خوست: د ملکي وګړو پرموټردماين چاودنه شوې

دخوست ولايت په تڼيو ولسوالۍ کې دملکي وګړو په موټر پسې ماين شوي چې په پايله کې دوه تنه وژل شوي .
دخوست والي ارسلاجمال په خبره  چې ياده  پېښه د دوو شنبې ورځې د غرمې وروسته د تڼيو په ولسوالۍ کې رامنځته شوی .
جمال وويل پيښه هغه مهال رامنځته شوه چې يادو کسانو غوښتل خوست ښار ته لاړ شي چې  سراچه ډوله موټر يې  په ماين وربرابر شو او له امله دواړه کسان ووژل شول  .
تر اوسه د پيښې پړه چا پرغاړه نده اخيستي .

ننګرهار:دلوړوزدکړو پرطرحي کلکي نيوکي وشوي

د ننګرهار پوهنتون استادانو او دولايتي شورامئسولينو دلوړو ذده کړو وزارت پر هغي طرحي کلکي نيوکي وکړي چې د علمي رتبو لپاره معيار ټاکل شويدي،د ولايتي شورا مرستيال مولوي عبدالعزيزخيرخوا وايي دلوړوذده کړو وزارت په نوي طرحه کي راغلي چې ليسانس دپوهنمل نه پورته او ماسټر د پوهندوي نه پورته رتبي نشي اخيستي او دپوهنوال او پوهاند لپاره ډاکټري معيار ګرځيدلي دي،د پوهنتون د استادانو په وينا که دغه طرحه د ملي شورا لخوا تصويب شي نو زياتره استادان به د خپلو دندو پريښودلو ته اړشي،د ولايتي شورا مئسولينو له ولسمشراوملي شورا څخه غوښتنه وکړه چې د لوړو ذده کړو وزارت پر يادي طرحي تجديد نظروکړي،خو په پارلماني چارو د دولت وزارت مئسولين وايي چې په ملي شوراکې دلوړوذده کړوقانون تربحث   لاندي دي او د قانون په شتوالي کې هيڅ کومه طرحه دمنلو وړنده،خودپارلماني چارود وزارت د مئسولينو په وينا دغه ډول کومه طرحه دوي ته رسيدلي هم نده او پدي اړه هرډول انديښني له وخت نه مخکي خبره ده،

کابل:په يو بريد کې پنځو تنه مرګ ژوبله اوښتي

د کابل ولايت د سروبي ولسوالۍ د باغ په سيمه کې پر يوي امنيتي پوستي وسلوال بريد شوي دي چې له امله يي پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتي ده،د سروبي ولسوال قاضي سليمان په وينا چې بريد دشپي دوه بجي ترسره شويدي،د نوموړي په وينا د بريد پرمهال له دواړو لورولخوا جګړه شوي چې له امله يي يو امنيتي پوليس وژل شوي او يو ټپي دي خو بالمقابل وسلوالو طالبانو کې هم يو وژل شوي او دوه تنه ټپيان دي،

احمدالله عليزي د کابل ولايت نوي مرستيال وټاکل شو

د ولسمشر حامد کرزي د يو ځانګړي فرمان په اساس احمد الله عليزي د کابل ولايت د نوي مرستيال په توګه وټاکل شو،احمدالله عليزي تر دي وړاندي د ننګرهارپه ولايت کې دمخدره موادوريس او يوڅه موده د ننګرهار ولايت مرستيال هم پاتي شويدي،عليزي په خټه پښتون او د  کندهار ولايت اصلي اوسيدونکي دي چې له تيرو څو کلونو راهيسي په دولت کې کار کوي،عليزي د ننګرهار په ولايت کې د خلکو څخه د رخصتيدو پر مهال ويلي چې دي به د خپلي دندي پرمهال خپلو ملي او اسلامي ګټو ته وفادار وي او دژوند تر وروستي شيبوپوري  به د خلکو په خدمت کې خولي تويي کړي،