القاعده : پاکستاني اټومی وسلې به موږ استعمال کړو

القاعده : پاکستاني اټومی وسلې به موږ استعمال کړو

 د افغانستان لپاره د القاعده قوماندان، مصطفی ابو الیزید چی لس میاشتی مخکی یې د پاکستان لخوا د وژل کېدو ادعا سوې وه ، په  ناڅاپی توګه پرون د الجزیره ټلویزیونی شبکې سره ژوندۍ مرکه وکړه چی ټول یې حیران کړل . د ده د مصاحبې عمده ټکي چی رویټر نشر کړي ، په دې ډول دي :

که القاعده وکولای سی چی د پاکستان  اټومی وسلو ته لاس رسي ومومی ، نو هغه به یې د امریکا سره په خپل جنګ کی د هغوی پر ضد استعمال کړی .

پاکستان وروسته له هغه چی د القاعده ملګرو یعنی طالبانو د اسلام آباد د شمال لویدیځ یوې ولسوالۍ ته چی له مرکزه ۱۰۰ کیلو متره لیری ده ، ورننوتل او دا بېره راپیدا سوه چی ښایی دغه اټومی هېواد سَوکه سَوکه د جنګیالیو لاسونو ته ولویږی ، نو د اپریل راهیسی  د سوات په دره کی د هغوی پر ضد جنګ ته لاس اچولی دی .

په افغانستان کی د القاعده مشر مصطفی ابو الیزید د الجزیره ټلویزیون سره په دې مرکه کی وویل چی : « دغه اټومی وسلې به ، که خدای کول ، د امریکایانو لاسونو ته و نه لویږی او مجاهدین به یې واخلی او د امریکایانو پر ضد به یې استعمال کړی . »

د ابو الیزید لخوا دا د هغی پوښتنی په ځواب کی و چی که اسلامی جنګیالي دغو وسلو ته ځانونه ورسوی نو امریکا به د پاکستان اټومی وسلې په خپل کنټرول کی واخلی . ده زیاته کړه چی « موږ په دې تمه یو چی پاکستانی پوځ به ( په سوات کی ) د ماتې سره مخامخ سی او دا به انشاالله هره خوا د هغه پای وی . »

کله چی د دې ډلی د پلان په هکله پوښتنه ځنی وسوه ، نو دغه مصري جنګیالي مشر وویل چی « په راتلونکی وخت کی د ( القاعده ) جوړښتون ستراتیژی کټ مټ هغسی ده لکه پخوا چی وه : یعنی دا چی د مار سر باید ووهو، د ظالم سر باید وکوټل سی چی هماغه امریکا ده . « دا کار په آزاده جبهه کی د پرله پسې کوښښ په ذریعه تر لاسه کېدای سی او هم په هغسی طریقو سره د نوو محاذونو د خلاصولو څخه چی د اسلام او مسلمانانو ګټی ترې حاصلي سی تأمین کېدای سی او هم د هغسی پوځی عملیاتو د پلی کولو څخه تر لاسه کېدای سی چی په هغو سره د دښمن مالی منبع وچه کړو . »

دغه جنګیالي مشر وړاندیز وکړ چی په عربی ټاپو وزمه کی به د دې ډلی د یونټ مشر ، ابو نصیر الوحیشی په سعودی عربستان ، یعنی د نړۍ تر ټولو ډیر تېل لرونکې هېواد کی خپل کمپاین له سره تر غور لاندی ونیسی .

ده وویل چی « زموږ هدفونه امریکایان . . . او نفتی اهداف دی چی هغوی دا غلا کوی او په هغه سره خپل قدرت حاصلوی تر څو مجاهدین او مسلمانان پسی وځپی . »

ده زیاته کړه چی « زموږ په کارونو کی ځکه یو څه شاته تګ راغلی چی موږ د استوګنی لپاره ځای نه لرو ، خو په وروسته کی زموږ هڅی یو لاس سوي او پر یو مشر باندی راټول سوی یو . »

ابو الیزید چی په ابو سید المصری سره هم مشهور دی ، وویل چی القاعده به « د دښمن پر ضد یو لړ پراخو عملیاتو ته » ادامه ورکړی چی مطلب یې د امریکا څخه و .

ده په عراق او افغانستان کی د امریکا تر مشرۍ لاندی اییتلاف پر ضد حملو ته په اشاره سره وویل چی « موږ دا غوښتی وو او غواړو چی د القاعده ټولی څانګی همدغسی عملیات مخته بوزی » .

دغه جنګیالي مشر وویل چی القاعده به د امریکا سره هله یو ۱۰ کلن اوربند ومنی چی که واشنګټن په دې راضی سی چی خپل ټول پوځونه د اسلامی هېوادونو څخه وباسی او اسراییلو او هم د لویدیځ پلوه اسلامی هېوادونو د حکومتونو د ملاتړ څخه لاس واخلی .

ده د دې پوښتنی په ځواب کی چی د القاعده لوی مشر چیری دی ، وویل چی « الحمدلله شیخ اسامه ( بن لادن ) او شیخ ایمان الظواهری د دښمن د لاس رسي څخه ژغورلي دي ، خو موږ به دا و نه وایو چی هغوی چیری اوسیږی؛ علاوتأ ، موږ خبر هم نه یو چی هغوی چیری دي خو مسلسل تماس ورسره لرو

كندهار : ځانمرګى بريدكوونكي ونيول سو

په كندهار كي دملي امنيت كاركوونكو خبر وركړ چي نن سهار يي دكندهار  دولايتي شورا ودانۍ ته نژدي   يوتن چي دپاكستان هيواد اوسيدونكي دي ، اوولس كاله عمر لري چي حبيب الله نوميږي  په داسي حال كي نيولي چي كندهار ښار ته دځانمرګي بريد دترسره كولو دپاره داخل سوي دي . دملي امنيت منسوبين وايي چي بريد كوونكي په خپل اعتراف  كي ويلي چي  هدف يي دكندهار دولايتي شورا ريس او داولس مشر حامدكرزي ورور احمدولي كرزي او دكندهار دولايتي شورا غړي حاجي اغالالي  وو او ددي دهدف دپاره يي په وزيرستان كي  هم زده كړي ترلاسه كړي چي دري مياشتي دلته په كندهار كي اوسيدلي دي او نن دملي امنيت كاركوونكو ونيوي .

هلمند: ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

 

 

افغان امنيتي چارواکي په هلمند ولايت کي د اوو ملکي کسانو د مړيني او څلورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.
چارواکي وايي دغه کسان د چارشنبې په ورځ ١١ بجې د لښکر ګاه په ښار کي د ماين د چاودني له امله وژل سوي دي.

د کورنيو چارو وزارت له خوا يوه خپره سوې خبرپاڼه وايي پېښه هغه وخت رامنځته سوې چي د ملکي کسانو يو موټر له مخکي پر يوه ښخ سوي ماين برابر سو.

د دې پېښي مسئوليت چا پر غاړه نه دئ اخيستئ، خو دولتي چارواکو يې د تل په شان پړه د وسله والو طالبانو پر غاړه اچولې ده.

څلور طالبان د ماين ايښولو پر مهال وژل سوي دي

 

چارواکي وايي د کندهار په ولايت کي يې څلور طالبان د ماين ايښودلو پر مهال وژلي دي.

د کورنيو چارو وزارت له خوا يوه خپره سوې اعلاميه وايي دغه کسان د چارشنبې په سهار د کندهار په ژړۍ ولسوالي کي د حوض مدد په سيمه کي هغه وخت د پوليسو له خوا په نښه سول، چي پر عامه لار يې ماين ښخاوه.

قبايلي طالبان د افغانستان څخه مرستي ترلاسه کوي

پاکستان وايي قبايلي طالبان له افغانستان څخه مرستي ترلاسه کوي او بيا يې د حکومت ضد فعاليتونو کي کاروي.

د پاکستان د کورنيو چارو سلاکار وزير رحمان ملک پرون خبريالانو ته وويل د بيت الله مسود طالبانو ته ټول کلاشينکوفونه، پيسې، ټرانسپورټي وسايل او جنګي مهمات له افغانستان څخه راځي.

بيت الله مسود چي په شمالي او جنوبي وزيرستان کي د نيژدې ٥٠٠٠ طالب جنګياليو مشري کوي د امريکا له خوا د القاعده شبکې سره په تړاو او د افغانستان د حکومت له خوا افغانستان ته د ځانمرګو بريدکوونکو په رالېږلو هم تورن دئ.

همدا راز پاکستاني مقاماتو تېره اونۍ اعلان وکړ، چي که اړتيا پېښه سي ځيني داسي اسناد به خپاره کړي چي د بيت الله مسود او هندوستان ترمنځ د اړيکو پټ تار ځني جوتېږي.

رحمان ملک که له يوې خوا قبايلي طالبان له افغانستان څخه د مرستو په ترلاسه کولو تورن کړل، خو دا يې ونه ويل، چي له افغانستان څخه قبايلو ته ورتلونکي وسلې، پيسې او ټرانسپورټي وسايل د افغانستان د حکومت له خوا برابرېږي که کوم بل هيواد لاس پکښي لري.

پاکستان تر دې وړاندي د بلوچستان په مسئله کي د افغانستان حکومت او په افغانستان کي مېشتي هندۍ قونسلګرۍ ښکېلي بللي وې، خو دا لومړى ځل دئ چي له دغه هيواد څخه د قبايلي طالبانو د مرستو د ترلاسه کولو يادونه کوي.

هرات: د طالبانو قومندان نيول سوئ دئ

 
د هرات چارواکي وايي په دغه ولايت کي يې د طالبانو لوړ پوړى سيمه ايز قومندان نيولئ دئ.

د هرات د قول اردو وياند عبدالبصير غوري د پنجشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل مولوي محمدصديق يې د پنجشنبې په ورځ په شينډنډ ولسوالي کي په يوه ناڅاپي حمله کي نيولئ دئ.

عبدالبصير غوري وايي مولوي صديق يې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ونيوئ او نوموړي د هرات ولايت په وروستيو بريدونو کي لاس درلودئ.

پښتونخوا: ٤٢١ کورنۍ خپلو سيمو ته ستنې سوې

د پښتونخوا ايالتي حکومت وايي د سوات او بونير په سوونو بېځايه سوي کورنۍ بيرته خپلو سيمو ته ستنې سوې دي.

د پښتونخوا د اطلاعاتو وزير مياه افتخار حسين وويل د بونير او سوات ٤٢١ کورنۍ په سيمه کي د عملياتو تر پاى ته رسېدو وروسته بيرته خپلو سيمو ته ستنې سوي دي، چي د سلطان واس په سيمه کي کمپ ورته جوړ سوئ او هلته ځاى پر ځاى سوي دي.

د مياه افتخار په وينا د بونير ولسوالۍ په ځينو سيمو کي اوس هم د پوځ عمليات روان دي، چي سيمي له طالبانو څخه پاکي کړي.

د سوات او بونير ځينو سيمو ته د کډوالو بيرته ستنېدل که له يوې خوا د خوښۍ زېرئ دئ، خو په جنوبي وزيرستان کي د پاکستاني پوځ د عملياتو تر پيلېدا وروسته د جنوبي وزيرستان ٣٣٠٠٠ کسان ټانک، بنو او ډيره اسماعيل خان ته کډوال سوي دي.

په سوات او بونير کي د حکومت او طالبانو ترمنځ د جنګونو له امله دوه نيم ميليونه کسان له خپلو مېنو بېځايه سوي ول، چي د نړۍ په تاريخ کي د يوې سيمي څخه پر يوه وخت د بېځايه کېدو تر ټولو غټ رقم وو. 

