طالبان بايد له القاعدې څخه ځان جلا کړي

طالبان باید له القاعده او نړیوالو ترهگرو څخه ځان جلاکړي
لیکوال: مرادزئ
افغاني طالبان د خپل جوړښت ، انګیزو ، اړیکو ، اندونو اوخپلې مخې ته د وړاندې کړیو موخو او دندو له مخې ، د القاعده او نورو نړیوالو ترهگرو ډلو سره په ښکاره او روښانه توپير لري .
همدغه توپير دئ چې طالبان باید له دغو تروریستي ډلو څخه ځان رابېل او د هغو پر ځای ، د کابل د شمالي ټلوالې ــ کرزي دولت په دننه او افغاني ټولنه کې  د هغو ځواکونو سره ځان ورګډ  کړي چې د افغانانو د ملي ګټو او موخوسره اړخ لګوي .
طالبان به په دې توګه ، هم خپل هېواد افغانستان د نړیوالو تروریستانو او ای ــ اس ــ ای له شر څخه وژغوري او هم به د کابل د ناکاره او ناوړه دولت څخه دا پلمه واخلي چې د طالبانو په وړاندې د ناټو په ځواکونو ګورګورې څنډي .
افغاني طالبان زموږ د ټولنې یو ژوندې واقعیت دئ . د بن په کنفرانس کې د طالبانو او د افغاني ټولنې د نورو سیاسي وطندوستو ډلو له ګډون څخه په لویلاس تېرېدنه ، هغه لویه او خونړۍ تېروتنه وه ، چې د بن د کنفرانس د ګډون کوونکو او جوړونکو له خوا ترسره شوه . په ټوله کې د روان ناورین د بنسټ ډبره په همدغه کنفرانس کې ایښودل شوې ده .
تر څو چې د تېروتنې او ختا اصلي سرچینه او ځای په ګوته نه شي او تېروتنه له کومه ځایه چې شوې په همغه بنسټ بېرته سمه او اصلاح نه شي ، کوږ بار به هيڅوخت منزل ته ونه رسیږي او د روان کړکیچ او جګړې لمبې به تل بلې وي !
څنګه چې له نومه ښکاري افغاني طالبان ، په خټه افغانان دي . دوی سره د بن له کنفرانسه نېولې چې  په دولتي واک کې له ګډون څخه بې برخې شول ، تر ننه پورې د افغانستان د کړکیچ په حل کې د میري مور چلن کیږي .
 بلخوا د دوی لیکي هغه وخت نورې هم پیاوړي شوې چې د کابل دولت یوازې د شمالي ټلوالې ( نه د شمال د ولسونو ) په لاس کې ورکړئ شو . دې وطن پلورې ټلوالې چې د هېواد په ورانۍ او ولسوژنه کې يي له ۱۹۹۲ کال څخه لاس درلود ، په دولت کې يي  په برلاسۍ سره پښتانه له دولتي واکه ګوښه او څنګ ته کړل . او په دې شیطاني هڅې سره ، پښتنو ته بې له دې چې د طالبانو لیکي ورډکې کړي بله لار پاتې نه شوه . همدارنګه د شمالي ټلوالې د زیات واک او سبوتاژ سره  د کرزي د حکومت چور او فساد هم ملګرې شو ، ولسونو ته د کار ، زیار او ژوند ټولې لارې بندې شوې او دې ټولو کړاوونو او بدبختیو  ولسونه په تېره بیا پښتانه ( له بدې ورځې ) لکه اوبه د طالبانو په ژرنده ورسمې کړې .
طالبانو هم ، له دولت څخه د ولسونو له مخ اړولو څخه پوره ګټه واخیسته او نن طالبان د همدغه ناراضي ولسونو په برکت ، د افغانستان په سیاسي ډګر کې یو مطرح ځواک دئ .
د افغاني طالبانو موخه چې دهغې په لیکو کې افغانان او په تېره بیا پښتانه غوښن دي ، باید دا وي چې د بن د کنفرانس د نیمګړتیاو په پام کې نېولو سره ، د کرزي د دولت سره په جوړ جاړي کې دې پایلې ته ورسیږي چې د دولتي واک هغه دمخنۍ منځتشه ډکه کړي او د یو ملي مرکزي پیاوړي دولت په رامنځ ته کېدو کې مرستندوی واقع شي . تر څو د داسې دولت په مټ د هېواد روان ناورین ته د پای ټکئ کېښودل شي .
افغاني طالبانو موخه باید د افغانانو د ملي او تاریخي غوښتنو په برید کې وي . طالبانو باید د خپلې لومړۍ واکمنۍ له  تېروتنو او خطاوو څخه ډېر څه زده کړې وي . هغه دولت چې په هغې کې طالبان هم غوړه او وړه برخه ولري باید هېواد او سیمې ته سوله ، امن او اقتصادي غوړیدا راولي .
خو القاعده او نړیوالې نورې تروریستي ډلې بیا ، ځانته بېل جوړښت ، اړیکې ، اندونه او موخې لري.
په دې ډلو کې د عربانو ، چیچنیانو ، ازبکانو ، پنجابیانو ، ایرانیانو او نورو هېوادونو وګړي ګډون لري . دا ډلې په زیاته توګه ، د نورو هېودونو له جاسوسي کړیو سره تړلي دي ، په دغو جاسوسي کړیو کې د پاکستان ای ــ اس ــ ای هم راځي .
له دغو ډلو څخه ځیني د پاکستان د ای ــ اس ــ ای په ملاتړ غواړي چې په افغانستان ، پښتونخوا اوسیمه کې د يوې ستراتېژیکي موخې پتوګه اسلامي خلافت اباد کړي . د دوی په دغه خیالي اسلامي خلافت کې به واک د پنجاب او عربانو سره وي او پښتانه به ورته د وړیا عسکرو پتوګه جنګیږي . کشمیر ، د افغانستان ځیني شمالي ګاونډي هېوادونه به د دوی د اسلامي خلافت راتلونکې فتحې وي .
همدارنګه د پاکستان ای ــ اس ــ ای له دغو ډلو څخه د افغانستان په کړکیچ کې په اور د تیلو د پاشلو کار هم اخلي . ای ــ اس ــ ای په افغانستان او پښتونخوا کې پر دغو ډلو قومي مشران ، ښوونکي ، ډاکټران ، انجینران او نور ملي کادرونه وژني . په دې ډول یوخوا افغانستان له ملي کادرونو څخه محروموي او بلخوا په خپلو دغو وژنو سره افغاني طالبان بدناموي .
په ټولو هغه ورانیو ، ویجاړیو ، مرګ اوژوبله کې چې په افغانستان او پښتونخوا کې کیږي ، د ای ــ اس ــ ای او نورو جاسوسي کړیو لاس دئ ، خو دا ټولې پر افغاني طالبانو وراچول کیږي . او افغاني طالبان هم ددې لپاره چې ځان د افغانستان دولت او افغاني ټولنې ته ځواکمن او غښتلي وښۍ او د کابل بې بنسټه دولت چې هغه هم د ډاکوانو او داړه مارانو یو بل پنډغالئ دئ وډاروي او راويي لړزوي ، ددغو نړیوالو تروریستانو او ډانګیانو پلاس شوې ګنا او جرم پخپله غاړه اخلي .
چې تیږې اخلې ، ځان پرې ولې ملامت څوک دئ ؟
همدارنګه نړیوال تروریستان چې پاکستان يي دېره ځای دئ ، د لویدیځ ، عربو او د سیمې د ځینو نورو هېوادو د ګټو او موخو لپاره هم دلته اشر شوي دي . دا داړه ماران په سیمه کې د لویدیځ  د پاتې کېدو لپاره  د یوه پله دنده ترسره کوي .
 پنجاب لکه څنګه چې دمخه وویل شول ، دا تروریستان د افغانستان او هند سره د خپل انډول ساتلو لپاره کاروي .
روسیه او ملګري يي د پخوانې شوروي له ماتې څخه  د غچ اخیستلو په موخه ، د امریکا او لویدیځ په وړاندې ، سیمه کې  ددې تروریستانو شتون اړین بولي . او ایران په افغانستان او سیمه کې د امریکا او لویدیځ بوختیا ، د ځان لپاره یو فرصت ګڼي چې یو څه وخت ځان د دوی له شره لري وساتي او خپله اتومي وسله بشپړه کړي .
په دې توګه ګورو چې پاکستان او سیمې ته ددغو تروریستانو اشر او دېره کېدل ، د بېلا بېلو هېوادو د ګټو او موخو سره اړخ لګوي . خو افغانستان چې اوږدې مودې جګړې ځپلئ ، په هيڅ ډول ددغو توریستانو ملاتړ او همکارۍ ته اړتیا نه ویني .
افغاني طالبانو ته هم پکار ده چې ، د کابل د شمالي ټلوالې ــ کرزي دولت سره په حساب کتاب کې ، ددې پر ځای چې ددغو نړیوالو تروریستانو او ای ــ اس ــ ای ملاتړ ته سترګې ونیسي ، په دولت کې له هغه اړخ سره چې د ملي ګټو په اړوند پایلې ته ورسره رسېدلئ شي او په ټولنه کې له نورو وطندوسته ډلو سره ، یولاس شي او په افغانستان کې د دولتي واک منځتشه ډکه کړي .
په دولت کې طالبان پخپل ګډون سره ، نه یوازې د واک اوسنئ بحران له منځه وړي ، سوله او امنیت خپل هېواد ته راوړي او دهېواد بیارغونه ګړندۍ کوي بلکې ، په افغانستان او سیمه کې د ناورین نړیوالو او سیمه یزو لاملونو ته د حل یوه دایمي لار پیداکوي .
طالبان له القاعدې او نړیوالو تروریستانو څخه په راجلاوالي ، د دولتي واک په بشپړتیا او په هېواد کې د سولې په بسیا سره ، په افغانستان کې د ناتو د ځواکونو اړتیا له منځه وړي .
دولت هم باید څونه چې ژر کېدونکئ ده له افغاني طالبانو سره د روغې جوړې خبرې مخې ته یوسي.
او ددې دوه وستوې ( دوه طرفه واټ ) په پرانیستلو سره هغه ورځ لرې نه ده چې ټول افغانان د سولې او ورورۍ پر چرګۍ سره راټول شو .
ډاکټر مرادزئ

