محمد واصل وصال د عطاالله خوږياڼي مرکه

محمد واصل وصال د عطاالله خوږياڼي مرکه

 واصل مې له تيرو څوکلونو راهيسې هغه وخت ملګرى شو،چې په مرام راډيوکې مويوځاى کارشروع کړ. واصل صيب زما دژورناليزم نړۍ دراتګ دوهم ملګرى دى  له نوموړى سره مې دهغه دژوندپه هراړخيزه برخو مرکه کړي او وروسته مې دخپل سوالونو اودهغه دځوابونو پرځاى ترينه يوه پيژندنه جوړه کړه . 

 په ونه جګ له رنګه غنم رنګ او دسپين زړه خاوند محمد واصل وصال له نن نه ٢٤ پسرليه وړاندې دژمي په سړه هوا کې چې د هيواد د سردسيرو سيمو غرونه په سپينو واورو پوښل شوي وود پلازمېنې کابل د قلع احمد خان په کلي کې دې فاني نړۍ ته سترګې وغړولې او دماشومتوب خاپوړې يې هم هلته وکړې . محمد واصل وصال د اسلام الدين ځوى د شهاب الدين لمسى اودمحمد الدين کړوسى په قوم توخي پښتانه او ددوى اصلي ټاټوبى د قندهار ولايت دى خودده په وينا ددوى نيکونه سلګونه کلونه وړاندې له خپل اصلي ټاتوبي قندهارنه د ننګرهار هميشه بهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ ته کډن شوي او همدلته ميشت شوي دي .

ښاغلي وصال به يوه كارګره كورنۍ كې زوكړه كړې اوپلاريې يو صنعت كار دى. سره لدې چې پخپله دومره سواد نلري خو دعلم او ادب سره بې حده مينه لري او نه غواړي چې بچيان يې  د سواد له خوږ نعمته بې برخې باتې شي .

وصال په اوه کلنۍ کې د ښونځي په لور ګامونه واخستل او دقلع احمد خان په متوسطه ښونځي کې خپلې لومړنۍ زده کړې پېل کړې او لومړى ټولګى يې په بريا ليتوب سره پاى ته ورساوه اولدې سره سم په پلازمينه کابل کې داخلي جنګونو زورواخيست او وصال صاحب د خپلې كورنۍ سره ګاونډي هيواد پاكستان ته مهاجرشو.

دمها جرت به ديار كې وصال دې ته اړشوجې دخپلې مورنۍ ژبې بر ځاى به اردو ژبه زده كړي وكړي .خودالله تعالا له طرفه د وركړي شوي استعدادله كبله په دې وتوانېد چې په ډير لږ وخت كې اردو ژبه زده او تر څنك يې د خبل تولګي اول نومره شي او خپله اول نومره كي دمهاجرت.ترپايه ترلسم تولګي بورې وساتي او كله جي بس له يوي اوږدې مودې  يعني 11كلونو وروسته بېرته خبل ګران هيواد افغانستان ته راستون شو نو يولسم اودولسم تولګي يې دمحمدي صاحب زاده په عالي ليسه كې به لوړو نومرو پاى ته ورساوه. وروسته يې د کانکور ازموينه ورکړه او په ښو نومرو د ننګرهار پوهنتون د ښوونې روزنې  پو هنځي ته بريالى شو او د خپل ذوق او مينې   له مخې چې يي د پښتو ژبې سره لرله د پښتو ادبياتو څانګه انتخاب کړه .

ښاغلى وصال د خپل ټولګي له ممتازو زده کونکو څخه دى چې تر درېيم ټولګي پورې کله به  دويم او کله به درېيم نومره شو خو دم ګړى وروسته له ډېرو هڅو او کوښښونو د څلورم ټولګي په لومړي سمستر کې د خپل ټولګي اول نومره دى .

وصال په  اجتماعي لحاظ د ښو او غوره اخلاقو څښتن دى  او هميش د ښو او نيکو کارونو سره دلچسپي ښئي دى له علمي او ادبي بحثونو سره ډېره مينه لري هڅې خو له ټولو ټولګيوالو سره ډېره مينه لري خو په ځانګړي ډول هغه څوک پرې ډېر ګران دي چې له ده سره په په علمي او ادبي مسايلو بحثونه وکړي . د ده د کاميا بۍيو  رازدا دى چې دى  پخپلو کارونو کې  ډېر دقيق او جدي دى او دنن کار سبا نه پرېږدي .

وصال صاحب له يوه کاله راهيسي د مرام راډيو سره کار کوي او د نوموړي راډيو يو له تکړه کار کونکو څخه دى چې چې په  بيلا بيلو خپرونو کې خپل استعداد ازمويلى دى که هغه ديني ،سياسي ،ادبي او يا تعليمي خپروني دي په ټولو خپرونو ښه ځليدلى دى او دمګړۍ په مرام راډيوکې دخبرې څانګى مسؤل دى اوددې ترڅنګ دى د دواړو ملي ژبو پښتو او دري سربېره د انګليسي او اردو ژبو سره  

هم په ښه شان  بلد تيالري او روانې خبرې پرې کولاى شي .او همدارنګه کمپيو ټر او انټر نيټ ته هم لاس رسى لري او خپلې ورزنيزې چارې پرې په ښه تو ګه پر مخ بولى شي .

وصال ددې تر څنګ چې يو ښه شاعر دى په ليکوالى کې هم ښه تاند او خوځنده قلم لري او تر دې دمه يې يو شمېر نثرونه او لنډې کيسې ليکلي دي خو تر اوسه پورې کوم چاپي اثرنلري .او دم ګړى د شعرونو يوه ټولګه ،د لنډو کيسو او هنري نثرونو يوه مجموعه او دميډا په نوم يو ناول لري چې  تراوسه ندي جاپ شوي .

خپله ليکنه د ښاغلي وصال په يوې غزلې راټولم او هغه ته د څښتن تعالا له درباره د اوږد عمر غوښتنه کوم.

غزل

 ښکاري چې پردى پردى نن خپل جانـان »»»»» ساه اخلي له ستونې مې قاتل جــــانـان

سـتورو چـــې ګوا اوسى په توره شپه »»»»»» خــوب يوسي له سترګو مې پاګل جانان

نن راته په سترګــــو کې مسکۍ شولـه »»»»»» پروت مې دى په سترګو کې کجل جانان

مـــــزل وهـــم د خيال په توپاني څپو»»»»»»»» لارې اوږدي مې بې ساحل جـــــــانان

زه د انــتظار شېـــبـو ځــــپلــــى يم »»»»»»»» غوږکــــې شرنـــګوي راته پايل جانان

 راشــــه د وصـــال له زړه نه وپوښته »»»»»»  ژاړي بې لـــه تا نه ستا واصل جانــان

دافغانستان اسلامي امارت دسياسي کمیسون له مسؤل محترم ملا اغا جان معتصم سره د هیواد د روانو حالاتو په اړوند هر اړخیزه مرکه

سه شنبه, 24 February 2009 04:29

1 – سوال : دافغانستان اسلامي امارت په تشکېل کې سياسي کمیسون کله تاسیس شو، دتاسیس انګیزه یې څه وه او فعلا دخپل کاري مکلفیت له مخې کوم وجايب پر مخ بیایي؟

ځواب : بسم الله الرحمن الرحیم، الحمد لله والصلاة والسلام علی رسول الله وعلی اله واصحابه ومن والاه وبعد:

سياسي کمیسون له نن څخه پنځه کاله مخکې هغه وخت تاسیس شو کله چې داسلامي امارت دمشر تابه لخوا دامریکایانو اونورو یرغلګرو په مقابل کې دپوځي  امورو دلا ښه انسجام او پرمختګ په غرض یوه سلسله تشكيلاتي اواداري اقدامات تر سره شول چې دهغوي په ترڅ کې یو هم داسلامي امارت په تشکېل کې دسياسي کمیسیون ایجادوه؛ دسياسي کمیسون دایجاد ضرورت دا وه چې کله  داسلامي امارت مجاهدینو دیرغلګرو امريكايانو په وړاندې ښه بریالیتوبونه تر لاسه کړل او دهغه په اساس یو شمیر جهتونه دې ته حاضر شول چې له اسلامي امارت سره روابط ولري دهمدغه روابطو د ترسره کولو په غرض امیر المؤمنین حفظه الله دسياسي کمیسون ایجادول منظور کړل.

دا چې سياسي کمیسون تر اوسه پوري دخپل کاري مسؤلیت له وجې کومې لاسته راوړنې درلودلې  په دې اړه باید ووایم چې  په دې هکله مو ډیرې  ښې مثبتې لاسته راوړنې درلودلې چې دهغوي له جملې نه دنړۍ له یوشمیر هیوادونو سره روابط ایجادول اودهغه په ترڅ کې  دجانبینو لخوا  په مشترکه پلانونو کې په افغانستان او سیمه کې دامریکایي توسعه غوښتنې دمخنیوي په غرض لازم اقدامات ترسره شوي جي ډيري ښي پايلي يي لرلي.

اسلامي امارت  دسیاسي کمیسیون په وسیله له سیمه ایزو او ګاونډیو هیوادونو سره دروابطو  په ایجادولو کې ښه موفقیت تر لاسه کړی خو مونږ دهمدغه موفقیت څرنګوالی او همدا راز دهغو هیوادونو دنومونو څرګندول ديو لړ مصالحو او ځینو امنیتی ملحوظاتو له وجې تریو  وخت پورې مختفي اومحفوظ پاتې کیدل غوره بولو.

همداشانې سیاسي کمیسیون په هیواد کې دننه  دموثرو مخالف لوریو سره دافغاني قضیې دحل په اړه خپل روابط جاري ساتلي اوپه دې مورد کې هم دپام وړ پرمختګ شویدی.

2 – سوال : له امریکایانو سره د اوه کلن جهادی مقاومت په صحنه کې داسلامي امارت پوځي بریاوې په سیاسي بریاوو ډیرې مخته دی په راتلونکی کښی ستاسي له نظره په سیاسي صحنه کې داسلامي امارت دپرمختګ لامل څه کېدای شي؟

ځواب : په معاصرو شرایطو کې په نړیواله کچه سياسي بریالیتوبونه دپوځي بریالیتوبونو محصول وی، هر څوک چې په پوځي  صحنه کې مخکې وي هغه به په حتمي توګه په سياسي صحنه کې هم مقدم وي  داچې په افغانستان باندې د دښمنانو اقدام پوځي اقدام وه اسلامي امارت هم دهغوي په مقابل کې په ورته عکس العمل لاس پوری کړ چې لله الحمد په هغه کې یې ښه بریالیتوب تر لاسه کړ،  داسې بریالیتوب چې خپله دښمن هم ورباندې اعتراف کوي، چې  په اوسنيو شرایطو کې دغه پوځي  موفقیت په حقیقت  کې داسلامي امارت دسياسي موفقیت په نتیجه کې راغلی.

دا یو منلی واقعیت دی چې ستونزې او لانجې یواځې په جګړو نه حل کیږي او نه هم یواځې په سياسي مفاهماتو سره، نوباید دستونزو دحل لپاره له دواړو پوځي  او سياسي لارو څخه همزمان کار واخیستل شي.