 

ډي ايي خان : دبيت الله محسود مخالف کمانډر زين الدين محسود وژل شوى دى

دپاکستان طالبانو دمشر بيت الله محسود مخالف طالب کمانډر زين الدين محسود دنهې په سحر دصوبه سرحد په جنوبي سيمه  ډيره اسماعيل خان کې وژل شوى دى.
دپاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک خبريالانو ته ويلي دي حکومت به دزين الدين محسود دوژنې پلټنې کوي اؤ ډير زر به د تندلارو نوغى وويستل شي.
 سرچينې وايي نن دسحر دنمونځ څخه وروستو دډيره اسماعيل خان په مدينه کالونۍ سيمه کې دگلبدين محسود په نوم  دزين الدين محسوديو ساتونکي په هغه  ناتاره ډزې وکړې  چې له امله يې زين الدين محسود ووژل شو او دبازمحمد په نوم يو ساتونکى يې  ژوبل شو.
سرچينې وايي  دزين الدين محسود وژونکى گلبدين محسود دپيښې څخه وروستو په تيښته بريالى شوى دى.
دبيت الله محسود دقبيلې سره تعلق لرونکي  وژل شوي زين الدين تيره اوونۍ مطبوعاتو ته ويلي وؤ په امنيتي ځواکونو کيدونکي ځانمرگي بريدونه ناروا دي او هغه ددغه بريدونو سره هيڅ تعلق نۀ لري.
هغه پخپله يوه مرکه کې بيت الله محسود دامريکا او هند سړى هم بللى ؤ.
زين الدين محسود دتيرو څو اوونيو راهسې په ډيره اسماعيل خان سيمه کې خپل يو دفتر پرانستى ؤ او دغلته يې دځلميو پخپل لښکر کې دنيولوڅارنه کوله.
زين الدين محسود دبيت الله محسود دوسله والو په ضد دپوځي عملياتو څخه هم دبشپړ ملاتړ اعلان کړى ؤ

په ديره اسماعيل خان کې قاري زين الدين محسود وژل شوی دی

   د بيت الله محسود يو مخالف قوماندان قاري زين الدين په ديره اسماعيل خان کې په خپل کور کې وژل شوی دی .

  د جيو خبري رسنۍ د رپوټونو له مخې قاري زين الدين ته نږدې کسانو ويلي ، چې نوموړی د ګلبدين محسود  نومي لخوا وژل شوی دی .

  دبي بي سي خبري رسنۍ د پاکستانی پوليسو له قوله ليکلي ،  چې سيال مشر قاري زين الدين  د خپل ساتونکي لخوا په ډزو وژل شوى.

26 کلن قاري زين الدين د روانې مياشتې په سر کې د پاکستان د طالبانو مشر د هغو ځانمرگو بريدونو له امله وغانده چې په کې ملکي کسان ووژل شول او دغه بريدونه يې غير اسلامي بللي وو.

القاعده : پاکستاني اټومي وسلې به موږ استعمال کړو

 
 

منبع : رویټر ( دوبی )
نېټه : ۲۰۰۹/۶/۲۱

Nuclear energyد افغانستان لپاره د القاعده قوماندان ، مصطفی ابو الیزید چی لس میاشتی مخکی یې د پاکستان لخوا د وژل کېدو ادعا سوې وه ، په ناڅاپی توګه پرون د الجزیره ټلویزیونی شبکې سره ژوندۍ مرکه وکړه چی ټول یې حیران کړل . د ده د مصاحبې عمده ټکي چی رویټر نشر کړي ، په دې ډول دي :

که القاعده وکولای سی چی د پاکستان اټومی وسلو ته لاس رسي ومومی ، نو هغه به یې د امریکا سره په خپل جنګ کی د هغوی پر ضد استعمال کړی .

پاکستان وروسته له هغه چی د القاعده ملګرو یعنی طالبانو د اسلام آباد د شمال لویدیځ یوې ولسوالۍ ته چی له مرکزه ۱۰۰ کیلو متره لیری ده ، ورننوتل او دا بېره راپیدا سوه چی ښایی دغه اټومی هېواد سَوکه سَوکه د جنګیالیو لاسونو ته ولویږی ، نو د اپریل راهیسی د سوات په دره کی د هغوی پر ضد جنګ ته لاس اچولی دی .

په افغانستان کی د القاعده مشر مصطفی ابو الیزید د الجزیره ټلویزیون سره په دې مرکه کی وویل چی : « دغه اټومی وسلې به ، که خدای کول ، د امریکایانو لاسونو ته و نه لویږی او مجاهدین به یې واخلی او د امریکایانو پر ضد به یې استعمال کړی . »

د ابو الیزید لخوا دا د هغی پوښتنی په ځواب کی و چی که اسلامی جنګیالي دغو وسلو ته ځانونه ورسوی نو امریکا به د پاکستان اټومی وسلې په خپل کنټرول کی واخلی . ده زیاته کړه چی « موږ په دې تمه یو چی پاکستانی پوځ به ( په سوات کی ) د ماتې سره مخامخ سی او دا به انشاالله هره خوا د هغه پای وی . » 

کله چی د دې ډلی د پلان په هکله پوښتنه ځنی وسوه ، نو دغه مصري جنګیالي مشر وویل چی « په راتلونکی وخت کی د ( القاعده ) جوړښتون ستراتیژی کټ مټ هغسی ده لکه پخوا چی وه : یعنی دا چی د مار سر باید ووهو ، د ظالم سر باید وکوټل سی چی هماغه امریکا ده . « دا کار په آزاده جبهه کی د پرله پسې کوښښ په ذریعه تر لاسه کېدای سی او هم په هغسی طریقو سره د نوو محاذونو د خلاصولو څخه چی د اسلام او مسلمانانو ګټی ترې حاصلي سی تأمین کېدای سی او هم د هغسی پوځی عملیاتو د پلی کولو څخه تر لاسه کېدای سی چی په هغو سره د دښمن مالی منبع وچه کړو . »

دغه جنګیالي مشر وړاندیز وکړ چی په عربی ټاپو وزمه کی به د دې ډلی د یونټ مشر ، ابو نصیر الوحیشی په سعودی عربستان ، یعنی د نړۍ تر ټولو ډیر تېل لرونکې هېواد کی خپل کمپاین له سره تر غور لاندی ونیسی . 

ده وویل چی « زموږ هدفونه امریکایان . . . او نفتی اهداف دی چی هغوی دا غلا کوی او په هغه سره خپل قدرت حاصلوی تر څو مجاهدین او مسلمانان پسی وځپی . »

ده زیاته کړه چی « زموږ په کارونو کی ځکه یو څه شاته تګ راغلی چی موږ د استوګنی لپاره ځای نه لرو ، خو په وروسته کی زموږ هڅی یو لاس سوي او پر یو مشر باندی راټول سوی یو . »

ابو الیزید چی په ابو سید المصری سره هم مشهور دی ، وویل چی القاعده به « د دښمن پر ضد یو لړ پراخو عملیاتو ته » ادامه ورکړی چی مطلب یې د امریکا څخه و .

ده په عراق او افغانستان کی د امریکا تر مشرۍ لاندی اییتلاف پر ضد حملو ته په اشاره سره وویل چی « موږ دا غوښتی وو او غواړو چی د القاعده ټولی څانګی همدغسی عملیات مخته بوزی » .

دغه جنګیالي مشر وویل چی القاعده به د امریکا سره هله یو ۱۰ کلن اوربند ومنی چی که واشنګټن په دې راضی سی چی خپل ټول پوځونه د اسلامی هېوادونو څخه وباسی او اسراییلو او هم د لویدیځ پلوه اسلامی هېوادونو د حکومتونو د ملاتړ څخه لاس واخلی .

ده د دې پوښتنی په ځواب کی چی د القاعده لوی مشر چیری دی ، وویل چی « الحمدلله شیخ اسامه ( بن لادن ) او شیخ ایمان الظواهری د دښمن د لاس رسي څخه ژغورلي دي ، خو موږ به دا و نه وایو چی هغوی چیری اوسیږی ؛ علاوتأ ، موږ خبر هم نه یو چی هغوی چیری دي خو مسلسل تماس ورسره لرو .

ملاعمرد جګړې کنټرول مستقیماً په خپل لاس کې اخلي

تاند(دوشنبه/جون۲۲) په افغانستان کې د وسله والو طالبانو او امریکايي پوځي مقاماتو په وینا د طالبانو مشرملامحمدعمر افغانستان ته د زرګونو نورو امریکايي پوځیانود د رسېدو او د هغوی د حملو په وړاندې د تیاري لپاره هڅه پیل کړې چې د افغانستان د حکومت د تیت پرک  مخالفو ډلوکنټرول مستقیماً په لاس کې واخلي ، حملې منظمې کړي او قومندانان بدل رابدل کړي .

د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې د راپورله مخې تر وروستیو پورې په افغانستان کې طالب قومندانانود امریکا په مشرۍ له نړیوالوځواکونو سره د جګړې چارې په خپله تنظیمولې .

ملاعمرچې د ورځپاڼې له لیکنې سره سم د کوټې د شورا مشري کوي د طالب قومندانانواومشرانو غوره کولو، د مالي امکاناتو برابرولو،مذهبي لارښوونو اوجنګي تاکتیکونوته توجه زیاته کړې ده .

د امریکايي مقاماتواو طالبانو په وینا ملاعمرد کال له پیله خپلو پلویانوته د افغانستان په جنوب اوختیځ کې د ځانوژونکواوبمي حملود زیاتېدو امرکړی چې تراوسه پکې د ډېروکسانو وینې توی شوې دي .

 د هغه د حملویو هدف د ولسمشرکرزي ورور احمدولي کرزی ووچې څه باندې یوه میاشت مخکې د کابل – جلال اباد په لاره کې ورباندې وشوه خو هغه ته تاوان ونه رسېد.

په کندهارکې یومعتدل مذهبي مشرقاري سیداحمددخپل کور مخته ووژل شو.د طالبانو یوه قومندان وویل چې سیداحمد د ملاعمرد یوه نژدې مقام په امر ووژل شو.

د مې په میاشت کې شاوخوا دولسو ځان وژونکوپه یوغیرمعمولي اقدام کې د خوست پر مرکز برید وکړچې په نتیجه کې یې له ځان وژونکو پرته دولس تنه ووژل شول.

د امریکايي مقاماتو په وینا د خوست حمله د کوټې د شورا په امرترسره شوه .

د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ په بګرام کې د امریکايي ځواکونو پراډې راکټي حمله وشوه چې په ترڅ کې یې دوه امریکايي پوځیان ووژل شول اوشپږنور ژوبل شول.

 د ګلبدین حکمتیارپه مشرۍ د سخت دریځود یوې ډلې یوه مقام د بګرام د حملې په باب وویل چې دا برید د بارک اوباماله لوري افغانستان ته د ځواکونورالېږلو ته د کوټې د شورا ځواب وو.

 د ګلبدین حکمتیارد شبکې دغه لوړرتبه غړي په پېښور کې په یوه مرکه کې وویل چې د کوټې شورا حاضره نه ده چې وسله پرمځکه کښېږدي .

د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې د راپورله مخې تر۲۰۰۱ کال مخکې د افغانستان طالبان ډېریولاس اومنظم ول، خوپه افغانستان کې د نړیوال ايتلاف د حملې په نتیجه کې د هغوی د رژیم له پرزېدو وروسته ،تیت پرک شول او په ګڼو خپل سرو ډلو بدل شول.

د طالبانو د مشرملاعمراود هغه د شورا له لوري د دغوسره پاشلوډلو، چې په افغانستان اوپاکستان کې د امریکايي او دولتي ځواکونو پرضد په مستقل ډول حملې کوي ،د کنټرولولوتازه هڅه په داسي حال کې چې هغوی په ښه دریځ کې دي خوپه راتلونکو میاشتو کې د پولو په دواړو خواوو (افغانستان-پاکستان)کې له پراخوحملو سره مخامخ دي، د افغانستان په اته کلنې جګړې کې یونوی مهم پړاو ګڼل کېږي .

 د نورو امریکايي پوځیانوپر راتګ سربېره، د پاکستان پوځ وايي په جنوبي وزیرستان کې د طالبانوپرضد د پراخوعملیاتو پلان لري .

