رایــــــــــــــــــــه ورکــــــــــــــــړی

د امريکا سفير ګرديز ته په سفر تللی

د نومبر په ۲۹مه نېټه د امريکا متحده ايالاتو سفير د افغانستان لپاره د ګرديز ښار ته سفر درلوده ، نن د افغانستان لپاره د امريکا سفير ايکن بېري د ګرديز ښار ته سفر درلوده . نوموړي د خپل سفر پر مهال د پيرانو د ابتدايه مکتب د پرانسيتنې په غونډه کې هم برخه واخيسته ، چې دا د ګرديز د ماشومانو لپاره يوه بله لويه لاسته راوړنه او د کاميابۍ او تعليم په لور يو ښه ګام دی ، همدارنګه د امريکا سفير د پکتيا ولاست سرپرست والي او معاون عبدالحمان منګل او نورو لوړ پوړو چارواکو سره ليده کتنه وکړه ، عبدالحمان منګل د سيمې د پرمختګ او او همدارنګه د پکتيا د امنيتي ځواکونو په اړه ورسره خپل مالومات شريک کړل ، همدارنګه د امريکا سفير د پکتيا په پوهنتون کې د سيمه ييزو مشرانو سره هم غونډه درلوده آو ورسره يې په اړوندو مسايلو باندې خبرې اترې وکړې ، همدارنګه د امريکه د زراعت ټيم نوموړي ته خپلې پروژې وښودې چه د پکتيا په ولايت کې يې تر سره کړي دي .

چارواکي د افغانستان او پاکستان ترانزيتي تړون د کابل په ګټه نه بولي

چارواکي او سوداګر وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترانزيت په برخه کې د نوي تړون پر اساس افغاني توليدات د پاکستان له طريقه هند ته وړل کېږي، خو په راستنېدو کې افغان سوداګر نه شي کولاى د هند مالونه افغانستان ته وارد کړي، بله خوا ځينې چارواکي دغه تړون تر ډېره د پاکستان په ګټه بولي.

د امريکا په ملاتړ دغه ترانزيتي تړون چې ټاکل شوې را روان ميلادي کال افغان بار وړونکي موټرونه له ماليې پرته له پاکستان څخه تېر او د هند پولې ته څېرمه خپل مالونه خرڅ کړي، خو دغه موټر نه شي کولاى د ستنېدو په وخت کې د هند مالونه بار او افغانستان ته وارد کړي.

افغان سوداګر بايد هغه توليدات رانيسي چې يا په پاکستان کې جوړ شوي او يا هم پاکستان ته انتقال شوي دي، ځکه چې په دې توګه د پاکستان سوداګر په هغه مارکېټ چې د کاله يې ګټه ملياردونو ډالرو ته رسېږي، په مالي لحاظ زيانمن نه شي.

د سوداګرۍ وزارت د نړېوال تجارت د څانګې مشر مزمل شينواري رويټرز اژانس ته وويل:

”موږ د پاکستان له طريقه افغانستان ته د هندي اقلامو او مالونو پر واردولو ټينګار ونه کړ، دوي به هم دا تړون را سره نه لاسليک کولاى.“

شينواري زياته کړه: افغانستان هم موافقه کړې چې د پاکستان سوداګر به د افغانستان له لوېو لارو په استفادې د مرکزي اسيا هېوادونو ته لار ومومي.

تېر کال نورو هېوادونو ته د افغانستان د صادراتو اندازه څلور سوه مليونه ډالره وه. د افغانستان د صنايعو او سوداګرۍ خونو د رياست په وينا، د دې پيسو نيمايي برخه په هند کې د افغاني مېوو او غاليو د خرڅلاو له درکه لاسته راغلې.

دغه رياست وايي، پاکستان د افغانستان له صادراتو ٣٥ فيصده ماليه اخيستله، خو دغه ترانزيت به له ماليې معاف وي.

بله خوا ځينې افغان چارواکي دغه تړون د افغانستان په ګټه بولي، د سوداګرۍ او صنايعو خونې د نړېوالو اړيکو د کمېټې مشر اذرخش حافظي له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل، څومره چې افغان سوداګر پاکستان ته اړ دي، هغومره پاکستان د افغانستان لاس نيوي ته اړ دي.

خو د ماليې وزارت بيا بېل نظر لري او فکر کوي چې د دې تړون پر اساس زياته ګټه پاکستان کوي.

د افغانستان د ماليې وزارت وياند عزيز شمس رويټرز ته ويلي، پاکستان د دې تړون پر اساس نوي فيصده ګټه کوي، خو افغانستان لس فيصده. نوموړي ويلي افغانستان د پاکستان زيات توليدات رانيسي، له خوراکي موادو رانيولې تر ساختماني موادو، چې د کاله يې ارزښت څلور ملياردو ډالرو ته رسېږي.

په عين حال کې د وسلوالو د فعاليتونو زياتوالي او په افغانستان کې د زېر بنايي کارونو کمزوري، دغه هېواد په بهرنيو مرستو متکي کړى.

رويټرز په افغانستان کې د بې کارۍ کچه ٤٠ فيصده بولي، ځينې اقتصاد پوهان او سوداګر وايي د کارونو نشتوالي وسلوالو ډلو ته دا چانس په لاس ورکړى، چې اکثره ځوانان خپلو ليکو ته ورجلب کړي.

د افغانستان لنډه پېژندنه

د افغانستان لنډه پېژندنه

افغانستان ( د افغانانو مېنه ) په مرکزي اسيا کې يو غرنى او په وچه کې راګير هېواد دى.

 دا هېواد، چې پنځه زره کلن تاريخ لري، لومړى د آريانا او بيا د خرا سان په نامه ياد شوى ، خو په ١١٢٦ لمريز کال کې د احمدشاه بابا د واکمنۍ پر مهال افغانستان د ټولې اريانا او خراسان ځاى ونيو.

ځينې مورخين ليکي ، چې د افغاني امپراطورۍ سرحدات ، چې يو وخت يې  تر ١٦ درجو طول البلد پورې پراخوالى درلود، په دقيقه توګه يې ټاکل مشکل کار دى، خو په شرق کې د سرهند نه نيولې ، چې د ډهلي په ١٥٠ ميلۍ کې پروت دى، په غرب کې تر مشهده پورې ، چې حزر درياب نه په همدې فاصله کې پروت دى او پلنوالى يې د امو له سيند نه نيولې په جنوب کې د فارس تر خليج پورې  رسېده .

د احمدشاه باباامپراطوري وار په وار د ده د لمسيانو او بيا دمحمدزيو وروڼو د خپلمنځي اختلافاتو په وجه وړه شوه .

د اوسني افغانستان جغرافيايي موقعيت :

د  افغانستان شمال او سوېل لوېديځ ډېرې وچې او هوارې سيمې لري او سوېل کې يې د پاکستان پولې ته نږدې شګلنې دښتې پرتې دي.افغانستان په ختيځ او سوېل کې له پاکستان سره  ٢٤٣٠ کيلو متره ، په لوېديځ کې له ايران سره ٩٣٦ کيلومتره ، په شمال لوېديځ کې له ترکمنستان سره ٧٤٤ کيلومتره ، په شمال کې له ازبکستان سره ١٣٧ کيلومتره ، په شمال ختيځ کې له تاجکستان سره  ١٢٠٦ کيلومتره او چين سره د ٧٦ کيلومترو په اوږدوالي  پوله لري. افغانستان د ٦٥٢٨٦٤ کيلومتر مربع مساحت په درلودو سره په سيمه کې له چين، ايران او پاکستان څخه وروسته څلورم ستر هېواد دى. دغه هېواد د واحدونو له پلوه پر ٣٤ ولايتونو او ٣٩٨  ولسواليو وېشل شوى دى.

په افغانستان کې جګړې:

افغانانو د تاريخ په اوږدو کې له مقدوني سکندر ، ايراني صفويانو، مغولو او نورو  سره د هېواد د ازادۍ لپاره جګړې کړې دي.

انګليس هم له افغانانو سره ډغرې وهلې دي . د افغان –انګليس لومړۍ جګړه په ١٢١٧-١٢٢١ لمريزو کلونو کې ، دوهمه جګړه يې په ١٢٥٧ لمريز کال کې او درېيمه جګړه يې په  ١٢٩٨ لمريز کال کې وه.

افغانانو د افغان-انګليس تردرېيمې جګړې وروسته  له انګريزي ښکېلاک څخه خپل استقلال بېرته تر لاسه کړ .

په دغه هېواد کې  د ازادۍ له بېرته اخيستو وروسته، په  ١٣٥٧ کال کې د شوروي پلوه خلق او پرچم ګوندونو د کودتا له لارې د هېواد د لومړي جمهور رييس محمد داوود د حکومت تر ړنګېدو  پورې ځينې کورني اړ او دوړونه  موجود و، خو بيا هم نسبتا آرامه او د پرمختګ په حال کې و .  خو د يادو ګوندونو(خلق او پرچم ) د واکمنۍ پر وړاندې افغان ولس جهاد ته ملا وتړله  او يو ځل بيا په هېواد کې  ناامنۍ پيل شوې .

 د ١٣٥٨ کال د مرغومي په شپږمه د وخت د شوروي اتحاد په پر مخ تللو وسايلو سمبال لښکرو پر افغانستان يرغل وکړ ، خو افغان اولس يې پر وړاندې ودرېد او ترهغه يې خپل جهاد ته دوام ورکړ ، چې د يرغلګرو پوځونو غرور يې مات او د ١٣٦٧ کال د تلې مياشتې په ٢٦مه، يې  له افغانستان څخه ووېستل .  

د شوروي د پوځ د يرغل پر مهال دمرګ ژوبلې کره شمېره  نه ده معلومه ، خو ويل کيږي، چې تر  يو ميليون زياتو  افغانانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړ، په ميليونونو مهاجر شول ، د هېواد بنسټونه په کې له منځه لاړل  او ١٥٠٠٠ شوروي پوځيان هم په کې ووژل شول.

د يادو پوځيانو تر وتو وروسته د شوروي په ملاتړ جوړ شوى د ډاکټر نجيب الله رژيم  افغان مجاهدينو رانسکور کړ او د ١٣٧١ کال د غويي په ٨مه، د جهادي ګوندونو په سلا حضرت صبغت الله مجددي  واک ته ورسېد .

خو ډېر وخت نه و تېر شوى ، چې د مجاهدينو د بېلابېلو ګوندونو تر منځ د واک د ترلاسه کولو لپاره خپلمنځي جګړې پيل شوې او په دې جګړو کې د نجيب د رژيم د جنرال دوستم ملېشې هم ورګډې شوې .

په ١٣٧٣ کال کې د طالبانو حرکت په هېواد کې د ګډوډيو د له منځه وړو او اسلامي ارزښتونو د خوندي کولو له ژمنې سره  په کندهار کې په فعاليت پيل وکړ او تر ١٣٧٥ کال  پورې يې د پلازمېنې کابل په ګډون دهېواد ډېر ولايتونه لاندې کړل او د چارو واګې يې تر لاسه کړې.

د القاعده سازمان مشر اسامه بن لادن، چې د سعودي عربستان اصلي اوسېدونکى دى او د شورويانو  پر وړاندې د افغان مجاهدينوتر څنګ ولاړ و ، هم له وسلوالو طالبانو سره ملګرى شو.

خو اسامه بن لادن د ٢٠٠١ کال د سپټمبر د ١١مې په پېښو کې د امريکا لخوا په لاس لرلو تورن شو او امريکا له طالبانو وغوښتل چې هغه (  اسامه ) له افغانستان څخه وباسي.

 خو کله چې طالبانو د امريکا غوښتنه ونه منله ، د همدې کال د اکتوبر په مياشت کې يې پرطالبانو  لومړى هوايي او بيا د شمالي ټلوالې په مرسته ځمکني بريدونه وکړل او د طالبانو واکمني يې راوپرځوله .

د افغان دولت د وسلوالو مخالفينو او القاعده  د له منځه وړو لپاره د نړۍ د ٤٦ هېوادونو ٤٢٠٠٠ پوځيان د امريکا له تر سل زرو زياتو پوځيانو سره ملګري شوي ، خو ددې پوځونو په شتون سره نه يواځې په هېواد کې امنيت ټينګ نه شو ، بلکې ددې ځواکونو او افغان دولت وسلوال مخالفين ( طالبان ، د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي او د حقاني او ځينې نورو ډلو ) پوځي فعاليتونه ورځ  په ورځ پراخه شول او د ناامنيو لمن د هېواد له جنوب څخه آن شمالي ولايتونوته هم وغځېده.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما د ٢٠٠٩ کال د مارچ په مياشت کې د افغانستان او پاکستان په اړه د نوې ستراتيژۍ د اعلانولو پر مهال د يادو دواړه هېوادونو حالات ډېر خطرناک وبلل.

اوباما د همدې کال په ډسمبر کې وويل چې د ٢٠١١ کال د جولاى په مياشت کې به له افغانستان څخه د خپلو پوځيانو وتل پيلوي. ناټو ځواکونوهمتر۲۰۱۴ز کالپورې افغان سرتېرو ته د امنيتيچارود ورسپارلو وروستۍنېټه ټاکلې ده.

په افغانستان کې د دولتونو ډولونه :

الف  حکومت:

محمد داوود د  ١٣٥٢کال د چنګاښ په ٢٦مه ، د افغانستان په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره د شاهي نظام پر ځاى جمهوري نظام رامنځته کړ او تر دې وروسته هم پرته له طالبانو څخه، چې اسلامي امارت يې اعلان کړى و، نور نظامونه جمهوري وو، خو د حامدکرزي تر منتخب حکومت پرته نور د پوځي حرکتونو او کودتاګانو له لارې رامنځته شوي دي .  

محمد داوود د سپينې کودتا له لارې واک ته ورسېد او محمدظاهر شاه يې له ملک  څخه تبعيد کړ. د محمدداوود رژيم هم د شوروي پلوه خلق او پرچم ګوندونو لخوا د خونړۍ کودتا له لارې له منځه ولاړ،  داوود يې د کورنۍ له غړيو سره يو ځاى وواژه او پر ځاى يې نورمحمد تره کى د جمهور رييس په توګه اعلان کړ.

تره کى ، چې د خلق په ګوند پورې يې تړاو درلود، د ١٣٥٨ کال د وږي په  مياشت کې  په ارګ کې د ننه ددې ګوند د بل غړي حفيظ الله امين د پلويانو لخوا په مرموز ډول ووژل شو او امين ، چې  تره کي به ورته وفادار شاګرد ويل ، د جمهور رييس په توګه په کار پيل وکړ.

 خو کله چې  د شوروي ځواکونو پر افغانستان يرغل وکړ ، امين يې د کابل ښار په دارلامان کې وواژه  او پرچمى ببرک کارمل د شوروي پوځونو په ملاتړ واک ته ورسېد.  

د ١٣٦٥ کال په غويي مياشت کې کارمل د ګوند د مرکزي کمېټې له رياست څخه استفعا ورکړه او د همدې کال د لړم په مياشت کې له  جمهوري رياست څخه هم لرې شو او ددې ګوند بل غړى نجيب الله قدرت ته ورسېد.  

د نجيب د واکمنۍ پر مهال  د شوروي پوځونه  له افغانستان څخه ووتل او د ١٣٧١ کال د غويي په اتمه د نجيب حکومت هم راوپرځول شو او صبغت الله مجددي د جهادي ګوندونو په مشوره  د اسلامي دولت د ممثل په توګه وټاکل شو.

د جهادي ګوندونو له سلا سره سم دوه مياشتې وروسته د جمعيت اسلامي د ګوند مشر برهان الدين رباني ته واک وسپارل شو او د ١٣٧١ کال د غبرګولي په نهمه رباني د اهل حل وعقد د شورا لخوا د دوو کلونو لپاره  جمهور رييس وټاکل شو.

خو رباني خپلې واکمنۍ ته دوام ورکاوه ، چې په ١٣٧٥ کال کې طالبانو کابل ونيو او اسلامي امارت يې اعلان کړ. خو د طالبانو واکمني د امريکا د پوځي بريد له امله  له منځه ولاړه او حامد کرزى  د بن په غونډه کې د شپږو مياشتو لپاره د لنډمهالې ادارې د مشر او بيا د بېړنۍ لويې جرګې لخوا د  دوو کلونو لپاره د انتقالي ادارې د مشر په توګه وټاکل شو.

د افغانستان اوسنى  اساسي قانون ، چې له مخې يې د هېواد نظام اسلامي جمهوري دى ، د ١٣٨٢ کال د مرغومي په ١٣مه، د لويې جرګې لخوا  تصويب شو. ددې قانون له مخې ، د افغانستان د دولت په تشکيل کې منتخب ولسمشر، د هغه دوه مرستيالان ، له دوو مجلسونو ( ولسي جرګې او مشرانو جرګې ) څخه جوړه ملي شورا او  قضايي قوه  ځاى لري . د سترېمحکمېغړيد ولسمشرله لوري ټاکل کېږي او ولسي جرګه ورته د باور رايه ورکوي.   

 ولسمشر او مرستيالان يې د خلکو په مستقيمه رايه اچونې د پنځو کلونو لپاره ټاکل کېږي.  که چېرېهېڅيوهکانديد پهلومړيپړاوکې د ټولټاکنوپه پروسه کې ٥٠ سلنه جمع يورايې تر لاسه نه کړې، نو دوهکانديدان ، چېتر ټولو ډېرې رايې يېترلاسه کړېوي،د دوهم پړاو لپاره د ټولټاکنوپه پروسه کېبرخه اخلي. ولسمشرد ولسمشرۍ  د دوودورولپاره ځان کانديدولی شي. 

د ولسمشرۍ لپاره د افغانستان لومړۍ ټولټاکنې د اته  ميليونو تنو ، چې نږدې نيمايي يې  ښځې وې په ګډون د ١٣٨٣ لمريز کال د تلې په ١٨مه ، تر سره شوې او  حامد کرزى د ٥٤سلنه رايو په تر لاسه کولو سره ولسمشر وټاکل شو.

کرزى د ١٣٨٨ کال د زمري په ٢٩مه، د ولسمشرۍ د دوهم پړاو په ټاکنو کې هم  په داسې حال کې د پنځو کلونو لپاره ولسمشر وټاکل شو، چې  په ټاکنو کې د درغليو په اړه ډېر شکايتونه موجود و.

 مرکزي دولت، په کليوالو سيمو کې لږ  اغېز لري، ځکه چې اسلامي او دوديز ضوابط، د قومي او توکميزو فعاليتونو په ګډون په شخصي کړنو او د شخړو په حل کې مهمه ونډه لري. افغاني ټولنه د قومي او اسلامي دودونو په درلودلو سره په پراخه توګه د خپلوۍ پر بنسټ ولاړه ده، سره له دې چې په ښاري سيمو کې دا کچه يو څه ټيټه ده.

ب : ملي شورا ( پارلمان )

په افغانستان کې د ملي شورا لپاره لومړنى کوښښ د امان الله خان په وخت کې پيل شو. په دې دوره کې د دولت لومړنى قانون  (د دولت اساسي نظامنامه په افغانستان کې) د لويې جرګې لخوا تصويب   او په  دې قانون کې د دولت د شورا په نامه وړاندوينه شوې وه.

د نادرخان د واکمنۍ پر مهال ملي شورا د (١٣٠٤لمريز) کال په وږي کې جوړه شوه ، خو مشر يې ( د وردګو استازى عبدالاحد مايار) نادرخان په خپله وټاکه.

وروسته له هغه ، چې نادرخان د يو زده کوونکي لخوا په  ۱۳۱۶هـ ش کال کې د تومانچې په ډزو ووژل شو،د هغه  ١٩کلن زوى محمدظاهر د افغانستان د شاه په توګه  وټاکل شو ، خو عملا د چارو  واګي د صدراعظم محمدهاشم خان سره وې .

د هاشم خان د صدارت په دوره کې (١٣١٢- ١٣٢٥شمسي) د پارلمان دويمې، درېيمې، څلورمې، پېنځمې او شپږمې دورې خپل کار ته دوام ورکړ.

ځينې مورخين ليکي ، چې د شاه محمود د صدارت په دوره کېد پارلمان اووم دور ( د ١٣٢٨- ١٣٣١ کال پورې ) په ټاکنو کې حکومت هېڅ ډول مداخله ونه کړه او ډېرو خلکو په کې ونډه لرله.

د مخکې پارلمانونو پر خلاف په دې دوره کې د دولت په کارو انتقاد کېده او جدي بحثونه په کې کېدل ، خو تر دې وروسته  د ډيموکراسۍ تر لسيزې  (١٣٤٢- ١٣٥٢)   ملي شوراګانې تر ډېره د حکومت تر اغېز لاندې وې.

د ډيموکراسۍ په لسيزه کې د ٢١٦ غړيو لرونکې ملي شورا د اوس په څېر دوه مجلسونه ( ولسي جرګه او مشرانو جرګه ) لرل.

مورخين ليکي، چې دغې ملي شورا د پخوانيو شوراګانو په پرتله د قانون د وضع کولو او تصميمونو د نيولو ډېرتوان  درلود.

خو په ١٣٥٢ کال کې  د داوود خان په جمهوري نظام کې پارلمان لغوه شو او په هېواد کې تر هغه پارلمان نه  و ، چې  ډاکتر نجيب الله په  ١٣٦٧ کال کې د ملی روغې جوړې تر اعلان وروسته رامنځته کړ. 