په میدان ښار کې دری امریکايي موټرې وېچاړې شوي

له پرون راهیسي د میدان وردګو ولایت په میدان ښار کې د اېتلافي ځواکونو او د حزب اسلامي دکسانو تر منځ کلکه جګړه روانه ده. دا جګړه هغه مهال پیل شوه کله چې اېتلافي هويي ځواکونو په جلریز ولسوالۍ کې څه باندې ۲۰ تنه دولتي ضد کسان ووژل. د میدان ښار د ابراهیم خیلو له کلي څخه د حزب اسلامي یوه سیمه ایز قومندان چې د نوم له ښودلو څخه یې ډډه وکړه وویل چې موږ پرون د امریکايي ځواکونو د کتار دری موټرې په راکیټونو وویشتل او ټول سپاره کسان مو پکښې هلاک کړل، چې له برید وروسته امریکايي الوتکې راغلي او ټول مړه یې په الوتکو کې بل ځان ته ولېږدول. نوموړي قومندان دا هم وویل چې اوس مهال موږ سخت په محاصره کې یو او که چیرې پر دوئ باندې زموږ سرتیري له کومې بلې خوا برید ونه کړي، نو کېدای شي موږ مړه او یا هم ژوندي ونیسي.

وزیرستان:دتوغندویې بریددمړوشمیره20ته ورسیده

  په سویلې وزیرستان کې دامریکایې څارګرې الوتکې په توغندویې برید کې ترشلو زیات کسان وژل شوي.دجنګ په نامه پاکستانې خبرې رسنې دخبر له مخې په سویلې وزیرستان کې دامریکایې څارګرې الوتکې په توغندویې برید کې دوژل شویو کسانو شمیره ترشلو اوړي.دسرچېنې په وینا،دغه برید دسویلې وزیرستان په لدها سیمه کې ترسره شوې دې. ویل کېږې په وژل شویو کسانو کې داورپکوترڅنګ ملکې وګړې هم شته چې تراوسه دشلو تنو مړې دخاورو اوخځلوڅخه راویستل شوې او دپاتې نورو کسانو د راویستلو لړۍ روانه ده.

کونړ:وسلوالو تراوسه 5کارګرندې خوشې کړي

 وسلوالو کسانو د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې دسړک جوړونې ديوې کمپنۍ 17 تنه کارکوونکي او  انجينران تښتولي دي . د کونړ د والي وياند ادريس غروال په وینا دغه پېښه تیره ورځ د ماڼوګي ولسوالۍ د شوړيک په سيمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې وسلوالو کسانو  په ياده شوې  سيمه کې د هاليووډ په نامه دسړک جوړونې ديوه ساختماني شرکت د مزدورانو او انجينرانو پر مرکز بريد وکړ. د غروال په وينا، له دې پېښې سمدستي وروسته ځايي اوسېدونکيو وسلې راواخيستې او تښتوونکي يې کلا بند کړل چې ترتیرماښام مهاله 12 تنه تښتونکو خوشې کړل،خو دپاتې 5 کسانو برخلیک لاندی څرګند.دیادونې وړده چې تردې وړاندې هم په دغه ولایت کې دوسله والوډلو له لورې دخصوصې کمپنیوکورنۍ او بهرنې کارکونکې وړل شوي،چې دځنیوکسانو په وژنه پاې ته رسیدلې.

یو ماشوم اودوه آمریکايي عسکر ووژل شول

یوماشوم او دوه آمریکايي عسکر هغه وخت ووژل شول، کله چي ددوی  پر یوې غونډي دبغلان په ولایت کي یو ځانمرګی برید وشو، ددې برید په پایله کي درې نور آمریکايان هم ژوبل شوي دي ، ائتلافي او افغان  ولایتي  ګډي غونډي باندي دغه برید دیوه کس له لوري چي دپولیسو جامې یې پر تن وې ، ترسره شو، ددې برید مسؤلیت طالبانو منلی .
داپه داسي حال کي ده ، چي د هېواد په مرکز وردګ ولایت کي دآمریکايي ځواکونو یوه چورلکه رانسکوره شوې  ده .

وزیرستان: طالب مشر حاجې عمرخان ووژل شو

 دنړیوالوخبرې رسنیو دخبر له مخې دپاکستان دسویلې وزیرستان په توغندویې برید کې یو تن لوړپوړې طالب چارواکې وژل شوی دې. دمواذخان په نامه یوه سیمه ایز امنیتې مسؤل په وینا وژل شوی طالب چارواکې حاجې عمرخان نومیږې چې تیره شپه دامریکایې څارګرې الوتکې په توغندویې برید کې ووژل شو.ویل کیږې حاجې عمرخان دمولانا جلال الدین حقانې ډلې ته طالب جنګیالې له سیمې څخه افغانستان ته دجنګ لپاره را استول.  دسمیه ایزه خبرې رسنیو دخبر له مخې حاجې عمرخان دقبایلې طالب مشر بیت الله محسود د ورور یحیې محسود دجنازې په مراسمو کې برخه اخیستې وه چې دامریکایې بې پیلوټه الوتکې له لورې په نښه شو. دغه راز له نوموړې سره ترشلو پورې نور پاکستانې طالبان هم وژل شوي.

میدان وردگ: د تيمور په نامه يو طالب قوماندان ووژل شو

د تيمور په نامه يو مشهور طالب قوماندان له لسو وسلوالو جنګياليو سره نن په ميدان وردګو ولايت کې د عملياتو په ترڅ کې ووژل شو . ددې ولايت د والي وياند ادم خان سيرت وويل چې دغه طالب قوماندان له مخکې تر تعقيب لاندې وو او همدانن ( د لړم په ٦مه ) د سيداباد ولسوالۍ د هفت اسياب په سيمه کې له لسو نورو وسلوالو سره ووژل شو . سيرت وويل چې دغه قوماندان د سيداباد او سالارو په سيمه کې د کابل _ کندهار لاره ناامنه کړې وه او په زياترو د ناامنيو په پېښو کې يې لاس درلود . نوموړي وويل چې دې قوماندان له سيد اباد سربېره د جغتو ولسوالۍ په ناامنيو کې هم لاس درلود .  هغه زياته کړه چې له دې وسلوالو څخه زياته اندازه وسلې ، موټر سايکلونه  او مهمات هم ترلاسه شوي دي .

ځانمرگی برید

نن د پنجشنبې په سهار یوه ځانمرگی برید کونکي د پاکستان په صوات سیمه کې خپل له بمونو ډک گاډي د پولیسو له یو مرکز سره وجنگاوه چې په پایله کی ېې دری پولیس مړه او 15 نور ژوبل شول . د پولیسو مشر ادریس بنگش وویل چې له برید دمخه دوه توغندي هم د پولیسو په مرکز توغول شوي ول . دا چاودنه په داسی حال کې رامنځ ته کیږي چې د پاکستاني طالبانو ویاند مولوي عمر له دولت سره د روغی جوړي ټټر وهلی.

کندهار:افغان،پاکستاني او ايساف ځواکونو د سرحدي امنیت پر سر خبري وکړي

د افغانستان او پاکستان د گډو پولو د امنیت پر سره دری اړخیزي امنیتي کميټې د کندهار په هوائي ډګر کې غونډه جوړه کړه .په دې غونډه کې افغان، پاکستاني او د نړیوالو سوله ساتونکو سرتیرو جنرالانو برخه لرله . د ایساف ځواکونو له قوماندانۍ څخه نن د سه شنبی په ورځ  یو خپور شوی بیان واېې  چې په سویل کې دISAF  ځواکونو  عمومي قوماندان جنرال ” لسرد” د دې غونډي کوبه وو. دریو اړخونو  په سرحدي  سیمو کې د اورپکۍ ضد عملیاتو پر لا زیاتي همغږۍ ټینگار وکړ.

د امن د سیمیزې جرگه گۍ د دوه ورځني ناستي دوام

د افغانستان او پاکستان د امن د گډي جرگه گۍ ناسته نن د سه شنبې په ورځ په اسلام آباد کې سر ته رسيږي . پرون غونډي ته د وینا پر مهال دپاکستان د بهرنیوچارو وزیر شاه محمود قریشی القاعده او ترهگري  د کابل او اسلام آباد گډه ستونزه وبلله چیر پر وینا ېې دواړه ملکونه ېې  له گواښ  سره مخ کړي دي .قریشي  په دې باب د گډي مبارزې غوښتنه هم تکرار کړه.د جرگې د افغانستان له اړخه د بهرنیو چارو پخواني وزیر ډاکټر عبدالله عبدالله او د پوهنی وزیر فاروق وردگ هم ویناوي  وکړي  . هغوي  د ډیورنډ د بدنامي  د کرښي  دواړو غاړو ته له پرتو قومونو غوښتنه وکړه چې ترهگر له خپلو سیمو وشړي  او پر ځای ېې امن پسندو کسانو ته ځای ورکړي .