3 – سوال :    دامريكايي یرغل  په مقابل  کې له ۷ کلن بریالي مقاومت  وروسته  اسلامي امارت  دسیمې  او نړۍ په کچه  دیوه مطرح قوت په حیث ځان ثابت کړی له امریکایانو سیوا نور نړیوال له اسلامي امارت سره دیوه متقابل تجاوب په ضمنی حالت کې دی،  داسلامي امارت په  سیاسي تګلارې کې تر کومه حده له هغوي  سره  دیو مثبت تجاوب امکانات موجود دي ؟

ځواب : دا چې یرغلګرو امريكايانو او دهغوي متحدينو دټولو منل شویو انساني او اخلاقي معیارونو خلاف په افغانستان یرغل وکړ او دهغه په نتیجه  کې ددې هیواد دمسلمان ملت  دارمانونو یواځېنی ممثل نظام  اسلامي امارت له منځه یو وړ، په زرګونو بیګناه ماشومان،  ښځې او بیوزله  خلګ یې په شهادت ورسول، دغه جګړه ځپلي هیواد ته یې په تیرو خرابیو برسیره نورې هم ډیرې خرابۍ اوتاوانونه ورسول، مونږ دا مسؤلیت بولو چې دخپل مظلومیت او دامریکایانو ظلم  اوبربریت نړیوالو ته دبرملا کولو لپاره له هر چا سره خبره وکړو، هغوي ته خپل مظلومیت وروښیو اوهمدا رازهغوي ته خپل اهداف توضیح کړو، او له هغوي څخه دخپل مظلوم مسلمان ولس دنجات او ژغورنې په هکله دمرستی غوښتنی وکړو.

مونږه غواړو چې دټولو اسلامي هیوادونو او همدا راز دنړۍ دازادو اوخپلواکو هیوادونو پام دې  ټکي ته راوګرځوو چې امریکایانو پر مونږ ډیر ظلم کړی مونږ دخپل ملت دژغورنې او دهغوي داسلامي مصالحو دتحفظ په صورت کې له هر چا سره خبرو او تعامل ته حاضر یو.

4 – سوال : ایا اسلامي امارت اوس هم د افغانستان او دهغه د ذیربطه قضایاو په هکله هماغه پخوانۍ  تګلاره پرمخ بیایي؟

ځواب: اسلامي امارت لکه چې له نوم څخه یې څرګندیږی ټول اساس او تګلاره یې  دوخت دشرایطو اوحالاتو سره سم داسلامي اساساتو په بنا ایجاد شوې وو، اسلامي امارت دخپل حاکمیت په مهال له اړونده قضایاو سره دتعامل لپاره داسې پالیسې غوره کړې وه چې په هغې کې دافغانستان ټول اسلامي، ملی او سياسي مصالح خوندې وه، البته دهغه وخت داضطراری حالاتو له وجې په ځینو مواردو کې یو لړ نیمګړتیاوې موجودې وې چې په راتلونکي کې به دهغوي د مخنیوي لپاره اقدام کیږي اومونږیې داصلاح لپاره  هرراز تفاهم ته حاضر یو .

همدا راز مونږغواړو چې راتلونکې تګلاره دیوه بین الافغاني مشورتي تفاهم په بنا په ډیره وسیعه توګه ترتیب اودوخت دایجاباتو سره سم  پکې مثبت تغیرات راوړل شي داسې تغیرات چې داسلامي امارت له جهادي پالیسې سره تعارض ونه لري او نور هم دافغانستان دمسلمان ولس هر اړخیز مصالح پکې نغښتي وي.

5 – سوال  :  دروسی  یرغل په مهال افغاني  مقاومت  په نړیواله  کچه  له ځانه سره سیاسي  ملاتړ او تایید درلود اوسني  مقاومت ولي دځان دتایید  په هکله له دغې ځانګړتیا څخه بي برخې دی؟

ځواب : دروسي یرغل په مهال هم له افغاني مقاومت سره نړیوال تایید تدریجي حالت درلود؛ تقریبا اوس هم له اوسني مقاومت سره جهاني حمایت هماغه تدریجي حالت خپل کړی.

په هغه مهال کې هم چې کله دروسانو په وړاندې دمجاهدینو مقاومت زور پیداکړ، او دنړیوالو دا خبره زړه ته ولویده چې مجاهدین دروسانو په مقابل کې دمقاومت وړتیا لري بیا یې هغوي ته لاس ورکړ دهغوي سياسي او پوځي  حمایت او تايید یې وکړ.

په افغانستان باندې  د امریکایانو د یرغل  په اوائیلو کې هم د هیڅ چا دا خبره زړه ته نه لویده چې خالي لاس جګړه ځپلي افغانان دې دپرمختللیو امریکایانو په مقابل کې مقاومت وکړي، خو دتیرو اوو کلونو جهاد او بریالي مقاومت داخبره هم امريکايانو اوهم نورو نړيوالو ته څرګنده کړه چې افغانان کولاى شي دامريکايي يرغل مخه ونسي، نه داچې یواځې په افغانستان کې دهغوي مقابله وکړي بلکه  دخپل هیواد داستراتیژیک حیثیت له مخې ددې توانايي هم لري چې په ټوله سيمه کې دامريکايي توسعه غوښتنې سیاست مخه ونيسي ځکه په افغانستان کښی دامریکایانو ناکامی په ټوله سیمه کی د دوی ناکامی ده اولکه پرون چې يي ټوله نړۍ دکمونيزم له شرڅخه وژغورله نن هم کولاى شي چی په الهى نصرت سره هم افغانستان اوهم دسيمې هيوادونو ته دامريکايي زبرځواکي له شرڅخه نجات ورکړي ، چې دافغانانو دمقاومت دغه وړتيا نړيوالو هم درک کړې او اوس هريود دې  په لټه کې دى چې څرنګه وکولاى شي دخپل سياسي اوپوځي حمايت اوتائيد په اړه له اسلامي امارت سره روابط قائم کړي.

په لنډه توګه له اوسني اسلامي مقاومت سره دحمايت اوتائيد په هکله نړيوال په درو کټه ګوریو ويشل شوي:

په لومړۍ کټه ګوري کې ټول اسلامي امت دى، چې دخپلې اسلامي عقيدې په بنا له همدې اسلامي مقاومت څخه تایيد اوحمايت کوي اودهغه مادي اومعنوي مرسته کوي.

دوهمه کټه ګوري هغه هيوادونه دي چې له امريکايانو سره په سيمه کې سياسي، پوځي اواقتصادي رقابتونه لري، هغوي په همدغه رقابت کې دوړاندیتوب  له وجې دموجوده افغاني مقاومت ملاتړکوي-

اودريمه کټه ګوري دنړۍ خپلواک هيوادونه دي کوم چې نه غواړې ددوي په څنګ کې امريکايي استکبار وده وکړي، هغوي هم دخپلو مصالحو په بنا داوسني پوځي مقاومت حمايت کوي-

خو البته دا باید واضح کړو چې دغه حمايت په اوسنيو شرایطو کې په سري ډول موجود دى مګردوخت په تيريدو او دشرایطو په مساعدتوب سره به  هغه پخپله به تدريجي توګه سره ان شاء الله حتما ښکاره سي-

6 – سوال:  له نړیوال عدم  تایید او یا په بله معنی له نړیوال مخالفت سره سره اسلامي  امارت تر کومه حده په افغانستان  کې دخپل پوځي او سیاسي وجود په خوندې ساتلو قادردی؟

ځواب : تيرو تاريخي وقایعوته په کتلوسره داخبره ښه راڅرګنديږي چې افغانان که په عادي حالاتو کې يوله بل سره هرڅومره مخالفت لري خو د اجنبي يرغل په مهال بيا ټول هماغه ذات  البيني مخالفت پريږدي اوټول په يوه غږ د دښمن په مقابل کې په يوه صف کې دريږي، په همدې اساس که زه داخبره وکړم چې اسلامي امارت دخپل حاکميت ترمهال اوس دافغانانو په زړونو کې ډيرمحبوبيت موندلى هيڅ مبالغه به نه وي، ځکه هغه مهال داسلامي امارت مواجهه له داسې چا سره وه چې هغوي هم زمونز افغانان وو ځکه چی په هیواد کی بی شمیره متضادی ډلی ټپلی موجودی وی، چه هری یوی یی مشروع او نامشروع اعمال ترسره کول؛ او دهیواد حکومتی نظام یی بیخی له مینځه وړی وو ددی اعمالو د اصلاح لپاره او هم ددی لپاره چی هیواد د تجزیی څخه و ژغورل شی او په افغانستان کی یو واحد اسلامی نظام رامینځته شی دهمدی بنیاد پر خاطر مونږ دخپل ملت او په خاصه توګه د دینی علماو په بیا بیا غوښتنه دی کار ته اړ کړل شوولو چی په نتیجه کښی تر ډیره حده اهداف هم حاصل کړه شوه، اواوس بيا دهغه برعکس داسلامي امارت دمقابلې سنګر ديرغلګرو امريكايانو په وړاندي پرانستې ، هغه امريكايان چې په عقيدوي اوتاريخي لحاظ د مسلمانانو سخت ترین دښمنان دي، له همدې وجې نن هرافغان دغه سنګر له عقيدې اودين څخه ددفاع يواځنى مستحکم  سنګر بولي اودهغه حمايت اوټينګوالى دځان شرعي مکلفيت ګڼي، چې په دې سره اسلامي امارت په مجموع کې دټولو افغانانو اوهيواد والو له ملاتړ څخه برخمن  اوقوي کيږي-

تاسي چې له اسلامي امارت سره دنړيوال مخالفت خبره وکړه زه ستاسو له دې ټکي سره موافق نه یم  اوپه دې هکله وايم چې له اسلامي امارت سره مخالفت په هیڅ صورت نړيوال حيثيت نه لري بلکې هغه یواځې په امريکا اوڅو هغو هيوادو پوري محدود دى چې د امريکا په پله باندې روان دي- له امريکا اودهغه له یو شمیرانډيوالانو پرته نور ډير جهتونه  لکه مخکې چې مو وویل همدا اوس له اسلامي امارت سره دمختفی حمايت اوملاتړ په درشل کې قرارلري  چې په نیژدې راتلونکي کې به دغه سلسله نوره  هم  پراخه او کاميابه شي-

7 – سوال:   دافغاني لانجې  دحل په  اړه  اسلامي امارت  له هیواد څخه دبهرنیو ځواکونو دبي قید او شرط وتلو خبره  کوي، بهرني ځواکونه  بیا دسولې  په پروسې کې داسلامي امارت  دګډون  او وسلو په ځمکه ایښودلو خبره کوي د دغو دواړو متضادو مواقفو  په موجودیت کې دیوه معقول حل امکانات  څومره  شوني  بلل کېدای شي . ؟

څواب : امريکايان اودهغوي ایتلافي ملګري دافغاني قضیې دحل په اړه ډیرې داسې خبرې کوي چې په واقعيت کې هغه کار ترسره کول له بشري عقل څخه ډيرليري وي-

هغوي اصلا نه غواړي چې افغاني لانجه پاى ته ورسيږي، هغوي نه غواړي چی افغانان خپلواک اسلامي نظام ولري، هغوي اصلا نه غواړي مسلمان افغانان دیو اسلامي سپیڅلي نظام ترسوري لاندې دترقي اونیکمرغې ژوند ولري .