ځينې مورخين ليکي ، چې د نجيب د وخت پارلمان د حزب او حزبي حکومت تر نظارت لاندې  کار کاوه او په عمل کې يې خپلواکي نه درلوده.

د برهان الدين رباني او  طالبانو د واکمنيو پر مهال په هېواد کې ملي شورا نه وه ، خو د طالبانو د رژيم له ړنګېدو وروسته د نوي اساسي قانون پر بنسټ د ولسيجرګېد ۲۴۹څوکيو د لومړۍ دورې  ټولټاکنېد ١٣٨٤ کال د وږي په ٢٧مه،ترسره شوېاو دوهم دوربه يېدروان کال ( ١٣٨٩ ) د وږي په ٢٧مه، تر سره شي.

د ١٣٨٤ کال د ټاکنو له لارې رامنځته شوې شورا کې د هېواد د بېلابېلو ولايتونو استازي ، چې  د بېلابېلو  سياسي مفکورو خاوندان دي ، ګډون لري ، چې ځينې يې په  ګوندونو پورې تړلي دي .  

ولس:

د افغانستان ټولنفوس نږدې٢٦ميليونه اټکل شوى دى ،چی له۷نفرو څخه يو يېپه کابل کېژوند کوي. کندهار ښار په دوهمه درجه کېراځي،چی نفوس يېتر نيم ميليونوڅخه زيات دی، ورپسېد هرات ښار پهلوېديځ کېاو مزار شريفښارپه شمال کې او د جلال ابادښار په ختيځ کې لوى ښارونه دي.نږدې٥،٢ميليونهثبت شويافغانکډوالپه پاکستان او ايران کې تراوسه مېشت دي.  

د پښتو، دري، اوزبكي، تركمني، بلوڅي، پشه يي، نورستاني او په هېواد كې د نورو مروجو ژبو له جملې څخه پښتو او دري د دولت رسمي ژبې دي.

په افغانستان کېد جنسيت تناسب د هرو۱۰۰ښځو په پرتله١٠٣،٢نارينه دي او د کورنيو منځنۍ کچه ٦،٣ تنهدى.

مذاهب :

د افغانستان د نفوس  په سلو کې  له ۹۹څخه ډېر يې مسلمانان دي،چې۸۰په سلو کېسني، ۱۹په سلو کېشيعه او يو په سلو کې د نورومذهبونو پيروان،لکه هندوان ،سکاناو ډېر کم عيسويان  جوړوي.

ښوونه او روزنه: 

په مليکچهپه هغو کسانو کې ، چې تر ۱۵کلونو لوى دي، د لوست ليک اندازه ۳۴په سلو کې ده ،  د نارينه وو په منځ کې د سواد کچه ٤٣،١  په سلو کې او په ښځو کې بيا دغه کچه له۱۰څخه تر ۱۵په سلو کې ده.

د هېواد په کچهتر ١٣٨٩ کال پورې ، له٧ميليونو څخه ډېرې  نجونېاو هلکان په ښوونځيو کی شامل شوي، خو د پوهنې وزارت وايي چې لاهم په هېواد کې پنځه ميليونه ماشومان  ښوونځيو ته لاسرسى نه لري.

دغه راز د ښوونېاو روزنېپه ډګرکېد پام وړ ستونزې لکه دپانګې او ښوونحيو دودانيونشتوالی، ،کولتوريدودونهاود مسلکی ښوونکيو کموالى  په ځانګړې توګهپه کليوالوسيمو کې شتون لري.

  دا په داسې حال کې ده،چېزده کړه وړيا ده او لومړنۍ زده کړېلازمي دي، خو زده کړې ته لا سرسى يوهستونزه ده. يواځې ٤،١٧سلنهماشومان په خپل کليکی لومړنيوښوونځيو ته لاسرسی لرياو ۳۷سلنهبايد ۵کيلومترهسفر وکړي،چی نږدېښوونځيو ته د زده کړې لپاره لاړ شي ٩،۲۹سلنهزده کوونکيبايد له۱۰کيلومترو ډېرمزل وکړي،ترڅو ښوونځيتهورسېږي.

د منځنيوښوونځيو ستونزېهم لومړنيوښوونځيو ته ورته دي. ددې ښوونځيو  ٧،٧سلنهزده کوونکيپه خپلوکليوکېښوونځيلرياو ۴۱سلنه زده کوونکيبايد له۱۰کيلومتره ډېرمزل وکړي،ترڅو ښوونځيتهورسېږي.

  د لېسو حالت تر دېهم خراب دی،ځکه چیله۵څخه ۳زده کوونکي يې  بايد له۱۰کيلومتره ډېرمزل وکړي،ترڅو ښوونځيتهورسېږي او يواځېله۵څخه يوماشوم په ۵کيلومترۍکی لېسه لري.

 د طالبانو په واکمنۍ کېد نجونو دولتيښوونځيله منځه تلليوو، خو اوسشاوخوا  ٣٤  سلنه  زده کوونکېنجونېدي او  د ١٧٥ زره ښوونکيو ٣٠ سلنه ښځې جوړوي .

د يونيسف په اټکل په سلو کې له اتياڅخه ډېرېماشومې نجونېاونږدې۵۰په سلو کې نارينه ماشومان د ښوونيزومرکزونود لاسرسيلهنشتواليسره مخ دي. دپوهنې وزارت  په وينا، دا مهال (د ١٣٨٩ کال د  وږي په ١٠مه ) د هېواد په کچه ٤٢٠ ښوونځيد ناامنۍله امله تړلشويدي.

روغتيا:

د مړينېکچه په افغانستان کېد نړۍپه سطحه ډېره لوړه ده،له۵څخه يو ماشوم له۵کلنۍڅخه مخکېمرياو له۸څخه يوهښځه د نسايي او ولاديستونزو لهاملهمري. د افغانستان لهټولنفوس څخهتر ۷۰سلنه زيات  پاکو اوبو ته لاسرسىنه لري. د ژوند منځنی حد د ښځو او نارينه وو لپاره په افغانستان کې۴۴کاله اندازه شوی دی. په  ١٣٥٧ کال کې په افغانستان کې له پيل شويو جګړو مخکې  افغان ولس يو اصلاح شوی روغتياييسيستم او په ښارونوکې،لکه کابلکې يو نيمه پرمختللی د پاملرنېروغتياييسيستم درلود. دروسانو د بريداو د کورنۍجګړو په ترڅ کېد روغتياييپاملرنېسيستم يواځېپه ښارو کېپاتېشو،چې وروسته په پوره توګه له منځه لاړ.  

 شاوخوا ۳۰کاله پرله پسېجګړو نږدېيو ميليونافغانان په هېواد کې معلول کړي او نږدي۸۰۰۰۰وګړيو د ماينونو له املهخپلېپښېله لاسه ورکړي،چی دا په نړۍکې تر ټولو لوړه کچه ده.   

له١٣٨١کال څخه وروسته په  هېواد کې روغتياته دپاملرنېسيستم د نړيوالې ټولنې په مرستو پرمختګ وکړ او تر اوسه  ګڼ شمېر دولتي او نادولتي روغتونونه  او نور روغتيايي مرکزونه په هېواد کې جوړ شول .

خو سره له دې هم په ښارونو کې ٩٠ سلنه او په کليوالو سيمو کې ٦٥ سلنه خلک اساسي صحې خدمتونوته لاسرسى لري.

اقتصاد:

افغانستان يو کرنيز او مخ پر ودې هېواد دى.د افغانستان عمده  صادرات تازه او وچه مېوې، غالۍ، وړۍاو ترياک دي. په وروستيو کې دولتي چارواکيو ويلي چې  افغانستان د  درېيو تريليونوپه ارزښت طبيعي زېرمې لکه ګاز، خام نفت، د ډبروسکاره، مس، کرومايټ، ټالک، باريټ، سلفر، سرب، جست، اوسپنه، مالګه، قيمتياو نيمه قيمتي‌ډبروپه ګډون نا وېستل شوي توکي لري. 

د ١٣٨٦کال  د راپورونو له مخې،د افغانستان د نشه يي توکيو توليد د هېواد د اقتصاد له نيمايي څخه ډېره برخه تشکيلوي، چې د طالبانو د حکومت په وخت کې يې وده کړې وه. د نړۍ په سلو کې له ٩٠ څخه ډېر ترياک چې د هيرويينو خام مواد دي، له دغه هېواد څخه برابرېږي.

رسنۍ:

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره په ۱۲۹۰ه ش کال کې د امير شيرعلي خان په سلطنت کې د شمس النهار جريده  چاپ شوه او په ۱۲۸۴لمريز کال کې د اميرحبيب الله خان د واکمنۍ پر مهال سراج الاخبار چاپ شو، چې د اميرعبدالرحمان خان په وخت کې هم چاپ کېده.

په اماني دوره کې د ارشاد النسوان په نوم د ښځو مجله او  انيس ، چې اوس د ورځپاڼې په توګه چاپ کيږي او لسګونو نورې نشريې چاپ کېدې .

په ١٣٠٧ لمريز کال کې د امان الله خان د واکمنۍ تر له منځه تلو وروسته  ،تر هغه چې محمدظاهر په ١٣٤٣ کال کې دمطبوعاتو ازادي اعلان کړه ، مطبوعات د دولت په سانسور او کنټرول کې و. 

د  محمدداوود او ورپسې د خلق او پرچم ګوندونو د واکمنيو پر مهال  مطبوعات د دولت تر سانسور لاندې وو، خو د ډاکټر نجيب د حکومت په وروستيو کې  ځينو ګوندونو هم  په خپرونو پيل وکړ.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هم مطبوعات په بشپړه توګه د حکومت په واک کې و او د  دولتي تلويزيونو فعاليت هم درول شوى و.

 خو له ١٣٨١ کال څخه وروسته ازادو رسنيو ته د فعاليت اجازه ورکړل شوه او دا مهال  زيات شمېر  دولتي، شخصي او ولايتي (سيمه ييزې ) رسنۍ د شخصي ادارو په لګښت او بهرنيانو په مرسته را منځته شوې دي .

پاکستاني پوليسو اتيا تنه افغانان نيولي دي

پاکستاني پوليسو د کوېټې ښار ته څېرمه اتيا تنه افغانان د قانون د ماتولو په تور نيولي دي. چارواکي تور لګوي ، چې دغو افغانانو هڅه کوله له پاکستان څخه نورو هېوادو ته په غير قانوني توګه ولاړ شي.

اجمل خان خټک

موږ يو ملت يو، افغان ملت يو، ټول افغانان يو، يو مو كور دى، يوه مو خاوره ده، يو مو وطن دى، يوه مو وينه ده، يوه مو مينه ده او يوه مو ورورولي ده. د دې دواړو تر منځ به فرق راولو. يانې د پارټۍ (ګوند- حزب) او ملت، كور، خاورې، وطن تر منځ. فرض كړه كه افغانستان باندې پېرنګى راغلى نو په ټولو راغلى و. كه امريكا موږ وهي نو موږ ټول وهي، نو زه وايم چې موږ د كور او ورور غم وكړو او په كور او ورور كې دې ته نه ګورو چې دا تور دى كه سپين. ګوته چا ته نه نيسو، تر دې پورې چې د ده ژبه كومه ده. اوس موږ په افغانستان كې د زرګونو كالونو راهيسي په يوه كور كې اوسېدلي يوو، دا خلكو خو په يوه پښتون كې فلانى او فلانى يادوي، چې دا د كندهار دى، دا د ننګرهار دى او دا وردګ دى، دا ملا دى دا طالب دى او دا عالم دى. زه وايم چې دا هزاره شول، دا اوزبك شول، تاجك شول، بدخشي شول دا ټول زموږ په دې وطن كې د زرګونو كلونو راهيسي د وروڼو غوندې اوسېدلي دي، برخورداره چې زه به په دوره لاړم نو په سكول او مكتب كې به هلكانو په پښتو كې ترانه راته ويله، په پښتو كې به يې ستړي مشي كولې. ما به كوشش كولو چې د هغوى په خپله ژبه كې خبرې وكړم. خو ما پاړسي خبرې نه شوې كولى اوما به چې چا سره خبرې كولې، هغوى به پښتو راسره ويله. ځكه دا د ورورولۍ خبره ده. نو موږ افغانان خپلې ستونزې او مشكلات په ورورولۍ اوارولى شو. كه دا ورورولي او دا افغان ملت جوړ نه شي هېڅ يو قوم او قبيله د وهلو څخه بچ كېدلى نه شي. بيا هر يو وهل كېږي. ځكه، هغه پاړسي كې وايي: قطره درياست اگر با درياست.

نو كه موږ افغانان سره يو نه شو، تباه كېږو، ورك كېږو. جنګ جګړو باندې څه نه كېږي، ځكه موږ وازمايل، څه مو وكړل؟ افغانستان مو وران كړ نور مو هېڅ و نه كړل.

كه لږ مخكې لاړ شو، او وپوښتم چې افغانستان ته د روسانو راتلل تاسې څنګه ګڼئ؟

هغه د روسانو راتلل نه وو، هغه د روسانو يرغل و. هغه يرغل چې د افغانستان د بدبختيو كلي او كونجي وه يانې دا يرغل د افغانستان د بدبختيو اغاز و. او هغه د افغانستان دننه د هغوى ملګري چې وو د هغوى همخيالي وه او د شوروي اتحاد د مشرانو عجلت او تيزي او ناپوهي وه. سازش يې وكړ او افغانستان يې راته تباه كړ. خداى يې دې تباه كړي.

نو تاسې بيا د دغه يرغل پر وخت په كابل كې وئ، نو چې ورسره مخالف وئ بيا ولې هلته ورسره پاتې شوئ؟

موږ څه كړي واى؟ موږ خو لاړو د دې ځاى غمونه مو هلته وړي وو. چې هلته به د افغانستان د ورور سره او د هغه ورور په وجه به له نورې دنيا سره رابطې پيدا كړو او له دې غمونو څخه به خلاص شو. نو هلته په دې بلا واوړېدو، د روسانو او انقلاب بلا يادوم. نو څه مو كړى واى؟ دلته مو دښمني وه، نو چې راتلى نو افغانستان ته مو هم خير نه جوړېدو، بيا به د پاكستان واكمنو ويل چې دا افغانستان موږ ته راولېږل. نو يوه لويه لانجه يې جوړوله. هلته كه پاتې كېدى او د هغوى مخالفت مو كولى، څرګند ودرېدى او ورته ويلي مو وى چې دا ته غلطه كوې، په دې باندې بيا كور ورانېدو، چې هسې وران دى. موږ به نه يو پوه، زموږ په اوږه به بل چا ټوپك ايښي وي زما په ورور او په ما به يې ډز كړى. نو هلته موږ خاموشي اختيار كړه، البته دا خاموشي د خلكو مخكې وه. هسې خو موږ ډېر كوششونه وكړل چې هغوى په دې خبره پوى كړو. له تره كي صيب نه واخلي تر ډاكټر نجيب الله پورې ټولو ما ته د مشر په حيثيت كتل. ما ټولو ته سپينې خبرې كړي، واضحه خبرې مې كړي دي، تر دې چې مخالفت مې كړى دى او د هغه مخالفت په وجه هغوى زه ښه نه ګڼلم. خو موږ هلته د يو چا د نماينده په حيثيت، د يوه قوت په حيثيت نه وو ناست. موږ په خپله طريقه ورته خبره كوله چې په خپلو كې جنګ ښه نه دى. خو هغه دومره لويه بلا راغلي وه چې زموږ خبرو ته چا نه كتل، نه يې د باچا خان خبرو ته كتل او نه يې زما خبرو ته. هغوى خو ويل چې بس اوس موږ راغلو، افغانستان مو ونيولو، قبايل به خپل كړو او هندوستان پورې به ورسېږو. داسې نشه يې په مغزو كې خلكو ته اچولې وه. هغوى د چا خبره چېرته اورېدله! د باچا خان غوندې بابا يې نه اورېدو نه نور به يې چېرته اورېدلى واى. ټولو به ما ته په خپل ژوند چې دا ټول وو، ما ته يې استاد ويلى دى، پلار يې راته ويلى دى تره يې راته ويلى دى خو له دې ټولو سره بيا زه د هغوى په سترګو بد لګېدم.

نو ستاسې داسې يوه خبره ياد ده چې هغه مو تره كي، امين او نورو ته كړي وي؟

هغه خو د باچا خان هغه خبره وه چې هغه تره كي صيب ته وويل، او دا ټول خلك يې راجمع كړل، هغه وخت كې دوى ټول يو وو، نو باچا خان ورته وويل: ګورئ هر څه مو چې وكړل- هغه مو وكړل، اوس دې خلكو ته لاړ شئ، له خلكو سره ظلم مه كوئ، چې خلك درسره نه وي، او د خلكو ملاتړ نه وي، نو هېڅكله به كامياب نه شئ. خو هغوى په خپل خره سپارو وو، چېرته يې زموږ خبره اورېده. موږ ډېرې خبرې كړي خو يوه يې هم نه ده منلې. پاچا خان

کندهار کې درې تنه ملکي خلک وژل شوي

د ايساف ځواکونو سرچينه وايي ، چې د کندهار وﻻيت د ژيړي په ولسوالۍ کې د بم د چاودنې له امله درې تنه تنکي ځوانان په دوه جلا پېښو کې وژل شوي دي.

 دا پېښه تيره ورځ رامنځته شوې او په يوه پېښه کې موټر پر يوه بم ورڅيخ شوی او چاودنه رامنځته شوې . همدا راز يو بل تن ټپي شوی هم دی .

ولی زموږ یتیمان بی لاری کیږی؟؟

د لوی څښتن په پاک نامه

یتیم او د هغه د بی لاری کیدو لاملونه

د تیرو شاوخوا دیرشو کلنو کورنی جګړی او بیلابیلو نظامونو راتګ زموږ ټولنی ته په زرګونو څه بلکه په ملیونونو یتیمان په سوغات کی راوړی دی، او په لکونو کورنی یی د ویر په ټغر کینولی دی. ډیری میندی بوری شوی، ډیری خویندی وره ری شوی دی. او ډیری ناوی په سرو لاسونو کونډی شوی دی.

که پدی خبره وکړو چی، ولی؟، خو دا یی ځای ندی، هر چا چی هر څه کړی خدای ج د ورسره پوه شی. خو کومه خبره چی زه غواړم ستاسو سره یی شریکه کړم هغه دا ده چی څنګه هغه بی پلاره زامن یا یتیمان زموږ په پښتنی ټولنه کی بیلاری کیږی.  بیلابیل لاملونه شته چی زموږ د ټولنی زیاتره ماشومان د هغه له مخی په بی لاریو مخه کوی. غواړم دلته یی ستاسو سره په لاندی ترتیب شریک کړم:

۱- په ټوله کی د پښتنی ټولنی پلرونه د خپلو اولادونو د سالمی روزنی لپاره ښه او مشخص پلان نلری. (پیش امد خوش امد)

۲- زموږ په ټولنه کی میندی هم یا د بیسوادی له امله  یا خو هم د بی غوری له مخی خپل اولاد تربیی ته ښه پاملرنه نه کوی.

۳- د کورنی نظام د ساتلو لپاره یوه دیکتاتوری نظام چلول کیږی چی دا پخپل ذات کی د ماشومانو د ذهنی رشد د پرمختګ کلک مانع ګرځی. چی له مخی یی هلکان د ژونده زړه توری او خپل سریو ته په پټه مخه کوی

۴- د کورنی هر غړی د کورنی په ماشومانو لاس پورته کوی او تهدیوی یی، او یا خو هم د هر کار د کولو لپاره په ماشوماو باندی غږ کوی. ( ورشه دا کار وکړه، ورشه هغه کار وکړه….). چی بالاخره د هلک د خستګی او شدید عکس العمل ښودلو سبب کیږی

دا هغه لاملونه ؤ چی په یوه مکمله کورنی کی د هلکانو د بی لاریو سبب ګرځی، لدی نه علاوه کچیری په یوه کورنی کی یتیم ماشوم یا ماشومان وی د هغوی د بی لاریو لاملونه هم په لاندی ډول بیانیږی:

۵- په کورنی کی هر څوک د یتیم د بی لاریو مخه نه نیسی، ( د شفقت له مخی) چی پدی اساس یتیم ماشوم د هر ګناه د کولو لپاره جرأت کوی، پداسی حال کی چی د کورنی هیڅوک یی مخه هم نه نیسی.

۶- د یتیم ماشوم مور د کورنی د نورو غړو نصیحت و خپل زوی ته یی هم نه شی تحمل کولای، او د هغوی د نصیحت د عکس العمل پخاطر د خپل یتیم زوی/لور  تر غوږ داسی خبری رسوی چی ګواکی  نوموړی کس زما پر یتیم حکمرانی کوی. پدی اساس یتیم ماشوم هم له نوموړی کس سره عقده اخلی.

۷- دا چی پر یتیمانو باندی عاطفه بی حده زیاته شی، نو په کلی کور کی هم څوک د هغه د نصیحت یا لار ښونی جرأت نه کوی. چی پدی اساس د یتیم ماشوم جرأت په بیلاریو کی لا پسی زیاتیږی.