وردګ :دآمریکې یوه چلورلکه نسکوره شوه

دبلک هاک په نامه دغه چورلکه تېره ورځ  (دوشنبې) د طالب جنګیالیو دډزو په ترڅ کي په مرکزي افغانستان   دوردګ په ولایت کي رانسکوره شوه ، د آمریکايي ځواکونه یوه ویاند والټر مټیوز ددې چورلکې نسکورېدل منلي خو په دې سربېره یې ددې یادونه هم کړې چي ددوی وځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې .
نوموړې زیاته کړه ، مخکي له دې چي چورلکه پر ځمکه کښېني دډزو لاندي راغله .
په همدې هکله د وردګ د سید آباد ولسوالۍ پولیسو مشر فضل کریم مسلیم ویلي ، چي څلور طالب جنګیالي د ډزو په تبادله کي وژل شوي ، خو ددوی ولوري ته کوم زیان نه دی اوښتئ .
دورډګ ولایت پلازمیني ته نژدې او دکابل – کندهار پرلویه لاره پروت ولایت دی ، چي له تېرو دوکلنو راپه دې خوا پر اکمالاتي او بحرني ځواکونه باندي د بریدونه شاهد دی .

دپاک افغان امن جرګه به سبا په پاکستان کې جوړه شې

د افغانستان او پاکستان ترمنځ دامن جرګې دويمه غونډه به سبا د لړم په شپږمه په اسلام اباد کې جوړه شي .د امن جرګه ددواړو هېوادونو د ولسونو او حکومتونو ترمنځ د ښواړيکو او په ګډه پوله دامنيت د ښه کولو په موخه جوړیږي. دسیمه ایزه خبرې رسنیو دخبر له مخې دپاکستان له اړخه به پدغه جرګه کې  د سرحد ايالت والي ‘ګورنر’ اويس احمد غني دجرګه کۍ مشر،دپاکستان نیشنل عوامۍ پارټۍ مشراسفندیارولې خان،پخوانې وزیر”جی جې جمال”،افراسیاب خټک،مولانا محمدخان شیرانې، او سرداریعقوب خان ناصر، یې دجرګه کۍ غړې دي.ویل کېږې دافغانستان دجرګې دپلاوې مشرې به دهیواد دباندیو چارو پخوانې وزیرداکټرعبدالله عبدالله په غاړه وي.د امن د جرګې په غونډو کې به د ترهګرۍ او سخت دريځو پر ضد اوږود مهاله ستراتيژي جوړيـږي ، څو ددواړو هېوادونو ولسونه په سوکالۍ او  امنيت کې ژوند وکړي . له یاده باید ونه ویستل شې چې تردې وړاندې په کابل کې د امن د جرګې په لومړۍ غونډه کې سپارښتنه شوې وه، چې د جرګې د پرېکړو د تطبيق په موخه به دوهمه جرګه ګۍ دپولې هاخوا په پاکستان کې جوړيږي چې دغه  غونډه يې د لړۍ يوه کړۍ ده .

د افغانستان کې زلزله شوي، د مرگ ژوبلي په اړه رپوټونه نه دي ورکړل شوي

د امريکې د ځمکي  پیژندني ادارې (USGS) نن دیکشنبی په ورځ وویل چې د افغانستان ډیری برخي نن سهار شپږ بجې  یوی نسبتی زوروري  زلزلي  لړزولي دي . د دې  زلزلې  مرکز د افغانستان په شمال کې وو او اندازه ېې د ریشتر په کچه 5 اعشاریه 6 درجې  اټکل شوي ده . که څه هم افغانستان د زلزلو په خاموش زون کې موقیعت لري  خو په کال 1990 کی په بدخشان کی یوی زلزلې  چی شدت ېې د ننۍ  زلزلې سره ورته وو په زرگونوکسان وژلي ول . د ننۍ  زلزلې مرکز هم د بدخشان مرکز فیض آباد ته نژدې  ښودل شوي .

پاکستان:دمولوې عمر د وژل کیدو خبر ورکړل شو

دجنګ په نامه پاکستانۍ خبرې رسنۍ دخبر له مخې دشمالې وزیرستان په باجوړ ایجنسۍ کې دقبایلې طالبانو یو مهم غړې وژل شوی دی. دسرچېنې په وینا داسې رپوټونه ورکول کیږې چې په دغه هوایې بریدکې دطالبانو یولوړ پوړې غړې مولوې عمر وژل شوې دې.ویل کېږې دغه برید د باجوړایجنسۍ د “بډانو” په سمیه کې په یوه سمڅه “غار” چې په اغلب ګمان مولوې عمر به هم هلته ؤ ترسره شوې دې. دسیمه ایزه خبری سرچېنو دخبر له مخې ، داسې انګیرل ګیږې چې مولوې عمر به په برید کې وژل شوی وي،ځکه تردې مهاله یې د ژوند څرک نه ښکارې.تراوسه پورې ددی خبر دتأیید په اړه خپلواکو سرچینوڅه ندې ویلي.

په کابل کې دوه جرمنیان او یوه افغان ووژل شو

همدا اوس د شنبې ورځ په یوولسو بجو دکابل ښار د شیرپور په څلور لارې کې د DHL د پوستي شرکت مخ ته دوه جرمنیان او یو افغان اوسیدونکی  د نا معلومو کسانو له خوا ووژل شول.

پېنځلس پاکستاني ملیشې ووژل شوي

د پاکستان د سواټ په سیمه کې د تازه نښتې له کبله ۱۵ پاکستاني ملیشې او پېنځه اورپکي وژل شوي دي. دغه نښته پرون د سه شنبې په ورځ د سواټ د کبل په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د پاکستان ځواکونو موټر پر یوه خښ شوي ماین وخوت. د کبل د پولیسو مشر، نور رحمن وايي چې له چاودنې وروسته د دواړو خواوو ترمنځ د ساعتونو ساعتونو لپاره جګړه روانه وه چې له کبله یې زموږ ۲۰ تنه ملیشه ورک شول چې همدا اوس مو ۱۵ تنه مړه وموندل. هغه زیاته کړه چې شپږ تنه ملیشه لا اوس هم ورک دي.

ملا عمرکه ملا کارمل؟ عجیبه لیک عجیبه غوښتنه!

 

ملا عمرکه ملا کارمل؟ (عجیبه لیک عجیبه غوښتنه)

 دپاکستان نامتو انگلیسی ژبی ورځپاڼې چه د انټرنشنل نیوز نومیږ ی دسږ کال دفبروری دمیاشتی په ۲۴نیټه خبر راکړچه دافغانستان دطالبانو مشرملا محمدعمرمجاهد خپل هغو برادرانو ته ته چه په شمالی او لویدیزوزیرستان کی فعالیت لری هدایت ورکری د ه چه پر  پاکستانی امنیتی قوتونوباندی خپل ټول یرغلونه ودروی.  ملا عمر لمړ ی یواستازی وزیرستان ته واستوله او ورپسی خپل مطلب د یو لیک په تر څ د تحریک طالبان پاکستان (ټی ټي پی) مشرانو ته څرگند کړل. د طالبانو مشر ملامحمد عمر مجاهد د دغه اعلاميې په ترڅ كې پر پاكستاني طالبانو غږ كړى، چې له پاكستاني پوځ سره جګړه بنده كړي اود افغانی طالبانواوالقاعده سره یو ځای په افغانستان كې دميشتو بهرنيو ځواكونو پرخلاف وسله پورته كړي.

ملامحمد عمر پدغه پيغام کی د پاكستان د مذهبي ډلو مشرانو ته په خپل ليكلي خطاب كې رسولى دى. چه له مسلمانانو سره جهاد نه دى روا. ده په خپل پيغام كې ويلي: “پر پاكستاني امنيتي ځواكونو، په قبايلي سيمو كې د مسلمانانو وژل د مجاهدينو بدنامي ده، دا په افغانستان كې د ناټو او امريكايي ځواكونو پر وړاندې روان جهاد ته زيان اړوي”.  د پاكستان د نيوزانترنشنل ورځپاڼې له مخې، ملامحمد عمر په وزيرستان كې د پاكستاني طالبانو له دريواړو ډلو، چې په دې وروستيو كې د آی اس آی او ملاعمرپه لمسون په يوه جبهه (ټي ټی پی)كې سره راغونډې شوې، غوښتي، چې په افغانستان كې د ميشتو بهرنيو ځواكونو پرخلاف ګډ كار وكړي، ځكه امريكا او ناټو په افغانستان كې د خپلو پوځيانو شمېر ډېروي.  

دملا محمد عمر مجاهد ددغه لیک متن چه پر اخوانی پان اسلامیزم ولا ړ ده اوخپل وطن اوخللک دالقاعده د گتودقربانی کولو معنی لری، دببرک کارمل هغه بیانیه ته ورته ده چه  پکی وویل: ” دوستی افغان – شوروی شرط وطنپرستی است”.  د کارمل خبری هم په “پرولتری انترنشنلیزم ” ولا ړ ه وه خو کارمل دخپل عمر په آخرو ور ځوکی یو ایرانی خبریال سره په مرکه کی ویلی وه چه دهغه باور نه چه پرروسانودرلود سخت پښیمانه وه

.پاکستانی  پو ځ دایران دپخوانی بادشاه دله مینځه تلونه راپدی خواه دامریکی دحکومت  دسیمه ایزژاندارم په ټوگه وظیفه تر سره کوی. دپاکستان امنیتی  ځواکونه په دغه دوره کی خپل معاشونه ا ووسلی دامریکا دحکومت نه اخلی. خوسره ددی دا پو ځ دخپل اخوانی افسرانوپه خاطراو لدی کبله چه دملا کارمل د”دوست هیواد”  پو ځ  ده، “مسلمان” بلل کیږی .  خو دملا عمرمجاهد په نظرنه یوا ځی افغان پوځیان او پولیس، بلکه افغان  ښوونکي، دجماعتونوملایان، داکتران، دلاری جو ړولوعادی کارکوونکی اوحتی هغه کلیوال چه دخپلی سیمي  دماینونوپه  پاکولو کی  بوخت دي کافران اومباح الدم گنل کیږ ی. یوا ځی په ۲۰۰۸میلادی کال کی  په زرگونه تنه ملکی افغان وگړی دطالبانوپه نظامی فعالیتونه کی ووژل شول خو دملا محمدعمرمجاهد غږ  پورته نشوچه دافغان طالبان،  پاکستانی طالبان او القاعده  نه وغوا ړی چه پخپل تخریبی فعالیتونو کی دمسلمان ملی وگړی دژوندساتنی ته پاملرنه وکړ ي

 او ددی دپاره چه په افغانستان  کی ویجاړونکی جگړ ه ختمه شی  اودملکی افغانانو وینه دالقاعده ، ، ناتواو اییتلاف په لاس توی نشی  باید ډیر ژر د افغان  دولت او ناتو د استازو سره دخارجی پوځونو دوتلو دزمانی پروگرام اودافغانستان دسیاسی استقلال دخوندی کیدو دپاره خبری پیل کړی وای. .  ملا عمرپه 1380 کال کی دبن لادن په خاطرافغانستان دجنگ په ډ گربدل کړ ه اوپدی ډ ول دخاین شمالی  ډلی تپلی دبیرته راتگ دپاره لاره اهواره شوه.  اوس ملاعمرمجاهد  غوا ړ ی چه پاکستانی طالبان او دالقاعده تر مشری لاندی نورخرابکارقوتونه دافغانستان دویجا ړ و لو دپاره متحد کړی.  نتیجه دا شو چه  ټي ټی پی پاکستانی حکومت ته ددایمی اوربند وړاندیز وکړ . آفرین ملا کارمله!

داثرداسلامي مرکز رئيس دطالبانو اودافغانستان دحکومت ترمنځ دسولي دخبرو هرکلي کړ ي دي

داثرداسلامي مرکز رئيس شيخ محمد سعيدطنطاوي دطالبانو اودافغانستان دحکومت ترمنځ دسولي دخبرو هرکلي کړ ي دي اوويلي يي دي چي دټولو اسلامي موسسو دنده ده چي دخيرپه کارکي مرسته وکړي.دباختراژانس دخبرله مخي :دافغانستان داسلامي  جمهوريت مشرتابه په  هيواد کي دجگړي او ويني توئيدو دمخنيوي په خاطر په خپل ويني اوهيوادني رسالت باندي په پوهيدو سره دنورو لسگونو اقداماتو په تعقيب دحرمين شريفين له خادم څخه وغوښتل چي په افغانستان کي دجگړي او وراني دبندولو په خاطر مخالفين خبرو ته وهڅوي .دخبرله لاري دافغانستان دشخړو په حل کولو باندي دافغانستان داسلامي جمهوريت دمشرتابه  پوهيدل داسلام دمقدس دين دلارښوونو زيږنده ده اوپه پوره باورسره په هيواد کي دجگړي دوام ددښمنانو اودپرديو په گټه بولي.دهمدي اصل په معيار چي دولت دکمزورتيا له امله نه ، بلکي په هيواد کي دزرگونو تنو يتيمانو ، کونډو اودوږو چيغو ته دځواب په خاطر په دغه شان تاريخي زړورتيا اقدام کړي دي.دهمدي موضوع په اړوند دستراوسابقه لروونکي اسلامي مرکز رئيس شيخ محمد  سعيدطنطاوي ددي ترڅنگ چي د افغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررئيس دبي ساري اوتاريخي زړورتيا ستاينه کړي وه له ټولو اسلامي موسسو  څخه يي غوښتي دي چي دخير په دي  سترکار کي شريک شي .طنطاوي څه مودهع مخکي ځانمرگي بريدونه اودبيگناه  خلکو وژني  غيراسلامي عمل بللي و اوپه دي باب يي فتوا صادره کړي وه هغه کسان چي دغه شان عملونه ترسره کوي په سمه توگه داسلام دمقدس دين په باب معلومات نلري .دکارپوهانو په باور په افغانستان کي اوسني ستونزي په سمه توگه هغه وخت  حل کيږي چي امنيت تامين  اوداعتماد دبحران فضا له منځه لاړه شي  دولت دمخالفينو داعتماد دجلبولو په خاطر په وار وار دهيواد له درنو اوجيدو عالمانو څخه غوښتي دي چي په هيواد کي دخير په لاره کي هڅه اوهاند وکړي .دباور دهمدي فضا دبرابرولو په لاره کي و چي دافغانستان دعالمانو سراسري شورا دڅو اعلاميو په ترڅ کي جگړه ماري ؟؟؟؟اودسولي په لاره کي دغاړي ايښودل دخلکو اوهيواد خيروباله.په هرحال په افغانستان کي اوسني شرايط هرافغان څخه غواړي چي دجګړي له امله درامنځته شويو زرگونو ستونزو دذڅيړني په خاطر دي دسولي دتاامينولو په باب چي داسلام دمقدس دين ارشاد اودخلکو غوښتنه ده فکــــــر وکــــړي  نه دگروهي تنظيمي گوندونو گټو په خاطر.

يوه ا ندا زه چاوديدونكى مواد دكندهار ولايت له مر بو طاتو څخه كشف شول

دكندهار ولايت د امنيه قو ما ندا نى پو ليسو پرون ددغه ولايت له مر بو طاتو څخه يوه ا ندا زه چاوديدونكى مواد كشف او شنډ كړل. باخترا ژانس ته د كور نيو چارو و زارت دمطبو عا تو اوعا مه اړيكو رياست د معلو ما تو له مخى :دغه مواد د ترو ريستا نو له خوا د چوولو په مقصد د غوړيو په قطى كى ځاى پر ځاى او ددغه ولايت د نهمى امنيتى حو زى په سا حه كى ايښودل شوى وو چى دپو ليسو له خوا كشف او شنډ كړل شول

عاجل خبر: ځانمرگي برید گڼه مرگ ژوبله واړوله

نن د پنجشنبې په سهار یوه ځانمرگی برید کونکي د پاکستان په صوات سیمه کې خپل له بمونو ډک گاډي د پولیسو له یو مرکز سره وجنگاوه چې په پایله کی ېې دری پولیس مړه او 15 نور ژوبل شول . د پولیسو مشر ادریس بنگش وویل چې له برید دمخه دوه توغندي هم د پولیسو په مرکز توغول شوي ول . دا چاودنه په داسی حال کې رامنځ ته کیږي چې د پاکستاني طالبانو ویاند مولوي عمر له دولت سره د روغی جوړي ټټر وهلی.

كابل: دوه قاتلين نيول سوي دي

د ققنوس اژانس په حواله، د كابل امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو په وړاندي د مبارزې مدير عليشاه پكتياوال وايي، چي په كابل ښار كي يې دوه كسان د درويشت خلكو د وژلو په تور نيولي دي.

دغه دوه كسان د عبدالحميد او قهار په نامه د كاپيسا اوسېدونكي دي او تېره ورځ د كابل په پنځلسمه حوزه كي نيول سوي دي.

پوليس وايي، چي دغه دوه كسان پر ښځو د جنسي تېري، وسله والو غلاوو او سړي تښتوونو په جرمونو هم متهم دي.

د دوى تر قومانده لاندي سل تنه ولسوال كسان هم كار كوي.

د يوې دوسيې په ترڅ كي دا هم څرګندېږي، چي د كابل په اطرافو كي دغو كسانو درې كوچنيان هم وژلي دي.

هرات: يوه پراخه مظاهره تر سره سوه

ققنوس اژانس خبر وركوي، چي نن په هرات ولايت كي په سوونو خلكو يوه پراخه مظاهره وكړه او له دولت څخه يې په ټېنګه وغوښتل، چي په دغه ولايت كي دي د امنيت په ټېنګښت كي كوټلي ګامونه واخلي.

د هرات ښاريانو، چي نن يې د دغه ښار ټول واټونه پر سر اخيستي ول، په ډېرو احساساتو او ولولو د يوه تلپاتي ثبات او مصئونيت غوښتنه كوله.

د دغه لاريون انګېزه د نورو پېښو تر څنګ، پرون په سپينه ورځ د وسله والو لخوا پر يوه صراف حمله وه، چي باډيګارډ يې مړ او ورور يې وسلوالو ور سره وتښتاوه. خپله صراف د معالجې لپاره اېران ته بېول سوى دئ.

د هرات كوټوال محمد جمعه عادل وايي، چي په دې اړه يې پلټني رواني كړي دي او ډېر ژر به دغه مسلح اشخاص دستګير او په مجموع كي به په دغه ولايت كي د امنيت د ټينګوالي لپاره اساسي ګامونه واخلي.

خوست عليشروپه ولسوالۍ کې ځانمرګی بريدشوي.

دعليشرواوتريزيو ولسوالۍ په امنيي قوماندان  باندي دورځي ١٠بجوپه شاوخواکې ځانمرګي بريدشوي چې له امله يوتن ټپي شوي خونوره کومه مرګ ژوبله نلري.

دخوست امنيي قوماندانۍ دامنيت اميرسمونوال محمديعقوب بينوا ويب پاڼی ته وويل چې دغه بريدددغه ولسوالۍ په امنيي قوماندان شرين شوي هغه وخت شوي چې نوموړي ولسوالۍ ته دننوتلوپه حال کې وو

دي وايي چې ځان وژوونکې لومړۍ پوليسووپيژندواوورباندي يي ډزي وکړي چې وروسته نوموړي پخپل ځان پوري تړلي چاوديدونکوتوکوته انفجارورکړچې له امله يې يوتن پوليس ټپي شو

دي وايي چې تراوسه دبريدکوونکې هويت نه دي ثايت شوي خوداسي مالوميږي چې بريدکوونکې به  پاکستاني تبعه به وي ځکه چې دغه ولسوالۍ د قبايلي سيمي کورمي ايجنسۍ سره ډيره نيږدي  پراته ده

دعليشروولسوالۍ په امنيي قوماندان شرين باندي دغه ځان وژونکې بريدپه داسي حال کې ترسره کيږي چې څه وخت وړاندي دباک ولسوالۍ په ښارکوټي کې هم په پوليسوورته ځانمرګی بريدترسره شوي ووچې مرګ ژوبله يې هم درلوده

هارون باچا: طالبانو ګواښولم ځکه امریکا ته راغلم

له نیو یارک ټایمز ورځپاڼې سره د پښتو وتلې سندرغاړي هارون باچا په یوه مرکه کې ویلي چې، سیمه ایزو طالبانو دې اړ کړم ترڅو په امریکا کې ژوند غوره کړم. هغه زیاته کړي چې، طالبانو د ټلیفون، لیکونو او لیکلو پیغامونو له لارې ګواښولم تر څو له موسیقۍ څخه لاس په سر شم. ۳۶ کلن باچا چې په لسګونو پښتو کېسټي او وېډیوګانې یې په نړۍ کې اوریدل کېږي د یوه خورا خوږ اواز درلودونکی ده چې نږدې دوه میاشتې مخکې له پیښور څخه سره له خپلې کډې، دوه زامنو او یوې لویې کورنۍ سره نیویارک ته راغلي. نوموړي دا هم ویلي چې که چیرته پاکستان ته ولاړ شي، نو طالبان به یې ووژني.

ګلبدین حکمتیار: په یوه شرط سوله کړم

د افغانستان د اسلامي حزب مشر، ګلبدین حکمتیار ویلي چې په دې شرط له مرکزي دولت سره سولې ته چمتو دی، ترڅو له هېواد څخه ټول بهرني ځواکونه ووځي. ګلبدین حکمتیار دا خبرې په داسې حال کې کړي چې، څو ورځې مخکې د افغان چارواکو او ځینو طالب مشرانو تر منځ خبرو په پټه او ښکاره توګه جریان درلود. حکمتیار دا هم ویلي چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسیدو یوازینۍ لار مذاکره او سوله کول دي خو پر دې خبره یې هم ټینګار کړی چې، دا ځل باید د نړۍ حکومتونه حزب اسلامي او د طالبان غورځنګ ته په دې ملي جوړښت کې د پام وړ ونډه ورکړي نه داسې لکه چې د بن په غونډه کې یې له پامه غورځولي وو. سیاسي کارپوهان وايي چې، په افغانستان کې هغه مهال سوله راتلای شي، تر څو ټولو ډلو ته خپل برابر حقونه ورکړل شي.

هلمند: نوی جوړشوی ښوونځی بېرته نړېږي

د هلمند ولايت دنادعلي ولسوالي يو تن قومي مشر چي نه يي غوښتل خپل نوم څرګند کړي  وويل چي دنادعلي ولسوالي د شين كلي ښوونځی چي د امريكا متحده ايالاتو په مرسته  د دوو لكو امريكايي ډالرو په ارزښت جوړ شوی وو دا مهال د نړېدو په حال کي دی.
د خلکو په وينا په دغه ښوونځي کې يوولس سوه زده كوونكو لوست كاوه،
د هلمند ولايت د والي محمد ګلاب منګل مطبوعاتي سلاكار محمد داود احمدي  د دغه ښوونځي نړول په كلكه وغندل  چي وسلوال طالبان يې غواړي ونړوي . هغه وويل چي طالبان دې له ښوونځي څخه د مدرسې كار واخلي  او خپلي زده كړي دي پكي وكړ ي د نوموړي په وينا طالبان نه غواړي چي افغان ماشومان دلته زده كړه وكړي. 
خو قاري يو سف احمدي چي ځان د وسلوالو طالبانو وياند راپيژني وايي چي طالبان هيڅكله ښوونځي نه نړوي او نه يي هم سوځوي هغه د دولت دغه ادعاوي په کلکه رد کړې.
د نادعلي ولسوالي  ځايي وګړي وايي چي وسلوالو طالبانو يو ځل مخكي هم غوښتل دغه  ښوونځی وران کړي خو د سپين زيرو په منځګړيتوب يې ښونځي بيرته دوي ته پريښود.
د خلکو په وينا وسلوال طالبان  غواړي  چي افغان پوليس  دي په مكتبونو كي خپلي  امنيتي  پوستي نه ځاي پرځاي كوي.
د ځاي خلګو په وينا طالبان وايي  كه چيري پوليس په ښوونځيو كي خپلي پوستي ځاي پرځاي  كړي  نوموږ مجبور يو چي ښوونځي وران کړو.

خو د هلمند ولايت د والي محمد ګلاب منګل مطبوعاتي سلاكار محمد داود احمدي  وايي چي موږ په نادعلي ولسوالي كي هيڅكله  په مكتب كي امنيتي پوسته نه ده اچولي

وردګ:القاعدې له عراق نه افغانستان ته پام اړولی

د هېواد د ملي دفاع وزیر، رحیم وردګ پرون په یوه خبرې ناسته کې وویل چې د القاعدې غړي اوس له عراق څخه افغانستان ته راغلي او په هېواد کې یې ملي او نړیوال امنیتي ځواکونه تر بریدونو لاندې راوستي دي. څه موده مخکې د افغانستان په ختیځ کې د امریکا لوړپوړي چارواکي، ډګر جنرال جیفري سکلویزر له اسوشیټیډ پریس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي و چې، په افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو په شمېر کې زیاتوالی ښکاري، ځکه چې د ترهګرو او القاعدې غړو وېب پاڼې ترهګر دې ته هڅوي تر څو خپل جهاد ته په افغانستان کې ادامه ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې طالب سرتیرو او د القاعدې غړو په افغانستان او ایران کې خپلو ترهګریزو بریدونو ته زوروالی ورکړی.

له کوکنارو پاک ولايتونه به په ميليونونو مرسته تر لاسه کړي

کابل: د نشه يي توکو پر ضد د مبارزي وزارت ژمنه کړې ده چې له هغو ولايتونو سره چې له کوکنارو څخه پاک شوي، اته دېرش ميليونه امريکايي ډالر مرسته وکړي. د دې وزارت وزير جنرال خدايداد په کابل کې يوې خبري ناستې ته وويل چې نهه ويشت هغه ولايتونو چې د کوکنارو له کرکيله په پوره توګه خلاص شوي او يا هم د پخوا په پرتله په کې د کوکنارو کرکيله کمه شوې ده، ورسره به اته دېرش ميليونه ډالر مرسته وشي. جنرال خدايداد وويل دى هڅه کوي تر څو نړيواله ټولنه په دې راضي کړي چې له هغو ولايتونو سره زياتې مرستې وکړي چې د کوکنارو کښت په کې له منځه تللى او يا هم کم شوى دى. د هغه په وينا، نړيوالو مرستندويه هيوادونو له نهه ويشت ولايتونو سره چې په اتلسو کې يې د کوکنارو کرکيله له منځه تللې او په نورو يوولسو کې د پخوا په پرتله کمه شوې ده، د ا ته دېرش ميليونه ډالرو مرستو ژمنه کړې ده چې تر اوسه يې څوارلس ميليونه د وزارت په واک کې ورکړل شوي دي او نور يې په نږدې راتلونکي کې د امريکا د متحدو ايالتونو او انګليستان له خوا ورکول کېږي. تر دې مخکې هم د دې وزارت له خوا هغو ولايتونو ته چې په کې د دې توکو کښت له منځه تللى مرسته ورکړل شوې وه.

يوه راكټ يوه ښځه او يو كوچنى ووژل

ققنوس اژانس د دولتي چارواكو په حواله ليكي، چي د خوست په جنوب ختيځه سيمه كي د طالبانو لخوا يو راكټ وويشتل سو، چي په پايله كي يې يوه ښځه او يو كوچنى ووژل.
دغه راكټ د عامو اوسېدونكو پر هغه كور وموښتى، چي د امريكايي پوځيانو له يوې هډې سره يې قرار درلود، چي د پوليسو په وينا دوه كسان يې مړه او درې يې زخميان كړل.
ځايي خلكو ويلي دي، چي د طالبانو هدف د امريكايانو قرارګاه وه، خو راكټ پر يوه كور وموښتى. تر اوسه د دې پېښي پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې.

دافغانستان دکرکټ ملي لوبډلي ته د ميدان وردګ د والي محمد حليم فدايي د مبارکۍ پيغام
دميدان وردګ ولايت ټول منسوبين ویاړې چې د زوريدلي هېواد اتلو او اصيلو بچیانوپه تآنزانیا کې دنړیوال کپ لپاره د هلوځلو دڅلورمې مرحلې لوبې په ډیر لوړ همت سره وګټلې او د خپل هېواد نوم ئې یو ځل بیا د تاريخ په پاڼو کې په زرينو کرښو روښانه وساته او ستر وياړ يې ورباښه .
سره له ډيرو کمو امکاناتو او وسايلو چې تر اوسه  د تمرین لپاره مناسب لوبغالی نه لري خو د خپلې ريښتنې ميني له برکته چې د هېواد سره يې لري  دکاميابۍ تربريده ورسول او په دریم ځل ئې خپل هېواد ته د اتلولۍ د کپ په راوړلو سره افغانستان ته لویه کاميابي ورپه برخه کړه.
له دغو برياليتوبونو څخه له ورايه څرګندېږي چې که افغانان ډېر کم فرصت او امکانات هم ولري، تشويق شي او څوک يې مخې ته پرېږدي کولاى شي په هر ډګر کې اتلان شي او ښه وځلېږي. زه د افغانستان د سپورټ اتلانو او د سولې استازو ته يو ځل بيا د زړه له کومې مبارکي وايم. ددغو ټولو برياوو نه يو هغه درس چې موږ يې ورڅخه زده کولاى شو دادى چې که ستونزه او ګواښ هر څومره هم ستر وي، دوښمن هر څومره ځان غښتلي وښيي او ولس مو تهديد کړي، خو که هوډ او لوړ همت ولرو، نو موږ ټول به د کرکټ د لوبغاړو په څېر د سولې اتلان هم يو.
د ميدان وردګ ولايت په استازيتوب زه د ددغو هېواد پالو او لوړ همته لوبغاړو اتلولۍ ستايم او زما هيله داده چې موږ ټول په ګډه دغه اتلان و نازوو. په ځانګړي ډول، زموږ ملي تجاران ددوي د تشويق او پالنې په موخه خپله ملي دنده سرته ورسوي.  اميدواريم چې د کرکيټ  ملي فيدراسيون سره لازمې مرستې وکړئ ، ترڅو داملي لوبډله دراروان کال په دوو پړاونو کې همداسى بريا ترلاسه کړي ترڅو دنړیوال جام په لوبوکې ستاسو په تشويق او د دلوى خداى ج په مرسته ستر تاریخي بریا دې هېواد ته ورپه برخه کړي.
په پاي کې د کرکټ اتلانو او د سولې استازو ته لا برياليتوب غواړم!
محمد حليم فدايي
دميدان وردګ والي
 د كركيټ اتلانو ته د پكتيا والو د مباركۍ پيغام
د افغانستان وياړلې د كركيټ ملي لوبډلې ته سلا كار وزير او د پكتيا والي ښاغلي جمعه خان همدرد او د پكتيا ولايت ټول اولس د زړه له كومي مباركې وايي او د دوي دا لوړ همت ستايي چي هيواد ته يو ځل بيا د وياړ جوګه شول او د افغانستان نوم يي په نړيواله كچه و ځلاوه.
خو ګوري زما په اند يوازي په مباركۍ هم نه كيږي ، لكه دا نور………….. چي نازول كيږي، په كابل كي كورونه وركول كيږي او انځورونه يي په هر واټ ، موټر او لارو باندي لګول كيږي ، اوس زمونږ مشرانو او ملي سوداګرو ته په كار ده چي د غه وياړلي څيري لا و ځلوي او وي نازوي.
مونږ يي بايد له نورو زده كړو او واقعي وياړ په عمل كي خلكو ته وروښيو ، په هر حال زه په خپل وار د دغو شاه زلمو د غه زړه ور تيا ستايم او په راتلونكي كي هم دوي ته د لا برياوو غوښتونكۍ د الله (ج) له دربار څخه يم ..
د يوه سوكاله افغانستان په هيله
روح الله سمون
د پكتيا د والي وياند

