خوست کې ښوونځي جوړ شوي او بل پلو يو ښوونځی پر بمونو الوزول شوی

د خوست په بېلا بېلو سيمو کې د شپږو ښوونځيو اودوو ديني مدرسو ته نوې جوړې شوې ودانۍ پرانستل شوي . دا ودانۍ چې د دغه ولايت په پنځو ولسواليو كې جوړې شوې، د ولايتي بيا رغونې ډلې لخوا پرې نېږدې پنځوس مليونه افغانۍ لګښت شوى.
خو د ياده ولوده چې د خوست مركز اړونده يوه سيمه كې بيا د يوه ښوونځي په ودانۍ كې بمي چادونه شوې، چې له امله يې ودانۍ زيانمنه شوې ده.
بشپړ رپوټ :
په همدې اړه جوړو مراسمو كې د خوست د پوهنې ريس عزيزاحمدهاشمي وويل،دا ودانۍ د خوست په ځاځي ميدان، عليشېرو، موساخېلو، تڼيو او ګربزو ولسواليو كې جوړې شوې، او نن يې پرانستنه وشوه، هاشمي زياته كړه چې يادې ودانۍ د ولايتي بيارغونې ډلې لخوا جوړې شوې ، او د يادوودانيو له ګټې به هغه زرګونه زده كوونكي برخمن شي، چې تر دې مهاله يې په خلاصه فضا كې درسونه ويل او د لمر، باد او باران له ستونزو سره مخامخ وو، هاشمي زياته كړه، چې اوس نو د خوست په سلو كې اويا ښوونځي خپلې ودانۍ لري او دا شمېره د دغې سيمې په تاريخ كې بې سارې ده.
خو بل پلود خوست مركز اړوند د لكڼو په حسن كوټ نومي سيمه كې بيا د يوې ليسې په ودانۍ كې دشپې پرمهال بمي چادونه شوې، د خوست پوهنې رياست وياند وايي چې له امله يې د ودانۍ دروازې اوكړكي مات شوي، او ودانۍ زيانمنه شوې ده.
د يادولو ده چې دا وخت په خوست كې دوه سوه پنځه ويشت ښوونځي، اوولس ديني مدرسې، يو دارالحفاظ يو دارالعلوم او يو دارالمعلمين فعال دي، چې له يو سلو اويا زرو زيات زده كوونكي پكې زده كړې كوي او په دې شمېر كې نږدې څلوېښت زره يې نجونې دي.

One Response

  1. دیر ښکلی وبګلاګ دی جور کری ده زما وبلاک هم وکوره
    ouzair.blogfa.com

څرګندون پریږدئ