داود احمدي : دماین په چاودنه کې 11 تنه ملکي وګړي ووژل شول

نن ماسپښین دوه بجې دهلمندولایت دنوزاد ولسوالې د خواجه جمال په کلي کې دسړک دغاړې ماین پر ټونس موټر والوت او په کې سپاره 11 تنه ملکي وګړي ځای پر ځای ووژل شول دپېښې مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دې اخستی

په ميدان وردګ ولايت کې (۲۳۴) تنه ځوانان په دندو وګومارل شول

په ميدان وردګ ولايت کې (۲۳۴) تنه ځوانان په دندو وګومارل شول د میدان وردګ ولایت کې دعامه ساتنې (۲۳۴) تنه ځوانان د یومیاشتنۍ زده کړو وروسته فارغ او ددې ولایت په نرخ،جلریز،چک،میدانښار او سیداباد ولسواليو کې په دندو وګومارل شول. په نوموړه غونډه کې دولایت والي محمد حلیم فدایي سربېره ،ولایتي بیارغاونې ډلې مشر ترکر اری،دولایتي او سیمه ییزو شوراګانو غړو،امنيي قوماندان،دسولې او ملي پخلاینې کمیسیون سلاکار او جید عالم مولوي خمارو، دعلماؤ شورا ریس او یوشمېر دولتي ادارو مسولینو او دعامه ساتنې پولیسو سربازانو ګډون کړې وو، غونډې ته ښاغلي والي د ډاډمن امنیت په راوستوکې دعامه ساتنې پولیسو او ولسونو په ونډې ټینګار وکړو، او هم یې د عامه ساتنې پولیسو څخه وغوښتل چې دسیمې دمشرانو په لارښونه د ټول ګټو پروژو څخه ساتنه ستاسو ملي مسولیت دي او هڅه وکړي چې دمیشتو ولسونو سره په ګډه خپله سیمه د وران کارو دتخریبي اعمالو څخه خوندي کړئ، ورپسې دامنيي قوماندان جنرال مظفرالدین،د ولایتي شورا ریس رفیع الله طاهري او جهادي قوماندان غلام محمد هم په وار سره خبرې وکړي او دعامه ساتنې دپولیسو دقوي عزم او پاکې ارادې په اړه یې څرګندونې وکړئ او ډاډ یې ورکړو چې نوموړي ځوانان به په پوره کوښښ سره دامنیت په غښتلتیاکې خپلې هلې ځلې نه سمپوي، وروسته دهېواد تکړه عالمانو هریو مولوي خمارو او مولوي شیرین دعامه ساتنې پولیسو فراغت په سیمه کې د امنیت زیرې وګاڼه اودغه پولیس یې لاهم په سنګرونوکې دهېواد دځمکنۍ بشپړتیا او ساتنې ته وهڅول او دنوموړو سرښندنې او هڅې یې په عبادت کې شمېر وګڼلې په پای کې غونډه په هېواد کې دتل پاتې سولې په دعاء لوستلو سره پای ته ورسیده.

په کابل کې د چاودنو پړه طالبانو پر غاړه واخيسته

په کابل ښار کې نن ورځ دوه ځواکمنې چاودنې وشوې ، چې مسوليت يې طالبانو په غاړه واخيست . په دې پېښه کې ديارلس تنه وژل شوي ، چې څلور تنه يې د هند وګړي دي . دا پېښه وروسته له دې رامنځته کيږي ، چې تيره ورځ په نوي ډيلي کې د 2008 ز کال د بمبي تر ترهګريزو بريدونو وروسته د هند او پاکستان تر منځ يو ځل بيا مخامخ خبرې پيل شوې . د يادولو ده ، چې په افغانستان کې هندي کارپوهان د سرکونو او نورو موسساتو په جوړولو کې پراخه ونډه لري خو تل تر بريدونو ﻻندې راځي ، چې ﻻمل زياتره شنونکي د ای اس ای دسيسې بولي .

ملا برادر د افغانستان حکومت ته سپارل شوی

د پاکستان حکومت ملا عبدالغني برادر د افغانستان حکومت ته سپارلی . ملا برادر څو موده دمخه د پاکستان په کراچۍ کې نيول شوی وو او د ځينو نورو سرچينو په حواله په بلوچستان کې ﻻ پخوا نيول شوی و . د پاکستان د کورنيو چارو وزير ويلي وو ، چې دوی به ملا برادر امريکا ته ونه سپاري خو افغانستان ته يې سپارل ممکن دي . دا پرېکړه ښايي وروسته له هغې شوي وي ، چې د افغانستان د کورنيو چارو وزير حنيف اتمر له پاکستان څخه ليدنه وکړه . د افغانستان د امنيتي ادارې يوه تن چاوراکي انصاري ويلي ، چې ملا برادر له دې امله افغانستان ته وسپارل شو ، چې د افغانستان تابعيت لري . د يادونې وړ ده ، چې امريکايان په افغانستان کې زيات زندانونه لري او له امريکا سره به يې توپير دا وي ، چې د پلټنو پر مهال به آزاد ﻻس لري او د بشر حقوقو څخه د سرغړونې په صورت کې به څوک د ګوتنيولو جرئت ونکړي .

دمیدان وردګ ولایت دجلریز په ولسوالۍ کې دملي پیوستون دپروګرام له مخې۱۲ بېلابېلې پروژې دکلیو پراختیا وزارت دڅه باندې (۹) میلیونو افغانیو په ارزښت دسیمې دخلکو اوددې ریاست دکارکوونکو لخوا دپټۍپه پریکولو سره ګټې

دمیدان وردګ ولایت دجلریز په ولسوالۍ کې دملي پیوستون دپروګرام له مخې۱۲ بېلابېلې پروژې دکلیو پراختیا وزارت دڅه باندې (۹) میلیونو افغانیو په ارزښت دسیمې دخلکو اوددې ریاست دکارکوونکو لخوا دپټۍپه پریکولو سره ګټې اخیستې ته چمتو شوې. دیاد ریاست ریس انجینیر جان محمد حکمت جو په وینا په دغو پروژو کې دلمریزې بریښنا (سولر) ۲ پروژ ې د (۱۴۵) پایو سولرو نصبول،داوبو ذخیرې یوه پروژه د(۱۴) مترمکعب حجم په لرلو سره ،دفرعي سړک جوړولو (۴) پروژې د (۶،۳) کیلومترو په اوږد والي او (۲۱) پلچکونه اویو لوې پل (4*4) پلنوالي،دپاکو اوبوڅاګانو (۲) پروژې چې (۴) څاګانو کیندل او پرهغوۍ لاسي بمبو درول ،ډیزلۍ ژرندې یو پروژه،استنادي دیوال یوه پروژه او دخیاظۍ دکورس یوه پروژه پکې شاملې دي چې نوموړي پروژې دجلریز ولسوالۍ د قلعه کریم سیاخاک،باغ لنګر،قلعه کریم،قول ناتي،پرابي،قول دادي، پشته مزار،قلعه سفید،قلعه سبز او میراجان خیلو په کليوکې دخلکو دلس سلنه ونډې اخیستنې او دکلیو بیارغاونې اوپراختیا وزارت دبودجې ځخه د(۹۱۶۲۰۰۷) افغانیو په مالي لګښت دمرستندویه موسسې (سویډن) او پراختیایي شوراګانو لخوا بشپړې او ګټې اخیستلو ته چمتو شوې، ددغه پروژو څخه (۱۳۷۴) کورنۍ ترې ګټه اخلي.

دميدان وردګ ولايت دچک په ولسوالۍ کې دوه تنه وسلوال ونيول شوو او یوتن ووژل شو

دميدان وردګ ولايت دچک ولسوالۍ دخوات دخلیلي په سیمه کې دافغان او ایساف ځواکونو په ګډو عملياتوکې دوه تنه دوسلوالومخالفینو مشهور غړي نیول شوې او یوتن یې وژل شوې. د کب دمیاشتې په ۴/۳ مه نیټه دشپې مهال ۳ بجې دچک ولسوالۍ دخوات د خلیلي په کلي کې افغان او ایساف ځواکونو په ګډو عملياتوکې د وسلوالو مخالفينو دوه تنه مشهور کسان هریو روح الله رحماني دنظامي کمیسیون مشر او ملاغفور دوسلوالو سرګروپ ژوندي نیول شوې او یوتن ټوپکمار حبیب الرحمن وژل شوې دی، په عملیاتوکې له دوۍ څخه درې میله کلاشینکوفونه او یوشمېر چاودیدونکی توکي ترلاسه شوې دي. ديادونې وړ ده چې په دغو عملیاتو کې ايتلاف او ياهم افغان ځواکونو ته کوم تلفات نه دې اوښتي.

د خوست په سرحدي ولسوالۍ کې په نښته کې مرګ ژوبله پېښه شوې

دخوست ولايت سيمه ييزو رسنيو د امنيتي چارواكو له قوله خبر ورکړی، چې تېره ورځ ناوخته دعلي خيلو په سرحدي ولسوالۍ كې له وسله والوطالبانوسره په نښته كې د كمپاين ځواكونو دوه سرتېري اوڅلورتنه طالبان وژل شوي دي. په خوست ولايت كې امنيتي چارواكوويلي چې دا پېښه هغه مهال وشوه چې د كمپاين د ځواكونو سرتېري د وسله والوطالبانوله كمين سره مخامخ شول. په خوست ولايت كې د امنيتي ځواكونو د همغږۍ د مركزمشرجنرال نواب ازادۍ راډيو ته وويل چې په دې نښته كې يووسله وال طالب ټپي شوى هم دى او د هغوي يوموټرهم امنيتي ځواكونو ته په لاس ورغلى دى. جنرال نواب څرګنده كړه، چې په سيمه كې د نورو وسله والو مخالفينو د نيولو لپاره هڅې دوام لري، د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد د پېښې مسولیت منلې او وايي چې د دوي یو وسلوال وژل شوی او دوه ټپیان دي.

دافغانستان اسلامي امارت دسياسي کمیسون له مسؤل محترم ملا اغا جان معتصم سره د هیواد د روانو حالاتو په اړوند هر اړخیزه مرکه

1 – سوال : دافغانستان اسلامي امارت په تشکېل کې سياسي کمیسون کله تاسیس شو، دتاسیس انګیزه یې څه وه او فعلا دخپل کاري مکلفیت له مخې کوم وجايب پر مخ بیایي؟

ځواب : بسم الله الرحمن الرحیم، الحمد لله والصلاة والسلام علی رسول الله وعلی اله واصحابه ومن والاه وبعد:

سياسي کمیسون له نن څخه پنځه کاله مخکې هغه وخت تاسیس شو کله چې داسلامي امارت دمشر تابه لخوا دامریکایانو اونورو یرغلګرو په مقابل کې دپوځي  امورو دلا ښه انسجام او پرمختګ په غرض یوه سلسله تشكيلاتي اواداري اقدامات تر سره شول چې دهغوي په ترڅ کې یو هم داسلامي امارت په تشکېل کې دسياسي کمیسیون ایجادوه؛ دسياسي کمیسون دایجاد ضرورت دا وه چې کله  داسلامي امارت مجاهدینو دیرغلګرو امريكايانو په وړاندې ښه بریالیتوبونه تر لاسه کړل او دهغه په اساس یو شمیر جهتونه دې ته حاضر شول چې له اسلامي امارت سره روابط ولري دهمدغه روابطو د ترسره کولو په غرض امیر المؤمنین حفظه الله دسياسي کمیسون ایجادول منظور کړل.

دا چې سياسي کمیسون تر اوسه پوري دخپل کاري مسؤلیت له وجې کومې لاسته راوړنې درلودلې  په دې اړه باید ووایم چې  په دې هکله مو ډیرې  ښې مثبتې لاسته راوړنې درلودلې چې دهغوي له جملې نه دنړۍ له یوشمیر هیوادونو سره روابط ایجادول اودهغه په ترڅ کې  دجانبینو لخوا  په مشترکه پلانونو کې په افغانستان او سیمه کې دامریکایي توسعه غوښتنې دمخنیوي په غرض لازم اقدامات ترسره شوي جي ډيري ښي پايلي يي لرلي.

اسلامي امارت  دسیاسي کمیسیون په وسیله له سیمه ایزو او ګاونډیو هیوادونو سره دروابطو  په ایجادولو کې ښه موفقیت تر لاسه کړی خو مونږ دهمدغه موفقیت څرنګوالی او همدا راز دهغو هیوادونو دنومونو څرګندول ديو لړ مصالحو او ځینو امنیتی ملحوظاتو له وجې تریو  وخت پورې مختفي اومحفوظ پاتې کیدل غوره بولو.

همداشانې سیاسي کمیسیون په هیواد کې دننه  دموثرو مخالف لوریو سره دافغاني قضیې دحل په اړه خپل روابط جاري ساتلي اوپه دې مورد کې هم دپام وړ پرمختګ شویدی.

