دکابل ورځپاڼوته کتنه،٤شنبه،دمرغومې ١١

ويسا

 ویسا  خپلواکې  ورځپاڼې د خپل  لومړي  مخ  په سر کې دا خبر ورکړې چې طالبان د افغان او نړیوالو  ځواکونو  پر  ضد  پخپلو  عملیاتو  کې  له  پرمختللو  وسایلو  نه  کار  اخلي.

ورځپاڼې  د موضوع  په دوام  لیکلي دي  چې  له  دا  ډول  وسایلو نه په  تیرو  دوو کلونو کې  زیاته استفاده  شوې  ده.

ورځپاڼې په  یو  بل  مطلب  کې د اوبو  او  برېښناد وزیر د استیضاح  کولو لپاره د خلکو ځینې غوښتنې هم  راخيستې دي.

د  ورخپاڼې  په  وینا  د اوبو  او برښنا  وزیر د برښنا  د ورکولو  په برخه کې  له خلکو سره کړې  ژمنې  ندي  عملي  کړي.

پاکستان وايي هندپولوته پوځيان ورلېږلي

تاند – پاکستان ادعا وکړه چې هند د سې شنبې په ورځ خپل پوځيان له پاکستان سره ګډې پولې ته استولي دي .

پاکستان دا ادعا يوه ورځ وروسته له دې وکړه چې پخپله دغه هيواد پولو ته سرتېري ولېږل .

 

خو دا په داسي حال کې ده چې هند په کلکه وايي چې داسي هيڅ کاريې نه دى کړى چې له کبله يې  د دوو هيوادونوترمنځ موجود کړکېچ نور هم زيات شي .

 

پريوبل سرحدونو ته دځواکونودلېږلوله تورونوسره سره دواړه هيوادونه وايي چې دحملې نيت نه لري.

خو ساسي څارونکي د دواړو هيوادونوترمنځ دبې اعتمادۍ په وړاندې خبردارى ورکوي  او وايي چې پولوته دځواکونولېږل ، حتى که شمېر يې کم هم وي ، د کړکېچ دپراختيا سبب کېداى شي او د دواړو هيوادونوترمنځ داړيکو دعادي کېدو هلې ځلې له ستونزو سره مخامخولى شي .

 

هند اوپاکستان تراوسه پوري درې جګړې کړي او دې سابقې ته په پام سره د دواړو هيوادونوترمنځ په ټيټه پيمانه پوځي تحرکاتوت هم اندېښنې پارولى شي .

 

که څه هم ډېر سياسي کارپوهان باور لري چې د دواړو هيوادونوترمنځ د څلورمې جګړې احتمال کم دى .نه يوازې له دې امله چې هند به له جګړې ګټه ترلاسه نه کړي بلکې پرپاکستان هرراز حمله ددغه هيواد نوى ملکي حکومت بې ثباته کوي اودپوځ واک زياتوي . 

په امريکا کې دهندوستان پخوانى سفير لاليت سينګ  وايي : کله چې خلک د جګړې خبره کوي ، ګومان نه کوم چې مقصد به يې په رښتيا جګړه وي ځکه چې جنګ نه اټکلېدونکې نتيجې لرلى شي 

په هند کې ډېر کارپوهان وايي دجګړې اوازې په پاکستان کې د دې لپاره توده کړاى شوې چې له اصلي مسئلې، چې تروريزم دى، پام په بله کړي .

 

 

 

په سروبي کې وژل شوي کسان دحزب اسلامي نه بلکې ملکي خلک دي

بيګايوه بجه ايتلافی ځواکونو د سروبي ولسوالې په يخ ډنډ سيمه کې نهه کسه ووژل او رسنيو ته يې وويل چې موږ نهه طالبان وژلي پېښه دسروبی  ولسوال تاييد کړې ده خودا يې وويل چې تر اوسه معلومه نه ده چې دا نهه کسه رښتيا هم طالبان دي او که ملکي وګړي .

 اوس معلومه شوه چې نهه وژل شوي ، ملکي خلک دي او د سيمې اوسيدونکو نهه مړي په اوږو بار او دجلال اباد کابل پر لويه لار  ايښي او دغه عمومي لار يې له دريو بجو راديخوا

د ترافيکو پر مخ تړلې ده . کله چې وضعيت نور هم ترينګلې شو نو پوليسو د لاريون پر برخوالو ډزې وکړې . دسيمې اوسيدونکو روهی ويبپاڼې ته ويلي ، چې اوس يې ټيپان  کابل ته روان کړي.

دا له خوست راوروسته تر ټولو لويه دملکي خلکووژنه ده ، چې امريکايي ځواکونو تر سره کړې ده

ننګرهار:دخيبر لاره د ترافيکو پرمخ تړل شويده

د کوزي پښتونخوا په خيبر اجنسي کې دوسلوالو اورپکو پرضد له تيرماښام راهيسي دپاکستاني  فوځيانولخواعمليات پيل شوي چې له امله يې پېښورته غځيدلي لاره دترافيکو پرمخ تړل شوي، د رپوټونو له مخي په يادو عملياتو کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبلي هم اوښتي دي،دډيورن پر کرښه د تورخم په ښارګوټي کې د افغان سرحدي پوليسو مشرعبدالمنير تره خيل وايي پاکستاني پوليسو دوي د لاري تړل کيدو خبر ورکړيدي،دده په وينا د جلال اباد اوکابل دموټرو تم ځايونه ته خبر ورکړي ترڅومساپر پاکستان ته دتلوپه نيت رانشي،دتره خيل په ويناخوبياهم په سلګونو خلک تورخم راغلي دي چې له ګڼو ستونزو سره مخ دي،دخلکو له منځه محمد قاسم دټيلفون پر کرښه اريانا تلويزون ته وويل د لاري تړل کيدو له کبله د خلکو ستونزي مخ په ډيريدو دي،دده په وينا له خلکو سره ښځي ،ماشومان،ناروغان او نور موجود دي چې دلاري خلاصيدو په تمه ناست دي،د تورخم د ګمرک مئسولين وايي ددوي کارونه هم دلاري تړل کيدوله امله له خنډونو سره مخ شويدي،خو د يو شميرخلکو په اند که لاره ژر ترژره د ترافيکو پرمخ خلاصه نشي نو کيداي شي په سيمه کې د خوراکي توکو د کمښت د ستونزي سربيره ګڼي نوري ستونزي هم را ولاړي شي،د يادوني وړ ده چې د خيبر په اجنسي کې وروسته له هغي د پاکستاني فوځيانولخوا دغه عمليات ترسره کيږي چې پدي وروستيو کې د لاري په اوږدو کې دخلکو دتښتونو سربيره په افغانستان کې نړيوالو ځواکونو ته په اکمالاتي موټرو باندي وسلوال بريدونه زيات شوي وه،

هرات : ناقانونه سیم کارډونه نیول شوي

د هرات ولايت پوليسو په دغه ولايت کې د غيرقانوني او نه راجستر شويو سيم کارتونو د پيرلو په تور يو تن نيولی.  د هرات ولايت د امنیې قومندانۍ وياند نورخان نيکزاد وايې چې له نيول شوي کس نه د بيلا بيلو شبکو اتیا عدده سيم کارتونه چې ثبت شوي ندي تر لاسه شوي. د هغه په وينا له دغو سيمکارتونو نه د سړي تښتونو او د خلکو په ګواښنه کې ګټه اخيستل کيدله.

یوبااحساسه افغان دهلمندي کډوالو سره مرسته وکړه

په سویډن کي میشت بااحساسه او وطن دوسته شاعر میرویس میرخیل وردګ  دهلمندي کډوالو سره د۱۰۰۰ امریکائې ډالرو مرسته وکړه چي دبېنوا اڼټرنیټ پآني دلاري به دچهارشنبې په ورځ دهغه نورو مرستو سره یوځای چي دبېنوا پاڼي ادارې ته رارسیدلي دي پرهغو وویشل شي . بېنوا انټرنیټ پاڼه دټولو هغوخواخوږو افغانان دمرستو څخه مننه کوي او دلوی خدای دعظیم دربار څخه ورده اجرونه غواړي .

دیادولو وړ ده چي مخکي تر دې هم زیات شمیر افغانانو ترخپله وسه خپلي مرستي دبېنوا پاڼي مستندویه صندوق ته رالیږي دي چي دهغه جملې څخه :

په ډنمارک کي عرب شاه چمتو

په ناروې کي دو پښتنو خوندو شاعره او شاهده

په دوبۍ کي د یوه ملي سوداګر له خوا چی  نه غواړي نوم یی خپور شي

په کندهار کي انجینر حسن

دالمان څخه  ناصر حبیبزي

دکاناډا څخه  کبیرالینګاري

دډوبۍ څخه هدایت الله نسیمي

دلندن څخه عبدالخالق ،نظري او فیض محمد

دسویډن ، اسټرلیا ، امریکا او یو شمیر نورو هیوادو څخه یوشمیر اافغانان چي نه غواړي نوم ئې خپور شي 

په پېښور کې د محرم په مياشت کې دي افغانان بیځایه نه ګرځي


په پېښور کې د افغان کډوالو د رياست له خوا پر افغانانو غږ شوى، چې د محرم په مياشت کې له بې ځايه گرځيدو څخه ډډه وکړي.
 
پېښور: په پېښور کې د افغان کډوالو د رياست له خوا ايس سي پي آر ډي ته په يوې راليږل شوې اعلاميه کې ويل شوي، چې افغان کډوال دې د محرم الحرام د مياشتې له لامله له بې ځايه گرځيدو څخه ډډه وکړي او د گرځيدو پر مهال دې د افغان سيټيزن اصلي کارډونه وگرځوي او پوټو سټيټ دې نه گرځوي.
 
اعلاميه زياته وي، چې افغان کډوال دې د کوربه هېواد پاکستان قوانينو احترام وکړي،هغه کډوال، چې په کيمپونو کې ووسيږي له کيمپونو څخه دې ښاري سيمو ته نه راځي او  د ښاري سيمو کډوال دې په خپلو کورونو کې ووسي او د اړتيا وړ توکې دې له اوسه څخه راونيسي.

طالبانوته دملي اردوسرتيري تسليم شوي

له فراه ولايت څخه بېنوا ويبپاڼي ته رارسيدلي راپورونه وايي چي ددغه ولايت په مركزكي تيره شپه دملي اردو ديوه قوماندان شيرخان كندهاري( چي اصلي دبغلان ولايت اوسيدونكي دي) اودقوماندانۍ دپوليسوترمنځ نښته شوي ، دمعلوماتوله مخي دشيرخان اوقوماندانۍ ترمنځ دځينوترنګلتياوو له مخي دغه پېښه رامنځته شويده، دراپور پراساس له نښتي وروسته دشيرخان ټوله ځواكونه له خپلوڅلورو فوځي مركزونوچي دفراه ښارامنيتي كمربندتشكيلوي پريوه نامعلوم لوري تللي دي اوددوي پرپوستوملي پوليس ځاي پرځاي شويدي.

بلخوا دوسلوالوطالبانو وياند قاري يوسف احمدي په يوه خپره شوي خبرپاڼه كي ويلي چي تیره شپه ماښام له اتو بجو نه تر څلور بجو  د فراه ولايت دمرکز فراه ښار  دامنيتي کمربند دپوستو قومندان  شيرخان کندهاري  له خپلو عسکرو او وسلو سر ه يو ځاي دطالبانو له لیکو سره یوځاي شويدي، داحمدي په ويناشيرخان  لدوي سره ديوه ارتباط له مخي يوځاي شوي اودوي ته يي د فراه ښار  دباغ پُل ،فرقي زنځیر ،شیخانو کاریز او مساوادو د دوراهي پوستي  تسلیم کړيدي، دده په ويناله تسليم شويوسرتيرو سره ورته څلور پیکا ماشیندار ،دوه دواتیا ملي متري  ټوغندي ،اوه راکيټ لانچري  ،دوه امريکايي توپانچي اوزيات شميرمهمات په لاس ورغلي دي.

بېنوا ويبپاڼي دپيښي دلاروښانتياپه موخه دفراه دامنيتي چارواكوسره دتماس هڅي وكړي چي په نتيجه كي يوه امنيتي چارواكي دنوم نه څرګندولوپه شرط دپوليسواوشيرخان ترمنځ شخړه تائيدكړه اودايي ومنل چي شيرخان له خپلوپوستو څخه تللي دي خو له طالبانوسره دده پريوځاي كېدو يي ناخبري وښوده.

ننګرهار:د سيني بغل ناروغي زياته شويده

که څه هم د ژمي په موسم کې دماشومانو د سيني بغل، ستوني او د زکام ناروغي معمولي وي خو سږ کال د روغتيايي مئسولينو په وينا دغه ناروغي ډيره زياته شويده،د ننګرهار دپوهنتون روغتون مئسول ډاکټر محمد ناصر کاموال وايې دوي ته هره ورځ د کوچنيو ماشومانو دسيني بغل دومره زياتي پيښي راځي چې دوي ورته رسيدګي نشي کولاي،په دغه روغتون کې څوتنو اريانا تلويزون ته وويل د بيلابيلو ولسواليو څخه خپل کوچني ماشومان روغتون د درملني لپاره راوړي خو دلته يې سمه درملنه نه کيږي،د دوي په وينا په بسترکې دوه دري تنه پراته وي چې  که روغ هم شي نو بيرته په ناروغي اخته کيږي،
د پوهنتون روغتون سرطبيب ډاکټر محمد ناصر کاموال هم د خلکو دغه ستونزي مني او وايي په روغتون کې د ناروغانو لپاره څلويښت بسترونه لري خو دوي ته هره  ورځ کې له څلويښتو تنوڅخه زيات کسان مراجعه کوي،دده په وينا زياتره ناروغان بيرته له روغتون څخه د ځاي او درملو د نشتوالي له امله رخصتوي،د ډاکترمحمد ناصرکاموال په ويناکه يې دغه ستونزه هواره نشي نو کيداي د ماشومانو مړينه نوره هم زياته شي،
دجلال ابادپه ښارکې دپوهنتون روغتون دعامي روغتيا له روغتون وروسته دويم لوي روغتون دي چې د پوهنتون د محصلينو لپاره جوړ شوي خو دزياتوناروغانو ددرلودو له امله له ستونزو سره مخ دي.

دپروان ځانمرګې برید 2تنه وژلي او 13 نور ټپیان کړي

 د پروان په چاريکارو کې ځانمرګي بريد دوه ملکې وګړي ووژل اودغه راز یې دوه امريکايي سرتېري ، یود ملي امنيت کارکوونکى او لس تنه عام وګړي ټپيان کړل . د پروان والي عبدالجبار تقوا هم دغه مرګ ژوبله منې او وایې چې ځانمرګي بريدکوونکي په برید کې د يوې سرمه يي کرولا موټر څخه ګټه پورته کړې ده.  دغه برید نن سهاردولایت دودانۍ مخې ته هغه مهال ترسره شوکله چې دپروان والې عبدالجبار تقوی دامریکایې ځواکونو سره دخپل کارپه دفتر کې ناسته درلوده. ویل کیږې ځانمرګي خپل موټر د ولايت د ودانۍ مخ ته د امريکايي ځواکونو د ولاړو ټانګونو  په منځ کې والوځاوه او يو ټانګ يې زيانمن کړ. بل لورې ته د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي ډلې وياند انجنير هارون زرغون  له نامعلوم ځاى څخه د ټېليفون په کرښه رسنیود دپیښې مسؤلیت په غاړه اخیستې دی. زرغون ادعا کړې چې په برید کې د بهرنيوځواکونو  پنځه پوځي موټر له يو شمېر امريکايې سرتېروسره له منځه وړي دي چې په وژل شويوکسانو کې دبګرام یو امریکایې چارواکى هم شامل دى .

په پروان کې په بهرنیو ځواکونو ځانمرګی برید وشو

نن سهار د پروان ولایت په مرکز چاریکارو کې ددغه ولایت ودانۍ ته نږدې د بهرنیو ځواکونو په عسکرو ځانمرګي برید وشو.
د پروان چارواکو پیښه تایید کړې ده خو د دقیقو تلفاتو په اړه یې څه نه دي ویلي.
د حملې مسئولیت د حزب اسلامي مخالفې ډلې په غاړه اخیستی دی.
قاری منصور چې ځان ددې ډلې ویاند بولي وايي، چې حمله په بګرام کې میشت د پي ار ټي ډلې په عسکرو د سیف الله په نوم د بغلان ولایت یوه اوسیدونکي کړې ده.
نوموړي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي، چې په حمله کې د پي آر ټي پنځه موټره له منځه تللي دي او د بهرنیو ځواکونو یو قومندان هم پکې وژل شوی دی.
پروان په افغانستان کې له آرامو ولایتونو څخه ده چې دا پکې لومړنی ځان مرګی برید بلل کیږي.

 
د يادونې وړ ده، چې د روان زيږديز کال له پيل راهېسې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې ١٢٢ ځانمرګي بريدونه شوي چې ډېرى قربانيان يې عام وګړي دي .

لښکرګاه : دنجونو ديوه ښوونځي بنسټ کېښودل شو

د هلمند په لښكرګاه كې د نجونو لپاره د يوه نوي ښوونځي  د بنسټ ډبره  کېښودل شوه.ددغه ښوونځي چې د  لښکرګاه ښار(  سي  تري ) سيمه  کې په  يوه پراخه  ځمکه  جوړېږي  د کار پرانسته   د والي محمد ګلاب منګل لخوا وشوه. د هغه په وينا، ددې ښوونځي  له جوړېدو سره به ډېرې هغه نجونې چې لرو پرتو ښوونځيو ته نه شواى تللى اوس  په خپله سيمه کې زده کړې کوي . دغه ښوونځى دعربي متحده اماراتوله لوري د  يوه کال  په  موده کې  د پنځه سوه زره امريكايي ډالرو په لګښت جوړېږي .

کابل: دری تنکۍ خویندي ړانده توغندي ووژلي

د کابل پوليس وايي چې تېره شپه د اتو بجو په شاوخوا کې د کابل ښار په لوري دوه توغوندي راغلي دي چې يو يې په افشار سيمه کې پر يوه استوگن ځي لگېدلى دى چې درې تنه نجونې يې وژلې او درې تنه نور سيمه ييز وگړي يې ټپيان کړي دي .د وژل شویو نجونو اکا فرامرز وویل چې د ده وریرې هره یوه  دیارلس، څورلس او شپاړس کلني وي چې راکټ ټوټي کړې .د پلازمیني د پوليسو مشر ايوب سالنگي وويل چې توغوندي د پغمان له لوري راتوغول شوي دي، د توغنديو د نور زيان په اړه تر دې مهاله معلومات نه دي په ډاگه شوي . افغان چارواکي وسله وال طالبان د دغه راز بريدونو په کولو پړه بولي.

په کندهار کي یو ځانمرګي برید مرګ ژوبله واړوله

نن ماز د یګرپه کندهار کي یو ځانمرګي بریدکونکي  وروسته ترهغه چي د پولیسو لخوا شکمن وپېژندل شو او تر تعقیب لاندي راغی خپل ځان د کندهار هرات پر لویه لاره د پاغ پْل امینتي پوستې ته څیرمه والوزاوه :

د کندهار ولایت امینه قومندان مطیع الله قاطع بېنوا ته وویل چي په پیښه کي د دریو پولیسو دوژل کیدو تر څنګ یو ملکي وګړی هم خپل ژوند دلاسه ورکړی دی . او ددریو پولیسو ترڅنګ دوه ملکي وګړي ژوبل شوي دي

دیادولو وړ ده چي دغه پیښه د نوي والي ډاکټر توریالي ویسا تر راتګ وروسته لومړی ځانمرګې حمله ده چي په کندهار کي رامنځ ته کیږي .

دخوست امنيتي چارواکويوتن ماين ايښودونکي نيولي دي.

دخوست امنيي قوماندانۍ پوليسودصحراباغ سره څيرمه سيمه کې  يوتن دريموټ کنټرول اوماين سره لاس په لاس نيولي

دخوست امنيي قوماندان سمونوال عبدالقيوم باقي زوي وايې چې نوموړي تن هغه مهال ددوي پوليسولخوا نيول شوي چې غوښتل يې  دصحراباغ څخه راتلونکي دپوليسو په موټريزکاروان پسي ديوپولچکي لاندي ځاي پرځاي کړي ماين وچاودوي

امنيي قوماندان زياتوي چې نيول شوي تن اوس مهال له دوي سره په  امنيي قوماندانۍ کې په توقيف کې دي اوتري پوښتني اوګرويږني روانې دي

دخوست امنيي قوماندان سمونوال باقي زوي وايې  چې پوليس اوسمهال په دي بريالي شوي چې دخوست په هره سيمه کې ددولت وسله والو مخالفينو هررازتر هګريز بريدونه اوپلانونه له وړاندي شنډکړي اوعاملين ونيسي او د قانون  منګلوته يې  وسپاري

بلخوا دخوست په يعقوبيوولسوالۍ دمليوپه سيمه کې دصابرخون په نوم ديوتن چې وړاندي په دولت کې دنده ترسره کول وسله والوطالبانويې دتوپک په ډزوسره دهغه شپږکلنه لوروژلي خوددولت وسله وال مخالفينوپه دي هکله تراوسه خبرې رسنيوته څه نه دي ويلي .

خوست کي سهارني ځانمرګي لویه مرګ ژوبله واړوله

دموټر بم په چاودنه کې اوه تنه مړه  او لږ ترلږه درې پنځوس ټپيان شويدي .

نن ورځ ديولسو بجو په شاواخو دخوست ولايت داسماعيل خيلو او مندوزيو ولسوالۍ په دروازه کې يوتن ځانمرګي بريدکوونکي دموټر بم چاودنه کړي  چې له امله دڅلورو تنکيو زده کوونکو په ګډون اوه تنه دولتي سرتيري وژل شوي او لږ ترلږه درې پنځوس تنه نور دولتي سرتيري ملکي مامورين دښوونځی زده کوونکي او عام خلک ټپيان شويدي .

دخوست ولايت مرستيا والي طاهر خان صبري ته وويل  چې دورځې يولسو بجو په شاواخوا يو تن ځانمرګی بريد کوونکی چې دچاوديدونکو توکو ډک سرف موټر ورسره و غوښتل يې ولسوالۍ ته يې دننه کړې خو   دسرتيرو لخوا يې مخه ونيول شوه هماغه شيبه بريدکوونکي موټر ته انفجار ورکړ او زوروره چاودنه يې رامينځ ته کړه چې له  امله يې دڅلورو تنکيو زده  کوونکو په ګډون اوه تنه دولتي سرتيري ووژل شول   او درې پنځوس تنه نور ټپيان شول ده زياته کړه زمونږ دجنايي اوکشفي ادارو دمعلوماتو له مخې په ټپيانو کې دولتي سرتيري يو شمير تنکي زده کوونکي   او اکثره ملکي وګړې شامل دی ښاغلي طاهر خان همداراز وويل چې په پيښه کې دولسوالۍ ودانۍ ته هم زيان اوښتی او يو شمير خونې يې ترډيره بريده ويجاړې شويدي دښاغلي صبري په قول دبريدکوونکي دهويت په اړه کره معلومات  دبريدکوونکي دهويت په اړه څيړنې  رواني دي ديادولوده چې دغه دموټر بريد په داسې حال کې په نوموړي ولسوالۍ ترسره شو چې پرون ورځ دخوست ښار اړوند صحراباغ ته څيرمه يو تن  ماين ايښودونکي لاس په لاس دامنيه قوماندانۍ دپوليسو لخوا دريموټ کنترول وسايلو سره يوځای نيول شوی و.

کرزیه زمونږ لوټونکي اعدام کړه

د سرپل په ولایت کې هغه دوه تنکۍ نجوني چې پرې ډلیز جنسي تیري شوي له ولسمشر کرزي څخه غوښته کوي چې پر دوي تیري کونکي په عام محضر کې غرغره کړي. د دغو دوه نجونو څخه یوه یې انیسه ده چې ۱۲ کاله عمر لري او پرې شاوخوا یو کال دمخه پینځو تنو جنسی تیری وکړ. دوهمه نجلۍ د ۱۳ کلونو ده چې سامعه نومیږي . سامعه او پلار یې چې نه یې شوای کولای دغه پیښه په ژبه بیان کړي د بینوا ویب پاڼي همکار ته په کابل کې وویل چې ولسمشر کرزي د څه باندي یو کال په تیریدو لا هم تیري کونکي نه دي نیولي تر څو یې محاکمه کړي. هغوي ویل چې ولسمشر کرزی باید دا تیري کونکي د دوي مخې ته غرغره کړي . ها خوا د سرپل ولایت امنیه قوماندان محمد بلال نیرم وویل چې په سامعه باندي د تیري په تور یې ۹ کسان نیولي او د سنګچارک ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ ته یې د زیاتو څیړنو لپاره استولي  دي. پر ۱۲ کلنې انیسې باندې بیا جنسي تیري کونکي نه دي نیول شوي خو یو شمیر پولیس چارواکي د غفلت په تور له دندو ګوښه کړای شوي دي. د دغو نجونو کورنۍ اوس کابل ته را کډه شوي دي. ها خوا د سرپل په ولایت کې د هغې پیښي عاملین هم نه دي نیول شوي چې د پارلمان د وکیل پاینده محمد د زوی له خوا تر سره شوي ده. د وکیل پاینده محمد زوی هم په یوې ۱۴ کلنې نجلۍ جنسي تیری کړی خو هغه مسله تر اوسه همدغسي نه څرګنده پاتې ده.

په سوات کې نجوني ښونځو ته له تګ منع کړای شوي دي

یوه ځایي طالب قوماندان د پاکستان په سوات سیمه کې ټولو نجونو ته امر کړی چې ښونځیو ته د نه ځي که نه نو د دوي له خوا به ورته سخته سزا ورکړل شي.  دغه قوماندان خپلو ټولو پلویانو ته امر کړی چې په سوات کې د نجونو ټول ښونځي تر لسو ورځو پورې وتړي. ولسمشر کرزي سمدستي د دې  قوماندان دغه خبرداری د بشر  پر  ضد یو عمل بللی .کرزي ویلي چې شته دغسي کسان چې په افغانستان کې هم ورته خبرداري ورکوي خو نجوني د هلکانو په څير ښونځیو ته د تلو حق لري او دواړه دولتونه به یې د دې  حق د خوندي توب لپاره کارکوي.

په سعودي کې يوکلنه جينۍ حاملداره شوې

په سعودي عربستان کې يوه يو کلنه جينۍ حامله شوې، ددې جينۍ روغتيايي ډاکټر وايي چې دا په نړۍ کې يوه نادره ښکارنده (پديده) ده.

 

 له روغتيايي څېړنوڅخه ترلاسه شوې پايلې ښيي چې کله ددې جينۍ مور حامله وه نو دوو سپرمونو(تخمکو)  يې په ګېډه کې نمو کړې وه دا دليل دى چې يوه تخمه لويه شوې چې جينۍ ترې جوړه شوې او بله ددې جينۍ په بدن کې لويه شوې  چې اوس يې له امله حاملداره ده.

 

 

د کرکټ ملي لوبغاړي حاجيان شول

د افغانستان د کرکټ ملي لوبـډله په سعودي عربستان کې داسلام د پنځم رکن حج د فريضې په ادا کولو سره حاجيان شول.د کرکټ د ٢٠١١ کال د نړيوال جام د غوراوي دڅلورم پړاو په سياليو کې چې شاوخوا دوه مياشتې مخکې په افريقايي هېواد تانزانيا کې ترسره شوې وه افغانستان ددې سياليو اتل شوى و.ولسمشر حامد کرزي په يوه ځانګړي فرمان ددې وياړ په ترلاسه کولو حکم کړى و، چې د کرکټ ملي لوبغاړي دې حج ته ولېږل شي. د افغانستان د کرکټ بورډ رييس الله داد نوري له ولسمشر حامد کرزي څخه مننه وکړه، چې ملي لوبغاړي حج ته ولېږل.
هغه زياته کړه : (( لوبغاړو لپاره  تر ټولو ښه جايزه همدا ده.))د کرکټ د ملي لوبډلي لوبغاړي د حج د فريضې له ادا کولو وروسته د مرغومي يا جدي په لومړۍ نېټه کابل ته راستانه او خپلو کورونو ته ولاړل . د ملي لوبډلې کپتان يا مشر نوروز منګل له ولسمشر څخه مننه وکړه چې دوى يې حج ته ولېږلو، هغه وويل : (( ډېرې جايزې مې ترلاسه کړې، خو د ولسمشر لخوا حج ته لېږل زموږ تر ټولو مهمه جايزه او انعام ده. ))د ملي لوبډلې بل لوبغاړي او پخوانى کپتان رييس احمدزى هم وايي چې ټوله لوبډله په دې چې حج يې ادا کړ، ډېر خوښ دي .هغه زياتوي : (( موږ د حج د فريضې د مراسمو د ادا کولو پر مهال په هېواد کې د سولې او امنيت ترڅنګ د کرکټ د نړيوالو سياليو د برياوو لپاره هم دعاګانې وکړې . ))

په پکتيا کې يوې ترافيکي پېښې اتو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

ابراهيم رحيمي(خوست)  ياده شوې پېښه نن سهار د نهو بجو په شاوخوا کې د ګردېز_کابل پرلويه دتېرې په کنډو کې رامنځته شوه چې له امله يې څلور تنه مړه او په همدومره شمېر سره نور ټپيان شول چې ټپيان د ګردېز ملکي روغتون ته ليږدول شوي او دامهال تر در ملنې لاندې دي.

 

د ګردېز د عامې روغتيا ر‌ئس ډاکټر احمدشاه په وينا د ټپيانو حالت نازک ښودل شوى دى.عيني شاهدانو تاند ته وويل پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې يو سراچه موټر له يو ټانکر سره ټکر وکړ او ياده شوې مرګ ژوبله يې واړوله.

د تېرې کنډو يوه داسې سيمه ده چې هر کال په دې سيمه کې دا ډول ډېرې پېښې رامنځته کېږي چې يوه مياشت وړاندې هم په دې سيمه کې يو سراچه موټر له سړکه واوښت او څو تنو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

دځانمرګې بریدکونکې په ګډون 4 تنه ووژل شول

نن سهار د نهو بجو په شاوخوا کې د غزني په ښار کې د اطلاعاتو اوکولتور رياست او د ولايت دمېلمستون مخ ته يوه ځانمرګي بريد، د بريد کوونکي په ګډون څلور تنه ووژل . د غزني د امنيه قوماندان محمدزمان په وینا  یوځانمرګې بریدکونکې  چې په تونس موټر کې سپور ؤ اوغوښتل په ښآر کې دننه چاونه ترسره کړې خو خپلې موخې ته له رسیدو وړاندې یې چاودېدونکي توکي، وچاودېدل . امنیه قومندان زیاته کړه ، په چاودنه کې دځانمرګي بریدکونکې سربیره د تونس  موټرچلوونکى او دوه لارويان هم وژل شوي او پنځه تنه ټپیان شوې دې. بل لورې تنه دغزنې ښار دمرکزې روغتون مشرداکتر سماعیل جهانګیر هم روغتون ته دپنځو تنو ټپیانو دوروړل کیدو خبر ورکوي.دځینو باورې سرچینو په حواله بريد کوونکى په يوه تونس موټر کې سپور و، خو کله يې چې غوښتل له موټره کښته او خپل هدف ته ځان ورسوي، له موټر څخه دهغه دکښته کېدو په حال کې چاودنه وشوه

په ننګرهارکې٤٠ تنه دنشه يې توکوداستعمال اوقاچاق په بنديان دي

دننګرهاردمحبس چارواکې وايي چې څلويښت تنه زندانيان يې دنشه يې توکوداستعمال اوقاچاق په تورنيولې دي،دننګرهاردمحبس مديرسيدناصريوسف زئ وويل څلويښت تنه زنديانيان اواوه تنه نوردزندان دبلکونوامرين اوکارکوونکويې په دې تورنيولي چې په زندانيان نشه يې توکي هيروين چرس اونور پلورل نوموړي وويل نيول شوي بنديان يې دنورو زندانيانو بيل په يوبلاک کې بنديان کړي ترڅو خپله سزا وويني اوهغه څوک په ګوته کړې چې له بهره يې نشه يې توکي زندان ته داخلول،دننګرهاردمحبس مديرپروينا په نشه يې توکو روږدو زندانيانوته ددوي دطبي کارکوونکوترڅنګ دعامي روعتيا اوځنيونورو خيريه مؤسسولخوا درملنه پيل شوي چې په اونۍ کې يوځل ورته دطبي معاينې لپاره ورځي،چې ورځ ترورځه يې روغتيا مخ په ښه کيدوده،په زندان کې داغه هڅې وروسته له هغې پيل شوي چې څو ورځې وړاندې دنشه يې توکو پرضددميندوغږترسرليک لاندې يوې غونډه کې يوې ميرمن بي بي شرين وويل: چې څوکاله کېږي چې ځوى يې په دې موخه زندان ته اچولى چې له چرسو وژغورل شي خواوس په پوډرو روږدي شوي،بي بي شريني پوليس اودزندان مسؤلين په دې ګرم ګڼل او ويل يې چې په زندان کې دنشه يې توکو سوداګري شروع کړيده،دمحبس دمدير په وينا پخوا يې هم دزندانيان دکورنيوسره چې محبس ته به راتله په کراتونشه يې توکې نيولي،خواوس په دې توانيدلي چې ترڅواصلي خلک ونيسي اوعاملين يې په ګوته کړي،دننګرهار په محبس کې دمګړي ٧١٧ زندانيان دتوروتمبوشاته شپي ورځې تيروي چې ٢٦ يې ښځينه دي او اوه تنه به يې سبا(سې شنبه ) دلوى اخترپه مناسبت دولسمشرکرزي په فرمان خوشي شي

ولسي جرګه: له طالبانو سره د خبرو اترو په نوي پړاو کې مونږ ته د ګډون بلنه نه ده را کړل شوي

بینوا ویب پاڼي ته د ولسمشر کرزي یوې نژدې سرچینې په دې شرط چې نوم یې خپور نه شي دا ومنله چې ډیر ژر به په عربي متحده اماراتو کې د طالبانو سره د افغان دولت د سولي خبري پیل شي.د دغو خبرو لومړۍ پړاو د کوچني اختر په ورځو کې د سعودي عربستان په جدې  ښار کې تر سره شوی وو. سرچینې وویل چې ولسمشر کرزي څو ځله د دې خبرو د طیاریو په اړه په کابل کې د عربي متحده اماراتو له سفارتي چارواکو سره خبري کړي دي. په ورته وخت کې د ولسي جرګې د د دیني چارو کمیسیوبن مشر عطاالله لودین هم دا ومنله چې ډیر ژر به دغه خبري پیل شي. لودین وویل چې په دې ناسته کې به د ده د معلوماتو له مخې پر افغان دولت او طالب وسله والو سربیره، د افغانستان ملي ټلواله او یو شمیر نور سیاسي ګوندونه هم برخه واخلي. ښاغلي لودین وویل چې په دې خبرو اترو کې د ګډون لپاره تر اوسه ولسي جرګې ته بلنه نه ده ورکړل شوي. ولسمشر کرزي ته ورنژدې سرچینې وویل چې په دې خبرو اترو کې به د سولي تر خبرو هم معامله ستره وي. سرچینې وویل چې ښایي دولت ضد وسله والو ته د حکومت ځییني  برخې هم وسپارل شي.

زلمی خلیل زاد: له ځینو طالبانو سره خبري شوني دي

په  ملګرو  ملتونو کې د امریکې استازي زلمي خلیل زاد ویلي چې له  ځینو طالبانو سره چې سولي ته  تمایل لري خبري اتري شوني دي. نوموړي دغه خبري د امریکې له ( سي، ان، ان) ټلویزیوني شبکې سره په مرکه  کې وکړي. د  خلیل زاد دغه خبري  په داسي حال  کې رسنۍ را اخلي چې پرون د امریکې  دفاع وزارت  افغانستان ته د یرشو زرو نورو سرتیرو د  استلو پریکړه  قطعی  کړه.  خلیل زاد وویل چې د دوي د معلوماتو له مخې په طالبانو کې داسي منځ لاري مشران شته چې خبرو ته  حاضر دي خو افغان  دولت  او نړیوال متحدین باید په دې موضوع کې داوس  په پرتله  له  زیات پیاوړي دریځ څخه کار  واخلينوموړي سیاسي ډیالوګ  د  افغانستان د کشالۍ دهوارولو لپاره یوه  ممکنه لاره  په ګوتو کړه چې وایې واشنګټن یې نه ردوي.

کابل: دری پښتانه ماشومان لیلام ته ایښودل شوي دي

د کابل په قمبر څلورلاري کې د هلمند ولایت میشتو کډوالو د لوږي او تنګ دستۍ په سبب خپل دری  ماشومان  خرڅلاو ته ایښي دي. د قمبر څلور لاري ته څیرمه دمګړۍ په لسګونو هغه هلمند میشته کورنۍ ژوند کوي چې د ناټو ، طالبانو او افغان دولت د جنګ جګړو د ویرې  له امله دغلته را کډه شوي دي. د محمدګل په نامه یوه کډوال چې په یوه زړه خیمه کې له خپلو څلورو ماشومانو او میرمني سره له کړاونو ډک ژوند تیروي په داسي حال کې چې بي اختیاره یې اوښکي په ګونځي کونځي مخه را رواني وي د  بینواویب پاڼي   ته وویل چې ده خپل دوه ماشومان خرڅلاو ته ایښي تر څو د کورنۍ د پاتیو کسانو ژوند پرې وژغوري. هغه وویل چې یوه لور یې څلورنیم کلنه ده چې صبره نومیږي او زوی یې میراجان دی چې د  دوه نیمو کلونو دی. په دې پنډ غالي کې یوه بل پښتانه چې ځان یې اخنزاده را وپیژانده وویل چې دی هم حاضر دی خپله دوه کلنه لور د تنګ دستۍ او لوږي له امله د هغې د ژوند او د خپلې کورنۍ د ژوندي پاتي کیدو لپاره په ۱۵ زره افغانیو وپلوري.اخنزاده وویل چې په تیرو څلرویشتو ساعتونو کې  یې یوازي یو ځل او هغه هم آش خپلو ماشومانو ته ورکړی او دوه تنه د سړي هوا له امله سخت ناروغ دي.
هغه له ټولو  کور دننه او بهر میشتو افغانانو غوښتنه وکړه چې د خپل افغاني احساس له مخي له دوي سره مرستي وکړي.

د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي ښونکی ومړ

د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي تکړه ښونکی حسن ظمیر صافی د ورپیښي ناروغۍ له امله تیره ورځ د ۷۹کلونو په عمر له دې نړۍ څخه سترګي پتي کړي. مرحوم صافي تر پینځوسو زیات ادبي اثار لیکلي چې زیات یې د تاریخې په اړه دي. د نوموړي تر ټولو مشهور اثر ( نظر بر  مبادي تاریخ) دی چې په زرګونو ټوکه چاپ او تکثیر شوی دی. نوموړي د هند په یوه روغتون کې ساه ورکړي او ټاکل شوي چې جنازه یې کابل ته راوړل شي.

سترې محکمې د لوي اختر ورځ اعلام کړه

د افغانستان سترې محکمې په رسمي ډول د راتلونکي اونۍ د یکشنبې ورځ ( عرفه) او دوشنبې ورځ د مبارک لوی اختر لومړۍ ورځ په ګوتو کړه. د سترې محکې عالي شورا وویل چې دا اعلام له سعودي چارواکو او افغان  عالمانو او ستور پیژندونکو سره تر ګډو څیړنو وروسته شوی. سږ  کال په داسي حال کې د لوی اختر نیټه یوه اونۍ دمخه  د رسنیو او ملي ټلویزیون له لاري اعلامیږي چې د حج مراسمو ته د ګډون لپاره تلونکي  ګڼ شمیر زایران له په ټولو ولایتونو کې پاتي دي.هغوي شکایت کوي چې سږ کال د حج پروسته د تیرو کلونو په پرته له زیاتو ستونزو سره مخ ده او په قوي احتمال به یو شمیر زایران حج ته له تللو پاتي شي.
افغان چارواکي ټټر وهي چې دوي به له ستونزو سره سره د دې جوګه شي چې ټول زایران حج ته ولیږدوي.

په کندوز کي یو سړي خپله ښځه ووژله

دکندوز ولایت په مرکز دکندوز ښار د څلورمې ناحيې په سيمه  کي یو سړي خپله ښځه هغه وخت په چاقووژله کله چي ئې خپلي ښځي د هغه لپاره د مېوې سره چاړه  د هغه کوټې ته وروړه .

د نوموړي ولایت دقومندانۍ د امنيت آمر سمونوال عبدالرحمن اقتاش پژواک ته نن وویل چي ياد شوى تن، چې عصبي ناروغي  لري د ډاکټرانو د هدايت په اساس په خپل کور کې په يوه بېله کوټه کې ساتل کېده .نوموړي ويل چې تېره شپه کله چې د هغه ښځې ورته له ميوې سره چاړه يوړه، نو سړي چاړه را اخېستې او خپله ښځه يې ورباندې وژلې ده .
ده زياته کړه چې  پوليسو قاتل نيولى دى  

په بادغیس، بامیانو، غور، غزني او بدخشان کې سختو واورو بشري ناورین ته لاره هواره کړي ده

د بادغیس، بامیانو، غزني، بدخشان او غور ولایت خلګ او په ملی شورا کې استازي وایې چې دغلته د دریو ورځو راهیسي سختي واروي وریدلي او د زیاتو ولسوالیو او مرکزونو تر منځ غزیدلي واټونه د تګ راتګ پر مخ تړل شوي دي. په ولسي جرګه کې د غور ولایت وکیلي میرمن رقیه نایل بینواویب پاڼي ته په کابل کې ویل چې له تیرو دریو ورځو راهیسي د اوو ولسوالیو لاري تړل شوي او هلته خلګو ته هیڅ راز مرستي نه دي رسول شوي او ګمان کوي چې ګڼ شمیر کسان به د لوږي او سړې هوا له امله مړه شوي وي. په ورته وخت کې د کندز ولایت استازی معین مرستیال بیا وایې چې د دوي په ولایت کې د بیړنیو حالاتو سره د مبارزې ریاست له لوري هغسې مرستي نه دي شوي چې باید شوي وای. مرستیال تور ولګاوه چې دغه اداره بي کفایته ده چې د ژمي له را رسیدو دمخه یې باید یوه لاره لټولي وای. له بل لوري په پارلمان کې د بدخشان ولایت استازی سلطان محمد اورنګ هم د بدخشان ولایت له یو شمیر لري پرتو ولسوالیو سره د
شویو مرستو په اندازه کې د کموالي په باب سرټکونه کوي. نوموړی وایې چې دغلته مرستي کمي رسول شوي دي او هغه غنم چې مرکزي دولت دوي ته استولي له ټیټ کیفیت څخه برخوردار دي چې حتی د انسانانو د خوارک وړ نه دي.د یادوني وړ ده چې تیر کال د سړي هوا او متواترو واورو او لوږې له کبله شاوخوا زر تنو افغانانو د ملک په بیلا بیلو سیمو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

ننګرهار کې د کتابونو نندارتون جوړ شو

د ننګرهار په ولایت کې د افغانستان، ایران او پاکستان د کتابونو نندارتون پرانیستل شو. په دغه دری ورځني نندارتون کې د دریو واړو ملکونو یو شمیر لیکوالانو خپل په سلګونو ټوکه کتابونه  نندارې   او خرڅلاو ته ایښي دي. دغه نوښت د افغانستان د اطلاعاتو او کتلور وزرات دی او د دې نندارتون لګښت هم د وزارت پر غاړه دی.

عاجل خبر:د پوهنتون ښونکی نصرالله ستانکزی مړ شو


د افغانستان د معارفو تکړه روزونکی او د پوهنتون ښونکی استاد نصر الله ستانکزی تیره ورځ په ناڅاپي توګه له دې نړۍ څخه سترګي پټي کړي. ولسمشر کرزي د استاد ستانکزي مړینه یوه نه جبرانیدونکي ضایعه وبلله او د نوموړي کورنۍ ته یې د لوی خدای له دربار څخه د جمیل صبر غوښتنه وکړه. استاد ستانکزي د خپل عمر ډیره موده د ننګرهار په پوهنتون کې د زدکړیالانو روزني ته ځانګړي کړي وه. نوموړی د ننګرهار پوهنتون له تکړه او مسلکي روزونکو څخه شمیرل کیده.

بلخ: یو ملاامام په یوې ماشومې جنسي تیری کړی

د بلخ ولایت پولیسو هغه ملا امام نیولی چې څه موده دمخه یې په یوې پینځلس  کلني نجلۍ جنسي تیری کړی وو. پولیسو د بینواویب پاڼي ته وویل چې دغه پیښه د نهرشاهي په ولسوالۍ کې شوي وه او ملا امام د کندز ولایت ته پښي سپکي کړي وي.  که چیرته محکمه په یاد ملا امام دغه جرم ثابت کړای شي نو نوموړی د پانسۍ له سزا سره مخ کیدای شي. په ورته وخت کې په بلخ ولایت کې د یوې
پینځه کلني نجلۍ د خرڅولو مخه نیول شوي ده. دغه نجلۍ د خپلي کورنۍ له خوا د  لسو زرو افغانیو په بدل کې خرڅلاو ته وړاندي کړای شوي وه خو د ملګرو ملتونو د دفتر یو چارواکي په دې معامله کې مداخله کړي او د نجلۍ کورنۍ ته یې د پیسو د ورکړي په بدل کې د دې پیښي مخه نیولي ده.

نن شپه د یلدا شپه ده

نن شپه چې د قوس د میاشتي وروستۍ شپه ده د یلدا له شپې سره برابره ده . د یلدا شپه د اویستا په کتاب کې ذکر شوي چې د زردشتیانو له خوا به د خاصو مراسمو په ترځ کې نمانځل کیده. دغه شپه د افغانستان په ګاونډیو ملکونو لکه ایران او تاجکستان کې هم لمانځل کیږي. د یلدا شپه د کال تر ټولو
اوږده شپه ده چې خلګ یې د انارو او هندواڼي په خوړلو سره لمانځي او یادونه یې کوي.

طالبانو هغه دوه ورو ڼه چى څه موده مخكې يى دپكتيكا ولايت دخير كوټ له ولسوالې څخه تښتولې و ووژل

دپكتيكا ولايت د والى ويندوى حميد اله ژواك دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه دوه وروڼه چې يو ئى دوه مياشتى مخكې په ملى پو ليسو كې شا مل شوى و او بل ئى ا زاد كارو بار درلود څه موده مخكې دطالبانو له خوا ددغه ولايت د خير كوټ له ولسوالې څخه وتښتول شول ا ومړى يى پرون ددغه ولايت د خوشا مند په سا حه كى وموندل شول.

د انساان په شخصیت کې د وینې د ګروپ رول – رپوټ

د انسان په شخصیت کی د وینی د گروپ رول


هغه څیړنې چی د چاپان په یوه انستتیوت کی د وینې په ګروپ شوي دا ښیي چی انسان ځینی شخصی   ځانګړتیاووی د وینی په ځانګړیو ګروپونو پورې اړه لري چې په لاندې او لنډ ډول تاسو ته وړاندې کیږي:

د O ګروپ وینه:

دا کسان رهبریت ډیر خوښوي، د اهدافو د لاس ته راوړلو لپاره همیشه کوشش کوي، ډیر صادق، جدي او پر خپلو وړتیاوو ډیر اعتماد لري. د ددې کسانو منفي خصوصیات غرور، حسادت او رقابت ته زیاد میلان لرل دي.


د A ګروپ وینه:


د ددې کسانو همغږي، سوله و نظم ډیر خوښیږي. د نورو خلکو سره د ګډ کار سره ډیره مینه لري. دا کسان ډیر حساس، صابر او مهربانه دي. د ددې کسانو منفي خصوصیات لجاجت او نه استراحت دي.


د B ګروپ وینه:


دا ډله کسان ډیر نوښتګر او د هر ډول محیط سره ډیر ژر کولی شی ځان سمبال کړي. دا ډله خلک ډیر سخت ځان پرسته کسان دي، او ډیر ځله کارونه داسې خوښوي چې د خپلی سلیکې سره سم او خپلواکی سره یې پر مخ بوزی. هر کله چې دا کسان پر خپله خپلواکۍ ډیر اصرار وکړی کیدای شي چې ددوی په تاوان تمامه شي.


د AB ګروپ وینه:


دا ډله خلک ډیر آرامه او لطیف وي، د خلکو سره ډیر په ملایمت رفتار کوي. دا کسان اکثرآ غیر صمیمي وي او د تصمیم په نیولو کی هم معمولا مشکل لري.

عربي متحده اماراتو د خرما لس زره نیالګي افغانستان ته وسپارل

د عربي متحده اماراتو دولت لس زره د خرما د ونو نیالګې افغان دولت ته وسپارل. دغه بوټې به د لومړي ځل لپاره  په هلمند، فراه، نیمروز، ننګرهار او لغمان ولایت کې کرل کیږي تر څو یې د اغیزمنتوب په اړه چارواکي ډاډ ومومي. د کرهني وزارت مرستیال غلام مصطفی جواد پر وینا چې دغه بوټي پینځه سوه زره امریکايي ډالره ارزښت لري او اوس د دوي وزارت ته سپارل شوي دي. په عربي متحده اماراتو کې د افغانستان سفیر عبدالفریدذکریا وویل چې دوي هڅه کوي له افغانستان سره د عربي متحده اماراتو مرستي نوري هم زیاتي  کړي.

په لندن کې د خان شهید اودل سمد خان ۳۵م تلین د يو پرتمینی غونډی په ترڅ کې ونمانځل شو

د پښتونخوا ملی عوامی ګوند برتانیی له خوا د ستر لارښود ملی اتل او لویی مبارز خان شهید اودل سمد خان اڅکزۍ ۳۵م تلین ونمانځل شو. چې د لر او بر افغان وطن په سلګونو سیاسی، فرهنګی او کلتوری پوهانو او کارکونکو پکې ګډون وکړ. د غونډی مشري د پښتونخوا ملی عوامی ګوند برتانيي سکتر شير اعظم خان وکړه. فائق خان يوسفزي د کوربه دنده تر سره کړه.او د غونډی په نوم يې دسویډن څخه د کاندیدای اکادمیسین اعظم سیستانی ، علامه محمود طرزی علمي او کلتوري ټولنې، د پښتو ادبي تړون چمن جنوبی پښتونخوا ، د مالمو ښار سویډن څخه د حکمت الله حکمت او په سویډن کی د افغانانو د علمی او فرهنګي مرکز د مشرتابه جرګې له خوا د حبیب الله غمخوربریښنا لیکی پیغامونه واورول.

شیر اعظم خان د ټولو ګډون کونکو د برښنالیک د لاری په بیغامونو رالیږلو د ټولو لر او بر د سیاسی، فرهنګی او کلتوری ټولنو مننه وکړه. او خان شهید ته یې د مینې او درناوی پیرزونې وړاندی کړی. شیر اعظم خان ووییل هغه خلک ډیر په غلطه وو چا چې خان شهید اودل سمد خان په دی فکر شهید کړلو چی د هغوی مرګ به د پښتون قامی له مینځه یوسی. د حق او قامی ازادی خوځښتونه د مشرانو په شهادت نور پياوړی کیږي او بیلګه یی نن د نړئ په وړاندی ده . د خان شهید د سپېځلې فکر ملګری ورځ په ورځ ډیریږی . او کاکا مامودشهید، داود خان شهید، رمضان شهید، اسلم اولسیار شهید، صابر شاه شهید، اودل رحیم کلیوال شهید ، سعید خان اڅکزی شهید، اسحاق خان شهید، فاروق خان وزیر شهید، شاعالم  وزیرکاکا شهید، ابراهیم وزیر شهید، مهتاب خان اپریدی شهید ډاکټر اودل سمد خان شهید او نورو ډیرو مالومو او نامالومو شهیدانو په خپله سر ښندنه د خان شهید لاره روښانه ساتلی ده. خان شهید خپله مبارزه د ماجت نه پیل کړی وه او د تبارک الذی د ترجمی نه یې پیل کړی وه او هغه د حق اواز نن هم د پښتنو د حجری او د ماجت غږ دی. شیر اعظم خان په افغانستان کی د پاکستانی استخباراتو د مداخلی غندنه وکړه او ټولو افغانانو ته یې خواست وکړ چې خپلې لمنی د نور د ګنده دسیسو څخه وڅنډی او د ګران او تاريخی افغانستان ساتنې او د سولې د ټینګولو د پاره ملا وتړي. افغانان باید د خپل هیواد سره لکه د مور مینه وکړی او ټولو عربي، پنجابی او ایرانی ترهګرو ته د يو افغان په څیر ځواب ووايی. شیراعظم خان پښتونخوا میپ د افغانستان د دفاع ګوند وباله او په تیرو دیرشو کلنو کی يې د پښتونخوا میپ او مامود خان اڅکزۍ د سولی په هڅو په تفصیل خبری وکړی. که د پاکستان طالبان د پاکستان د پاره هند ته خبرداری ورکوی نو د افغانستان طالبان هم باید افغانان شی او د سولی او ملې روغی جوړی هڅې په وړاندې بوځي. که ملا فضلالرحمان د پاکستان پارلیمان ته ځي نو ملا عمر دی هم د افغانستان پارلیمان ته ولاړ شی. که د قاضی حسین احمد، ملا سمیع الحق، ملا شیرانی   او ملا نورمامد لپاره پاکستانی پارلیمان روا دی نو د طالبانو ملان ولی د افغانستان پارلیمان نه منی. شیراعظم خان د لر او بر افغانانو په بیګناه وژنه خواشینی ښکاره کړه.

د خان شهید شاګرد او ملګری ډاکټر جمیل الرحمان د خان شهید د ژوند د بیلو برخو د سترګو لیدلی حال تیر کړ او ویې ویل چی زما لپاره دا د ویاړ خبره چی په هغه وخت کې وزیږیدم چې خان شهید پکې وو. ډاکټر جمیل غوښتنه وکړه چی پاکستان باید د خان شهید د کورنۍ نه په هغه ناکړدو او زندانونو بخښنه وغواړی چې پاکستانی واکدارانو خان شهید ته د پښتنو په حقونو غوښتلو ورکړی وو.

 یوسف علی خان د خان شهید په سیاسی ژوند رڼا واچوله او د ارواح ښاد شیرعلی باچا کشر ورورډاکټر امجد علی د خان شهید په ادبی ژوند خبری وکړلی. او دوطنپالونکی ادب او سیاست په اړیکو یی په تفصیل رڼا واچوله.

حبیب الله جانبدار هم په خپله وینا کی خان شهید ته د مینی پیرزونې وړاندی کړی او دلر او بر افغانانو نه يې غوښتنه وکړه چې د خان شهید د سپېځلو ارمانونو په خاطر او د پښتون اولس د سوکالئ د پاره په خپلو منځو کې یووالی او بیداری پیدا کړو. هغه زیاته کړه چی د لرو او برو افغانانو زړونه سره یو دی او دا هیڅوک نه شی بيلولې.

نوروهاب څپاند صیب خان شهید يو ملی اتل وباله او مامود خان اڅکزۍ يې د لر او بر ریښتونی لارښود وباله. د څپاند صیب په وینا په اوسنو حالاتو کی افغانانو له پکار دي چی دنظریاتو او عقیدو نه بالا فکر وکړی او د ګران وطن افغانستان د ابادی او پرمختګ د پاره يو موټی شي. خان شهید د انسانی، اساسی، اسلامی او نړیوالو قوانینو سره سم د خپل وطن او اولس خدمت کولو او پښتانه هم باید هره قانونی لاره وکاروی دا به په نړیوال عدالت کې د پښتنو مقدمه پیاوړی کړی.

نورالله خان اتل د خان شهید قربانی ته پیرزونی وړاندی کړی . اتل د خان شهید اڅکزئ کورنۍ یوه وطنپاله کورنۍ وبلله او د تاریخ په حوالو سره يي د برخوردار خان اڅکزۍ، ګلستان خان اڅکزۍ، عبدالله خان اڅکزۍ او اودل سمد خان اڅکزۍ د تاریخی افغانستان د پاره قربانۍ په ډاګه کړلې. او په لرو برو افغانانو یی غږ وکړ چې د ملی یووالی او خپلواکې لپاره خپلی هسې ګړندئ کړی. اتل صیب عربی هیوادونه د پښتنو په وژنه تورن کړل او زیاته يې کړه چې ټول عربي هیوادونه د سعودی عرب په مشری کې د افغانونه په ځپلو کې برخه لری او په اربونو ریالونه د ترهګرو په مرستو مصرف کوی . القاعده ، پاکستانی استخبارات او د کراچئ مهاجر په ډاګه پښتانه سیا سی  او قومی  مشران وژنی او نړۍ هیڅ غبرګون نه ښکاره کوی. نورالله اتل غوښتنه وکړه چې د لر او بر افغانان باید خپلې موخې دنیا ته په ډاګه کړي او نړیوال په دی خبر کړی چې نړیوال امن د افغانستا ن د خاوری د ملی تمامیت او استقلال سره تړلی دی او دا چی نړیوال او ملګری ملتونه  باید د پښتنو د ازادی له پاره او د القایدی نه د ژغورلو لپاره موږ سره مرسته وکړی.

کامه وال صيب د خان شهید ادبی او سیاسی خدمتونه وستایل او هغوی يې د لر او بر افغانانو د یو والی او ازادی پیغمبر وباله.. دوی په لندن کې دغه لویه او تاریخی غونډه د لر او بر د افغانانو د پاره د یو والی په لور یو لویې ګام وباله او پښتنو ته یې شاباس ورکړو چې دخپل  وطن ملی شهیدانو ته درناوی لری او د هغوی ورځې لمانځي.

د پښتونخوا ملی عوامی ګوند برتانيې مرستیال سکتر اشرف خان هوتی غونډی ته د خان شهید د سیاست د هغوی د قربانیانو په اړه په تفصیل سره وینا وکړه. خان شهید او د هغوی ملګرو په لسګونو کلونه په انګلیسی او پاکستانی زندانونو کې تیر کړل خو دغو ستړو هغوی د خپلې لاری نه وانه ړول شول او دا نن ورځ د خان شهید د ریشتینولئ او سبیځلتوب لويې ثبوت دی چې ۳۵ کاله وړاندی خان شهید په کوم فکر او په کوم تور شهید کړل سو نن په زرګونوپښتانه ځلمیان  په هغه فکر او په هغه تور ویاړی او د ځان فکر یې بولی. موږ خان شهید نه دی لیدلی نه مو اوریدلی دی خو هغوی چې کومه لاره خپله کړی وه هغه د پښتنو د ازادئ لاره ده، هغه د پښتنو د سوکالئ لاره ده نو ځکه نن د هغه انګلسیانو په زړه لندن کی پښتانه د خان شهید تلین نمانځی کومو انګلسیانو چی خان شهید په خپل کلی کې خبرو کولو ته نه پریښودلو. خان شهید په لومړی ځل په دی خبره پوهه سوی وو چې پښتون قام باید خپل قامی ګوند ولری او د خان شهید دا فکر د اوږدی تجربی پیداوښت وو چې لمړی یې په کانګریس ګوند کې او د پاکستان د جوړیدو ورستو یې په نیشنل عوامی ګوند کی ترلاسه کړی وه.نو ځکه یې نیشنل عوامی ګوند پشتونخوااعلان کړه. هم د دغه فکر په بنسټ په شمالی پښتونخوا کې ارواښاد شیرعلی باچا د مزدور کسان ګوند څخه په قامی دریځ بیل شو او پښتونخوا مزدور کسان ګوند يې جوړ کړ. او نن هغه دواړه ګوندونه د پښتونخوا ملی عوامی ګوند په نامه یو سوی دی او د ګران مامود خان اڅکزۍ په مشرۍ کې د قامی ازادئ، ملی استقلال او جمهوری خپلواکې مبارزه په وړاندی بیایی. پښتونخوا میپ نن د لر او بر د افغانانو لپاره د پوهې، باور، ریشتینولی او پیاوړیتوب هیله ده او د ګوند کارکوونکی د نړی په هر ګوټ کی خپل قامی بیرغ پورته ساتی او د قام د بیدارولو او یو موټی کولو دنده تر سره کوی. اشرف خان هوتی د خان شهید د سیاسی ژوند او د پښتون قام په نننو ستونزو خبری وکړی او د خان شهید د افغان پالنی او ملی یووالی په دریځ یې ګډون کونکی خبر کړل. د اشرف خان په نظر د لر او بر افغان د ټولو ستونزو حل په ملی يووالي کې دی او افغانان باید د ګران او تاریخی افغانستان د خاوری د تمامیت، استقلال اوملی خپلواکئ د پاره سره لاسونه یو کړي.

د پښتونخواملی عوامی ګوند برتانيې مشر مرستیال سکترفلک نیاز خان یوسفزئ په پښتنو غږ وکړ چې د پښتونخواملی عوامی ګوند د بیرغ لاندی راغونډ شی او د چتراله تر بولانه د یوې متحده ایالت د جوړولو، د پښتو ژبی د پرمختګ او نافذولو او په کراچئ کې د پښتنو د بقا لپاره یووالی یواځینۍ لاره ده. فلک نیاز خان ووییل چی پاکستانی واکداران باید په ترهګر او فاشسټ تنظیم متحده قومی مومنټ سمدلاسه بندیز ولګوی او د کراچئ د پښتنو د سر او مال د ساتنی بندوبست وکړی.

تلین غونډی ته ډاکټر زیوری، محترم مهاجر، د ای-این-پی جمشید بنګش او د برټش پښتون ایسوسیشن  جاویداقبال یوسفزئ هم خان شهید اودل سمد خان  اڅکزی ته د مینی او خلوص پيرزونې وړاندی کړی او د هغوی قربانی يې د پښتون اولس د یووالی او ازادی په لور تګ وباله.
 
اودل حسیب خان یوسفزئ د غونډی نه د لاندینو پریکړو منظوری واخسته او ټولی غونډی په یو اواز او د دواړو لاسونو په پورته کولو د لاندینو پریکړو د مرستی او ملګرتیا اعلان وکړ.

د پښتونخوا ملی عوامی ګوند د خان شهید عبدالصمد خان اڅکزۍ د ۳۵م تلین په مناسبت لاندینئ پریکړې کوی.

۱. په پاکستان کې دی دچتراله تر بولانه د  پښتنو یوه متحده صوبه د پښتونخوا ، پښتونستان یا افغانیی په نوم جوړه کړل شی.

۲. د پښتونخوا وطن په ټولو وسائلو دی د پښتونخوا اولس ته واک ورکړل شی.

۳. پښتو ژبه دی د پښتونخوا وطن تدریسی، عدالتی او دفتری ژبه وګرځول شی.

۴. پاکستان دی د ۱۹۴۰ د قرارداد تر مخی دی د ميشته قامونوبرابری ومنل شی او د ۱۹۴۰ د قرارداد د مخی دی نوی اساسی قانون جوړ کړل شی.

۵. د مشرف د مارشلا په اوږدو کی ترسره شوی ټول غیر قانونی بدلونونه په شمول د ۱۷م ترمیم ، نیشنل سیکورټی کونسل ختمول او د عدلئی د ازادئ او د پارلیمان واک راوستلو غوښتنه کوي.

۶.په غاصب ډکټیتر مشرف دی فوراً د اساسی قانون د ماتولو مقدمه جوړه کړل شی او سخته سزا د ورکړل شی.

۷. دا غونډه د ال پارټيز کانفرنس له خوا د ترهګر او فاشسټ ګرزول شوی مهاجر قومی مومنټ له خوا په کراچئ کی د بیګناه پښتنو د وژنۍ او د پښتنو د کاروبارونو د تباه کولو سخته غندنه کوی او پاکستانی واکدارانو ته خبرداری ورکوی چی فوراً دی د پښتنو د سر او د مال د ساتنی بندوبست وکړی او په ترهګر او فاښسټ ایم کیو ایم دی بندیز ولګول شی.

۸. په پښتنو سيمو کې په روان اپريشن کی دی د عامو اولسی وګړو وژنه فوراً بنده کړل شی او ځپلو شوو خلکو ته دی تاوان ورکړل شی او ټول ترهګر په شمول د عربيانواو نورو بهرنیانو دی فوراً د پښتنو سیمو څخه وویستل شی.پاکستانی استخبارات دی سمدلاسه په وزیرستان، باجوړ، سوات، مهمندو او خیبر کې د ترهګرو د مرستی او ملاتړ نه لاس واخلی. او بهرنی ترهګر دی فوراً د پښتنو سیمو څخه ووځي.

۹. په ګران او تاریخی افغانستان کې دی ګاونډی هیوادونه په ځانګړی توګه پاکستان او ایران خپله لاس وهنه فوراً بنده کړي. او په افغانستان کی د ملی سولی په لاره کی خنډونه اچول بند کړی.

د غونډی په پایی کی د نامتو پښتو شاعر او استاد شهسوار سنګروال په مشرئ کی یوه پښتو مشاعره وشوه چی شاعرانو پکی د شعر په ژبه خان شهید ته د مینی او عقیدت پیرزونې وړاندی کړې:

اسلام آباد: د جهش محمد ډلي مشر نه شته

په هند کې د پاکستان یوه دیپلومات ویلی چې د جهش محمد ډلي مشر مسعود اظهر کوم کس چې هند یې د نیولو غوښتنه کوي په پاکستان کې نه شته. شاهد ملک وویل چې که چیرته پاکستان نوموړی ونیسي نو هرو مرو به یې په خپله خاوره کې محاکمه کړي. ډهلۍ د ممبۍ په چاودنو کې د مسعود اظهر لاس درلودل یقیني کړي او له پاکستان څخه ېې غوښتي چې هغه ونیسي او دوي ته یې وسپاري. هند همدا راز له پاکستان څخه د داود ابراهیم د نیولو او سپارلو مطالبه هم کړي ده. داود ابراهیم هم د  ډهلي له خوا په دې ګرم بلل شوی چې څوکاله دمخه یې په ډهلي کې د یو لړ چاودنیو پرمهال شاوخوا دوه سوه کسان وژلي دي.

ترکې پولیسو 30 تنه القاعده سره دتړاؤ په تور نیولي

دترکې خبری سرچنیودخبر له مخې  ترکې پولیسو دالقاعده ترهګرې ډلې سره د اړیکوپه تور دیرش تنه نیولي دي. درپوټونو لمخې دغه کسان د استنبول ښار په 15 بیلابیلو ځایونو کې  دیولړ عملیاتو په ترڅ کې نیولي دي. ویل کېږې له دغوکسانو سره یوشمیر وسلې،مهمات او مهم اسناد دترکې پولیسو لاسته ورغلې دي، خو ترکې پولیسو یې په اړه دزیاتو مالوماتو دورکړې څخه ډډه کړې ده.

تر شلو ورځو به ټول حاجیان هیواد ته را ساتنه کړای شي

   د ترانسپورت وزارت چارواکي ډاډ ورکوی چر تر راتلونکو شلو ورځو به ټول افغان حاجیان له سعودي عربستان څخه د آریانان شرکت او د سعودی عربستان د سما په نامه د  یوه شرکت د الوتکو په مټ را په کور کړي. سږ کال تقریبا دیرش زره افغان زایرن د حج مراسمو ته د ګډون په موخه تللي ول چې له دې ډلي یوازي ۲۵ تنو تر اوسه خپل ژوند له لاسه ورکړی. د ترانسپورټ او هوانوردۍ وزارت سرپرست غلا علي راسخ وویل چې په تیرو ۵ ورځو کې ۲۰۰۰ حاجیان د آریانا افغان هوايي شرکت په مټ هیواد ته را لیږدول شوي او دا لړۍ اوس هم په چټکۍ روانه ده.ویل کیږي زیات شمیر افغان حاجیان دا ګړۍ د مدینې منورې په ښار کې د خپلو عبادتو په پوره کولو بوخت دي او پروازونه ټول له جدې ښار څخه افغانستان ته تر سره کیږي.

سعودي عربستان دښځمنو لپاره دنړۍ تر ټولو سترپوهنتون جوړوي

   
د ګارډين ورځپاڼې په حواله  ددې پوهنتون له پرانستل کېدو وروسته به  څلوېښت  زره  زدکړيالانو (محصلینو) ته د شاملېدو حق ورکړل شي.  ددې ورځپاڼې په قول دا پوهنيز مرکز ٨ ميليون مترمربع مساحت لري او تر ٢٠١٠ زېږدي کال پورې به گټې اخيستنې ته چمتو شي. د سعودی عربستان د ماليې وزارت  ددې پوهنتون د ځانګړنو په باره کې وويل : دا پوهنتون  به کتابتون،د ١٥پوهنځيو لپاره د کنفرانس تالارونه،څو لابراتوار خونې او يو اووه سوه بستريز روغتون ولري . اوس مهال عربستانۍ ښځې د نور ابن عبدالرحمن په  لوى زده کړيز مرکز کې چې په پلازمېنه رياض کې دى زده کړې کوي ،چې ددې هېواد په نورو پوهنتونونو کې ورته د زده کړې اجازه نه نشته . دسعودي عربستان د زده کړيالانو(محصلينو) ٥٨ سلنه ښڅې جوړوي ،خو عربستانۍ ښځې يوازې  ١٦ سلنه ددې هېواد په دولتي ادارو کې په  کار بوختې دي .