۸- او اخری ډیر مهمه خبره داده چی: په ځنو ظالمو کورنیو کی پر یتیمانو باندی بی حده ظلم او یا دکار زیاتی کیږی، چی ددی په اساس د یتیم احساسات خرابیږی. هغوی نا امیده کیږی، او هیڅکله هم د خپل ژوند لپاره فکر نشی کولای، چی په نتیجه کی یو بی ثمره انسان به تری جوړ شی. ( بی ثمره انسان پخپل ذات کی یو بی لاری انسان کیدای شی)

خدای ج د وکړی چر هره کورنی په خاصه توګه د کورنی مشر، پورته یادو شویو ټکو ته په کلکه پاملرنه وکړی.

ستاسو د سوکاله او آرمه پرمختللی کورنی په هیله!

د سیالو سیال او په همځولو کی سر لوړی اوسی!

 

لیمه وردګ

دکرکټ ملي ټيم په راتلونکي مياشت کې د سکاتلند له ملي ټيم سره لوبه کوي

کابل:-دافغانستان دکرکټ ملي ټيم به په نږدي راتلونکي کې دسکاتلند دکرکټ له ملي ټيم سره لوبه وکړي. دهيواد دکرکټ بورد درسنيو مسوول فريد هوټک وایی، چې دافغانستان ملي ټيم ټاکل شوې ده دليندي دمياشتې په يوولسمه نيټه دمتحده عربي اماراتو د دوبى په ښار کې دانټرکانټيننټال کپ د سياليو په فاينل کې د سکاتلند له هيواد سره مخامخ شي .

 په دغو سياليو کې چې د شپږو هيوادونو ټيمونو برخه لرله دافغانستان دکرکټ ملي ټيم يوازي دزيمبابوي له ټيم سره برابر شو او نورو ټيمونو ته يې ماتې ورکړې ده او داځلې به په فاينل کې به دسکاتلند له ټيم سره مخامخ شي . هر ټيم چې په دغو سياليو کې بريالي شي کب او يوه اندازه نغدي پيسې به ترلاسه کړي

نن ورځ پر بمبي باندې د ترهګريزو بريدونو دوهمه کليزه ده

دوه کاله د مخه د لشکر طيبه لخوا په بمبي کې ترهګريز بريدونه تر سره شول. د هندي چارواکو د پاکستان له حکومت څخه غوښتي دي ، چې د دې پېښې عاملين محاکمه کړي.
هند پر پاکستان باندې نيوکې لري، چې د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو د مخنيوي لپاره يې ﻻزم ګامونه نه دي پورته کړي او په دې توګه يې ټوله سيمه بې ثباته کړې .
پاکستان د ځان د خلاصون لپاره وايي، چې د دوی هېواد ته ترهګر او وسلې له افغانستان څخه ورځي.. د يادونې وړ ده ، چې نن ورځ د هند د رسنيو سر ټکی د بمبي ترهګريز بريد په هکله وو .

د افغانستان او بنګلديش تر منځ لوبه د بنګله ديش په ګټه پای ته ورسيده

په چين کې د افغانستان او بنګلديش تر منځ نن ورځ لوبه وشوه . په دې لوبه کې لومړی افغانستان بيتنګ پيل کړ او بنګلديش ته يې 119 منډې موخه وټاکله . بنګلديش وتوانيدو ، چې ډېرې منډې جوړ کړي او په پای کې لوبه وګټي. په دې ټوګه افغانستان له لومړي مقام څخه بې برخې شو، خو کارنامې يې بيا هم د ستايلو وړ دي.

د هند اوعربي هېوادونو تر منځ سوداګري 120 ميليارد ډالروته ورسېده

د هند د صنعت فدراسيون خبر ورکوي ، چې د هند او 22 عربي هېوادونوتر منځ سوداګري 120 ميليارد ډالرو ته رسېدلې او تر 2014 کال پورې به د سوداګرۍ کچه دوه برابره شي او 240 ميليارد ډالرو ته به ورسيږي. فدراسيون وايي چې په نږدې راتلونکې کې به هند او عربي هېوادونه ډېر نږدې سوداګريز شريکان وي. په 2004 او 2005 کال کې د دغوهېوادونوتر منځ سوداګري اېله 20 ميلياردډالروته رسېده.

پنتاګون : د طالبانو جنګ ډیر پراخ سوی دی

رویټر د امریکایی پوځ په حواله لیکی چی په افغانستان کی جنګ او تشدد تر پخوا زیات سوی دی . پنتاګون په واشنګټن کی کانګریس ته اعتراف وکړ چی د طالبانو مقاومت نور هم ډیر سوی دی او هلته امنیت پسله نهو کالو څخه نن ډیر خراب سوی دی . پنتاګون وویل چی د تشدد پیښي د اپریل څخه تر سپټمبر پوری خورا زیاتی سوي چی دا د ۲۰۰۷ راهیسی ۳۰۰٪ زیاتوالی ښیی چی په هغو کی د سړک د غاړی ماینونه شامل نه دي .
پنتاګون زیاته کړه چی د طالبانو جنګ ، وسلې او تاکتیکونه تر پخوا عصری سوي او د جنګ ساحه یې هم پراخه سوې او د افغانستان هره برخه یې په بر کی نیولې ده . خو پنتاګون ادعا کوی چی ایران طالبانو ته وسلې او روزنه ورکوی حال دا چی پاکستانی پوځ د ناټو سره مرسته کوی .
پنتاګون زیاته کړه چی د افغان حکومت لخوا د فساد د مخنیوي بهیر او د افرادو بېله جزا پاتېدو اعمال هماغسی جریان لری .
دا لومړی ځل دی چی پنتاګون پر خپله بې وسي او د طالبانو پر کامیابي رسمأ اعتراف کوی

 .


ایران له وسله والو طالبانو سره مرسته نه کوي: ژنرال عظمیي

د افغانستان د دفاع وزارت ویندویی د افغانستان له وسله والو مخالفینو سره د ایران د اسلامي جمهوریت د هر ډول مرستې ادعا په کلکه رد کړه. د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې جنرال محمد ظاهر عظیمي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل تر اوسه هیڅ داسې راپور او سند لاسته نه دی راغلی چې د افغانستان له وسله والو مخالفانو سره د ایران د مرستې ښودنه وکړي . د افغانستان د بیا رغاونې لپاره د ایران پرله پسې مرستې او په تیره بیا په بیخ بنسټه کارونو کې د ایران کومکونه او د دواړو هیوادونو د اړیکو پراختیا سبب شوې ده چې د نیواکګرو ځواکونو رسندویې دغه ډول مشکوکې ادعاګانې وکړي . د افغانستان دولت تر دې مخکې هم څو څو ځله دا ډول ادعا ګانې رد کړې دي

http://pashtu.irib.ir/index.php/2010-05-09-11-16-57/2010-05-18-10-42-32/20493-2010-11-24-11-52-07.html.

هرات کې د سه شنبې په ماښام د ماین په چاودنه کې یو تن و وژل شو او څلور تنه نور ټپيان شول

هرات کې د سه شنبې په ماښام د ماین په چاودنه کې یو تن و وژل شو او څلور تنه نور ټپيان شول د هرات د پولیسو چارواکو د طلوع نیوز خبریال ته وویل چې یاده پيښه د انجیل ولسوالۍ د جرییل په سیمه کې هغه مهال وشوه چې د ملکي وګړو د سورلۍ موټر پر ماین ور برابرشو. د دوی په وینا وژل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي دي او یو ماشوم هم د ټپيانو په ډله کې شتون لري. ویل کیږي چې دا ماین کلونه وړاندې په دې سیمه کې پاتې و. بل پلو وسله وال هم د افغان او بهرنیو ځواکونو د په نښه کولو په موخه د سړک د غاړې ماینونه کاروي چې ډيری قربانیان یې ملکي وګړي وي.

پيټاګون: ایران او پاکستان افغان جګړه تمویلوي

پينټاګون د امریکا کانګرس ته د سه شنبې په ورځ د یو رپوټ په ترڅ کې ایران او پاکستان په دې متهم کړل چې په افغانستان کې ترهګرو ته پوځي تجهیزات ورکوي

ایران او پاکستان د افغانستان دوه نیژدې ګاونډیان دي او ویل کیږي چې د ترهګري په وړاندې په مبارزه کې کلیدي رول لري.

د امریکا د دفاع وزارت په دې رپوټ کې دا منلې چې د افغانستان په جګړه کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی.

پینټاګون په دې رپوټ کې ویلي دي:« په هیواد کې پرمختګ د یو ناچیزه امنیت، دولت کونې او سیمه ایزې پرختیا د عملیاتو په لومړيتوب کې همداسې پاتې دی.»

په دې رپوټ کې چې د افغانستان اوضاع د اپریل له میاشتې څخه پکې څيړل شوې له تیر کال څخه را په دیخوا په افغانستان کې په پيښو کې اویاسلنه زیاتوالی ښيي.

د دې سره سره چې په افغانستان کې د سرتیرو شمیر په بې سارې توګه زیات شوی دی او د هیواد په نا امنه سویلي سیمو کې یو زیات شمیر سرتیري میشت شوي دي خو د دې رپوټ څيړنې ښيي چې سرتیرو د کندهار او هلمند په ولایتونو کې ډیر کم پرمختګ کړی دی.

په دې رپوټ کې راغلي دي:« مونږ ځينې نښې وینو چې په کندهار او هلمند کې د ترهګري په وړاندې مبارزې سیمه ایز اغیز لرلی دی.»

په همدې ترڅ کې د ملي دفاع وزارت ویلي دي چې کیدی شي طالبانو پرمختللې وسلې لاس ته راوړي وي خو د دې مرستې منبع روښانه نه ده.

هغه ميندې چې د حمل پر مهال سګرټ څښي ،اولادونه يې جرم اوجنايت ته تمايل لري

د امريکې په هاروارډ پوهنتون کې يوه څېړنه ښيي، هغه ميندې چې د ااميدوارۍ پر مهال سګرټ څښي ، د دې امکان چې د هغوی اولادونه وروسته په جرم اوجنايت لاس پورې کړي، زيات دی. په دغه سروې کې پر هغو کسانوڅېړنه شوې چې د 1959 او 1966 کلوترمنځ زېږېدلي. که څه هم له ډېروکلونوراهيسې دا څرګنده وه ، چې د حمل پرمهال د سګرټ څښل د جنين پر صحت ناوړه اغېزه کوي ، خو دالومړی ځل دی چې د هغو د کړووړو په اړه د ناوړه اغېزې خبره کيږي. څېړونکي وايي ، چې دوی تر اوسه نه پوهيږي چې دا اغېزه څنګه رامنځته کيږي ،خو وايي چې ښايي نيکوټين به د جنين پر ماغزودا ډول ناوړه اغېزه پرېباسي.څېړونکي وايي ، چې دوی يوشمېر ټولنيز لاملونه لکه دا چې ښايي هغه ميندې چې سګرټ به يې څښل ډېرې ځوانې وې ،دتعليم کچه به يې ټيټه وه او يا په وروسته پاتې پوړ پورې تړلې وه ، په نظر کې نيولي خوبياهم پورتنۍ پايلې ته رسېدلي.

خوست وﻻيت کې يوه سرتيري دوه تنه طالبان وژلي دي

يو افغان سرتيري چې د اختر د تيرولو لپاره کورته په رخصتۍتللی و، هغه مهال د ياغيآنو د کمين سره مخ شو کله چې نوموړي عسکر بېرته د کور څخه وظيفې په لور روان ، پر دغه سرتيري باندې د خوست ولايت د مندوزيو د ورزې په سيمې کې وسله وال بريد تر سره شو خود نوموړي سرتيري په ځوابي بريد کې دوه کمين نيوونکي او ياغيان ځای پر ځای ووژل شول ، او سرتيری د سيمې څخه محفوظ او سالم خپل هدف ته رسيدلی دی ،

امريکايي څېړونکي: طالبان تر پخوا ډې پياوړي شوي

د امريکې دپوځي څېړونکويو راپور چې کانګرس ته وړاندې شووايي، چې په افغانستان کې د وسله والو مخالفينو عمليات تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي او د 2007 کال په پرتله تاو تريخوالی درې برابره شوی. راپورهمدارنګه وايي چې طالبان اوس په ډېرو پرمختللو وسلو سمبال شوي ،له ايران څخه په منظمه توګه وسلې تر لاسه کوي او په پاکستان کې له خوندي پټنځايونو ګټۀ اخلي.

افغان ملي لوبډلې هانکانګ ته په ۸ ویکټو ماتې ورکړه

د افغانستان ملي لوډلې هانګ کانګ ته ډیره خطرنانکه ماتې ورکړه او د نن ورځې برې د ۸ ویکټو او ۳۸ توپو په لرلو سره خپل او نیمه پایلوبې ته یې د اسیاد په لوبو کې لاره پیدا کړه.
په ننۍ لوبه کې پچه د هانګ کانګ هیواد ملي لوبډلې وګټله او توپوهنه یې غوره کړه په ۴.۱۷ اورنو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدلو ۶۳ منډې وکړي او افغان ملي لوبډلې ته یې ۶۴ هدف وټاکه.
افغان ملي لوبډلې ډیر په اسانۍ سره وکړای شول چې د دوو لوبغاړو په سوځیدلو مخالفې لوبډلې ته ټاکل شوی هدف د دوه لوبغاړو په سوځیدلو پوره کړي او د اسیاد د کرکټ د سیالۍ نیمه پایلوبې ته یې لاره پیدره کړه. افغان ملي لوبډلې نن په ۱۳.۲ اورونو کې ۶۶ منډې وکړي.
په ننې لوبه کې د هانګ خلاف په توپ اچونه کې میرویس اشرف خروټی ښه وځلید ۴ لوبغاړي یې د هانګ کانګ وسوځول، محمد نبي عیسی خیل او شاپور ځدران دوه دوه ویکټې واخستلې.
په توپ اچونه کې نوروز منګل او شهزاد محمدي شل شل منډې وکړي.
افغان ملي لوبډله سبا ته د پاکستان لوبډلې سره نیمه پایلوبه کوي، دا لوبه د ملي تلویزیون او د سبا تلویزیون د لارې هیوادوالو ته وړاندې کیږي.
څو ورځې مخکې کرکټ بورډ د اریانا سپورټې خبریال او شمشاد سپورټي خبریال ویلي و چې دوي پرېکړه کړي چې دا لوبې هیوادوالو ته به ژوندۍ بڼه وړاندې کړي خو د شمشاد تلویزیون د دې لوبو د خپرولو حقوق د پخوا څخه نه و اخستي او د اریانا تلویزیون هیڅ کله د کرکټ لوبې نه دې خپرې کړي.


په کمبوديا کې د يوه جشن په ترڅ کې 245 تنه ووژل شول

د کمبوديا په مرکز پنوم پن کې د اوبو کلني جشن په ترڅ کې د ګڼې ګوڼې او اله ګولې له امله يو زيات شمېر کسان تر پښولاندې مړه او ټپيان شوي. دخبرونو له مخې په دغه پېښه کې 245 تنه وژل شوي او 229 تنه ژوبل شوي. زياتره کسان د هغه پل پر سرچې ښار د الماس له ټاپو سره نښلوي ، وژل شوي . يو شمېر کسانو چې د ځان ژغورنې په مخه يې اوبو ته ټوپ کړی ، په اوبو کې ډوب شوي. ويل کيږي چې له 1979 کال راهيسې دا په کمبوديا کې تر ټولو پراخه مرګ ژوبله ده ، چې پېښېږي.

په افغانستان کې دوه بهرني پوځيان وژل شوي او6 نور ټپيان شوي

د ايساف مطبوعاتي دفتر په کابل کې خبر ورکوي، چې پرون د دوی2 سرتېري دافغانستان په جنوب کې وژل شوي دي، خو د پېښې دقيق ځای او څرنګوالی يې نه دی ښودلی. بل خوا 6 بهرني پوځيان چې درې تنه يې جرمنان دي په بلخ اوکندز کې ټپيان شوي دي. سږکال په افغانستان کې د بهرنيوپوځيانود مړوشمېر 655 تنوته او په روانه مياشت کې يې شمېر 47 تنو ته ورسېد، چې 40 تنه يې امريکايان دي.

اروپايي اتحادیې د افغانستان د ټولو هوايي شرکتونو الوتنې منع کړې

اروپايي اتحادیې وویل چې په خپل هوايي حریم کې یې د افغانستان د ټولو هوايي شرکتونو الوتنې منع کړي دي ځکه چې دې هیواد ونه کړای شول چې د الوتنو د مناسب حفاظتي سیستم غوښتنې له مخکینیو خبرداریو سره سره پوره کړي.

تر دې مخکې پرون صافي هوايي شرکت ویلي وو چې اروپايی اتحادیې فرانکفورت ته د دغه هوايي شرکت پر الوتنو بندیز لګولی .دې شرکت د افغانستان حکومت د دې ستونزې عامل بلل وو.

خو اروپايي اتحادیه وايي چې د صافي هوايی شرکت په شمول یې د افغانستان پر نورو هوايي کرښو هم بندیز لګولی دی .

اروپايی اتحادیې ویلي چې پر اریانا یې دمخه لا بندیز لګولی وو خو په نوي بندیز کې کام اییر او صافي هوايي کرښې هم شاملې شوې.

د اروپايي اتحادیې اجراییه کمیسون وویل چې بندیز سر له سبا(چهارشنبې) تطبیقېږي.

دې کمیسون همداراز وویل :«موږ پوره شواهد لرو چې د افغانستان د هوايي شرکتونو د ساتنې عملیات نه ترسره کېږي او افغان چارواکي د حفاظتي اقداماتو د معیارونو په پوره کولو کې ناغېړۍ کوي.

صافي هوايي شرکت د کابل پر چارواکو په دې خاطر نیوکه کړې چې د نړیوال ملکي هوايي چلن د معیارونو د پوره کولو لپاره یې د اروپايي کمیسون غوښتنې نه دي پوره کړي.

اروپايي کمیسون څو میاشتې دمخه د افغانستان له حکومته د دغو معیارونو د پوره کولو غوښتنه کړې وه.

د صافي هوايي شرکت ريیس وارنر بورچیرت وویل چې د جرمني د هوايي چلن چارواکو په ځلونو د دوی الوتکې چیک یا معاینه کړي او د هغو د منع کولو لپاره یې هیڅ دلیل نه دی پیدا کړی.

دې هوايي شرکت په اوونۍ کې فرانکفورت ته دوه ځلې په خپلو کرایه کړیو الوتکو کې سپرلۍ وړلې راوړلې.د دغه شرکت الوتکې په اروپايي هیوادونو کې ثبت او راجستر دي .

کندهار: چاودني ٤ تنه ووژل او ٣ يي ټپيان کړه

لودين

د کندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کي چاودني څلور ملکي وګړي وژلي او دري نور يي ټپيان کړي دي .
چاودنه تير ماښام شپږنيمي بجي د شاولي کوټ ولسوالۍ د بابړانو د سوزني په کلي کي د ملکي خلکو پر سراچه ډوله موټر رامنځ ته سوي ده .
د شاولي کوټ ولسوالۍ ولسوال حاجي عبيدالله وايي چي چاودنه د سړک د غاړي ماين وه چي په ترڅ کي يي  څلور تنه ملکي کسان چي دوي ښځي او يو ماشوم هم پکښي شامل دي وژل سوي دي او دري تنه نور چي يو يي ماشوم دى ټپيان سوي دى .
د ولسوال په خبره چي ياد کسان د ارزګان په لوري روان وه چي د يادي پيښي قربانيان سوه
ولسوال وايي چي ټپيان  ايساف ځواکونو د الوتکو له لاري خپل روغتون ته وړي دي .
د پيښي مسووليت چا په غاړه نه دى اخستى او نه هم يي په اړه وسلوالو طالبانو څه ويلي دي .

نړیوال ځواکونه: په پکتیا کي چاودني 4 تنه وژلي

په خوست کي مېشت نړیوال ځواکونه وایي، چي نن سهار په پکتیا ولایت کي د ماین چاودني څلور ولسي خلک وژل سوي او دوه نور ټپیان دي. په خوست کي د نړیوالو ځواکونو د مطبوعاتي مسئول جګړن پلات ازادۍ راډیو ته ویلي، چي دغه چاودنه په زرمت ولسوالۍ کي سوې ده. ده ویلي چي ټپیان اوسمهال په خوست کي د نړیوالو ځواکونو په روغتون کي دی. ددغي چاودني مسئولیت چا نه دی منلی. او همدا ډول نن سهار د کندز ښار په ختیځه څنډه کي، د جرمني ځواکونو پر موټر د بم چاودنه سوې، چی دری عسکر یې ټپیان کړي.

خوست وﻻيت کې د حقاني يو مرستيال نيول شوی دی

تيره شپه دخوست دولايت دصبريو په ولسوالی کې افغان او ايتلافی امنيتی ځواکونو عمليات ترسره کړل او په لړ کې يې د حقاني مرستندوی چې په کابل کې يې به يې د حقاني دشبکی حملې تنظيمولې او همدارنګه دحقانی دشبکی ته يې نور اکمالات هم کول،ونيول شو. د يادونې وړ ده ، چې په دغه عملياتو هېڅ ډول ډزې نه دي شوي او نه ملکي خلکو ته کوم زيان رسيدلی.