2 – سوال : له امریکایانو سره د اوه کلن جهادی مقاومت په صحنه کې داسلامي امارت پوځي بریاوې په سیاسي بریاوو ډیرې مخته دی په راتلونکی کښی ستاسي له نظره په سیاسي صحنه کې داسلامي امارت دپرمختګ لامل څه کېدای شي؟

ځواب : په معاصرو شرایطو کې په نړیواله کچه سياسي بریالیتوبونه دپوځي بریالیتوبونو محصول وی، هر څوک چې په پوځي  صحنه کې مخکې وي هغه به په حتمي توګه په سياسي صحنه کې هم مقدم وي  داچې په افغانستان باندې د دښمنانو اقدام پوځي اقدام وه اسلامي امارت هم دهغوي په مقابل کې په ورته عکس العمل لاس پوری کړ چې لله الحمد په هغه کې یې ښه بریالیتوب تر لاسه کړ،  داسې بریالیتوب چې خپله دښمن هم ورباندې اعتراف کوي، چې  په اوسنيو شرایطو کې دغه پوځي  موفقیت په حقیقت  کې داسلامي امارت دسياسي موفقیت په نتیجه کې راغلی.

دا یو منلی واقعیت دی چې ستونزې او لانجې یواځې په جګړو نه حل کیږي او نه هم یواځې په سياسي مفاهماتو سره، نوباید دستونزو دحل لپاره له دواړو پوځي  او سياسي لارو څخه همزمان کار واخیستل شي.

3 – سوال :    دامريكايي یرغل  په مقابل  کې له ۷ کلن بریالي مقاومت  وروسته  اسلامي امارت  دسیمې  او نړۍ په کچه  دیوه مطرح قوت په حیث ځان ثابت کړی له امریکایانو سیوا نور نړیوال له اسلامي امارت سره دیوه متقابل تجاوب په ضمنی حالت کې دی،  داسلامي امارت په  سیاسي تګلارې کې تر کومه حده له هغوي  سره  دیو مثبت تجاوب امکانات موجود دي ؟

ځواب : دا چې یرغلګرو امريكايانو او دهغوي متحدينو دټولو منل شویو انساني او اخلاقي معیارونو خلاف په افغانستان یرغل وکړ او دهغه په نتیجه  کې ددې هیواد دمسلمان ملت  دارمانونو یواځېنی ممثل نظام  اسلامي امارت له منځه یو وړ، په زرګونو بیګناه ماشومان،  ښځې او بیوزله  خلګ یې په شهادت ورسول، دغه جګړه ځپلي هیواد ته یې په تیرو خرابیو برسیره نورې هم ډیرې خرابۍ اوتاوانونه ورسول، مونږ دا مسؤلیت بولو چې دخپل مظلومیت او دامریکایانو ظلم  اوبربریت نړیوالو ته دبرملا کولو لپاره له هر چا سره خبره وکړو، هغوي ته خپل مظلومیت وروښیو اوهمدا رازهغوي ته خپل اهداف توضیح کړو، او له هغوي څخه دخپل مظلوم مسلمان ولس دنجات او ژغورنې په هکله دمرستی غوښتنی وکړو.

مونږه غواړو چې دټولو اسلامي هیوادونو او همدا راز دنړۍ دازادو اوخپلواکو هیوادونو پام دې  ټکي ته راوګرځوو چې امریکایانو پر مونږ ډیر ظلم کړی مونږ دخپل ملت دژغورنې او دهغوي داسلامي مصالحو دتحفظ په صورت کې له هر چا سره خبرو او تعامل ته حاضر یو.

4 – سوال : ایا اسلامي امارت اوس هم د افغانستان او دهغه د ذیربطه قضایاو په هکله هماغه پخوانۍ  تګلاره پرمخ بیایي؟

ځواب: اسلامي امارت لکه چې له نوم څخه یې څرګندیږی ټول اساس او تګلاره یې  دوخت دشرایطو اوحالاتو سره سم داسلامي اساساتو په بنا ایجاد شوې وو، اسلامي امارت دخپل حاکمیت په مهال له اړونده قضایاو سره دتعامل لپاره داسې پالیسې غوره کړې وه چې په هغې کې دافغانستان ټول اسلامي، ملی او سياسي مصالح خوندې وه، البته دهغه وخت داضطراری حالاتو له وجې په ځینو مواردو کې یو لړ نیمګړتیاوې موجودې وې چې په راتلونکي کې به دهغوي د مخنیوي لپاره اقدام کیږي اومونږیې داصلاح لپاره  هرراز تفاهم ته حاضر یو .

همدا راز مونږغواړو چې راتلونکې تګلاره دیوه بین الافغاني مشورتي تفاهم په بنا په ډیره وسیعه توګه ترتیب اودوخت دایجاباتو سره سم  پکې مثبت تغیرات راوړل شي داسې تغیرات چې داسلامي امارت له جهادي پالیسې سره تعارض ونه لري او نور هم دافغانستان دمسلمان ولس هر اړخیز مصالح پکې نغښتي وي.

5 – سوال  :  دروسی  یرغل په مهال افغاني  مقاومت  په نړیواله  کچه  له ځانه سره سیاسي  ملاتړ او تایید درلود اوسني  مقاومت ولي دځان دتایید  په هکله له دغې ځانګړتیا څخه بي برخې دی؟

ځواب : دروسي یرغل په مهال هم له افغاني مقاومت سره نړیوال تایید تدریجي حالت درلود؛ تقریبا اوس هم له اوسني مقاومت سره جهاني حمایت هماغه تدریجي حالت خپل کړی.

په هغه مهال کې هم چې کله دروسانو په وړاندې دمجاهدینو مقاومت زور پیداکړ، او دنړیوالو دا خبره زړه ته ولویده چې مجاهدین دروسانو په مقابل کې دمقاومت وړتیا لري بیا یې هغوي ته لاس ورکړ دهغوي سياسي او پوځي  حمایت او تايید یې وکړ.

په افغانستان باندې  د امریکایانو د یرغل  په اوائیلو کې هم د هیڅ چا دا خبره زړه ته نه لویده چې خالي لاس جګړه ځپلي افغانان دې دپرمختللیو امریکایانو په مقابل کې مقاومت وکړي، خو دتیرو اوو کلونو جهاد او بریالي مقاومت داخبره هم امريکايانو اوهم نورو نړيوالو ته څرګنده کړه چې افغانان کولاى شي دامريکايي يرغل مخه ونسي، نه داچې یواځې په افغانستان کې دهغوي مقابله وکړي بلکه  دخپل هیواد داستراتیژیک حیثیت له مخې ددې توانايي هم لري چې په ټوله سيمه کې دامريکايي توسعه غوښتنې سیاست مخه ونيسي ځکه په افغانستان کښی دامریکایانو ناکامی په ټوله سیمه کی د دوی ناکامی ده اولکه پرون چې يي ټوله نړۍ دکمونيزم له شرڅخه وژغورله نن هم کولاى شي چی په الهى نصرت سره هم افغانستان اوهم دسيمې هيوادونو ته دامريکايي زبرځواکي له شرڅخه نجات ورکړي ، چې دافغانانو دمقاومت دغه وړتيا نړيوالو هم درک کړې او اوس هريود دې  په لټه کې دى چې څرنګه وکولاى شي دخپل سياسي اوپوځي حمايت اوتائيد په اړه له اسلامي امارت سره روابط قائم کړي.

په لنډه توګه له اوسني اسلامي مقاومت سره دحمايت اوتائيد په هکله نړيوال په درو کټه ګوریو ويشل شوي:

په لومړۍ کټه ګوري کې ټول اسلامي امت دى، چې دخپلې اسلامي عقيدې په بنا له همدې اسلامي مقاومت څخه تایيد اوحمايت کوي اودهغه مادي اومعنوي مرسته کوي.

دوهمه کټه ګوري هغه هيوادونه دي چې له امريکايانو سره په سيمه کې سياسي، پوځي اواقتصادي رقابتونه لري، هغوي په همدغه رقابت کې دوړاندیتوب  له وجې دموجوده افغاني مقاومت ملاتړکوي-

اودريمه کټه ګوري دنړۍ خپلواک هيوادونه دي کوم چې نه غواړې ددوي په څنګ کې امريکايي استکبار وده وکړي، هغوي هم دخپلو مصالحو په بنا داوسني پوځي مقاومت حمايت کوي-

خو البته دا باید واضح کړو چې دغه حمايت په اوسنيو شرایطو کې په سري ډول موجود دى مګردوخت په تيريدو او دشرایطو په مساعدتوب سره به  هغه پخپله به تدريجي توګه سره ان شاء الله حتما ښکاره سي-

6 – سوال:  له نړیوال عدم  تایید او یا په بله معنی له نړیوال مخالفت سره سره اسلامي  امارت تر کومه حده په افغانستان  کې دخپل پوځي او سیاسي وجود په خوندې ساتلو قادردی؟

ځواب : تيرو تاريخي وقایعوته په کتلوسره داخبره ښه راڅرګنديږي چې افغانان که په عادي حالاتو کې يوله بل سره هرڅومره مخالفت لري خو د اجنبي يرغل په مهال بيا ټول هماغه ذات  البيني مخالفت پريږدي اوټول په يوه غږ د دښمن په مقابل کې په يوه صف کې دريږي، په همدې اساس که زه داخبره وکړم چې اسلامي امارت دخپل حاکميت ترمهال اوس دافغانانو په زړونو کې ډيرمحبوبيت موندلى هيڅ مبالغه به نه وي، ځکه هغه مهال داسلامي امارت مواجهه له داسې چا سره وه چې هغوي هم زمونز افغانان وو ځکه چی په هیواد کی بی شمیره متضادی ډلی ټپلی موجودی وی، چه هری یوی یی مشروع او نامشروع اعمال ترسره کول؛ او دهیواد حکومتی نظام یی بیخی له مینځه وړی وو ددی اعمالو د اصلاح لپاره او هم ددی لپاره چی هیواد د تجزیی څخه و ژغورل شی او په افغانستان کی یو واحد اسلامی نظام رامینځته شی دهمدی بنیاد پر خاطر مونږ دخپل ملت او په خاصه توګه د دینی علماو په بیا بیا غوښتنه دی کار ته اړ کړل شوولو چی په نتیجه کښی تر ډیره حده اهداف هم حاصل کړه شوه، اواوس بيا دهغه برعکس داسلامي امارت دمقابلې سنګر ديرغلګرو امريكايانو په وړاندي پرانستې ، هغه امريكايان چې په عقيدوي اوتاريخي لحاظ د مسلمانانو سخت ترین دښمنان دي، له همدې وجې نن هرافغان دغه سنګر له عقيدې اودين څخه ددفاع يواځنى مستحکم  سنګر بولي اودهغه حمايت اوټينګوالى دځان شرعي مکلفيت ګڼي، چې په دې سره اسلامي امارت په مجموع کې دټولو افغانانو اوهيواد والو له ملاتړ څخه برخمن  اوقوي کيږي-

تاسي چې له اسلامي امارت سره دنړيوال مخالفت خبره وکړه زه ستاسو له دې ټکي سره موافق نه یم  اوپه دې هکله وايم چې له اسلامي امارت سره مخالفت په هیڅ صورت نړيوال حيثيت نه لري بلکې هغه یواځې په امريکا اوڅو هغو هيوادو پوري محدود دى چې د امريکا په پله باندې روان دي- له امريکا اودهغه له یو شمیرانډيوالانو پرته نور ډير جهتونه  لکه مخکې چې مو وویل همدا اوس له اسلامي امارت سره دمختفی حمايت اوملاتړ په درشل کې قرارلري  چې په نیژدې راتلونکي کې به دغه سلسله نوره  هم  پراخه او کاميابه شي-

7 – سوال:   دافغاني لانجې  دحل په  اړه  اسلامي امارت  له هیواد څخه دبهرنیو ځواکونو دبي قید او شرط وتلو خبره  کوي، بهرني ځواکونه  بیا دسولې  په پروسې کې داسلامي امارت  دګډون  او وسلو په ځمکه ایښودلو خبره کوي د دغو دواړو متضادو مواقفو  په موجودیت کې دیوه معقول حل امکانات  څومره  شوني  بلل کېدای شي . ؟

څواب : امريکايان اودهغوي ایتلافي ملګري دافغاني قضیې دحل په اړه ډیرې داسې خبرې کوي چې په واقعيت کې هغه کار ترسره کول له بشري عقل څخه ډيرليري وي-

هغوي اصلا نه غواړي چې افغاني لانجه پاى ته ورسيږي، هغوي نه غواړي چی افغانان خپلواک اسلامي نظام ولري، هغوي اصلا نه غواړي مسلمان افغانان دیو اسلامي سپیڅلي نظام ترسوري لاندې دترقي اونیکمرغې ژوند ولري .