دكونړ ولايت : د افغان د سړ ك جوړولو د شركت دڅلورو تنو كار ګرا نو د مو ندلو په خا طر ئى هلى ځلى پيل كړى دي

دكونړ ولايت سيمه ييز خبر ځايو نه وا ئې چى د افغان د سړ ك جوړولو د شركت دڅلورو تنو كار ګرا نو د  مو ندلو په خا طر ئى هلى ځلى پيل كړى دي .دغه كار ګرا ن  پرون ما زيګر دنا ړى \ غا زى ا باد ولسوالى د لارى په اوږدو كې د نا پيژندل شويو وسله والو كسا نوله خوا وتښتول شول.د كونړ ولايت د امنيه قوما ندا نى مر ستيال عبدالصبور الله يار باخترا ژانس ته وويل چى امنيتى پوځو نو د تښتول شويو كار ګرا نو د مو ندلو په خا طر جدى هلى ځلى پيل كړى دي او دغه را ز اضا فې پوځو نه هم سيمى ته استول شوى دي . چى د سيمه ييزو پوځو نو ترڅنګ د تښتول شويو كسا نو پته پيدا كړي ده دغه را ز د سيمى له مشرا نو څخه و غو ښتل چې د هغو كسا نو دژغور نې په خا طر چې د هيواد د بيا رغا ونى په خا طر كاركوى له امنيتى پوځو نو سره همكارى و كړي

غزنی: ګڼ شمر ځوانان او تنکي ځوانان له پاکستان څخه شړل شوي او ځیني لادرکه دي

د غزني له ولایت څخه د بینوا ویب پاڼي همکاران  وایې چې په دې ورستیو کې د پاکستان د سند صوبې له کراچۍ ښار څه په سلګونو تنکي افغان ځوانان او هغه کسان شړل شوي چې د ژمې د مزدورۍ لپاره پاکستان ته تللي ول . غزنی چې د هیواد یو له بي وزل میشته ولایتونو څخه شمیرل کیږي هر کال ترینه په زرګونو اوزګار ځوانان او تنکي ځوانان د مزدورۍ لپاره ګاونډي پاکستان ته ځي. څه موده وړاندي د کراچۍ ښار د یو شمیر شخړو او مرګ ژوبلو شاهد وو. دا شخړي هغه وخت را پورته شوي چې په دې ښار کې ځايي پاکستانیانو له خپلو سیمو څخه د کډوالو پښتنو او په خاصه توګه افغانانو د ایستلو ملا وتړله. په دې شخړو کې په لسګونو هټۍ وسوځول شوي چې تر څنګ یې ځاني زیانونه هم رامنځ ته شول. ویل کیږي چې په دې  تاوتریخوالو کې تر ټولو زیات نقصان په کراچۍ بندري ښار کې میشتو افغانانو ته اوښتی دی. رپوټونه وایې چې د پاکستان پولیسو او فوجیانو د یو شمیر پښتنو دوکانونه او کورونه قبضه کړي، هغوي یې نیولي او ځیني یې د مرګ تر پولي پوري وهلي ‌ډبولي دي. د دغو افغانانو زیاته برخه د غزني ولایت اوسیدونکي دي چې له کلونو کلونو راهیسي په کراچۍ کې کاري سابقه لري. عیني شاهدان وایې چې دغه ځوانان او تنکي ځوانان اوس تش لاس بیرته هیواد او خپلو کورونو ته را ستانه شوي چې دمګړۍ په زیاته بي وزلۍ کې ژوند کوي او کوم خاص کار روزګار نه لري. د سیمي خلکو په افغان دولت او په خاصه توګه په پاکستان کې پر افغان سفارتي چارواکو غږ کړی چې د پاکستاني دولت له خوا د نیول شویو افغان کډوالو او د هغوي د جایدادونو د خلاصولو په برخه کې بیړني ګامونه پورته کړي.

نامعلومو کسانو په لاسي بم د یو کور دوه کسه ووژل

دخوست دنادرشاه کوټ ولسوالۍ داوم په سيمه کې ديوې کورنۍ دوه غړي وژل شوي او څلورنور ماشومان ټپيان شويدي
دنادرشاه کوټ ولسوالۍ ولسوال بديع الزمان صبري وويل دغه پيښه بيګاه شپه درې بجې رامينځ ته شوه او نامعلومو کسانو د اوم په سيمه کې يو کورته لاسي بمونه ور غورځولي او په ترڅ کې يې يوه ميرمن او يو سړی وژل شوې او څلورنور واړه ماشومان ټپيان شويدي ولسوال زياته کړه دپيښې لامل تراوسه نه دی روښانه شوي دپيښې په اړه پلټنې روانې دي .

دشهيدانو څه ناڅه دوه سوه تنو وارثانو او معلولينو دمظاهر ي په کولو سره دخپلو حقوقو دترلاسه کولو غوښتنه وکړه

دشهيدانو  څه ناڅه دوه  سوه تنو وارثانو او معلولينو  نن يکشنبه د کابل په  ښار کي دمظاهر ي په کولو سره دخپلو حقوقو دترلاسه کولو غوښتنه وکړه  دباختر اژانس دخبر له مخي   مظاهره کوونکو چي د دادخواهان افغان د ټولنيزي ټولني له خوا تنظيم  شوي  ودلاريون په ترڅ کي ديوناما ددفتر په وړاندي غونډه وکړه .   دوي ددولتي چارواکو په کړو وړو باندي انتقاد وکړ  او ديو شمير مسوولينو چي  ددوي په وينا جنګي جنايتکاران دي د محاکمي غوښتنه وکړه  مظاهره کوونکو د پريکړه ليک په صادرولو سره  خپل لاريون  پاي ته ورساو.

ننګرهار ته د لوی درستیز بسم الله خان سفر

د افغانستان د ملي پوځ لوی درستیز جنرال بسم الله محمدي نن د سه شنبې په ورځ په یوه ناڅاپي سفر د ننګرهار ولایت ته ورغي. ښاغلي جنرال په دې سفر کې په ننګرهار ولایت که د ملي پوځ له میشتو یو شمیر قوماندانانو او افسرانو سره وکتل. نوموي په دې سیمه کې د زمري د زړه په نامه د عملیاتو  جاج واخیست او سرتیري یې د ټاکنو د نوم لیکني د بهیر د مراکزو لا ښي ساتني ته وهڅول. جنرال بسم الله د ننګرهار ولایت خوګیاڼیو ولسوالۍ ته هم ورغی او هلته یې هغو افسرانو او سرتیرو ته ستاین لیکونه وویشل کوم چې په خپلو دندو کې ښه ځلیدلي ول.

پکتیکا کې د ټولټاکنو د دفتر د چارواکي تښتوونه

د یکشنبې په ورځ د پکتیکا ولایت د یوسف خېلو د ولسوالۍ د نوم لیکني د دفتر چارواکي، مولوي عبدالمنان د طالبانو له خوا و تښتول شو.

 

د نوموړي ورور، حاجي عبدالحنان ویلي چې نوموړی لا تر اوسه پورې د طالبانو په ولکه کې ده خو هیله من ده چې د قومي مرکو له مخې به بیرته را پرېښودل شي.

 

طالبانو لا پخوا خلکو ته خبرداری ورکړی و، چې د ۲۰۰۹ کال په ټولټاکنو کې دې ګډون نه کوي.

پکتیکا یو له ډېرو نا ارامو ولایتونو څخه دی، چې د دولت له لورې هم کومه ځانګړې پاملرنه نه ده ورته شوي.

.

عاجل: ایران د افغان – پاريس کنفرانس تحريم کړ

غورځنګ  (کابل): يوې ډيپلوماټيکي سرچيني د فرانس پرس خبري آژانس ته ويلي چي ايران نه غواړي په پاريس کې د نن ورځي جوړېدونکي هغه کنفرانس کې ګډون وکړي چي موخه يې په افغانستان کې د سولي او ټېکاو د راوستلو لپاره د ګاونډيو هېوادونو  ډېري هلي ځلي دي

د دغه کنفرانس له جوړېدلو څخه اصلي موخه داده چي د افغانستان ګاونډي هېوادونه په تېره بيا ايران او پاکستان دې ته روابلي چي د کابل له ادارې سره په افغانستان کې د سولي  او ټيکاو د ټينګولو لپاره مثبت رول ولوبوي او پراخي هلي ځلي وکړي

تهران ژمنه کړې وه چي د پاريس کنفرانس ته به د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير منوچهر متکي ورلېږي. خو فرانسوي چارواکو ويلي چي موچهر متکي دغه سفر لغو کړی دی

همداراز په فرانسه کې د ايران سفير هم په دغه غونډه له ګډون څخه ډډه کړې او په غونډه کې نه په سترګو کېده

په دغه يوه ورځني کنفرانس کې د افغانستان په ګاونډيو هېوادونو سربېره د نړۍ د نورو لويو هېوادونو څخه هم استازيو ګډون کړی وو

که څه هم د ايران دغه ګام ډېري پوښتني راولاړي کړې دي خو دا لا څرګنده نه ده چي ايراني چارواکو ولي د پاريس په کنفرانس کې له ګډون څخه ډډه کړې ده

یو شمیر وسله والي کمپنۍ وتړل شوي

د کابل د جنايي جرمونو د مبارزي ریس علی شاه پکتیاوال په پلازمینه کې د یو شمیر بهرنیو په ګډون د ګڼو کورنیو امنیتي خصوصي کمپنیو د تړلو خبرورکوي. پکتیاوال وویل چې دا کمپنۍ یې د دقیقو اطلاعاتو په اساس وروسته تر هغه وتړلي چې د هغوې د ناقانوني بڼي په اړه ورته راپورونه را ورسیدل. له دې کمپنیو څخه ګڼ شمیر سپکې او نیمه درنۍ وسلې هم تر لاسه شوي دي. پکتیاوال که څه هم د دې کمپنیو نومونه په ګوتو نه کړل خو څو څو ځلي دولتي چارواکو او ولسي افغانانو د شخصي امنیتي کمپنیو له فعالیت څخه سر ټکونه کړي ده. څه موده وړاندي د میدان وردګو والي حلیم فدایې هم د خپل ماموریت په سیمه کې یوه امنیتي کمپنۍ بی اعتباره اعلام کړي وه . فدایې ویلي وو چې دغه کمپنۍ په سیمه کې نا امنیو ته لمن هواروي. بینوا ویب پاڼي ته را رسیدلي کوټلي رپوټونه وایې چې د دفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردګ زوی حامد وردګ هم په کابل کې یوه خصوصي امنیتي کمپنۍ لري چې پکې شاوخوا ۷۰۰ وسله وال کسان په دندو بوخت دي. دا کمپنۍ ظاهراْ امنیتي خدمتونه وړاندي کوي او هیواد ته د وسلو په لیږد را لیږد کې هم لاس لري.