راخلاص شوی افغان خبریال وايي طالبانو بد وهلی

راخلاص شوی افغان خبریال وايي طالبانو بد وهلی

تاند(دوشنبه/جون ۲۲) یوه افغان ژورنالیست چې د نیویارک ټایمز له خبریال سره یوځای اووه میاشتې پخوا په لوګر ولایت کې تښتول شوی وو، له تښتېدو وروسته نن وویل چې دی د یرغملتوب په دوران کې د وسله والوطالبانو له لوري بیا بیا وهل شوی .

 وسله والوطالبانو پرون وویل چې د امریکايي ورځپاڼې، نیویارک ټایمز، خبریال ډیویډ روهد او له هغه سره ملګری افغان خبریال او د هغوی موټرچلوونکی دوی نه وو تښتولی .

 خوطاهرلودین چې له روهد سره یوځای تښتول شوی وو، وايی چې طالبانو برمته کړی وو ځکه چې د دوی د خلاصون په بدل کې یې د خپلو بندیانو د خوشي کېدو غوښتنه کوله .

 ډیویډ روهد، د هغه افغان همکار خبریال لودین او د دوی موټرچلوونکی اووه میاشتې پخوا(نوومبرلسمه) په لوګر ولایت کې وتښتول شول . دوی چې په دې موده کې وزیرستان ته بېول شوي ول چې ویل کېږي د کوټې او باجوړ په شان د وسله والوطالبانو اوالقاعده د حملو د پلان جوړونې،جذب ، تریننګ او پلان جوړونې مرکز دی .

 لودین وویل چې دوی هغه مهال وتښتول شول چې غوښتل یې د طالبانو له یوه مشر سره مرکه وکړي خو برکي راجان ولسوالۍ ته نژدې ونیول شول .

لودین وویل موږ ته د توپکونو خولې ونیول شوې او راته وویل شول چې ښور مه خورئ .د هغه په وینا برمته ګر هماغه کسان ول چې دوی ته یې د طالبانو له یوه مشر سره د مرکې تابیا کړې وه .

لودین وايي روهد یې په جلا موټر کې کښېناوه او د ټولو سترګې یې وتړلې .

هغه دغه راز وویل چې برمته نیوونکو د کلاشینکوف په قنداغ سخت وواهه .ده همداراز وویل چې هڅه یې وکړه چې برمته نیوونکو ته ووايي چې د طالبانو له ویاند قاري یوسف یا د طالبانوله مشرابوطیب سره چې ټاکل شوې وه دوی ورسره مرکه وکړي، تماس ونیسي خو هغوی ورته وویل چې نه قاري یوسف احمدي پېژني، نه ذبیح الله مجاهد اونه ابوطیب .

لودین وویل چې ده ته د بند په موده کې ویل کېدل چې جاسوس دی خو کله ناکله به خبره بیخي تجارتي شوه اوپیسې به یې غوښتلې .

په اوله کې دوی د دېرش ملیون ډالرو غوښتنه کوله، بیا یې وویل چې د افغانستان د حکومت په بند کې د خپلو طالب بندیانو سره تبادله غواړي .د هغوی غوښتنې هره اوونۍ بدلېدلې .

 لودین وايی چې طالبانو په ځلونو د مرګ خبرداري ورکړل او په ځلونو یې د هغو کسانو سي دي ګانې وروښودلې چې دوی یې سرونه پرې کړي ول .

له پاکستانه د ١٤طالب جنګياليو د وژلو خبر ترلاسه شوى.

د پاکستان باجوړ سيمه کې د پوځيانو په طالب ضدو عملياتو کې د دوه قومندانانو په ګډون شپږ تنه او دېر بالا کې اته وسله وال طالبان ووژل شول.

                         د پاکستاني رسنيو د خبر له مخې لومړۍ پېښه د باجوړ په چارمنګ سيمه کې د پاکستاني پوځ د عملياتو او دويمه يې د دغه هېواد په يوه بله سيمه دېر بالا کې هم د طالب وسله والو پر يو شمېر چوڼيو د بريدونو له امله رامنځته شوې

ناڅرګندو وسله والو په بغلان وﻻيت کې دوه ځوانان وژلي دي

 دبغلان ولايت په مربوطاتو کې دوه تنه ځوانان دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا ووژل شول

 د مرکزي بغلان ولسوال امير ګل حسين خيل خبري رسنيو ته ويلي ، چې  دغه ځوانان دشپې په يوولسو بجو ديوه موټر سايکل  په سپرلۍ د خپل کور په لور روان و او ديادې شوي ولسوالۍ  د لقيانو  په ساحه کې  دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا  په ډزو  سره ووژل شول .  دمرکزي  بغلان ولسوال  ددغې  وژنې علت کورنۍ  دښمني  وبلله . 

په خوست ولايت کې د المپيک امريت لپاره نوې جوړه شوې ودانۍ پرانستل شوه

په خوست ولايت کې د  المپيک امريت لپاره نوې جوړه شوې ودانۍ پرانستل شوه، دغه وداني چې په دوو پوړونو كې اولس خونې لري په جوړولويې د دولت له بوديجې څخه نهه ميليونه افغانۍ لګول شوي دي.

  ياده شوې وداني چې د خوست ښارپه لوېديځه څنډه كې د ولايتي كمپلكس چاردېوالۍ په داخل كې جوړه شوې، د والي انجنير حميدالله قلندرزي او يو شمېر نورو چارواكو لخوا د پټۍ په پرې كولو سره پرانېستل شوه، قلندرزي د پرانېستې پرمهال وويل چې دغه دوه پوړيزه ودانۍ د درېيو سالونونو په ګډون، اولس خونې لري او د اولمپيك دملي كمېټې له پراختيايي بودېجې څخه د نږدې نهه ميليونه افغانيو په لګښت جوړه شوې ده،  والي زياته كړه چې د روان كال په اوږدو كې به د همدې چاردېوالى په د ننه كې هغو پنځلسو دولتي ادارو  ته د ودانيو جوړول پيل وشي، چې تر اوسه ځانګړې ودانۍ نه لري .د خوست د اولمپيك آمر عزيز ملنګ وويل چې دوى تراوسه خپلې چارې په يوه کرايي هوټل کې پرمخ بيولې، خو د دې ودانۍ په جوړولو سره يې دا ستونـــزه هواره شوه، نوموړى زياتوي چې په همدې ځاى كې ورته پنځه ويشت جريبه ځمكه، د سپورتي لوبغالي لپاره ځانګړې شوې ده، او اوس يې د جوړولو په موخه اويا ميليونه افغانۍ بوديجه منظوره كړې او په نږدې ورځو كې به يې چارې هم پيل شي

دنړۍ تر ټولو بوډا سړی د113 کلنوپه عمر په جاپان کې ومړ

نن دجمعې ورځ د نړۍ تر ټولو بوډا سړی ، چې 113 کلن و د جاپان هېواد په ميازاكي وﻻيت کې ومړ .

دغه سړی چې توموجي تانابه نوميده د زړه د ناروغۍ له امله ومړ او د نوموړي نوم د ګينس د ريکارډونو د ثبتولو په کتاب کې هم راغلی دی .

  توموجي تانابه  د خپل اوږد ژوند ﻻملونه د سګرټو او الکولي مشروبات نه څښل ګڼي . خو د اوږد ژوند ﻻملونه ډېر نور هم کيدی شي  .

  ويل کيږي هغه خلک ، چې کمه غوښه خوري او يايې هېڅ نه خوري او ترکاري او ميوې زياتې خوري هم اوږد ژوند کوي . همدا راز چاپريال هم د انسان پر ژوند ډېر اغيز لري ، چې د اوسني کابل غوندې په يوه ککړچاپريال کې د اوږده ژوند کول به يوه معجزه وي .

د روغتيا دنړيوال سازمان د رپوټ له مخې جاپانيان د دوهم پرله پسې کال لپاره دنړۍ تر ټولو زيات عمر لري . د روغتيا د نړيوال سازمان د سروې له مخې ، چې دنړۍ په 193 هېوادونو کې تر سره شوې، په نړۍ کې دخلکو منځنی عمر 71 کاله ښودل شوی.د رپوت له مخې جاپانۍ مېرمنې د 86 کلومنځني عمر په درلودو سره د نړۍ تر ټولو ډېر عمر کوي او جاپاني نارينه د 79 کلو منځني عمر په درلودو سره د سان مارينو او آيسلنډ تر نارينه وو وروسته درېيم ځای لري. په دغه رپوټ کې د عمر تر ټولو ټيټ منځنی عمر په سېراليون کې 41 کاله او په افغانستان کې 42 کاله ښودل شوی.

رپوټ زياتوي ،چې دواکسينونو له استعمال سره په 2007 کال کې د ماشومانو مړينه په هرو زروماشومانو کې له 91 څخه 67 ته راکښته شوې، خودامېداوه ميندو مړينه په هرو سلو زرو کې د پخوا په څېر 400 پاتې شوې

د ميدان وردګ ولايت کې شپږ پروژې ګټې اخستنې ته سپارل شوي دي

 

دغبرګولي ۲۶ مه

په ميدان وردګ ولايت  دجلريز په ولسوالۍ کې د ملي پيوستون شپږ بېلابېلې پروژې د کليوپراختیا وزارت (۳۴۰۰۰۰۰) مالي لګښت ګټې اخیستنې ته چمتو شوی

  د ميدان وردکو ولايت دجلريز په ولسوالۍ کې په تيرو دوو ورځو کې  دملي پيوستون دپروګرام شپږ پروژې  ګټې اخستنې ته سپارل شوي دي .  دميدان وردکو ولايت دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رئيس جان محمد  حکمتجو  په وینا،  په دغو پروژو کې  د دريو  پلونوجوړول ، داوبو دکانال  پاکول ، داوبو بريښنا  دتوليد دکوچني  دستګاه درولو  او داوبو  د يوې  زيرمې جوړول شامل دي .  ددغو پروژو لګښت څه دپاسه درې مليونه څلور سوه زره  افغاني دي چې دملي پيوستون   د پروګرام له  بودجي څخه او دسيمې دخلکو په سلو کې  دلسو په ونډې سره بشپړې شوي دي .

د ارزګان په چارچينو ولسوالۍ كې لومړني ښوونځي بيا پرانستل شول

د افغانستان اسلامي جمهوريت د پوهنې وزارت له دې امله د خپل لوى خداى له درباره مشكور دى چې د معززو علماى كرامو، قومي مخورو او خپل علم پاله ولس په مرسته او ملاتړ وتوانيدلو ترڅو د ارزګان په چارچينو ولسوالۍ كې هم د ساخر، بتو، اوشۍ او بس آب لومړني ښوونځي يو وار بيا پرانيزي.

په ياده شوې ولسوالۍ كې دغه ښوونځي چې په ۱۳۸۴ هـ ش كال كې تړل شوي وو له مله يې تر (۶۰۰) زيات ماشومان له زده كړې بې برخې شوي وو.

د دغه ښوونځيو يو وار بيا پرانيستل په داسې حال كې دي چې په تيرو څو مياشتو كې د پوهنې وزارت د رهبرۍ په هڅو د ټولو (۶۷۳) بابه تړل شويو ښوونځيو او ديني مدرسو له جملې څخه په بادغيس، كندهار، هلمند، خوست، فراه، ارزګان، زابل، پكتيا، پكتيكا او غزني ولايتونو كې (۲۱۱) ښوونځي يو وار بيا د ماشومانو پر مخ پرانيستل شوي دي.

د افغانستان اسلامي جمهوريت د پوهنې وزارت تكراراَ پر خپلو ټولو وطنوالو په خاصه توګه د جنوبي او جنوب غربي ولايتونو په علماؤ، مخورو او متنفذينو غږ كوي چې د تړل شويو ښوونځيو د پرانيستو په زيار كې دې له پوهنې وزارت سره لاس يو كړي څو په دې توګه د دې خاورې هغه معصوم ماشومان، نجونې او هلكان چې شمير يې تر (۳۰۰) زرو اوړي، او د ښوونځيو د تړل كيدو له امله له زده كړې بې برخې شوي بيرته د هيواد  دنورو ماشومانو په څير د زده كړو په خونو كې كښيني او د لوى خداى(ج) د معرفت، د هيواد د پرمختګ او په راتلونكي كې د حلال معيشت فرصت بيامومي.