که هغوي په واقعي توګه ددې لانجې دحل غوښتونکي وي، دوی بايد په لومړي قدم کې بې قيد اوشرطه له افغانستان څخه خپلې قواوې وباسي-

په دوهم قدم کې هغوي بايد ټول هغه زندانونه  چې دمجاهدينو داسارت اوتعذيب ولو لپاره يي جوړکړي هغه که په داخل دافغانستان کې وي که په خارج کې په عاجله توګه وتړي اوپه دريمه مرحله کې هغوي بايد د مجاهدينو دنامه درناوى وکړي اوهغوي بايد په استهزاء آميزه الفاظو ونه نوموي، کوم لیسټونه چې دوی د مجاهدينو داستهزایي نومونو اودهغوي  دمجازاتو لپاره ترتيب کړي هغه په مکمله توګه له مينځه يوسي-

داهغه شرایط دي چې اسلامي امارت دافغاني لانجې دواقعي حل لپاره وړاندي کړي-

داچې امريکايان اويا دهغوي په لاس مينځته راغلې مزدوره اداره داسلامي امارت دمجاهدينو دوسلو په ځمکه ايښودلو خبره کوي  دا بلکل له امکانه ليري خبره ده ځکه هیڅ سالم عقل دانه ایجابوي چې څوک دې خپله اسلحه دجنګ په میدان کې دښمن ته په خپله حواله کړي ځكه دا كار هلاكت دى او الله تعالى مسلمانان له هلاكت څخه منع كړي، الله تعالى فرمايي : (وَأَنفِقُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلَا تُلْقُوا بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ وَأَحْسِنُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ) ، اوبله خبره داده  چې اسلامي امارت هغه مهال چې دامريکايانو او دهغوي دایتلافيانو ترزيات پوځي  فشار لاندې وه، هم دغه خبره ونه منله اوس مهال چې الحمد لله مجاهدين دلوى خداى جل جلاله په نصرت په ډيرښه پوځي اوسياسي موقف کې قرار لري، څرنګه به دغه تنازل ومني چې خپلي وسلې یواځې پدې خاطرتسليم کړي چې دوی ته په مزدوره  اداره  کې مشارکت ورکړل شي-

اسلامي امارت په افغانستان باندي حاکميت ددي لپاره غواړي چې هالته يو اسلامي نظام عملي کړیى شي، نه دا چې فقط هغوي تش په نوم  داشغال شويو اداراتو په سرکي راشي.

8 – سوال: دافغاني  لانجې دهواري په غرض د اسلامي کانفرانس  او یا دځینو نورو اسلامي  هیوادونو رول  څرنګه ارزيابي كوي ؟

ځواب: مونږ دافغاني قضیې دهواري په غرض دهرچا له لوري دسوله ايزو هڅو استقبال کوو، خو دافغانستان  په داخلي چاروکې دلاسوهنو اجازه اوحق هيچ چاته نه ورکوو.

مونږ مخکي هم ویلي اوس هم وایو چې په افغانستان کې اوسنۍ اصلي لانجه دبهرنيو قواوو يرغل دى، هرڅوک که غواړي چې په واقعي توګه  په افغانستان کې سوله رامنځته شي هغه دي خپلې هلې ځلې له افغانستان  څخه  دبهرنیو یرغلګرو دبیرته وتلوپه لاره کې  په کار  واچوي .

په افغانستان کې دبهرنیو یرغلګرو ځواکونو دنه موجودیت په صورت کې  په  دې هیواد کې دامن راوستل  دافغانانو حق اودهغوي مسؤلیت دی .

افغانان په ډيره ښه توګه سره داتوانا يي لري، چې دبهرنيانو له عقب نشيني وروسته دخپل هيواد امنيت اودهغه داخلي چارې سنبال کړي.

دهيواد له امنيت، دهغه له حريم اومعتقداتو څخه دفاع دا خپله دافغانانو وظيفه ده- هغوي دغه وظيفه هم د انګليسي يرغل په مهال، هم دروسي يرغل په دور اوهم اوس دامريکايي يرغل په مهال په ډیره ښه توګه سرته رسولې.

افغانان افغانستان خپل کوربولي؛ دخپل کورامنيت ساتل  دوی خپل حق بولي  اوتربل هرچا دوی  هغه په ښه  صورت ترسره کولاى شي.

هو!  هغه څه چې افغانان ورته ضرورت لري هغه دادي چې نړيوال دي ددوی مظلوميت واوري، اسلامي کانفرانس،اسلامي هيوادونه اوملګري ملتونه بايد دهغو مظالمو په وړاندې کوم چې دامريکايانو لخوا په ډيره بې رحمي سره په افغانانو ترسره کيږي، بې تفاوته پاتې نشي، امريکايانو چې نن په دغه  پرمختللي عصر کې په مظلومو افغانانو کوم  وحشت اوبربريت ترسره کړى هيڅ انساني ضمير دهغه منلوته آماده ندي، لهذا اسلامي کانفرانس ملګري ملتونه اوټول اسلامي اودنړۍ نورخپلواک هيوادونه بايد له خپل مکلفيت اواخلاقي مسؤليت څخه کار واخلي اوپه افغانانو باندي دي دوحشي امريکايانو ددغو مظالمو مخنيوى وکړي.

نن په نړیواله کچه دانساني ژوندون اوسالم معاشرت لپاره بین المللي  لوایح اومقررات  وجود لري چې دهمدغو مقرراتو په عملي کولو باندې  د امريکايانو په شمول  ټول ولسونه یو ډول مکلفیت لري .

دملګرو ملتونو اداره، اسلامي کانفرانس اونور بشري سازمانونه  دامسؤلیت لري  چې  د دغو لوایحو اومقرراتو منل اوپلي کول  دنړۍ په ټولو هیوادونو باندې  علی السویه عملي کړي، نه دا چې دهغوي تنفیذ یواځې په مستضعفو هیوادونو او ولسونو پوری محدود وبولي او دامریکا په څیر مستبد قوتونه پریږدي  چې هر څه یې زړه وغواړي هغه په بیوزله ولسونو باندې ترسره کړي.

اسلامي امارت  دخپل مسلمان ملت به ملاتړ په افغانستان کې دامن  په راوستلو  ښه قادر دی؛  داسې امن چی بیلګه یی دخپلی واکمنې پر مهال نړیوالو ته ښکاره کړیده چې خپله امریکایانو هم په هغه اعتراف کړی، هغه  په افغانستان کې نه داسلامي کانفرانس  نه دملګرو ملتونو اونه د ناټو ځواکونوته دامنیت دراوستلو لپاره ضرورت لري، بلکې اسلامي امارت له اسلامي کانفرانس او ملګرو ملتونو نه دا غوښتنه لري چې دخپل نفوذ په استعمال سره باید امریکایان دیته اړباسي چې له افغانستان څخه خپل عسکر  وباسي، اسلامي امارت  داسلامي او بیا افغاني مصالحو دتحفظ په صورت کې له هر چا سره که هغه ملګري ملتونه دي، که اسلامي کانفرانس دی که ګاونډی هیوادونه او که دنړۍ نور خپلواک هیوادونه او ارګانونو دي په دې باره کې تعامل او مفاهمی ته حاضر دی.

همدا راز اسلامي امارت دملګرو ملتونو ادارې ته دا ورپه زړه کوي  چې هغوي دې دخپل  نړیوال صلاحیت له مخې  دغه وحشي او لیونی مجرمین هم دخپلو قوانینو په رڼا کې مجازات کړی .

مونږ وینو چې نن دنړۍ ټول ازاد ولسونه حتی خپله امریکایان هم دبوش په جنګی مجرمتوب باندې اعتراف کوي او د دغې ادعا لپاره  په نړیواله کچه کافی شواهد اواسناد هم موجود دي؛ نو دملګرو ملتونو سازمان باید دغه جنګي مجرم جورج ډبلیو بوش دجنګی جرمونو نړیوالې محاکمې ته  دمواخذې  لپاره  راکش کړي.

9 – سوال : په دې وروستیوکې دخبري رسنیو لخوا دافغاني لانجې دحل په اړه دسعودي عربستان  دمینځګړیتوب  خبرونه خپاره شول  تاسوپه دې مورد کې دسعودي عربستان رول ته په کومه سترګوګوري ؟

جواب: سعودي عربستان د اسلامي هیوادو په منځ کې د یوه ځانګري مقام او حیثیت درلودونکی دی، دمسلمانانو دسترپیغمبرحضرت محمد صلی الله علیه وسلم له لوري داسلام  دمقدس دین بنسټ همالته ایښودل شوی،  د مسلمانانو قبله  هالته  وجود لري او همدا شان د د مسلمانانو د پیغمبر مبارک مسجد همالته ده.

د سعودي عربستان  چارواکو او ملت له افغانانو سره د روسی یرغل په مهال، خپل اسلامي او انساني حمایت او کومک کړی؛ مونږ اوس هم د امريكايي یرغل په مهال د هغوي د اسلامي او اخلاقي مرستو هیله لرو، مونږدسعودي عربستان له پاچا ملک عبدالله خادم الحرمین الشرفین حفظه الله څخه  داغوښتنه لرو چې هغوي  او ولس یې د افغانستان او ټولو اسلامي اشغال شویو هیوادونو د مظلومو مسلمانانو د برحقه قضایاو په اړه خپل مسؤلیت سرته ورسوی، هغوي باید د افغانستان، عراق، فلسطین او نورو اسلامي هیوادونو له قضایاوو څخه دفاع وکړي، د هغوي حمایت وکړي او په مالی توګه ددغو مسلمانو اشغال شویو هیوادونو مساعدت وکړي، دا چې الله تعالی په دوی باندې د خپل رحمت له مخې د رزق د پراخي تر څنګ د سوچه  عقیدې او ښو افکارو لورونه هم کړی هغوي باید د هغې په شکرانه کې د نړۍ د مظلومو مسلمانانو حمایت وکړي.

10- سوال  :  داوباما په راتګ  سره دامریکا لخوا د نړیوالو قضایاو  په تیره دافغانستان په اړه نوې صفحه دخلاصیدو  په حال کې ده او باما  اسلامي امارت  ته دیوه شنه څراغ  دورکولو په توګه دګوانتنامو زندان تړلو حکم ورکړ، د هغه د دغه  اقدام  په مقابل  کې له اسلامي امارت  څخه  دکوم  متقابل غبرګون هیله کېدای شي ؟

جواب: د اوباما دغه اقدام هیڅ  مثبت اقدام نشي بلل کېدای، ځکه مونږ وینو چې نن  د بګرام په هوایې ډګر، د پل چرخي او قندهار په زندانونو کې په زرګونو بیګناه افغانان بندیان دي، دګونتنامو زندان تړل به هغه وخت  دیوه مثبت اقدام  په توګه بلل کیدای شوای چې دهغه زندانیان ازاد کړیی شوي اوخپلو کورونو اوخپلوانو ته راغلي وای، خو اوس خبره داسې نده ځکه دګونتنامو زندان بیګنا زندانیان له ګونتنامو نه نورو زندانونو ته وړل کیږي چې داکار دبندي لپاره هیڅ ارزښت نه لري، ځکه بندي چې له خپل کور اوخپلوانو لري وي هغه ته بیا ګونتنامو اوغیرګونتنامو برابر دي  اوباما که له یوی خوا په شکلي توګه دګونتنامو زندان دتړلو خبرې کوي خو له بلې خوا بیا  ددی پر ځای چې له افغانستان څخه  موجود ځواکونه وباسی د لا زیاتو قوتونو د رالیږلو خبری کوي، چې د ا ټول بی سنجشه او بی ګټی اقدامات  د افغانستان په هکله داوباما د یوې خونړۍ جنګي استراتیژۍ معنا ورکوي داسې  استراتیژې چې له امله  به یې زیات امریکایي عسکر دافغانانو د جهاد په نتیجه کې له مینځه یو وړل شي  ان شاء الله.

11- سوال  : دناټو تړون  غړیو هیوادونو ځینو چارواکو په مکرر ډول  دسولې په پروسې کې  دطالبانو په  مشارکت  ټینګار کړی له دغه چانس نه په استفادې سره اسلامي امارت  تر کومه  حده دځان په ګټه  نفع پورته کولای شي ؟

ځواب: که د ناټو تړون غړي هیوادونه په واقعي توګه اسلامي امارت ته د یوه مطرح سياسي او پوځي  قوت په حیث قایل وی نو هغه دی لطفا د اسلامي امارت  غوښتنو ته هم په احترام قایل شي، د اسلامي امارت غوښتنه دا ده چې امریکایان او د ناټو تړون قواوی چې په نامشروع توګه افغانستان ته راغلی او هره ورځ په دی هیواد کی زمونږ پر مظلوم ولس باندی وحشیانه اعمال ترسره کوی چه زمونږ سپین ږیری؛ ښځی او ماشومان په ډیره بی رحمانه توګه دخپلو پر مختللو الوتکو ټانګونو او توپونو په ذریعه په شهادت رسوی چی ددوی د راتګ له پیل څخه تر اوسه زمونږ دګران هیواد ولس یو لک دپاسه بی ګناه مسلمانان شهیدان کړیدی پدی بنیاد دغو ناروا کړنو ته په کتلو سره پکار ده چی دوی فوځی قواوی ژر تر ژره له افغانستان څخه وباسی؛ ځکه دلته اصلا  ټوله ستونزه بهرنی یرغل جوړه کړې که هغه ختم شي نوره ټوله لانجه خپله حل کیږي.

مونږ امريكايانو اودناټو تړون غړيوهيوادونو ته دا وايو چې تاسو دافغاني قضیی په اصلي حل فكر وكوي دافغاني لانجې  حل يواځي په قدرت كي دطالبانو په اشتراك سره نشي راتلاى ترڅو چي ټولي بهرني قواوي له افغانستان څخه نه  وي وتلي، ځكه افغانان دخپل افغاني غيرت له مخي هيڅكله هم په خپل هيواد كي اجنبي حاكميت ندى منلى.