قاري سجاد : د ننګرهار په وﻻيت کې مو يو ولسوال د چاودنې پر مهال سخت ټپي کړ

دننګرهارولايت له پچيراګام ولسوالۍ څخه داسلامي امارت دتوره بوړه جهادي محاذ ادعا کوي ، چې تيره ورځ غرمه مهال يې ددې ولسوالۍ دپاس صبرپه سيمه کي دپچيراګام پرولسوال ( غلام فاروق ) چاودنه ترسره کړې چي درامنځ ته شوې چاودنې په ترڅ کي نوموړی ولسوال له خپلوکسانوسره يوځای سخت ژوبل شوی دی ، رپوټ زياتوي چي ولسوال په يوه کروزين موټرکې سپور و ،چې ناببره دځمکني ماين ښکارشو.

په مالديو کې د افغانستان د سولې درېيمه غونډه جوړه شوه

د مالديود بهرنيوچارو وزير احمد شهيد پرون رسنيو ته خبر ورکړ، چې د افغانستان دسولې په اړه په دغه هېواد کې د بېلابېلوافغان ډلو له خوا دريمه غونډه جوړه شوه. ده وويل، چې مالديو په افغانستان کې دسولې له هڅوملاتړ کوي ، خو د دغوخبرورسمي کوربه توب نه کوي. د سولې دغه غونډه د مالديود پاراديز ټاپو کې جوړه شوې ، خود غونډې د نوروجزياتو په اړه څه نه دي ويل شوي. دوې پخوانۍ غونډې د روان کال د جنوري او می په مياشتو کې شوي وې.

ايساف : خوست وﻻيت کې د عملياتو په لړ کې څلور تنه نيول شوي دي

تيره شپه افغان ملي امنيتي ځواکونو او ايساف د باک ولسوالۍ د کوتکي په کلي کې يو لړ عمليات تر سره کړي دي چې په ترڅ کې يې د حقاني د شبکې ۴ څلورتنه او زيات شمېر کلاشنکوفونه او نوره وسلې او مهمات نيولي شوي دي،

طالبان وايي چې ناټوځواکونه به تر 2014 کال مخکې له افغانستان څخه وباسي

د طالبانووياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په يوه لېږل شوي مسېج کې ويلي، چې ناټو به ونه توانيږي تر 2014 کال پورې يو با ثباته حکومت رامنځته کړي او طالبان به تر بشپړې خپلواکۍ او د ناټو تر بشپړو وتلو پورې يوه شپه هم غلي پاتې نه شي. ده ويلي، چې ناټو به تر هغې دمخه وتلو ته اړ کړي.

پولیسو یو اتیاکلن حاجي د500 زره ریالو او 100 موبایلونو غلا په تور نیولې دی

دسعودي عربستان پولیسو د مکې په لویدیځ کې یو اتیاکلن پاکستانی حاجي دغلا په تور نیولې دی له نوموړي حاجي سره 500 زره ریال او 100 موبایلونه سره وموندل شول .
المدنیة ورځپاڼه کاږي : دپولیسو یوې ګزمې یو اتیا کلن حاجي ومونده ،چې په استوګنځای کې ېې 500 زره ریاله او 100 موبایله پراته و کله ،چې اتیاکلن پاکستانی حاجي پوه شو چې استوګنځای ېې دپولیسو لخوا محاصره دی دتېښتې هڅه ېې وکړه ،خو دپولیسو لخوا ونیول شي .

په فرا ولایت کی د ۱۳۸۹ کال حذفی تورنمنټ پای ته ورسید

په فراه ولایت کی د ۱۳۸۹ کال د فوټبال حذفی جام یا تورنمنټ چی د تلی د میاشتی په لمړی نیټه پیل شوی ؤ، د یکشنبی په ورځ د لړم میاشتی په ۳۰مه پای ته ورسید. په دی سیالیو کی د فراه د مرکز ۴۲ (الف او ب ) ټیمونو برخه اخیستی وه چی ټول ټال ۴۰ د فوټبال لوبی تر سره شول. په دی سیالیو کی دری ټیمه پایلوبو ته ووتل چی په نتیجه کی د کوثر لوبډله لمړی مقام، ابومسلم دوهم او د ځوانانو لوبډله دریم مقامونه تر لاسه کړل.

 د دی سیالیو د نتیجو د اعلانولو او سوغاتونو د ویشلو په مراسمو کی چی د یکشنبی په ماښام د فراه ولایت د ابونصرفراهی په ورزشی میدان کی جوړه شوی وه د فراه ورزشی آمر محمداسماعیل قانع د ټولو ګډون کوونکو لوبډلو څخه مننه وکړه چی د دا ټورنمنټ یی د سولی او ورورولی په فضا کی سر ته ورساوه، هغه همدا راز یادونه وکړه چی  دا لومړی ځل دی چید فراه کوثر فوټبال لوبډله د فراه ولایتی اتلولی ته رسیدلی ده، هغه کوثر لوبډله یی یوه بیلګه وښوده او زیاته یی کړه چی هره لوبډله چی په هره لوبه او سپورتی څانګه کی زیار وباسی خپل دکوښښ نتیجی ته به خامخا رسیږی.

ددی لوبو جذابیت په دی کی وو چی د بی ګروپ لوبډلو د الف په مقابل کی هم وړتیا وښودله او ډیره ښه لوبه یی وکړه. د ځوانانو ټیټ عمر لوبډله چی پخوا یی په بی ګروپ کی دریم ځای درلود؛ وتوانید چی د ۴۲ لوبډلو په منځ کی دریم مقام د ځان کړی چی دا کار و ټولو ته حیرانتیا پیدا کړه. د یادونی وړده چی د ځوانانو لوبډلی د ډیری وړتیا په ښودلو سره تر نورو لوبډلو زیاتره سوغاتونه تر لاسه کړل

په افغانستان کې په ځان وژونکي حملې کې ۳۰ تنه مړه او ژوبل شول

رویترز خبري آژانس را پور ورکړ، د لغمان ولایت والي محمد اقبال عزیزي ویلي دي چې په دغه ولایت کې دوه ځان وژونکي حمل ېشوي.
هغه زیاته کړې چې،لومړنۍ حمله،یو کس چې په سایکل سپور و،په علیشنګ ولسوالۍ کې له ځان سره چاودیدونکي مواد د یوې امنتیي پوستې ترڅنګ وچاودل، او دویمه حمله هم له دې لرې په یوه ځاي کې وشوه، چې پکې ۴ تنه وژل شوي او ۳۱ نور هم ژوبل شوي دي.
خو په عین حال کې ،شن هوا خبري آژانس دافغان مقاماتو له قوله وویل، چې په دغه ولایت کې په دوو بېلابېلو چاودنو کې شاوخوا ۳۰ تنه مړه او ژوبل شوي دي.
د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رييس فیضان الله پټان هم رسنیو ته وویل، چې دغه چاودنه، چې د مهترلام بابا ښار په لویدیځه برخه کې شوې ، ۵ تنه په کې وژل شوي او۲۵ نور پکې ټپیان شوي دي، د نوموړي په وینا قربانیان ټول ملکي وګړي دي.
طالبانو ادعا کړې، چې په دغو چاودنو کې يي امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ، خو چارواکو د طالبانو دغه ادعا رد کړې ده.

اور لګيدني يوپلورنځی وسوزولو.

د خوست ښار حمام مارکيټ د مبايل او کمپيوټري سامان الاتو په يو پلورنځي کې اورلګيدني د دوکان څښتن ته د اتو نه نيولي تر لس لکو افغانيو پوري مالي زيان اړولي، د مالوماتو له مخې د يادي اورلګيدني لامل د بريښنا شړتي ښودل شوي
د خوست ښارپه حمام مارکيټ چې زياتره پکې دمبايلونو اوکمپيوټري سامان الاتو ترميم اوجوړونې دوکانونه شته دي په ياد پلورنځي کې اورسهارمهال ٩ بجې پيل شو اويادشوي دوکان يي په بشپړه توګه وسوزولو ،خو دخوست امنيه قوماندانۍ داطفايي يا اور وژني عاملې په راسيدوسره ورمړشو او په ټول مارکيټ کې داورلګيدني مخه ونيول شوه .
ديادپلورنځي څښتن تره زوي اسماعيل خوست تلويزيون سره دخپلوخبروپرمهال وويل دوي په دغه دوکان کې تقريباٌ ترلسولکوافغانيو په شاوخواکې توکي درلودل چې داورلګيدني پرمهال يادشوي ټول توکي سوزيدلي دي کليپ
نوموړي له خوست سيمه ايزې حکومتي ادارې اويوشميرمرستندويه ادارو څخه غوښتنه وکړه چې له دوي دياد دوکان داوښتي مالي زيان جبران په برخه کې مرستې ترسره کړي.
ديادشوي پلورنځي سره په څنګ کې ديوبل پلورنځي څښتن دخوست امنيه قوماندانۍ اور وژني عاملې څخه مننه وکړه چې ددوي دخبريدو وروسته يي په چټکه توګه اور لګيدني ځاي ته ځانونه ورسول اوپه ټول مارکيټ کې يي داور لګيدني مخنيوي وکړ
کليپ
دخوست امنيه قوماندانۍ اطفايي مديرسمونمل قسيم الله وويل که څه هم اوس مهال زمونږ اخترپه مناسبت رحصتې وې خومونږ دخوست دسرمايو دنه تلف کيدوپه مورد په بيړنۍ توګه دغه مارکيټ ته ځانونه ورسول.ده وويل که چيري د ورته پېښو رامينځته کيدوپرمهال زمونږپوسونل په جريان کې واچول شي مونږ کولايي شي چې ديادپېښې په شان دزياتي اور لګيدني او زيان مخه ونيسو.کليپ
نوموړي هم په دغه هټۍ کې داور لګيدني لامل دبريښناشړتي يادکړه چې اورلګيدني لامل ګرځيدلي .
ديادوني وړده چې په خوست ښارکې وړاندي هم په يوشميرمارکيټونوکې داور لګيدني پېښې رامينځته شوي چې زياتره خوست ميشتې يي لامل په ښارکې دبريښنا تارونو په غيري مسلکي شکل تيرول اوپه ځينوساحوکې دګازو او تيلو پلورنځيو نيږدي شتون په ګوته کوي چې خوست ميشتوته درنه مالي اوزيانونه يي هم اړولي دي
 

ناټو د حقاني شبکې د دوو مشرانو د نیونې ادعا وکړه

ناټو ځواکونو پرون وویل چې په افغانستان کې یې د مخالفو وسله والو د مشرانو د نیولو او وژلو لپاره د خپلو هلوځلو په دوام کې د دغه هیواد په شمال اوجنوب ختیځ کې د حقاني شبکې دوه مشران نیولي دي.

د دغو ځواکونو په وینا افغان او ناټو پوځیانوپه خوست ولایت کې د حقاني شبکې یو مشر،چې د بم د وسایلو او موادو د راوړلو مسوول وو،نیولی دی.د ناټو په وینا دا د دې شبکې دولسم مشر دی چې روانه میاشت په خوست ولایت کې نیول کېږي.

د حقاني شبکې دا غړی له خپل یوه ملګري سره په تیري زي(۱) ولسوالۍ کې د استخباراتي مالوماتو له مخې نیول شوی دی.

په بغلان کې،افغان او نړیوالو ځواکونوپه یولړ عملیاتو کې د حقاني شبکې یو بل مشر نیولی دی.ناټو وايي د حقاني شبکې له دې مشر سره شپږ نور هم نیول شوي دي.

ناټو وايي دا کس د دوی لپاره مهم هدف وو او هغه په پاکستان کې له خپلو مشرانو سره مستقیم تماس درلود.

د ناټو ځواکونه وايی چې د حقاني شبکې، چې په شمالي وزیرستان کې مرکزونه لري او د پاکستان له آی ایس آی سره نژدې اړیکې لري،په وروستیو کې د خپل فعالیت ساحه له لویې پکتیا د افغانستان شمال ته غځولی دی.

دافغانستان دملکي خلکو ساتنه دې ښه شي

مرستندویو موسیسو له ناټو وغوښتل دافغانستان دملکي خلکو ښه ساتنه وکړي .
زمونږ خبریال واي په افغانستان کښې دیره مرستندویو خارجي موسیسو نن له ناټو وغوښتل چې په افغانستان کښې دځاي امنیتي ځواکونو ته دامنیتي چارو دسپارلو په ستراتژۍ کښې دملکو خلکو دژوند ساتلو موضوع په لومړیتوب کښې راولي .
په افغانستان کښې دامریکا او ناټو پوځیانو په حملو کښې دملکي خلکو وژله ډیره زیاته شوي ده چې دغه کار له خارجي پوځيانو دافغانستان دټولو خلکو دنفرت او خپګان سبب شوي ده .
دناټو داتویشتو غړیو هیوادونو مشران نن دپرتګال هیواد په پلازمینې لیسبن کښې سره دوه ورځنۍ غونډه کوي .
په دغه دوه ورځني کانفرنس کښې به دافغانستان حکومت ته دچارو دکنټرول دسپارلو موضوع وڅیړل شي
بل خبر داچې دپرتګال پولیسو د اروپاي هیوادونو دناټوضد مظاهره چیان دغه هیواد ته له و رتلو منع کړي دي او هغوې ته یې اجازه نه ورکړي چې دغه هیواد ته ورشي او دناټو پرضد مظاهرې وکړي .

داسلامي حزب د امیر محترم حکمتیار د اختر پیغام:

بسم الله الرحمن الرحيم

د لوى اختر په مناسبت پيغام

حَسبُنَا اللَّهُ وَ نِعْمَ الْوَكيلُ ، نِعْمَ الْمَوْلى وَ نِعْمَ النَّصِيرُ

خداى هم راته كافي دئ او هم ډېر غوره وكيل، غوره مولا او غوره مرستندوى

گرانو هېوادوالو!

وروڼو خويندو!

السلام عليكم و رحمة الله و بركاته

د لوى اختر د رارسېدو په مناسبت مباركي وايم، دعا كوم چي الله تعالى زمونږ مظلوم او دردېدلى ولس د جگړو او بې امنيو له دې دردناك حالت وژغوري او زموږ هېواد د پرديو له سلطې آزاد كړي او موږ ته دا سعادت راپه برخه كړي چي راتلونكي اخترونه په خپلواك او آزاد افغانستان كي او په داسې حال كي ولمانځو چي د هېواد په گوټ گوټ كي د اسلام شين بيرغ رپانده وي، ټول اشغالگر ځواكونه له هېواده وتلي وي، جگړه د تل لپاره پاى ته رسېدلې وي، او اقتدار د داسې صالح حكومت په واك كي وي چي چارواكي ئې له خدايه وېرېږي او پر مظلومانو ترحم لري.

وروڼو خويندنو!

لوى اختر مسلمانانو ته ستر پيغام له ځان سره لري، د الله تعالى په لار كي د قربانۍ پيغام، د ستر موحد ابراهيم خليل الله په لار د تلو پيغام، دا اختر د الله تعالى په لار كي د ابراهيم عليه السلام قربانۍ رايادوي، او مونږ ته بلنه راكوي چي د ابراهيم خليل الله په څېر خداى ته مخه كړو، د بنده بندگي ونه كړو، بتان نسكور كړو، د اسارت جغ مات كړو، زولنې وشلوو، آزاد او سرلوړى ژوند وكړو، د خپلواكۍ او آزادۍ بيرغ لوړ وساتو، د كفر، شرك، ظلم او فساد ځواكونو تور او په وينو لړلي بيرغونه رانسكور كړو، د هغو طاغوتي نظامونو ټغر ټول كړو چي مظلومان او بې وزلي انسانان كړوي، د هغو زندانونو دېوالونه ونړوو چي خداى پال، موحدين، آزادي غوښتونكي او مظلومان په كي ځورول كېږي، كه دا ونه كړو نو نه مو د ابراهيم عليه السلام په سنت عمل كړى، نه مو اختر پېژندلى او نه مو هغه لمانځلى!!

قرآن د ابراهيم عليه السلام، د موحدينو د هغه ستر لارښود او سالار قصه زموږ مخي ته ږدي چي موږ ئې نن د ستري قربانۍ ورځ لمانځو، تر څو وگورو چي ايمان انسان كوم مقام ته رسوي، څومره ئې لوړ بيايي، څنگه ئې د عالمونو رب دعاگاني مني، څنگه يو سپېره وچ خوړ د ده په دعاء په داسي خوندي او له امن او بركتونو ډك ښار بدلېږي چي د نړۍ د ټولو موحدينو او مؤمنانو قبله گرځي، له هر لوري او په هر موسم كي پاكيزه او پرېمانه رزق ورته رادرومي، په دې كي د ابراهيم عليه السلام په لاس بيت الله، د خداى كور او د خداى پالو مطاف جوړېږي، هر كال په لكونو خداى پال، پر الله تعالى مين، له محبت او اخلاص ډك زړونو سره؛ دې ښار ته د الله تعالى د كور د طواف او د ابراهيم عليه السلام پر پل د پل اېښودو لپاره ځي او همغه څه كوي چي ابراهيم، د ده زوى اسمعيل او د ده مېرمني هاجر عليهم السلام كړي ول، او دا دئ تر نن پوري په تېرو نږدې څلورو زرو كلونو كي په سلگونو مليونو خلكو د ابراهيم عليه السلام په دعاء آباد شوي ښار ته تللي او د ده په لاس جوړي شوې كعبې طواف ئې كړى، دا لړۍ به همداسي تر قيامته دوام كوي، دا په داسي حال كي چي څلور زره كاله مخكي، په هغه وچ ناو كي، له ابراهيم عليه السلام او د ده له مېرمني او تي خور زوى پرته نه بل انسان وو او نه بل ژوى، نه اوبه، نه بوټى او نه حيوان، دا دئ ستاسو په وړاندي د ايمان او پاكي كلمې د اغېز هغه تاريخي بېلگه چي د ابراهيم عليه السلام په قصې كي انځور شوې، هغه كلمه چي جرړي ئې د زمكي په زړه كي ژوري درومي، څانگي ئې د آسمان په لوري لوړېږي او تل خپله مېوه وركوي.

د لوى اختر په دې مباركي ورځ كي د نړۍ نږدې درې مليونه حاجيان په يوه رنگ جامو كي د الله تعالى د كور طواف كوي او د حال په ژبه وايي: د الله له كور پرته نه د بل كور طواف كوو او نه د بل كور دړه ټكوو، په حجرالاسود لاس ږدي او له خداى سره دا ژمنه تازه كوي چي له ده پرته به بل چا ته لاس نه اوږدوي، بل چا ته به سر نه ټيټوي، له ده پرته به نه له چا طمعه لري او نه وېره، د هاجر عليها السلام په پل گام ږدي او ژمنه كوي چي هره سعي او هر هاند به ئې د الله تعالى په لار كي وي، د خپل ستر موحد او بت ماتوونكي جد ابراهيم خليل الله قرباني رايادوي، د اسمعيل ذبيح الله په لار د تلو هوډ كوي، د الله تعالى او د ده د بندگانو د دريو سترو او دائمي دښمنانو څلې په ډبرو ولي، او دا تعهد كوي چي تل به د هر (فرعون، هامان او قارون) په ضد جنگېږي، د منىٰ، عرفات او مزدلفې شپې ورځې دوى ته د مجاهد او قربانيو ته د چمتو باايمانه انسان په څېر د ژوند كولو طريقه ورښيي او د نړۍ د ټولو مسلمانانو ترمنځ د ورورولۍ، مساوات، يووالي او يو رنگ والي درس وركوي، پاتي مسلمانان په خپلو كورونو كي د قربانيو او د لمونځ په ترڅ كي دا ورځ لمانځي، اسلام د دې ورځ په ټاكلو سره مونږ ته وايي: ستاسو د خوشحالۍ ورځي هغه دي چي الله تعالى تاسو ته د ده په لار كي د قربانۍ همت، عزم او توفيق دركړي، راشئ په دې مباركي ورځې كي تعهد وكړو چي د ابراهيم عليه السلام په څېر به ژوند كوو، د اسمعيل عليه السلام په څېر به قربانۍ ته چمتو وو، د نمرود مقابلې ته به درومو، په هغه اور كي به له لوېدو وېره نه لرو چي نمرودان ئې بلوي، په همدې اور كي د لوېدو په وخت به وايو:

حَسبُنَا اللَّهُ وَ نِعْمَ الْوَكيلُ ، نِعْمَ الْمَوْلى وَ نِعْمَ النَّصِيرُ

خداى هم راته كافي دئ او هم ډېر غوره وكيل، غوره مولا او غوره مرستندوى

وروڼو خويندو!  له دې فرصته په استفادې سره د هېواد د مهمو قضاياوو په اړه څو عرايض لرم:

  • لكه څنگه چي الله تعالى تاسو ته د روسي يرغلگرو په ضد په تېر جهاد كي بريا دركړه، دا دئ د صليبي ځواكونو په ضد په روان مقاومت  كي هم ستاسو بريا د تحقق په حال كي ده، امريكايي يرغلگر له ماتې سره مخامخ شوي او د وتلو په حال كي دي، دا دئ د ناټو ستر فوځي ځواك په خپلي حتمي ماتې پوه شوى، د جگړي له دوام او گټلو ځان عاجز ويني، ځينو ئې په يوه اړخيز ډول پرېكړه كړې چي په راتلونكي كال كي به خپل فوځونه له افغانستانه باسي، نور هم ورپسې دي او همداسي پرېكړي ته ځان اړ گڼي، امېد دئ چي الله تعالى د اسلام او بشريت دا زوړ او ترټولو خطرناك دښمن هم له هغه برخليك سره مخامخ كړي چي شوروي اتحاد ئې ورسره مخامخ كړ، خو دې ته مو بايد پام وي چي امريكا غواړي له روسيې او ايران نه يو ځل بيا همغه كار واخلي چي د روسي فوځونو له وتلو وروسته ئې واخيست، غواړي د جگړي د دوام مأموريت بيا دوى ته وسپاري. مجاهدين بايد له يوې نوې مرحلې سره د مخامخېدو لپاره چمتو وي او خپله جنگي سټراټيژي داسي عياره كړي چي د نويو گواښونو مقابله وكړى شي. روسيه او ملگري ئې د هند او ايران په شمول دې ته چمتو شوي چي يو ځل بيا مخكنۍ لوبه تكرار كړي، غواړي بيا وطن پلورونكي او ايمان خرڅوونكي راغونډ كړي او د مجاهدينو په ضد ئې وجنگوي. له ناټو سره د مسكو دا توافق چي له د روسيې له لاري په افغانستان كي خپلو مېشت ځواكونو ته وسلې، مهمات او سرتېري ولېږي او د ننگرهار په عملياتو كي  د اوياوو روسي كوماندوگانو شركت د دې غمازي كوي چي د مسكو اوسنيو چارواكو د مخكنۍ ترخې او ناكامي تجربې تكرار اراده كړى.