که هغوي په واقعي توګه ددې لانجې دحل غوښتونکي وي، دوی بايد په لومړي قدم کې بې قيد اوشرطه له افغانستان څخه خپلې قواوې وباسي-

په دوهم قدم کې هغوي بايد ټول هغه زندانونه  چې دمجاهدينو داسارت اوتعذيب ولو لپاره يي جوړکړي هغه که په داخل دافغانستان کې وي که په خارج کې په عاجله توګه وتړي اوپه دريمه مرحله کې هغوي بايد د مجاهدينو دنامه درناوى وکړي اوهغوي بايد په استهزاء آميزه الفاظو ونه نوموي، کوم لیسټونه چې دوی د مجاهدينو داستهزایي نومونو اودهغوي  دمجازاتو لپاره ترتيب کړي هغه په مکمله توګه له مينځه يوسي-

داهغه شرایط دي چې اسلامي امارت دافغاني لانجې دواقعي حل لپاره وړاندي کړي-

داچې امريکايان اويا دهغوي په لاس مينځته راغلې مزدوره اداره داسلامي امارت دمجاهدينو دوسلو په ځمکه ايښودلو خبره کوي  دا بلکل له امکانه ليري خبره ده ځکه هیڅ سالم عقل دانه ایجابوي چې څوک دې خپله اسلحه دجنګ په میدان کې دښمن ته په خپله حواله کړي ځكه دا كار هلاكت دى او الله تعالى مسلمانان له هلاكت څخه منع كړي، الله تعالى فرمايي : (وَأَنفِقُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلَا تُلْقُوا بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ وَأَحْسِنُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ) ، اوبله خبره داده  چې اسلامي امارت هغه مهال چې دامريکايانو او دهغوي دایتلافيانو ترزيات پوځي  فشار لاندې وه، هم دغه خبره ونه منله اوس مهال چې الحمد لله مجاهدين دلوى خداى جل جلاله په نصرت په ډيرښه پوځي اوسياسي موقف کې قرار لري، څرنګه به دغه تنازل ومني چې خپلي وسلې یواځې پدې خاطرتسليم کړي چې دوی ته په مزدوره  اداره  کې مشارکت ورکړل شي-

اسلامي امارت په افغانستان باندي حاکميت ددي لپاره غواړي چې هالته يو اسلامي نظام عملي کړیى شي، نه دا چې فقط هغوي تش په نوم  داشغال شويو اداراتو په سرکي راشي.

8 – سوال: دافغاني  لانجې دهواري په غرض د اسلامي کانفرانس  او یا دځینو نورو اسلامي  هیوادونو رول  څرنګه ارزيابي كوي ؟

ځواب: مونږ دافغاني قضیې دهواري په غرض دهرچا له لوري دسوله ايزو هڅو استقبال کوو، خو دافغانستان  په داخلي چاروکې دلاسوهنو اجازه اوحق هيچ چاته نه ورکوو.

مونږ مخکي هم ویلي اوس هم وایو چې په افغانستان کې اوسنۍ اصلي لانجه دبهرنيو قواوو يرغل دى، هرڅوک که غواړي چې په واقعي توګه  په افغانستان کې سوله رامنځته شي هغه دي خپلې هلې ځلې له افغانستان  څخه  دبهرنیو یرغلګرو دبیرته وتلوپه لاره کې  په کار  واچوي .

په افغانستان کې دبهرنیو یرغلګرو ځواکونو دنه موجودیت په صورت کې  په  دې هیواد کې دامن راوستل  دافغانانو حق اودهغوي مسؤلیت دی .

افغانان په ډيره ښه توګه سره داتوانا يي لري، چې دبهرنيانو له عقب نشيني وروسته دخپل هيواد امنيت اودهغه داخلي چارې سنبال کړي.

دهيواد له امنيت، دهغه له حريم اومعتقداتو څخه دفاع دا خپله دافغانانو وظيفه ده- هغوي دغه وظيفه هم د انګليسي يرغل په مهال، هم دروسي يرغل په دور اوهم اوس دامريکايي يرغل په مهال په ډیره ښه توګه سرته رسولې.

افغانان افغانستان خپل کوربولي؛ دخپل کورامنيت ساتل  دوی خپل حق بولي  اوتربل هرچا دوی  هغه په ښه  صورت ترسره کولاى شي.

هو!  هغه څه چې افغانان ورته ضرورت لري هغه دادي چې نړيوال دي ددوی مظلوميت واوري، اسلامي کانفرانس،اسلامي هيوادونه اوملګري ملتونه بايد دهغو مظالمو په وړاندې کوم چې دامريکايانو لخوا په ډيره بې رحمي سره په افغانانو ترسره کيږي، بې تفاوته پاتې نشي، امريکايانو چې نن په دغه  پرمختللي عصر کې په مظلومو افغانانو کوم  وحشت اوبربريت ترسره کړى هيڅ انساني ضمير دهغه منلوته آماده ندي، لهذا اسلامي کانفرانس ملګري ملتونه اوټول اسلامي اودنړۍ نورخپلواک هيوادونه بايد له خپل مکلفيت اواخلاقي مسؤليت څخه کار واخلي اوپه افغانانو باندي دي دوحشي امريکايانو ددغو مظالمو مخنيوى وکړي.

نن په نړیواله کچه دانساني ژوندون اوسالم معاشرت لپاره بین المللي  لوایح اومقررات  وجود لري چې دهمدغو مقرراتو په عملي کولو باندې  د امريکايانو په شمول  ټول ولسونه یو ډول مکلفیت لري .

دملګرو ملتونو اداره، اسلامي کانفرانس اونور بشري سازمانونه  دامسؤلیت لري  چې  د دغو لوایحو اومقرراتو منل اوپلي کول  دنړۍ په ټولو هیوادونو باندې  علی السویه عملي کړي، نه دا چې دهغوي تنفیذ یواځې په مستضعفو هیوادونو او ولسونو پوری محدود وبولي او دامریکا په څیر مستبد قوتونه پریږدي  چې هر څه یې زړه وغواړي هغه په بیوزله ولسونو باندې ترسره کړي.

اسلامي امارت  دخپل مسلمان ملت به ملاتړ په افغانستان کې دامن  په راوستلو  ښه قادر دی؛  داسې امن چی بیلګه یی دخپلی واکمنې پر مهال نړیوالو ته ښکاره کړیده چې خپله امریکایانو هم په هغه اعتراف کړی، هغه  په افغانستان کې نه داسلامي کانفرانس  نه دملګرو ملتونو اونه د ناټو ځواکونوته دامنیت دراوستلو لپاره ضرورت لري، بلکې اسلامي امارت له اسلامي کانفرانس او ملګرو ملتونو نه دا غوښتنه لري چې دخپل نفوذ په استعمال سره باید امریکایان دیته اړباسي چې له افغانستان څخه خپل عسکر  وباسي، اسلامي امارت  داسلامي او بیا افغاني مصالحو دتحفظ په صورت کې له هر چا سره که هغه ملګري ملتونه دي، که اسلامي کانفرانس دی که ګاونډی هیوادونه او که دنړۍ نور خپلواک هیوادونه او ارګانونو دي په دې باره کې تعامل او مفاهمی ته حاضر دی.

همدا راز اسلامي امارت دملګرو ملتونو ادارې ته دا ورپه زړه کوي  چې هغوي دې دخپل  نړیوال صلاحیت له مخې  دغه وحشي او لیونی مجرمین هم دخپلو قوانینو په رڼا کې مجازات کړی .

مونږ وینو چې نن دنړۍ ټول ازاد ولسونه حتی خپله امریکایان هم دبوش په جنګی مجرمتوب باندې اعتراف کوي او د دغې ادعا لپاره  په نړیواله کچه کافی شواهد اواسناد هم موجود دي؛ نو دملګرو ملتونو سازمان باید دغه جنګي مجرم جورج ډبلیو بوش دجنګی جرمونو نړیوالې محاکمې ته  دمواخذې  لپاره  راکش کړي.

9 – سوال : په دې وروستیوکې دخبري رسنیو لخوا دافغاني لانجې دحل په اړه دسعودي عربستان  دمینځګړیتوب  خبرونه خپاره شول  تاسوپه دې مورد کې دسعودي عربستان رول ته په کومه سترګوګوري ؟

جواب: سعودي عربستان د اسلامي هیوادو په منځ کې د یوه ځانګري مقام او حیثیت درلودونکی دی، دمسلمانانو دسترپیغمبرحضرت محمد صلی الله علیه وسلم له لوري داسلام  دمقدس دین بنسټ همالته ایښودل شوی،  د مسلمانانو قبله  هالته  وجود لري او همدا شان د د مسلمانانو د پیغمبر مبارک مسجد همالته ده.

د سعودي عربستان  چارواکو او ملت له افغانانو سره د روسی یرغل په مهال، خپل اسلامي او انساني حمایت او کومک کړی؛ مونږ اوس هم د امريكايي یرغل په مهال د هغوي د اسلامي او اخلاقي مرستو هیله لرو، مونږدسعودي عربستان له پاچا ملک عبدالله خادم الحرمین الشرفین حفظه الله څخه  داغوښتنه لرو چې هغوي  او ولس یې د افغانستان او ټولو اسلامي اشغال شویو هیوادونو د مظلومو مسلمانانو د برحقه قضایاو په اړه خپل مسؤلیت سرته ورسوی، هغوي باید د افغانستان، عراق، فلسطین او نورو اسلامي هیوادونو له قضایاوو څخه دفاع وکړي، د هغوي حمایت وکړي او په مالی توګه ددغو مسلمانو اشغال شویو هیوادونو مساعدت وکړي، دا چې الله تعالی په دوی باندې د خپل رحمت له مخې د رزق د پراخي تر څنګ د سوچه  عقیدې او ښو افکارو لورونه هم کړی هغوي باید د هغې په شکرانه کې د نړۍ د مظلومو مسلمانانو حمایت وکړي.