د افغانستان اسلامي جمهوريت د پوهنې وزارت په داسې حال كې چې د لوى څښتن په بې سارې مرسته يې د وطن بچيانو ته دغه لوى چوپړ او لاسته راوړنه په برخه شوې ده د افغانستان ټول علم پال ولس ته مباركي وايي، اوله ټولو علمي، فرهنګي، علماءكرامو او افغانستان له شريفو خلكو، چې د پوهنې د متوازن او سرتاسري نظام د ودې په لاره كې يې نه ستړې كيدونكې منډې ترړې كړې منندوى دى، او په دې لاره كې ورته د لوى خداى له درباره ورته لابرياوې او مزيد اجر غواړي.

په درنښت

ننګرهار پوهنتون کې چاودنه شوې

    نن سهار يوه ناڅرګنده کس د ننګرهار پوهنتون ته ﻻسي بم ورغورځولی ، چې له امله يې يو محصل ټپي شوی .

   تراو سه ددې پېښې په هکله نور جزئيات نه دي څرګند او پلټنې روانې دي

په ډیره اسماعیل خان کې چاودنه وشوه

 
دپاکستان امنیتي چارواکو خبر ورکړې ، چې دپښتونخوا د ډيره اسمعیل خان په  بازار کې چاودنه شوې ده او د لومړنیو معلوماتو له مخې  8 تنه مړه او له 20 ډیر ټپیان شوې دي دیادونې وړ ده ،چې په دغه بازار کې ګڼه ګوڼه ډېره وي دپېښې ډیری قربانیان  عام وګړي ، چې بازار ته دخپلو ورځینو اړتیاوو دپوره کولو په موخه  ورته ورغلې و .

سرحدي پوليسوتن دتښتوونکوله منګلوراخوشي کړو.

دوهم نمبرسرحدي زون پوليسويوتن ځوان دمتون کوړيانوکلي اوسيدونکي  چې څو ورځي وړاندي څوتنو مخ پټو وسله والو سړي تښتوونکو داسماعيل خېلومندوزيوولسوالۍ مربوط  دټينډي پيرانو ډاب کلي څخه بيولي وودخپلوعملياتو پرمهال راخوشي کړو

دخوست دوهم نمبرسرحدي زون درستيزوال ډاګروال شيراحمدکوچي خبرې رسنيو سره پخپلوخبروکې وويل (( نوموړي ځوان چې دمتون کوړيانوکلي اوسيدونکي دي ٨ ورځي وړاندي څوتنووسله والوسړي تښتوونکو دخپل سراچه موټرسره يوځاي لومړۍ په دي بهانه چې خپل  ناروغان  پکې ډاب کلي ته وړي دخوست ښاره څخه  شپيشل او وروسته دډاب کلي څخه دتڼيو ولسوالۍ  سنکيوسيمي ته وړي وو.

ددوهم سرحدي زون درستيزوال شيراحمدکوچي په خبره کله چی زمونږسرحدي پوليس له دغه پېښې خبرشونوپه سمديستي توګه موخپل ټول سرحدي پوليس اوسرحدي تاڼې په جريان کې وچولي څووسله وال کسان يادشوي تن دپولي بلخوا ونه ړوي .

دي زياتوي کله چې په تڼيوولسوالۍ کې زمونږسرحدي پوليس ديوي اطلاع له مخي خبريږي چې يادشوي تن تښتونکودي سيمي ته راوستي په سمديستي توګه يادي شوي سيمي ته ځي اوسيمه محاصره کوي دوي زياتوي کله چې هلته سرحدي پوليس ورسيدل نو يادشوي تن يي ازاد اوتښتونکي په تښيته بريالي شول .

هغه ځوان چې  سرحدي پوليسوددتښتوونکو له منګلوراخلاص کړي وايي چې ده خپلي کورني ته ديوټوټي  حلالي ډوډۍ پيداکولولپاره په خوست ښارکې ټکسي چلولوه نوهغه مهال کله چې نوموړي يوڅوتنوغلودخوست ښاره په يوبهانه ډاب کلي اوله هغي وروسته  لاس تړلي تڼيوولسوالۍ سنکيوسيمي ته بوتلو هلته يې  لومړۍ ووهلواو وروسته يې تري دپيسو غوښتنه وکړه اوده ته يي وويل چې که د تاسي کورنۍ موتږته ٧ لکه افغاني ونه سپاري مونږبه دي پولي بخوا وسله والو طالبانوته ور واړوو دده په ويناکله چې سرحدي پوليس يادي شوي سيمي ته راغلل نو دي نه پوهيږي زما تښتوونکي چيرته وو .

ده له ټولوخوست ميشتوغوښتنه وکړه چې دوي دي له  سرحدي پوليسوسره ملاتړي شي څوپه خوست کې د ورته نوروپېښومخنيوي وکړي اوهغه کسان چې په دغه شان پيښوکې ګرم پيژندل شوي ونيسي اودقانون منګلوته وسپاري  

پاتي نه وي چې په دوروستيوکې په خوست کې  دغله اوسړي تښتوني پيښې زياتي شوي کتونکي وايي چې که دولت يې په اړه ورته کوټلي ګامونه واخلي لري نه ده چې بيابه څوک ددي جرائت ونکړي چې په راتلوونکي کې په  ورته غله اوانسان تښتونه لاس پوري کړي

د پاكستان د كورنيو چارو وزير رحمان ملك

 

<DIV style=””text-align: ” right;\?>پاكستاني چارواکي وایي چې پوځیانو یې د سوات په ماتا نومي سیمه کې ډیر  پرمختګ کړی او د طالبانو مشر  فضل الله له څو نورو طالبانو سره یو ځای له سیمې وتلی یاهم پټ شویدی.
پوځيانو ويلي دي دا لومړى ځل دى چې پوځ د سوات په ماتا سيمه كې پرمختګ كوي څو هغه وګړي چې د طالبانو له لوري په سيمه كې بند پاتې دي خوشي كړي
د پاكستان د كورنيو چارو وزير رحمان ملك ويلي دي چې دپوځ او وسله والو تر منځ جګړى كې تر اوسه شاوخوا زر وسلوال او پنځوس پوځيان وژل شوي دي
بل لور ته د ملګرو ملتونو د كډوالو عالي كمشنرۍ ويلي دي چې د پاكستان او وسله والو تر منځ جګړى كې د يومليون نه زيات خلك كډه كولو ته اړ شوي دي   

بلوچستان: په ريل ګاډۍ کي چاودني يو تن مړ ٣٠ ټپيان کړل

 
 

په بلوچستان ايالت کي د سيوۍ ښارګوټي ته نيژدې د بولان مېل په يوه ريل ګاډۍ کي چاودني يو تن وژلئ او ٣٠ زخميان کړي دي.

د بلوڅ جمهوري غوښتونکو ګوند د دې چاودني مسئوليت پر غاړه اخيستئ دئ.

چارواکي وايي دغه ريل ګاډۍ د کراچي څخه کوټي ته روانه وه چي د سېوۍ ښارګوټي ته نيژدې د ګاډۍ په تشناب کي چاودنه وسوه او پورتنۍ مرګ ژوبله يې واړوله، چي په ټپيانو کي لس کوچنيان او درې ښځي هم شاملي دي. 

د پوليسو په وينا ټپيان د کوټي روغتون ته انتقال سوي دي او تر چاودني وروسته ټولي ريل ګاډۍ په نيژدې سټېشنونو يا تمځايونو کي درېدلي دي.

د پاکستان صدراعظم د دې چاودني غندنه کړې او په دې اړه يې د تحقيقاتو امر کړى دئ.

لاهور : جومات ته نژدې چاودنه ،د سوات د عملياتو پلوي مړ

 

 

د پنجاب ايالت د لاهور په ښار كي چاودنه سوې چي له امله يې يو تن مړ او څو نور ټپيان سوي دي

نن د جمعې تر لمانځه لږ وروسته د لاهور ښار د ګړهي شاهو په سيمه كي يوه جومات ته نژدې په يوه ودانۍ كي درنه چاودنه سوې ده

د رامنځ ته سوي چاودني له امله د يوه سيمه ايز تنظيم د مشر د وژل كېدو تر څنګ څو نور كسان ټپي سوي دي

د چاودني د زور له امله د نژدې ودانيو ښيښې ماتي سوي اود زياتره ودانيو دېوالونو ته يې زيان رسولى دى

وژل سوى كس سرفراز نعيمي نوميږي او په هكله يې دا ويل سوي چي ګواكي نوموړي په سوات كي د پوځي عملياتو څخه ملاتړ اعلان كړى و

چاودنه د ځانمرګي بريد رنګه ښكاري خو د دولت له اړخه يې تر اوسه د ځانمرګي بريد په توګه پخلى نه دى سوى

په روزګان کي ٣٠ وسلوال طالبان وژل سوي

د ارزګان ولايت امنيتي چارواکي ادعا کوي چې د دغه ولايت په چارچينو ولسوالۍ کې يې له ايتلافي ځواکونو سره په ګډو عملياتو کې 30 وسله وال طالبان وژلي دي .

د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال جمعه ګل همت بي بي سي ته وويل چې : (( دغه عمليات چې له نځو ورځو راپدېخوا پيل شوي وو او اوس هم دوام لري، چې د طالبانو دېرش جنګيالي وژل شوي دي. او د دوی دوه قوماندانان هم وژل شوي . ))

د خوست دتڼيو په ولسوالۍ کې يوه ديني مدرسه پرانستل شوه

 

 دخوست ولايت دپوهنې رياست ويندوى سيد موسی  مجروح خبري رسنيوته وويل  دغه مدرسه ددغې ولسوالۍ د درهګي  په کلي کې دبيا رغاونې ولايتي ټيم په مرسته د يو سلو پنځو سو زرو امريکايي ډالرو په لګښت دشپږ جريبه ځمکې  په ساحه کې  جوړه شوې ده  .

نوموړي زياته کړه ،  دغه وداني دوه ويشت  خونې ، جومات  او نور ملحقات  لري .    دمدرسې دپرانستلو په مراسمو کې دخوست ولايت د پوهنې رئيس  د تڼيو   ولسوال  او دسيمې مشرانو او عالمانو ګډون کړی و . 

 

ايساف: د طالبانو قوماندان ملا مصطفی مو وژلی دی

په افغانستان کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر نن ورځ ديوې خبر پانې په خپرولو سره ليکلي ، چې د افغانستان په لويديځ کې يې په بمباريو کې د طالبانو يو قوماندان ملا مصطفی وژلی دی .

خبر ځای زياتوي ، چې پرون ورځ په يوه دقيقه بمباري کې ، چې د رپوټونو له مخې تر سره شوې ملا مصطفی چې په غور وﻻيت کې د يوې سل کسيزې طالبانو ډلې قومانداني يې په غاړه  درلوده له شپاړس تنو نورو  ملګرو سره وژل شوي دي .

ديادونې وړ ده ، چې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو بمبارۍ دقيقې نه دي او ډېر ځله د ناسمو راپورنه له امله يو زيات شمير ملکي کسان وژل شوي ، چې وروستۍ بيلګه يې په فراه وﻻيت کې د باﻻ بلوک سيمه ده ، چې شاو خوا 180 ملکي کسان په کې ووژل شول .

قبائيلي لښکرو هغه کلي ، چې طالبان په کې پټ شوي محاصره کړي

وروسته له هغې ، چې لوړ دير کې په يوه جومات کې د طالبانو له خوا په چاودنه کې 38 تنه ووژل شول  ، د سيمې خلک په غوسه شوي او په طالبانو پسې يې راوخيسته .

اوس مهال د يونيم زرو شاو خوا قبائيلي لښکر څو هغه کلي کلا بند کړي ، چې د200 شاوخوا طالبان په کې پټ شوي دي .

د لوړ دير د پوليسو يوه چارواکي اعجاز احمد ويلي ، چې په دغه طالبانو کې بهرني اورپکي هم شته ، چې يو شميريې د منځنۍ اسيا دي .