  • مجاهدين بايد دې ته متوجه وي چي افغانان او ټول اسلامي امت يو ستر جنگ په مخكي لري، ټول كفري ځواكونه يو ځاى شوي او د اسلامي امت په ضد داسي ستره جگړه پيل كړې چي له هره پلوه تر مخكني صليبي جنگ ډېره پراخه او ستره ده، په دې جنگ كي د صليبي ځواكونو تر مشرۍ لاندي صهيونيستان، كمونيستان، هندي مشركين، روافض او منافقين د امت په ضد جنگ ته راوړاندي شوي، دا عجيبه مه گڼئ چي جان مكين د جمهوري غوښتونكو په استازيتوب له اوباما غواړي چي له افغانستانه د فوځونو په ايستلو كي تلوار ونه كړي كه نه نو د هند په څېر ملگري به ناراض شي!! هو؛ په دې سره هند، روسيه او ايران ناراضه كېږي، دا جگړه او په افغانستان كي د بهرنيو ځواكونو شتون د دوى په گټه دئ. دا هم عجيبه مه گڼئ چي د عراق شيعه زعامت د امريكايانو تر مشرۍ لاندي او د هغوى په ايماء او اشاره دوه لكه اتيا زره سنيان وژلي، او نږدې دوه لكه ئې د زندان تورو خونو ته اچولي او په بې رحمانه او وحشيانه توگه ئې وهلي او كړولي. دا ټول د يوې خبيثي منصوبې او د همدې ستري جگړي برخي دي. د اسلامي امت ټولو مجاهدينو ته په كار ده چي حوصلې مضبوطي وساتي، خپل صفوف لازيات منظم او متحد كړي، يو بل ته د يووالي او ورورولۍ لاس وركړي، بايد ډاډه او مطمئن وي چي قدير خداى به د شيطان پر لښكرو دوى ته بري وركوي، صليبي ځواكونه به هرومرو وځي، له وتلو پرته بله چاره نه لري، خو مجاهدين بايد سره له دې د اوږده او سخت جنگ لپاره چمتو وي، هيڅوك دي دا گمان نه كوي چي د دغو ځواكونو له ماتې او وتلو پرته صلح راتلى شي او يا د دوى په لاس تپل شوو لاس پوڅو حكومتونو سره د تفاهم له لاري جگړه پاى ته رسېدى شي، څوك چي ځان په نورو ساتي او د خپل كور د دروازې كيلي ئې هم د پردي په لاس كي وي، د پرديو د جهازونو تر وزر لاندي د سپكاوي او ذلت له ژوند نه عار نه لري، په دې ئې د غيرت رگ نه خوځي چي هره ورځ د دغو ځواكونو په لاس د ده په لسگونو بې گناه وطنوال په وينو كي رغړي، په عزت او ناموس ئې تيرى كېږي، ډېر ساده انسان به له داسي چا سره د خبرو لېوال وي او له داسي خبرو به څه هيله لري!!

  • امريكايانو په تېرو نهو كلونو كي د مقاومت د ځپلو لپاره له هيڅ جنايت نه ډډه ونه كړه، داسي جنايات ئې وكړل چي په انساني تاريخ كي ئې نظير او بېلگه نشو موندلى، په جوماتونو كي او هغه هم د لمانځه په وخت كي چاودني، د خلكو د غم او ښادۍ پر محافلو بمونه ورول، پر كورونو د شپې له لوري او هغه مهال چي خلك په ژور خوب ويده وي، د جاسوسي طيارو له لاري راكټي ورول او ښځي، ماشومان او بوډاگان په وينو كي رغړول، دا او دې ته ورته ډېر نور جنايات هغه څه دي چي نه مغلو كړي وو او نه كمونيستانو، خو دغو جناياتو نه يوازي ونه شو كړى د افغانانو ايمان كمزورى او روحيه وځپي او امريكايان خپلو موخو ته ورسوي بلكي د دوى پر تندي تور داغ شو او دا دئ نن اعتراف كوي چي د افغانستان جگړه تر عراق ډېره سخته ده!!

  • دښمن خپلو موخو ته په رسېدو كي ناكام شوى، لالهانده دئ، له مظلومو افغانانو غچ اخيستو ته ئې مخه كړې، د زخمي مار په څېر هر لوري ته خوله اچوي، كله په كليو، كورونو، د خلكو د غم او ښادۍ په غونډو بمونه او راكټي وروي، كله په جوماتونو، مدرسو، مكتبونو، ښارونو او د خلكو د گڼه گوڼي په ځايونو كي چاودني كوي، كله د ښوونځيو نجوني مسموموي، كله د مخكنيو مجاهدينو هغه غړي ترور كوي چي اوس د دوى په څنگ كي ولاړ دي، هر لوري ته لاس غزوي او هر جنايت او ذليل او وحشيانه عمل ته ملا تړي خو هيڅ په لاس نه ورځي. بايد خپل مؤمن او هوښيار ولس دې ته متوجه كړو چي دا كارونه ټول د دښمن له لوري دي، چي يا ئې مخامخ په خپله كوي، يا ئې د كابل په امنيتي ځواكونو كي د خپلو جاسوسانو په لاس او يا ئې د مجاهدينو په ليكو كي د خپلو ذليلو مزدورانو په لاس. څه چي دوى په عراق كي د سنيانو د بې رحمانه وژلو په اړه د ذليلو نوري المالكي او سيستاني په لاس كوي، په افغانستان او پاكستان كي ئې د دوى په څېر منافقينو په لاس كوي.

  • مجاهدينو ته په كار ده چي ټوله توجه اصلي او ستر دښمن ته واړوي، ټول بريدونه ئې بايد پر اشغالگرانو وي، فدايي عمليات يوازي د همدې دښمن په ضد ترسره كړي، په نورو مواردو كي داسي عمليات هم غلط كار دئ او هم د قدرمنو فدايانو په ژوند لوبي كول، دوى تر دې ډېر ارزښتمن دي چي په وړو وړو عملياتو كي قرباني شي. بايد هڅه وكړي چي له افغاني ځواكونو سره په نښتو كي ښكېل نشي، مگر د مجبوريت په صورت كي او هغه مهال چي دوى د بهرنيو ځواكونو په لومړۍ كرښي كي د مقدمة الجيش په توگه جنگېږي. په افغاني ځواكونو كي تر ټولو خطرناك او مضر ځواك د ملي امنيت رياست دئ، ټول پوهېږي چي دا رياست همغه د كمونيستانو د دور د (كام) او (خاد) اداره ده چي د شمالي ائتلاف د خبيث دور په جريان كي د شوراى نظار غړي او نور حرفوي قاتلان، غله او مفسدين هم ورسره يو ځاى شول، او د امريكايانو له يرغل وروسته يو ځل بيا په پراخه پيمانه فعاله شوه، كافي وسائل او وسائط وركړى شو او د بليك واټر په څېر جاسوسي او تروريستي شبكې ئې مرستي ته راولېږل شوې، د مرموزو ترورونو، د خلكو د تجمع په ځايونوكي چاودني، د مخالفينو د تشخيص، نيولو او وژلو، په جوماتونو، مدرسو، مكتبونو، زيارتونو او ښارونو كي انفجارات، د كابل له حكومت سره د يو ځاى شوو مخكنيو مجاهدينو ترور، بهرنيو ځواكونو ته د بريدونو او بمباريو د ځاى په اړه معلومات وركول، د مجاهدينو په ليكو كي جاسوسان استخدامول، په دوى كي اختلافات راولاړول او يو د بل په ضد جنگول، او دې ته ورته نوري دندي وروسپارل شوې، په دې رياست كي موظفو امريكايي مشاورينو چي په اصل كي د دې رياست اداره كوونكي او توجيه كوونكي دي؛ دې ته ترجيح وركړې چي په اوزبك، تاجك او هزاره قومونو پوري تړلي كمونيستان، مفسدين او حرفوي قاتلان استخدام كړي، دا هغه څه دي چي اوس امريكايي ورځپاڼو او ليكوالو پرې ليكني كړې او اړوند معلومات ئې د كانگريس غړو ته هم رسېدلى. دا حقيقت اوس هر چا ته جوت شوى چي د كابل حكومت تر واك لاندي سيمو كي ټول ترورونه، مخصوصاً په كابل او د هېواد په شمال كي د مخكنيو جهادي څېرو وژني د همدې ادارې له لوري او د امريكايانو په وينا ترسره شوې، حتى هغه موارد ئې هم چي ځينو ډلو ئې مسئوليت په غاړه اخيستى، او هغه هم داسي چي پلان ئې د دې رياست له لوري جوړ شوى، عامل او فاعل ئې د همدې ادارې غړى دئ خو د بريد راپور ئې يوې ډلي ته سپارلى او هغې هم له غور پرته د پېښي مسئوليت منلى.

  • كومه جهادي ډله او جبهه چي په خپلي جنگي سټراټيژي كي دا ترتيب مراعات نه كړي، د بهرنيو ځواكونو پر ځاى د دوى له ذليلو افغاني استخدام شوو ځواكونو سره جنگېږي، د اشغالگرانو په شتون كي خپل امكانات، وسائل، جنگيالي په نورو جگړو كي كاروي، اشتباه كوي، هم د قرآن د لارښوونو خلاف عمل كوي او هم د عقل او تدبر د حكم خلاف.

  • مونږ ټولو افغانانو مخصوصاً مجاهدينو ته بلنه وركوو چي راشئ له دې بحران نه د هېواد د ايستلو لپاره يو بل ته د ورورۍ لاس وركړو، افغانستان د ټولو وروڼو قومونو گډ كور وگڼو، جگړه د تل لپاره پاى ته ورسوو، د پرديو د لاسوهنو مخه ونيسو، داسې سرلوړى او خپلواك افغانستان جوړ كړو چي د نړۍ هيڅ ځواك هغه ته په كږو او خيرنو سترگو د كتلو جسارت ونه كړي، له نورو سره د سيالۍ جوگه وي او هيچا ته ئې د احتياج لاس اوږد نه وي.

سرلوړي دې افغانان    بريالي دې وي مجاهدين

 

حكمتيار

افغانستان

لوى اختر1389

 

فرانسه : افغانستان یو دام دی

رویټر خبر ورکوی چی د فرانسې مخکني صدراعظم ( الن جوپی ) چی په نوې کابینه کی د دفاع وزیر ټاکل سوﺉ ، پرون وویل چی « افغانستان د ټولو هغو اړخونو لپاره چی پکښی دخیل دي ، یو دام دی . » ده وویل چی فرانسه به په ۲۰۱۲ کی تر جمهوری انتخاباتو پوری خپل پوځونه راوباسی . فرانسه په افغانستان کی ۳۵۰۰ پوځیان لری چی ۵۲ یې وژل سوي دي . شنونکي په دې نظر دي چی فرانسې ته د بن لادن وروستي اخطار ښایی پاریس ځانته متوجه کړی وی . 

ځان وژنه

د بخښوونکي  او مهربان  څښتن په نامه

د ځان  وژنې سوکاله  تل مدام  د پام  وړ وه  خو دا چې په ګران هیواد افغانستان کې د ځانمرګي بریدونو لړۍ لا هم  روانه  ده، دا موضوع د هیواد د ننه او د باندې  د ورځینیو  تودو خبرو څخه شمېرل کیږي  او  اړینوالی او ارزښت  یې  لا ډېریږي  . په اروپایي هیوادونو او امریکا کې ځان  وژنه یوه پراخه ستونځه ګڼل کیږي خو  د را څرګندیدلو بڼه یې خپلې ځانګړتیاوې او  توپیرونه  لري  .  د ځان وژنې په  هکله   ډیری  پوښتنې لا هم   بې ځوابه  پاتي  دي،  دا یو   هر اړخیز  بحث دی  او نورو پراخو څیړنو ته اړتیا لري  چې  دا  په خپله  د مسلي   د پیچلتیا  او   د  وجود د مغلق سیستم  ښکارندوې  دی .  په دې لیکنه کې هڅه شوې  ده چې د ځان وژنې د هغې د لاملونو  د ارزوني په هکله  څه نا څه مالومات وړاندې شي .  

هغه کړنه  چې په پایله کې یې انسان په خپله خوښه  خپل ځان  وژني ځان وژنه ګڼل کیږي . دا یوه پراخه  ټولنیزه  ناروغتیا او ستونزه  ده .  په نړۍ کې هر کال تر پنځه لس میلیونو کسانو پورې  په ځان وژنه  لاس پورې کوي  چې د هغوي څخه یو میلیون  له  دې امله مري ، په انګلستان کې هر کال تر ۵۰۰۰  پورې کسان د ځان وژنې له امله خپل ځان د لاسه ورکوي  .  هره  ټولنه  دا  کړنه   د خپل دودیزو او مذهبي ځانګړتیاو  له کړکې ګوري  او په اړوند یې خپل نظر لري ،خو په ټوله  کې   یوه  منفي کړنه ګڼل کیږي  او ان  دا چې ځیني خلک یې  ګناه  ګڼي او ځان  وژونکي ګناکار او د قانون مجرم شمیري  . ځیني مهالونه  ځان وژنه  د حالاتو سره سمه  پر ځای کړنه  بریښي  چې  د ځان ، کورنۍ او یا د خپل هېواد  د عزت او ابرو  د خوندي کولو په موخه  تر سره کیږي .  د ځان  وژني کچه  د کلي نه نیولې تر ښارونو، هېوادونو، سیمو او ان  نړیواله  کچه  ډیر پراخ  توپیرونه  لري او لاملونه یی هم  ګڼ شمیر دي، چې په هغو  کې روحي او عقلي ناروغتیاګاني په لومړنیو لاملونو کې راځي ( د ځان وژنکو کچه  چې  په  رواني او عقلي ناروغتیاوو  اخته وه   تر ۹۰ ٪  اټکل کیږي )  . د ځان وژنې  اندازه  په  نارینوو کې د ښځو په پرتله ډیره  ده او په  انسان کې  د عمر په  زیاتیدو  د ځان  وژلو چانس هم  ډیریږي .

هغه لاملونه چې د ځان وژنې خطر ډیروي په څو ډلو ویشل کیږي :

پر ځای  ولاړ لاملونه ( دا تعین شوي او تاریخي لاملونه دي چې بدلون په کې نه راځي لکه جینیټیکي او ارثي تړاو، عمر، جنس او د کورنې احول او داسې نور).

 ثابت شوي یا ټینګ شوي لاملونه (دا لاملونه اوږد مهالي دي خو  ټاکونکي نه  دي لکه  رواني او عقلي ناروغتیاوې).

خوځند لاملونه ( دا لاملونه  د یو نامالومې مودې  پورې  غزیږي،  بدلون په کې راتلالی شي او د خپل ځواک او پیاوړتیا په لرلو کې ډیر توپیر لري  لکه د یوي دردونکې حادثې سره مخامخیدل ، ناهیلیتوب او د ځان وژنې فکر او خیال لرل، زړه نا زړه کیدل، ټولنیزې ستونځې لرل ، په مخدره توکو روږدیوالي او داسې نور ) . د یادولو وړ ده چې  د سایکولوژی  د وظیفوي  هایپوتیزیس پر اساس منفي فکرونه او خیالونه  ډیرې مهال  د ناهیلۍ سره مل وي ، په  ځان  کې  د نا سالم مقاومت  د جوړیدلو لامل ګرځي چې په خپل وار د  ځان وژنې چانس  لوړوي  .

راتلوونکي لاملونه ( دا اټکلي لاملونه دي  چې د مهال او حالاتو  بدلون څرګندوي   پر انسان       اغیزه  لري  او   د ځان  وژنې د خطر  د ډیر والي سبب ګرځي  لکه د ځان  وژنې د  اسا نتیاو  لرل ، درملنه  نه  منل یا خپلې ناروغتیا نه  منکریدل ،  ټولنیزو ستونزو  کې د کوم  مثبت  بدلون  نه راتلل چې ناروغ   ځان برلاسی  وګڼي او یا هیله مند شي او داسی نور).

  په  عامو خلکو کې   د ځان وژني چانس  د یو بل په پر تله  توپیر لري او په ځینو کې  ډیر وي چې په  لاندی ډول دي . 

– هغه څوک چې  په کورنۍ او  یا په  نږدې  خپلوانو کې یې  کوم  چا ځان وژلې وي .

– هغه خلک چې رواني ناروغتیاوې  لري لکه (ژور خپګان ، شیزوفرینیه، د شخصیت اخطلال، په مخدره توکو او  په شرابو  روږديوالې ،خرابه  حافظه لرل،   اندیښنه او په مزاج کې  چټک  بدلون  راتلل ، زر په غوصه کیدل او په احساساتو راتلل ،پرله پسې  بی خوبي او د نا هیلیتوب  احساس) .  هغه څوک چې ژور خپګان لري د ځان وژنې چانس د عام وګړي په پرتله     ۳۰ وارې ډیر دی .

– هغه څوک چې په کوچنیوالي کې یې  ډیر کړاوونه  ګاللي وي (ظلم ، فزیکي او یا جنسي تیری په شوې وي).

-هغه خلک  چې  د ټولنې په  ټیټه  پوړې  پوری  تړاو لري  ،په ښارونو کې میشت دي  ، یواځې اوسیږي، او یا  د  خلکو څخه ځان ګوښه کوي .

–   د کونډ  د ځان وژنې چانس د  طلاق شوي  او د دوی  دواړو   د جره ګانو   په پرتله  لوړ  دې .

–  هغه څوک چې وزګار یا  تقاوت وي ،کار او یا ټولنیز مقام  یې د لاسه ورکړې وي  .

–  هغه څوک چې د یو  دردونکي حادثې  سره مخامخ شوې وي  لکه  مرګ او ژوبله .

–  هغه خلک چې ناهیلي وي ،  د مرستې څوک نه لري او  ژوند ورته بي مانا بریښي .  ناهیلیتوب  هم په راتلوونکي کې د ځان وژنې د چانس  په   توګه  اټکل  کیدلی  شي .

  ټولنیز لاملونه  د ځان وژني په  بڼه او د اسبابو په  خوښولو چې د ځان وژني په مهال تري کار اخیستل کیږي  خپل  اثر لري . ډیرې  وختونه  ځان  وژنه  د ځان سوزولو ،  د زښتو درملو  د خوړلو او یا ځان ځوړندولو  له امله وي خو نورې کړنې   لکه ، ځان ویشتل ، د جګ ځایه ټوپ کول ، ځان په اوبو کي لاهو کول او یا ځان د موټر لاندي اچول  هم د عامو ځان وژنکو کړنو څخه شمیرل کیږي .  د یادولو وړ ده چې په ډاکترانو کې د ځان وژني کچه ډیره لوړه ده ، اصلي عوامل یې څرګند نه  دي  خو د درملو اسانه لاس ته راوړل او د کار فشارونه او دا چې ډاکتر کیدلاۍ شي د کوم چا نه د ځان په درملنه کې مرسته و نه غواړي په پیژندل شو لاملونو کې شمیرل کیږي. 

کله  ځان وژنه  د ستونزو څخه د تيښتې په موخه تر ټولو اسانه  لاره  بریښي او انسان  دې ته اړ شي چې د حالاتو سره سم  یو شان چټک غبرګون  وښایي . ډیر وختونه  انسان ځان وژنه د خپل ځان د سپیناوي او یا په نورو باندي  د خپل اند د منلو لپاره کوي . کله هم د ځان یا د ژوند نه  د کرکې له امله  د یو خاص اند یا عقیدې   له مخې  چې  په سر کې یې  لري،  دې کړنې  ته  په نیغه او یا هم غیر ارادي  ډول اړ ایستل  کیږي ( داسی کړني ته په سایکولوژی کې د تجزیوي هایپوتیزیس په سترګه ګوري  چې د ځان  نه د کرکې او یا هم د مړي خپلوان یا ملګري سره د یو ځای کیدو هیله  په کې د بیلګې  یوه  بڼه  ده) . کله  هم  کیدلاۍ شي چې انسان  د ټولو نورو اغیزو د باندې په منطقي بڼه په خپله خوښه او د ټولې پوهي او هنر سره چې یې لري ځان وژنه غوره وګڼي لکه په دویمه نړیواله جګړه  کې  چې پیلوټانو  د خپل هیواد د ساتلو د پاره سرښندونکي  حملې کولې او یا ځینو  به  په  ځانونو بمونه تړلي وه  تر څو د خپل هیواد د عزت او ابرو د خوندي کولو لپاره  هر څه  وکړي  .