12 – سوال  : دافغاني  لانجې داخلي  او بهرني  لوري ټول پدې خبره اصرار کوي  چې یواځې پوځي   حل لاره دغې لانجې ته دپای ټکې  نشي ایښودلای  باید دتفاهم له لارې هغه هواره کړیی شي تاسو پدی هکله دیوې ممکنه  معقولې حل لارې څه تجویز کوي ؟

ځواب : هو! بلې مونږ  هم  ډیر له مخه  دا خبره امریکایانو ته کړې وه خو  امریکایان په هغه  وخت کې خپل امريكايي غرور داسې په سر اخیستي وه چې دهیڅ سوله ایز معقول حل قبلولو ته اماده نه وو  اوپه ډیرغرور اوبی فکره سره یې   دټولو ملي اوبین المللي قوانینو خلاف په افغانستان یرغل وکړ؛ دا چې هغوي افغانستان  د یوه پوځي  اشغال له لارې لاندی کړی نو اسلامي امارت  هم د هغوي  په مقابل کې دفاعی اقدام په توګه پوځي  مقابله غوره بللې او ترڅو چې په  افغانستان کې دغه یرغلګری قواوې موجودې وې اسلامي امارت به   هم د مسپلې د حل یواځېنې لاره مسلح جهاد او د هغوي په مقابل کې مقاومت بولي.

کله چې دمجاهدینو دبرحق جهاد او مقابلې په نتیجه کې امریکایان عقب نشيني ته اړایستل شي په هغه صورت کې بیا اسلامي امارت د ټول هیواد په کچه د قضیې د موثرو لوریو له تشکل څخه درا یو ځای کېدا یوه طرحه په نظر کې لري چې د هماغې په ترڅ کې به د افغانستان د راتلونکې سياسي نظام په اړه خبره کیږي.

خو اوس مهال اسلامي امارت د امریکایانو او ناټو د شړلو تر ټولو غوره لاره  د جهاد او پوځي  مقابلی تداوم بولي، او د هغې تر څنګ یې بیا د سياسي کمیسون لخوا د افغاني قضیې د ذی دخلو لوریو د مفاهمې، د هغوي د دعوت او همدا راز د هغو افرادو چې د امریکایانو په تبلغیاتو خطا شوي او نن  دهغوي تر څنګ ولاړ دي د جلب او دعوت سلسله پیل کړې چې لله الحمد ښې مثبتې پایلې یې لرلې.

13 – سوال :  دمتنازع  فیها قضایاو تاریخ ته  که وکتل شی   دهغوي هیڅ  یوه هم دسیاسي  حل لارې په وسیله نتیجې ته نده رسیدلې مثلا دفلسطین  لانجه  دکشمیر لانجه  او داسې نورې   ستاسوله نظره دداشانې لانجو دحل لپاره   دسیاسي اوپوځي  حل لارو ترمنځ کومې یوې ته ترجیح ورکول په کاردي  ؟

ځواب: داچې د ښمن د یوچا په کور باندې د یرغل قصد کړی وي او غواړې هغه له مینځه یو سي نو طبیعي خبره ده چې د هغه د دفع کولو لپاره بالمثل  پوځي   اوهجومي اقدام ته  ضرورت  دی  او تر بل هر اقدام یواځې همدغه پوځي  عمل موثر واقع کېدای شي، الله تعالی هم مسلمانانو ته په دې هکله داسې ارشادکوي:

فَمَنْ اعْتَدَى عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُوا عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدَى عَلَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ) سورة البقرة الآية 194

اسلامي امارت هم په داسې حال کې چې په افغانستان کې د یرغلګرو په مقابل کې د مقاومت  په جبهه کې قرار لري، ددښمن دیرغل ددفع کولولپاره یواځې پوځي  لارې ته ترجیح ورکوي  البته د پوځي  غبرګون تر څنګ غواړې  چې دلانجې د هواري  په غرض له اسلامي کانفرانس، ملګرو ملتونو، او نورو مؤثرو جهتونو سره هم خبره وکړي او غواړې هغوي پدې پوه کړي، چې افغانان هیڅ کله هم د جنګ لپاره د چا کورته ندې ورغلی، بلکې دا امریکایان دي چې ددوپ هیواد یې اشغال کړی او هغوي یې د خپل هیواد د ازادۍ په خاطر مقاومت ته مجبور کړي.

14 – سوال  : اسلامي تاریخ ته  په کتلو سره  مسلمانانو ټول میدانونه  له پوځي  لارې فتح کړي  داسلام مرکز  مکه مکرمه  په  پوځي   اقدام فتح  شوې دنړۍ په نورو هیوادنو کې  اسلامي حاکمیت  تر ډیره بریده له پوځي   لارې راغلی  ایا اوس هم دمسلمانانو لپاره له  خپلو مقدساتو، نو امیسو او غصب  شویوا سلامي هیوادونو څخه   د دفاع  پخاطر  پوځي  حل لاره   په سیاسي حل لارې باندې ګټوره نده ؟

جواب: هو دا خو مسلم حقیقت دی چې اسلامي حاکمیت په نړۍ کې د ډیرو قربانیو سرښندنو او د فداکاریو په نتیجه کې راغلی، همدا راز د اسلامي مقدساتو او نوامیسو څخه د دفاع لپاره نورو  ډیرو قربانیو او فدا کاریو ته ضرورت لري، ټول مسلمانان باید دخپلو غصب شویو ځمکو دبیرته ترلاسه کولولپاره تربل هرڅه پوځي  حل لارې ته ترجیح ورکړي  اوپه همدې لاره کې هر راز قربانۍ ترسره کړي.

اسلامي امارت هم دا دخپل ځان مکلفیت ګڼی چې له خپل هیواد څخه د دفاع  او په هغه کې د اسلامي حاکمیت د راتلو په غرض دامريكايي متجاوز دښمن په مقابل کې پوځي  سنګر  پیاوړي وساتې، البته د دغو پوځي  هلو ځلو تر څنګ د مفاهمې او دعوت لاره هم باید له پامه ونه غورځول شي، تر څو خلګ دا فکر ونکړی چې اسلامي امارت یواځې د جګړې په سیاست باور لري، مونږ د پوځي  هلو ځلو تر څنګ خلګو ته د مفاهمې میز ته د خبرو دعوت هم ورکوو چې هغه په خپل ځای کې د مثبتو پایلو رول لوبولای شي.

15 – سوال  :  په پخوا کی دافغانستان  په شمول  په نړۍ کې ډیر ځایونه  مسلمانانو د دښمن په خلاف پوځي  سنګر ګټلی دی

خو د واک لاسته کولو او سیاسي  تعاملاتو  په سنګر کې بیا تل پاتې راغلي وي ستاسي له نظره  د دې پاتې راتلو علت  څه دی ؟

جواب دا چې مسلمانان د الهی ارشاداتو مطابق د کفارو په مقابل کې په جهاد او مبارزې لاس پورې کوی او د خپلو معتقداتو د دفاع په لاره کې قربانی ورکوی په نتیجه کې  الله تعالی د هغو په برکت دوپ ته په دښمن غلبه ور نصیب کوی او دوی  په دښمن باندې غالبه  کوي .

خو الله تعالی لکه چې مسلمانانو ته په جهاد امر کړی همدا راز پې په ذات البینی اتحاد او اتفاق باندې هم امر ورته کړی- الله تعالی  فرمایې: (وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا…) سورة آل عمران الآية 103

نو مسلمانان باید له کفارو سره د مقابلی په مهال او هر وخت د نورو اوامرو تر څنګ دغه حکیمانه امر هم عملي کړي، رښتیا هم مسلمانانو د خپلو سرښندنو په نتیجه کې هر ځای عسکري میدان ګټلی دی،

خو سياسي میدان یې بیا فقط د خپل منځی اختلافاتو او نزاعاتو له وجې بایللی وی او دښمن هم ډیر دی خبری ته متوجه وی چې د مسلمانانو په مینځ کې سیاسی، لسانی، منطقوی او قومی اختلافات را پیدا کړی او دهغوي په وسیله د مسلمانانو په مینځ کې خپلو دسیسو ته لاره هواره کړی، مسلمانان که غواړې چې په ټولو میدانو کې کامیاب شي باید په خپل مینځ کې اتحاد او اتفاق خپل کړی ځکه دمسلمانانو اتحاد اویوالی دهغوي دهراړخیز داپمي موفقیت ضامن دی؛ الله تعالی دمسلمانانو دصف  دیو والې په هکله فرمایې: ( إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِهِ صَفًّا كَأَنَّهُمْ بُنيَانٌ مَرْصُوصٌ) سورة الصف الآية 4

همداشان مسلمانان  له ذات البیني اختلافاتوڅخه منع کوي او ورته  فرمایې : 😦 وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ وَاصْبِرُوا إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ) سورة الأنفال الآية 46

نن چې اسلامي امت  په کوموستونزواومصیبتونو مبتلادی دهغه یواځینی لامل دمسلمانانو ذات البیني اختلافات اوبي اتفاقې ده، باید مسلمانان  دخپل تیر مجد دلاسته  راوړلو لپاره اسلامي وحدت په خپلو منځونوکې  قائم کړي، الله تعالی دې دټولې نړۍ مسلمانانو ته دغه  وحدت ورپه  برخه کړي .آمین.

16 – سوال : په هیواد کې د امریکایی اتحاد په مقابل کې اوسنی جهادي مقاومت یوازی د طالبانو لخوا پر مخ بیول کیږی؟ او که د هغوی تر څنګ د افغان ولس نور لوری هم شتون لری؟

جواب: دا چې امریکایانو په مجموع کې په افغانستان یرغل کړی او افغانستان د ټولو افغانانو مشترک کور دی لهذا هغوی ټول دا خپل اسلامي او افغاني مسؤلیت بولی چې په مشترکه توګه له خپله کوره دفاع وکړی.

اوس چې د لوی خدای په نصرت د یرغلګرو امریکایانو په مقابل کې په ټول هیواد کې جهادي مقاومت ښه وسیع او پراخ شوی، ددی مقاومت او جهاد په مورچلونو کې د طالبانو تر څنګ د هیواد ټول هغه باغیرته اتل افغانان چې په هیڅ صورت په خپل هیواد باندی د اجنبی حاکمیت منلو ته تیار نه دی  وجود لری، چې د بیلګی په توګه د افغانستان د مشهور جهادي شخصیت د اسلامي حزب مشر مولوی محمد یونس خالص رحمه الله زوی او قائم مقام مولوی انوار الحق مجاهد د خپلو پیاوړو مجاهدینو سره یو ځای د اسلامي امارت تر قیادت لاندی په ډیره میړانه او غیرت سره جهاد کوی، او همدا راز د مجاهد کبیر محترم انجنیر ګلبدین حکمتیار صاحب جهادي موقف د ډیری ستاینی وړ دی، همدا شان د پخوانی ټولو جهادي تنظیمونو هغه مخلص مجاهدین چې پرون یی د روسی یرغل په مهال له خپل هیواد او عقیدی څخه د دفاع په سنګرونو کې جهاد کړی وو، نن د اسلامي امارت تر بیرغ لاندی د امریکایی یرغل په خلاف په جهاد لګیا دی.

سر پر دی باید ووایم دغه کوم اسلامی او سپیڅلی جهاد چی په افغانستان کی د امریکایی اتحاد پر ضد روان دی دا یوازی د افغانانو مسؤولیت نه دی، بلکی د ټولو مسلمانانو دینی او ایمانی وجیبه ده، او د دوی مسؤولیت دی چی د خپلو وړونو -افغانی مجاهدینو- تر څنګ ودریږی، او په بیلا بیلو ډګرونو کی د هغوی مرسته او ملاتړ وکړی، برابره خبره ده که دغه ملاتړ په مال سره وی، په نفس سره وی، په دعا سره وی او که په نورو ډګرونو کی وی.

او نور هغه یو شمیر جهتونه او اشخاص چې د امریکایي اتحاد دتوطیو او شعارونو له وجی د دښمن د دسایسو تر اثر لاندی راغلی د هغوی په اړوند هم اسلامي امارت خپلی ټولی هلی ځلی په کار اچولی تر څو له هغوی سره  مشترک او مثبت تفاهم ته ورسیږی او هیله لرو چی هغوی دخپلو وروڼو مجاهدینو په صف کی ودریږی.

17- سوال : ستاسی د اداری پر مهال ستاسو نظام ته په کتلو سره نړیوال او ډیر خلک داسی انګیری چی اسلامی امارت دعصری تعلیم او په تیره بیا دښځینه تعلیم سره مخالفت لری؛ ستاسو له انده دا خبره درسته ده که نه؟

جواب: زه ددی خبری سره موافقت نلرم چی اسلامی امارت دعصری تعلیم سره مخالفت لری بلکه د اسلامی امارت د اداری پر مهال عصری تعلیم ته دستونزو سره سره تر ډیره بریده پاملرنه شوی وه اسلامی امارت هغه مهال دهیواد ټول پوهنتونونه او ښوونځی پرانستل او هغوی لپاره یی په کافی اندازه وسایل اودرسي مواد برابر کړه دا پداسی حال کی چی د اسلامی امارت دحاکمیت څخه وړاندی دهیواد ګڼ شمیر پوهنتونونه او ښوونځی تړل شوی وه ان چی زیاتره یی دخپل مینځی شخړو له کبله وران او ویجاړ شوی وو؛ او دهیواد بی شمیره بچی د هر راز زده کړو څخه محروم پاتی شوی وو؛ دښځو د زده کړی یا تعلیم په هکله باید ووایم چی اسلامی امارت دخپل حاکمیت پر مهال دوخت او حالاتو سره سم دغه تعلیم ته  هم توجه کړی وه او د هیواد په غټو ښارونو لکه کابل؛ قندهار؛ مزار؛ هرات؛ جلال اباد او داسی نورو ښارونو کی دښځینه تعلیم لپاره نیمایی او بشپړ عالی تعلیمات تر سره کیدل په تیره بیا د طب په برخه کې ددی سربیره د لومړنیو او منځنیو ښوونځیو زده کړی د یو لړ سختو اقتصادي ستونزو له کبله که څه هم په منظمه کچه نه وو موجود خو په محلی او کورنی مدارسو کی ترسره کیدل.

دښځینه تعلیم په هکله باید ووایم لکه څرنګه چی د نارینه و لپاره تعلیم ضرور دی دغه ډول دښځینه و لپاره هم ضرور دی پدی بنسټ اسلامی امارت پدی اند دی چی تعلیم د نارینه او ښځی دواړو لپاره ضروری او لازمی دی؛ پدی شرط چی په اسلامی اصولو بناء وی؛ تا چی دنړیرالو خبره وکړه مونږ ددی په ځواب کې داسي وایو: که دوي زمونږ سره د اوسنیو مرستو چی د ګوډاګي اداری سره یی کوی لس فیصده یی زمونږ سره کړی وای نو مونږ به د هیواد په کچه ټولې تعلیمي اداری د نارینه او ښځینه و لپاره پرانستلی وای او په نړیوالو تعلیمي معیارونو به مو هم عیاري کړی وای خو دحیرانتیا خبره دا ده چی نړیوال خپل کومکونه د فاسدی اداري سره کوي چی هغه ټول دفساد او اختلاس ښکار کیږي.

18- سوال : ستاسو دنظر څخه داسی فهمول کیږي چی د نارینه واو ښځینه و لپاره تعلیم لازمی بولئ او هغه دخپلی پالیسی یو بنسټ ګڼئ خو مونږ د یو شمیر مطبوعاتو له لاری اورو چی داسلامی امارت مجاهدین د ښوونی او روزنی مراکز تړی او تردی چی په ځینو حالاتو کی سوځوی؛ تاسو پدی اړوند څه وایاست؟

ځواب: دا خبره له واقعیت څخه لری او دا ټول د دښمن د ناوړه تبلیغاتو یوه برخه ده ځکه د اسلامی امارت مجاهدین زیاتره ځوان زده کوونکی دي او هغوي د زده کړې قدر او اهمیت ښه پیژني؛ بل داچې اسلامی امارت دخپلی اداری پر مهال هر کال زیاته برخه پانګه دتعلیم او تربیی دمراکزو د ودانولو لپاره ټاکله؛ نو اوس به څرنګه هغوئ خپل جوړ کړی شوی علمی مراکز او یا د نورو ازادو ارګانونو لخوا څخه ودان کړی شوی علمی مراکز په خپلو لاسونو ورانوی؟ پدی هکله باید ووایم چی مونږ خپلو مجاهدینو ته ویلی او امر مو ورته کړی چی د مکاتبو د سوځولو عاملین معلوم او مجازات کړی؛ هغوئ په دی مورد کې یو لړ اقدامات هم ترسره کړیدی چی په ترځ کې یي یو شمیر وران کار اشخاص دمجاهدينو دکرښو څخه دباندی ونیول شول چی دغه تخریبي کړني تر سره کولی؛ دوی  پخپلو تحقیقاتو کې وویل چی د امریکایانو د ځینو شبکو لخوا ددغسی او دیته ورته نورو تخریبي اعمالو په ترسره کولو سره  پیسی ورکول کیدلی.

پدی اساس مونږ وایو چې زمونږ په هیواد کې د ټولو ورانیو او بدختیو عاملین امریکايیان دي؛ دوی نه یوازی داچې زمونږ مکتبونه را ورانوي بلکې هره ورځ زمونږ دبیګناه وروڼو وینی په ظالمانه او وحشیانه توګه تویوی؛ ټاټوبي کورونه او کلي په ډیره بی رحمانه  توګه بمبار وی چی له خاورو سره یي خاوری کوي.

19- سوال  : لکه څرنګه چې تاسو ته معلومه ده چې په افغانستان کې بیلابیل نظریات او افکار موجود دي دبیلګی په توګه حنفیت؛ سلفیت؛ اهل تشیع اخوانیت او داسي نور؛ دافغانستان اسلامی امارت پدي اړوند څه راز پالیسي لري؟

ځواب: افغانستان دټولو افغانانو شریک کور دی او ټول به په ګډه په ښه فضا کې دلته ژوند تر سره کوي؛ همدا ډول د افغانستان اسلامی امارت پخپل هیواد کې دټولو حقه افکارو او نظریاتو احترام او درناوی لري؛ او ټولو ته پخپلو حقوقو باندي په مساویانه توګه پدي هیواد کې قایل دي؛ او د افغانستان اسلامی امارت پخپل هیواد کې د یو واحد اسلامي نظام تر سیوری لاندي ټولو هیوادوالو ته دیو سوکاله؛ ارام؛ او ښه ژوند غوښتونکی دی.

20- سوال  : یو شمیر نړیوال او دکرزی اداره دا ادعاء کوی چې داسلامی امارت مجاهدین د مخدره توکو د عاید څخه ګټه اخلی او ددی توکو کرهنې او قاچاق ته وده ورکوي؛ ایا رښتیا هم د اسلامی امارت مجاهدین دغه رنګی کارونه ترسره کوي؟

ځواب: دغه ډول تبلیغات بیخی د حقیقت او واقعیت څخه لري دي؛ ځکه چې اسلامي امارت پالیسي د هیچا څخه پټه نده؛ هغه دخپلې اداري پر مهال د ټول هیواد په کچه د مخدره توکو کښت؛ قاچاق او تجارت په بشپړه توګه بند کړی وو؛  خو په خواشینة سره باید ووایو چی  د اسلامی امارت دومره غټ مثبت اقدام ته نړیوالی اداری دپام وړ  او کامیاب غبرګون ونه ښود؛  بل داچې داسلامی امارت پالیسي د اسلام پر اصولو ولاړه ده او اسلام ددغو توکو استعمال ته اجازه نه ورکوي؛ نو څه راز به داسلامی امارت مجاهدین دارنګی اعمال ترسره کړی؟ که اصلي واقعیت ته وګورو نو پدغه کار کې خپله امریکايیان او ددوی مزدوره اداره ککړه ده؛ ځکه چی پر افغانستان د امریکا یرغل سره جوخت دغه کښت دوباره شروع او په پریمانه کچه وده ورکړی شوه چی پدی خپله غربیانو هم اعتراف کړی او څرګنده کړیده چې ددوی (مزدوره) اداره پدغه کار کې په کامله توګه ککړه ده.

خو په تاسف سره باید ووایو چی ملګري ملتونه او ځیني نړیوال ددغي فاسدي اداري سره خپل تعلقات او کومکونه جاري ساتي؛ پداسی حال کې چې دغه اداره نه یوازي داچی په مخدره توکو کې ککړه ده بلکې هر ډول فساد پکښي موجود دی برابره خبره ده که هغه اقتصادی فساد وي که اجتماعي فساد وي او که اداري فساد وي خو ددې ټولو فساداتو سره سره بیا هم د نوموړی اداری ملاتړ کوي؛ نو ددې څخه داسي څرګندیإي چې ددوی دغه حمایت د نوموړی اداري فساداتو ته وده ورکول دي؛ پدي بنیاد د افغانستان اسلامی امارت دملګرو ملتونو او نړیوالو څخه غوښتنه لري چې خپلې ټولې مرستي او حمایت دی د دغي نا مشروع اداري سره په بشپړه توګه بند کړی؛ او هم خپلې ټولې اړیکی ورسره قطع کړي؛ او ددې پر  ځاي دی دوی خپلې مرستې او اړیکې دملت له حقیقي نمایندګانو سره وساتی.

21- سوال :  په وروستۍ پوښتنه کې مودنړۍ مسلمانوته څه پیغام لرئ؟

خپلو هیوادوالو او د نړۍ مسلمانانو ته مو دا پیغام دی چې هغوي دې دالهي ارشاداتو اونبوي سپیڅلیو لارښو ونو په رڼا کې دطاغوتي دسایسوله  اضرارو څخه ځان محفوظ کړي .

نړیوال استکبار غواړي  دخپلو شیطاني توطیو يه لوموکې مسلمانان راګیرکړي ، هغوي یودبل په خلاف  استعمال او د هغوي  ترمنځ  دبي اعتمادي فضا را منځته  کړي.

خومسلمانان باید ددښمنانو دغومهلکو دسیسو ته متوجه وي  داسلامی هیوادونو چارواکي باید په خپلو مسلمانوولسونوباندې اعتماد وکړي دخپلوهیوادونو په دفاع اوساتنه کې یواځې له هغوي نه کار واخلې او د دښمنانو په  دسیسو هغه له ځانه لیري نه کړي  .اوهمداراز  زمونز مسلمان  ولسونه هم بايد دخپلو اسلامي هيوادونو ددفاع اوپه هغو كي دثبات دتحقق په خاطر دخپلومسلمانو مسؤلينو حمايت وكړي  اوهغوي ديته مجبور نه كړي چي د خپلي كمزوري له وجي  دكفارو په دسيسو كې راګير شي

په اسلامي هیوادونوکې  دچارواکو اودهغوي دولسونوترمنځ  کشمکشونه  په همدوغو هیوادونوکې داجنبي دښمن  دسلطې لپاره زمینه مساعدوي  اود اسلامی امت لپاره  دګډوډۍ او ناکامی سبب ګرځی.

امریکایې اسلام دښمنه پالیسې د دیموکراسې اوترقې ترعنوان لاندې دټول اسلامي امت  اوپه مجموع کې دټولې نړۍ لپاره دتباهۍ،بربادۍ  اوګډوډې تریخ پیغام له ځانه سره لري ، که دنړۍ اسلامي هیوادونه غواړي چې په خپلو هیوادونو اومنطقه کې  یې سوله،ترقي او امنیت تأمین  شي هغوي  ته په کاردی  چې په خپلوهیوادونو کې  دګدوډۍ اوبي نظمۍ دمخنیوي په غرض  تربل هرڅه له مخې  خپلې ټولې هلې ځلې داسلام  دښمنه امریکایې  تحرکاتو اودهغوي شیطاني دسائسومخنیوي ته متوجه کړي  .

هغوي باید په افغانستان  اوعراق کې  دامریکایانو خلاف جنګیدونکو مجاهدینو تاپید، حمایت  اوملاتړ وکړي، ځکه  په افغانستان اوعراق کې  دامریکایانو خلاف  پرانستل شوی پوځي  سنګر په مجموع کې دټول اسلامي امت او په خاصه توګه دمظلومو هيوادونو څخه  ددفاع  دسنګر حیثیت  لري، په دغه پوځي سنګر کې دمجاهدینو بریالیتوب  په ټولیزه توګه  دوحشي امريكا په مقابل کې داسلامي امت دبریالیتوب په معنی دی، اوخدای ناخواسته  په دغه مورچل کې دمسلمانانو ناکامې  دامريکا په مقابل کې دټول اسلامي امت  د ماتې اوناکامې په معنی دی.

په افغانستان اوعراق کې  دامريكايي یرغلګروپه مقابل کې دمجاهدینوبرحق جهاد او مقاومت نن د یرغلګرې امریکا طاغوتي وقار اوهیبت  ترپښو لاندی کړی، هغوي ته یې دخپلو سرښندنو اوفداکاریو په نتیجه کې ملاماتوونکي ګوزارونه ورکړي، دایمان اوعقیدې په زوریې دهغوي پرمختللې تکنالوژۍ  اوپرمختللې وسلې ناکاره کړې  اوپه مجموع کې دمستکبرې مستبدې اوجابرې امریکا امريكايي استکبار اواستبداد یې دنړۍ دبی وزلومسخره ګرځولی، لهذا دنړۍ داسلامي اونورو خپلواکو هیوادو  چارواکو ته داپه کارده  چې له دې طلایې فرصت نه په استفادې سره په کلي توګه  دامریکا  له شر څخه دټولې نړۍ دنجات اوژغورنې په خاطر دمجاهدینو ملاتړ وکړي.

افغاني مجاهدین نن دلوی خدای جل جلاله په نصرت  دنړۍ له مخې دیوې بلې مغرورې  امريكايي امپراطورې  دورکیدو اوختمیدو په حال کې دي،  هغوي په  ټولونړیوالو اوپه تیره  اسلامي هیوادونو باندی اخلاقا داحق لري  چې په دغه عظیمې شاهکاري کې دسرښندونکو افغانانو حوصله افزایې اوتقدیروکړي  .

په اخیر کې په ټول هیواد کې د اسلامي حاکمیت په هیله

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.

————————————

پیژندنه:

محترم ملا اغا جان معتصم د سید عبد الستار اغا زوی په کال ۱۳۵۰ هجري شمسي چی د 1971 میلادی سره سمون خوری  د کندهار ولایت د پنجوایي ولسوالۍ د نلغام په کلي کې زیږیدلی.

لومړنۍ او متوسطه زده کړې یې د خپلې سیمې په مدارسو کې پای ته رسولې.

او هم یی ددی تر څنګ دقندهار او سيمی له معتبرو علماو او استاذانو څخه زده کړی کړی خو لوړی او عالی  زده کړی یی دهجرت په ټاټوبی کی دسیمی د دود مطابق سرته رسولی.