نوموړي زياته کړه ، چې د سيمو خلکو د طالبانو د تېښتې ﻻره ډبه کړې او ځای ځای نښتې هم کيږي .

شنونکي په دې باور دي ، چې طالبانو او القاعده د سرحد په صوبه کې يو زيات شمير قومي مشران له دې امله وژلي ، چې خپل نفوذ پراخ کړي او له بلې خوا په سيمه کې د جګړو له امله يو زيات شمير خلک له کړاونو سره مخ شول اود دونيمو مليونو شاو خوا خلک له خپلو کورنو بې ځايه شول او له همدې امله اوس  قبائيلي لښکرو د طالبانو پر ضد وسله راپورته  کړې .

  ديادولو وړ ده ، چې  په افغانستان کې  هم عام خلک د طالبانو بيا راتګ ته ليواله نه دي ، ځکه چې دوی سخت دريځي دي او همدا اوس يو زيات شمير ښوونځي په هغه سيمو کې سوځول کيږي ، چې د طالبانو تر ولکې ﻻندې دي .  د کارپوهانو په اند په افغانستان کې د طالبانو پر ضد خلک ځکه وسله نه پورته کوي ، چې امريکايان تر دوی زيات جرمونه ترسره کوي او تر اوسه يې په زرګونه خلک يوازې په ړندو بمباريو کې وژلي .  له بل پلو امريکايان او متحدين يې په افغانستان کې يو مافيايي حکومت رامنځته کړی او دوی يوازې ددغه مافيايي حکومت  ساتونکي دي .

 

د پښتونخوا په بنو ولسوالۍ كې تر۰ ۱۰ زيات طالبان وژل شوي دي

 

     د پښتونخوا په بنو ولسوالۍ كې  له پرون راهيسې په  جاني جيل او بكا خيل   كې د طالبانو پر خلاف د پاكستاني ځواكونو لخوا په  عملياتو كې  تر۰ ۱۰ زيات طالبان  وژل شوي دي . د فرانسوي خبر آژانس تر مخه په دې عمليانو كې له درنو وسلو او چورلكو كاراخيستل شوى دى  په ځانوژونكي بر يد كې د كاريدونكي موټر په ګډون  ۵ موټرونه او ګڼ كورنه ويجاړ شوي دي . د وژل شويو طالبانو مړي  خواره واره براته دي . له بل لوري له جيو خبري  ټلويزيو ن سره د خبرو پر مهال د بنو ولسوالۍ يوه چارواكي  كامران زيب  وويل چې دا عمليات تر بيګاه ناوخته روان وو او په ترڅ كې يې تر لسګونو زيات طالبان وژل شوي دي  . نوموړي  زياته  كړه چې په ګرځ بنديز كې د نن سهار  له ۸ څخه د ماسپښين تر ۲ بجو نرمښت  اعلان شوى دى.

په سويلي وزيرستان کې 23 تنه وژل شوي

دجيو خبري رسنۍ د رپوټونو له  مخې په سويلي وزيرستان کې په نښتو کې 23 تنه وژل شوي ، چې درې تنه په کې پوځيان دي .

دغه رسنۍ وايي ، چې نښته هغه مهال پيل شوه کله چې طالبانو پر پوځي مورچلو بريدونه تر سره کړل .

ديوه بل خبر له مخې نن په سويلي وزيرستان کې طالبانو په څو سيمو کې د پوځ پر اډو باندې  توغنديزي بريدونه کړي او ډزې هم شوي .

 

د پوهنې وزارت د برياوو او هلو ځلو په هکله پوره يو درجن خبرونه

اخبـــار 

17 جوزا  1388 

 

دننگرها ر د آرچين په ولسوالۍ کې دپنځو بابو ښوونځيو ودانيو دبنسټ ډبرې كيښودل شوې

دننگرهار ولايت: نن دغبرګولى دمياشتي په ۱۷ نيټه، دننګرهار ولايت د آرچين په ولسوالي كى دلوخى، وچ كوت،  خان دره، شهيد ګل اصغراو پيرو خيلو منځنېو ښوونځيو ودانېو دبنسټ ډبرى دنوموړی ولايت دپوهني رياست د رئيس محمد اقبال عزيزي لخوا كيښودل شوى.

د نوموړو ښوونځيو تعميرونه په پاخه او اساسی دول په يوه پوړکی په دوو بلاكونو كى د ولايتي بيا رغاونى تيم لخوا  د ۹ لكو امريکايي دالرو په مجموعی لګښت د ۶ مياشتو په موده كى جوړيزى  چی د هريو ښوونځی و دانۍ به ۱۶ درسی خونی ، داحاطى ديوار او نور ضروري ملحقات ولری.

د يادونی وړده چی د ياد شويو ښوونځيو دتعميرونو په جوړه ولو سره د نوموړو ښوونځيود زده كوونكو ستونزى دسرپناه دنشت والي له امله ليرى شى.

 

تعمير مكتب متوسطه ابدک سالنگ ولايت پروان افتتاح و به بهره برداری سپرده شد

ولايت پروان: امروز 17جوزا سال روان، تعمير مکتب متوسطه ابدک سالنگ ولسوالی سالنگ ولايت پروان توسط معاون تدریسی ریاست معارف و ولسوال منطقه درحالی که متنفذين قومی، استادان وشاگردان حضور داشتند  افتتاح و به بهره برداری سپرده شد.

تعمیر مکتب متذکره بصورت پخته و اساسی در یک طبقه درساحه یک جریب زمين که ازطرف الحاج احسان الله یکتن ازباشنده گان معارف پرور آن ولسوالی در اختیار ریاست معارف گذاشته شده به مصرف مجموعی 49702 دالر امریکایی به کمک مالی بانگ جهانی در مدت 7 ماه  اعمار گردیده، که دارای 5 صنف درسی ،2 اتاق اداری، ذخیره آب، 5 مبرز باسایر ملحقات ضروری آن می باشد.

گفتنی است که در مکتب متذکره به تعداد 249 تن شاگردان ذکور و اناث مصروف آموزش می باشند .

 

دلغمان په ولايت كى  د يوه ښوونځي دودانۍ دبنسټ ډبره كيښودل شوه

د لغمان ولايت: نن دروان کال دغبرګولى۱۷ نيټه، دلغمان ولايت د قرغيوو په  ولسوالی كى ديو لومړنى  ښوونځى ودانی دبنسټ ډبره د نوموړى ولايت د پوهنى رئيس اسدالله رويا لخوا كيښوودل شوه.

پدی غونډه کی د دولتی مسوولينوسربیره قومی مشرانو او د ښوونځی زده کونکو هم  ګډون کړی و.

نوموړی تعمير په پاخه او اساسی دول د۴ جريبه دولتى ځمكى په ساحه كي دولايتي بيا رغاونى تيم  لخوا ديولكو ا۶۰ زره امريكايي دالرو په مجموعی لګښت د۵  مياشتو په موده كى جوړيزى، چي ۸ خونى،۴ ادراى خونى،۶ تشنابه، يوحلقه داوبو څښكلو څاه  اونور ضروري ملحقات لری.

ديادونی وړده چي په نوموړی ښوونځی کی ۲۴۲ زده کوونکی په زده کړه بوخت دی، چی درسی چاری يی د۶ تنو استادانو لخوا پرمخ بيول کيږی.

 

 

 

دفارياب ولايت د كليوالي ښوونځيودښوونکولپاره يوورکشاپ په لاره واچول شو

د فاریاب ولايت: نن د غبرګولى دمياشتى په ۱۷ نيټه، د فارياب ولايت دكليوالي ښوونځيو د ښوونكو لپاره دنوو كتابونو د پيژندلو ترعنوان لاندى ۱۳ ورځنۍ سمينار د فارياب ولايت د پوهنى رياست  په تالارکی په لاره واچول شو.

نوموړی ورکشاپ د يونسف موسسه په مالی ملاتړ او د پوهنی ریاست په همکاری ددی ولايت دمرکز او ولسواليو دكليوالى ښوونځيو ۳۲ تنو ښوونكو ګدون كړى

چی له مخی به یی دنوى ميتود په هكله پوهنیزه زده کړی ترلاسه کړی

دیادونی وړدی چی دى ته ورته ورکشاپونو پرانستل به د ښوونکو د پوهی د لوړلو په کچه کی د نوی روزنی د اصولو له اړخه مثبتی اغیزی وشيندی .

 

تدویرسمينار آموزشی در ولايت بلخ

ولايت بلخ: امروز17 جوزا سال روان، سمينار 13روزه آموزشی ورهنمودی دربخش سواد آموزی تجارت های کوچک وتعلیمات مدنی  برای معلمين موسسه ملی افغان درتالار موسسه متذکره  دایرگردید.

سمينار متذکره ازطرف موسسه ملی افغان وهمکاری ریاست معارف براه انداخته شده که به تعداد 60 تن ازمعلمين موسسه مذکور اشتراک  ورزیده اند که درباره شيوه های جدید تعلیم وتربیه بزرگسالان آموزش دانستنی های ارزش مندی رافرا خواهند گرفت.

گفتنی است که دایر شدن همچوسمينارها دربلند بردن سطح اگاهی واشنایی معلمين باشيوه های جدید تدریس بخصوص درعرصه کار باکلان سالان موثرواقع می گردد.

 

د بادغیس ولايت دپوهنی ریاست سره داداری توکو مرسته

د بادغیس ولايت: دبادغیس ولايت دپوهنی ریاست  سره د A.R.v دفتر لخوا ديوشمیراداری ټوکو مرسته وشوه.

په هغه مراسمو کی چی په همدی موخه په نوموړی ریاست کی جوړه شوی وه د بادغیس ولايت دپوهنی رئيس اويو شميرنورو دولتی چارواکو ګډون کړی و.

په نوموړی ټوکی کی  يوپایه دفوتو کاپی ماشين، يوعدد رنگه پرنتر، يوپایه یخچال، يوپایه 33 کیلو واته جنرتور، 2 پایی چوبی الماری ، دوی پایی میز اوچوکی، دوه عدده دثریا تیلفون ، داورژنی ضد بالون ، شیشه یی میز، ترانسفرمر، دیزلی اوگازی بخاری اونور دضرورت وړشیان شامل دی.

دپوهنی رئيس ديادشوی نهاد دمرستی څخه په مننی سره زياته کړه ،چی خيريه نهادونه بايد خپلی مرستی دپوهنی په برخه کی زياتي کړی .

 

 تدويرسمينار آموزشی

ولايت هرات: امروز1۷ جوزا ،سمينار ۶ تحت نام نظارت وارزیابی دقیق آمور تدریسی واداری برای مدیران واعضای نظارت ریاست های معارف حوزه غرب درسالون ریاست معارف آنولايت دایرگردید.

سمينارمتذکره به کمک مالی موسسه برک وبه همکاری  ریاست معارف ولايت هرات براه انداخته شده ،که به تعداد 48 تن از اعضای نظارت ریاست معارف ولايت هرات،غور، بادغیس و فراه   اشتراک  ورزیده اند.

هدف ازتدویر سمينار متذکره آموزش نظارت دقیق، ارزیابی دقیق شاگردانوارزیابی ميتود جدید ار دربرمی گیرند که درمدت 6 روز دررابطه به ارزیابی دانستنی های آرزشمند راه فرا خواهند گرفت.

گفتنی است که دایر شدن همچوسمينارها دربلند بردن سطح اگاهی واشنایی معلمين ومنسوبين معارف موثرواقع می گردد.

 

د نوو ښوونکو داستخدام  په موخه ازاده سيالي ترسره شوه

د بغلان ولايت: د پوهنې وزارت د لارښوونې له مخې نن د یکشنبې په ورځ  دروان کال دغبرگولی دمياشتی په 17 نيټه د بغلان ولايت دپوهنی دریاست په تالارکی 7 تنو ددولسمو ټولګيوفارغانو دنوموړی ولايت دپوهنې رياست په اړونده ښوونځيو كې د تدريس په موخه د آزموينې په يوه سيالۍ كې برخه واخيستله.

ياده دی وی چی نوموړی کسان به دآزموينی دنتيجی نه وروسته دآندراب  ولسوالي په ښوونځيو کی درسمی ښوونکو په حيث په ډنده وګمارل شی.