داسې انګیرل کیږي چې ژوره  دیني  عقیده ،ټولنیزي ریښې او  اړیکې  او هغه جګړه چې په ترڅ کې  یې  ځمکنی بشپړتیا  تامین او   د  وګړو د  یووالي  او  د نږدي کیدلو لامل شي  هغه مثبت  ټکې دي  چې تر یو حده  د ځان وژنې   مخنیوی کولای  شي ، خو کله ټولنې د داسی یو مهال نه  په تیریدو وي چې ټولنیز احساس او سوکالي یې د لاسه ورکړي وي، لالهانده وي او  هغه  ټولنیز پیوستون  او روحیه  چې یوه سالمه  ټولنه یې باید ولري شلیدلي  وي ،  دا حالت  د ځان وژنې  د چانس د ډیریدو لامل کیدلای شي .

د ځان وژنې د خطر ارزونه او اټکل یو پیچلی او ستونزمن کار دی او د رواني او عقلي ډاکترانو یو د اړینو دندو څخه ګڼل کیږي . پخوا ډیر پام اټکل   یعنې هغه چانس چې انسان  به  په راتلوونکي خپل ځان ووژنې  اړول  کیدو ،  خو اوسنۍ څیړنې یوه پراخه ارزونه اړینه  بولي اوهم  ډیر ټینګار  د ځان وژنې څخه  د مخنیوي لپاره  کیږي . د ارزونو میتودونه په  کلینیکي ، ریښتینې او هر اړخیزه مسلکي قضاوت  باندي ویشل شوي  دي چې هر یو یې خپلې ځانګړتیاوي او نیمګړتیاوي لري . هر اړخیزه مسلکي قضاوت  تر ټولو غوره ارزونه ده چې پورتني دوه نور میتودونه  تر یو حده  هم په خپل ځان کې را نغاړي ( د رواني او عقلي ناروغتیاوو کار پوه  د خپلې علمي پوهې او تجربي سره سم د ناروغ ارزونه کوي او ټول لاملونه چې پورته یاد شوي په پام کې نیسې، د ناروغ د ستونځو د پیچلتیا اړوند سپړنې کوي ، د  ځان وژنې چانس يې  د عامو  وګړو په پرتله  ارزوي او ان کیدلای شي چې د منل شوو  او الګوریتمي فورمولونو څخه چې په عدلي طب کې کاریږي ګټه پورته کړي  چې اصلي موخه  یې یو په سلنه کې په نسبي  بڼه د ناروغ د ځان وژنې اټکل دی )  . دا میتود  د   ارزونې   د پایلې  روڼوالې په ګو ته کوي او هغې ته  د رسیدلو دلیل هم  وړاندي کوي او هم ورته   اړوند   تدبیرونه  نیسي  چې د  ځان وژنې د خطر مخنیوې  وشي .  داسی ارزونې د ناروغ  د خطر چانس د هغه  د  ځان او همدارنګه  د هغه  خطر او ګواښ  چې  د نورو خلکو په نسبت  شوني دې  هم  هر  اړخیز  په پام کې نیسي . په انګلستان  ډیر مهال د کلینیکي میتود څخه ګټه اخیستل کیږي چې په کې د رواني او عقلي ډاکتران  د خپل کلنیکي تجربې سره سم د ناروغ د کړنې ارزونه کوي او هڅه کوي چې د کړنې  تړاو د رواني او عقلي ناروغتیاو سره   وڅیړي . د دی لیکني په ترڅ کې د مارچ په ۱۶ مه  زما څخه  د نوکریوال  ډاکتر په  توګه  غوښتنه  وشوه چې د یو ناروغ  د ځان وژني د چانس ارزونه  وکړم  .  ناروغ  د هډوکو  په   وارډ کې بستر وو او د  هډوکو د ډاکترانو  یوه پوښتنه دا وه چې خدای مه کړه  دا ناروغ  په  روغتون  کې  هم  د ځان وژنې هڅه  وکړي او د خپلې  کوټې چې په  دویم  پوړ کې وه  ټوپ   ووهي    ( ناروغ یو ۷۵ کلن تقاوت شوی پولیس وو چې خپل ځان يې د مارچ په ۲ مه  د روان اورګاډي (ټرین) مخ ته  وردانګلي  وو او په ترڅ کې یې خپله کیڼه پښه  د لاسه  ورکړي  وه  او نور هم  ډیر  ژوبل  وو- زما د ارزونې پایله په لنډو کې دا وه چې ناروغ  په وروستنيو ۵و  اونیوو کې د خپګان په ناروغتیا اخته شوی  وو او د ځان  وژني  لامل  یې  همدا  و خو هغه  لاملونه چې بیا د خپګان سبب ګرځیدلي و ډیر  نه وه .  یو د هغو لاملونو څخه  د خپلې میرمنې  سره  د ناروغ   پرله پسی شخړی وې چې ناروغ یې ډیر په تنګ کړی وو. ما ناروغ  ته د خپګان  د ناروغتیا لپاره د درملو سپارښتنه وکړه او د زاړه  عمر د رواني او عقلي ډاکتران می وغوښتل تر څو ناروغ د خپلي  نږدې څارني لاندي ونیسي).  ښایې زموږ هېواد افغانستان کې  ورته پیښې تر سترګو شي چې  زه غواړم  په  یو لړ بیلګو لږه رڼا واچوم  . 

په افغانستان کې اوسني حالات  بې ساری کړکیچن دي ،د  ناټو  غړي هیوادونه  د امریکا په سر مشرې او د نړیوالي ټولنې په هوکړه  د هیواد د ننه  د طالبانو سره په جګړه بوخت دي چې په ترڅ کې یې  ډیر بي ګناه  افغانان خپل ژوند د لاسه ورکوي، ځیني یې  بې ابرو او بې عزته کیږي او  ډیرې  یې  د ناهیلیتوب په څپو کې ځان د ظلم ،جبر ، بلا او  د اپت په سمندر کې لاهو ویني  او د یو ډول  بې سده  پریکړو  سره مخاخ  دي ،یو خوا ته ډانګ دې او بل خوا ته پړانګ  دی  او ټولنه په ټوله کې  هم  د یوې سالمې ټولنې په شان  د خپلو وګړو تر منځ  پیوستون  نه لري او هیڅ  ډول د هیله مندې عنصر په کې نه لیدل کیږي . ډیری افغانان د جګړو په ترڅ کې را لوي  شوي  دي هر ډول ستونزي  یې ګاللي دی او د ژوندانه  ډیر مهال د غمونو سره لاس او ګریوان پاتي شوي دي .  په هیواد کې  ټول هغه لاملونه چې پورته یې یادونه شوي  ده  په خپل ټول ځواک او پیاوړتیا سره شتون لري  ډیری خلک په  ټیټه  ټولنیزه  پوړۍ   پوري اړه لري ، غریب  دي او د لوست  کچه  یې  په نیشت کې شمیرل کیږي  او  نورې ستونځې لکه  د خپل منځي دښمنۍ، سیالۍ او تربګنۍ ، د ګڼ شمیره کورنۍ لرل ، بې کاري او نور په  سلګونو لاملونه    ټول د ځان  وژنې د  چانس د لوړ والي سبب کیدلاې  شي  خو بیا هم زمونږ په هیواد کې د ځان وژني کچه ټیټه اټکل شوی ده  . د دی  یو لامل د  حادثو د ثبتولو  لپاره مرکزي  راجستر نلرل  دي . که  راجستر شتون  هم  ولري ، د کمپیوتري اسانتیاوو  نه  لرل  د هغه  سموالی او دقیق والی  تر پوښتنې  لاندې راولي  .  بل دا چې  د ستونځو سره د افغانانو د مقابلې مقاومت   ډیر  دی  چې په  نسبي ډول د ځان وژنې د  مخنیوي لامل کیدلای شي ، د هغې څو لاملونه دي  : ژوره  دیني عقیده ؛ افغانان ښه مسلمانان  او په  اسلام  مین   دي .  مونږ   د ژوند مانا په اسلام کې وینو او په هر حال کې د خدای (ج) شکر پر ځای کوو او وایو چې (انا لله و انا اله راجعون) او  د نیغې او سالمې لاري  د لارښووني غوښتنه کوو. لوی څښتن تعالی په قران شریف کې انسانان صبر په خدای (ج) اتکا  او ورور ولې  ته را بولي .  په اسلام کې ځان وژنه په سخته غندل شوې او ځان وژونکي ته د ابدي دوزخ  یادونه  شوې  ده او په همدا ډول په اسلام کې ظلم او ظالم غندل شوې او د بل انسان  وژنه د ټول عالم د وژنې سره پرتله شوي ده .- افغانان په ټوله کې ډیر نږدې او لرې خپلوان لري چې په  سختو  شیبو کې هر یو تر خپلي وسي پورې  چمتو وي چې غم شریک کړي  په همدا ډول افغانان ډیر ملګري لري چې په سخته کې د چوپړ لپاره چمتو وي . – افغانان  ډیرو جګړو ته اړ ایستل شوي دي او په ترڅ کې یې ډیره  مړینه او ژوبله لیدلې ده ، ستونزې یې  خورا  ډیری ګاللي دي  دومره روږدي شوي  چې هیڅ شی   سخت  او یا د خپګان  وړ  ورته  نه  بریښي او یا ژور اغیز  نه پری لري  ( که کور مې وسوځید نو خیر دیوالونه خو مې پاخه شول) .

په دی هکله  چې ولی  په افغانستان   کې په  دی ورستیو کلونو کې ځان وژونکي بریدونه کیږي    هر څوک په تیره بیا مونږ افغانان بیلا بیل اندونه  لرو او هر یو په خپل نظر  دومره ټینګار کوو چې بیا  یو د  بل خبرو  ته غوږ نه نیسو او هر څوک چې د منلو یا نه منلو خبره کوي  خامخا یوه ټاپه پر  لګوو . افغانان  کوم چې د هیواد د ننه  او یا په بهرنیو هیوادونو کې اوسیږي کیدلاۍ شي په دی هکله  دومره په ښکاره  د  زړه خبره  و  نه کړي او همداسې د ډیرو لاملونو  له امله خلک تر یو کچې پورې کوښښ کوي چې ځان وساتي نو ما هڅه وکړه چې په نسبي ډول  د هغو افغانانو فکرونه  چې په نیغه د هیڅ  ډلې سره خواښوږي نه  لري  په دوه ډلو  وویشم  او دلته یې  ولېکم .

– ځیني افغانان  د اوسني حالاتو  څخه  په ریښتیا ستړي دي او د ورځینیو ستونزو نه  تر پزې راغلي دي . د دی تر څنګ  داسی ورته ښکاري او  داسی نخښې نښانې  وړاندي کوي چې د دي ښکارندوی وي چې  هر ورځ په سلګونو افغانان په تیره بیا پښتانه وژل کیږي ، او دا اوسنې حالت ورته د پښتون  وژنې  او یا  د پښتنود  تصفیې  پروسه  ښکاري  . ځینې بیا په همدا ډول اسلام او مسلمانان په خطر کې ویني او د اسلام د ژغورلو لپاره د جهاد خبري کوي چې په کې  ځان الوزول د اوسني ظالم او ډیر قوي دښمن سره یوازینۍ  د امکان وړ او تر نورو ورته  غوره  لاره بریښي چې تر څنګ یې  د قوي اسلامي تبلیغاتو او مورال  ورکولو اړتیا ویني : د ځوانانو او تنکي ځوانانو څخه کار اخیستل او هغو ته د جنت کلی ګاني په غاړه اچول د داسی تبلیغاتو او د پوځي تاکتیکونو او چلولیو څخه شمیري .  د عامو وګڼو وژل کله د خواشینې  خبره ګڼي او کله  د هغو  وژل  روا بولي  (  ګواکې  د دښمن سره هم غاړي  دي ). دوی ځان وژنکی  په دی کې ملامت نه  ویني او داسی ویل کیږي  چې د ځان وژنکي  اراده سمه  وه خو خپل مراد ته  سم  و نه رسید .

 – بله ډله افغانان  چې ډیره کي دي  اوسني حالات کړکیچن بولي او  په  اسلام او د هیواد په عزت یې هم زړه سوزي  د بهرنیو په شتون او د هغوی  د پراخو  لاسوهنو نه د هیواد په چارو کې نا خوښي دي  خو بیا هم  اوسنی حالاتو ته هیله مند دي  چې روښانه راتلوونکي به  ولري  . دوی   د بل التیرناتیف  نشتوالې  د اوسنیو حالاتو اصلي زیږنده  بولي  . دوی په  اسلام کې ځان وژنه ګناه او منع  ګڼي او همداسی د نورو وژنه هم  سم کار نه ګڼي او شک کوي  چې څنګه  یو سړی چې بی ګناه خلک بیا په تیره ښځې او واړه وژني  به  وکولای شي  جنت ته لاړ شي . دوی په  دی ټولو پیښو کې ای ایس ای ملامتوي او ان په ځینو پیښو کې د امریکا او د بهرنيو هیوادونو لاس  وهنې   اړین  لامل  بولي او دا اوسنې پیښې  هم د همدې  هیوادونو د پټ ملاتړ  زیږنده  ګڼي . داسی شواهد وړاندی کوي  چې  ځان وژونکي  د افغانستان  نه بهر  روزل کیږي او  ډیر خلک د هغو د مغزو  د مینځلو  خبري کوي  چې مانا یې د ځان وژونکي  د شعور داسی بدلول دي چې بیا ورته ټوله  نړۍ  په  یوه بڼه  توره یا سپینه ښکاري  . دوی  افغانستان د نورو هیوادونو د ځغاستې او د زور ازمایلو ډګر بولي  او افغانان د اور لپاره  وچ  توکي او یا د سیاسي لوبو اله ګڼي .

د یادولو وړ ده چې دریمه ډله خلک هم شته کوم چې  په نامه سره  د خیر په غونډې ناست دي او د پښتنو په  بي اتفاقې او په  باربادې کې خپله  ښادې ویني او د داسو حالاتو د دوام لپاره دعاګاني کوي او کوښښ کوي چې اوبه خړې کړي او کبان  ونیسي .

دا ټوله لیکنه یو ځل بیا دا څرګندوي چې دا  سوکاله  ډیره پیچلې ده او په تیره بیا   په افغانستان کې  د ځانمرګو بریدونو  خبره لویو بحثونو او څیړنو ته اړتیا لري . په پایله کې د څو اړینو او د پام  وړ  ټکو بیرته  یادونه کوم  .

۱. په ځان وژنکو کې د رواني او عقلي ناروغتیاو کچه ډیره لوړه ده  ښه  به  دا وي چې هر هغه څوک چې د خپګان ، روحي  فشارونو او نورو داسو ناروغتیاو لرونکي وي او  یا د ځان وژلو خیال یې په سر کې ځي راځي  نو د  ډاکترانو څخه  دی د ځان په درملنه   کې مرسته  وغواړي او د کورنې غړي دې کوښښ وکړي چې ناروغ یواځې پرینږدي او ورته  دی د  صبر ،تسکین  او هیله مندې سپارښتنه  وکړي . هر انسان د غمونو د زغملو ، د ستونځو د ګاللو او د حالاتو سره د مخامخ کیدلو یوه کچه لري خو کله که دا  سطحه  لوړه  شي نو خامخا د ځینو  ستونځو  د رابرسیریدلو لامل کیدلای شي.  د  نورو سره خپلې ستونځې شریکول او د نورو مرسته غوښتل د تکړه توب نښه ده چې د سالم عقل څرګندول کوي (لویدل  او بیرته  را پورته کیدل  د ناکامې نښه نه ده  بلکه لویدل او  بیرته  د  را پورته کیدلو  هڅه  نه کول ناکامي ګڼل کیږي) . د رواني او عقلي ډاکترانو  د پوهي کچه باید ډیره لوړه وي او دوی باید ټول مهال بی له هیڅ  ډول غرض په درست ډول  او د خواخوږی سره سم  د ناروغ  سره مرکه  وکړي او په ماهرانه  ډول هغوی ته لازمې لارښونې او سپارښتنې  وکړي .

۲.  د بهرنیو پوځونو لخوا  په  کورونو او کلیو بمباري ، د افغانانو د کورونو پلټل ،د  هغوی په عزت او ابرو باندي یرغل کول،د هغوی کلتور او دودونو ته په سپکه کتل، په ټولنه کې د ظالمانو او قاتلانو بخښل  او هغو ته لا بربنډ   دولتي  لوړ مقام  ورکول، د مظلوم سره  په  هیڅ  بڼه همدردي نه کول  د ړانده  ټولنیز عدالت هغه څیزونه دي چې زمونږ ټولنې ته  د نا هیلۍ شګې په سترګو کې ورشیندي  چې دا   نه یواځي  د روان  بهیر سره مرسته نه شي کولای بلکه د افغانانو د  احساساتو د لا پاریدلو لامل ګرځي . هغه افغانان  چې ټوله کورنې یې تباه  شي  او ټولنه  هغه په غیږ کې  و نه نیولاۍ شي او ورته د هغه د اړتیاو سره سم مرسته ور نه کړي ، نو د داسی ژوند او  ماتم  نه  د وتلو یواځینې  لار  ورته   د غچ اخیستلو پاتي کیږي او کیدلای شي چې  د رواني فشارونو له امله  په دی لاره کې  ځان قربان کړي . ښه به دا وي چې د هغو کسانو لپاره چې د داسو  ناببرو ستونځو سره مخامخ  شوي  وي  یو  پراخ  مرکز جوړ شي چې  هلته یې څارنه  وشي  . د مرستو او همدردی تر څنګ هغوی ته د هیله مندی او صبر سپارښتنه وکړي  او کوښښ وشي چې  دوی ته د کورني چاپیریال په شان  مینه ورکړل شي .

۳.  ځان وژنې  او د نورو وژنه  په اسلام کې منع او ګناه ګڼل کیږي ، ښه به دا وي چې د اسلام د سپیڅلي دین په رڼا کې د ښوونځیو نه نیولي تر لوړو تحصیلاتو پوری او همداسی په میدیا کې  د دې  موضوع هر اړخیزه  شننه  وشي . په اسلام کې د بخښلو د ثواب ، په  څښتن تعالی د توکل او د صبر او هیله مندی او داسې  نورو اړینو لارښوونو باندي باید هر افغان اګاه او پوه شي، دا په خپله د انسان سایکولوژي د هر ډول ستونځو سره  د مقابلې  لپاره چمتو کوي . ځان وژونکې مخکې د دې نه چې خپل ځان ووژني نو حتماٌ د کوم چا سره ویني او خبري اتری ورسره کوي ان چې کیدلای شي چې د خدای پامانی او یا د بخښنې غوښتنه وکړي (نو که چیرته دا موضوع د هر چا غوږ ته ورسیږي نو هر څوک به په اسانې  د ځان وژونکي په خواصو پوه شي او کیدلای شي چې مخنیوی  یې وشي) .

۴.  دولت باید د روغتیا وزارت  نه غوښتنه وکړي  او یا په مستقل ډول   یوه پراخه څیړنه وکړي چې په ټولنه کې د ځان وژنې د لاملونو  د  رابرسیره کیدلو  د  نخښو نښانو او د   هغې د مخنیوي  د  تګلارو ارزونه  وکړي   او په اړوند یې  اړین  تدبیرونه  ونیسي .  مناسبې کړنلارې  جوړې کړي چې د ځان وژنې مخنیوی  وشي.

د دښمن د لیکو شاته

راپورتر : جېمز فرګوسن
منبع : انډپنډنټ ورځپاڼه ( انګلستان )
نېټه : ۲۰۱۰/۱۱/۱۴
ژباړن : نثار احمد صمد

جېمز فرګوسن د کابل په ۴۰ میلۍ کی « چک » ته پسله درو کالو بیا ورغیً تر څو دا وګوري چی د طالبانو کنټرول څنګه تر هغه څه ډیر پیاوړی دی چی لویدیځ یې باید ومنی.

د طیارې د انجن ږغ می هله د هوا څخه تر غوږو کېدﺉ چی زه او راوړونکی ً می د کابل څخه تازه رارسېدلي او د موټر څخه کښته کېدو . ما پخوا کله هم بې پیلوټه طیاره په عملیاتو کی نه وه لیدلې او هغه د ساړه موسم په شپه کی په آسمان کی قطعأ نه معلومیږی ، خو بیا هم هغه بېله شکه همدا شی و .
د طالبانو سره زما اوله کتنه په ۲۰۰۷ کی پیل سوې وه او زه له سره په دې کار پښېمان یم . ځکه ، که دغه بې پیلوټه طیاره خپل« دوږخی راکټ » را خطا کړی نو څه به پیښه سی ؟

درې کاله مخکی د « چک » پر دغه ولسوالي ، چی یو لک او دوولس زره ( ۱۱۲۰۰۰ ) پښتانه کروندګر پکښی اوسیږی د طالبانو کنټرول صرف د شپې لخوا څو ساعته و ، خو سیمه ییز قوماندان عبدالله هوډ راسره کړی و چی د هغه بشپړ کنټرول به ډیر ژر تر لاسه کوی . نو لکه نن چی یې له نږدې ګورم ، هغه چټی باټی نه ویتشلې . په چک کی د کرزي حکوت لاس په سر سوﺉ او هغه یې طالبانو ته پرې یښې ده . عبدالله چی تر اوسه هم د دې ځای مسؤل دی ، حتی مالیې راټولوی . د ده خلک د حکومت هغه پاڼې د رسیدونو په توګه ورکوی چی د حکومت څخه یې وړی دي او داسی پر لیکلي دي : « د افغانستان اسلامی جمهوریت » ؛ خو دوی داسی لاس پکښی وهلی چی د « جمهوریت » کلمه یې په « امارت » سره اړولې ده چی د امیر څخه یې مطلب د طالبانو روحانی مشر ملا عمر دی .

د دې ښورښي ولسوالۍ په باب د ډیری حیرانۍ ځای دا دی چی د « چک » ولسوالي په جنګ ځپلی هلمند یا کندهار کی نه بلکی په وردک ولایت کی ده چی د کابل د جنوب لویدیځ په څلوېښت میلۍ کی واقع ده او دا کار په روانه اوونۍ کی په لزبن کی د ناټو د سرمشریزی غونډی لپاره هم یوه سخته ربړه ګڼل کیږی . د ناټو قوماندانانو مکررأ ادعا کړې چی طالبان په روان کال کی د امریکایی « پوځی توندې څپې » له امله پر شا ځغلي ، او وایی چی د طالبانو منځنۍ رتبه والا قوماندانان  په ۲۰۱۰ کی د پوځی عملیاتو تر پیلېدو وروسته په زیات شمیر د جنګ له محاذه ایستل سوي دي . خو د دې سره سره ، عبدالله ، چی پر سر یې پنځه لکه ( ۵۰۰۰۰۰ ) ډالره انعام ایښودل سوﺉ ، بیا هم په خپل « کتیوشا » راکټ سره چی پایتخت هم ویشتلی سی ، خپل عملیات کوی او په دې توانېدلی چی اییتلافی ځواکونه د څلورو کالو راهیسی په ځان پسی سرګردانه کړی . که چک د نورو اطرافی ولسوالیو له منځه دغسی ځانګړی انګشاف لری ـ حال دا چی افغانستان د چک غوندی په سلګونو نوری کلیوالي ټولنی هم لری ـ نو بیا داسی ښکاری چی د ناټو پوځی ستراتیژي به د جدی ستونزی سره مخامخ ده .

عبدالله پخپله د سړک پر غاړه د تیارې څخه ګټمن کیږی . هغه چی کله زه بیا ولیدم ، نو سخت حیران سو . بې پیلوټه طیارې خپلی « رنګې » بندی کړې چی په عامیانه اصطلاح د دغو طیارو کېمرو ته وایی . عبدالله راته وویل چی دا یې وسلوال تعبیر دی او دغه غټې انجن لرونکي بې پیلوټه طیارې موږ « بزبزک » بولو او باید چی څوک ترې وډاریږی خو دا قطعأ د هغې جملې څخه نه دي . په دې دره کی بېله طالبانو څخه نور هیڅوک هم په تیاره کی په موټر کی دوری هوری نه خوځیږی .

په دغه دره کی په یو کلیوالی کور کی پر مځکه باندی د ماښامنۍ تر خوړلو وروسته په نیمه شپه کی ، پنځو ـ شپږو طالبانو د ولسوالۍ مرکز ته بوتلم چی د خاورینو خښتو څخه جوړه سوې ودانۍ وه او د افغان ملی اردو ۸۰ پوځیانو ساتله . عبدالله راته ویل چی هغوی ډیر بیریږی او نسی راوتلای او زیاته یې کړه چی « هرکله مو زړه وی پر هغوی حمله کولای سو » . ده د شپې لخوا لیدونکی روسۍ عینکی استعمال کړې او د ملی پوځ سنګرونه یې له ورایه لیدل . ده زیاته کړه چی « که ته غواړې نو موږ همدا اوس حمله پر کولای سو . آیا غواړې یې ؟ » خو ما په مؤدبانه ډول منفی ځواب ورکړ .

عبدالله راته وویل چی کابل د دې ولسوالۍ صرف یو کیلو متر مربع سیمه کنټرولوی او متباقی ټول چک د طالبانو تر واک لاندی دی . ده وویل چی « تیر کال د ملی اردو دیرش پوځیان موږ ته را واوښتل چی دوه په وسلو بار ډک ټرکونه یې هم راوړل . . . هغوی لیدل چی موږ څومره پر  خلکو ګران یو ، او دوی پر غلطه روان دي . هغوی ټول د شمال اوسیدونکي وو . موږ هغوی خپلو کلیو ته ولېږل . » ده په جګه غاړه وویل چی د تیر سپټمبر د پارلمانی انتخاباتو پر مهال د دې ولایت د ۸۷ رایه ورکونکو مرکزونو څخه ۸۶ یې تړلي وو . یو محلی کاندید وحید الله کلیم زی په دې متهم سو چی انتخاباتی مامورینو ته یې رشوت ورکړی و تر څو په هغه یوازیني رایه اچونکې مرکز کی چی خلاص و ، صندقونه د رایو څخه ډک کړی او کابل هم په افتخار سره وایی چی دا انتخابات یو برﺉ و .

عبدالله یعنی د کابل پولیتخنیک دغه پخوانی محصل د ۲۰۰۷ راهیسی د پوځی ټرکونو د سوځولو په حصه کی هم یو قهرمان ګڼل سوی دی . د چک ختیځ اړخ د کابل ـ کندهار لویی لارې ته څرمه دی چی هغه په جنوب کی د ناټو د جنګی ماشین لپاره کلیدی اکمالاتی لورﺉ دی . دغه سړک چی اووه کاله مخکی د امریکایانو لخوا په ۱۹۰ ملیونو ډالرو بیا ډامبر سو ، نن د ځمکنیو ماینونو په واسطه ډب ډب او غار غار سوﺉ دی . ده وویل چی په تیرو څو کالو کی زما سړیو دلته د ایساف په سلګونو موټرونه او عراده جات تباه کړي دي . ده شخصأ په صرف یوه شپه کی ۸۱ ټانکرونه وسوځول چی دا یو ریکارډ دی .

د عبدالله مرستیال « ملا نعیم » راته وویل چی « لومړی موږ ځکه د امریکایانو څخه ډارېدو چی اورېدلي مو وو چی هغوی ګواکی دومره پیاوړې تکنالوجی لری چی حتی د آسمان څخه د موږک سترګک هم لیدلی سی . خو دا ټول هسی درواغ وختل . » هو ، د دې معنا دا نه ده چی طالبان نو باید احتیاط ونکړي . عبدالله دا منی چی امریکایان څو ځله زما نیولو یا وژلو ته رانږدې سوي چی شمیر یې ښه زیات دی . زه خپله قومانده د یوې ساحوی مخابرې او څو موبایل تلیفونونو په واسطه صادروم او په هغو ټولو کی تر یوې دقیقې هم زیات نه ږغېږم . زه او زما کسان هیڅکله هم پر یو ځای ډیره موده نه پاتیږو . زه او هغوی په ۲۴ ساعتونو کی حتی شپږ ځله خپل ځای بدلوو چی ځینی وخت پلی ځو ، کله هم په موټر کی سپریږو او کله هم پر چینایی موټر سایکلونو باندی سپریږو .
 
د هغوی د عکسونو اخیستل هیڅ امکان نه لری . د هغوی تر ټولو ستر خطر هماغه د « جاسوسانو » خیانت دی . په هماغه شپه په دغه دره کی هله درې نا آشنا کسان نیول سوی وو چی د خپلو موبایل تلیفونونو څخه یې عکاسۍ کولې . عبدالله هم د سهار پرشپږو بجو ، په پاکستان کی د طالبانو د قرارګاه سره تر مشورو وروسته ، اعلان وکړ چی هغوی به د ځایی شرعیه قاضیانو په واسطه محاکمه کیږی او که جرم پر ثابت سی نو اعدام به سی . ما ورڅخه وپوښتل چی آیا د « ویکی لیکس » ویب پاڼی د مسؤل ( جولیان اسنج ) لخوا مو په رسوا کړو اسنادو کی په چک ولسوالی کی خپل دښمنان نه دي معلوم کړي ؟ هغه په ځواب کی راته وویل چی « موږ ځکه تر اوسه دا کار نه دی کړی چی کمپیوټرونه نلرو ، خو قرارګاه مو دغه اسناد تر څیړنی لاندی نیولي دي . . . موږ په عمومی توګه د مخکی څخه لاپه ډیرو هغو کړنو خبر یو چی ایساف یې کوی . »

په چک کی ماحول بېله حیرانتیا څخه ځپونکی او لږ وسواسي معلومیږی . هیڅ کوم غربی خبریال زما د تیری لیدنی راهیسی د دغو طالبانو سره نه دي لیدلي ، او دوی دلته زما د فعلی شتون د خبرتیا په هکله ډیر محتاط وو او ټینګار یې راباندی کاوه چی کله دباندی وځو نو باید خپل مخ په وړین پټو کی پټ کړم .

د دې ځای ټولنه چی هسی هم ګوښه او بنده ده ، خو دتیرو درو کالو راهیسی د پاتې هېواد څخه بېله او بې ربطه ده . د دغی درې د ننوتوځې پېچومی او نرۍ لاری څو څو واره په ځمکنیو ماینونو فرش سوي چی تیرېدونکي یې په موبایل تلیفون کی د شِفر یا کوډ په وهلو سره غیر فعال او بیرته فعال کوی . نو ځکه یرغلګر باید صرف او صرف د هلیکوپتر په واسطه دلته راسي او همدا وجه ده چی امریکایی خاص ځواکونه په دغه ولسوالي کی د تیر دوبی راهیسی د نیونکو یا وژونکو حملو په نوم تقریبأ هره شپه د هوا څخه راکوزیږی او عملیات کوی . د غرونو پر لوړو برخو باندی ۲۴ ساعته پیره داران مؤظف دي تر څو د کوم غیر عادی هلیکوپتر فعالیت وڅاری چی دغسی کار به د راتلونکې شپې د حملې یوه نښه وی او طالبان به ورڅخه پوه سی باید غرونو ته وخیژی .

د شپې دغه حملې د عبدالله قوماندې ته چندانی اهمیت نه لری ، خو دا پر عامه نظر باندی اغېزه ښندی . ځکه په لس ګونو بېګناه سیمه ییز خلک د ادعاګانو له مخی د « امریکایانو » لخوا وژل سوي دي . عبدالله په صرف دوو میاشتو کی د دغسی قاتلانه پیښو یو لیست ورسره درلود یعنی : یو ټکسی چلونکی ، یو بزګر چی په خپل باغ کی بیده و ، درې زده کونکی چی خپلو کورونو ته روان وو . خو دغو حملو بېله دې چی د طالبانو ملاتړ نور هم ډیر کړي ، بل څه نه لرل . یو طالب راته وویل چی « زموږ د شهیدانو په جنازو کی په زرګونو خلک برخه اخلی او په لوړ ږغ نارې وهی چی : مرګ پر امریکا . » ښایی دا مبالغه وی ، خو په دې هکله څوک دلایل نه لری که داسی صحنه ووینی لکه هغوی چی زه د یو بزګر بم ځپلی کور ته بوتلم او هلته می د مڼو یوه ونه ولیده چی تازه په زرغونو ټوکرانو ښکلې سوې وه ، چی د یو محلی زیارت ښکارندویی یې کوله .

عبدالله او د هغه سړي تر یوې ناڅاپی مړینی لاندی شپې سبا کوی او دا خپل برﺉ بولی . دﺉ وایی چی دا زموږ ټولو یو آرمان دی چی د غازی په حیث مړه سو چی هماغه په جنګ کی د کافر پر ضد شهید کېدل دی . ده ماته داسی ویل : « دا زموږ دینی فریضه ده چی ستاسو بهرنیانو سره مقاومت وکړو . تاسی باید پوه سیً چی موږ به هیڅکله هم ستاسو پر ضد جنګ تم نه کړو . » کټ مټ خبره یې په ۲۰۰۷ کی هم راته کړې وه .

ده راته وویل چی د سولی اړونده خبری اتری یو مخ باطلی دی او د منلو وړ نه دي او زیاته یې کړه چی « د کرزي سره د سیاسی حل په هکله دا ټولی خبری اتری چل ول او پروپاګنډ دی . طالبان به د هیچا سره هم تر څو چی ټول بهرني پوځیان وتلي نه وی ، خبري اتري و نه کړي . » د ده کسان د جنرال پترس دغه ادعا په واقعیت سره ګیچ او سربداله کړي وو چی ویل یې په افغانستان کی د ناټو هدف د القاعده د بیا استقرار مخنیوﺉ دی . ملا نعیم وویل چی « تیر کال د لږ وخت لپاره په چک کی یو څو بهرني جنګیالي موجود وو چی هغوی عرب ، چیچن وال او پاکستانیان ول . خو هغوی د طالبانو تر هدایت لاندی جنګ کاوه او زموږ قومانده یې اطاعت کوله . هغوی هیڅ په القاعده پوری تړلي نه وو . په افغانستان کی نور هیڅ القاعده جنګیالي نسته او زه پخپله په جنوب او ختیځ کی او همدلته جنګېدلی یم . ما په خپل اووه کلن جنګ کی یو القاعده جنګیالیً هم نه دی لیدلی . حتی یو لاهم نه . » پای

http://larawbar.org/details.php?id=22827&date=2010-11-14

لوی اختر، داسلامی نړۍ د وحدت ورځ

لوي اختر د اسلامي وحدت او ورورولۍ ورځ ده , لوی اختر هغه اسلامي جشن دي چې ټوله اسلامي نړۍ پكې  د يوالي احساس كوي سره لدې چې په مختلفو ژبو خبري كوي او په بيلوبیلو هيوادونو كى اوسيږي , دا اختر هرهغه ځای ته د خوښۍ او سوكالۍ پيغام وړي  په كوم ځای كې چې د الله تعالى نوم ياديږي , هوكى دا د مغفرت او اطاعت لپاره ګډ فرصت دی ,  زيان او خساره ده هغه چا لره چې دا فرصت په ګناهونو فاسدوي , او صفا اوښكلا يې د الله تعالى څخه په سركشي باندې بدرنګه كوي , نو پدي عيد كې د حيواني اوشهواني غرايزو په اساس جشنونه مه جوړوي , او د هغو نيکيوساتنه وكړي چې له عيد څخه وړاندي مو په لاس راوړې دي , له حماقت څخه لرې نده چې څوك د خپل نفس د غوښتنو تر اثر لاندي شي او دا ګمان وكړي چې ګواكى عيد ده لره د فسق او ګڼاه  ډګر دی  .
د بشريت د تاريخ په اوږدو كې په نړۍ كې په هرمذهب اوهر دين كې په ځاڼګړى توګه اخترونه و, او شته دي  , خو په اسلام كې په دواړه موجود اخترونه كې د الله تعالى عبادت او اطاعت پرځای کیږي , داسلام یوه لویه ځانګړتیا همدا ده چې د انسان هرعمل پکې عبادت ګڼل کیږی , كه چیرې د اسلام په لارښونه او تګلاره پل کیږدي  .  كه كمکی اختر راواخلو چې د روژى د مباركې مياشتې له عبادت څخه وروسته چې د قدرمباركه شپه هم پكې شامله ده راځى , داسي ښكاري چى د يوى مياشتى له عبادت څخه وروسته د الله تعالى د اطاعت اوعبادت خوشحالي څرګندوو , هغه چا لره پكار هم ده چى د خوشحالۍ څرګندونه وكړي چى پوره يوه مياشت يى د ايمان او احتساب سره سره روژه نيولي وي , او د الله تعالى د رحمت او مغفرت غوښتنه ئې کړی وي  .
خولوي اختر وروسته له هغه راځي چى د الله تعالي بنده ګان د الله تعالي كورمكې مكرمې ته ولاړ شي , څرنګه چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه مكې مكرمې ته مسلمانان ځي , او د دوي هغه خوږه او ګرانه ترانه له هر ګوټ او لوري څخه آرويدل كيږي (لبيك اللهم لبيك، لبيك لا شريك لك لبيك، إن الحمد والنعمة لك والملك لا شريك لك،) په داسې حال کې چې سپين څادرونه ( احرام ) يى اغوستى وي چى ليدونكى په دوي كى شاهزاده او غريب نشي پيژندلي , او خپل ټاکلی مناسك په ځاي كوي , د عرفات په سپيڅلى غونډۍ باندي راټوليږي , پداسي حال كى چې ټول د الله تعالى څخه مغفرت او عفوه غواړي او الله تعالى دوي ته د مغفرت او بښني وعده وركوي او د ځمكې او آسمانونو خالق پدوي غږ كوي ( راشي زما بنده گانو مغفرت دي وي تاسو ته يقيناً ستاسو بدۍ په ښيګنو بدلې شوې ) . نو د دي زيرى او لوي كرم او بښني په پايله كى مسلمانانو ته د خوشحالۍ څرګندونه پكار نده ؟ ,  عيد الاضحى  (لوي اختر) د مسلمانانو تر منځ د ژورو روابطو د تړاو اساسي لامل دي , اولوي اختر په هغه بې نظیره انسانی غونده کې چې په یوه ربانی چاپیریال کې راټولیږي  شعوري ګډون او مشاركت دي چى د عرفات له ډګر څخه ټولى اسلامي نړۍ ته د لوديځ څخه تر ختيځ پوري غزيږي  .
لوي اختر همداراز د هغه موسم اوګولالى بازار څخه یادونه ده چى انسان پکې د الله تعالى سره دخپل آخرت لپاره ګټمن  تجارت کوي , دا عيد د ذالحجه له هغه لسو د بركته ډكو ورځو څخه وروسته راځي چى  پكى د اطاعت او عبادت اجراوثواب زياتیږي , او رسول الله صلى الله عليه وسلم داسي ستايلى دي (ما من أيام العمل الصالح فيها أحب الى الله تعالى من هذه الأيام..) د الله تعالى په نزد  پدي ورځو كى صالح عمل له نوروعادی ورځو څخه غوره دي  .
عيد په اسلام كې يوازي هغه خوشحالي نده چې ربانی اساس ونلري , بلكې دا هغه ژور ارزښت دي چې په الله تعالى پوري چى د انسان خالق دي تړلي دي , اودهغه دين په څيښتن پوري تړلي دي چى د بشريت لپاره يى سوكالي راوړي .
ورونو ! عيد يو دير ښه فرصت دي تر څو هغه ټولنيز اړيكې چې انسان په خپل چاپيريال كې له لاسه وركړي دي  بيرته جوړې كړي , په عيد كې زړونه پاكيږي , غوڅى شوي اړيكې بيرته ټينګيداي شي , دښمني او عداوت له منځه ځي , د دښمني او لريوالي ځاي مينه محبت اونيږدوالي نيسي ,
او عيد د صلة الرحم لپاره يو ښه فرصت دي چې الله تعالى يى د مكانت او منزلت په هكله داسي ويلي دي ( واتقوا الله الذي تساءلون به والأرحام إن الله كان عليكم رقيباً) وويريږئ له هغه الله څخه چې سوال كوي تاسې يو تر بله په نامه د ده ، او وویریږئ له پریکولو د خپلوۍ څخه ، يقيناً الله تعالى تاسو څاري .  او دا هغه مناسب فرصت دی تر څو د هغو يتيمانو سرونه ښكلې كړئ چې ميني او محبت ته تږي دي , پدې ورځ كې د هغه  پاك  زړونو خاوندانو انسانانو لاسونه د دوي سرونو ته د ښكل كول لپاره خامخا وږديږي .
په اختر كې مسلمانان خپل بيوزله ورونه په خپله خوشحالۍ كى ګډوي تر څو د لږ وخت لپاره دوي له غمجن حالت څخه لري وساتي او د ژوندانه كړاو ورڅخه هير كړي .
ورونو ! عيد د رحمت , خوشحالي ,  سوكالي او سرور موسم دي , او هغه خلكو ته د خوشحالۍ ورګرځول دي چى خوشحالي له دوي څخه ديوى اوږدى مودى څخه بيله شوي وي اوګواكى بيرته دوي ته دورګرځيدو اراده  ونلري , همدارنګه سرور هم دوي ته شا اړولي وي خو د عيد په راتلو دوي ته خوشحالي او سرور د عقيدى او ايمان د ورورولي په چاپيريال كى بيرته ورګرځي .
د عيد په راتګ سره انسان ته د ژوندانه له كړاو څخه چې د ژوند په اوږدو كې ورسره لاس اوګريوان وي او ورسره ستومانه وي د استراحت او دمه فرصت پيدا كيږي  , په عيد كې هغه كشمكش چې د دنيوي او مادي لاسته راوړنو لپاره روان وي په كرار شي  .
سره لدې چې اختر د خپلوانو او دوستانو تر منځ د راشه درشى فرصت وي خو په عين وخت كې د هغو خلكو سره د ناستي پاستي فرصت هم برابروي چې سړي ورسره كوم نسبي او د خپلوي تړاو نلري , دا دنفسونود پاكې ورځې دي او د خوښۍ او ميني او محبت او ورورولۍ ورځې دي .
اختر د اسلامي وحدت او يووالۍ ورځ ده , اختر هغه اسلامي جشن دي چې ټول اسلامي نړۍ پدي ورځ د يوالي احساس كوي سره لدې چې په مختلفو ژبو خبري كوي او په بيلو هيوادونو كى اوسيږي , دا اختر هرهغه ځای ته د خوښۍ او سوكالۍ پيغام وړي  په كوم ځای كې چې د الله تعالى نوم ياديږي , هوكى دا د مغفرت او اطاعت لپاره ګډ فرصت دی , نو زيان او خساره ده هغه چا لره چې دا فرصت په ګناهونو فاسدوي , او صفا اوښكلا يى د الله تعالى څخه په سركشي باندې بدرنګه كوي , نو پدي عيد كې د حيواني اوشهواني غرايزو په اساس جشنونه مه جوړوي , او د هغو نيكيوساتنه وكړي چې له عيد څخه وړاندي مو په لاس راوړي دي , له حماقت څخه لرې نده چې څوك د خپل نفس د غوښتنو تر اثر لاندي شي او دا ګمان وكړي چې ګواكى عيد ده لره د فسق او ګڼاه  ډګر دی  , الله تعالى مو دي شيطان له شر څخه وژغوري  او د ده تعالى په اطاعت او عبادت باندى دي صبر او استقامت  را په برخه كړي .

    د ټولواختر دې مبارك وي

برتانیه : موږ به ۳۰ ـ ۴۰ کاله په افغانستان کی پاته یو

د انګلستان ډېلی مېل خپرونه لیکی چی د انګلستان د دفاع وزیر ( جنرال ډیویډ ریچرډز ) وویل چی ناټو به داسی پلان ترتیب کړی چی له مخی به یې زموږ پوځونه تر نورو ۳۰ – ۴۰ کالو پوری په افغانستان کی پاته سی تر څو د ده په وینا افغان وسلوال ځواکونه د طالبانو څخه وطن وساتلی سی . ده وویل چی په راتلونکو پنځو شپږو کالو کی به موږ د طالبانو سره جنګیږو او په دې موده کی به افغان وسلوال پوځونه تکړه کیږی او بیا به دا کارونه تدریجأ افغانانو ته سپارو .
خو جنرال ریچرډز دا هم وویل چی طالبان او القاعده په وچ زور نسی ماتېدای ځکه هغوی ټاکلی ځای او ټاکلی هېواد نلری . خو پوځی ماهرین د جنرال ریچرډز دغو ضد او نقیض څرګندونو او د هغو تړاو د انګریز ـ افغان د ترخې سابقې سره سره په حیرت کی اچولي دي . 

له کندهارڅخه ٤٠ زره ټنه انګور بهرنيو هېوادونو ته صادر شوي دي

 کندهار (پژواک د لړم ٢٦مه   ٨٩  ) : د کندهار ولايت د سوداګرۍ د خونو مسوولين وايي، چې سږ کال له کندهار څخه د ٩،٦ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت شاو خوا ٤٠ زره ټنه انګور بهرنيو هېوادونو ته صادر شوي دي.

د کندهار ولايت د سوداګرۍ د خونو رئيس حاجي نصرالله زهير د لړم په ٢٦مه، له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې سږ کال د دې ولايت د انګورو حاصلات ښه و، چې له مخې يې شاوخوا ٤٠ زره ټنه دغه مېوه بهرنيو هېوادونو ته صادره شوه.

خو هغه زياته کړه، چې په يو شمېر ولسواليو کې د انګورو د حاصلاتو پر مهال جګړو او د بهرنيو ځواکونو عملياتو د انګورو باغ لرونکي او سوداګر زيانمن هم کړل.

 ارغنداب، ژيړۍ او پنجوايي ولسوالۍ د انګورو او انارو پراخ باغونه لري، خو په دې سيمو کې د نورو ولسواليو په پرتله د مخالفينو فعاليتونه هم زيات دي، چې له امله يې تل دا سيمې د تاو تريخوالي او جګړو شاهدې وي.

 زهير وويل، چې  له تېرو څو کلونو را هيسې، چې کله هم په کندهار کې د مېوو د حاصلاتو وخت پيل کېږي، ورسره جوخت د دولت او مخالفينو تر منځ جګړې هم زور اخلي.

 د ده په خبره، دغه ستونزه د مېوو د صادراتو بهير ټکنى کوي، ځکه سوداګر او کارګر نه شي کولى په ډاډه زړه ولسواليو ته د انګورو د اخيستو په موخه سفر وکړي.

نوموړي د افغانستان او پاکستان تر منځ ځينې وختونه د ګډې پولې تړل کېدل هم د مېوو د صادراتو پر وړاندې ستر خنډ ګڼي او وايي، چې دغسې يوې ستونزې د روان کال په دوبي کې د انګورو سوداګرو ته نيم ميليارد افغانۍ زيان واړاوه.

 ده وويل، د اوړي د موسم په منځ کې د چمن_ سپين بولدک ګډه پوله، د څو ورځو لپاره د پاکستانيو چارواکيو له خوا د ناڅرګند لامل له مخې وتړل شوه، چې له امله يې په لسګونو موټرو کې بار انګور د سختې ګرمۍ له امله خراب شول.

 نوموړى وايي، بهرنيو هېوادونو ته د صادرو شويو ٤٠ زره ټنو انګورو څخه يوازې ٤ زره او ٥٩ ټنه انګور له هغوى سره راجستر شوي، خو پاتې يې له راجستر پرته وړل شوي.

هغه بهر ته د وړل شويو انګورو ټوليز ارزښت شا وا خوا ٩،٦ ميليونه امريکايي ډالر ياد کړ او زياته يې کړه، چې دا کچه له تېر کال سره ډېر توپير نه لري.

د سوداګرۍ د خونو رئيس دا هم وويل، چې له کندهار څخه بهر ته صادر شوي انګور لومړى پاکستان ته وړل شوي او له هغه ځايه بيا نورو هېوادونو ته د پاکستاني محصول په نوم صادر شوي دي.

هغه دغه هېوادونه سعودي عربستان، دوبۍ، جرمني، بنګلادېش او نور ياد کړل.

دى وايي: ((زموږ سوداګر هوايي لارې نه لري، چې خپله مېوه د اروپا او امريکا بازارونو ته ورسوي، له همدې امله مجبور دي؛ پر پاکستانيو سوداګرو يې په کمه بيه وپلوري.))

د نوموړي په اند، د يادې شوې ستونزې له امله د کندهار د مېوو ډېره ګټه هم پاکستانيو سوداګرو ته رسېږي.

ده زياته کړه، پاکستاني سوداګر د کندهار باغ لرونکيو او د لندې مېوې سوداګرو ته له حاصلاتو مخکې پيسې ورکوي، چې په دې توګه د بازار نرخ هم د هغوى په لاس کې دى.

 د کندهار د سوداګرۍ د خونو رئيس وايي، د انګورو د سېزن پر مهال هره ورځ په انګورو بار ٦٠ موټر پر ګډه پوله د پاکستان هېواد ته اوښتل، چې په هر موټر کې به تر ٥٠٠ کرېټونو ځاى شوي وو.

د هغه په وينا، د دې ولايت د باغ لرونکيو او د لندې مېوې د سوداګرو غوښتنه دا ده، چې خپله مېوه د پاکستان هېواد پر ځاى په خپله بهرنيو هېوادونو ته صادره کړي، خو د دې کار لپاره په کار ده، چې حکومت ورته هوايي لارې برابرې کړي.

 نوموړي په دې وروستيو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د ټرانزيټ هغه تړون ته هم اشاره وکړه، چې له مخې يې افغان سوداګر کولى شي خپله محصولات د پاکستان هېواد د واګه تر بندر پورې ورسوي.

دى وايي، دغه تړون هغه مهال د افغان سوداګرو په ګټه تمامېږي، چې په پلې کېدو کې يې د پاکستان پر هېواد فشار نور هم زيات شي، تر څو افغاني موټرو ته ستونزې جوړې نه کړي او ګډه پوله يې پر مخ خلاصه وساتي.

د کندهار ولايت د انګورو باغ لرونکي او سوداګر هم وايي، چې سږ کال په دې ولايت کې د يادې شوې مېوې حاصلات ښه و، خو د مېوو د راټولو پر مهال بيا د دولت او مخالفينو تر منځ د جګړو له امله سر ټکوي.

 د ژيړې ولسوالۍ د پاشمول سيمې د انګورو يوه باغ لرونکي حاجي عبدالقيوم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې سږ کال يې تاکونو ډېر ښه حاصل ورکړ.

 خو هغه ګيله وکړه، چې په سيمه کې يې داسې مهال جګړې پيل شوې، چې د انګورو حاصلات يې نيم ټول کړي وو.

 د هغه په خبره، د يادې شوې ستونزې له امله د ډېرو باغ لرونکيو انګور په تاکونو کې پاتې او خراب شول، چې د را ټولولو لپاره يې سيمې ته نشو تللى او د جګړو له ويرې يې سيمه پرې ايښې وه.

 په کندهار ښار کې د انګورو يو سوداګر حاجي نانى، چې پاکستان ته دغه مېوه صادروي، هم د ورته ستونزې يادونه کوي.

 دى وايي، سوداګر د ماين د چاودنو، جګړو او طالبانو له وېرې ولسواليو ته د مېوو د اخيستو په موخه سفر نه شي کولى.

 هغه په ورته توګه، پر حکومت هم نيوکه وکړه، چې بهرنيو هېوادونو ته يې د مېوو د صادرولو په برخه له هغوى سره مرسته نه ده کړې او پاکستان هېواد ته يې مجبوره کړي دي.

 دى وايي: ((د افغانستان حکومت کولى شي، سوداګرو ته هوايي لارې برابرې کړي، تر څو وکولى شي افغاني مېوې د ډېرې ګټې په خاطر بهرنيو هېوادونو ته ولېږدول شي.))

 نوموړي د کندهار د مېوو او نورو توکيو د صادراتو په برخه کې له پاکستان سره د ټرانزيټ شوى تړون ګټور وګاڼه خو په سمه توګه يې د پلي کېدو غوښتنه کوي.

 کندهار د هېواد په سوېل کې پروت نا ارام ولايت دى، چې لندې مېوې په ځانګړې توګه انګور او انار يې نړيوال شهرت لري.

 که څه هم دغه ولايت په پر له پسې توګه د وسله والو مخالفينو او حکومتي ځواکونو تر منځ د جګړو او پوځي عملياتو ډګر وي، خو بيا هم د دغه ولايت مېوې پاکستان او نورو هېوادونو ته صادرېږي.

 په تېر ١٣٨٨ لمريز کال کې هم له دې ولايت څخه شا و خوا ٤٠ زره ټنه انګور بهرنيو هېوادونو ته صادر شوي وو.

چارواکي : 1000 تنه وسله وال مخالفين به له دولت سره يو ځای شي

د سولې د پياوړتيا او د ملي پخلاينې د کميسيون چارواکي وايي ، چې په نږدې راتلونکې به د زرو تنو شاو خوا مخالف وسله وال له دولت سره يو ځای شي. شريف مجددي خبري رسنيو ته ويلي، چې د هلمند له جګړه ځپلي وﻻيت څخه دوه سوه تنه وسله وال هرات وﻻيت ته رسيدلي او د سولې له پروسې سره يو ځای شوي دي. نوموړي له دولت څخه غوښتنه کړې ، چې مخالفينو ته ورکړل شوي وعدې دې تر سره کړي

فراهي له خپلې کورنۍ سره يوځاى شوى

 د پاکستان خبري رسنيو خبر ورکړى چې د پېښور څخه تښتول شوى افغان قنسل حاجي عبدالخالق فراهي په خوست کې افغان چارواکو ته سپارل شوى دى. په دې اړه د پېښور څخه د آج اردو ژبې ورځپاڼې په خپله پرونۍ گڼه کې ليکلي چې د پېښور له حيات آباد څڅه دوه کاله وړاندې تښتول شوى او په پېښور کې افغان قنسل او په اسلام آباد کې نومول شوى سفير داکټر عبدالخالق فراهي طالبانو خوشى کړى او د شنبې په ورځ يې دخوست کې خپل وراره ميرويس فراهي ته سپارلى دى. نوموړى د ٢٠٠٨م کال دسپتمبر په دوه ويشتمه د پېښور له حيات آباد څخه هغه مهال وتښتول شو چې کله له دفتر څخه د کور په لوري روان و.
تښتوونکو په مقاومت سره د هغه ډريور خالد په ډزو وژلى و. ډاکټر عبدالخالق فراهي د دوو کالو له خبرو او مذاکراتو څخه وروسته خوشې کړاى شوى او طالبانو د نوموړي د خوشې کيدو لپاره په پټه څو شرطونه وړاندې کړي وو چې په کې د لکونو ډالرو ترلاسه کول او له افغان حکومت څخه د ځينو اهم طالب مشرانو خوشې کيدل ښودل کيږي. په پېښور، اسلام آباد او کويټه کې افغان دپلوماتانو د نوموړي د خوشې کيدو تصديق کړى دى. په پېښور کې افغان قونسل او په اسلام آباد کې نومول شوى سفير عبدالخالق فراهي د ٢٠٠٨ کال د سپتمبر په دوه ويشتمه چې کله په مال روډ له خپل دفتره دلينډکروزر موټر نمبر CC-01-25 د
خپل ډريور اته دېرش کلن خالد سره د! حياتª آباد فيز ٢ کې خپل کور ته ستنېده دفيز ٣ په چوک کې ورپسې بل موټر هغه څاره. چې په لاره کې شپږو وسله والو د هغه په ډريور ډزې وکړې او خپله يې په بل موټر کې سپور کړ او د غير علاقې په لوري يې وتښتاوه.څرگنده دې وي فراهي ٢٠٠٨ کال په اگست کې دپاکستان لپاره سفيرټاکل شوى ٥٢کلن عبدالخالق له ٢٠٠٢څخه په پېښوکې قنسل و، ټاکل شوې وه د ٢٠٠٨ کال داکتوبرپه لومړۍ نيټه يه اسلام اباد دسفارت دنده په رسمي توگه پيل کړي درې لوگانې اودوه زامن لري اوپه امريکا کې ژوند کوي له تښتول کېدوڅخه وروسته افغان حکومت دنوموړي دپيداکېدوهلې ځلې پيل کړې داهم څرگنده شوې څه موده په مومندو ايØ
�نسۍ ساتل کېده بيا وزيرستان ته وليږدول شواوپه پټه توگه طالبانودفراهي له کورنۍ سره څوځله خبرې کړې دي خودرې ورځې وړاندې ورسره خبرې وکړې اوداهم ويل کيږي ،چې دنوموړي په بدل کې دطالبانودشورا دمهم مشر ملابرادرخوشى شوى اوپه پټه څوميلونه ډالره هم اخيستل شوي خوپه رسمي ډول دانه دي تاييد شوى، داڅرگنده شوې دفراهي خوشې کېدل دافغان حکومت اوطالبانودخبروپه ترڅ رامنځته شوي
دافغان اسلامي اژانس په خبره ،افغان دولت په رسمي توگه منلې ،چې نوموړى خوشې شوى ، ولسمشرکرزي اودواړومرستيالانوورسره کتلي دي اوپه اړه يې دپاکستان دهلوځلوڅخه مننه کړې ده فراهي له خپلې کورنۍ سره يوځاى شوى

ناټو دافغانستان څو ولایتونه افغان عسکرو ته سپاري

ناټو راتلونکي کال دافغانستان څو ولایتونه افغان عسکرو ته سپاري .
زمونږ خبریال واي په افغانستان کښې دناټو موسسې غیر پوځي استازي مارک سیډ ویل (Mark Sedwill) په کابل کښې خبریالانو ته وویل ناټو به دراتلونکي کال په لومړۍ نیماي کښې دافغانستان دڅو ولایتونه افغان پوځیانو ته وسپاري او زیاته ېې کړه دناټو مهم کانفرنس چې دجمعې په و رځ به په پرتګال کښې شروع شي دناټو داتویشتو غړیو هیوادونو مشران شاید په څلورو کلنو کښې دافغانستان حکومت ته دبشپړه چارو دسپارلو دپلان ملاتړ وکړي .
په افغانستان کښې دناټو غیر پوځي استازي مارک سیډ ویل زه احتمال ورکوم چې دناټومشران به وویي چې افغان پوځيانو ته دچارو سپارل به دراتلونکي میلادي کال په نیماي کښې پیل شي او دافغانستان خلک تر د۲۰۱۴ میلادي کال تر اخر پورې دټول هیواد چارې په کنټرول کښې واخلي .
هغه وویل یوه جاجونه وړاندې شوي ده چې دافغانستان دجنګ ځپلي هیواد کومې سیمې له راتلونکو شپږو میاشتو تر دوو کلونو پورې افغان حکومتي ځواکونو ته وسپارل شي .
بل خبر دا چې قندهار ولایت هر ه شپه له بم چاودنو او ډزو سره مخامخ دی خو پوځي قوماندانان واي چې دناټو دمشرانو غونډې ته چې په جمعې ورځ په لیسبن کښې جوړیږي وویل شي چې په قندهار کښې کاریدونکی تکتیک کار نده دی .
په قندهار ولایت کښې چې دطالبانو ډلې دمشر ملاعمر زیږنځای دی ګڼ شمیر خارجي پوځیان شتون لري .
په قندهار ولایت کښې دپوځيانو ډیرې پوستې جوړې شوي ، دپولیسو پیاوړي مرکزونه جوړ شوي او په واټونو کښې اکثره پوځيان ګزمي کوي او عسکر ګرځي راګرځي .

ولسمشر د اختر د مبارکۍ پر مهال له طالبانو د سولي غوښتنه وکړه

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي نن د ارګ په جامع جومات کي د اختر تر لمانځه وروسته د هيواد ټولو اوسېدونکو ته د اختر مبارکي وويله او هيله يې وښوده چي لوى اختر په خوښۍ او امنيت کي تېر کړي.
ولسمشر کرزي په خپله وينا کي د معمول مطابق يو ځل بيا پر مخالفو وسله والو باندي ږغ وکړ، چي وسلې پر مځکه کښېږدي، له وسله وال مخالفت څخه لاس واخلي او د هيواد آبادۍ ته مټي راونغاړي.


ارزګان : ځانمرګي بريد قومي مشر وواژه او پنځه نور يي ټپيان کړه

په ارزګان ولايت کي ځانمرګي بريد يو قومي مشر وواژه او پنځه تنه نور يي ټپيان کړه . د ارزګان د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو سره د مبارزي مدير ګلاب خان وايي چي پيښه نن سهار يوولس نيمي بجي په چوره ولسوالۍ کي رامنځ ته سوه . ګلاب خان وايي چي ځانمرګى بريد کوونکى نوموړي قومي مشر معلم صادق ته د اختر د مبارکۍ په پلمه ورغلى وو چي بريد يي پري تر سره کړ . نوموړى وايي چي بريد کي ياد قومي مشر وژل سوى دى او پنځه تنه نور ټپيان دي . د پيښي مسووليت چا په غاړه نه دى اخستى .

په آټن کې وروسته له 24 کلنو سوسيالستانو وګټله

د يونان په پلازمېنه آټن کې ، د ښاروالۍ په ټاکنو کې وروسته له 24 کلنو سوسيالستانو وګټله . محافظه کار ښاروال نيكيتاس كاكلامانيس وروسته له دوهم ځل ټاکنو په ډاګه کړه ، چې ټاکنې د ده سوسيالست سيال جورج كامينيس ګټلي او هيله يې څرګنده کړه ، چې د ښاروال په توګه هغه ژمنې يې چې کړي ، تر سره کړي . د يادولو وړ ده ، چې څو موده د مخه په يونان کې حکومت بالکل له افلاس سره مخ شو او که اروپايي اتحاديې مرسته ورسره نه وای کړي ، د دې ډار وو چې په دغه هېواد کې هر څه په ټپه دريدلی وای.

کرزى له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو غوښتونکى شو

وروسته له هغه ، چې افغان ولسمشر حامد کرزي له ناټو څخه وغوښتل، چې په افغانستان کې دې خپل پوځي عمليات تر خپلو پوځي اډو محدود کړي، په افغانستان کې ميشت د ناټو ايتلاف يوې وياندې د ولسمشر کرزي دا غوښتنه رد کړه.

د ناټو ځواکونو دې وياندې پرون له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې د ناټو او امريکايي ځواکونو پوځي عمليات په شرايطو پورې اړه لري.

ولسمشر کرزي د روانې اونۍ په پيل کې له واشنګټن پوسټ سره په مرکه کې وويل، چې په افغانستان کې روانه جګړه د تروريزم ضد جګړه نه ده، او نور يې نه دى او نه يې هم افغانان د تروريزم ضد جګړه بولي .

کرزي ويلي  چې کله د افغانانو پر کليو او بانډو بمباري کيږي، بې ګناه ملکي وګړي وژل کيږي او بيا هم زه چوپه خوله و اوسم او  امريکا ما يو ښه شريک  وبولي نو زه يو داسې شريک نه يم .

ولسمشر کرزي دغه راز په دې مرکه کې امريکا ته وويل، چې نور افغانانو ته بهرني پوځيان د زغملو وړ نه دي او نه هم امريکا ترنامعلومې مودې په افغانستان کې خپل سل زره پوځيان د لوړو لګښتونو له کبله ساتلى شي.

د ولسمشر کرزي په وينا، چې په افغانستان کې پي آرټي ګانې په يو موازي حکومت بدلې شوي او له دوى څخه د حساب د تصفيې کومه غوښتنه نه کيږي، چې له همدې کبله فساد ته لاره هواره شوې .