جهاد:   دروسی یرغل په مهال یې د کندهار ولایت په مختلفو جهادی جبهاتو کې د پام وړسهم اخیستی.

له تحریک سره پیوستون یې:

په افغانستان کې د طالبانو له خوا د اسلامي تحریک د تأسیس له پیل نه  د تحریک د مشر ملا محمد عمر مجاهد حفظه الله له نیژدی او با اعتماده ملګری په حیث د تحریک  په لیکو کې د یو فعال غړی په توګه پیژندل شوی، نوموړی د خپلی جهادی مبارزی په مهال د مقاومت په ډیرو میدانونو کې شرکت کړی، او دری ځلی شدیدا زخمی شوی چې الله تعالی شفا ور بخښلی، او د اسلامي امارت د حاکمیت پر مهال یې لاندې مهم مسؤلیتونه تر سره کړی:

د افغانستان د اسلامي امارت د مشر تابه په دفتر کې د خاص هیأت ریاست.

د افغانستان د اسلامي امارت د مالیې وزارت.

د افغانستان د اسلامي امارت د هیواد په کچه د اداری تشکېلاتو د کمیسیون ریاست.

په افغانستان باندې د امریکایي یرغل ورسته  ارام نه کښیناست اود هغوی په خلاف یې جهادی هر راز فعالیتونه تر سره کړل، چی په مالي، پوځي، فرهنګي او دعوتي برخي کې د پام وړ نتائج درلودلی دی.

او اوس مهال د اسلامي امارت  د سیاسي کمیسیون د مسؤل په توګه دنده تر سره کوی، د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي کمیسیون ویب پاڼي د خپلو درنو لوستونکو خاصتا خپلو هیواد والو ته د اسلامي امارت د موقف واضح کولو لپاره له نومړی سره یوه هر اړخیزه او جامعه مرکه ترتیب کړی.

——————————————————–

مركه كوونكي: احمد مختار

د مرکې ځای: د اروزګان ولایت د ګیزاب ولسوالۍ کومه چی له تیرو څلورو کلونو راهیسی د اسلامي امارت  دمجاهدینو  له لوري اداره کېږي.

سویلي کوریا یو پاکستانی طالبانو ته دجاسوسۍ په تور نیولې دی

دسویلي کوريا په پلازمینه سییول کې پولیس پرون د یو 31 کلن پاکستاني دنیولو ،چې له طالبانو سره ېې دخپل تړاو اعتراف کړې نیولې دی دسویلي کوریا خبري اژانس یونهاب خبر ورکوي ،چې دا پاکستانی تبعه دې هېواد ته 17 ځلې په جعلي پاسپورت ننوتې دی او ددې دښکاروندی ده ،چې دسویلي کوریا دسرحدونو امنیت څومره کاواکه دی . اژانس زیاتوي دروان کال په نومبر کې ،چې شلمه غونډه او نور سیاسي مختلفې غونډې کیږ ي ددې دامنیت په اړه اوس اندېښنو سر راپورته کړ . اژانس وايي : دا پاکستانی لومړي ځل په 2001 ز کې په خپل شخصي پاسپورټ راننوتې دی خو په دویم ځل په 2003 ز کې همدې سړی دبل پاکستاني پاسپورت کارولې دی ، چې وروسته ېې بیا همدا جعلي پاسپورت کار وه او دا دعوه ېې کوله ،چې زه په پلازمینه سیول کې دمسجدامام یم .
دپولیسویوې سرچینې ويلې دي دې پاکستانی تبعه اعتراف کړې دی ،چې دطالبانو مشرانو ورځينې غوښتي ،چې په سویلي کوریا کې دامریکايي نظامي اډو په اړه معلومات ورټول کړي اوس کوريايي پولیس ګرویږنې کوي ،چې دې پاکستاني به څومره او څرنګه معلومات دطالبانو مشراتو ته برابر کړې وي .

د پاکستان له لوري د ملابرادر نیونه څه پیغام لري؟

فرانس پریس اژانس وايی چې د سیاسي چارو څارونکود پاکستاني استخباراتي مامورینو له لوري د طالبانو د مرستیال مشر نیونه د دې ډلې د کلونو کلونو له ملاتړه وروسته د پاکستان په سیاست کې د مهم بدلون ښکارندویه بللې ده . نیویارک ټایمز ورځپاڼې د وړمې ورځې په ګڼه کې افشا کړه چې امریکايي او پاکستاني استخباراتي مامورینو په ګډو عملیاتو کې ملابرادر تېره اوونۍ په کراچۍ کې نیولی دی . د سي آی اې پخواني افسر ارتورمونوز وویل : دا په پاکستان کې د افغان طالبانوقومندانانو ته ښکاره اعلان دی چې ،وضعیت یومخ بدل شوی .تاسي باید په دوو خبرو کې یو انتخاب کړئ یا دا چې زموږ(پاکستانیانو) له مرستې پرته جګړې ته دوام ورکړئ او یا دا چې روغه او معامله وکړئ . د سي آی اې یوه بل پخواني مقام پاول بیلرفرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې د ملابرادر نیونه امریکا ته د پاکستان پر استخباراتو آی ایس آی د فشار په وړاندې یو ډول امتیاز ورکول وو. د سي آی اې یوبل پخوانی چارواکی بروس ریډل بیا د دې پوښتنې چې ایا آی ایس آی خپل دریځ کاملاً بدل کړی دی ؟ په ځواب کې وايي : « زه شک لرم خو له دې سره سره دا د پاکستان له لوري سمې خوا ته یوګام دی .» ښاغلي ریډل د افغانستان لپاره د ولسمشربارک اوباما د نوې ستراتیژۍ په جوړولو کې پراخه برخه لرله . د امریکا د ملي امنیت سلاکارمتقاعد جنرال جېمز جونز تېره اوونۍ د ملابرادر له نیولو سره په یووخت اسلام اباد ته سفر وکړ. مونز وايی چې ملا برادرپه دې ښه پوهېده چې څرنګه د پښتنو دودونو ته درناوی وکړي او پرهغوی واکمني وچلوي. هغه همداراز وايي چې ملا برادر له ډېر درناوي برخمن وو نو د هغه له لاسه ورکول به د طالبانو لپاره یو لوی ګوزار وي . ملا برادر په کندهار، روزګان، هلمند، نیمروز او فراه ولایتونو کې د طالبانو د جګړې د نظم او قوماندې اصلي مسوولیت هم په غاړه درلود. ريدل بیا وايی چې ملا برادر به د طالبانو په باب د مالوماتو د ترلاسه کولو لپاره د سرو زرو کان هومره مهم وي .ریډل همداراز وايی چې د ده په نظر یو علت چې پاکستانیانو غوښتي چې د ملابرادر په نیولو کې مرسته وکړي ښايي دا وي چې هغوی غواړي چې د سیاسي پروسې برخه وي .او دوی فکر کوي چې ملا برادر او ملاعمر به د دې پروسې مخالف وي . دوی دواړه داسي ښکاري چې پخلایونکي نه وي .دوی دواړه په دې باور دي چې باید د جګړې له لارې بریالیتوب ته ورسېږي.نو دا کېدای شي چې د دوی د سرزورۍ سزا وي . اسوشتید پریس خبري اژانس بیا د ملا برادر د نیونې په باب په یوه تحلیل کې ویلي چې د هغه نیونې دا هیله غښتلې کړې ده چې پاکستان له زړه غواړي چې د طالبانو مشران روغې جوړې ته هڅوي

د ځانمرګو صدرۍ او چاودونکي مواد ونيول سول

د بلوچستان ايالت په چمن ښارګوټي کي له يوه کور څخه ځانمرګي صدرۍ او چاودونکي مواد نيول سوي دي.
د چمن د پوليسو مشر حامد شکيل وايي دغه صدرۍ او چاودونکي مواد يې هغه مهال ونيول چي په يوه کور کي چاودنه وسوه او پوليس يې د څېړني په خاطر سيمي ته ورسېدل.
د حامد شکيل په وينا په کور کي مېشت کسان تر چاودني وروسته تښتېدلي ول، ځکه خو د پوليسو لاسته څوک نه دي ورغلي.

له طالبانو د جګړې د بس کولو غوښتنه وکړه

کندز والي انجينر محمدعمر نن د ژورنالستانوسره په يوه خبري ناسته کې وويل چې دی له طالب جنګياليونه غواړي چې دمارجې اونادعلي ولسواليوتر تصفیې دمخه دسولې له پروسې سره يوځای شي .

 

هغه دغه راز وویل چې دغه ولايت ته به  دامريکايي سرتيروپه ورتګ به دوسلوالومخالفينوپه وړاندي نظامي عمليات پيل شي .

کندز والي څه موده وړاندې په دې ولایت کې پرمشتو جرمني  ځواکونو نیوکه کړې وه چې  د دولت د وسله والومخالفانو په وړاندې په عملیاتو کې برخه نه اخلي .

 

انجينرمحمدعمر چې د کندز ولایت د وروستيو پرمختګونو په اړه خبريالانو ته خبرې کولې وويل چې تريوه حده د دوی په غوښتنه دامريکايي ځواکونو منلې  چې په دغه ولايت کې دطالب وسلوالو پروړاندې وجنګيږي .

 

نوموړي د خاصو(شپيشل فورس)  ځواکونو دوروستيو لاسته رواړونونه رضايت ښکاره کړاو ویې ويل چې تيره شپه یې په چاردرې ولسوالۍ کې دقاري ذبيح الله د وژنې او د درې تنه نورو دنيولوپه ښه وړتیا وښودله  اوزياته یې کړه چې ډيري دغه ډول عمليات یې دهوايې ځواکونو پرمټ ترسره کړي دي .

 

عمرديوې پوښتنې په ځواب کې وويل : چې دتيرې روژې مياشتې راپه دې خوا شاوخوا٢٨٠ طالبان وژل شوي اوله١٧٠ تر١٨٠ پورې  نورټپيان ، او٢٠ تنه دسرخلک یې هم  وژلي چې په دې ډله کې ١٢ چچنايي اوبهرني ازبکان دي چې دامهال ٦ تنه یې له دوي سره اسيران دي همدغه رازهغې دولتي ځواکونو ته دسردزيان په اړه وويل چې ٣ پوليس  مړه،٤ ټپيان او٤ دملي پوځ مړه او ٤ ټپيان شويدي دارنګه هغه داهم وويل چې دتيرې يوې مياشتې راپديخوا دکندزاوبغلان ولايتونو نه ١٠ زره ځوانان دملي پوځ ليکوکې حذب شويدي.

 

هغه داهم زياته کړه چې دکورينوچارووزارت ورسره دعامه نظم ديوکنډک جوړولو ژمنه کړيده چې په خبره به ئي دسولې په ټينګښټ کې به ښه والي راشي .

 

دغه راز هغه وويل : چې مارجه اونادعلي دطالب ځواکونو قوي مرکزونه وو که چيرته هغوي په دغونقاطقوکې مات شئ نوپه ټول افغانسان کې به ماته  وخوري.

 

داپه داسي حال کې ده چې په دي وروستيو کې دکندز والي بارباررسنيو سره په خپلوڅرګندونوکې ويلي چې دغه ولايت ته دي امريکائي سرتيري راشئ ترڅو دتلپاتې سولې لپاره لاره اواره شي اودغه سيمه دطالب جنګياليو نه پاکه شي

افغان او امریکايي ځواکونه په مارجه کې له کلک مقاومت سره مخامخ دي

امریکايی سمندري پلي ځواکونه چې د هلمند په مارجې کې په روانو عملیاتو کې لویه ونډه لري ، د دې سیمې په ځینو برخو کې د وسله والوطالبانو له سخت مقاومت سره مخامخ شوي دي . تازه راپورونه د امریکايی پوځي مقاماتو له خولې وايی چې د دوی ځواکونه د طالبانو له د وسلو له اور، چریکي حملو او بمي بریدونو سره مخامخ دي او د سمندري پلیو سرتېرو یوه جزوتام د یکشنبې په ورځ دوه واري هڅه وکړه چې په مارجې کې بازار ته ننوځي خو دواړه واري په شا وتمبول شول. امریکايی پوځي مقامات وايي چې پر دوی سختې ډزې وشوې او غلچکي بریدونه پرې وشول چې په یو مورد کې جګړې یو ساعت دوام وکړ او دوی مجبوره شول هریر جټ الوتکې او جنګي هیلي کوپترې وروغواړي چې د هیلفایر په نوم توغندي لري . امریکايی مقاماتو وویل په مارجې کې د دوی د پرمختګ په باب راز راز نظرونه شته خو یو شی چې څرګند دی هغه دا دی چې د طالبانو دا مهم مرکز به ترټاکلي پلان یو څه مخکې کاملاً تصفیه کړي اودوی اټکل کوي چې د طالبانو نورمرکزونه به هم له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو ترپیلولو وړاندې ونیسي . ولسمشربارک اوباما د ۲۰۱۱ کال جولای میاشت له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د تدریجي ایستلو لپاره ټاکلې ده . په همدې حال کې د امریکايي سمندري پلیو ځواکونو یوه قومندان ابراهم سایپ وویل :«موږپر له پسې او منظم پرمختګ کوو،خو څرنګه چې په لارو ماینونه او چاودونکي مواد اېښودل شوي ، پرمختګ مو ورو خو په قاعدې برابر دی.» دغه امریکايی پوځي مقام رویټرز خبري اژانس ته د برېښنالیک له لارې همداراز ویلي چې د مارجې په ډېرو برخو کې دوی له لږمقاومت سره مخامخ شوي خو داسي سیمې هم شته چې سمندري پلي ځواکونه له سخت مقاومت سره مخامخ شوي دي مګر له دې سره سره دوی په دې ډول سیمو کې پرله پسې پرمختګ ته دوام ورکوي . له بلې خوا اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي چې نن(دوشنبه) د مارجې په څو سیمو کې له افغان او امریکايي ځواکونو سره په داسې حال کې د وسله والو طالبانو څو ځلې نښتې وشوې، چې هغوی هڅه کوله هغه سیمې تصفیه کړي چې لا هم طالبان پکې په تیت وپرک ‌ډول پکې ځای پرځای دي . له بلې خوا د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي چې د دوی جنګیالیو د دوشنبې په ورځ د ناټو ځواکونه په شا تمبولي دي .