کونړ: دوه څلويښت کيلو متره سړک پخيږي

د کونړ په ولايت کې د اته ميلونو امريکايي ډالرو پرارزښت د دوه  څلويښت  کيلومترو سړک   د پخولو چاري د يوي غونډي پرمهال پرانيستل شوي،د کونړ والي سيد  فضل الله واحدي وايي دغه سړکونه د خاص کونړ او دماڼوګي په ولسواليوکې دميشتي امريکايي ځواکونو دبيارغوني  ولايتي ډلي په مالي مرسته پيل شوه چې کارونه به يي په راتلوونکو شپاړلسو مياشتو په اوږدو کې بشپړ شي،
نوموړي وايي ددغو سړکونو په جوړيدو سره به د يادو ولسواليو خلکو ډيري ستونزي هواري اوپه اساني سره به له يوي سيمي څخه بلي سيمي ته تګ راتګ ترسره کوي،خو سيمه ايزخلک وايي پدغه ولايت کې زياتره فرعي سړکونه خراب دي چې د خلکو د ناروغانوپه ليږداو راليږد کي له زياتو ستونزو سره مخ دي،خو دکونړ والي سيد فضل الله واحدي وايي په دغه ولايت کې داوه ديرش ميلونوامريکايي ډالرو پرارزښت سړکونه منظورشوي چې په نږدي راتلوونکو کې کارونه پيل شي،ديادوني وړده چې دکونړپه ولايت کې پدي وروستيوکې وختونوکې دبيارغوني ګڼي پروژي پيل شويدي چې سړکونه او دسيند پرسر لوي دپنځو پلونوکارونه يي له ډيرو مهمو پروژو څخه ګڼل کيږي

د اوزون دقشردتخريب دمخنيوي ورکشاپ پيل شو

د ننګرهار د چاپيريال ساتني په رياست کې د اوزون د قشر د تخريب دمخنيوي په موخه دننګرهار پنځه ويشت تنو يخچال جوړونکو ته يو دري ورځني ورکشاپ پيل شو،له پلازميني کابل څخه راغلي داوزون ددفتر يو تن مئسول نعمت الله ظفري وايي چې دوي غواړي په هېواد کې د اوزون د طبقي د تخريب کچه راټيټه کړي نو په همدي خاطر يي  دغه ورکشاپ نيولي دي،نوموړي وايي يخچال جوړونکو په ازاده فضا کې کار کوي او هغه ګازونه چې له دي امله فضا ته تلل د اوزون قشر تخريبوي،دظفري په وينا چې ددغه ګازونو د مخنيوي په اړه دوي دغو يخچال جوړونکو ته ورکشاپ ونيوه او له ورکشاپ وروسته به هريو ته د پنځه زره امريکايي ډالرو پر ارزښت داسي ماشينونه ورکړي چې هغه مضره ګازونه تصفيوي کوي او بهر ازادي هوا ته نه پريږدي،د ننګرهار د چاپيريال ساتني ريس اينجنر شامحمود مومند هم ددغه ورکشاپ پرمهال وويل چې په هېواد کې د چاپيريالي ستونزي مخ په زياتيدو دي ،نوموړي وايي ددغه ډول ورکشاپونو په جوړيدو سره به د خلکو د عامه پوهاي سطحه لوړه او يو څه به د چاپيريال ساتلو کې مرسته وکړي،

هلمند: درې سړکونه په پاخه ډول جوړېږي

د هلمند ولايت د لښكرګاه ښار د كارته لګان  په سيمه كي به د څه كم باندي دوه ميليونو امريكايي دالرو په ارزښت دري سړكونه په پاخه او اساسي ډول سره جوړ شي د هلمند والي محمد ګلاب منګل ددغه سړك د پرانيستني په موخه ددغه سيمي اوسيدونكو ته وويل چي موږ  به سږ كال د كليو او پراختيا د رياست او ښاروالي په مرسته د هلمند په ولايت كي ډيري د بيا رغوني پروژي ولرو هغه وويل چي څو ورځي وړاندي په هلمند ولايت كي د جګړي او ويري خبري وي خو نن هغه فضا له منځه تللي ده.
د هلمند والي وايي چي موږ به كوښښ كوو چي د هلمند هره كوڅه په پاخه او اساسي ډول  جوړه كړو، دلښكرګاه ښاروال محي الدين وايي چي د اپروژه د كليو، پراختيا او بيا رغوني د رياست له خوا دي D DFI  په مالي مرسته   په اتو مياشتو كي جوړېږي.  

ميدان وردګ ولايت بيړني مرسته غواړى

وخت خبرى آژانس
ميدان ښار
تلى ٢١مه
ميدان وردګ ولايت د خپلو ولسونو لپاره مخكې د ژمني موسم او واورو د وريدلو او بيړنيو حالاتو په اړه د مركزي حكومت په بېلابېلو ادارو،ملي پانګوالو،مرستندويه موسساتو او په ملګرو ملتونو غږ كوي چې د بيړنيو حالاتو له پيښيدو مخكې ددې ولايت له مستحق ولس سره خپلې مرستې او كومكونه د دې ولايت د اضطرار كميټې په واك كې وركړئ.
ددى ولايت چارواکو په وينا دغه مرستى هرڅه ژر بايد چمتو او داړوندو ادارو په واک کى ورکړل شى ترڅو ددې ولايت اړين خلك د ژمي په وخت کې له ممکنه انساني تلفاتو څخه و ژغورل شي.
د ميدان وردګ ولايت چارواکو، محلي شوراګانو، ولايتي شورا او د ملي شورا غړو په راتلوونکې ژمې کې د ولس د ستونزو د حل کولو په موخه په ملي او نړېوالو مرستندويه ټولنو غږ کړى ترڅو په دى ولايت كې د (۳۹۹) كيلومتره لويو لارو دپاكولو لپاره د فوايد عامي له رياست سره د واورو د پاکولو د وسايلو او غذايي موادو او د ژمي د کاليو مرسته وکړى.
همدا راز ويل شوى دى چى د ميدان وردګ ولس اکثره ځوانان  او سړي بيکاره دي، دا به د ژمي په موسم کې له دوي سره د کار په موندلو کې پوره مرسته وکړي.
همدا راز ويل شويدى چى د ميدان وردګ ولايت د ديرش زره كورنيو سره دغذايي موادو،كمپلو، خيمو، ترپالونه،دپخلنځي سيټونه، ژمني كالي ، بخارۍ ، سوند موادو مرسته هم وشى.
ددى ولايت چارواکو زياته کړى چى د ژمي او نورو اضطراري مرستو لپاره لس استحكامي پلونو، درې وسايطه امبولانس،دوه د اطفايي مکمل او مجهزو موټرونه، دوه د اوبو ټانكرونه اود عاجلو پېښو پر وخت د ولسواليو سره د اړيکو د ټينګولو او دولسواليو اضطراري كميټو لپاره د (١٠) سټلايټ سيټونو مرسته اړينه ده.
پدى مرستو کى  دعامي روغتيا په برخه كې د ١ ټڼ دواء درملو، دكرنې په برخه كې د (۱۰۰۰) ټنه اصلاح شويو تخمونو، ١٠٠٠ ټنه كيماوې سرې (يوريا)، د حيواناتو دانتركس او انترتوك سيما ناروغيو لپاره واكسينو رسول ترڅوحيوانات د مرګ څخه وژغورل شى او د كورنو او كرنيزو ځمكو،ځنګونو او د کليو دسيلابونو د تخريب څخه دمخنوي لپاره لږ تر لږه د ١٠٠٠٠ ګبينونو برابرول غوښتل شويدى.
 ميدان وردګ ولايت يوه غرنۍ ولايت دى چې ډيرې خلك يې په كرهڼه او مالدارۍ بوخت دي او د كمو ځمكو  درلودلو له امله د ژوند لومړي اړتياوې نه شي پوره كولاى.
ددي ولايت خلک د يوې مړۍ ډوډۍ د ګټلو لپاره  زياتره ګاونډيو هېوادونو ته تګ ته مجبور شوې دي.
همدارنګه د پرلپسې وچكالۍ او په ژمې كې دسختو سړو له امله اکثره وخت د ډيرو ستونزو سره لاس او ګريوان وي،د بې كارۍ ستونزې ددې ولايت په اقتصادي حالت ناوړه اغيزې كړي. كه د ولايت په كچه محاسبه شي په سلوكې ۷۰% څخه زيات خلك يې فقر او لوږې سره مخامخ دي.
پورته خبرى ددغه ولايت والى محمد حليم فدايى منلى او وايي چې موږ دټولو دولتي او نادولتي اداروپه ځانكړې ډول دملګرو ملتونو څخه هيله لرو  چې د بيړنيو حالاتو پيښيدو څخه مخكې خپلې مرستي د ميدان وردګ ولايت د اضطرار كميټې په واك كې وركړئ ترڅو زموږ بيړنې اړتياوې او لومريتوبونه پوره شي او په سختو حالاتو كې چې د تګ راتګ ستونزې موجودې وي خپل مرستندويه توكيي د خلكو په واك كې وركړو.

