء

 نو د)الکافرون( ټکې مثال داسی ـ کوم چه په ځانګړی یوه مانا نه لری – لکه په مثال د نورو دؤو ټکو الظالمون) او (الفاسقون) دې چه کله چا ته ظالم او فاسق اوئیل شی نو ضروری نه ده چه دغه سړې د دین نه خارج شی یعنی مرتد شی ، نو دغه رنګه چا ته کافر وئیل هم په قیاس یو مثال لری – سواء بسواء ۔!!!!!!!! او دا درې آیتونه پرله پسې په یو سیاق کی سوره مائده کی نازل شوی ۔ (آیت رقم ۴۴،۴۵،۴۷) ۔
 
دا د قرآن عربی لغت یو منفرد شان دې چه یو ټکې لفظی مانا کی سیاق او سباق سره متنوع وی نو واجب دی چه هر هغه څوک په مسلمانانو باندی فتوې او احکامات صادر کوی چه د قرآن او سنت پهکله واسع علم ولری ۔
ومن لم يحكم بما أنزل الله فأولئك هم الكافرون } فما المراد بالكفر فيها ؟ هل هو الخروج عن الملة ؟ أو أنه غير ذلك?

 او څوک چه د الله د نازل کړې شوی قانون مطابق فیصله ونۀ کړی هغوئ کافران دی } نو دې آیت کی د کفر نه مراد څه دې ؟ ایا موخه ئی د ملت نه خارج کیدل دی؟ یا بل څه دی ؟

شیخ الألباني د مفسر القرآن حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنه نه رانقل کوی چه :
 
 ” ليس الكفر الذي تذهبون إليه وإنه ليس كفرا ينقل عن الملة وهو كفر دون كفر

ولعله يعني بذلك الخوارج الذين خرجوا على أمير المؤمنين علي رضي الله عنه ثم كان من عواقب ذلك أنهم سفكوا دماء المؤمنين وفعلوا فيهم ما لم يفعلوا بالمشركين
 

 دا هغه کفر نه دې کوم له چه تاسی ورځئ او نه دا کفر د ملت نه خارج کوی ، دا د کفر نه کم تر دې ۔ د دوی اشاره الخوارج ډلې ته کیدل شی چا چه امیر المؤمنین علی رضی الله عنه په خلاف خروج کړې ؤو او په نتیجه ئی د مؤمنینو داسی وینه توئی کړه چه دومره به د مشرکینو نه وی توئی ۔

 
په صحیحین کی د عبدالله بن مسعود نه روایت دې چه رسول (ص) فرمائی : ( سباب المسلم فسوق وقتاله كفر) ۔۔ د مسلمان پر ضد کنځل فسق دې او قتال ورسره کفر ۔  اوس که تر دې حدیث لاندی فسق او کفر هم د پورته قرآنی آیت د فسق او کفر په مانا واخلو نو بیا ګناه کی د پریوتلو خبرې ختم شوې خو نیغ په نیغه د دین نه خارج کیدل دی ۔ او لکه د طالبانو په نیز واجب القتل دې ۔
أنني التقيت مع بعض أولئك الذين كانوا من ( جماعة التكفير ) ثم هداهم الله عز وجل

:
فقلت لهم : ها أنتم كفرتم بعض الحكام فما بالكم تكفرون أئمة المساجد وخطباء المساجد ومؤذني المساجد وخدمة المساجد ؟ وما بالكم تكفرون أساتذة العلم الشرعي في المدارس وغيرها ؟  قالوا : لأن هؤلاء رضوا بحكم هؤلاء الحكام الذين يحكمون بغير ما أنزل الله  

 شیخ الألباني وائی چه د (جماعة التكفير) ځینی توبه کؤونکی غړو نه می وپوښتل چه تاسی خو چارواک حکام کافران ګرځولی نو د جمات پیش امام خطیب او مؤذن مو ولی کافران قرار کړل؟ د مدارس شرعی علم استاذان مو ولی کافران کړل ؟ هغی وئیل : ځکه چه دوی د دغو کافره حاکمانو په حکومت رضا ول چا چه “بغیر ما أنزل الله” حکومت کؤو ۔

  په پام کی ولرئ چه د پیښور شیخ الحدیث مولانا حسن جان هم په دې وړ کی شهید شو او په لنډو تیرو ورځو په سوات کی د جمات یو پیش امام سره د خپل ځوئی حلال کړې شو !!! ځینی د پولیس غړی د تبلیغ سیروزې په دوران ووژل شول !!!! د مړو بې حرمتی کارونه په بازار کی زوړول هره ورځ معمول شو !!!! دا کوم اسلام دې ؟!! کوم شریعت دې ؟!!! دا ظالمان خو دا هم نه پیژنی چه یو کفر عملی وی او بل کفر اعتقادی وی !! اوله کفر له ملته نه خارج کوی خو دویم ئی په اعتقادی توګه خارج کوی ۔ په اوسنی زمانې کی څومره د فسق کارونه چه خلکو عملی استحلال کړی لکه سود زنا شراب نو دا ټول “عملی کفر” لاندی راځی او په هیڅ توګه د دې ګناه کؤونکی مرتد کافر نشی منل ترڅو چه په اعتقاد سره دا کارونه حلال ومنی او د “اعتقادی کفر” مرتکب شی ۔

  په صحیح مسلم او بخاری کی حضرت اسامه بن زید حدیث دې چه یو وار په جنګ کی مشرک ئی د تیغ لاندی برابر شو نو مشرک چټک سره کلمه شهادت اوئیله خو دغه صحابی پری لاس ونه نیول او قتل ئی کړو ۔۔ رسول پاک (ص) کله خبر شو نو سخت خفه شو او وئیل چه ” د لا إلاه إلا الله وئیلو نه پس هم تا قتل کړو؟!!” ۔۔ صحابی جواب ورکړو چه یا رسول الله هغه د مرګ د ډاره داسی وکړو نو رسول (ص) وفرمائیل چه ” هلا شققت عن قلبه ؟ ” ایا تا دهغه زړه څیرلې وو چه رښتیا دې که دروغ ؟

سبحان الله ۔۔ دغسی یوه واقعه په تیر وخت د سوات په مټه علاقی کی یو سپین ګیرې سره شوی وا کله چه ظالمه طالبانو په بازار کی ترینه پرتوګ کوز کړو او لمنې ئی ترینه اوچتې کړی چه شرمګاه ئی ښکاره شی ۔۔ هم داسی ئی بازار کی ګرځؤلو کله چه دغه سپین ګیری “اشهد أن لا إلاه إلا الله ” وئیلو نو ظالمانو به ورته په خوله څوک ورکؤ چه ” غلې شه کافره ، تا له کلمه وئیل جائز نه دی !!!” ۔

  لقد كان لكم في رسول الله أسوة حسنة – بيشکه تاسی له رسول الله عملی طور أسوة حسنة دې ۔

 

د اسلامی امارت سره مرکه

%d bloggers like this: