د خوست پر دولتي ودانيو بريدونه شوي

وسله والو طالبانو تر چاودنو وروسته د خوښت ولايت پر درو دولتي ودانيو ( د والي پر ودانۍ، امنيه قوماندانۍ او ملي امنيت ) بريدونه کړي.  دغه بريد نن (سه شنبه، د غويي 22 مه) سهار شاوخوا لس نيمې بجې شوي دي .

د خوست د عامې روغتيا ريس امير بادشاه رحمتزي منګل بي بي سي ته وويل چې تر اوسه دوی ته 19 تنه مړه او ټپيان راوړل شوي دي .

ښاغلی منګل وايي چې دوی ته سپږ مړه او 13 ټپيان راوړل شوي، چې په مړو کې څلور نطاميان او دوه ولسي وګړي او په ټپيانو کې دوه پوځيان او 11 ولسي خلک دي .

بل خوا د افغانستان د کورنيو چارو وزارت په يوه خپره کړې ويناپاڼه کې ويلي چې په خوست کې لومړۍ چاودنه د يوه صرف ګاډي په مټ وشوه، چې په پايله کې دوه امنيتي پوليس او دوه د ولايتي ودانۍ ساتونکي ووژل شول .

خبرپاڼه زياتوي چې دويم بريد، چې د خوست ښاروالۍ ودانۍ ته څېرمه وشو، درو ځانمرګو بريد کوونکو خپل ځانونه وچوول، خو د مرګ ژوبلې په اړه دقيق معلومات نه شته .

په ختيځ زون کې د ناټو مطبوعاتي دفتر هم ويلي چې د خوست ښارکې دوه ځانمرګي بريدونه، چې يو يې د ولايت پر ودانۍ او بل د ښاروالۍ پر رياست شوی دی .

دوی وايي چې تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري، خو والي روغ دی .

سرچينه زياتوي چې په پېښو کې دوی درې وسله وال بريد کوونکي په ډزو وژلي دي .

د ملي اردو او ايساف دوه تنه سرتېري ټپيان شوي دي او اوس د سيمې حالت د ډاډ وړ دی .

لومړني معلومات

رپوټونه وايي چې طالبانو، چې د ملي اردو جامې يې اغوستې، نن غرمه شاوخوا يوولس بجې پر پوليسو ډزې پيل کړې دي .

ځينې عيني شاهدانو بيا ويلي چې د خوست ولايت د ښاروالۍ پر ودانۍ هم بريد شوی، خو چارواکي تر دې دمه لا پټه خوله دي .

دوی وايي چې په ښار کې د دوو درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه شته .

ښار کې امنيتي کسان ځای پرځای شوي او له بريد وروسته د ښار پر سر چورلکې هم د څه وخت لپاره تاو شوې دي .

د ښار اوسېدونکي او کاروباري خلک له ښاره په وېره وتلي دي .

که څه هم د بريد پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخيستې، خو د ډېرو معلوماتو له ورکولو يې ډډه کړې ده .

رپوټونه وايي دغه بريدونه داسې مهال شوي، چې په دغه ولايت کې د ولسمشر کرزي په ملاتړ غونډه روانه وه .

دا په خوست ولايت کې د وسله والو طالبانو له خوا دويم لوی بريد دی، چې په ډله ييزه توگه په کې جنګيالي برخه اخلي .

د تېرکال اګست مياشتې پر 19 مه هم شاوخوا 30 په وسلو سنبالو او ځانمرګو بريد کوونکو د شپې مهال د خوست ښار په ختيځه ‘سلارنو’ اډه بريدونه وکړل چې ويل کېدل ‘٣١’ کسيزه ډلې په کې برخه اخيستې وه .

د تېرکال په بريدونو کې ځانمرګي بريد کوونکي، امريکايان، ملي اردو او ولسي وګړي وژل شوي ول .

په دې وروستيو کې وسله والو طالبانو د خپلو مخالفينو پروړاندې له دې نوي جنګي تاکتيک څخه کار اخيستل پيل کړي، چې په ډله ييزه توګه په کې ځانمرګي بريد کوونکي او جنګيالي برخه اخلي .

څرګندون پریږدئ