د يادونې وړده چې د پوهنې وزارت  روان تعليمي كال ته د پوهنې د كيفيت د ښه والي نوم وركړي او هڅه كوي په هيواد كې د ښوونې اوروزنې روان بهير د كيفيت له مخې هم غښتلى كړي چې په ښوونځيوكې د تدريس كولو په موخه يې د دا ډول ازادو سياليو ترسره كيدل يې يوه برخه ګڼلاى شو.

 

افتتاح اتاق لابراتوار، خیاطی وکتابخانه در ليسه عاطفه شهید ولايت کابل

ولايت کابل: امروز17 جوزا سال روان ،اتاق لابراتوار،  کتابخانه واتاق خیاطی در لیسه عاطفه شهید درولسوالی استا لف  ولايت کابل  افتتاح گردید.

درمحفلی که بدين مناسبت درصحن آن لیسه برگزار گردید ه بود، محمد جعفر ساطع رئیس معارف ،ولسوال منطقه، اعضای شورای والدين مکتب ،استادان وشاگردان حضورداشتند.

گفتنی است که  تما م تجهیزات اتاق های متذکره به مبلغ مجموعی  (دوصد هزار)  افغانی به کمک مالی انجمن ملالی مقیم فرانسه وانجمن ایشان درآلمان تمویل گردیده که اتاقهای متذکره مجهز به سامان آلات لابراتواری ، کتب فرهنگی واجتماعی غرض مطالعه برای شاگردان لیسه متذکره می باشند.همچنان 140 جوړه لباس برای شاگردان صنوف اول الی ششم نیز ازطرف انجمن های متذکره توزیع گردید.

قابل یاد اوری است که تعمیر لیسه متذکره بصورت پخته واساسی درسال 1382 به کمک مالی موسسه های متذکره اعمار گردیده که جمعا دارای 24 اتاق باسایر ملحقات آن می باشد.

 

 

 

دلوګر ولايت د دښوونکولپاره يوورکشاپ په لاره واچول شو

د لوگر ولايت: نن دغبرګولى دمياشتى په 17 نيټه، دلوگر ولايت دښوونځيو دښوونكو لپاره 3 ورځنۍ سميناردلوگر ولايت دبی بی آمنی لیسی په تالارکی په لاره واچول شو.

نوموړی ورکشاپ دهبيتات موسسه په مالی ملاتړ اودپوهنی ریاست په همکاری ددی ولايت دمرکز دښوونځيو 38 تنو ښوونكو ګدون كړى

چی له مخی به یی دنوى ښونيزنصاب  په اړه  پوهنیزه زده کړی ترلاسه کړی

دیادونی وړدی چی دورته ورکشاپونو پرانستل به دښوونکودپوهی دلوړلو په کچه کی دنوی روزنی داصولو له اړخه مثبتی اغیزی وشيندی .

 

دميدان وردګ ولايت دپوهنى رياست ودانۍ پرانستل شوه

د میدان وردگ ولايت: نن دروان کال دغبرگولی دمیاشتی په 17 نيټه، دميدان وردګ ولايت دپوهنى رياست نوى ودانۍ دنوموړى ولايت دوالي محمد حليم فدايى اودپوهنى درئيس عبدالواحد حكمت لخوا دپتي په پريكولو سره رسما پرانيستل شوه .

په هغه غونده كى چى له همدى امله جوړه شوى وه دپوهنى وزارت سلاكار نعمت الله محمودى، ديوشمير دولتى ادارو رئيسانو،ښوونكو اوزده كوونكو ګدون درلود.

نوموړى ودانى په پاخه اواساسي دول په دووپوړنو كى د۳۷۳ مترمربع ځمكى په ساځه كى دنويوال بانګ په مالي مرسته ۴۹ لكه ۶۲ زره ۸۴ افغانيو په محموعي لګښت داعمار منزه ساختماني شركت لخوا  ددوو كلونو په موده كى جوړه شوى، چى ۱۲ ادارى خونى اونور ضرورى ملحقات لرى.

دغونډى په پيل كى دوردكو ولايت والى دپوهنى رياست دچارواكو څخه وغوښتل چى دپوهنى په دګر كى خپلى هلى ځلى كړندى كړى وروسته دپوهنى دوزير پيغام دسلاكار نعمت الله محمودى لخوا ولوستل شو چى په هغى كى ددى ولايت خلكو ته دپوهنى رياست دنوى ودانى دپرانيستي مباركي وويل شوه .

په تخار كې د دوو نورو ښوونځيو بنسټ هم كيښودل شو

تخار

د غبرګولي ۱۷مه

د تخار ولايت د فرخار ولسوالۍ په سنګ اتش او يوخ كليو كې نن د يكشنبې په ورځ د هغه لومړنيو ښوونځيو بنسټ كيښودل شو چې په دې وروستيو كې د پوهنې وزارت له لوري منظور شوي وو.

په هغه غونډه كې چې په همدې اړه په فرخار ولسوالۍ كې جوړه شوې وه او د تخار ولايت د پوهنې رياست پر مسؤلينو سربيره لسګونو قومي مشرانو او ځايي دولتي چارواكو ګډون كړى وو، د پوهنې وزارت له دغه ګامه پورته كونې ستاينه وشوه او د غونډې ګډونوالو په دې برخه كې ورسره د لازياتو همكاريو غوښتنه وكړه.

دغه ښوونځي چې په پام كې ده په نيږدې څو مياشتو كې به يې د ودانيو د رغونې چارې هم پيل شي په هغو ځمكو كې جوړيږي چې د ځايي خلكو لخوا د پوهنې رياست ته وركړل شوې دي.

د سنګ آتش په كلي كې دغه نوى تاْسيس شوى ښوونځى ۱۵۰ او د يوخ په كلي كې تاْسيس شوى هغه يې ۲۰۰ تنه نجونې او ماشومان زده كونكي لري چې دامهال د جومات په خونو كې زده كړې كوي. 

 

د نامعلومو وسلوالو د ډزو له امله يولس تنه مړ

 

<DIV style=””text-align: ” right;\?>د تايلند په يوه جومات كې د نامعلومو وسلوالو د  ډزو له امله يولس تنه مړه او دولس تنه نور ټپيان شول .
د تايلند پوليسو ويلي چې د  ناراتي وات ايالت په  ايي رونګ كلي كې نامعلومو وسلوالو پر يوه جومات چې د پنځوس نه زيات وګړو په كې د ماخوستن لمونځ ترسره كاوه  ډزې كړي چې په پايله كې ياده  شوى مرګ ژوبله  يي رامنځ كړه .
كه څه هم د پيښى نه وروسته ټول ټپيان روغتون ته ليږدول شوي خو ډاكټرانو ويلي  چې د دولس ټپيانو روغتيايي حالت د انديښنې وړ ده .
پوليسو زياته كړى چې پنځه وسلوالو د دغه جومات د شا دروازې نه جومات ته ننوتلي دي او په خپلو ډزو كې يولس تنه يي وژلې
پوليسو ويلي تر اوسه د ياد شوى بريد مسوليت هيڅ كوم ډلې په غاړه نه ده اخستى خو دوى خپلي څيړنې په دى اړه پیل كړي دي
د تايلند حكومت د پيښې د ښه څيړلو په موخه د پوليسو مشر سيمې ته استولې دى
د ياد ونې وړ ده چې د دوه زره څلورم ميلادي كال راپدى خوا د د غه هيواد په درو ولايتونو كې بيلابيلو چاودونو او بريدونو شاوخوا درې

په بردير کې ولسي خلکو د طالبانو پر ضد وسلې را واخیستې

د پاکستان صدراعظم یوسف رضا ګیلاني وايي، ځان وژونکي بریدونه به د وسلوالو پر ضد د دوی عملیاتوکې هېڅ بدلون را نه ولي.
د پاکستان یوه لوړرتبه دولتی چارواکی د یکشنبی په ورځ وویل چی د پاکستان په شمال لویدیځ، یوې ناکراره سیمه کی په سلګونو ولسی وګړوپر هغووسله والوطالبانود حملی لپاره لاسونه سره یو کړل چی په وروستیو کی یی په سیمه کی پر یوه جومات خونړی ځان وژونکی حمله کړی وه.
دا اقدام د هغو وسله والو طالبانو پرضد د خلکو د ملی احساساتو څرګندونه کوي چې په سوات کې د پاکستان د پوځ د عملیاتو په عکس العمل کې یې ځان وژونکې حملې ډیرې کړېله بلی خوا په اسلام اباد کې د پرونی ځان وژونکی حملی وروسته چې دوه پولیس په کې ووژل شول، پولیس په دې ښار کې د تیارسۍ په حالت کې دی او د دې هیواد صدراعظم هم یوځل بیا ټینګار وکړ چې د دغسې حملو زیاتوالې به د طالبانو پرضد راوان پوځې عملیات کمزوري نه کړي.د بر دیر د چارو د همانګی مسول عاطف الرحمن وویل، د حیاګۍ په سیمه کې په یوه جومات کې د جمعې د ورځې د ځان وژونکې حملې په وړاندې چې په ترڅ کې یې په لسګونو لمونځ کونکي ووژل شول، د ۴۰۰ په شاوخواکې یوه ولسي لښکر، وسلو ته لاس کړ اود ګاونډي دوک درې په سیمه کې یې پر پنځو کلیو حملې وکړی.

هغه وویل، دغه ولسي وسله وال لښکر درې کلې نیولې اوهڅه کوي چې له دوو نورو کلیو څخه هم وسله وال طالبان وباسي. په دې عملیاتو کې لږ ترلږه ۴وسله وال طالبان وژل شوي او د ۲۰ په شاوخوا کې هغه کورونه هم وران شوې دي چې ګومان کیده طالبانو په کې ځانونه پټ کړي وو.

حکومت تردې وړاندې هڅه کړې وه، څو سیمه ییز خلک د وسله والو طالبانو پرضد په سیمه یزه اصطلاح لښکر جوړ کړي اووسلې ته لاس کړي.
رحمن وویل، دا یو مثبت پرمختګ دی چې ولس نن د طالبانو پرضد را پاڅیږی. دنوموړې په وینا دا حرکت به وسله وال طالبان کمزوري کړي.

بل خوا د وسله والو طالبانوله خوا د ځان وژونکو حملو لړۍ تر اسلام اباده رسیدلې. پرون د دې ښار په یوې ناحیه کې یوه ځان وژونکی چې هڅه یې کوله د پولیسو دیوه مرکزد ننه ځان والوزوی، د ودانی انګړ ته له ننوتو دمخه  دپولیسو په ډزو ووژل شوه. په دې پیښه کې دوه پولیس ووژل شول او شپږ نور ژوبل شول.

د ا ځان وژونکې بریدونه ښایي د هغه خبرداري نتیجه وي چې وسله والو طالبانو لس ورځې مخکې ورکړی و. دوی ویلې وو، که د پاکستان پوځ په سوات کې روان پوځې عملیات چې له پیله یې یوه میاشت تیریږی ونه دروي، د پاکستان په لویو ښارونو کې به حملو ته زور ورکړي.
تر اوسه د اسلام اباد د پولیسو د چټک غبرګون پر دې مرکز د دې حملې مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

په داسې حال کې چې پولیس په اسلام اباد کې د تیار سۍ په حال کې دي، د پاکستان صدراعظم سید یوسف رضا ګیلاني یوځل بیا ټینګار وکړ چې دا ډول حملې به دوسلوالو طالبانو پرضد پر روانو پوځي عملیاتو منفې اغیز ونه کړی.

د پولیسو یوه لوړرتبه چارواکي د فرانسې خبري اژانس ، د اسلام اباد پولیسو لوړ احظارات نیولي او له پرونۍ حملې وروسته موږ امنیتي تدابیر سخت کړي دي. دې چارواکی چی خپل نوم یې نه د ی څرګند کړی ويلي ، پولیس په موټرو کې ناڅاپی پلټنې هم ترسره کوي.
هغه وویل د دې حملې د عاملینو د موندلو لپاره ګډ عملیات پیل شوي او هیله من یو چې تورن کسان په څولنډو ورځو کې ونیسو.

له هغه مهاله راهیسې چې په سوات کې د اپریل د میاشتې په وروستیو کې دو سله والو طالبانو پر ضد پوځي عملیات پیل شوي، په پیښور، لاهور او دا دی په اسلام اباد کې د په لسګونو حملو او چادونو په ترڅ کې له سلو زیات کسان وژل شو ي دي.

د پاکستان د صدراعظم د دفتر له خوا په خپرې شوې اعلامیې کې سید یوسف رضا ګیلانی په اسلام اباد کې دا وروستۍ یوه تروریستی  حمله وبلله او یوځل بیایې ټینګار وکړ چې حکومت یې کلک تصمیم لري چې د سخت دریځو وسلوالو او تروریستانو ګواښ له مینځه یوسي او زیاته یې کړه دا ډول پیښې په هیواد کې د تاوتریخوالي د پای ته رسیدو لپاره د حکومت ژمنې نه شي کمزورې کولی .

 

په لوړ دير کې د سيمې خلکو پر طالبانو بريدونه کړي

د لوړ دير اوسيدونکو وروسته له هغې ، چې په دې سيمه کې په يوه جومات کې دطالبانو له خوا ځانمرګی بريد ترسره شو په غوسه شوي او د طالبانو په مورچلو يې وسله وال بريدونه کړي. په دې بريد کې 11 تنه  طالبان وژل شوي .

د نېشن د خبري رسنۍ د رپوټونو پر بنسټ  دپاکستان حکومت د خلکو له دغه پرېکړې نه هرکلی کړی او له نورو سيموخلکو نه يې هم غوښتنه کړې ، چې طالبان له خپلو سيمو نه وشړي او که اړتيا وي دوی به ورته توپې او نورې وسلې هم ورکړي .

کندهار وﻻيت کې يوپاکستانی ځانمرګی بريد کوونکی نيول شوی

دکندهار وﻻيت امنيتي مسؤلينو ددغه  وﻻيت په مربوطاتوکې يو اوولس کلن ځانمرګی نيولی ، چې له کويټې ښار نه د بريد لپاره راليږل شوی و .

  خبرځای وايي ، چې ددغه ځوان نوم مظفر ګهر دی اود پنجاب اوسيدونکی دی او له کويټې ښار نه د ملاحمد الله له خوا له دوو تنو نورو بريد کوونکو سره کندهار ته ليږل شوی و ، چې مخکې تر دې چې بريد وکړي او زيان واړوي ونيول شو .

سعودي پاچا : نور دعربانو صبر مخ په خلاصیدو دی

 
له لندن څخه خپریدونکې ورځپاڼه  الحیاة کاږي  : دسعودي پاچا عبدالله بن عبدالعزیز دباراک اوباما له غوږه تیره کړه ، چې نور دعربانو صبر مخ په خلاصیدو دی ځکه په منځني ختیځ دسولې خبره نوره په ټپه دریږي  نوموړي  له  اوباما وغوښتل ، چې د اړتیا پر مهال دې حل  په زوره  پر خلکو ومني .
ورځپاڼه  ملک عبدالله ته  له نږدې سرچینو له خولې کاږي : پاچا له اوباما وغوښتل ، چې دفلسطین دموضوع په حل کې په جدي توګه  ونډه واخلي . دسعودي پاچا له 2002 ز رادیخوا  له اسراییلو سره دعربي هېوادونو دسولې او روغې  خبره  په دې شرط راپورته کړه ، چې اسراییل به له هغو ځمکو په شا کیږي  چې په 1967 ز کې ېې نیولې دي . ملک عبدالله وايي زموږ له لورې دغه ډول یو دریځ دکمزورۍ  خبره نه  ده موږ  غواړو ، چې په سوله  کې ژوند وکړو .

 

کاپيسا ولايت کي په يو ې ترافيکي پيښه کي ١٤ کسان مړه او ټپيان شول

 نن ورځ د سهار په ٧:٠٠ بجو د کاپيسا ولايت د محمود راقي په عاشورخيل سيمه کي د يو ناوړه ترافيکي پيښي د رامنځته کيدو له کبله ٩ تنه مړه او ٥ تنه ټپيان شول.
پيښه هغه مهال رامنځته شوه چي د واټ جوړوني د شرکت يو کاماز ډوله موټر د يو فلانکوچ سره ټکر وکړ چي په پايله کي ٩ کسان مړۀ او ٥ کسان يي هم ټپيان شول.
د يادولو وړ ده چي فلانکوچ ډوله موټر د کاپيسا ولايت د نجراب ولسوالي نه مسافر کابل ولايت ته انتقالول.
په پيښه کي ټپيان شوي کسان دپوليسو لخوا روغتون ته وليږدول شو او په پيښه تورن د کاماز ډوله موټر چلونکي د ملي پوليسو لخوا نيول شوي دي.

په صوبه سرحد کې يو زيات شمېر کسان د طالبانو پر ضد راپورته شوي

 

د آلماني آژانس ډي پي آ د يوه رپوټ له مخې، په صوبه سرحد کې په سوونو کسان د طالبانو پر ضد راپورته شوي او څو تنه يې ورڅخه وژلي دي. دا په داسې حال کې چې د پاکستان پوځ په نورو سيمو کې پر وسله والو ډلو باندې خپل نظامي عمليات اجرا کوي.

 پاکستاني چارواکو نن د اتوار په ورځ خپل رپوټ کې زياته کړې، چې د بر دير د حياگۍ په سيمه کې خلک وروسته له هغه، چې د جمعې په ورځ د هغه ځای په يوه جومات کې ځان مرگي گذار لږترلږه 49 تنه له منځه يووړل، د طالبانو پر ضد راولاړ شول.

 د اردو ژبې تلويزيون جيو د خبر له مخې، د حياگۍ وسله والو پر هغو شپږو کليو باندې حمله وروړې چې د طالبانو تر وولکه لاندې وو.

يوې بې پتې سرچينې خبر ورکړی، چې په دې حمله کې د يو شمېر بهرنيانو په گډون 13 تنه له منځه وړل شوي

په سوات کې دتطبیق شریعت دوه مشران ووژل شول

 
المحیط : خبري رسنیو خبر ورکړې ،چې نن شنبه  مولانا محمد علم په سوات کې دتطبیق شریعت مرستیال او ملا امیر عزت خان  دهمدې ډلې ویاند دوسله والو په کمین کې کیوت او ووژل شول داسې ویل کیږي ، چې دغه وسله  وال  طالبان دي .
دغه دواړه مشران دپوځ په لاس کې و او له دې سیمې یې بل ځای ته لیږدول ، چې ددوی موټر دوسله والو تر بریدلاندې راغلل  او دواړه مشران  ځای پر ځای ووژل شول . دپاکستان دپوځ رسمي خبرپاڼه بیا کاږي : وسله والو طالبانو دسوات په سخا کوټ کې سیمه کې کمین نیولې و ، چې ددوی دسپرلۍ موټر پرې وربرابر شو  پر دوی سربېره یو سرتیرې  مړ او پنځه نور ټپیان شول .
پاکستاني طالبانو دتېرې فبرورۍ په نیمايي کې له حکومت سره دشریعت دپلې کولو په شرط په سوات  او نورو شپږو سیمو کې  اوربند اعلان کړې و خو وسله والو د وسلې کېښودلو خبره ونه منله  او له دغه اوربنده یې دا ګټه پورته کړه ، چې له سواته  ووتل او دپلازمینې اسلام اباد په لور روان شول

داسلام اباد په بريد کې دوه تنه پوليس وژل شوي

  نن ورځ د پاکستان په پلازمېنه اسلام کې د (( ريسکيو_15 )) پوليس دفتر مخې ته يوه ځانمرګي بريد کوونکي چاودنه رامنځته کړه .

په دې چاودنه کې دوه تنه پوليس وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان شوي .  بريد کوونکي چاودنه ودانۍ ته د ننوتو په دروازه کې رامنځته کړې .

ميدان وردګ وﻻيت کې 34 پروژې بشپړې شوي

 د غبرګولي ١٦ مه نيټه

په ميدان وردګ ولايت  کې دملي پيوستون د پروګرام له مخې څلورديرش(٣٤)بېلابېلې پروژې  ګټې اخستنې ته چمتو شوي

دميدان وردګ ولايت په مرکزميدانښار او دبهسودوپه مرکز ولسوالۍکې د ملي پيوستون  پروګرام له مخې څلورديرش (٣٤) بېلابېلې پروژې د(٢٤٢٢٤٦٢٣)څلورويشت ميليونو افغانيو په لګښت ګټې اخيستنې ته چمتو شوي.

د کليو بيارغاونې او پراختيا وزارت  د ملي پيوستون دپروګرام له مخې او دسويډن همکارى موسسى لخوا په ميدانښار کې (٤) څلور ا و د بهسودوپه مرکز کې (٣٠) ديرش بېلابېلې پروژې ګټې اخيستنې ته چمتو شوى ، په دغوپروژو کې د (١٤) متروپه اوږدوالي دپل يوه پروژه،دڅښلوپاکواوبودريوو څاګانوکېندل اوپه هغې لاسي بمبودرول ،دسړک اوپلچک جوړولوپنځه پروژې ،دسولريالمريزې بريښنا(٢٢) پروژې د(٣١٠٥٨)واټه بريښناپه توليدلوسره ،دکاريزکيندلواواوبوزيرمو(٣) پروژې دڅښلوداود تشنابونوپروژې شاملې دي چې دکليوبيارغاونې او پراختيا وزارت  (٢٤٢٢٤٦٢٣) افغانيوپه مالي لګښت او دخلکو په سلوکې

 لس فيصده ونډې اخيستنې سره چې ٣٠٠٠ کورنيوبه ترې ګټه وا خلي ګټې اخيستنې ته چمتو شوى چې دسويډن مرستندويه موسسي  او دسيمه يزې شورا داستازو لخوا پرانيستل شوى ،

ميدان وردګ و لايت مطبوعاتي دفتر

(٠٧٧٤٠٠٠٤٢٧) شاهدالله شاهد

پنتاګون : پاکستان د ترهګرۍ سره دمبارزې په نوم اخستل شوي مرستې د پوځ د پياوړي کولو لپاره لګولي دي

د هغه ﻻسوندونه پر بنسټ ، چې پنتاګون خپاره کړي پاکستان د ترهګرۍ سره دمبارزې په نوم اخستل شوي مرستې د پاکستان پوځ د پياوړي کولو لپاره لګولي دي  .

د ډان خبري رسنۍ ليکي ، چې پاکستان يوه زياته اندازه اخستل شوي مرستې له هند سره  دمقابلې کولو لپاره د پوځ د وسلو په عصري کولو او  پرمختللو وسلو په رانيولو لګولي .

ټولې مرستې د بوش د حکومت په پېر کې ترسره شوي ، چې دسپټمبر د يولسمې نېټه وروسته له پاکستان سره 1.9مليارده ډالره مرسته شوې او همداراز دبوش په حکومت کې د وسلو درانيولو5 مليارده ډالري تړون لاسليک شوی .

د پاکستان حکومت اته پوځي ((اوريون پي _ 3 سي )) بېړۍ او داړيتا توکي يې د 474 ملياردو ډالرو په ارزښت رانيولي دي .

پاکستان همدا راز تر پنځه زرو زياتو زرهې ضد توغنديو فرمايش هم ورکړی ، چې تر اوسه يې د دوه زره شاو خوا کې تر ﻻسه کړي . د دغو توغنديو لګښت  186 مليونه ډالره اټکل شوی  دی .

ددې ترڅنګ پاکستان يو زيات شمېر نورو هوايي او ځمکنيو وسلې الوتکې او تجهيزات تر ﻻسه کړي ، چې د هند سره د مقابلې او  دپښتنو د ځپلو په موخه کارول کيږي .

په کندهار کې په يوه ځانمرکي بريد کې څلور کسان وژل شوي

 دکندهار وﻻيت امنيتي مسؤلينو ددغه وﻻيت په سپين بولدک کې د يوه ځانمرګي بريد له امله د څلورو تنو دوژل کيدو خبر ورکړی .

