دکابل ښار د پنجشنبې د ورځي په ځان وژونکي برید کې د وژل شویو او زخمیانو د کورنیو غړي له ولسمشر حامد کرزي څخه عاجلي مرستي غواړي .
د پنجشنبې په سهار اته بجې اودیریش دقیقې یو ځل بیا دکابل ښار یوې زورورې چاودنې ولړزاوه. دا چاودنه د عامي روغتیا څلور لارې ته نژدې د امریکې د سفارت ودانۍ ته په ۶۰ مترۍ کې رامنځ ته شوه. برید کونکی په یوه ګړندي موټر کې
سپور وو چې غوښتل یې د امریکايي ځواکونو قافله په نښه کړي. عیني شاهدنو بینوا ویب پاڼي ته وویل چې برید کونکی له برید شیبه دمخه هڅه وکړه چې د امریکایي ځواکونو د زغروالو ګاډو کتار ته ځان ور نژدې کړي خو د ولسي افغانانو د موټرو ګڼه ګوني د هغه مخه نیوله او نوموړي له وارخطایې ځان د ولسي افغانانو له یوه ټکسي موټر سره وجنګاوه . په دې چاودنه کې چې غږ یې هان تر یوه کیلومتر واټن پوري واوریدل شو لږ تر لږه یو تن مړ او شپږ نور ژوبل شول. دا چاودنه د ولسمشر کرزي له هغو څرګندونویوازي څو ساعته وروسته وشوه چې د طالبانو مشرانو ته یې سولي ته د ورګډیدو بلنه ورکړه. طالبانو یو ځل بیا د تیر په څير د دې برید مسولیت ومانه.
له چاودنې سره سم د عامي روغتیا وزارت امبولانسونه سیمي ته را ورسیدل او مړه او ژوبل کسان یې نژدې روغتونونو ته ولیږدول. د کابل ښار د امیه قوماندان جنرال ایوب سالنګي وویل چې سیمي د پولیسو له خوا کلا بند شوي ده او پولیسو خپلي څیړني پیل کړي دي.
Filed under: وروستي خبرونه |
څرګندون پریږدئ