په بمباريو کې په کندهار وﻻيت کې 5 تنه ملکي کسان وژل شوي

د ايساف مطبوعاتي دفتر په کابل کې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي ، چې د کندهار وﻻيت په ژيړي ولسواليو کې د جټ الوتکو د بمباريو له امله پنځه تنه ملکي کسان وژل شوي دي . خبر زياتوي ، چې تيره ورځ پېښه هغه مهال رامنځته شوه ، چې يوې وسله والې ډلې غوښتل د سړک پر غاړه ماينونه خښ کړي او د جټ الوتکې موخه همدغه وسله وال و لېکن سهوا ملکي کسان ويشتل شوي . د يادولو وړ ده ، چې په دې څو ورځو کې په هلمند کې هم د يوې کورنۍ12 کسان وژل شوي وو ، چې ﻻمل يې سهوه بلل شوې .

د سرحد صوبې په بنو ښار کې په دوو چاودنو کې 15 تنه وژل شوي

د پاکستان د جيو خبري رسنۍ د رپوټونو له مخې د بنو په بازار کې د پوليسو مرکز ته نږدې دوه چاودنې شوي ، چې تر منځ يې واټن لس دقيقې و .
په دغه چاودنو کې 15 تنه وژل شوي ، چې 9 تنه يې پوليس وو او همدا راز د ديرشو شاو خوا ټپي شوي دي . د رپوټونو له مخې په لومړۍ چاودنه کې څو تنه ټپيان شوي وو ، خو په دوهمه چاودنه کې پوليس او ملکي خلک وژل شوي .

5 تنه مړه 8 طالبان ژوندي نیول شوې دي

دهلمند دنادعلي ولسوالې په مرجه کې بیګا دشپې 2:00 امریکايي او افغان ځواکونو ګډ عملیات پیل کړل افغان ځواکونه وايي تر اوسه په دې جګړه کې 5 تنه طالبان وژل شوې او 8 نور ټپيان شوې دي . طالب ویاند یوسف احمدي وايي : په دې جګړه کې زموږ جنګیالیو 6 تنه دایساف سرتېري وژلې دي له بل پلوه دکورنیو چارو وزیر حنیف اتمر دمرجې له 350 تنو مشرانو سره له نږدې خبرې کړې دي او ډاډګیرنه ېې ورکړې ،چې له جګړې وروسته به سیمه کې پولیس خپاره او دبیا ابادونې چارې به پیل شي . تر اوسه معلومه نه ده ،چې دا جګړه به څومره وخت کې تمامه شي پخوا هم دپړانګ خپړه او خنجر په نوم عملیات پیل شوې و خو پایله ېې تر سترګو نشوه .

د سرحد صوبې په ((بنو)) ښار کې په دوو چاودنو کې 15 تنه وژل شوي

د پاکستان د جيو خبري رسنۍ د رپوټونو له مخې د بنو په بازار کې د پوليسو مرکز ته نږدې دوه چاودنې شوي ، چې تر منځ يې واټن لس دقيقې و . په دغه چاودنو کې 15 تنه وژل شوي ، چې 9 تنه يې پوليس وو او همدا راز د ديرشو شاو خوا ټپي شوي دي . د رپوټونو له مخې په لومړۍ چاودنه کې څو تنه ټپيان شوي وو ، خو په دوهمه چاودنه کې پوليس او ملکي خلک وژل شوي .

خوست کې ښوونځي جوړ شوي او بل پلو يو ښوونځی پر بمونو الوزول شوی

د خوست په بېلا بېلو سيمو کې د شپږو ښوونځيو اودوو ديني مدرسو ته نوې جوړې شوې ودانۍ پرانستل شوي . دا ودانۍ چې د دغه ولايت په پنځو ولسواليو كې جوړې شوې، د ولايتي بيا رغونې ډلې لخوا پرې نېږدې پنځوس مليونه افغانۍ لګښت شوى.
خو د ياده ولوده چې د خوست مركز اړونده يوه سيمه كې بيا د يوه ښوونځي په ودانۍ كې بمي چادونه شوې، چې له امله يې ودانۍ زيانمنه شوې ده.
بشپړ رپوټ :
په همدې اړه جوړو مراسمو كې د خوست د پوهنې ريس عزيزاحمدهاشمي وويل،دا ودانۍ د خوست په ځاځي ميدان، عليشېرو، موساخېلو، تڼيو او ګربزو ولسواليو كې جوړې شوې، او نن يې پرانستنه وشوه، هاشمي زياته كړه چې يادې ودانۍ د ولايتي بيارغونې ډلې لخوا جوړې شوې ، او د يادوودانيو له ګټې به هغه زرګونه زده كوونكي برخمن شي، چې تر دې مهاله يې په خلاصه فضا كې درسونه ويل او د لمر، باد او باران له ستونزو سره مخامخ وو، هاشمي زياته كړه، چې اوس نو د خوست په سلو كې اويا ښوونځي خپلې ودانۍ لري او دا شمېره د دغې سيمې په تاريخ كې بې سارې ده.
خو بل پلود خوست مركز اړوند د لكڼو په حسن كوټ نومي سيمه كې بيا د يوې ليسې په ودانۍ كې دشپې پرمهال بمي چادونه شوې، د خوست پوهنې رياست وياند وايي چې له امله يې د ودانۍ دروازې اوكړكي مات شوي، او ودانۍ زيانمنه شوې ده.
د يادولو ده چې دا وخت په خوست كې دوه سوه پنځه ويشت ښوونځي، اوولس ديني مدرسې، يو دارالحفاظ يو دارالعلوم او يو دارالمعلمين فعال دي، چې له يو سلو اويا زرو زيات زده كوونكي پكې زده كړې كوي او په دې شمېر كې نږدې څلوېښت زره يې نجونې دي.

به هلمند كي ۳۰ تنه ملكي وګړي ژوبل شول

نن جمعه تر غرمې مخكې د لښكرګاه شار پهمختارسيمه كي د سپيو د ميلي پرمهال يوه زوروه چاودنه وه شوه د عاجل يا ايمرجنسي روغتون چارواكو ويلي دي، د پېښې زياتره قربانيان ددوي روغتون رسول شوي دي چي د څلورو وژل شوو ملكي وګړو ترڅنګ لسګونه نور ژوبل شوي دي دهلمند امنينه قوماندان سمونوال اسدالله شيرزاد پيښه منلي ده او وايي چي د پيښي تول قربانيان ملكي وګړي دي نوموړي وايي چي پيښه په يوه موترسايكل كي دځاي پرځاي شوو انفجاريه موادو له امله رامنځ ته شوي ده امنيه قوماندان وايي: چي په پيښه كي لسګونه كسان ژوبل شوي دي بل لوري ته د هلمند ولايت د عاجل روغتون يوه كاركوونكي چي نه يي غوښتل نوم ييي واخيستل شي نوموړي وويل چي ۲۶ تنه ژوبل شوي او ۴ وژل شوي دي دده په خبره چي د ځينو ژوپل شوو روغتيايي حالت د انديښني وړ ښودل شوي دي دا پېښه په داسې حال كې رامنځ ته كيږي چې پرون ماښام په ګاوندي ولايت كندهار كې هم يوې چاودنې لږترلږه شپږتنه ملكي وګړي ووژل او دېرش نور يي ژوپل كړل بل طرف ته افغان او بهرنيو ځواكونو ويلي دي چې د افغانستان په جنوبي ولايت هلمند نارامو سيمو كي به لوي پوځي عمليات پيل كړي

راسموسن : طالبانو ته د پیسو ورکړه ، رشوت نه بلکې پرسولې پانګونه ده

 د ناټو مشراندریس فوګ راسموسن وايي چې طالبانو ته د پیسو ورکړه په افغانستان کې په سولې پانګونه ده .

 ښاغلي راسموسن د پنجشنبې په ورځ د ترکیې په استانبول کې وویل چې طالبانو ته د وسلو د اېښودلو په بدل کې د پیسو ورکول ، رشوت نه دی بلکې پر سولې او پخلاینې پانګونه ده .

  هغه وویل : «زه دې ته د پخلاینې او د جګړې د پای ته رسولو لپاره د پانګونې په سترګه ګورم.»

 د جنورۍ په اته ویشتمه د افغانستان په باب د لندن په نړیوال کنفرانس کې د پنځه سوه ملیون ډالرو د سولې او بیاپخلاینې بسپنه اعلان شوه چې په بیل کې یې د ۱۴۰ ملیون ډالرو ژمنه وشوه .

 د ښاغلي راسموسن په وینا له دې پلان سره تراوسه پورې جاپان،جرمني او هسپانیا مالي مرستې اعلان کړې دي .

 جاپان د پنځوس ملیون ډالرو،استرالیا د ۲۲ ملیون ډالرو او هسپانیا ۱۴ ملیون ډالرو مرستې ژمنه کړې ده .

 دیپلوماتیکې سرچینې وايي چې بریتانیا او امریکا به هم له دې صندوق سره خپلې مرستې اعلان کړي .

 راسموسن وویل چې ډېر جنګېدونکي کسان عقیدوي طالبان نه دي او نه په دې خاطر د افغانستان د حکومت پرضد جنګېږي چې د دې حکومت چارواکي کفار دي ،دوی په دې خاطر جګړه کوي چې طالبان یوه اندازه پیسې ورکوي چې دوی پرې ګوزاره کوي .

 د ناټو عمومي منشي وویل : « څه چې دوی ته وړاندې کېږي په خپل ژوند کې د نوې لارې د غوره کولو یو انتخاب دی .»

 

طالبان : کېدای شي دچپې درې ولسوالې ونیسو

له چپې درې ولسوالې څخه دطالبانو سیمه ییز قومندان ملا هجرت الله وايي : دغه ولسوالي له پرون ماښامه رادیخوا زموږ دجنګیالیو لخوا محاصره ده او کېدای شي پولیس او ساتونکي ېې دنن ورځې په اوږدو موږ ته تسلیم شي

دپکتياولايت دگرديز ښار دځانمرگې بريد

د ملي امنيت د ادارې خبرځايونه دپکتياولايت دگرديز ښار دځانمرگې بريد دسازمان ورکوونکو دنيولو خبرورکړ. دملي امنيت موظفينو دغه کسان دکابل ښار داحمدشاه بابامينې له ساحې څخه نيولي دي . دوى دلغمان و لايت اصلي اوسيدونکي دي چې دکابل ښارداحمدشاه بابا مينې په څوارلسم بلاک کې ژوندکاوه . دغه څلورتنه دلغمان ولايت په ځانمرګو اوتروريستي بريدونو دمسوول مولوي عبادالرحمن سره په نږدي همکاري کې وو . عبادالرحمن پخوا دملي امنيت دموظفينو له خوا نيول شوي دي . نيول شويو کسانو اعتراف کړي دي چې دذولفقار په نامه ځانمرگې بريد کوونکي يې دډيورند کرښې اخوا څخه دپکتياولايت ته ليږدولي وو چې د روان کال دمرغومې له اوولسمه نيټه يې دگرديز په ښارکې ځانمرگې بريد وکړ چې له امله يې زموږ اته تنه هيوادوال شهيدان او دوه ويشت تنه نور ټپيان شول. دغې ډلې کله چې غوښتل داحمدشاه بابا مينې دنوروز اباد دڅلور لارې په ساحه کې دملي دفاع په وزارت پورې مربوط په ٣٠٢ موټر باندې ځانمرگې بريد وکړي وپيژندل او ويې نيول . دتروريستانو له پټنځاى څخه چې دکابل ښار داحمدشاه بابا مينې په ساحه کي دي يو ځانمرگې واسکټ ، دريموټ کنترول په سيستم عيارشوي يومبايل ،دچاودنې لينونه ، يوه ټي ټي تومانچه ، يوه جو ړه پوځي دريشي ، دوه لاسي بمونه، دطالبانو دوخت دوسلو دليږدولو يوکارت اويوکلاشينکوف ترلاسه شوي دي .

په هلمند كې د عملياتو له ويرې سلګونه كورنۍ بې ځايه شوي دي

دغه کورنۍ په داسې حال کې د خپلو کورنو پرېښودو ته اړ شوي، چې د هلمند ولایت په څو ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو پر ضد چاڼیز عملیات پیلیږي. د هلمند د مهاجرينو ريیس وايي، دوی د بې ځايه شوو كورنيو سره د مرستې اماده ګي لري او د نږدې ۱۵ زره كورنيو سره يې د مرستې په خاطر مرستندويه ټولونو ته وړانديز كړى دى. د مارجې ولسوالۍ اوسيدونكي وايي خلګ په ويره كې دي او خپل كورنه پریږدي.