10- سوال  :  داوباما په راتګ  سره دامریکا لخوا د نړیوالو قضایاو  په تیره دافغانستان په اړه نوې صفحه دخلاصیدو  په حال کې ده او باما  اسلامي امارت  ته دیوه شنه څراغ  دورکولو په توګه دګوانتنامو زندان تړلو حکم ورکړ، د هغه د دغه  اقدام  په مقابل  کې له اسلامي امارت  څخه  دکوم  متقابل غبرګون هیله کېدای شي ؟

جواب: د اوباما دغه اقدام هیڅ  مثبت اقدام نشي بلل کېدای، ځکه مونږ وینو چې نن  د بګرام په هوایې ډګر، د پل چرخي او قندهار په زندانونو کې په زرګونو بیګناه افغانان بندیان دي، دګونتنامو زندان تړل به هغه وخت  دیوه مثبت اقدام  په توګه بلل کیدای شوای چې دهغه زندانیان ازاد کړیی شوي اوخپلو کورونو اوخپلوانو ته راغلي وای، خو اوس خبره داسې نده ځکه دګونتنامو زندان بیګنا زندانیان له ګونتنامو نه نورو زندانونو ته وړل کیږي چې داکار دبندي لپاره هیڅ ارزښت نه لري، ځکه بندي چې له خپل کور اوخپلوانو لري وي هغه ته بیا ګونتنامو اوغیرګونتنامو برابر دي  اوباما که له یوی خوا په شکلي توګه دګونتنامو زندان دتړلو خبرې کوي خو له بلې خوا بیا  ددی پر ځای چې له افغانستان څخه  موجود ځواکونه وباسی د لا زیاتو قوتونو د رالیږلو خبری کوي، چې د ا ټول بی سنجشه او بی ګټی اقدامات  د افغانستان په هکله داوباما د یوې خونړۍ جنګي استراتیژۍ معنا ورکوي داسې  استراتیژې چې له امله  به یې زیات امریکایي عسکر دافغانانو د جهاد په نتیجه کې له مینځه یو وړل شي  ان شاء الله.

11- سوال  : دناټو تړون  غړیو هیوادونو ځینو چارواکو په مکرر ډول  دسولې په پروسې کې  دطالبانو په  مشارکت  ټینګار کړی له دغه چانس نه په استفادې سره اسلامي امارت  تر کومه  حده دځان په ګټه  نفع پورته کولای شي ؟

ځواب: که د ناټو تړون غړي هیوادونه په واقعي توګه اسلامي امارت ته د یوه مطرح سياسي او پوځي  قوت په حیث قایل وی نو هغه دی لطفا د اسلامي امارت  غوښتنو ته هم په احترام قایل شي، د اسلامي امارت غوښتنه دا ده چې امریکایان او د ناټو تړون قواوی چې په نامشروع توګه افغانستان ته راغلی او هره ورځ په دی هیواد کی زمونږ پر مظلوم ولس باندی وحشیانه اعمال ترسره کوی چه زمونږ سپین ږیری؛ ښځی او ماشومان په ډیره بی رحمانه توګه دخپلو پر مختللو الوتکو ټانګونو او توپونو په ذریعه په شهادت رسوی چی ددوی د راتګ له پیل څخه تر اوسه زمونږ دګران هیواد ولس یو لک دپاسه بی ګناه مسلمانان شهیدان کړیدی پدی بنیاد دغو ناروا کړنو ته په کتلو سره پکار ده چی دوی فوځی قواوی ژر تر ژره له افغانستان څخه وباسی؛ ځکه دلته اصلا  ټوله ستونزه بهرنی یرغل جوړه کړې که هغه ختم شي نوره ټوله لانجه خپله حل کیږي.

مونږ امريكايانو اودناټو تړون غړيوهيوادونو ته دا وايو چې تاسو دافغاني قضیی په اصلي حل فكر وكوي دافغاني لانجې  حل يواځي په قدرت كي دطالبانو په اشتراك سره نشي راتلاى ترڅو چي ټولي بهرني قواوي له افغانستان څخه نه  وي وتلي، ځكه افغانان دخپل افغاني غيرت له مخي هيڅكله هم په خپل هيواد كي اجنبي حاكميت ندى منلى.

12 – سوال  : دافغاني  لانجې داخلي  او بهرني  لوري ټول پدې خبره اصرار کوي  چې یواځې پوځي   حل لاره دغې لانجې ته دپای ټکې  نشي ایښودلای  باید دتفاهم له لارې هغه هواره کړیی شي تاسو پدی هکله دیوې ممکنه  معقولې حل لارې څه تجویز کوي ؟

ځواب : هو! بلې مونږ  هم  ډیر له مخه  دا خبره امریکایانو ته کړې وه خو  امریکایان په هغه  وخت کې خپل امريكايي غرور داسې په سر اخیستي وه چې دهیڅ سوله ایز معقول حل قبلولو ته اماده نه وو  اوپه ډیرغرور اوبی فکره سره یې   دټولو ملي اوبین المللي قوانینو خلاف په افغانستان یرغل وکړ؛ دا چې هغوي افغانستان  د یوه پوځي  اشغال له لارې لاندی کړی نو اسلامي امارت  هم د هغوي  په مقابل کې دفاعی اقدام په توګه پوځي  مقابله غوره بللې او ترڅو چې په  افغانستان کې دغه یرغلګری قواوې موجودې وې اسلامي امارت به   هم د مسپلې د حل یواځېنې لاره مسلح جهاد او د هغوي په مقابل کې مقاومت بولي.

کله چې دمجاهدینو دبرحق جهاد او مقابلې په نتیجه کې امریکایان عقب نشيني ته اړایستل شي په هغه صورت کې بیا اسلامي امارت د ټول هیواد په کچه د قضیې د موثرو لوریو له تشکل څخه درا یو ځای کېدا یوه طرحه په نظر کې لري چې د هماغې په ترڅ کې به د افغانستان د راتلونکې سياسي نظام په اړه خبره کیږي.

خو اوس مهال اسلامي امارت د امریکایانو او ناټو د شړلو تر ټولو غوره لاره  د جهاد او پوځي  مقابلی تداوم بولي، او د هغې تر څنګ یې بیا د سياسي کمیسون لخوا د افغاني قضیې د ذی دخلو لوریو د مفاهمې، د هغوي د دعوت او همدا راز د هغو افرادو چې د امریکایانو په تبلغیاتو خطا شوي او نن  دهغوي تر څنګ ولاړ دي د جلب او دعوت سلسله پیل کړې چې لله الحمد ښې مثبتې پایلې یې لرلې.

13 – سوال :  دمتنازع  فیها قضایاو تاریخ ته  که وکتل شی   دهغوي هیڅ  یوه هم دسیاسي  حل لارې په وسیله نتیجې ته نده رسیدلې مثلا دفلسطین  لانجه  دکشمیر لانجه  او داسې نورې   ستاسوله نظره دداشانې لانجو دحل لپاره   دسیاسي اوپوځي  حل لارو ترمنځ کومې یوې ته ترجیح ورکول په کاردي  ؟

ځواب: داچې د ښمن د یوچا په کور باندې د یرغل قصد کړی وي او غواړې هغه له مینځه یو سي نو طبیعي خبره ده چې د هغه د دفع کولو لپاره بالمثل  پوځي   اوهجومي اقدام ته  ضرورت  دی  او تر بل هر اقدام یواځې همدغه پوځي  عمل موثر واقع کېدای شي، الله تعالی هم مسلمانانو ته په دې هکله داسې ارشادکوي:

فَمَنْ اعْتَدَى عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُوا عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدَى عَلَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ) سورة البقرة الآية 194

اسلامي امارت هم په داسې حال کې چې په افغانستان کې د یرغلګرو په مقابل کې د مقاومت  په جبهه کې قرار لري، ددښمن دیرغل ددفع کولولپاره یواځې پوځي  لارې ته ترجیح ورکوي  البته د پوځي  غبرګون تر څنګ غواړې  چې دلانجې د هواري  په غرض له اسلامي کانفرانس، ملګرو ملتونو، او نورو مؤثرو جهتونو سره هم خبره وکړي او غواړې هغوي پدې پوه کړي، چې افغانان هیڅ کله هم د جنګ لپاره د چا کورته ندې ورغلی، بلکې دا امریکایان دي چې ددوپ هیواد یې اشغال کړی او هغوي یې د خپل هیواد د ازادۍ په خاطر مقاومت ته مجبور کړي.

14 – سوال  : اسلامي تاریخ ته  په کتلو سره  مسلمانانو ټول میدانونه  له پوځي  لارې فتح کړي  داسلام مرکز  مکه مکرمه  په  پوځي   اقدام فتح  شوې دنړۍ په نورو هیوادنو کې  اسلامي حاکمیت  تر ډیره بریده له پوځي   لارې راغلی  ایا اوس هم دمسلمانانو لپاره له  خپلو مقدساتو، نو امیسو او غصب  شویوا سلامي هیوادونو څخه   د دفاع  پخاطر  پوځي  حل لاره   په سیاسي حل لارې باندې ګټوره نده ؟

جواب: هو دا خو مسلم حقیقت دی چې اسلامي حاکمیت په نړۍ کې د ډیرو قربانیو سرښندنو او د فداکاریو په نتیجه کې راغلی، همدا راز د اسلامي مقدساتو او نوامیسو څخه د دفاع لپاره نورو  ډیرو قربانیو او فدا کاریو ته ضرورت لري، ټول مسلمانان باید دخپلو غصب شویو ځمکو دبیرته ترلاسه کولولپاره تربل هرڅه پوځي  حل لارې ته ترجیح ورکړي  اوپه همدې لاره کې هر راز قربانۍ ترسره کړي.

اسلامي امارت هم دا دخپل ځان مکلفیت ګڼی چې له خپل هیواد څخه د دفاع  او په هغه کې د اسلامي حاکمیت د راتلو په غرض دامريكايي متجاوز دښمن په مقابل کې پوځي  سنګر  پیاوړي وساتې، البته د دغو پوځي  هلو ځلو تر څنګ د مفاهمې او دعوت لاره هم باید له پامه ونه غورځول شي، تر څو خلګ دا فکر ونکړی چې اسلامي امارت یواځې د جګړې په سیاست باور لري، مونږ د پوځي  هلو ځلو تر څنګ خلګو ته د مفاهمې میز ته د خبرو دعوت هم ورکوو چې هغه په خپل ځای کې د مثبتو پایلو رول لوبولای شي.

15 – سوال  :  په پخوا کی دافغانستان  په شمول  په نړۍ کې ډیر ځایونه  مسلمانانو د دښمن په خلاف پوځي  سنګر ګټلی دی

خو د واک لاسته کولو او سیاسي  تعاملاتو  په سنګر کې بیا تل پاتې راغلي وي ستاسي له نظره  د دې پاتې راتلو علت  څه دی ؟

جواب دا چې مسلمانان د الهی ارشاداتو مطابق د کفارو په مقابل کې په جهاد او مبارزې لاس پورې کوی او د خپلو معتقداتو د دفاع په لاره کې قربانی ورکوی په نتیجه کې  الله تعالی د هغو په برکت دوپ ته په دښمن غلبه ور نصیب کوی او دوی  په دښمن باندې غالبه  کوي .