د ننګرهار پوهنتون زرګونو محصلينو لاريون وکړو

ددغو لاريون کوونکو محصلينو موخه په پوهنتون کې دمحصلينودليلي ستونزي هوارول،دپوهنتون ريس بدلول او ترانسپورت موټرو ورکول وه،محصلينو ويل په ليلي کې د وزارت لخوا په سلو پنځه شپيته نومري ترلاسه کولو پريکړه نه مني او ټولو محصلينو ته بايد يو شان حق ورکړل شوي،د محصلينو په وينا د پوهنتون مشرتابه د کار وړتيا نلري او بايد ګوښه شي ،خو د ننګرهار امنيي قوماندانۍ وياند سمونوال غفور وايي چې د دوي حق دي چې د خپلو غوښتنو لپاره لاريون وکړي او دوي يي بشپړ امنيت نيولي،نوموړي زياته کړه چې د محصلينو غوښتني به د دولت لوړ پوړو چارواکو ته ورسوي خو لاريون کوونکو ګواښ وکړوکه غوښتنو ته مثبت ځواب ونه ويل شو نو دوي به لاريونونه او اعتصابونو ته دوام ورکړي چې مئسوليت به يي ددولت پر غاړه وي.

بيړني خبر،په کابينه کې نوي ټاکني ترسره شوي

 پدغو ټاکنو کې چې د ولسمشري د دفتر څخه تر لاسه شويدي دپوهني پخواني وزير حنيف اتمر دکورنيو چارو د وزير په توګه او د کورنيو چارو وزير د کډوالو د وزير په توګه، فاروق وردګ د پوهني دنوي وزير په توګه  اصف رحيمي د کرني او مالداري دوزير په توګه ،اسدالله خالد په پارلماني چارو کي ددولت د وزير په توګه او  صادق مدبرداداري اموردعمومي ريس په توګه ټاکل شويدي،ديادوني وړده چې ياد شوي وزيران له يو وزارت څخه بل وزارت ته ليږل شوي خويوازي اسدالله خالد په دغوکې نوي وزير ټاکل کيږي اودکرني دپخواني وزير عبيدالله رامين نوي دنده پکي معلومه شوي نده.

افغانستان د تانزانيا د لوبو اتل شو

كابل(غورځنګ): د افغانستان د كركټ ملى لوبډلې په تانزانيا كې له پرلپسې برياليتوبونو وروسته د ۲۰۱۱ كال د كركټ نړيوالو سياليو ته د رسېدو د څلورم پړاو اتلولي خپله كړه.
افغانستان نن له هانګ كانګ سره لوبه پيل كړه. د لوبې په لومړي پړاو كې افغانستان هانګ كانګ ته ۱۸۰ منډې هدف وټاكه چې د لوبې په لومړي پړاو كې څه نا څه اسانه پړاو بلل كېږي، خو هانګ كانګ په دې ونه توانېده چې د لوبې په دوهم پړاو كې دغه هدف ته ورسېږي.
افغان بالرانو د تل په شاه ښه لوبه وكړه او د هانګ كانګ ټول لوبغاړي يې وړاندې تر دې چې هدف تر لاسه كړي، په ۱۲۲ منډو وسوځول. افغانستان په دغې لوبه كې پنځه پرلپسې برياوې لرلې. كه څه هم دوه ورځې وړاندې افغانستان هانګ كانګ ته ماتې وركړې وه، خو ننۍ لوبه د اتلولۍ په سر وه چې هانګ كانګ افغانستان ته پرېښوده.
غورځنګ د تل په شان ددغې سترې بريا مباركي خپلو ټولو درنو او ځورېدلو هيوادوالو ته وايي.

د افغانستان په کابينه کې بدلون راغی

د افغانستان د ولسمشر د وروستي فرمان پر اساس په کابينه کې لاندي بدلونونه رامنځته شوي دي.
ډاکټر غلام فاروق وردګ چي پخوا د چارو د ادارې مشر او په پارلماني چارو کې د دولت وزير وو، د پوهني د وزير په توګه؛
د پوهني وزير محمد حنيف اتمر د کورنيو چارو د وزير په توګه؛
د کورنيو چارو وزير ضراراحمدمقبل د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزير په توګه؛
 اسدالله خالد د کندهار پخوانی والي په پارلماني چارو کې د دولت د وزير په توګه؛
محمدآصف رحيمي د کرهڼي او مالدارۍ د وزير په توګه؛
او د چارو د ادارې مرستيال نجيب الله صادق مدبر، د چارو ادارې د عمومي رياست او وزيرانو شورا د دارالانشاء د لوى رئيس په توگه ټاکل شوي دي.  
نومول شوي وزيران به ملي شورا ته د رايي اخستني لپاره ورپېژندل کېږي چي له رايي اخستلو وروسته به په دنده پيل کوي.
د يادوني وړ ده چي دغه بدلونونه له اوږدې مودې اوازو څخه وروسته په کابينه کې رامنځته شوي دي. ډېری کارپوهان په دې باور دي چي د وزيرانو له يوه وزارت نه بل ته بدلول په چارو کې ښه والی نشي راوستلی، حکومت بايد د نويو او تکړه څېرو په ګمارلو سره په کابينه او ټول حکومت کي بنسټيز بدلونونه رامنځته کړي. د ولسي جرګې ځيني غړو ويلي چي ښاغلي کرزي په کابينه کې دغه بدلونونه د خپل ټاکنيز کمپاين د مخته بېولو لپاره رامنځته کړي او په دې سره غواړي د خلکو رايه خپله کړي.  
 

ننګرهار: سلګونو بنديانو اعتصاب کړي دی

دغو بنديانو هغه مهال په اعتصاب لاس پوري کړي چې د ولسمشر کرزي د فرمان په اساس څوارلس تنه بنديان خوشي شول،بنديان وايي په فرمان کي ټولو بنديانو ته دبند مودي دتحفيف امر شوي خو د څارنوالۍ او محاکمو رياست لخوا ورسره سم چلند نه کيږي،د بنديانو په وينا يو شمير بنديانو خپلي خولي هم ګنډلي دي  او ترهغي پوري به د ډوډۍ نه خوړلو ته دوام ورکړي ترڅو يي غوښتني نه وي منل شوي خو د والي وياند احمدزي وايي چې د پيښي په اړه کميسون ټاکل شوي چې ډير ژر به له اړونده مقاماتو سره دغه ستونزه هواره کړي.

هلمندچارواکی: طالبانوغوښتل لښکرګاه ته ننوځي

د هلمند د والي محمد ګلاب منګل مطبوعاتي سلاكار  محمد داود احمدي په يوه مطبوعاتي كنفرانس كي وويل چي  وسلوالو طالبانو غوښتل مركز لښكرګاه ښار ته داخل شي خو د افغان ملي اردو او پوليسو په سخته جګړه كي  ونتوانيدل چي ښارته ننوځي.

احمدي وايي چي دغه جګړه په لښكرګاه ښار باندي له دريو خواوو وشوه چي د احمدي په وينا پكې ۶۲ تنه وسلوال طالبان وژل شوي او دپوليسو يو رينجرموټر په دغه جګړه كي سوځيدلي خو ملي اردو او پوليسو ته كوم زيان نه دي اوښتی. 

د احمدي په وينا چي وژل شوي كسان  د هوايي  چورلټو او پوليسو  په جګړه كي وژل شوي دي

خو قاري يوسف احمدي چي رسنيو سره د وسلوالو طالبانو په استازيتوب خبري كوي وايي چي په دغه جګړه كي يي  ۲۵ تنه پوليس وژلي دي. احمدي وايي چي ددوي ۴ تنه طالبان وژل شوي او دوه تنه يي ژوبل دي 

بيړني خبر: دآیساف په ځواکونوځانمرګی بريدوشو

د جمعي په ورځ د ماسپښين لمانځه وروسته د جلال اباد ښآر جنوب لوري ته د نجم الجهاد فامليو سره د ايساف پرځواکونو باندي يو ځانمرګي بريدشويدي چې له امله يي مرګ ژوبله اوښتي ده،امنيتي پوليسوددريو امريکايي  سرتيرو  ټپيانو پخلي کړي خو ايتلاف يوازي د بريد پخلي کړي او د مرګ ژوبلي  په اړه دقيق معلومات ندي وړاندي کړي،خو د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې پدغه ځانمرګي بريد کې څلور تنه امريکايي سرتيري وژل شويدي

افغانستان په کرکټ کې ايټاليا هم ماته کړه

کابل(غورځنگ): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نړيوالو سياليو ته د څلورم پړاو په لوبو کې پنځم پرلپسې برى تر لاسه کړ. افغان لوبغاړو په خورا لوړه روحيه لومړى ۲٣۴ منډې جوړې کړې او بيا يې ايټاليا ته د منډو نوبت ورکړ. ايټاليا چې تر دې مهاله د تانزانيا په لوبو کې تر  ټولو ډېرې منډې لرلې، په  ١۴۱ منډو د لوبې بريا افغانستان ته پرېښوده.
په دې توگه افغانستان د تانزانيا لوبو پايلوبو ته ورسېد او ښايي راتلونکې لوبه يې له هانگ کانگ سره وي. افغانستان دوه ورځې وړاندې د هانگ کانگ لوبه هم ماته کړه.
په نړيوالو سياليو کې د هغې افغان لوبډلې داسې لوړ ځلېدل چې د کرکټ تمرينونه يې د مهاجرت په سپېرو کوڅو کې کړي د ستاينې وړ ده. افغانان هيله لري چې دغه وياړمنه ډله افغانستان ته په راتلو د حکومت او ملي سوداگرو لخوا وهڅول شي او ورسره مرسته وشي.
دا برى دې هم ټولو افغانانو ته مبارک وي. 