 د جواد احمد په وينا چاودنه د ګڼې ګوڼې په يوه تم ځای کې پر موټر سايکل سپور کس رامنځته کړه ، چې بريد کوونکی هم وژل شوی .  نوموړي په دې پېښه کې د اتو تنو د ټپي کيدو ، چې دوه يې ماشومان او دوه يې ښځې دي خبر هم ورکړی .

طالبان: ملامنصور نه دی وژل شوی

طالبان: ملامنصور نه دی وژل شوی

په افغانستان کې طالبانو اويوه ځايي چارواکي په هلمند ولايت کې د برتانوي ځواکونو په عملياتو کې د طالبانو د يوه لوړپوړي قومندان ملامنصورد وژلو ادعا رد کړې ده .

وړاندې تر دې په هلمند کې برتانوي ځواکونو ويلي وو چې د دوشنبې په ورځ يې د طالبانو يو لوړپوړى قومندان ملامنصور په هوايي بريد کې وژلى دى .

………

دطالبانو قومندان ملا منصوردادالله په هکله بیلابیل خبری رسیږی. ځینی وایی چی هغه نیول سوی دی خو ځینی
دهغه وژولو راپورونه ورکوی.
پاکستاني پوځ وایی چی منصور دادالله مو ونيوۀ ؛ خو دکندهار ځنی څیرونکی وایی چی هغه په پاکستان کی وژل سوی دی . 
داسې ادعاوې وې چې منصور دادالله د ډيرو ځانمرگو بريدونو چارې تنظيمولې
د پاکستان پوځ په يوۀ بيان کې د دوشنبې په ورځ ( د فبروري ١١ ) ويلي چې د وسله والو طالبانو مشهور قومندان منصور دادالله يې نيولى دى .
د پوځ په څرگندونو کې راغلي دي چې منصور دادالله د ډيورنډ له کرښې د قلعې سيف الله په سيمه کې ور اوښت چې ونيول شو او د نيولو پر وخت يې د پوځ او وسله والو طالبانو ترمنځ ډزې هم وشوې . او دهغه سره د هغۀ پنځه کسه ملاتړي هم نيول شوي دي .په رپوټونو کې ويل شوي چې د نيولو پر وخت منصور دادالله ټپي شوى دى .
منصور دادالله تير کال تر هغه وروسته مطرح شو چې د دۀ ورور او د وسله والو طالبانو مشهور قومندان ملا داد الله ووژل شو .دوه مياشتې وړاندې داسې رپوټونو و چې د طالبانو مشر ملا عمر منصور دادالله له طالب غورځنگ څخه ويوست .خو منصور دادالله ته نژدې کسانو دا خبره رد کړې وه او ځينو دغه ټوله چاره د وسله والو طالبانو ترمنځ د مخالفت ښکارندويه بللې وه .   

 

پلازمېنه کابل کې د هوا دککړتيا له امله په کال کې 3500 شاو خوا کسان مري

 

تيره ورځ په کابل کې د ژونددچاپېريال د ساتنې نړيوالې ورځې په مناسبت يوه غونډه جوړه شوې وه . په دې غونډه کې د عامې روغتيا وزير محمد امين فاطمي وويل ، چې دچاپېريال دککړتيا له امله په دې ښار کې په کال کې تر درې زرو زيات کسان ژوند له ﻻسه ورکوي ، چې زياتره يې ماشومان دي .

د چاپريال ساتنې د ادارې رئيس مصطفی ظاهر اندېښنه څرګنده کړې ، چې تراوسه يې  ددې ننګونې لپاره کومه چاره نه ده موندلې او که حالت همداسې دوام وکړي  دکابل ښاربه وروسته له څلورو کلونو د اوسيدو وړ نه وي .

دامريکاجمهور رئيس بارک اوباما مصر ته رسيدلی

دامريکا جمهور رئيس بارک اوبامانن ورځ  د مصر پلازمېنې قاهرې ته رسيدلی . اوباما به د خپل سفر په لړ کې د مصر له جمهور رئيس حسنی مبارک سره وګوري .

بارک اوباما همدار راز پتيلې ، چې د قاهرې په پوهنتون کې د نړۍ مسلمانانو ته يوه خطابيه وينا واوروي .

که څه هم د بارک اوباما د وينا محتوی تر اوسه نه په ډاګه ، خو داسې اټکل کيږي ، چې نوموړی به د منځني ختيځ د پرابلمونو د حل په هکله او همدا راز له اسلامي نړۍ سره د امريکا د اړيکې د ښه کولو په هکله خبرې اترې وکړي .

يوايټاليايي شرکت په هرات کې د70 مليونو ډالرو پانګونه کوي

 يو شمير افغاني سوداګر د ايټاليا پلازمېنې روم ته دسفر پر مهال ددغه هېواد له يوه شرکت سره ديو تړون په ترﻻسه کولو بريالي شوي دي .

 دغه ايټالوی شرکت به په هرات کې د پوﻻدو دوېلې کولو په يوه فابريکه کې  د 70 مليونو ډالرو په ارزښت  پانګونه وکړي  ، چې 51 په سلو کې ونډې به په افغان لوري پورې مربوطې وي .

  ددې پانګونې تر څنګ به نه يوازې په توليداتو کې زياتوالی راشي بلکې د پنځه زرو کسانو لپاره به دندې وموندل شي .

دافغانستان او تاجکستان ترمنځ دنوري فايبر شبکه پرانستل شوه

 

د افغانستان جمهور رئيس  حامدکرزي او دتاجکستان  جمهور رئيس امام علي رحمان ديو ويديويي کنفرانس له لارې تيره ورځ ، دافغانستان او تاجکستان ترمنځ دنوري فايبر  شبکه پرانستله .

دافغانستان دحکومتي سرچينوپه حواله ، ددغې پروژې  ټول لګښت اويا مليونه ډالره کيږي چې ددولت له بودجي څخه تمويل شوي دي .  ددغې پروژې  موخه دکابل _ کندهار ، هرات ،  مزارشريف ، کابل دحلقوي سړک په تګلوري  کې دنوري فايبر  دتاسيساتو جوړول دي .

 دنوري فايبرد شبکي کار د  ٢٠٠٧  ميلادي کال  داپريل  په مياشت کې پيل  او تراوس مهاله ددغې  پروژې  په سلوکې اتيا کار بشپړ شوي دی  نوري   فايبر   دلوړ ظرفيت او چټک  حرکت لرونکي دي دهيواد د ١٧ ولايتونو ٦٨  ښارونه تر پوښښ لاندې  راولي .  دنوري فايبر  دشبکې  له لارې افغانستان له ګاونډيو هيوادونو لکه ايران ، ازبکستان او تاجکستان سره يوځاى شوی چې په پام کې ده له پاکستان سره يې ديوځاى کيدو کار ديوې مياشتې په ترڅ کې بشپړ او له ترکمنستان  سره به په نږدې   راتلونکې کې و نښلول  شي  .

په دغه ويديويي  کنفرانس کې  دافغانستان او تاجکستان جمهورو رئيسانو ددواړو هيوادونو خلکو ته دنيکمرغى او پرمختګ هيله وکړه .  په دغه ويديويي  کنفرانس کې  دبهرنيو چارو وزير ډاکتر رنګين دادفر سپنتا د مخابراتو  او معلوماتي تکنالوژي  وزير امير زي سنګن او داقتصاد وزير جليل شمس هم ګډون درلود . 

 

هلمند ولايت کي ٣٣١٨ کيلوګرام ترياکو او کيمياوي توکو کشف او سوځول

 

د غبرګولي په ١٢ نيټه د هيواد پياوړو او سرتيرو ملي پوليسو خاص قطعه د هلمند ولايت د سنګين ولسوالي اړوند سيموکي د يو عمليات په لړ کي وتوانيدل چي د نورو مخدره توکو ځنګ کي ١٢ د هرويينو د توليد لابراتوارونه له منځه يوسي.

 ياده شوي عمليات د سنګين ولسوالي د ساروان قلعه سيمه کي تر سره شوه چي په پايله کي :

1.     ٣٣١٨ کيلو ګرام ترياک .

2.     ٦٠ کيلوګرام چرس .

3.     ٧٥٠کيلوګرام خاش خاش.

4.     ٤٦٣٠ کيلوګرام المونيم کلورايد.

5.     ٥٠کيلوګرام سوديم کلورايد.

6.     ١٢٠ کيلو ګرام هايدرجن کلورايد.

7.     ٢٥٠کيلوګرام سلفر.

8.     ٦٠٠ ليتر تيزاب .

9.     ١٢ د هرويينو د توليد لابراتوارونه.

10. ١٢ پايه د پرس ماشينونه.

11. ٤٣٤ خالي بيلرونه .

12. ٢٩٥ فلزي او پلاستيکي کاسه.

13. ٢٢ د ګازو ډبي .

14. ٣ پايه جنراتورونه .

15. ١٢٩ عدد بوشکه .

16. ١٠٠٠ دانه تاري خريطه .

17. ٥ پايه تلي (ترازو).

18. ٤٣ پايه غټ جکونه .

د يادي شوي قطعه د ملي پوليسو لاسته لخوا کشف او د سمپل د اخستلو نه وروسته د ياده شوي سيمه کي وسوځول شوه.  په دي تور څو تورن کسان نيولشوي او د لمړيو ځيړنو وروسته و اړوند عدلي څانګو ته ور وپيژندلشوه.

 د هيواد ملي پوليس د هري ورځي په تيريدو سره د پياوړتيا په حال کي دي او  تل هڅه کوي چي د دي حرامو او بدمرغه توکو ،بوټو او د ترافيک د راکړي ورکړي مخه ونيسي او پدي دنده اخته کسان د قانون منګولو ته وسپاري .

جان هټن: د ملامنصور وژنه طالبانو ته ستر ګذار دی

برتانوي ځواکونه وايي د افغانستان په جنوب کې يې د طالبانو يو جګپوړی قوماندان وژلی دی .

د دوی په وينا ملامنصور په هلمند ولايت کې د هليکوپتر په يوه بريد کې ووژل شو .

په هلمند کې پر برتانوي ځواکونو د بريدونو پړه پر ده اچوله کېږي .

په هلمند کې د برتانوي ځواکونو يوه وياند وويل ملامنصور د هغو بريدونو په پلانولو او عملي کولو کې ونډه درلوده، چې ښايي سلګونه افغانان، چې ډېر يې پوليس او ولسي وګړي وو، وژلي وي .

د برتانيا دفاع وزير جان هټن د ملامنصور وژل کېدل د طالبانو لپاره لوی ګذار بللی دی .

ښاغلي هټن وروسته له هغه دغه څرګندونې وکړې، چې هلمند ولايت کې برتانوي ځواکونو وويل چې دوی د طالبانو يو جګپوړی قوماندان ملامنصور او د هغوی يو شمېر نور مشران په هوايي بريدونو کې وژلي دي .

که څه هم برتانوي پوځيان د ملامنصور د وژل کېدو خبره کوي، خو د طالبانو يوه تن وياند قاري يوسف احمدي بي بي سي ته د تېلېفون پرکرښه د هغه وژل کېدل رد کړي دي .

د دفاع وزارت چارواکي وايي ښايي د ملامنصور وژل کېدل په يوه شپه کې ارامي رانشي وستلی .

دلته ريښتيا هم د احتياط لپاره خپل دليلونه شته، په تېر کې د طالبانو پروړاندې بريدونو په هلمند کې لنډ مهاله ارامي رامنځ ته کړې وه، خو د ياغيانو بريدونه يې بيخي له منځه نه وو وړي .

تېره مياشت د برتانوي ځواکونو لپاره تر ټولو خونړۍ وه .

دوی درې کاله وړاندې هلمند ته تر خپل راتګ وروسته په يوه مياشت کې خپل ١٢سرتېري له لاسه ورکړل، چې له دې سره يې په افغانستان کې د خپلو وژل شويو سرتېرو تر ١٦٠ واوښته .