خو الله تعالی لکه چې مسلمانانو ته په جهاد امر کړی همدا راز پې په ذات البینی اتحاد او اتفاق باندې هم امر ورته کړی- الله تعالی  فرمایې: (وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا…) سورة آل عمران الآية 103

نو مسلمانان باید له کفارو سره د مقابلی په مهال او هر وخت د نورو اوامرو تر څنګ دغه حکیمانه امر هم عملي کړي، رښتیا هم مسلمانانو د خپلو سرښندنو په نتیجه کې هر ځای عسکري میدان ګټلی دی،

خو سياسي میدان یې بیا فقط د خپل منځی اختلافاتو او نزاعاتو له وجې بایللی وی او دښمن هم ډیر دی خبری ته متوجه وی چې د مسلمانانو په مینځ کې سیاسی، لسانی، منطقوی او قومی اختلافات را پیدا کړی او دهغوي په وسیله د مسلمانانو په مینځ کې خپلو دسیسو ته لاره هواره کړی، مسلمانان که غواړې چې په ټولو میدانو کې کامیاب شي باید په خپل مینځ کې اتحاد او اتفاق خپل کړی ځکه دمسلمانانو اتحاد اویوالی دهغوي دهراړخیز داپمي موفقیت ضامن دی؛ الله تعالی دمسلمانانو دصف  دیو والې په هکله فرمایې: ( إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِهِ صَفًّا كَأَنَّهُمْ بُنيَانٌ مَرْصُوصٌ) سورة الصف الآية 4

همداشان مسلمانان  له ذات البیني اختلافاتوڅخه منع کوي او ورته  فرمایې : وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ وَاصْبِرُوا إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ) سورة الأنفال الآية 46

نن چې اسلامي امت  په کوموستونزواومصیبتونو مبتلادی دهغه یواځینی لامل دمسلمانانو ذات البیني اختلافات اوبي اتفاقې ده، باید مسلمانان  دخپل تیر مجد دلاسته  راوړلو لپاره اسلامي وحدت په خپلو منځونوکې  قائم کړي، الله تعالی دې دټولې نړۍ مسلمانانو ته دغه  وحدت ورپه  برخه کړي .آمین.

16 – سوال : په هیواد کې د امریکایی اتحاد په مقابل کې اوسنی جهادي مقاومت یوازی د طالبانو لخوا پر مخ بیول کیږی؟ او که د هغوی تر څنګ د افغان ولس نور لوری هم شتون لری؟

جواب: دا چې امریکایانو په مجموع کې په افغانستان یرغل کړی او افغانستان د ټولو افغانانو مشترک کور دی لهذا هغوی ټول دا خپل اسلامي او افغاني مسؤلیت بولی چې په مشترکه توګه له خپله کوره دفاع وکړی.

اوس چې د لوی خدای په نصرت د یرغلګرو امریکایانو په مقابل کې په ټول هیواد کې جهادي مقاومت ښه وسیع او پراخ شوی، ددی مقاومت او جهاد په مورچلونو کې د طالبانو تر څنګ د هیواد ټول هغه باغیرته اتل افغانان چې په هیڅ صورت په خپل هیواد باندی د اجنبی حاکمیت منلو ته تیار نه دی  وجود لری، چې د بیلګی په توګه د افغانستان د مشهور جهادي شخصیت د اسلامي حزب مشر مولوی محمد یونس خالص رحمه الله زوی او قائم مقام مولوی انوار الحق مجاهد د خپلو پیاوړو مجاهدینو سره یو ځای د اسلامي امارت تر قیادت لاندی په ډیره میړانه او غیرت سره جهاد کوی، او همدا راز د مجاهد کبیر محترم انجنیر ګلبدین حکمتیار صاحب جهادي موقف د ډیری ستاینی وړ دی، همدا شان د پخوانی ټولو جهادي تنظیمونو هغه مخلص مجاهدین چې پرون یی د روسی یرغل په مهال له خپل هیواد او عقیدی څخه د دفاع په سنګرونو کې جهاد کړی وو، نن د اسلامي امارت تر بیرغ لاندی د امریکایی یرغل په خلاف په جهاد لګیا دی.

سر پر دی باید ووایم دغه کوم اسلامی او سپیڅلی جهاد چی په افغانستان کی د امریکایی اتحاد پر ضد روان دی دا یوازی د افغانانو مسؤولیت نه دی، بلکی د ټولو مسلمانانو دینی او ایمانی وجیبه ده، او د دوی مسؤولیت دی چی د خپلو وړونو -افغانی مجاهدینو- تر څنګ ودریږی، او په بیلا بیلو ډګرونو کی د هغوی مرسته او ملاتړ وکړی، برابره خبره ده که دغه ملاتړ په مال سره وی، په نفس سره وی، په دعا سره وی او که په نورو ډګرونو کی وی.

او نور هغه یو شمیر جهتونه او اشخاص چې د امریکایي اتحاد دتوطیو او شعارونو له وجی د دښمن د دسایسو تر اثر لاندی راغلی د هغوی په اړوند هم اسلامي امارت خپلی ټولی هلی ځلی په کار اچولی تر څو له هغوی سره  مشترک او مثبت تفاهم ته ورسیږی او هیله لرو چی هغوی دخپلو وروڼو مجاهدینو په صف کی ودریږی.

17- سوال : ستاسی د اداری پر مهال ستاسو نظام ته په کتلو سره نړیوال او ډیر خلک داسی انګیری چی اسلامی امارت دعصری تعلیم او په تیره بیا دښځینه تعلیم سره مخالفت لری؛ ستاسو له انده دا خبره درسته ده که نه؟

جواب: زه ددی خبری سره موافقت نلرم چی اسلامی امارت دعصری تعلیم سره مخالفت لری بلکه د اسلامی امارت د اداری پر مهال عصری تعلیم ته دستونزو سره سره تر ډیره بریده پاملرنه شوی وه اسلامی امارت هغه مهال دهیواد ټول پوهنتونونه او ښوونځی پرانستل او هغوی لپاره یی په کافی اندازه وسایل اودرسي مواد برابر کړه دا پداسی حال کی چی د اسلامی امارت دحاکمیت څخه وړاندی دهیواد ګڼ شمیر پوهنتونونه او ښوونځی تړل شوی وه ان چی زیاتره یی دخپل مینځی شخړو له کبله وران او ویجاړ شوی وو؛ او دهیواد بی شمیره بچی د هر راز زده کړو څخه محروم پاتی شوی وو؛ دښځو د زده کړی یا تعلیم په هکله باید ووایم چی اسلامی امارت دخپل حاکمیت پر مهال دوخت او حالاتو سره سم دغه تعلیم ته  هم توجه کړی وه او د هیواد په غټو ښارونو لکه کابل؛ قندهار؛ مزار؛ هرات؛ جلال اباد او داسی نورو ښارونو کی دښځینه تعلیم لپاره نیمایی او بشپړ عالی تعلیمات تر سره کیدل په تیره بیا د طب په برخه کې ددی سربیره د لومړنیو او منځنیو ښوونځیو زده کړی د یو لړ سختو اقتصادي ستونزو له کبله که څه هم په منظمه کچه نه وو موجود خو په محلی او کورنی مدارسو کی ترسره کیدل.

دښځینه تعلیم په هکله باید ووایم لکه څرنګه چی د نارینه و لپاره تعلیم ضرور دی دغه ډول دښځینه و لپاره هم ضرور دی پدی بنسټ اسلامی امارت پدی اند دی چی تعلیم د نارینه او ښځی دواړو لپاره ضروری او لازمی دی؛ پدی شرط چی په اسلامی اصولو بناء وی؛ تا چی دنړیرالو خبره وکړه مونږ ددی په ځواب کې داسي وایو: که دوي زمونږ سره د اوسنیو مرستو چی د ګوډاګي اداری سره یی کوی لس فیصده یی زمونږ سره کړی وای نو مونږ به د هیواد په کچه ټولې تعلیمي اداری د نارینه او ښځینه و لپاره پرانستلی وای او په نړیوالو تعلیمي معیارونو به مو هم عیاري کړی وای خو دحیرانتیا خبره دا ده چی نړیوال خپل کومکونه د فاسدی اداري سره کوي چی هغه ټول دفساد او اختلاس ښکار کیږي.

18- سوال : ستاسو دنظر څخه داسی فهمول کیږي چی د نارینه واو ښځینه و لپاره تعلیم لازمی بولئ او هغه دخپلی پالیسی یو بنسټ ګڼئ خو مونږ د یو شمیر مطبوعاتو له لاری اورو چی داسلامی امارت مجاهدین د ښوونی او روزنی مراکز تړی او تردی چی په ځینو حالاتو کی سوځوی؛ تاسو پدی اړوند څه وایاست؟

ځواب: دا خبره له واقعیت څخه لری او دا ټول د دښمن د ناوړه تبلیغاتو یوه برخه ده ځکه د اسلامی امارت مجاهدین زیاتره ځوان زده کوونکی دي او هغوي د زده کړې قدر او اهمیت ښه پیژني؛ بل داچې اسلامی امارت دخپلی اداری پر مهال هر کال زیاته برخه پانګه دتعلیم او تربیی دمراکزو د ودانولو لپاره ټاکله؛ نو اوس به څرنګه هغوئ خپل جوړ کړی شوی علمی مراکز او یا د نورو ازادو ارګانونو لخوا څخه ودان کړی شوی علمی مراکز په خپلو لاسونو ورانوی؟ پدی هکله باید ووایم چی مونږ خپلو مجاهدینو ته ویلی او امر مو ورته کړی چی د مکاتبو د سوځولو عاملین معلوم او مجازات کړی؛ هغوئ په دی مورد کې یو لړ اقدامات هم ترسره کړیدی چی په ترځ کې یي یو شمیر وران کار اشخاص دمجاهدينو دکرښو څخه دباندی ونیول شول چی دغه تخریبي کړني تر سره کولی؛ دوی  پخپلو تحقیقاتو کې وویل چی د امریکایانو د ځینو شبکو لخوا ددغسی او دیته ورته نورو تخریبي اعمالو په ترسره کولو سره  پیسی ورکول کیدلی.

پدی اساس مونږ وایو چې زمونږ په هیواد کې د ټولو ورانیو او بدختیو عاملین امریکايیان دي؛ دوی نه یوازی داچې زمونږ مکتبونه را ورانوي بلکې هره ورځ زمونږ دبیګناه وروڼو وینی په ظالمانه او وحشیانه توګه تویوی؛ ټاټوبي کورونه او کلي په ډیره بی رحمانه  توګه بمبار وی چی له خاورو سره یي خاوری کوي.

19- سوال  : لکه څرنګه چې تاسو ته معلومه ده چې په افغانستان کې بیلابیل نظریات او افکار موجود دي دبیلګی په توګه حنفیت؛ سلفیت؛ اهل تشیع اخوانیت او داسي نور؛ دافغانستان اسلامی امارت پدي اړوند څه راز پالیسي لري؟

ځواب: افغانستان دټولو افغانانو شریک کور دی او ټول به په ګډه په ښه فضا کې دلته ژوند تر سره کوي؛ همدا ډول د افغانستان اسلامی امارت پخپل هیواد کې دټولو حقه افکارو او نظریاتو احترام او درناوی لري؛ او ټولو ته پخپلو حقوقو باندي په مساویانه توګه پدي هیواد کې قایل دي؛ او د افغانستان اسلامی امارت پخپل هیواد کې د یو واحد اسلامي نظام تر سیوری لاندي ټولو هیوادوالو ته دیو سوکاله؛ ارام؛ او ښه ژوند غوښتونکی دی.