 د هلمند ولايت په نږدې څلورو پراخو سيمو كې به د وسلوالو طالبانو په ضد چاڼيز عملياتو پيل شي، كله به عمليات پيل شي؟ دا هغه خبره ده، چې له امله يې د مارجي، نادعلي، ګرشك او باباجي د سيمو خلګ خپل كورنه پریږدي.

دوی يا لښكرګاه ته سرونه پناه كوي او ياهم ځانته نږدي داسې سيمې غوره كوي، چې تراوسه په كې نسبي امنيت شته.

د كورنيو رسنيو تر څنګ د نړيوالي ميډيا له خولې مارجه د نادعلي ولسوالۍ هغه سيمه ده، چې ډېر ژر به زرګونه بهرني او افغا ن ځواكونه پري عمليات پيل كړي
د دې ولسوالۍ نه د کډو كاروان دلښكرګاه او نورو سيمو په لوري د زياتو موټرونو په منځ كې په سترګه كيږي.

د لښكرګاه ښار په بولان سيمه كې د مارجې د موټرونو د اډې ترڅنګ په ولاړو موټرونو كې کډې بار دي، دوی خپلې مځكې كورونه او د فاميل ځيني غړي د راتلونكو عملياتو د احتمالي ويرې په خاطر پريښي دي.

د مارجې ولسوالۍ يوتن موټر چلوونکی وايي، دم ګړۍ يې د سپرليو په ځاى د کډو د بارولو له امله كارونه ډېر شوي دي.

دى وايي، د ورځې پنځه ياشپږو كډو ته موټرونه وركوي او د لښكرګاه په شمول يې نورو با امنه سيمو ته ستنوي.

د كدو بار او د خلګو تشويش په داسې حال كې ګړۍ په ګړۍ زياتيږي، چې د نادعلي ولسوالۍ په خوشال او سيداباد كليو كې د ځاي خلګو په خبره خال خال نښتې رواني دي.

دولتي مسوولينو په دې سيمه كې د تصفيوي عملياتو د دوام خبر وركړي دى. د هلمند د مهاجرينو ریيس غلام فاروق نورزى وايي، خلګ په تشويش كې دي او ډېري د نه امكاناتو له امله په خپلو سيمو كې پاته دي.

نورزى وايي، اوس مهال سلګونه كورنۍ بې ځايه شوي دي او دوی د نږدې لس زره كورنيو له پاره اماده خوراكي او غير خوراكي مواد لري.

د هلمند د والي وياند داود احمدي وايي، په جنوبي هلمند كې به پيل كېدونكي عمليات په خاص ډول په مارجې كې ډېر وخت ونيسي.

د احمدي په خبره چې د مالوماتو له مخې يې په هغه سيمه كې زيات ماينونه ځاي په ځاى شوي دي، چې د راتلونكو عملياتو تر ښكار لاندې دي.

د مارجې خلګ وايي، عمليات كه كيږي داسې دې وشي، چې خلګو ته په كې مرګ ژوبله وانه وړي، دوی له ګدو ځواكونو څخه غواړي، چې د خلګو د هرډول زيان مخه دي ونسي.

په هلمند كې به چاڼيز عمليات كله پيل شي د هغه سيمو خلګ غواړي پوه شي، چې كورونه يې د وسلوالو طالبانو تر كنټرول لاندې سيمو كې دي.

په هرحال په هلمند كې زياتې كورنۍ د راتلونكو عملياتو له لوري په داسې حال كې بې ځايه كيږي، چې هوا سړه ده، هره شيبه باران اوري او د بې ځايه كېدونكو كورنيو له پاره لا د اوسېدو ځانګړي سيمه مالومه نه ده.

تنه وسلوال طالبان او دري تنه دملي اردو سرتيري ووژل شول

په هلمند كي ۳۲ تنه وسلوال طالبان او دري تنه دملي اردو سرتيري ووژل شول دهلمند دوالي وياند محمد داود احمدي وايي چي تيره شپه په نادعلي ولسوالي كي د وسلوالو طالبانو ترڅنګ د ملي اردو دري سرتيري هم ووژل شول احمدي وايي: چي په دغه جګړه كي افغان اوايساف ځواكونو ګډون درلود چي وسلوالو طالبآنو ته پكي درنه مرګ ژوبله اړول شوي ده قاري يوسف احمدي چي ځان د وسلوالو طالبانو وياند راپيژني وايي چي تيره ورځ يي ددي ولسوالي په زرغون كلي كي د جګړي له امله ۱۳ تنه بهرني سرتيرو ته مرګ ژوبله اړولي ده احمدي د خپلو ملګرو د وژني په اړه څه نه د ي ويلي په نادعلي ولسوالي كي د ګڼ شمير وسلوالو طالبانو د وژلو خبر په داسي حال كي وركول كيږي. چي ايساف ځواكونه وايي په نيږدي راتلونكو څو ورځو كي به دمشترك په نامه يو په هلمند كي لوي عمليات پيل چي زرګونه افغان او بهرني سرتيري به پكي ګډون وكړي

په هلمند كي يو پلار دخپل زوي له لوري ووژل شول

په هلمند كي يو پلار دخپل زوي له لوري ووژل شول دهلمند ولايت د جنايي جرمونو په وړاندي د تحقيقاتو سرپرست سمونيارعبدالشكور وايي چي دغه هلك تيره ورځ خپل پلار په تبر دخپلي خورسره دجنسي تيري په توروواژه نوموړي هلك چي ۱۳ كلن دي وايي خپل پلاريي د خپلي خورسره د جنسي تيري په حال كي نيولي وو نوموړي پخپل جرم اعتراف كړي دي چي خپل پلار يي وژلي دي

سي ان ان : القاعده به په راتلونکو شپږو مياشتو کې پر امريکې بريد وکړي

د امريکې تلويزيوني شبکې ( سي ان ان) ويلي ، چې د سي آی اې ، اف بي آی او نورو امنيتي سازمانانو مشرانو د امريکې سنا ته خبرداری ورکړی ، چې القاعده به په راتلونکو شپږو مياشتو کې پر امريکې د ترهګرۍ بريدونه وکړي. د خبر له مخې دغو مشرانو ويلي ، چې القاعدې پرمختللې ټکنالوژۍ ته لاسرسی موندلی او ښايي په سايبر برخه کې او همداراز په امريکا کې د ننه يو شمېر بريدونه ترسره کړي.

اته طالبان وژل شوي

دبادغيس ولايت دامنيت امرسمونيارمحمدجبار وايي تيره شپه بهرنيواوافغان ځواکونو ددې ولايت دبالامرغاب ولسوالۍ دجهان دوستي په سيمه کې تصفوي عمليات ترسره کړل چې په ترڅ کې دطالبانوديوه مشرقاضي خان محمدپه شمول اته تنه ووژل شول،نوموړى زياتوي په پيښه کې دولتي اوياهم بهرنيوځوکونوته کوم زيان ندى رسيدلى ددې پيښې په اړه خپله وسلوالوطالبانوڅه نه دې ويلي

دقمبرڅلورلاري مهاجرين دهلمند نه دي

له تيروو دوو كالو راهيسي يوشميربي ځايه شوي خلګ چي د كابل ولايت په قمبر څلورلاري كي ځاي پرځاي شوي ادعا كوي چي دوي دهلمند له جګړو نه راتښتيدلي دي . دا خلک دعوه کوي چې دويد تيرو جګړو له امله له خپل ټاټوبي څخه تيښتي ته اړ شول. دغه دعوه يي په نړېوالو او کورنيو رسنيوکې خپاره شوي دي چې په ترڅ کې يې نړېوالو او کورنيو مسسو لکه يو ان اچ سي ار اونورې موسسو له دوي سره مرستې کړي دي خو يوشمېر پوښتنې را پورته شوي چې دغه کورنۍ څو ک او ولې راغلي دي. د هغوي دپېژندني اوځاي په اړه د سلام وطندار راډيو له لسګونو قمبرڅلور لاري کيږدۍ ميشتو کډوالو دسيمې له خلکو اود کډوالو اور راسنېدونکو له وزارت،يو ان اچ سي ار،د مهاجرينو په چارو كي دجمهور ريس له سلا کار ، د ولسي جرګې له غړي ،دهلمند د والي وياند او دولايتي شورا له مشر سره هم خبري شوي دي . دغه څېړنه ښيي چي د هلمند په نامه راکوچيدلي کډوال د جګړې له ويرې نه بلکې د اقصتادي ستونزو له امله کابل ته راغلي دي. د قمبر څلورلاري ځاي اوسيدونكي وايي چي دوي هيڅكله به له دي ځايه كډه نه شي د دوي په خبره چي دوي له هلمند نه كابل ته په دي موخه راغلي ترڅو همدلته وه اوسيږي. قمبرميشتي هلمندي کډوال سره له دې چې د خپلو سيمو په اړه کره معلومات نه لري. دغه کورنۍ د۲۰۰۸ كال د نومبر مياشتي په لمړيو كې د دوي په وينا له جګړې نه را تښتېدلي او په کابل کې ميشت دي . دوي وايي : نور به هلمند ته لاړ نه شي ځکه چې دوي داوسيدو او كرهڼي لپاره ځمكي نه لري .په قمبر څلورلاري كي هلمندي راکوچيدلي وګړي ۷۱۰ کورنۍ اونفوس يي ۳۰۰۰ زره تنوته رسيږي. په دغه څلورلاري كي يواځي داسي وګړي اوسيږي چي دبهرنيوموسيسو مرستوته سترګي په لاره دي دوي نوره هيڅ خواري او مزدوري نه كوي ز دغه اوسيدونكي ټوله ورځ خپل كوركي تيروي.ددوي په خبره چي له دوي سره نړيوال مرسته كوي.نو دوي كارته ضرورت نه لري خو ځيني يي وايي چي دكارزمينه لپاره لارې چارې نه دي ورته هوارې . په ولسي جرګه کې دهلمند ولايت د خلګو استازي عبدالواحد وايي: چي د قمبرڅلورلاري اوسيدونكي دهلمند ولايت دايمي اوسيدونكي نه دي هغه وايي چي دوي په هلمند كي ځمكه او كوم داسي نور څه نه لري چي دا ثابته کړي دوي دهلمند اوسيدونكي وي . هغه وايي:-چي د قمبر څلورلاري اوسيدونكي جټان او يا توريان دي چي دوي به په پخواوختونو كي کوچي ميشتي اوسيدونكي وه . دکډوالو اوراستنيدونكو چارو وزارت يوتن چارواکي حفيظ نديم وايي چي د قمبر څلولاري داوسيدونكو هويت لا تراوسه پوري څرګند نه دي هغه وايي دغه وزارت له هلمند څخه د راستانه شوي کډوالو دپېژندنې په موخه ديرې هڅې وکړې خو کومې پايلې ته ونه رسېدل. شاغلي نديم دامني چي دغه كسان جګړي ځپلي خلګ نه دي بلكي نوموړي كسان اقتصادي ستونزو له امله راغلي دي دده په خبره راغلي کډوال جټان دي. دنديم په خبره چي دوي د دغه کډوالو دبر خليک په اړه ولسمشر کرزي ته وړندايز کړي چې دم ګړي ورستيۍ پريکړې ته ستر ګې په لاره دي . د ملګروملتونو د مهاجرينو دعالي كميشنري وياند نادرفرهاد وايي:- چي دوي ته څو څو ځله خپلو سيموته دبيرته راورتګ وړانديز شوي خو دوي هيڅ ډول پاملرنه دې غوښتنوته نه ده کړې . نادرفرهاد دامني چي نوموړي كسان د هلمند اوسيدونكي نه دي بلكي دهغه په خبره چي دوي تراوسه خپله سيمه كوراو كلي نه پيژني چي دوي د كومي سيمي اوسيدونكي دي. دهلمند ولايت دوالي وياندمحمد داود احمدي وايي :-چي د قمبر په څلورلاري كي ميشت وګړي چي ځان دهلمند ولايت اوسيدونكي معرفي كوي دهلمند اصلي اوسېدونکي نه دي. دده په خبره چي دوي به په تيرو وختونو كي كله ناكله ددي ولايت موسي كلا ولسوالي ته راتلل خو دطالبانو په حكومت كي له يو لړ تاوتريخوالي سره مخ شول چي وروسته له همدي ولايت نه كډه شول. ياده دې وي سلام وطندار راډيو د دغو کورنيو د پېژندنې په موخه دا هخه په کار واچوله چې په پايله کې په ډاګه شوه چې دهلمند له جګړې را کوچيدلي کرونۍ د دغه ولايت اصلي اوسيدنوکي نه بلکې جټ او کوچي خلک دي. دغه کورنۍ له يوې خوا دخپلي اصلي ټاټوبي په اړه واضح مالومات نه ورکوي خو له بلې خوا يې بيا دقمبر دسيمې پر دولتي ځمکو خيټې اچولي دي چې دغه خيټه اچونه تر ډيره بريده يو ناوړه او غير قانني عمل دي. دغه کورنۍ دم ګړۍ په ښار کې داوسېدو دعوه کوي سره له دې چې دهغوي پوره پيژندنه هم نه ده شوې