امنیتي ارګانونه د زورواکو مخه نه نیسي

د رپوټونو له مخې څو ورځې وړاندې په هرات کې زورواکو هغه سړک بيرته د ټرافيکو پرمخ پرانيست چې ددغه ولايت د منارو په منځ‌ کې تير شوی دی. په دې وروستيو کې نوموړی سړک منارونو ته د زيان د نه رسيدو له وجې د ټرافيکو پرمخ تړل شوی وو.
د اطلاعات او کلتور وزارت د کورنيو چارو د وزارت په ګډون له ټولو اړونده امنيتي ارګانونو غوښتي چې په سيمه کې د زورواکو د خپل سريو مخه ونيسئ. نوموړي وزارت ويره څرګنده کړئ که چيرې خپل سري همداسې دوام ومومي،نو کيدای شي د هرات ښار د نړۍ د کلتوري ميراثونو په نوم لړ کې را نشئ.
تراوسه پورې ددغو زورواکو نومونه له رسنيو پټ ساتل شوي او روښانه  نه ده  چې امنيتي ارګانونه يې ولې مخه نه نيسئ.

250 زره افغان کډوال هیواد ته ستانه شوئ

د روان ميلادي کال له پيل تراوسه پورې له دوه سوه او پنځوس زرو  زيات افغان کډوال له پاکستان او ايران څخه بيرته هيواد ته ستانه شوي دئ.ددغو کډوالو نيږدې درې زره له ايران او پاتې نور له پاکستان څخه راغلي‌ چې په سلو کې درې شپيته يې په ختيځو ولايتونو کې ،ديارلس يې په کابل،شپږ يې په نورو مرکزي ولايتونو، ديارلس يې د هيواد شمالي ولايتونو او په سلو کې پاتې پنځه نور يې سهيلي او سهيل ختيځو ولايتونو کې ميشت دئ.
 په پاکستان کې د جلوزو د پنډغالي له تړل کيدو وروسته د دغو کډوالو کابو ديرش زره د ننګرهار او لغمان ولايتونو په پنځو موقتي ميشت ځايونو کې اړولې دئ. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ټولنه چې له کډوالو سره د ستنيدو پرمهال د سلو امريکايي‌ ډالرو مرسته کوي وايې چې د روانې عيسوي مياشتې (اکتوبر) تر پايه به افغانستان ته د کډوالو د داوطلبانه ستنيدنې لړۍ د دوې لخوا بنده شي چې دغه لړۍ به بيرته د 2009ميلادي کال د مارچ په مياشت کې بيرته له سره پيل شي.
دغه کډوال په داسې حال کې خپلو ټاټوبو ته ستانه شوئ چې له ګڼو ننګونو سره مخ دئ. په هيواد کې د ډاډمن امنيت نشتوالی،بيکاري،دسرسيورې نه لرل،د څښاک د پاکو اوبو کموالی،د روزنيزو او روغتيايي خدماتو کموالی هغه ستونزي دئ چې دوي ورسره لاس او ګريوان دي.خو د دغو ستونزو برسيره په افغانستان کې د طالبانو د رژيم ترنسکوريدو وروسته هيواد ته له پاکستان او ايران څخه له پنځه ميليونو د زياتو کډوالو د ستنيدو رپوټ ورکړل شوی دی.

بيړني خبر،په کابينه کې نوي ټاکني ترسره شوي

 پدغو ټاکنو کې چې د ولسمشري د دفتر څخه تر لاسه شويدي دپوهني پخواني وزير حنيف اتمر دکورنيو چارو د وزير په توګه او د کورنيو چارو وزير د کډوالو د وزير په توګه، فاروق وردګ د پوهني دنوي وزير په توګه  اصف رحيمي د کرني او مالداري دوزير په توګه ،اسدالله خالد په پارلماني چارو کي ددولت د وزير په توګه او  صادق مدبرداداري اموردعمومي ريس په توګه ټاکل شويدي،ديادوني وړده چې ياد شوي وزيران له يو وزارت څخه بل وزارت ته ليږل شوي خويوازي اسدالله خالد په دغوکې نوي وزير ټاکل کيږي اودکرني دپخواني وزير عبيدالله رامين نوي دنده پکي معلومه شوي نده.

دافغانستان دالمپيک ملي کمېټې دکرکټ فدراسيون خبرتيا

ټاکل شوې ده  چې دافغانستان د کرکټ اتله ملي لوبډله چې په افريقايي هېواد تانزانيا کې يې د څلورم پړاو په سياليو کې يې اتلولي ترلاسه کړې ده، سبا د تلې يا ميزان په ٢٣ چې د اکتوبر د مياشتې له ١٤ سره سمون خوري له غرمې مخکې په لسنيمو بجو د اريانا هوايي شرکت د الوتکې له لارې د کابل نړيوال هوايي ډګر ته راورسيږي.
له درنو رسنيو او ټولو هېوادوالو څخه هيله کيږي چې د ملي لوبډلې د هر کلي لپاره د کابل نړيوال هوايي ډګر ته ولاړ شي او اتله لوبډله تر د کرکټ سټيډيم پورې بدرګه کړي.
په درنښت ، مننه
جاوېد احمد هميم
د کرکټ دفدراسيون وياند

افغانستان هانکانگ ته ماتې ورکړه

کابل(غورځنگ): د افغانستان د کرکټ ملي ټيم په ډېره په زړه پورې لوبه کې خپل ډېر پياوړي سيال هانکانگ لوبډلې ته ماتي ورکړه.
د پرون په پرتله د نن ورځې لوبه ډېره په زړه پورې وه او که چا دغه لوبې څارلې وي، هيچاته دا هيله نه وه چې زموږ اتلان دې دومره ستره اتلولي وکړي، خو زموږ پياوړو لوبغاړو رئيس احمدزي، شاپور ځدران، هستي گل عابد، سېمع شينواري، شفيق، نبي عيسى خېل له ويکټو تر وروستيو شېبو دفاع وکړه او دغه وياړ يې ترلاسه کړ.
د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته سلگونو افغانانو د اېمېلونو په استولو دخپلې لوبډلې ستاينه کړې او په سر يې خيراتونه اخيستي دي.
افغانستان په ٢٠٩ منډو کې د هانکانگ ٢٠٨ منډې بې مانا کړې.
ټولو هيوادوالو ته دې مبارک وي.

له افغانستان څخه د جرمني کومنډویانو وتل

د جرمني هېواد له افغانستان څخه خپل KSK کومنډویان باسي.

دغه کومنډویان په تیرو اوو کلونو کې په افغانستان کې پر دندو بوخت وو چې، د دې هېواد د کېڼ اړخو او خبریالانو له خوا پرې سختې نیوکې کېدي.

په دې وروستیو کې د دغو ځواکونو له یو شمېر سرتیرو څخه په دې اړه پلټنې پیل شوي وي چې، دوئ په افغانستان کې یوه بندي افغان کس په لنګتو واهه.

د جرمني هېواد د KSK یو سلو شل کومنډویان له ۲۰۰۱ ز کال نه راپدیخوا په افغانستان کې پر دندو بوخت دي.

بيړني خبر: دآیساف په ځواکونوځانمرګی بريدوشو

د جمعي په ورځ د ماسپښين لمانځه وروسته د جلال اباد ښآر جنوب لوري ته د نجم الجهاد فامليو سره د ايساف پرځواکونو باندي يو ځانمرګي بريدشويدي چې له امله يي مرګ ژوبله اوښتي ده،امنيتي پوليسوددريو امريکايي  سرتيرو  ټپيانو پخلي کړي خو ايتلاف يوازي د بريد پخلي کړي او د مرګ ژوبلي  په اړه دقيق معلومات ندي وړاندي کړي،خو د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې پدغه ځانمرګي بريد کې څلور تنه امريکايي سرتيري وژل شويدي

افغانستان كوربه هيواد تانزانيا ماته كړه

كابل(غورځنګ): د افغانستان د كركټ ملي لوبډله چې دا مهال د تانزانيا په سفر بوخته ده نن د افغانستان پر وخت ماښام ناوخته د كوربه هيواد تانزانيا ملي لوبډله ماته كړه.
كه څه هم لوبه ډېره حساسه پر مخ روانه وه، خو افغان لوبډلې په پوره زړورتيا لوبه په خپله ګټه پاى ته ورسوله.
د لوبې په حساسو شېبو كې هستي ګل عابد، حميد حسن او نبي عيسى خېل تانزانيايي لوبغاړي وسوځول او په ډېرو سختو شرايطو كې يې لوبه په نهو منډو وګټله.
كه څه هم افغان لوبغاړو په سختو شرايطو كې لوبې كړي خو داسې ښكاري چې په كركټ كې به د نړۍ او سيمې په كچه كمې اتلولۍ ونه ګټي.
ټولو افغانانو ته دې دا برى مبارك وي.