20- سوال  : یو شمیر نړیوال او دکرزی اداره دا ادعاء کوی چې داسلامی امارت مجاهدین د مخدره توکو د عاید څخه ګټه اخلی او ددی توکو کرهنې او قاچاق ته وده ورکوي؛ ایا رښتیا هم د اسلامی امارت مجاهدین دغه رنګی کارونه ترسره کوي؟

ځواب: دغه ډول تبلیغات بیخی د حقیقت او واقعیت څخه لري دي؛ ځکه چې اسلامي امارت پالیسي د هیچا څخه پټه نده؛ هغه دخپلې اداري پر مهال د ټول هیواد په کچه د مخدره توکو کښت؛ قاچاق او تجارت په بشپړه توګه بند کړی وو؛  خو په خواشینة سره باید ووایو چی  د اسلامی امارت دومره غټ مثبت اقدام ته نړیوالی اداری دپام وړ  او کامیاب غبرګون ونه ښود؛  بل داچې داسلامی امارت پالیسي د اسلام پر اصولو ولاړه ده او اسلام ددغو توکو استعمال ته اجازه نه ورکوي؛ نو څه راز به داسلامی امارت مجاهدین دارنګی اعمال ترسره کړی؟ که اصلي واقعیت ته وګورو نو پدغه کار کې خپله امریکايیان او ددوی مزدوره اداره ککړه ده؛ ځکه چی پر افغانستان د امریکا یرغل سره جوخت دغه کښت دوباره شروع او په پریمانه کچه وده ورکړی شوه چی پدی خپله غربیانو هم اعتراف کړی او څرګنده کړیده چې ددوی (مزدوره) اداره پدغه کار کې په کامله توګه ککړه ده.

خو په تاسف سره باید ووایو چی ملګري ملتونه او ځیني نړیوال ددغي فاسدي اداري سره خپل تعلقات او کومکونه جاري ساتي؛ پداسی حال کې چې دغه اداره نه یوازي داچی په مخدره توکو کې ککړه ده بلکې هر ډول فساد پکښي موجود دی برابره خبره ده که هغه اقتصادی فساد وي که اجتماعي فساد وي او که اداري فساد وي خو ددې ټولو فساداتو سره سره بیا هم د نوموړی اداری ملاتړ کوي؛ نو ددې څخه داسي څرګندیإي چې ددوی دغه حمایت د نوموړی اداري فساداتو ته وده ورکول دي؛ پدي بنیاد د افغانستان اسلامی امارت دملګرو ملتونو او نړیوالو څخه غوښتنه لري چې خپلې ټولې مرستي او حمایت دی د دغي نا مشروع اداري سره په بشپړه توګه بند کړی؛ او هم خپلې ټولې اړیکی ورسره قطع کړي؛ او ددې پر  ځاي دی دوی خپلې مرستې او اړیکې دملت له حقیقي نمایندګانو سره وساتی.

21- سوال :  په وروستۍ پوښتنه کې مودنړۍ مسلمانوته څه پیغام لرئ؟

خپلو هیوادوالو او د نړۍ مسلمانانو ته مو دا پیغام دی چې هغوي دې دالهي ارشاداتو اونبوي سپیڅلیو لارښو ونو په رڼا کې دطاغوتي دسایسوله  اضرارو څخه ځان محفوظ کړي .

نړیوال استکبار غواړي  دخپلو شیطاني توطیو يه لوموکې مسلمانان راګیرکړي ، هغوي یودبل په خلاف  استعمال او د هغوي  ترمنځ  دبي اعتمادي فضا را منځته  کړي.

خومسلمانان باید ددښمنانو دغومهلکو دسیسو ته متوجه وي  داسلامی هیوادونو چارواکي باید په خپلو مسلمانوولسونوباندې اعتماد وکړي دخپلوهیوادونو په دفاع اوساتنه کې یواځې له هغوي نه کار واخلې او د دښمنانو په  دسیسو هغه له ځانه لیري نه کړي  .اوهمداراز  زمونز مسلمان  ولسونه هم بايد دخپلو اسلامي هيوادونو ددفاع اوپه هغو كي دثبات دتحقق په خاطر دخپلومسلمانو مسؤلينو حمايت وكړي  اوهغوي ديته مجبور نه كړي چي د خپلي كمزوري له وجي  دكفارو په دسيسو كې راګير شي

په اسلامي هیوادونوکې  دچارواکو اودهغوي دولسونوترمنځ  کشمکشونه  په همدوغو هیوادونوکې داجنبي دښمن  دسلطې لپاره زمینه مساعدوي  اود اسلامی امت لپاره  دګډوډۍ او ناکامی سبب ګرځی.

امریکایې اسلام دښمنه پالیسې د دیموکراسې اوترقې ترعنوان لاندې دټول اسلامي امت  اوپه مجموع کې دټولې نړۍ لپاره دتباهۍ،بربادۍ  اوګډوډې تریخ پیغام له ځانه سره لري ، که دنړۍ اسلامي هیوادونه غواړي چې په خپلو هیوادونو اومنطقه کې  یې سوله،ترقي او امنیت تأمین  شي هغوي  ته په کاردی  چې په خپلوهیوادونو کې  دګدوډۍ اوبي نظمۍ دمخنیوي په غرض  تربل هرڅه له مخې  خپلې ټولې هلې ځلې داسلام  دښمنه امریکایې  تحرکاتو اودهغوي شیطاني دسائسومخنیوي ته متوجه کړي  .

هغوي باید په افغانستان  اوعراق کې  دامریکایانو خلاف جنګیدونکو مجاهدینو تاپید، حمایت  اوملاتړ وکړي، ځکه  په افغانستان اوعراق کې  دامریکایانو خلاف  پرانستل شوی پوځي  سنګر په مجموع کې دټول اسلامي امت او په خاصه توګه دمظلومو هيوادونو څخه  ددفاع  دسنګر حیثیت  لري، په دغه پوځي سنګر کې دمجاهدینو بریالیتوب  په ټولیزه توګه  دوحشي امريكا په مقابل کې داسلامي امت دبریالیتوب په معنی دی، اوخدای ناخواسته  په دغه مورچل کې دمسلمانانو ناکامې  دامريکا په مقابل کې دټول اسلامي امت  د ماتې اوناکامې په معنی دی.

په افغانستان اوعراق کې  دامريكايي یرغلګروپه مقابل کې دمجاهدینوبرحق جهاد او مقاومت نن د یرغلګرې امریکا طاغوتي وقار اوهیبت  ترپښو لاندی کړی، هغوي ته یې دخپلو سرښندنو اوفداکاریو په نتیجه کې ملاماتوونکي ګوزارونه ورکړي، دایمان اوعقیدې په زوریې دهغوي پرمختللې تکنالوژۍ  اوپرمختللې وسلې ناکاره کړې  اوپه مجموع کې دمستکبرې مستبدې اوجابرې امریکا امريكايي استکبار اواستبداد یې دنړۍ دبی وزلومسخره ګرځولی، لهذا دنړۍ داسلامي اونورو خپلواکو هیوادو  چارواکو ته داپه کارده  چې له دې طلایې فرصت نه په استفادې سره په کلي توګه  دامریکا  له شر څخه دټولې نړۍ دنجات اوژغورنې په خاطر دمجاهدینو ملاتړ وکړي.

افغاني مجاهدین نن دلوی خدای جل جلاله په نصرت  دنړۍ له مخې دیوې بلې مغرورې  امريكايي امپراطورې  دورکیدو اوختمیدو په حال کې دي،  هغوي په  ټولونړیوالو اوپه تیره  اسلامي هیوادونو باندی اخلاقا داحق لري  چې په دغه عظیمې شاهکاري کې دسرښندونکو افغانانو حوصله افزایې اوتقدیروکړي  .

په اخیر کې په ټول هیواد کې د اسلامي حاکمیت په هیله

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.

————————————

پیژندنه:

محترم ملا اغا جان معتصم د سید عبد الستار اغا زوی په کال ۱۳۵۰ هجري شمسي چی د 1971 میلادی سره سمون خوری  د کندهار ولایت د پنجوایي ولسوالۍ د نلغام په کلي کې زیږیدلی.

لومړنۍ او متوسطه زده کړې یې د خپلې سیمې په مدارسو کې پای ته رسولې.

او هم یی ددی تر څنګ دقندهار او سيمی له معتبرو علماو او استاذانو څخه زده کړی کړی خو لوړی او عالی  زده کړی یی دهجرت په ټاټوبی کی دسیمی د دود مطابق سرته رسولی.

جهاد:   دروسی یرغل په مهال یې د کندهار ولایت په مختلفو جهادی جبهاتو کې د پام وړسهم اخیستی.

له تحریک سره پیوستون یې:

په افغانستان کې د طالبانو له خوا د اسلامي تحریک د تأسیس له پیل نه  د تحریک د مشر ملا محمد عمر مجاهد حفظه الله له نیژدی او با اعتماده ملګری په حیث د تحریک  په لیکو کې د یو فعال غړی په توګه پیژندل شوی، نوموړی د خپلی جهادی مبارزی په مهال د مقاومت په ډیرو میدانونو کې شرکت کړی، او دری ځلی شدیدا زخمی شوی چې الله تعالی شفا ور بخښلی، او د اسلامي امارت د حاکمیت پر مهال یې لاندې مهم مسؤلیتونه تر سره کړی:

د افغانستان د اسلامي امارت د مشر تابه په دفتر کې د خاص هیأت ریاست.

د افغانستان د اسلامي امارت د مالیې وزارت.

د افغانستان د اسلامي امارت د هیواد په کچه د اداری تشکېلاتو د کمیسیون ریاست.

په افغانستان باندې د امریکایي یرغل ورسته  ارام نه کښیناست اود هغوی په خلاف یې جهادی هر راز فعالیتونه تر سره کړل، چی په مالي، پوځي، فرهنګي او دعوتي برخي کې د پام وړ نتائج درلودلی دی.

او اوس مهال د اسلامي امارت  د سیاسي کمیسیون د مسؤل په توګه دنده تر سره کوی، د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي کمیسیون ویب پاڼي د خپلو درنو لوستونکو خاصتا خپلو هیواد والو ته د اسلامي امارت د موقف واضح کولو لپاره له نومړی سره یوه هر اړخیزه او جامعه مرکه ترتیب کړی.

——————————————————–

مركه كوونكي: احمد مختار

د مرکې ځای: د اروزګان ولایت د ګیزاب ولسوالۍ کومه چی له تیرو څلورو کلونو راهیسی د اسلامي امارت  دمجاهدینو  له لوري اداره کېږي.

له طالبانو څخه یوه جدی هیله

ګرانو وروڼو لکه څنګه چي تاسی پرون شاهدان وی، پرون د کابل هوایی ډګر ته په ورغلی سړک ځان مرګئ برید، وشو، او د یو څو تنو بحرنیو تر څنګ زمونږ ګڼ شمیر هیوادوال شهیدان شول، که چیری ددوی شمیر لس کسان ومنو، نو لس کورنئ د ویر او غم په ټغر کیناستی، راتلونکی اختر ته بیا د هفو یتیمانو شمیر زیات شو، چي خپل پلارونه غواړی، هفه زنانه چي د کور بل کفالت کونکئ نه لری او میړونه یی په دغه پیښه کی شهیدان شول، هفه به وروسته له دی هر چا ته محتاجی وی، په دغه سړک دومره زیات بیروبار وی، چي ډیره مشکله ده چي له بحرنیو موټرو سره سړئ فاصله ونیسی، نو کله چي حمله کونکئ حمله کوی، هغه په دی ښه پوهیږی، چي لس پنځلس کسه هیوادوال به شهیدان کیږی، آیا د یوه مسلمان وینه هم زیات اهمیت نه لری؟؟؟  

کوم بم چي د انتخاباتو څخه وړاندی، د ای،اس،اف د قوماندانئ مخکی وشو، هم ټول غریبان پکی شهیدان شول، 

لکه چي وینو کفار هر ځل په لس هاوو، هیواد وال شهیدان کوی، آیا وروسته له هغه چي طالبانو ته د هغوی مشر امیر، هم د ملکی تلفاتو، د مخنیوئ سپارښتنه کړی باید دوی احتیاط ونه کړی؟ 

کوم خلک چي په کندز کی شهیدان شول، او یا پرون کابل کی، څه توپیر سره لری، هلته د کفارو بمباری ددوی د شهادت سبب شوه، دلته د طالبانو ځان مرګئ برید.

