وردګ:القاعدې له عراق نه افغانستان ته پام اړولی

د هېواد د ملي دفاع وزیر، رحیم وردګ پرون په یوه خبرې ناسته کې وویل چې د القاعدې غړي اوس له عراق څخه افغانستان ته راغلي او په هېواد کې یې ملي او نړیوال امنیتي ځواکونه تر بریدونو لاندې راوستي دي. څه موده مخکې د افغانستان په ختیځ کې د امریکا لوړپوړي چارواکي، ډګر جنرال جیفري سکلویزر له اسوشیټیډ پریس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي و چې، په افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو په شمېر کې زیاتوالی ښکاري، ځکه چې د ترهګرو او القاعدې غړو وېب پاڼې ترهګر دې ته هڅوي تر څو خپل جهاد ته په افغانستان کې ادامه ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې طالب سرتیرو او د القاعدې غړو په افغانستان او ایران کې خپلو ترهګریزو بریدونو ته زوروالی ورکړی.

څرګندون پریږدئ