د کابل له ښار څخه وتلی ډیر داسی ځایونه دی چي طالبان هلته هم خپل عملیات کولائ شی، هم عام اولس ته خطر نه وی متوجه.

د یادولو وړ ده چي په وردګو ولایت کی هم ډیری داسی پيښی کیږی، چي طالبان اولسی کورو ته نیږی، عملیات کوی، او هیڅ د خلکو فریاد ته غوږ نه ‌‌‌‌نیسی، په ځواب کی ورته وای، چی زمونږ سرونه ځی، ستاسی خو د هسی لاړ شی.

هیله ده چي بحرنیانو او طالبانو ته د افغانانو وینه یوه بیه و نه لری.

همداشان مسلمانان  له ذات البیني اختلافاتوڅخه منع کوي او ورته  فرمایې : 😦 وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ وَاصْبِرُوا إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ) سورة الأنفال الآية 46

نن چې اسلامي امت  په کوموستونزواومصیبتونو مبتلادی دهغه یواځینی لامل دمسلمانانو ذات البیني اختلافات اوبي اتفاقې ده، باید مسلمانان  دخپل تیر مجد دلاسته  راوړلو لپاره اسلامي وحدت په خپلو منځونوکې  قائم کړي، الله تعالی دې دټولې نړۍ مسلمانانو ته دغه  وحدت ورپه  برخه کړي .آمین.

16 – سوال : په هیواد کې د امریکایی اتحاد په مقابل کې اوسنی جهادي مقاومت یوازی د طالبانو لخوا پر مخ بیول کیږی؟ او که د هغوی تر څنګ د افغان ولس نور لوری هم شتون لری؟

جواب: دا چې امریکایانو په مجموع کې په افغانستان یرغل کړی او افغانستان د ټولو افغانانو مشترک کور دی لهذا هغوی ټول دا خپل اسلامي او افغاني مسؤلیت بولی چې په مشترکه توګه له خپله کوره دفاع وکړی.

اوس چې د لوی خدای په نصرت د یرغلګرو امریکایانو په مقابل کې په ټول هیواد کې جهادي مقاومت ښه وسیع او پراخ شوی، ددی مقاومت او جهاد په مورچلونو کې د طالبانو تر څنګ د هیواد ټول هغه باغیرته اتل افغانان چې په هیڅ صورت په خپل هیواد باندی د اجنبی حاکمیت منلو ته تیار نه دی  وجود لری، چې د بیلګی په توګه د افغانستان د مشهور جهادي شخصیت د اسلامي حزب مشر مولوی محمد یونس خالص رحمه الله زوی او قائم مقام مولوی انوار الحق مجاهد د خپلو پیاوړو مجاهدینو سره یو ځای د اسلامي امارت تر قیادت لاندی په ډیره میړانه او غیرت سره جهاد کوی، او همدا راز د مجاهد کبیر محترم انجنیر ګلبدین حکمتیار صاحب جهادي موقف د ډیری ستاینی وړ دی، همدا شان د پخوانی ټولو جهادي تنظیمونو هغه مخلص مجاهدین چې پرون یی د روسی یرغل په مهال له خپل هیواد او عقیدی څخه د دفاع په سنګرونو کې جهاد کړی وو، نن د اسلامي امارت تر بیرغ لاندی د امریکایی یرغل په خلاف په جهاد لګیا دی.

سر پر دی باید ووایم دغه کوم اسلامی او سپیڅلی جهاد چی په افغانستان کی د امریکایی اتحاد پر ضد روان دی دا یوازی د افغانانو مسؤولیت نه دی، بلکی د ټولو مسلمانانو دینی او ایمانی وجیبه ده، او د دوی مسؤولیت دی چی د خپلو وړونو -افغانی مجاهدینو- تر څنګ ودریږی، او په بیلا بیلو ډګرونو کی د هغوی مرسته او ملاتړ وکړی، برابره خبره ده که دغه ملاتړ په مال سره وی، په نفس سره وی، په دعا سره وی او که په نورو ډګرونو کی وی.

او نور هغه یو شمیر جهتونه او اشخاص چې د امریکایي اتحاد دتوطیو او شعارونو له وجی د دښمن د دسایسو تر اثر لاندی راغلی د هغوی په اړوند هم اسلامي امارت خپلی ټولی هلی ځلی په کار اچولی تر څو له هغوی سره  مشترک او مثبت تفاهم ته ورسیږی او هیله لرو چی هغوی دخپلو وروڼو مجاهدینو په صف کی ودریږی.

17- سوال : ستاسی د اداری پر مهال ستاسو نظام ته په کتلو سره نړیوال او ډیر خلک داسی انګیری چی اسلامی امارت دعصری تعلیم او په تیره بیا دښځینه تعلیم سره مخالفت لری؛ ستاسو له انده دا خبره درسته ده که نه؟

جواب: زه ددی خبری سره موافقت نلرم چی اسلامی امارت دعصری تعلیم سره مخالفت لری بلکه د اسلامی امارت د اداری پر مهال عصری تعلیم ته دستونزو سره سره تر ډیره بریده پاملرنه شوی وه اسلامی امارت هغه مهال دهیواد ټول پوهنتونونه او ښوونځی پرانستل او هغوی لپاره یی په کافی اندازه وسایل اودرسي مواد برابر کړه دا پداسی حال کی چی د اسلامی امارت دحاکمیت څخه وړاندی دهیواد ګڼ شمیر پوهنتونونه او ښوونځی تړل شوی وه ان چی زیاتره یی دخپل مینځی شخړو له کبله وران او ویجاړ شوی وو؛ او دهیواد بی شمیره بچی د هر راز زده کړو څخه محروم پاتی شوی وو؛ دښځو د زده کړی یا تعلیم په هکله باید ووایم چی اسلامی امارت دخپل حاکمیت پر مهال دوخت او حالاتو سره سم دغه تعلیم ته  هم توجه کړی وه او د هیواد په غټو ښارونو لکه کابل؛ قندهار؛ مزار؛ هرات؛ جلال اباد او داسی نورو ښارونو کی دښځینه تعلیم لپاره نیمایی او بشپړ عالی تعلیمات تر سره کیدل په تیره بیا د طب په برخه کې ددی سربیره د لومړنیو او منځنیو ښوونځیو زده کړی د یو لړ سختو اقتصادي ستونزو له کبله که څه هم په منظمه کچه نه وو موجود خو په محلی او کورنی مدارسو کی ترسره کیدل.

دښځینه تعلیم په هکله باید ووایم لکه څرنګه چی د نارینه و لپاره تعلیم ضرور دی دغه ډول دښځینه و لپاره هم ضرور دی پدی بنسټ اسلامی امارت پدی اند دی چی تعلیم د نارینه او ښځی دواړو لپاره ضروری او لازمی دی؛ پدی شرط چی په اسلامی اصولو بناء وی؛ تا چی دنړیرالو خبره وکړه مونږ ددی په ځواب کې داسي وایو: که دوي زمونږ سره د اوسنیو مرستو چی د ګوډاګي اداری سره یی کوی لس فیصده یی زمونږ سره کړی وای نو مونږ به د هیواد په کچه ټولې تعلیمي اداری د نارینه او ښځینه و لپاره پرانستلی وای او په نړیوالو تعلیمي معیارونو به مو هم عیاري کړی وای خو دحیرانتیا خبره دا ده چی نړیوال خپل کومکونه د فاسدی اداري سره کوي چی هغه ټول دفساد او اختلاس ښکار کیږي.

18- سوال : ستاسو دنظر څخه داسی فهمول کیږي چی د نارینه واو ښځینه و لپاره تعلیم لازمی بولئ او هغه دخپلی پالیسی یو بنسټ ګڼئ خو مونږ د یو شمیر مطبوعاتو له لاری اورو چی داسلامی امارت مجاهدین د ښوونی او روزنی مراکز تړی او تردی چی په ځینو حالاتو کی سوځوی؛ تاسو پدی اړوند څه وایاست؟

ځواب: دا خبره له واقعیت څخه لری او دا ټول د دښمن د ناوړه تبلیغاتو یوه برخه ده ځکه د اسلامی امارت مجاهدین زیاتره ځوان زده کوونکی دي او هغوي د زده کړې قدر او اهمیت ښه پیژني؛ بل داچې اسلامی امارت دخپلی اداری پر مهال هر کال زیاته برخه پانګه دتعلیم او تربیی دمراکزو د ودانولو لپاره ټاکله؛ نو اوس به څرنګه هغوئ خپل جوړ کړی شوی علمی مراکز او یا د نورو ازادو ارګانونو لخوا څخه ودان کړی شوی علمی مراکز په خپلو لاسونو ورانوی؟ پدی هکله باید ووایم چی مونږ خپلو مجاهدینو ته ویلی او امر مو ورته کړی چی د مکاتبو د سوځولو عاملین معلوم او مجازات کړی؛ هغوئ په دی مورد کې یو لړ اقدامات هم ترسره کړیدی چی په ترځ کې یي یو شمیر وران کار اشخاص دمجاهدينو دکرښو څخه دباندی ونیول شول چی دغه تخریبي کړني تر سره کولی؛ دوی  پخپلو تحقیقاتو کې وویل چی د امریکایانو د ځینو شبکو لخوا ددغسی او دیته ورته نورو تخریبي اعمالو په ترسره کولو سره  پیسی ورکول کیدلی.

پدی اساس مونږ وایو چې زمونږ په هیواد کې د ټولو ورانیو او بدختیو عاملین امریکايیان دي؛ دوی نه یوازی داچې زمونږ مکتبونه را ورانوي بلکې هره ورځ زمونږ دبیګناه وروڼو وینی په ظالمانه او وحشیانه توګه تویوی؛ ټاټوبي کورونه او کلي په ډیره بی رحمانه  توګه بمبار وی چی له خاورو سره یي خاوری کوي.

19- سوال  : لکه څرنګه چې تاسو ته معلومه ده چې په افغانستان کې بیلابیل نظریات او افکار موجود دي دبیلګی په توګه حنفیت؛ سلفیت؛ اهل تشیع اخوانیت او داسي نور؛ دافغانستان اسلامی امارت پدي اړوند څه راز پالیسي لري؟

ځواب: افغانستان دټولو افغانانو شریک کور دی او ټول به په ګډه په ښه فضا کې دلته ژوند تر سره کوي؛ همدا ډول د افغانستان اسلامی امارت پخپل هیواد کې دټولو حقه افکارو او نظریاتو احترام او درناوی لري؛ او ټولو ته پخپلو حقوقو باندي په مساویانه توګه پدي هیواد کې قایل دي؛ او د افغانستان اسلامی امارت پخپل هیواد کې د یو واحد اسلامي نظام تر سیوری لاندي ټولو هیوادوالو ته دیو سوکاله؛ ارام؛ او ښه ژوند غوښتونکی دی.

20- سوال  : یو شمیر نړیوال او دکرزی اداره دا ادعاء کوی چې داسلامی امارت مجاهدین د مخدره توکو د عاید څخه ګټه اخلی او ددی توکو کرهنې او قاچاق ته وده ورکوي؛ ایا رښتیا هم د اسلامی امارت مجاهدین دغه رنګی کارونه ترسره کوي؟

ځواب: دغه ډول تبلیغات بیخی د حقیقت او واقعیت څخه لري دي؛ ځکه چې اسلامي امارت پالیسي د هیچا څخه پټه نده؛ هغه دخپلې اداري پر مهال د ټول هیواد په کچه د مخدره توکو کښت؛ قاچاق او تجارت په بشپړه توګه بند کړی وو؛  خو په خواشینة سره باید ووایو چی  د اسلامی امارت دومره غټ مثبت اقدام ته نړیوالی اداری دپام وړ  او کامیاب غبرګون ونه ښود؛  بل داچې داسلامی امارت پالیسي د اسلام پر اصولو ولاړه ده او اسلام ددغو توکو استعمال ته اجازه نه ورکوي؛ نو څه راز به داسلامی امارت مجاهدین دارنګی اعمال ترسره کړی؟ که اصلي واقعیت ته وګورو نو پدغه کار کې خپله امریکايیان او ددوی مزدوره اداره ککړه ده؛ ځکه چی پر افغانستان د امریکا یرغل سره جوخت دغه کښت دوباره شروع او په پریمانه کچه وده ورکړی شوه چی پدی خپله غربیانو هم اعتراف کړی او څرګنده کړیده چې ددوی (مزدوره) اداره پدغه کار کې په کامله توګه ککړه ده.

خو په تاسف سره باید ووایو چی ملګري ملتونه او ځیني نړیوال ددغي فاسدي اداري سره خپل تعلقات او کومکونه جاري ساتي؛ پداسی حال کې چې دغه اداره نه یوازي داچی په مخدره توکو کې ککړه ده بلکې هر ډول فساد پکښي موجود دی برابره خبره ده که هغه اقتصادی فساد وي که اجتماعي فساد وي او که اداري فساد وي خو ددې ټولو فساداتو سره سره بیا هم د نوموړی اداری ملاتړ کوي؛ نو ددې څخه داسي څرګندیإي چې ددوی دغه حمایت د نوموړی اداري فساداتو ته وده ورکول دي؛ پدي بنیاد د افغانستان اسلامی امارت دملګرو ملتونو او نړیوالو څخه غوښتنه لري چې خپلې ټولې مرستي او حمایت دی د دغي نا مشروع اداري سره په بشپړه توګه بند کړی؛ او هم خپلې ټولې اړیکی ورسره قطع کړي؛ او ددې پر  ځاي دی دوی خپلې مرستې او اړیکې دملت له حقیقي نمایندګانو سره وساتی.

21- سوال :  په وروستۍ پوښتنه کې مودنړۍ مسلمانوته څه پیغام لرئ؟

خپلو هیوادوالو او د نړۍ مسلمانانو ته مو دا پیغام دی چې هغوي دې دالهي ارشاداتو اونبوي سپیڅلیو لارښو ونو په رڼا کې دطاغوتي دسایسوله  اضرارو څخه ځان محفوظ کړي .

نړیوال استکبار غواړي  دخپلو شیطاني توطیو يه لوموکې مسلمانان راګیرکړي ، هغوي یودبل په خلاف  استعمال او د هغوي  ترمنځ  دبي اعتمادي فضا را منځته  کړي.

خومسلمانان باید ددښمنانو دغومهلکو دسیسو ته متوجه وي  داسلامی هیوادونو چارواکي باید په خپلو مسلمانوولسونوباندې اعتماد وکړي دخپلوهیوادونو په دفاع اوساتنه کې یواځې له هغوي نه کار واخلې او د دښمنانو په  دسیسو هغه له ځانه لیري نه کړي  .اوهمداراز  زمونز مسلمان  ولسونه هم بايد دخپلو اسلامي هيوادونو ددفاع اوپه هغو كي دثبات دتحقق په خاطر دخپلومسلمانو مسؤلينو حمايت وكړي  اوهغوي ديته مجبور نه كړي چي د خپلي كمزوري له وجي  دكفارو په دسيسو كې راګير شي

په اسلامي هیوادونوکې  دچارواکو اودهغوي دولسونوترمنځ  کشمکشونه  په همدوغو هیوادونوکې داجنبي دښمن  دسلطې لپاره زمینه مساعدوي  اود اسلامی امت لپاره  دګډوډۍ او ناکامی سبب ګرځی.

امریکایې اسلام دښمنه پالیسې د دیموکراسې اوترقې ترعنوان لاندې دټول اسلامي امت  اوپه مجموع کې دټولې نړۍ لپاره دتباهۍ،بربادۍ  اوګډوډې تریخ پیغام له ځانه سره لري ، که دنړۍ اسلامي هیوادونه غواړي چې په خپلو هیوادونو اومنطقه کې  یې سوله،ترقي او امنیت تأمین  شي هغوي  ته په کاردی  چې په خپلوهیوادونو کې  دګدوډۍ اوبي نظمۍ دمخنیوي په غرض  تربل هرڅه له مخې  خپلې ټولې هلې ځلې داسلام  دښمنه امریکایې  تحرکاتو اودهغوي شیطاني دسائسومخنیوي ته متوجه کړي  .

هغوي باید په افغانستان  اوعراق کې  دامریکایانو خلاف جنګیدونکو مجاهدینو تاپید، حمایت  اوملاتړ وکړي، ځکه  په افغانستان اوعراق کې  دامریکایانو خلاف  پرانستل شوی پوځي  سنګر په مجموع کې دټول اسلامي امت او په خاصه توګه دمظلومو هيوادونو څخه  ددفاع  دسنګر حیثیت  لري، په دغه پوځي سنګر کې دمجاهدینو بریالیتوب  په ټولیزه توګه  دوحشي امريكا په مقابل کې داسلامي امت دبریالیتوب په معنی دی، اوخدای ناخواسته  په دغه مورچل کې دمسلمانانو ناکامې  دامريکا په مقابل کې دټول اسلامي امت  د ماتې اوناکامې په معنی دی.

په افغانستان اوعراق کې  دامريكايي یرغلګروپه مقابل کې دمجاهدینوبرحق جهاد او مقاومت نن د یرغلګرې امریکا طاغوتي وقار اوهیبت  ترپښو لاندی کړی، هغوي ته یې دخپلو سرښندنو اوفداکاریو په نتیجه کې ملاماتوونکي ګوزارونه ورکړي، دایمان اوعقیدې په زوریې دهغوي پرمختللې تکنالوژۍ  اوپرمختللې وسلې ناکاره کړې  اوپه مجموع کې دمستکبرې مستبدې اوجابرې امریکا امريكايي استکبار اواستبداد یې دنړۍ دبی وزلومسخره ګرځولی، لهذا دنړۍ داسلامي اونورو خپلواکو هیوادو  چارواکو ته داپه کارده  چې له دې طلایې فرصت نه په استفادې سره په کلي توګه  دامریکا  له شر څخه دټولې نړۍ دنجات اوژغورنې په خاطر دمجاهدینو ملاتړ وکړي.

افغاني مجاهدین نن دلوی خدای جل جلاله په نصرت  دنړۍ له مخې دیوې بلې مغرورې  امريكايي امپراطورې  دورکیدو اوختمیدو په حال کې دي،  هغوي په  ټولونړیوالو اوپه تیره  اسلامي هیوادونو باندی اخلاقا داحق لري  چې په دغه عظیمې شاهکاري کې دسرښندونکو افغانانو حوصله افزایې اوتقدیروکړي  .

په اخیر کې په ټول هیواد کې د اسلامي حاکمیت په هیله

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.

————————————

پیژندنه:

محترم ملا اغا جان معتصم د سید عبد الستار اغا زوی په کال ۱۳۵۰ هجري شمسي چی د 1971 میلادی سره سمون خوری  د کندهار ولایت د پنجوایي ولسوالۍ د نلغام په کلي کې زیږیدلی.

لومړنۍ او متوسطه زده کړې یې د خپلې سیمې په مدارسو کې پای ته رسولې.

او هم یی ددی تر څنګ دقندهار او سيمی له معتبرو علماو او استاذانو څخه زده کړی کړی خو لوړی او عالی  زده کړی یی دهجرت په ټاټوبی کی دسیمی د دود مطابق سرته رسولی.

جهاد:   دروسی یرغل په مهال یې د کندهار ولایت په مختلفو جهادی جبهاتو کې د پام وړسهم اخیستی.

له تحریک سره پیوستون یې:

په افغانستان کې د طالبانو له خوا د اسلامي تحریک د تأسیس له پیل نه  د تحریک د مشر ملا محمد عمر مجاهد حفظه الله له نیژدی او با اعتماده ملګری په حیث د تحریک  په لیکو کې د یو فعال غړی په توګه پیژندل شوی، نوموړی د خپلی جهادی مبارزی په مهال د مقاومت په ډیرو میدانونو کې شرکت کړی، او دری ځلی شدیدا زخمی شوی چې الله تعالی شفا ور بخښلی، او د اسلامي امارت د حاکمیت پر مهال یې لاندې مهم مسؤلیتونه تر سره کړی:

د افغانستان د اسلامي امارت د مشر تابه په دفتر کې د خاص هیأت ریاست.

د افغانستان د اسلامي امارت د مالیې وزارت.

د افغانستان د اسلامي امارت د هیواد په کچه د اداری تشکېلاتو د کمیسیون ریاست.

په افغانستان باندې د امریکایي یرغل ورسته  ارام نه کښیناست اود هغوی په خلاف یې جهادی هر راز فعالیتونه تر سره کړل، چی په مالي، پوځي، فرهنګي او دعوتي برخي کې د پام وړ نتائج درلودلی دی.

او اوس مهال د اسلامي امارت  د سیاسي کمیسیون د مسؤل په توګه دنده تر سره کوی، د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي کمیسیون ویب پاڼي د خپلو درنو لوستونکو خاصتا خپلو هیواد والو ته د اسلامي امارت د موقف واضح کولو لپاره له نومړی سره یوه هر اړخیزه او جامعه مرکه ترتیب کړی.

——————————————————–

مركه كوونكي: احمد مختار

د مرکې ځای: د اروزګان ولایت د ګیزاب ولسوالۍ کومه چی له تیرو څلورو کلونو راهیسی د اسلامي امارت  دمجاهدینو  له لوري اداره کېږي.

د اسلامی امارت سره مرکه